Wednesday, 09.08.2010, 12:34am (GMT) کورپاڼه پوښتنې RSS لینکونه نقشه اړیکې
 
 
::| کلیدي کلمه:       [پرمختللی لټون]  
 
ټول موضوعات  
ټول خبرونه
مقالې - تبصرې
کلتور
   » ماشومان
   » متلونه
   » مرڅله
   » بست
   » سينما
ادب
ټولنیزعلوم
په زړه پورې خبرونه
ساینس او روغتیا
سپورټ
داستانونه
انتخابات
English
facebook
::| نظرپوښتنه
ترانترنت پخوا مو ډېرڅه لوستل که اوس؟
مطالعې ته مې نه پرېږدي
لا یې هڅولی یم
تفاوت یې نه وینم
::| خبرپاڼه
ستاسونوم:
ستاسوبرېښنالیک:
::| ماشومان
نور ...
::| متلونه
نور ...
::| مرڅله
نور ...
::| بست
نور ...
::| سينما
نور ...
 
 
 
کلتور
 
دا لندن دی - د ایمل پسرلي یادښتونه
Tuesday, 07.27.2010, 12:07pm (GMT)

له لندن نه د ايمل پسرلي يادښتونه په خدمتګار ورځپاڼه کې هم خپرېږي

 

زموږ کور د لندن په نسبتآ ارامه کوڅه کې دى. ټول ټال پنځه ويشت کوره په کې دي، خو عجيبه دا ده، چې د کورونو ترمنځ يو ځاى خالي دى. شايد د يوه يا دوو کورونو ځاى په کې وي. اووه اته کاله وړاندې په دغه ځاى کې يوه خونه وه، لکه د کوم څه گودام، چې وي. څښتن يې هغه ړنگه کړه، شاوخوا يې ترې د لرگو دېوال تاو کړ او تر ډيره پوه نه شو، چې دغلته به څه کيږي.

 

د لندن ډير کورونه په سلگونو کلونه زاړه دي، داسې کوڅې يې هم ډيرې لږې موندل کيږي، چې څو نسله پخوا نه وې جوړې شوې. په دومره لرغوني ځاى کې د نوي کور لپاره ځمکه د نه منلو خبره ده. ځينې خلک، چې زاړه کورونه واخلي هغه ونړوي او پر ځاى يې نوي ځايونه جوړ کړي. د پخوانيو کورونو کمال دا و، چې په ډيره ځمکه به جوړيدل، اوسني بيا په لږ ځاى کې ډيرې خونې ورکوي. همدا دليل دى، چې له ډيرو پخوانيو کورونو گڼ نوي کورونه جوړ شوي دي، خو دا کار همدومره هم اسانه نه دى، چې زه يې وايم. کور پريږدئ حتى که يو دېوال يا يوه خونه هم نوې جوړوئ د ښاروالي له شلو مقراراتو به تيريږئ. ښاروالي به مو گاونډيانو ته وليکي: په دغه نمبر کور کې د کور څښتن نوې خونه جوړوي، نقشه يې له دې ليک سره مله ده، که چيرې تاسو پرې کوم اعتراض لرئ تر پلانۍ نېټې يې راته وليکئ او يا يې هم زموږ په وېبپاڼه کې وگورئ او خپل نظر پرې ورکړئ.

دغه پړاو يې بيا هغه وخت رارسيږي، چې ښاروالي پرې خپل ماغزه خوړلي وي او گمان يې کړى وي، چې اجازه بايد ورکړل شي، خو که گاونډيانو په کې کومه خو را وايستله ښاروالي پرې له سره غور کوي .

 

درې څلور کاله وړاندې زموږ په کوڅه کې د تشې ځمکې لپاره له ښاروالۍ ليک راغى. په ليک کې د څلورو کورونو نقشه وه او په کې ويل شوي وو، چې د تشې ځمکې څښتن دغلته د دريو خونو څلور کورونه جوړوي که کوم اعتراض لرئ تر پلانۍ نېټې حال راکړئ. ما يې نقشه وليده او هيره مې کړه. راسره ويل مې پر ما يې څه.

