Wednesday, 09.08.2010, 12:37am (GMT) کورپاڼه پوښتنې RSS لینکونه نقشه اړیکې
 
 
::| کلیدي کلمه:       [پرمختللی لټون]  
 
ټول موضوعات  
ټول خبرونه
مقالې - تبصرې
کلتور
ادب
   » لنډې کيسې
   » طنزونه
   » شعرونه
   » ژبه- لیکدود - املا
   » کره کتنه
   » استادشپون
   » ناول
ټولنیزعلوم
په زړه پورې خبرونه
ساینس او روغتیا
سپورټ
داستانونه
انتخابات
English
facebook
::| خبرپاڼه
ستاسونوم:
ستاسوبرېښنالیک:
::| لنډې کيسې
نور ...
::| طنزونه
نور ...
::| شعرونه
نور ...
::| ژبه- لیکدود - املا
نور ...
::| کره کتنه
نور ...
::| استادشپون
نور ...
::| ناول
نور ...
 
 
 
ادب
 
د آبادۍ وېره / محمد نعمان دوست
Wednesday, 07.28.2010, 02:31pm (GMT)

 تېره پنجشنبه جلريز ولسوالۍ کې يوه واده ته بلل شوى وم ، جلريز د ميدان وردګو له ډېرو شنو او ښکلو ولسواليو څخه ده .

 

پخوا به د سړک دواړو غاړو باغونه سپېره وو ، خو اوس تک شنه ښکاري او په شنو پاڼو کې ژيړو زردلو او سرو مڼو د باغونو ښکلا لا پسې زياته کړې ده .

 

پخوا دغه سړک خامه و ، موټرو به د تګ راتګ په مهال دوړې جوړولې او بيا دغو ګردونو سړک ته نږدې باغونه بدرنګه کول .

خو اوس سړک قير شوى دى ، د سترګو په رپ کې له ميدان ښاره ور رسې ، په دې سړک کې يواځې هغو ځايونو کې موټر ورو کېږي چې ماينونو الوځولي دي .

 

تېر مازيګر مې له کابل ښاره حرکت وکړ او لا ماښام شوى نه و ، چې ور ورسېدم .

 

د واده ديګي د مڼو او زردلو په شنه باغ کې پخېدل او د ډوډۍ انتظام په يوه خټين کور کې شوى و.

ډوډۍ وخوړل شوه او بيا يو محلي سندر غاړى له خپلې ډلې سره چې ارمونيه ، طبله ، رباب او غټ لاوډ سپيکرونه ورسره وو ، راغى .

 

دغې ډلې ته انګړ کې يو جلا ځاى جوړ شوى و ، دوه غټ ډايکونه ولګېدل او بيا ، سندر غاړي تکراري سندرې پيل کړې .

خلک ورته په کوټو ، انګړ او زينو کې ناست وو او چکې يې وهلې .

يو نيم به لکه کولنګى چرګ د سندرغاړې مخکې کوږ اوږ را تاوېده او نورو به پرې د لاسونو په تڼاکو ګټلي لوټونه شيندل .

 

په فضا کې د الوتکې غږ و ، شايد په همدې سيمه يې دورې کولې ، ما ويل هسې نه همدا کور په نښه کړي او بيا مو سبا په جسدونو د ترهګرو نوم کېږدي.

 

دا يوه اندېښنه وه ، ځکه څو ځلې بهرنيو ځواکونو په ختيځ او سويل کې دغه شان مراسم بمبارد کړي دي .

 

ما يواځې د يوې سندرې نيمايي اورېدو ته حوصله وکړه ، نور مې زړه په تنګ شو او له کوره ووتم .

 

د مڼو باغ کې په غوړيدلي پلاستيکي سترنجې چې ځاى – ځاى پرې وريژې پرتې وې ، وغځېدم .

 

خوب نه راته ، له يوې خوا بې خونده موسيقي غږېده او له بلې خوا باغ کې اشپزانو په لوښو وينځلو شور جوړ کړى و.

حيران وم څه وکړم ؟ زه لا همدې چورت کې وم چې د ماما زوى مې راغى ، ويل يى راځه بازار ته ښکته شو او يوه يخه پيپسي درباندې وڅښم .

موبايل مې روښانه کړ په سکرين څه باندې لس بجې ښکاره شوې .

زړه او نا زړه روان شوم ، د لمرينې برېښنا څراغونو چې په دنګو ستنو کې را ځړېدلي وو ، د جلريز بازار رڼا کړى و ، دوکانونه تړل شوي وو ، يو نا څاپه به دوه درې سپيان په مڼده له سړکه تېر شول . نور څه نه تر سترګو کېدل .

 

د بازار اخري برخې ته لاړو ، دلته يو لوى ماشين ولاړ و او همدلته قير سړک نور ختم شوى دى .

 

 

ماشين سره جوخت د سړک د غاړې په وياله کې يو وسلوال ګوته په ماشه ناست و. ځانو سره مو ويل چې که بېرته وګرځو شک ونه کړي ، مخامخ پرې ورغلو .

