شنبه, سپتمبر 18, 2021
Home Blog

جنرال میلي: امریکا په افغانستان کې دوې لویې اډې له ځان سره ساتي

0

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۲) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر اساس به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايی رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال میلي چې پرون (چهارشنبه) په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې، وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

جنرال میلي زیاته کړه، د امریکا پوځ به خپلو دوو اصلي ماموریتونو یعني له یاغیانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او دغه راز د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو خلاف تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز ونه ویل چې په افغانستان کې به کومې پوځي اډې د امریکا له پوځ سره پاتې شي او دې ته یې هم اشاره ونه کړه چې امریکا به دا اډې تر کله په کنټرول کې لري.

مارک میلي وویل چې په افغانستان کې به ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي خو دا یې ونه ویل چې دا ۲۵۰۰ پوځیان به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او که به تروریستي ضد عملیات کوي.

حاضردمه په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

جنرال میلي د افغانستان په اړه د جو بایډن د ستراتیژۍ په باب له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل، څه چې د دې پلان له اجرا کېدو وروسته کېږي د امریکا په راتلونکي حکومت پورې تړاو لري.

ده د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی وکړ، ویې ویل، سره له دې چې ښايي ځینې به له طالبانو سره په خبرو خوشاله نه وي، خو د سولې خبرې مهمې دي.

د امریکا لوی درستیز تایید کړه چې په افغانستان کې د نژدې شلو کلونو په جګړه کې لسګونه زره افغانان او امریکایان وژل شوي او څه باندې یو تریلیون ډالره لګول شوي چې په نتیجه کې یې امریکا یوازې تر یوه حده بریالۍ شوې ده.

https://taand.com/main/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%84%d9%88%db%8c-%d8%af%d8%b1%d8%b3%d8%aa%db%8c%d8%b2%d8%8c-%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%b7%d8%a7%d9%84/

جنرال میلي او نور امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا د افغانستان له درکه له کومې تروریستي حملې سره مخامخ شوې نه ده.

ځینې امریکايي شناندي دا په خپله د امریکا او نور لوېدیځ لپاره یو بری بولي او وايي چې ښه ده چې تروریستان د امریکا او اروپا له خاورو لېرې بوخت وساتل شي.

د ده په وینا، د دې لپاره چې یاغیان بلوا پای ته ورسوي تر ټولو دود او سمه لار دا ده چې د واک وېش لپاره د خبرو له لارې موافقه وشي.

د غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د دولت عالي شورا غړی دی

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: تاند ته د حکومت یوې معتبرې سرچینې د هغې هوکړې یوه کاپي ورکړې ده چې ولسمشر غني او عبدالله پرې د سیاسي بحران د حل لپاره توافق کړی دی.

په دې هوکړه کې لومړنی شرط دا دی چې د مصالحې تر عالي شورا وړاندې به د دولت عالي شورا رامنځته کېږي او هر غړی به یې له ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي او ولسمشر ته به سیاسي مشورې ورکوي.

ورپسې به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا رامنځته کېږي چې پنځه مرستیالان به ولري او د عبدالله له دوه مرستیالانو پرته به ټول مرستیالان د ولسمشر لخوا معرفي کېږي.

د دې شورا دفتر به سپیدار ماڼۍ وي، د سولې پروسه به مخته وړي او ټولې مقررۍ به په کې د عبدالله په خوښه وي، خو پرېکړې به یې د ولسمشر لخوا تاییدېږي.

په دې هوکړه کې راغلي چې عبدالله به د مصالحې شورا د مشر په توګه د حکومت دویم کس وي او همدومره پروتوکول به ورکول کېږي.

دا شورا به خپلواک بودیجوي واحد وي او پیسې به یې د افغانستان دولت ورکوي، خو له نړیوالو هم مرستې اخیستلی شي.

د هوکړې له مخې به جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کېږي او د دولت د عالي شورا غړی به هم وي.

همدا راز به د عبدالله ټیم پنځوس سلنه وزارتونه اخلي، والیان به هم د یوې قاعدې له مخې مقررېږي.

دا هغه څه دي چې د ثبات او همپالنې ډلې یې تر دې وړاندې یادونه کړې وه او اروپايي ټولنې هم ویلي وو چې غني او عبدالله یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

وسله والو د کابل د یو جومات په محراب کې یو ملا امام وژلی

0

قاري اکرام الحق اریايي تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې په یو جومات کې د برید ښکار شوی دی.

نوموړی د فیصل ښارګوټي د جامع جومات امام و چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو پرې د جومات محراب کې ډزې کړې دي او په تېښته بریالي شوي دي،

د کابل امنیه قومنداني  تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي د قاتلینو په نیولو پسې یې پلټنې روانې دي.

 بلخوا تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو څه موده وړاندې تاند ته د ملي امنیت یوې سرچینې د هدفي وژنو د زیاتېدو په تړاو ویلي وو چې دا کارونه د طالبانو دي چې غواړي هغه کسان، علما او کادرونه د سولې له هوکړې څخه راوروسته په نښه کړي چې د دوی پر ضد یې څرګندونې کړې وي.

