تاند(پنجشنبه/چولای۲۹) د کندهار دولايتي شورا مرستيال وايي چې وسلوالو طالبانو دپنجوايي ولسوالي ٧٠ قومي مشران ګواښلي چې په راتلونکو پنځو ورځو کې له افغانستانه ووځي کنه نو وبه وژل شي .
خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري یوسف احمدي په دي اړه نا خبري وښوده خو ویې ویل چې دوی هم پخوا او هم اوس هغه کسان نه پرېږدي چې له دولت سره همکاري کوي .خو د کندهارد ولایتي شورا مرستیال اغا لالی وايی چې طالبانو اویا قومي مشرانو ته ویلي چې له هیواده ووځي او که په پنځو ورځو کې ونه وتل نو وبه وژل شي.
اغا لالي ږږیل چې دا کسان ، چې هر یوه ته جلا جلا لیک استول شوی ، قومي مشران دي او له دولت سره هیڅ راز ارتباط نه لري.
داپه داسي حال کي ده چي په کندهار په تيرو پنځو کلونو کي تر پنځه سوه زيات قومي مشران او نور کسان دولت ته دهمکاري په تور وژل شوي دي.