 

وسلوال چې يونيفرم يې پر تن و ، له ويالې راپورته شو چې کله ورته بې ضرره ښکاره شوو نو له هماغه ځايه يې ستړي مشي راکړل . دا پوليس د جلريز ولسوالۍ د سنګلاخ اوسېدونکى و.

 

هغه ويل دلته مو يوه پوسته ده . ما ويل نو وياله کې څه کوې ؟ پوليس ، د ټوپک شپيلۍ ماشين ته ونيوله : د همدغه ماشين د ساتلو لپاره شپه په ويښه تېروو .

ما ويل : نو دا خو څوک پټولى نشي ؟

هغه ځواب راکړ: پټولى يې نه شي ، خو سوزوي يې ، په راکټ يې ولي .

 

شيبه غلى شوم ، ځان سره مې ويل کوم ملک کې چې د آبادۍ کارونه په دومره ويره تر سره کېږي ، هغه به څنګه ودان شي ؟؟

 

محمد نعمان دوست ، کابل

د زمري ٦مه ، ١٣٨٩.



دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 3 . متوسط: 5/5)   
    تبصرې (0)        ملګري ته ووایاست        چاپ


نورمطالب:
راځئ کيسه وليکو!(درېمه برخه) لیکوال:نصیراحمداحمدي (07.25.2010)
هنر او ژمنتیا / استاد نجیب منلی (07.21.2010)
راځئ کيسه وليکو! / لیکوال:نصیراحمداحمدي (07.19.2010)
فراه اووه کاله وروسته(یونلیک)لیکوال:حفیظ الله غښتلی/۳ (07.11.2010)
فراه اووه کاله وروسته(یونلیک)لیکوال:حفیظ الله غښتلی/۲ (07.10.2010)
فراه اوه کاله وروسته (یونلیک) لیکوال: حفیظ الله غښتلی/۱ (07.09.2010)
راځئ کيسه وليکو! (هدف) لیکوال نصیراحمد احمدي (07.07.2010)
د تشبیه توری - لیکوال : اسد الله غضنفر (07.03.2010)
راځئ کيسه وليکو! - ليکوال: نصيراحمد احمدي (06.28.2010)
مونوګرافونه - لیکوال : اسدالله غضنفر (06.26.2010)
ښکاري او زمرۍ(کلیلیه او دمنه)ژباړن:الحاج مولوی زین الله منلی (06.21.2010)
پاچا او فـَنزَه مرغۍ(کلیلیه اودمنه)ژباړن: الحاج مولوي زیت الله منلی (06.20.2010)
پیرمحمدکاروان ته پیـــغام - غلام محمد زرملوال (06.17.2010)
د مجلس جالبه كيسه - لیکوال : اسدالله غضنفر (06.16.2010)
لمانځى او نولى(کلیلیه او دمنه)ژباړن:الحاج مولوی زین الله منلی (06.15.2010)
سياقة الاعداد - لیکوال : اسد الله غضنفر (06.14.2010)
موږك او پيشو(کلیلیه او دمنه) ژباړن: الحاج مولوي زین الله منلی (06.14.2010)
شاهزاده او ملګری یې(کلیلیه او دمنه) ژباړن: الحاج مولوی زین الله منلی (06.10.2010)
شېخ ګيدړ(کلیله او دمنه) ژباړن:الحاج مولوي زین الله منلی (06.07.2010)
صحــــــــــــــــــــنه - لــیکوال : اســدالله غضنفر (06.07.2010)
اومبېرتو ايکو او د ګلابې نوم ناول (06.07.2010)
سلار، بيلار او ايران دخت - ژباړن:الحاج مولوی زین الله منلی (06.06.2010)
پردیسی او زرګر(کلیلیه او دمنه)ژباړن :الحاج زین الله منلی (06.02.2010)
بیزی او شمشتۍ(کلیلیه او دمنه) ژباړن:الحاج زین الله منلی (06.01.2010)
سمبولیست بېنوا- عبدالغفورلېوال (05.31.2010)



 
::| تازه موضوعات
::| کلیز
September 2010  
ي د س چ پ ج ش
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
تصویري خبرونه

::| تاوده خبرونه
ګوره که څوک یې ولولي او غبرګون وښیي
د بنګي غاړې د خاطرو لړې – استاد شپون
لکه سر چې د اُفق په بالین لمر ږدي – شاعر : پسرلی
وېره (لــــنډه کیــسه) لیکوال : نصیراحمدي
یو په زړه پورې ادبي بحث - استاد شپون
غزل : شاعر : دروېش درانی
شومه(لنډه کیسه)استاد نجیب منلی
مخا طب تل بري ا‌لذمه دی = استاد شپون
اسقلاني خټکي نور مه غواړﺉ
خوبولې سندرې – شاعرجان مک کرې
خـــطا - شاعر : پوهندوی اسمعیل یون
د فرانسې ملي سرود - ژباړه : استاد نجیب منلی

 
taand.com@gmail.com
[سرپاڼه]