حفیظ منصور وايي چې که په ټاکنو کې ناکام شوم نو سبب به یې د یون هغه وار وي چې په خيټه کې يې خوړلی و، که د..... بهانه روټه ده ترې وباسو نو په ريښتیا هم د منصور اندېښنه پر ځای ده ځکه چې ... ډاکترانو نظریه ورکړي چې د ښاغلي منصور ستره کولمه او د اپنډکس کولمګۍ ژوبلې شوې دي او ورته او توصیه يې ورته کړې چې یو څه وخت به ډېر نه ګرځې او که ګرځېدي هم نو چپ اړخ ته به لږ په یوه ډډه ځي ځکه چې وار يې په ښي اړخ کې کار وهلی دی نو باید چې په ښي اړخ يې فشار ورنشي... ځکه خو دی له خیاله نه بلکې له درده کوږ روان وي.
دغه لانجه تر ښاغلي ولس مشر او لومړي مرستیال هم رسېدلې ده کرزي پرې غوږ ندی ګرولی خو مرستیال یې پرې غوړمبيدلی او غوریدلی دی یون ته يې د ورتلو چمبه هم ښورولې ده خو یون وايي چې هغه پېښه اوس زما بیخي هیره ده ځکه نو نه غواړم خبره یې اوږده کړم ده زیاته کړې چې کله هم زه پر چا د وار کولو هڅه نه کوم او له منصور سره چې څه پيښ شوي یوازې دفاع وه .دی زیاتوي چې منصور غوښتل د پروګرام پروخت پر ما حمله وکړي او خپلو لنډغرو ته يې ویلي هم و چې ټلویزیونونو ته ګورئ زه به له یون ټس وباسم خو نه پوهېږم چې ولې یې هغه وخت زړه و نه نیو.
منصور بیا دغه لانجې ته یو څه پر بل نظر ګوري او وايي چې ما خو غوښتل په یون یو سپک ګوزار وکړم او په بدو ردو یې و لمانځم ځکه چې په دلیل او خبرو کې د چا پلار نشي ورته ټينګېدلی...دی زیاتوي چې ما کله وار ته ځان جوړ کړ نو ده راسره لغماني چل وکړ او په داسترګیو یې داسې ګوزار راکړ چې عینکې مې ټوټه ټوټه شوې او پر ځمکه خطاوتې .... بیا نو ما هېڅ هم نه لیدل یو سوک مې چې خطا کړ نو په دیواله ومښت او ګوتې مې لا تر اوسه زخمي دي.... د ولسمشر مرستیال هم په همدې ډېر په غوصه دی چې ولې يې عینکې ورته ماتې کړې دي.... او په سترګو يې ټپ ټوپ کړی دی.
د دغه قضیې څارنوال بیا وايي چې نه د شواهدو او قراینو له مخې د ده عینکې نه دي ماتې شوې بلکې دی پخپله له ماتې سره مخ شوی څارنوال د هغو تصویرونو عینکې څېړلې او په نښه کړې دي چې ښاغلي منصور پکې د خپل کمپاین لپاره عکسونه اخیستي او څارانوال زیاتوي چې دا عینکې همغه دي چې په تصویرونو کې يې په پوزه ايښې دي.... او اوس هم همغه په سترګو کوي دی وايي چې یوه بله نښه هم لري او هغه دا چې عینکې یو څه کږې دي یعنې له قراینو څخه ښکاري چې په جګړه کې کږې شوې دي خو ماتې شوې او له کاره لوېدلې نه دي.
عینې شاهدان د منصور له وېرې غږ نشي کولی خو یوه يې چې د نوم له ښودلو یې معذرت غوښتی ویلي دي چې منصور پر یون باندې تیزه منډه ور واخیسته او بوکس یې هم مخکې ترمخکې ورته جوړ کړی و چې یو ن پرې ووهي خو یون چې لغته ورته پورته کړه نو د ده تر بوکس مخکې په چټکۍ ور ورسېدله او سپېرې تلې پر ځمکه را واوښت دویم ځل چې پورته شو نو یون غږ پرې وکړ چې مه راځه خرابېږي خو منصور بیا هم حملې ته ځان جوړ کړ د یون لکه چې زړه پرې سوزېدلی وي ځکه خو یې له پښې کار وا نه خیست بوکس یې هم په څپېړ ورته بدل کړ او چې څپېړه يې ور خوشي کړه نو د تاسې د مخې د حیا وي ګړنګ او عنیکې يې یو ځای سره یوه بله خوا شول او کله یې چې عینکې ولوېدلې نو بیا یې داسې پتیيله چې څوک نه ويني بیا يې نو یو سپک ګوزار چت ته په درېدلې یوه ستنې وکړ او خلکو ته يې دا ښکاروله چې زه خو نو یون نه وینم مګر د ده د سترګو ډاکټران وايي چې د ده سترګې دومره ندي ضعیفې چې له عینکو پرته څوک و نه ویني نو ځکه د ارواپوهنې متخصیصینو فلیصله وکړه چې ده فکر کړی و چې یون به کمزوری وي خو په دوه ګوزارو یې خراب کړ او نور يې نو عینکې بهانه کړې چې زه ګواکې څوک نه وینم....
د دغه تاوتریخوالي پر وخت یون چا نه و نیولی دی کرار ولاړ و او یک وار اهنګر صد وار زرګر خبره وه منصور به سره ترپ را ترپ کړل خو ده به غږ نه کاوه خو چې وار به يې پرې وکړ نو بې سده به یې کړ... منصور کنځاوې هم ډېرې کولې خو د یون د کور اباد وي او هېڅ کنځا یې ونه کړه او منصور ته يې کړل چې افغان یې کنځا له افغانانو سره بده ښکاري خو منصور افغانیت ته هم کنځا وکړه او ځان یې له افغانیت و ایست... منصور ځان په کنځا کنځاکې د وسلې ارمانی وباله چې نه وه ورسره وسله نو د دوی هغه وسیله ده چې د ډېرو خت لپاره یې کارولې او ښه پرې پوهېږي نو که هلته وی ورسره ښايي په جګړه کې کامیاب شوی وی خو بخت یې خراب و ځکه د وسلو دوران اوس مخ په تيریدلو دی اوس د فکر جګړه ده او څوک چې فکر نه لري نو جګړې ته مخه کوي ځکه دلیل نه لري او جګړه هم فکر غواړي او چې څوک پرې فکر ونه کړي نو د منصور غوندې په خپل رنګ کې کوټ وي.
------------------------------------------------------
په تاند کې د لیکوالو په نوم خپرېدونکې لیکنې د دې ویبپاڼې د دریځ ښکارندويي نه کوي