تاند(پنجشنبه/چولای۲۸) د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كمېسيون وايي چې، د ولسي جرګې انتخاباتو ته پوره تيارى لري او دغه انتخابات به بيله كوم خنډه په شفافه توګه وسي.
د انتخاباتو كمېسيون، د افغان دولت له وسلوالو مخالفينو وغوښتل چې، ددغه ملي بهير له ګډوډولو څخه لاس واخلي.
دغه څرګندوني د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون رئيس فضل احمد معنوي نن په كابل كي د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون د غونډو د تالار د مركز په پرانيستنه كي وكړې.
ښاغلي معنوي له افغان دولت څخه وغوښتل چې، د انتخاباتو موضوع ته جدي پام وكړي او د خپلي كاري اجنډا په سر كي ځاى وركړي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواك كمېسيون له خلكو، مدني او سياسي ټولنو، ټولو همكارو هيوادونو په ځانګړي ډول له ايران او پاكستان څخه وغوښتل چې، د ولسي جرګې په انتخاباتو كي همكاري وكړي.