تاند(شنبه/جولای۱۷) د فرانسې د پولیسو چارواکو وویل چې د دغه هیواد ولسمشرنیکولای سرکوزي امر کړی چې د ده ساتونکي دې د جګ قد کسان نه وي .
د ډیلي ټلګراف ورځپاڼې د راپور له مخې د فرانسې امنیتي چارواکي وايي چې دوی دنګو او لوړو کسانو ته سپارښتنه کوي چې د ولسمشرپه ساتونکې ډله کې د شمولیت لپاره ډېره هڅه ونه کړي ځکه چې د مقررېدو کم چانس لري.
نیکولای سرکوزي چې په خپله له ونې ټیټ دی، نه غواړي چې په رسمي مراسمو کې ټیټ ښکاره شي.که جګ ساتونکي یې په شاوخوا کې ولاړ وي د ده قد څرګندېږي.
نیکولای سرکوزي له خپلې ۱۶۵ سانتي متره ونې شرمېږي او په همدې خاطر د نړۍ له مشرانو سره په ډله ییزو عکسونو کې عموماً شاته درېږي .