Wednesday, 09.08.2010, 12:43am (GMT) کورپاڼه پوښتنې RSS لینکونه نقشه اړیکې
 
 
::| کلیدي کلمه:       [پرمختللی لټون]  
 
ټول موضوعات  
ټول خبرونه
مقالې - تبصرې
کلتور
ادب
ټولنیزعلوم
په زړه پورې خبرونه
ساینس او روغتیا
سپورټ
داستانونه
انتخابات
English
facebook
::| نظرپوښتنه
دکوم هيواددفوټبال ټيم ترټولوغوره دى؟
برازيل
ارجنتاين
ايټاليا
فرانسه
جرمني
انګليستان
هغه ټيم دلته نه دى يادشوى
::| خبرپاڼه
ستاسونوم:
ستاسوبرېښنالیک:
 
 
 
سپورټ
 
سورن نورګارډ ته د افغان کرکټ بورډ ډالۍ
Thursday, 07.29.2010, 06:07pm (GMT)

 د افغانستان د کرکټ بورد د رسنیو د څانګې له خبر سره سم د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د سپریم ګروپ د شرکتونو سره د اړيکو او حقوقي څانګې عمومي مشر سورن نورګارډ د افغانستان کرکټ بورډ ته د زیاتو کوښښونو او بریالیتوبونو  یوه ډالۍ ورکړه، د سپریم دغه ډالۍ په ډیر هنر سره  په بنده شیشه کې یو بیټ او يو توپ و چې په سویلي افریقا کې د شلو اورونو د نړيوال جام پر مهال پرې د افغان ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو لاسلیکونه کړي دي.

سورن رسنیو ته افغان کرکټ بورډ ته ډالۍ د سپارلو په مهال وويل چې ((د افغانستان کرکټ بورډ ته په ننۍ ډالۍ فخر کوم، د سپریم ګروپ لیواله دی چې د کرکت بورډ سره د  ورزش له لارې د افغانستان د یووالي لپاره یو اوږد مهاله قرداد وکړي، سپریم ګروپ پتیلې چې د کرکټ د پرمختګ لپاره په ټول افغانستان کې مثبته ونډه واخلي،  همدارنګه سپریم هوډ کړی چې په کابل او نورو ولایتونو کې  د ښوونځیو۱۰۰۰ لوبغاړو ته د کرکټ په وسایلو سمبال بیګونه ورکړي، زه په دې عقیده یم که نن د کرکټ بيټونه ځوانانو ته په لاس کې ورکړو نو سبا ورځ به یې په لاس کې د وسلو اخري ورځ وي)).

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي مشر داکټر حامد شینواري د سپریم  په دې ښکلې ډالۍ له نوموړي شرکت څخه د  افغانستان د خلکو، لوبغاړواو روزونکو په استازيتوب مننه وکړه، شینواري وویل چې (( کرکټ بورډ هیله لري چې د سپریم ګروپ بنیاد سره خپلې دوستانه ګټورې اړیکې د راتلونکي وخت لپاره نورې هم پیاوړي کړي)).

سوپريم ګروپ په افغانستان کې له افغانانو سره د همکارۍ او ښو اړيکو د ټينګولو په موخه د افغانانو سره يوځای کار کوي. دا شرکت پلانونه لري چې له مخې به یې زر نور افغانان هم په دندو وګماري. اوس مهال د سوپريم ګروپ سره ۱۵۰۰ افغانان کار کوي.

هغه ډالۍ چې دې شرکت نن کرکټ بورډ ته ورکړه له یو داسې بيټ څخه عبارت دی چې په ويسټ انډيز کې په نړيوال شل اوريز جام کې پرې لوبه شوې ده او ټولو هغه افغان لوبغاړو چې په نړيوال جام کې يې برخه اخيسته پرې لاسليکونه کړي دي. په ډالۍ کې یو توپ هم شته چې ټولو لوبغاړو پرې لاسليکونه کړي دي. ډالۍ چې له یوې ښيښه یې سټينډ څخه عبارت دی یو متر لوړه ده او په منځ کې يې برقي ګروپونه لګېدلي او مخه یې په ښيښه پوښل شوې ده.

د دې ډالۍ نمانځنغونډې پنځلس دقيقې دوام وکړ او په پای کې یې ښاغلي شينواري او ښاغلي نورګارډ د رسنيو پوښتنو ته ځوابونه وويل. د افغان کرکټ بورډ ، سوپريم شرکت، او رسنيو له استازه سربېره په غونډه کې په دوبۍ کې د افغان سوداګرو د اتحاديې مشر حاجي عبيدالله سدرخېل هم برخه اخيستې وه.



