تاند(جمعه/جولای۳۰) د امریکا ولسمشربارک اوباما د ویکي لیکس له لوري د افغانستان د جګړې او د پاکستان د مداخلې په باب د سندونو له افشا کېدو وروسته د افغانستان د جګړې د شورا لومړنۍ غونډه وروبلله .
په غونډه کې، چې د سپینې ماڼۍ په سچوېشن روم(سالون) کې جوړه شوه ، پر ولسمشراوباما سربېره دفاع وزیر رابرت ګېټس،مرستیال ولسمشرجوبایډن،جګپوړي پوځي چارواکي او استخباراتي چارواکي حاضر ول.
تر دې غونډې مخکې ولسمشراوباما له اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې په دې باب چې افشا شوي سندونه ښيی چې جګړه په سم ډول پر مخ نه درومي ، وویل ، دی په حقه دی چې په ستراتیژۍ کې د بدلون غوښتنه کوي.
اوباما امریکایانو ته وویل چې له دې پرته چې په افغانستان کې ماموریت بشپړ کړي بله لار نه لري.ده وویل:«له ۲۰۰۴ راوروسته په افغانستان کې منابع (ځواکونه او نور امکانات) کم ول.موږ دې مسلې ته پام وکړ،موږته عراق زیان واړاوه.خو اوس ښه خبر دا دی چې په اګست کې په عراق کې خپل حربي ماموریت پای ته رسوو.»
ولسمشراوباما همداراز وویل :«په افغانستان کې موږ ته ډېر کارونه لا پاته دي چې باید سر ته یې ورسوو.»
ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمې د القاعده د ثقل مرکزونه وبلل او په عین حال کې یې وویل :«موږ غواړو چې د افغانستان حکومت ته یو فرصت ورکړو چې له دېرش کلنې جګړې وروسته خپل امنیتي ځواکونه جوړ کړي، موږ به له دوی سره په ځینو انکشافاتو کې مرسته وکړو.»