Wednesday, 09.08.2010, 12:51am (GMT) کورپاڼه پوښتنې RSS لینکونه نقشه اړیکې
 
 
::| کلیدي کلمه:       [پرمختللی لټون]  
 
ټول موضوعات  
ټول خبرونه
مقالې - تبصرې
   » سیمه - نړۍ
   » ټولنيزې ليکنې
   » د اوونۍ خبره
   » مطبوعاتوته کتنه
   » ستاسو له لیکونو
کلتور
ادب
ټولنیزعلوم
په زړه پورې خبرونه
ساینس او روغتیا
سپورټ
داستانونه
انتخابات
English
facebook
::| نظرپوښتنه
په افغانستان کې څوک سوله نه غواړي؟
حامد کرزی؟
طالبان؟
پاکستان؟
امریکا؟
ایران؟
روسیه؟
::| خبرپاڼه
ستاسونوم:
ستاسوبرېښنالیک:
::| سیمه - نړۍ
نور ...
::| ټولنيزې ليکنې
نور ...
::| د اوونۍ خبره
نور ...
::| مطبوعاتوته کتنه
نور ...
::| ستاسو له لیکونو
نور ...
 
 
 
مقالې - تبصرې
 
آیا دی په رښتېا هم د لویدیځ لپاره تر ټولو وېرونکۍ خوب دی؟
Thursday, 07.29.2010, 02:43pm (GMT)

 مجیب

حمید ګل ته د پاکستان او افغانستان د اسلامي تندلارود همکاري د تنظیمونکي او ستراتېژي جوړونکي په نوم ګوته نیول کیږي.

حمید ګل:

پاکستانۍ نظامي او سیاستمدار. په ۱۹۳۶ کي زېږېدلۍ، د ۱۹۸۷ـ ۱۹۸۹ کلونو په دوره کي د څارګري خدماتو آی اېس آی مشر وو.

د هغو تروريستي ډلګیو تود مدافع دی کومي چي په کشمیر کي د هندي ادارې په ضد جنګېږي.

په افغانستان کي د روسانو ضد جګړې پر محال افغاني چریکانو ته د امریکايي مرستو په رسونه کي شریک وو. اوس دی له طالبانو سره دځان د کومو رسمي اړیکو له شتون نه انکار کوي.

 

د حمید ګل نوم د څارګري په هغو پاڼو کي چي د ويکي ليکس لخوا رالوڅي شوي بېشمېره ځله راڅرګندېږي. ده ته د طالبانو د پاکستانۍ شبکې (جال) د مشرې غڼې په سترګه کتل کېږي.

ويکيلیکس حمید ګل په نړیواله کچه نومېالۍ کړ.

د دوو ناچیزو شپو په لړ کي له حمیدګل نه یوه نومېالۍ څېره جوړه شوه. او ناببره په افغانستان کي د امریکې او لویدیځ لویترینې ستونزي ـ د جګړي څېرې نوم پیدا کړ. د دې حقیقت دلیل چي سړی نه شي کولای پر طالبانودي بریالۍ شي دا دی چي طالبان په پاکستان کي ډیر غوره مرستندوېان لري.

د دې مرستندوېانو منځکي مخکښترینه څېره د پاکستان د څارګرې ادارې پخوانی مشر حمیدګل دی. دهغو کسانو دوینا سره سم چا چي د ویکیلیکس لخوا د رابربنډو شوو ۹۲ زره اسنادو ډېرۍ برخه کتلي ده، د حمیدګل نوم په هر هغه ځای کي راڅرګندېږي چېرته چي لویدیځو څارګرو ادارو د طالبانو او د بېلابېلو پاکستاني تندلارو تر منځ د اړیکو پل پیدا کړی.

مرکه

له ویکیلیکس نه خپرې شوي افشاګریوي څه لو حیرانونکی خبر نه ده. په دې وروستیو کي دسږکال د جون په پیل کي جرمني خبري مجلې ، دیېر شپیګل، له حمیدګل سره مرکه درلوده. هلته دی ډېر بربڼډ لکه د طالبانو د ویاند په څېر راڅرګندېږي.

