څنګه له فرصت څخه استفاده وكړو، هوښيار له خپلې ستونزې ګټه پورته كولاى شي اما كم عقل بيا نو يوه ستونزه په بله ستونزه هواروي، كله چې قريشو نبي عليه سلام وشړلو دوى فكر كاوه چې مونږ د نوموړي ټول اهداف ختم كړل، خو برخلاف هغه مدينې ته لاړ او بيا يې كعبه فتح كړه.
ابو الصنع چې كله بندي شو نو ۲۰ جلده كتابونه يې وليكل، ابن جدي چې كله بندي شو نو اووه قرآته يې رامنځ ته كړل، مالك بن ريب په خپل مرض كې داسې يوه قيصه وليكله چې د ډيرو ديوانونو سره برابره وه، ابن الملاح باندې چې كله غم راغى نو داسې كيسه يې وليكله چې په نړۍ كې د کیسې ريكارډ مات كړ.
كه چېرې هر پيــښې ته متوجه شو نو حتما به داسې فرصت په لاس راشي چې ترې ګټه واخلو، ځكه خو په هره ستونزه كې د ګټې لاره شته، خو دا په انسان پورې مربوطه ده چې څنګه ترې استفاده وكړي او اعظمي ګټه ترې پورته كړي.
كه يو څوك مو كورته لېمو در وار كړي نو هغه واخله پاك يې پرېوله او اوبه ترې جوړې كړه، آن تردې چې د لړم نېش هم ګټور واقع كېداى شي.
نو زمونږ عقيده دا ده چې هر څه پيښيږي زمونږ پكې ګټه شته، په مرض كې ذكر وكړه نور مريضان ذهن ته دروله او په فراغت كې د سبا لپاره مهال وېش جوړ كړه، دا د هر چا ليد لورى دى چې يو شى څنګه ويني. وايي يو وخت په فرانسه كې دوه شاعران بنديان وو، يو له دوى د بنديخانې له کړکۍ راوكتل او وويې ويل(( څومره بده فضا ده، خټې وګوره، بيروبار يا ازدحام وګوره، دا بېكاره ګرمي وګوره، دا بدرنګې كوڅې وګوره .....))
اما هغه بل شاعر په لنډ ليدلوري خوښي څرګنده كړه او ويې ويل: ((څومره ښه هوا ده، ښكلې فضا ده، هرڅوك لګيا دي او د ځان او خپلې كورنۍ لپاره كار كوي، ښكلې ګرمي چې هغه يخې اوبه وڅښې څومره مزه كوي....))
ځكه خو بايد زموږ ليدلورى مثبت وي، د چانس په لټه كې و اوسو او بايد د برياليتوب د لارې لټول زموږ يوازينۍ هڅه وي.