دامطلب ځنګه دی؟ (رایه: 0)   
    تبصرې (0)        ملګري ته ووایاست        چاپ


نورمطالب:
د 7 لوبډلو ترمنځ دواليبال 12 ورځنۍ انتخاباتي ټورنمنټ پيل سو (07.29.2010)
په پاکستان کې د افغانستان او هانګ کانګ مسابقه (07.28.2010)
شمشاد کرکټ کلب د کابل د لوبډلې د غوراوۍ د ټورنمټ اتل شو (07.27.2010)
د کرکټ د بیټنګ کوچ په یوه خبري غونډه کې معرفي شو (07.26.2010)
دڅلور لوبډلو ترمنځ د فټبال شپږ ورځنۍ ولايتي ټورنمنټ پيل سو (07.26.2010)
د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې ډو سازمان (07.24.2010)
روسۍ موسسه جرمنی اختاپوس په یو لک ډالره اخلي (07.23.2010)
له دوو فرانسوي لوبغاړو د نامشروع اړیکو په خاطرتحقیق کېږي (07.21.2010)
د کابل او ننګرهار ترمنځ د کراټې دوستانه سيالۍ پای ته ورسیدی (07.20.2010)
سلمان بټ د پاکستان د کرکټ لوبډلې کپتان وټاکل شو (07.18.2010)
استرالیا پاکستان ته په کرکټ ټیست میچ کې ماته ورکړه (07.16.2010)
د پاکستان د کرکټ ټیم پخوانی کیپتان د افغانستان بیټنګ کوچ شو (07.16.2010)
په کابل او کندهار کې د فوټبال مسابقې دوام لري (07.15.2010)
د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د پایلوبې ځینې په زړه پورې عکسونه (07.13.2010)
هسپانیا د فوټبال د ۲۰۱۰ کال اتله شوه (07.12.2010)
کرکټ عموماً په فکر او پلان ګټل کېږي (07.11.2010)
اختاپوس په پایلوبه کې د هسپانیا د بري وړاندوینه کوي (07.11.2010)
جرمني د جنوبي افریقا د فوټبال د اتلولیو درېم مقام ترلاسه کړ (07.11.2010)
جرمني درېم ګول وواهه/ اوس ۳په ۲ دجرمني په ګټه ده (07.10.2010)
افغانستان درېم مقام ترلاسه کړ (07.10.2010)
افغانستان هالنډ ته په ۵ ویکټونو ماته ورکړه (07.10.2010)
افغانستان له هالنډ سره مسابقه لري (07.10.2010)
د فوټبال طلايي توپ به دا ځل د چا په برخه شي؟ (07.09.2010)
سکاټلند، افغانستان ته په ۲ ویکټونو او ۳۷ منډو ماته ورکړه (07.09.2010)
د افغانستان او سکاټلنډ مسابقه (07.09.2010)



 
::| تازه موضوعات
::| کلیز
September 2010  
ي د س چ پ ج ش
      1 2 3 4
5 6 7 8 9 10 11
12 13 14 15 16 17 18
19 20 21 22 23 24 25
26 27 28 29 30    
 
تصویري خبرونه

نوروز منګل غوره لوبغاړی غوره شو

::| تاوده خبرونه
د ځوان افغان اکاډمۍ کرکټ لوبډله د کراچۍ د رمضان د سیالۍ اتله شوه
د افغان کريکټ بورډ حيرانونکې پريکړې
د ځوان افغان کرکټ اکاډمۍ لوبډلې د رمضان په کپ کې لومړۍ لوبه بایلودله
د کابل په هوايي ډګر کې د کرکټ د اتلانو تود هرکلی وشو
افغانستان ، سکاټلنډ ته په ۲۲۹ منډو سخته ماته ورکړه
په پاکستان کې د افغانستان او هانګ کانګ مسابقه
د کرکټ د بیټنګ کوچ په یوه خبري غونډه کې معرفي شو
د پاکستان د کرکټ ټیم پخوانی کیپتان د افغانستان بیټنګ کوچ شو
د ۲۰۱۰ کال د فوټبال د پایلوبې ځینې په زړه پورې عکسونه
هسپانیا د فوټبال د ۲۰۱۰ کال اتله شوه
اختاپوس په پایلوبه کې د هسپانیا د بري وړاندوینه کوي
جرمني د جنوبي افریقا د فوټبال د اتلولیو درېم مقام ترلاسه کړ

 
taand.com@gmail.com
[سرپاڼه]