Wednesday, 09.08.2010, 12:53am (GMT) کورپاڼه پوښتنې RSS لینکونه نقشه اړیکې
 
 
::| کلیدي کلمه:       [پرمختللی لټون]  
 
ټول موضوعات  
ټول خبرونه
مقالې - تبصرې
   » سیمه - نړۍ
   » ټولنيزې ليکنې
   » د اوونۍ خبره
   » مطبوعاتوته کتنه
   » ستاسو له لیکونو
کلتور
ادب
ټولنیزعلوم
په زړه پورې خبرونه
ساینس او روغتیا
سپورټ
داستانونه
انتخابات
English
facebook
::| نظرپوښتنه
په افغانستان کې څوک سوله نه غواړي؟
حامد کرزی؟
طالبان؟
پاکستان؟
امریکا؟
ایران؟
روسیه؟
::| خبرپاڼه
ستاسونوم:
ستاسوبرېښنالیک:
::| سیمه - نړۍ
نور ...
::| ټولنيزې ليکنې
نور ...
::| د اوونۍ خبره
نور ...
::| مطبوعاتوته کتنه
نور ...
::| ستاسو له لیکونو
نور ...
 
 
 
مقالې - تبصرې
 
د ویکي لیکس ډنډورې او د عامه ذهنیت د خرابونې یو توطیه
Thursday, 07.29.2010, 10:04am (GMT)

