فکر - لـــیکوال : ډاکتر نجیب زاخېلوال
Thursday, 07.29.2010, 10:17am (GMT)
فکر کله چې د ملګرو سره چېرته لاړ شم او يا ځان ته چېرته دباندې په چکر ووځم، پر ځای ددې چې د ملګرو د ناستې خوند واخلم او يا په ازاد زړه سيال وکړم تل راسره يو فکر وي او لکه د مرګي د چينجي مې په مغزو کې ګرځي چې نه مې د ژوند خواږو ته پرېږدي او نه خوشالۍ ته. او تل ددې پوښتنې سره په کشمکش کې يم چې کور ته لاړ شم نو ښځې ( ميرمن ) ته به مې څه وايم!!! ځکه هغه په ما باور نلرې او زه يو ځل هغې ته خام شوی يم. هر څه چې خام شي پخيږي خو انسان چې خام شي نه پخيږي. هو! دا زه يم چې ژوند مې پر ځان تريخ کړي او دغه فکر مې په مغز کې ځای نيولی.
ډاکټر نجيب زاخېلوال
|