يو وخت مې د ښاروالۍ په وېبپاڼه کې ليدل، چې د څلورو سرو کورونه اجازه يې ورکړې وه، نو پوه شوم، چې گاونډيانو مې هم پرې اعتراض نه لارۀ، خو کلونه تير شول او کورونه جوړ نه شول. که گورم، چې وړم کال د ښاروالۍ له خوا بل ليک راغى. دا ځل پر هم هغه ځمکه د شپاړسو اپارتمانونو د جوړولو غوښتنه او نقشه وه. د ځمکې څښتن له ځان سره حساب کړى و، چې تر څلورو کورونو يې په شپاړسو اپاراتمانونو کې گټه ډيره ده .

 

خداى شته ما بيا هم سر پرې ونه خوږاوه، خو د هغې اوونۍ په پاى کې مې ليدل، چې زموږ گاونډيان کور په کور سره گرځي او خبرې سره کوي. زموږ د کور ور يې هم وواهه. ور ووتلم. دوه سپين سارې ښځې او يو ځوان سړى و. کور ته مې راوبلل. دويمه خبره يې نه لرله. پر ميز يې د تشې ځمکې لپاره د شپاړسو اپارتمانونو نقشه ويړه کړه. يوې سپين سارې راته وويل: فکر کوې دلته د شپاړسو کورونو ځاى شته؟ په خوله مې څه ور ته ونه ويل، خو په زړه کې مې ويل، زما يې څه زه، خو په کې نه اوسيږم، ډم که ډول وهي زور به يې لري، هغوى پوهيږه، چې جوړوي يې او هغوى پوهيږه، چې بيا په کې اوسيږي .

 

دويمې سپين سارې راته وويل: زموږ کوڅه ډيره ارامه ده، که په موږ کې هر څوک وغواړي، چې خپل موټر هر ځاى ودروي، درولى يې شو، خو که دغلته شپاړس کورونه جوړ شي، څومره گڼه گوڼه به پيدا شي. د موټر درولو ځاى به نه وي، شپه و ورځ به خلک ځي او راځي په کوڅه کې به مو شور و ځوږ وي، دا کار د منلو نه دى، هغه څلور کورونه يې سم و نه دا شپاړس .

 

ما دواړو سپين سارو ته سر وښوراوه لکه ورته وايم، چې هم مو خبره سمه ده او هم مې دا دى سر پرې خلاصيږي. ځوان راته وويل: دا کوڅه ډيره پاکه ده، که په شپاړسو کورونو کې د هر کور په سر يو موټر هم ومنو، چې حتمآ به يې لري، شپاړس موټران څومره لوگى کوي، دا لوگى يې چاپيريال خرابوي .

 

له خولې مې راووتل: ستاسو خبرې زه منم، خو څه کولى شم .

ځوان راته وويل: موږ ټولو ښاروالۍ ته جلا جلا ليک ليږلى دى، تاسو يې هم بايد وليکئ او اعتراض وکړئ. دا شپاړس کورونه د منلو نه دي .

يوې سپين سارې له خپل دستکول څخه پاڼې را وايستلې. اوږد ليک و، چې د ښاروالۍ په نامه د ټولې کوڅې په استازيتوب ليکل شوى و. سپين سارې قلم راکړ، ويې ويل، چې که يې ورسره منم نو دغه ليک هم بايد لاسليک کړم. ورسره ومې منل .

 

 دوى لاړل، له هغه وخته دا دى دوه کاله اوښتي دي. تشه ځمکه لا هم تشه پاتې ده. شاوخوا يې د لرگو دېوال ترې راتاو دى. نه پوهيږم څښتن يې څه پرې کوي. شايد اقتصادي بحران به اړ کړى وي، چې د اوس لپاره پرې څه ونه کړي او يا به په بلې نقشې فکر کوي .