د محمدالله ارین احمدزي لیکنه

د دې سره سره چې لویدېځې ټولنې افغانستان ته له راتګ سره سم پرته له دې چې ځينې ډنډورې او هسې خوشې چټي ټاپې له ځانه سره راوړي بل څه یې په ارمغان نه دي راوړي. د راتګ له پيل څخه یې داسې جرمونه کړي دي او لا هم لګیا دي کوي یې چې یو یې هم نه شي هیریدلی. خو د خندا وړ خبره داده هرڅه چې دوی کوي بیرته افشاکوي یې هم دوی، خپلې کړنې غواړي په یو ډول پيغوریزه لهجه په نورو واوري، که چیرې د ویکي لیکس راپور ته په غور سره وکتل شي دوی داسې کوم څه نه دي لیکلي دي چې نه دي لیکل شوي او نه یې هم داسې څه روښانه کړي دي چې نه دي روښانه شوي.د بیلګې په ډول دوی د ناټو لخوا د ملکي وګړو وژنې ته نغوته کړې حال داچې له پروني دهراوده، تر شینډنډ ، ارغندب او د سنګین د ریګي تر پرونی عام وژنې پورې هر چا ولیدلې حتی د وزیرانو شورا یاده شوې عام وژنه تایید کړه او هییت یې ورته وټاکه.ولسمشر پرې ژور خفګان وښود، دا هغه څه دي چې دوی تل په تیرو نهو کلونو کې په افغانستان کې تکرار کړي دي او لا هم لګیا دي تکراوري. او یا هم د دوی ترهم نه همغږي ته یې نه نغوته حال داچې دا بیا هم یوه جوته خبره ده چې بریټانیا په هلمند کې څه کوي، کاناډا په کندهار کې څه کوي، جرمني په مزارشریف کې څه کوي، او فرانسه بیا په پروان او نور یې په نورو ولایتونو کې څه کويو د هر یوه موخې یې بیلې دي او هر یو د ځانګړي هدف لپاره راغلي دي ، د ترکیې هیواد راغلي سرتیري چې ما به په افغانستان کې یوازني سپين چرګان بلل دوی کوښښ کوي چې اوزبک ټلوالې او په ځانګړې توګه دوستم ته کار وکړي حتی په کابینه کې د دوی د ګډون په اړه یې ډیر څه وکول او نارې سورې یې پيل کړې. نو د دې څخه دا جوتیږي چې دوی څه غواړي. خو راځم بیرته ویکي لیکس او د دوی لخوا د ۹۲۰۰۰ پټو استخباراتي اسنادو افشا ته، د دوی لخوا چې څه افشا شوي دي دا ډیر وړاندې د همدې لویدیځو هیوادونو په مشهورو رسنیو لکه نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او ډيلي ټيلي ګراف کې افشا شوي دي او رنګارنګ اندونه پرې ورکول شوي دي او دوی بیا هم هغه راخیستي دي او په دې نوم چې (afghan war dairy)یې خپره کړې را ټول کړي دي او د دې لارې یې غوښتي دي چې عامه ذهنیت خراب کړي ځکه اوس امریکا دې ټکي ته رسیدلې چې ترهګر چیرې دي او له کومه ځايي راځي حال داچې دا نارې او سورې افغان دولت څو کاله وړاندې کړي دي او تل یې ویلي دي چې ترهګر په افغانستان کې نشته. ځکه د ترهګري جګړه او ترهګر په افغانستان باندې ور تپل شوی یو نوم نه دی. دلته له لارې څخه د امریکتا متحده ایالات غواړي چې ځینې داسې اسناد چې ټوله دنیا پرې خبره ده یوازې سره منسجم کړي او د یوې ډلې او یا پاڼې لخوا یې خپاره کړي او ټول عامه ذهنیت پرې خراب کاندي. ځکه یو ځل امریکا په افغانستان باندې د خپل برید مشروعیت لپاره دې جګړې ته مشروعیت ورکړ، بیایې ورته نړیوال حشر وکړ او په افغانستان کې یې د عام وژنې لمن دومره پراخه کړه چې دوی په ‌ډيرو لویو لویو سهو یوازې د بخښنې په ویلو سره و بخښل شول. د کابل په ناسته کې یې بای هم وغوښتل چې نړیوال وغولوي او د دې لپاره چې څنګه پرته له دې چې نړۍ ورته و وايي چې د افغانستان په جګړه کې یې ماتې وخوړه او په افغانستان د ورتپل شوې جګړه ددې هیوا د له د باندې څخه رهبري کیږي او بس.خو دا ځل څه ناڅه نړیوال په دې پوه شول او ژمنې یې هم داسې وکړې چې څنګه باید په تیرو نهو کلونو کې شوې وی.د سرتیرو لپاره د نیټې ټاکل د ویکي لیکس لخوا د دې اسنادو خپرول بیرته را ځي دي ټکې ته چې امریکا نور نو نه شي کولای ورسره ولاړ متحدین وغولوي او دوی په دې دوکه کړي چې لا تر دې دمه په افغانستان کې د ترهګري ریښې شتون لري. هغه متل دی چې وايي تورې دې لالا وهي مړۍ دې عبدالله، ريښتا هم وژل کیږي دې افغانان ورانیږي دې افغانستان او کریډیټ دې پاکستان پرې واخلي، د کابل ناستې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ته لاړه او هلته یې د دې هیواد سره د پنځه سوه میلیونو ډالرو د مرستې اعلان وکړ خو په افغانستان کې یې هیڅکله هم پرته له کوم احسان څخه داسې مرستې نه دي کړي. هغه مرستې چې د دوی لخوا شوې وې ځينې یې دوی وخوړې او ځینې یې هغه ده سنا بیرته کنګل کړې، حال داچې د دې مرستو خوړل، اختلاس او په ناسمو لارو لګول د دوی کارو نه د افغان دولت، خو اوس نړیوال ټول دې پایلې ته ورسیدل چې افغانستان د سریښو ډنډ دی او دوی پکې بند پاتې دي د دې ډنډ څخه وتل یوازې د افغانانو د ارادې تمثیل، رغونه او اقتصادي پرمختګ دی. تر هغه چې په افغانستان کې د ایران، پاکستان او نورو هیوادونو ګټې خوندي وي دلته به په یو او بل نوم ډلې جوړیږي او بیا به نو د امریکا غرو او پش پيل وي او هسې به افغانان غولوي، کله به احمد ولي کرزی تورنوي، کله به بل تورنوي او کله به بل بیا چې دا ټول کار ونکړي نو د ویکي لیکس ننی کانه به کوي او له دې لارې به دې ته زمینه برابروي چې ځان ته د خټې پوزه جوړه کړي او له افغانستان څخه د وتو لپاره یوه لاره ومومي، ځکه که پرته له کومې بهاني و وځي ټوله دنیا به ناري کړې چې د پروني سره پوځ په توګه امریکا په افغانستان کې هم ماته وخوړه خو دوی نه غواړي داسې کانه ور وشي، دوی غواړي لکه څنګه یې چې سیمې او افغانستان ته خپل راتګ قانوني کړ خپل وتل هم همداسې قانوني کړي او له دې هیواد څخه په داسې حال کې پښې سپکې کړي او افغانستان په داسې یو حالت کې پریږدي چې د روس له وتو وروسته د یو بل خطرناک ناورین لمن پکې خوره شي او داداه همدا اوس لا لګیا دي افغان دولت یې د سیمه ایزو پولیسو چې همهغه د څو لیسزو پاټک سالاري ډلو د جوړیدو لپاره یو بنسټ دی طرحه وړاندې کړه په سرکې افغان حکومت مخالفت وښود خو وروسته یې د څه فشار څخه وروسته یاده شوې طرحه و منله، او اوس لګیا دي غواړي یاده شوې کړنه عملي کړي. دا کیدی شي په نورو هیوادونو کې یو ګټور ګام وي خو په داسې یو هیواد کې چې څو لسیزې جګړې یې هرڅه لوټلي، ملي روحیه شتون نه لري او لا تر دې دمه ځینې د ځينو د کړنو مدیون دي یو ځل بیا به په هره سیمه کې خپل سري او ج ته ورسیږي او په هره سیمه کې به له عام افغانانو باج ګیري پیل شي او عام افغانان به پکې وځورل شي او د امریکا په څير یو بل به بیا ورته را بډې و وهي او دې هیواد ته به د دې ډلو د ځپلو او خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره راشي او بیا به هغه هم وايي چې مونږ د امریکا له وتو وروسته افغانستان ته پام ونکړ لکه نن چې امریکا وايي د روس له وتو وروسته مو افغانستان ته پام ونکړ ځکه داسې شو.



دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 3 . متوسط: 3/5)   
    تبصرې (1)        ملګري ته ووایاست        چاپ


نورمطالب:
منصور په خپل رنګ کې کوټ شو / میرویس (07.29.2010)
ايا حكومت د دولتي ځمكو په ترلاسه كولو كې صادق د ى؟ (07.28.2010)
رښتيا چې په افغانانو د چازړه نه خوږيږي /حفيظ الله معروف (07.27.2010)
د لوي ملاصاحب سره دزړه خواله !- حبیب الله غمخور (07.27.2010)
د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې امنیت/نجیب منلی (07.27.2010)
نوی پارلمان او زړې تجربې/ طایر ځلاند (07.27.2010)
تر اشغال وروسته/ د احمد فکور لیکنه (07.25.2010)
اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه (07.25.2010)
د كابل كنفرانس ځانګړتياوې / بيدار (07.25.2010)
کابل کانفرانس په یوه تحلیل کې! / شاهد غزنیوال (07.24.2010)
په هند كې د امريكا پخوانى سفير اپلتې وايي (07.23.2010)
دا ډالر دی ډالر! پوهیږی که نه... و .. سادګانو ؟ (07.23.2010)
کابل کنفرانس، ژمنې او ننګونې / شېرعلم امله وال (07.22.2010)
د نن ګڼکپي(دویم یادښت)– لیکوال :حفیظ الله غښتلی (07.22.2010)
فطرت دطالبانو د امارت د مودې تذکرې ناچله کړې / ناشنا (07.22.2010)
چې بې ځایه اشنایي کړي، اور به بل پخپل تندي کړي (07.22.2010)
د مارجې امنیت لا هم نه دي ښه شوی - سردارمحمد سروري (07.22.2010)
له ښاغلي كرزي سره د زړه خواله / احسان الله ارینزی (07.22.2010)
پيریان او څراغ – ماښام ګودر (07.22.2010)
خارج میري که نه میري(ژوند په امریکا کې)مطیع الله عابد (07.21.2010)
د خوبولي واکمن پاى / لیکوال : احسان الله ارینزی (07.21.2010)
خپلو هېوادوالو ته يو ډاډ / پوهندوی اسمعیل یون (07.21.2010)
پیټروییس ته د میلیبنډ پرانیستی لیک ـ ژباړن : رحیم الله بشارت (07.21.2010)
دملي دفاع وزرت د نويو تغیناتو په باره کې / پیاوخېل (07.21.2010)
له کرزي نه خلاصون نشته ! / ژباړن : محب (07.21.2010)



 
::| تازه موضوعات
::| کلیز
September 2010  
ي د س چ پ ج ش
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
تصویري خبرونه

لکي مروت
::| تاوده خبرونه
د کابل بانک معمى
امریکا په افغانستان کې درې لویې اډې جوړوي
د کابل کنفرانس ته د مالیې وزیر عمر زاخېلوال وینا
په افغانستان کې د پاکستان رول
له افغانستانه په ۳ کلونو کې تر ۳ ملیارده زیاتې پیسې ایستل شوي
امریکايي مقامات:افغان چارواکي څارنوالان نه پرېږدي چې دفاسدو مقاماتو دوسیې وڅېړي
احمدرشید: هغه وخت راغلی چې لوېدیځ پرخپلې افغان ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي
باسټن ګلوب: که پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس نه اخلي امریکا باید پرې مرستې بندې کړي
ولسمشرکرزي طالبانو ته په ماتې ورکولو کې د لوېدیځ پرتوان بې باوره شوی
امریکا ولې د سولې د ملي مشورتي جرګې په باب خپل نظربدل کړ؟
په افغانستان کې د سولې پر جرګې برید
آیا د سولې ملي مشورتی جرګه د تل پاتې سولې پیلامه ده؟

 
taand.com@gmail.com
[سرپاڼه]