(له دا ناست رژیم سره څه روغه جوړه اصلاٌ ناشوني ده) دا د ده وینا ده. طالبان به افغانستان نیسي. د دیېرشپیګل سره په مرکه کي ده په پرېکنده ډول وویل چي که لس زره انسانان، چي حمیدګل هغوی ته لاسپوڅي همکاران او خاېنین وایی، د طالبانو د بېاواګې نیولو په موکه ووژل شي دا به له هغه څه نه چي سړی ېې باید انتظار ولري زیات نه وي.

تندروي (بنسټپالنه)

 

۷۳ کلن حمیدګل رسماٌ د چارو د واک له ټولو موقفونو نه وتی دی. خو که څوک د ده د کاري سابقې بخۍ راوسپړي دا به راڅرګنده شي چي ده ټوله موده د پاکستاني سیاست له تندلارو سره خپلي پټي اړیکي دوامداره پاللي دي. کله چي ده د پاکستان د څارګرې ادارې ټاپ ته ترقي وکړه او په ۱۹۸۷ کي ېې د آی ایس آی د څارګري خدماتو د غښتلې ادارې مشري خپله کړه، دا ېې د اخواني ضیاالحق، چي واک یی په ۱۹۷۷ کي د یوې نظامي کودتا په مټ نیولی وو، سره په شراکت کي وکړای شو. د طیارې په رالوېدنه کي د ضیاالحق له مړینې نه موده وروسته کله چي بېنظیره بوټو په ۱۹۸۸ کي واک ته ورسېده، حمیدګل وشړل شو.

په دې وخت کي نو حمیدګل په دې برېالۍ شوی وو چي په افغانستان کي د اسلامي بنسټپالو تر څنګ په کشمیر کي له پاکستاني چریکي او تروریستي ډلګیو سره هم نژدې اړیکي ټینګي کړي. په ورته وخت کي ده په ایم ایم اې (جماعت اسلامي) کي، یو بنسټپاله اسلامي ګوند کي چي مشري ېې د نورو ترڅنګ قاضي حسین احمد کوله، خپل ارتباطات ټینګ کړل. په دا وروستیوکلونو کي قاضي حسین احمد څو ځلي په پام راپاروونکي ډول راڅرګند شوی دی. د نورو تر څنګ هغه وخت کله چي ده په امریکې د یولسم د سپتمبر د تروریستي حملې پړه پر یهودو واچوله. رښتیا په۲۰۰۴ کي په اسلو کي د اسلامي کلتوري مرکزپه جومات کي د قاضي حسین احمد تود هرکلۍ وشو.(ژباړن: هغه وخت ق. ح. احمد د يادشوي مرکزچي پاکستانیان یی چلوي په بلنه اسلو ته راغلی وو او نه یوازي د یاد شوي اسلامي مرکز غړیو ورسره وکتل بلکه د هغه وخت د کمونونو د چارو وزیرې ارنا سولبرګ چي د ښي لاسي یا (هوېېره) ګوند(د ناروې دوهم لوی سېاسي ګوند)مشره هم ده ورسره وکتل. همدارنګه د ناروې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټي ځینو غړو هم ورسره وکتل چي په هغوی کي د يادې شوې کمیټې مشر تور بیورن یاګلاند چي د واکمن کارګر ګوند(د ناروې تر ټولو ستر سیاسي ګوند) وتي څېره ده هم وکتل.

http://www.vg.no/nyheter/innenriks/artikkel.php?artid=240913

ویشلي نړی

حمیدګل په اسلام آباد کي په یوه بنګله کي ژوند کوي او د بهرنیو ژورنالیستانو له منلو سره هېڅ اختلاف نه لري، هغه څه چي ده ته د دې موکه ورکوي چي هغوی ته د خپلې جهانبینۍ په هکله وضاحت ورکړي. د ده له بیان سره سم نړی پر دوو برخو وېشل شوي ده، مسلمانه نړی او غیرمسلمانه نړی.

که سړی په دې مسلمان متقاعد ډګرجنرال باور وکړي، نو هر هغه څه کي چي د اسلامي ټولنې، امت سود وي په هغې کي د پاکستان خیر دی.د امریکې د وسلې مرسته تر هغو د مسلمانانو په خیر وه تر هغو چي افغانانو په ۱۹۸۰ کلونوکي د شوروي یرغل په مقابل کي مبارزه کوله. څومره ژر چي امریکا د ۲۰۰۱ کال نه وروسته په افغانستان کي د طالبانو وهلو ته واوښته، په کار ده چي سړی دي د هرډول شته وسیلو په مټ له امریکې او خاصتاٌ د پاکستان له اصلي دښمن هندوستان سره وجنګیږي.



دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 0)   
    تبصرې (0)        ملګري ته ووایاست        چاپ


نورمطالب:
د ویکي لیکس ډنډورې او د عامه ذهنیت د خرابونې یو توطیه (07.29.2010)
منصور په خپل رنګ کې کوټ شو / میرویس (07.29.2010)
ايا حكومت د دولتي ځمكو په ترلاسه كولو كې صادق د ى؟ (07.28.2010)
رښتيا چې په افغانانو د چازړه نه خوږيږي /حفيظ الله معروف (07.27.2010)
د لوي ملاصاحب سره دزړه خواله !- حبیب الله غمخور (07.27.2010)
د کابل کنفرانس: هیلې او ننګونې امنیت/نجیب منلی (07.27.2010)
نوی پارلمان او زړې تجربې/ طایر ځلاند (07.27.2010)
تر اشغال وروسته/ د احمد فکور لیکنه (07.25.2010)
اسماعیل یون اسلامي جمعیت او شمال ټلوالې ته ماتې ورکړه (07.25.2010)
د كابل كنفرانس ځانګړتياوې / بيدار (07.25.2010)
کابل کانفرانس په یوه تحلیل کې! / شاهد غزنیوال (07.24.2010)
په هند كې د امريكا پخوانى سفير اپلتې وايي (07.23.2010)
دا ډالر دی ډالر! پوهیږی که نه... و .. سادګانو ؟ (07.23.2010)
کابل کنفرانس، ژمنې او ننګونې / شېرعلم امله وال (07.22.2010)
د نن ګڼکپي(دویم یادښت)– لیکوال :حفیظ الله غښتلی (07.22.2010)
فطرت دطالبانو د امارت د مودې تذکرې ناچله کړې / ناشنا (07.22.2010)
چې بې ځایه اشنایي کړي، اور به بل پخپل تندي کړي (07.22.2010)
د مارجې امنیت لا هم نه دي ښه شوی - سردارمحمد سروري (07.22.2010)
له ښاغلي كرزي سره د زړه خواله / احسان الله ارینزی (07.22.2010)
پيریان او څراغ – ماښام ګودر (07.22.2010)
خارج میري که نه میري(ژوند په امریکا کې)مطیع الله عابد (07.21.2010)
د خوبولي واکمن پاى / لیکوال : احسان الله ارینزی (07.21.2010)
خپلو هېوادوالو ته يو ډاډ / پوهندوی اسمعیل یون (07.21.2010)
پیټروییس ته د میلیبنډ پرانیستی لیک ـ ژباړن : رحیم الله بشارت (07.21.2010)
دملي دفاع وزرت د نويو تغیناتو په باره کې / پیاوخېل (07.21.2010)



 
::| تازه موضوعات
::| کلیز
September 2010  
ي د س چ پ ج ش
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
تصویري خبرونه

لکي مروت
::| تاوده خبرونه
د کابل بانک معمى
امریکا په افغانستان کې درې لویې اډې جوړوي
د کابل کنفرانس ته د مالیې وزیر عمر زاخېلوال وینا
په افغانستان کې د پاکستان رول
له افغانستانه په ۳ کلونو کې تر ۳ ملیارده زیاتې پیسې ایستل شوي
امریکايي مقامات:افغان چارواکي څارنوالان نه پرېږدي چې دفاسدو مقاماتو دوسیې وڅېړي
احمدرشید: هغه وخت راغلی چې لوېدیځ پرخپلې افغان ستراتیژۍ بیا کتنه وکړي
باسټن ګلوب: که پاکستان د طالبانو له ملاتړه لاس نه اخلي امریکا باید پرې مرستې بندې کړي
ولسمشرکرزي طالبانو ته په ماتې ورکولو کې د لوېدیځ پرتوان بې باوره شوی
امریکا ولې د سولې د ملي مشورتي جرګې په باب خپل نظربدل کړ؟
په افغانستان کې د سولې پر جرګې برید
آیا د سولې ملي مشورتی جرګه د تل پاتې سولې پیلامه ده؟

 
taand.com@gmail.com
[سرپاڼه]