 

په کابل کې مې خپل يوه ملگري ته دا کيسه تيره کړه. هغه راته وويل: په خير خانه کې مې کور و. گاونډيو مو خپل کور خرڅ کړ. نوي څښتن هغه کور ونړاوه. پر ځاى يې څلور پوړه پوخ کور جوړ کړ. کور داسې جوړ شو، چې پر موږ يې لمر ودراوه. ما هم اوس نيت کړى، چې کور خرڅ کړم، گوره که لا داسې چا واخيست، چې د څو پوړيزه کور وس ولري.



دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 3 . متوسط: 5/5)   
    تبصرې (1)        ملګري ته ووایاست        چاپ


نورمطالب:
زرين انځور غواړي پروګرامونه ښه كړي (07.26.2010)
د پخوانو عسكونو نندارتون (07.26.2010)
د استاد اسد آسمایي دیاد کتاب خپریږي (07.26.2010)
وزير صاحب، ځينې اشتباه د ګناه هومره لويه وي (07.25.2010)
د درانه استاد افغان فیلسوف اسد اسمايي لومړی تلین او زموږ بې غوري (07.25.2010)
د مهترلام بابا ادبي ټولنې څوارلسمه اوونيزه غونډه وشوه (07.25.2010)
د ارواښاداستاداسداسماعيل (اسد اسمايي) عبدالمالک بېکسیار (07.24.2010)
د خبر ژبه(News language) امیرجان وحید احمدزی (07.24.2010)
د میرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیرد پنځلسمې اوونیزې غونډې راپور (07.24.2010)
په خوست کې د پښتنو هندوانو او سكانو واده (07.22.2010)
زموږشاعري اخیردڅه لپاره؟ محمد نعیم افغان (07.21.2010)
دا لندن دی(د لندن یاددښتونه) ایمل پسرلی (07.21.2010)
د افغان ځوانانو ټولنې بله غونډه (07.20.2010)
بلخي فرهنګيانو د كركټ لوبډلې پخواني كپتان ته شمله ورپر سر كړه (07.18.2010)
د کوټوال «د انجنيري فورمولونو قاموس» چاپ شو (07.18.2010)
دا لندن دی(د لندن یاددشتونه)ایمل پسرلی (07.17.2010)
د مهترلام بابا ادبي ټولنې ديارلسمه اوونيزه غونډه (07.17.2010)
زرین انځور ته د ملي راډیو تلویزیون په ریاست مبارکي (07.16.2010)
دافغانستان ادبی انجمن اونيزه غونډه (07.15.2010)
د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ (07.14.2010)
په خوست کې د نن په نوم نوې راډيو په خپرونو پيل وکړ (07.13.2010)
کندهار او پروان کې کتابتونونه جوړېږي (07.13.2010)
په څلورو كلونو كې درې زره تاريخي اثار رغول شوي دي (07.13.2010)
تاند له مهترلام ادبي ټولنې مننه کوي (07.13.2010)
پينځوسم پښتو قاموس آنلاين شو (07.12.2010)



 
::| تازه موضوعات
::| کلیز
September 2010  
ي د س چ پ ج ش
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
تصویري خبرونه

د کال غوره فرهنګیالۍ

::| تاوده خبرونه
په لوګر کې د بودايي دورې خورا مهم لرغوني اثار وموندل شول
په تهران کې د افغانستان او ایران د مکتوبو اثارو کنفرانس
افغان خبریال سمیع یوسفزي د کال غوره جایزه وګټله
د عبدالصمد روحاني د قاتلينو دنيولو غوښتنه وشوه
له كتاب سره خبرې(دماشومانولپاره) سلګۍ ځلا
د بریتانیا په سفارت کې د عکسونو پیدا شوې خزانه
د ژورنالستانو د دفاع ټولنې د طالبانو مشر ملاعمر هم د رسنیو د ازادۍ دښمن وباله
د افغاني موسیقۍ پر حال او مستقبل اندېښنه
رهین : د غزني د لرغونو اثارو د ترمیم لپاره دوه سوه ملیون ډالره پکار دي
حامد میر: افغانستان دهندوستان اوپاکستان د جګړې ډګر دی
نوروز په كندز كې - اسدالله غضنفر
غرور (کیسه) نصیراحمداحمدي

 
taand.com@gmail.com
[سرپاڼه]