تاند(پنجشنبه/جولای۲۹) پاکستان نن وویل چې د افغانستان د ولسمشرحامدکرزي د څرګندونو په باب، چې (د نه پوهېدو وړ) یې وبللې،د توضیحاتو غوښتنه کوي .
ولسمشرکرزي د ویکي لیکس له لوري د څه باندې نوي زره سندونو له افشا کولو وروسته نن وویل چې لوېدیځوال ولې د افغانستان له خاورې دباندې د تروریستانود پناهځایونو،تمیل ځایونو او روزنځایونو پرخلاف اقدام نه کوي.
د پاکستان د بهرنیوچارو د وزارت ویندوی عبدالباسط د افغانستان د ولسمشراود ملي امنیت د سلاکار د څرګندونو په باب د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د دوی څرګندونې ګونګې دي.
ده همداراز وویل چې دوی په کابل کې له خپل سفیرڅخه غوښتي دي چې په دې باب توضیحات ترلاسه کړي چې دا څرګندونې ولې شوي دي.
کرزي په ځانګړي ډول د پاکستان نوم وانخیست خو ویې ویل چې د تروریستانوځالې له افغانستانه دباندې دي.
کرزي نن(پنجشنبه)په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل :«د تروریزم پرضد جګړه د افغانستان په کلیو او کورونو کې نشته بلکې له افغانستانه دباندې ده چې پناه ځایونه، روزنځایونه اود پیسو د راټولولوسرچینې یې هلته موجودې دي.»
کرزي وویل که لوېدیځوال وغواړي کولی شي پردغو اډو او مرکزونو برید وکړي او له منځه یې یوسي خو دا موږ ته د پوښتنې وړ ده چې دوی ولې دا کار نه کوي.
ده همداراز وویل:«دا بېله پوښتنه ده چې افغانستان دا وس لري چې دا اډې له منځه وړلی شي یا یې نه شي خوزموږ متحدان یقیناً دا توان لري مګر پوښتنه دا ده چې دوی دا کار ولې نه کوي؟