Wednesday, 09.08.2010, 12:30am (GMT) کورپاڼه پوښتنې RSS لینکونه نقشه اړیکې
 
 
::| کلیدي کلمه:       [پرمختللی لټون]  
 
ټول موضوعات  
ټول خبرونه
   » راپورونه
      » نورخبرونه
   » اقتصاداورغونه
   » سیمه او نړۍ
   » امنیتي پېښې
   » ویبپاڼې - خبرتیاوې
مقالې - تبصرې
کلتور
ادب
ټولنیزعلوم
په زړه پورې خبرونه
ساینس او روغتیا
سپورټ
داستانونه
انتخابات
English
facebook
::| نظرپوښتنه
آیا په اوس وخت کې له حکومت سره خبرې دطالبانوپه ګټه دي؟
هو،ډېرمناسب وخت دی
باید طالبان لا خبرې ونه کړي
باید اصلاً خبرې ونه کړي
هیڅ نظرنه لرم
::| خبرپاڼه
ستاسونوم:
ستاسوبرېښنالیک:
::| نورخبرونه
نور ...
 
 
 
ټول خبرونه » راپورونه
 
بایډن: آی ایس آی د ویکي لیکس د سندونو له خپرېدو وروسته خپل سلوک بدلوي
Friday, 07.30.2010, 12:15am (GMT)

جوبایډن
تاند(جمعه/جولای۳۰) د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن د پنجشنبې په ورځ په یوه مرکه کې وویل چې د پاکستان استخباراتي شبکه آی ایس آی د ویکي لیکس له لوري د پټو سندونو له خپرېدو وروسته د افغانستان په وړاندې په خپل سلوک کې تغییر راولي.

پاکستان د ویکي لیکس له لوري د خپرو شویو اسنادو په خپرېدو پسې له سختو نړیوالو انتقادونو او حتي سپکو سپورو سره مخامخ شوی تر دې چې خپل متحدان یې دوه مخی بولي .

پاکستان د ویکي لیکس اسناد غیرمسوولانه او د یوې سرچینې شواهد بولي خو د امریکا پوځ او حکومت چې په ظاهره د دې اسنادو په خپرېدو او افشا کېدو خوابدې دي ، د ویکي لیکس له لوري خپاره شوي اسناد نه ردوي.

جوبایډن هم دا سندونه ،چې د ۲۰۰۴ او۲۰۰۹ ترمنځ وخت سره تړاو لري او ښيي چې د پاکستان استخبارات افغان طالبانو ته وسلې،پیسې او روزنه ورکوي ،د ولسمشراوباما په شان عادي وبلل .اوباما ویلي وو چې په دې سندونو کې نوې خبره نشته یعنې دا خبرې پخوا بیا بیا شوي دي.

بایډن وویل چې په دې سندونو کې آی ایس آی د ستونزې سرچینه بلل شوې ، دا مشکل پخوا هم مطرح شوی دی او دا داسي ستونزه ده چې موږ ورسره مقابله کوو او د بدلېدو په حال کې ده.

پاکستان د دغو سندونو خپرېدا غندلې او ویلي یې دي چې دا هیواد ځان له ترهګرۍ سره مبارزې ته ژمن ګڼي. پاکستاني کارپوهانو ویلي چې دا سندونه زاړه دي خو د افغانستان ولسمشرویلي چې نړیوال ځواکونه دې د افغانستان د کلیو د بمباري کولو پرځای د پولې پورې غاړه د ده په وینا د تروریستانو ځالې په نښه کړي.

بایډن: موږپه افغانستان کې د دولت جوړولو نیت نه لرو

د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحد ایالتونه په افغانستان کې د دې لپاره حضور نه لري چې دولت جوړ کړي بلکې د دې لپاره دي چې د پاکستان په پولو کې القاعده ماته کړي.

د ولسمشربارک اوباما حکومت د افغانستان د نهه کلنې جګړې په خاطر چې په امریکا کې نور ملاتړ نه لري او لګښتونه یې هم ډېر زیات شوي له دې جنجال سره مخامخ دی چې په دسمبر میاشت کې په څه ډول ووايي چې د افغانستان لپاره د ولسمشربارک اوباما نوې ستراتیژۍ اغېزمنه وه .

بایډن وویل چې د دوی هدف دا نه دی چې په افغانستان کې د امریکا په شان ولسواکي رامنځته کړي بلکې د دوی هدف دا دی چې القاعده ورکه کړي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبرپه یوولسمه یې پر امریکا بریدونه وکړل.

