Wednesday, 09.08.2010, 12:57am (GMT) کورپاڼه پوښتنې RSS لینکونه نقشه اړیکې
 
 
::| کلیدي کلمه:       [پرمختللی لټون]  
 
ټول موضوعات  
ټول خبرونه
   » راپورونه
      » نورخبرونه
   » اقتصاداورغونه
   » سیمه او نړۍ
   » امنیتي پېښې
   » ویبپاڼې - خبرتیاوې
مقالې - تبصرې
کلتور
ادب
ټولنیزعلوم
په زړه پورې خبرونه
ساینس او روغتیا
سپورټ
داستانونه
انتخابات
English
facebook
::| نظرپوښتنه
آیا په اوس وخت کې له حکومت سره خبرې دطالبانوپه ګټه دي؟
هو،ډېرمناسب وخت دی
باید طالبان لا خبرې ونه کړي
باید اصلاً خبرې ونه کړي
هیڅ نظرنه لرم
::| خبرپاڼه
ستاسونوم:
ستاسوبرېښنالیک:
::| نورخبرونه
نور ...
 
 
 
ټول خبرونه » راپورونه
 
بریتانیا پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ
Wednesday, 07.28.2010, 07:47pm (GMT)

تاند(چهارشنبه/جولای۲۸) د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ او ویې ویل داسي نه شي کېدای چې په ظاهره د طالبانو پرضد خبرې کوي خو په پټه له هغوی سره مرسته کوي.

ښاغلی کامرون چې د پاکستان ګاونډي او سیال هیواد هند ته تللی ، همداراز وايي د پاکستان له لوري له هغو ډلو سره چې په تروریستي هلوځلو بوختې دي ، هرراز مرسته د نه زغملو ده .

د بریتانیا صدراعظم وویل د دا ډول ملاتړ او مرستې اسناد پخوا هم موجود وو.

افغان چارواکو تل بریتانوي چارواکي د پاکستان په ملاتړ او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنوته د نه توجه کولو تور لګولی دی . بریتانوي مقامات وايی چې کامرون لا هم په مستقیم ډول د تور ګوته د پاکستان حکومت ته نه ده نیولې.

خو د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د بریتانیا د صدراعظم د څرګندونو په ځواب کې وویل چې د بریتانیا صدراعظم باید له دې زړو اسنادو، چې تایید یې هم ممکن نه دی ، د حالاتو د تحمیلولو لپاره کار وانخلي.

پاکستان د ویکي لیکس له لوري له طالبانو سره د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ملاتړ د اسنادو له خپرېدو وروسته وویل چې دا ادعاوې بې بنیاده دي .

کامرون د هند د سفر په ترڅ کې له دې هیواد سره د څه باندې یوملیارد ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ.ده له هند سره د بریتانیا د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه .



دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 8 . متوسط: 5/5)   
    تبصرې (0)        ملګري ته ووایاست        چاپ


نورمطالب:
جنرال ماتیس: د افغانستان جنګ به زما اصلي لومړیتوب وي (07.28.2010)
امریکا اندېښنه لري چې متحدان به د رازونو په ساتنه کې پرې باور ونه کړي (07.28.2010)
دامریکا د استازو جرګې اضافي بودجه تصویب کړه (07.28.2010)
احمدي نژاد د افغانستان په چارو کې د ایران مداخله رد کړه (07.27.2010)
اوباما د ویکي لیکس له لوري د اسنادو پر افشا اندېښنه ښکاره کړه (07.27.2010)
افغانستان د پاکستان په وړاندې د امریکا پر چوپتیا شک څرګند کړ (07.27.2010)
د افغانستان حکومت : په هلمند کې ۵۲ تنه ووژل شول (07.27.2010)
د ویکي لیکس پر خپرو شویو اسنادو د بېلابېلو خواوو عکس العملونه (07.26.2010)
په هلمند کې د ۴۵ تنو ملکیانو د وژل کېدو په باب پلټنه دوام لري (07.26.2010)
مولن: په راتلونکومیاشتو کې به تاوتریخوالي لا زیات شي (07.26.2010)
امریکا د هغو اسنادو خپراوی وغانده چې آی ایس آی افشا کوي (07.25.2010)
طالبانو په غزني کې د ولسي جرګې یو کاندید وتښتاوه (07.25.2010)
طالبانو له خپلو بندیانو سره د امریکايي پوځي د تبادلې وړاندیز وکړ (07.25.2010)
مولن : دا شکونه له ذهنه وباسئ چې امریکایان به د ۲۰۱۱ کال په نیمايي کې ووځي (07.24.2010)
طالبانو ۲ امریکایان ژوندي نیولي ۵ وژلي (07.24.2010)
د اساسي قانون پرتطبیق د څارونکو د معرفۍ پر وخت پرمخالفانو د فهیم نیوکې (07.24.2010)
له افغانستانه د کال نژدې څلورملیارد ډالره ایستل شوي (07.24.2010)
مولن له پاکستاني چارواکو سره د امریکا پر اندېښنې خبرې کوي (07.24.2010)
امنیت شورا له افغانستانه د خپلو ژمنو د عملي کولو غوښتنه وکړه (07.24.2010)
هولبروک: د پاکستان همکاري هومره نه ده چې امریکا یې غواړي (07.23.2010)
د فرانسې دفاع وزیر: له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو خبره ښه نه ده (07.23.2010)
د ملاعمر د پخواني ویاند عبدالحی مطمین د نیولو ادعا وشوه (07.23.2010)
په یونان کې نامالومو کسانو څلورتنه افغان پناه غوښتونکي ووهل (07.22.2010)
امریکا پر درو طالب مشرانو بندیزونه ولګول (07.22.2010)
سېلونو په خوست او ننګرهار کې د سر او مال زیانونه اړولي (07.22.2010)



 
::| تازه موضوعات
::| کلیز
September 2010  
ي د س چ پ ج ش
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
تصویري خبرونه


::| تاوده خبرونه
د امریکا او بریتانیا مشرانو پر افغانستان او پاکستان خبرې وکړې
د کابل بانک د ونډه والو شتمنۍ کنګل شوې
ناټو غواړي په نومبر مياشت کې له کندهاره طالبان وباسي
پیتراییس د سرزوري پادري اراده د امریکايي پوځیانو لپاره خطرناکه وبلله
روسیه غواړي چې د افغانستان تاسیسات بیاورغوي
امریکا به په کلونو پر افغان ځواکونو د کال ۶ ملیارد ډالره لګوي
د سخت دریځي امریکايي پادري پرضد په کابل کې مظاهره
ګلبدين: فهيم رک روغ دى
د حامد نوري پر وژنې بېلابېلو ادارو عکس المعل ښوولى
چارواکي: د کابل بانک ستونزه حل شوې- خو خلک لا هم پیسې ترې باسي
طالبانو د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو خبرداری ورکړ
بریتانوي جنرال : په پرمختګ کې مبالغه کېږي

 
taand.com@gmail.com
[سرپاڼه]