د شنبې په ورځ (د سرطان په شپږ ويشتمه نېټه ) مې د كابل په يوۀ اخبار كې د محلي پوليسو د طرحې په اړه د ډاكتر عبدالله څرګندونې ولوستې . نوموړي ويلي وو چې : دولت له يوې خوا د هيواد په يوه برخه كې خلع سلاح ته ادامه وركوي او د هيواد په بله برخه كې يې د مليشه جوړولو اراده كړې ده چې دې كار په ملي كچه ډېرې پوښتنې راپيدا كړې دي او دا به په هيواد كې د يوۀ بل لوى بحران سبب شي.
دې طرحې ته ځينو نورو كسانو هم د شك په سترګه كتلي دي خو د ډاكتر عبدالله په خبرو كې سيمه ايز او قومي تمايلات شته چې د ولسمشرۍ د يوۀ كانديد او د يو داسې چا له خولې داسې خبرې چې په كلونو كلونو د كابينې وزير و، راته نا مناسبې ښكاره شوې.
له عام ولسه وسله اخيستل خو په هر حال د خير كال دى ، مګر كه ډاكتر صاحب په هغو سيمو كې له باغيانو څخه د وسلو ټولولو لپاره كوم پروګرام ولري چې هلته هره ورځ د بې ګناه خلكو وينې بهيږي، بيا خو ډېره ښه خبره ده، او كه چېرته د هغو لپاره طرح نه وي موجوده، او باغيان هلته هره ورځ د وينو رودونه وبهوي او تر دې حده ستم وكړي چې د ودونو په مراسمو كې بمونه وچاودوي ، نو دا خلك بايد څه وكړي ؟ ايا ټول بايد ووژل شي ؟
معلومه خبره ده چې خلكو ته د خپلو كليو د ساتلو او دفاع لپاره وسلې وركول، ځينې منفي عوارض لري، خو اوس چې دا نهم كال دى چې په نيم افغانستان كې د وينو رودونه بهېږي او د تم كولو لپاره عملي طرحه هم نشته، نو كه په دې منځ كې يو څوك يوه طرحه جوړوي ، له هغې سره تر عملي كېدو دمخه مخالفت به ايا په دې معنا نه وي چې همدا كشتار دې همداسې جاري وي؟
د ډاكتر عبدالله نيوكه تر ډېره حده په سيمه ايز تعصب او كركې ولاړه وه، ځكه يې د غندنې وړ بولم خو ځينو نورو كسانو چې له دې طرحې سره مخالفت كړى دى ، هغوى دا ويلي دي چې په افغا نستان كې د ملېشه جوړولو پروګرام د ډاكتر نجيب په وخت كې ډېر مشكلات پيدا كړل، او د هغسې پروګرام بيا پيلول به نوي مشكلات پيدا كړي.
زما په ګومان د ملېشو د هغه پروګرام او د اوسني پروګرام تر منځ درې اساسي توپيرونه دي : يو خو دا چې په هغه وخت كې د يوې سيمې ملېشه په نورو سيمو كې جګړې ته واستول شول چې په نتيجه كې يې د خلكو كورونه هم لوټ كړل او په ګيلم جم مشهور شول. مګر په دې نوې طرحه كې د تيري موضوع نه ده مطرحه بلكې د كليوالو د ځاني دفاع موضوع مطرح ده.
بل اساسي توپير يې دا دى چې اوس په افغانستان كې نړيواله ټولنه او د لسګونو ملكونو عسكر شته دي . په هغه وخت كې ملېشه وو ته ميدان شغالي و خو اوس په هيواد كې داسې قوتونه شته چې كه خداى مكړه محلي پوليس سرغړوونه كوي، نو كنټرول يې ورته مشكله چاره نه ده.
دريم فرق يې دا دى چې په هغه وخت كې افغان دولت دومره مالي امكانات نه لرل چې خپل ملېشه په تن پټ او په نس ماړۀ وساتي . كله چې وږي سړي ته توپك په لاس وركړې هغه به خامخا په بل يرغل كوي خو څرنګه چې اوسنۍ طرحه د لويديځ لخوا مطرح شوې ده نو دوى ته يې مالي اكمال څه مشكله چاره نه ده.
دا طرحه فعلا په ډېر محدود ډول عملي كېږي . لكه څنګه چې په خبرونو كې وويل شول ، د داخله وزارت په چوكاټ كې يوازې لس زره كسه كليوال پوليس فعاله كېږي. د انصاف خبره خو دا ده چې د دې طرحې په نسبت ډېرو بدبينو كسانو ته هم وويل شي چې دې طرحې ته لږ وخت وركړئ چې كه كاميابه وه، نو د وطن مظلوم كليوال به له وژلو او تباهي ژغورل شوي وي او كه خداى مكړه ناكامه وه نو د نړيوالو قوتونو په حضور كې يې ختمول مشكل كار نه دى ، ځكه هر هغه څوك به معلوم وي چې وسله وركول كېږي.
د ريسك امكان په هر كار كې شته . هغه بله ورځ چې په هلمند كې د ملي اردو يوۀ عسكر درې كسه برطانوي سرتيري ووژل ، نو دا معنا خو ورنه نه شو اخيستلاى ، چې ملي اردو مه جوړوئ چې غړي ېي ممكن داسې خطرناك كارونه هم وكړئ.
عجبه دا ده چې د كليوالو له روان قتل عام سره د مقابلې لپاره د اوسنۍ طرحې مخالفت هغه كسان ډېر كوي چې په كابل كې د ناټو او ملي اردو او پوليسو د لسګونو زره سرتېرو په منځ كې اوسي او بيا هم ځانونه نا امنه احساسوي او ان د خپلو كورونو كوڅې يې بندې كړې او تر كورونو يې د اغزنو سيمونو او د شګو د ګونيو حصارونه راتاو دي. له ډاكتر عبدالله عبدالله څخه چې د ځايي پوليسو په طرح اندېښمن دى او سمدستي يې ورباندې نيوكه كړې ده، پوښتنه كوم چې ايا كله يې هم د امنيتي شركتونو په موجوديت باندې اعتراض كړى دى ؟