ده وویل :« موږ په افغانستان کې د یوه هدف لپاره حضور لرو چې القاعده له منځه یوسو چې د افغانستان او پاکستان ترمنخ په غرونو کې مېشته ده.کنې موږ هلته د دې لپاره ځواکونه نه دي لېږلي چې دولت جوړ کړو یا د جیفرسن دیموکراسي راولو یا دا هیواد جوړ کړو.موږ دا خبره سپینه کړې ،موږ هلته د لسو کالو لپاره نه پاته کېږو.»



دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 0)   
    تبصرې (0)        ملګري ته ووایاست        چاپ


نورمطالب:
ګېټس : د ویکي لیکس د اسنادو خپرېدا به بدې پایلې ولري (07.30.2010)
طالبالبانو د اویا قومي مشرانو ته خبرداری ورکړی چې له هیواده ووځي (07.29.2010)
پاکستان د کرزي څرګندونې د نه پوهېدو وړ وبللې (07.29.2010)
شپیګل: تقریباً په ټولو افشا شویو سندونو کې د پاکستان نوم راغلی (07.29.2010)
د امریکا لویه څارنوالي د افغانستان د جګړې د رازونو د افشا کوونکو په باب پلټنه کوي (07.29.2010)
بریتانیا پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ (07.28.2010)
جنرال ماتیس: د افغانستان جنګ به زما اصلي لومړیتوب وي (07.28.2010)
امریکا اندېښنه لري چې متحدان به د رازونو په ساتنه کې پرې باور ونه کړي (07.28.2010)
دامریکا د استازو جرګې اضافي بودجه تصویب کړه (07.28.2010)
احمدي نژاد د افغانستان په چارو کې د ایران مداخله رد کړه (07.27.2010)
اوباما د ویکي لیکس له لوري د اسنادو پر افشا اندېښنه ښکاره کړه (07.27.2010)
افغانستان د پاکستان په وړاندې د امریکا پر چوپتیا شک څرګند کړ (07.27.2010)
د افغانستان حکومت : په هلمند کې ۵۲ تنه ووژل شول (07.27.2010)
د ویکي لیکس پر خپرو شویو اسنادو د بېلابېلو خواوو عکس العملونه (07.26.2010)
په هلمند کې د ۴۵ تنو ملکیانو د وژل کېدو په باب پلټنه دوام لري (07.26.2010)
مولن: په راتلونکومیاشتو کې به تاوتریخوالي لا زیات شي (07.26.2010)
امریکا د هغو اسنادو خپراوی وغانده چې آی ایس آی افشا کوي (07.25.2010)
طالبانو په غزني کې د ولسي جرګې یو کاندید وتښتاوه (07.25.2010)
طالبانو له خپلو بندیانو سره د امریکايي پوځي د تبادلې وړاندیز وکړ (07.25.2010)
مولن : دا شکونه له ذهنه وباسئ چې امریکایان به د ۲۰۱۱ کال په نیمايي کې ووځي (07.24.2010)
طالبانو ۲ امریکایان ژوندي نیولي ۵ وژلي (07.24.2010)
د اساسي قانون پرتطبیق د څارونکو د معرفۍ پر وخت پرمخالفانو د فهیم نیوکې (07.24.2010)
له افغانستانه د کال نژدې څلورملیارد ډالره ایستل شوي (07.24.2010)
مولن له پاکستاني چارواکو سره د امریکا پر اندېښنې خبرې کوي (07.24.2010)
امنیت شورا له افغانستانه د خپلو ژمنو د عملي کولو غوښتنه وکړه (07.24.2010)



 
::| تازه موضوعات
::| کلیز
September 2010  
ي د س چ پ ج ش
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
تصویري خبرونه


::| تاوده خبرونه
د کابل بانک د ونډه والو شتمنۍ کنګل شوې
ناټو غواړي په نومبر مياشت کې له کندهاره طالبان وباسي
پیتراییس د سرزوري پادري اراده د امریکايي پوځیانو لپاره خطرناکه وبلله
روسیه غواړي چې د افغانستان تاسیسات بیاورغوي
امریکا به په کلونو پر افغان ځواکونو د کال ۶ ملیارد ډالره لګوي
د سخت دریځي امریکايي پادري پرضد په کابل کې مظاهره
ګلبدين: فهيم رک روغ دى
د حامد نوري پر وژنې بېلابېلو ادارو عکس المعل ښوولى
چارواکي: د کابل بانک ستونزه حل شوې- خو خلک لا هم پیسې ترې باسي
طالبانو د ولسي جرګې د انتخاباتو د ګډوډولو خبرداری ورکړ
بریتانوي جنرال : په پرمختګ کې مبالغه کېږي
امریکا وايي د خپلو خلکو په پیسو به کابل بانک ونه ژغوري

 
taand.com@gmail.com
[سرپاڼه]