سنجې دت به نور د ورځې ۲۵ روپۍ ګټي

2

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوری سنجې دت چې د هند په پونې کې د خپل بند پاته وخت تېروي، تر دې وروسته به په زندان کې کاغذي خلتې جوړوې او د ورځې به ۲۵ هندۍ روپۍ ګټي.

سنجې دت ته د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ د تروریستي پېښو سره د تړاو له امله ۵ کاله بند ورکول شوی.

نوموړي تر دې وړاندې ۱۸ میاشتې بند تېر کړی، او اوس به درې کاله نور هم په زندان کې وي.

۵۳ کلن سنجې دت چې دا مهال د پونې په یروادا زندان کې دی، غوښتنه یې کړې، چې ده ته دې په زندان کې دروند کار وسپارل شي، چې صحت او بدن یې سالم پاته شي، خو د هغه د امنیتي خوندیتوب په خاطر دا غوښتنه رد شوې.

سنجې دت په خپل نوي فلم پولیسګیري کې د پولیس رول ترسره کړی، او نوموړي هیله ښودلې چې دا فلم به یې ۱۰۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټي.

د نوموړي په اړه په زړه پورې دا ده چې دېرش کاله کیږي لیکل یې نه دي کړي او هېر شوي یې دي او حتی د ډېرو ساده توکو لکه د سر تېل او صابون نومونه نه شي لیکلای.

شاه رخ خان دا ځل په یو جنګي فلم کې

0

داسې ښکاري لکه د هندۍ سېنما بادشاه شاه رخ خان چې له سلمان خان او اجې دیوګن څخه الهام اخیستی وي، چې په خپل راتلونکې فلم چنای ایکسپريس کې یې ډېر خطرناک او جنګي صحنې جوړې کړي.

سلمان خان تر دې وړاندې په وانټیډ، باډیګارډ، دبنګ، ایک تا ټایګر او دبنګ ټو کې او اجې دیوګن په سنګم او همتوالا کې خطرناک سټنټس او جنګونه ترسره کړي ول.

شاه رخ خان پخوا په خپلو ځینو فلمونو لکه بازیګر، ډر، کرن ارجن، کویلا کې ښه درانه جنګونه کړي وه، خو وروسته یې توجه د مینې فلمونو ته زیاته شوه.

خو بادشاه خان بېرته خپل پخواني سټایل ته روان دی، او د روهیت شیټي په لارښوونه نوي فلم کې یې سوکان او لغتي کېدای شي د یو ښه جنګي فلمي هیرو په توګه معرفي کړي.

په دې فلم کې د هغه په وړاندې دیپیکا پډکون کار کړی.

شاه رخ په دې فلم کې ټولې جګړې او صحنې خپله ترسره کړي او دا به د لیدونکو لپاره ډېر په زړه پورې وي چې رومانټیک خان د یو جنګي خان په توګه وویني.

حکمت الله سروش

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د فوري مشورې لپاره هند ته لاړ

0

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۷) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان السعود نن شپه ناوخته نوي ډیلي ته ځي چې له هندي چارواکو سره د افغانستان په اړه فوري سلامشوره وکړي.

شهزاده سعود به سبا (یکشنبه) د هند له باندنیو چارو وزیر ایس شنکر او بل سبا (دوشنبه) مخکې تر دې چې نیویارک ته روان شی، له صدراعظم نریندر مودي سره وویني.

سعودي عربستان او متحده عربي امارات، چې د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ م کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی وو، دا ځل له طالبانو سره ډېر نژدې نه دي ځکه چې د دوی سیال قطر په خپله خاوره کې طالبانو ته دفتر پرانیست او په طالبانو کې یې د پام وړ نفوذ موندلی دی.

سعودي او متحده عربي امارات، چې پخوا له پاکستان سره ډېر نژدې وو، اوس هند ته لا ډېر نژدې شوي او د هند په شان د افغانستان د وروستیو انکشافاتو په اړه اندېښنه لري.

هندي رسنیو او سعودي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي چې د افغانستان په اړه دواړه خواوې څه ډول فوري مشورې کوي.

خو هندي رسنۍ د خپل هیواد د حکومتي سرچینو په قول وايي چې دوی به له سعودي وغواړي چې باید پاکستان پرې نه ښودل شي چې په افغانستان کې خپله اجنډا پرمخ یوسي.

پاکستاني چارواکي داسې ښيي چې ګواکي طالبان د دوی کسان دي او د افغانستان برخلیک د دوی له لوري ټاکل کېږي.

نن د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې له طالبانو سره یې خبرې پیل کړي چې په خپل حکومت کې د افغانستان نورو قومونو لکه تاجکانو، ازبکانو او هزاره ګانو ته ونډه ورکړي.

عمران خان دا ژمنه په دوشنبې کې د تاجکستان ولسمشر ته هم ورکړې وه.

امریکا د طالب مشرانو د سفر د بندیز د معافیت د اوږدېدو وړاندیز وکړ

0

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۷) د فارن پالیسي خپرونې د راپور له مخې، د امریکا متحدو ایالتونو د ملګروملتو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د یو شمېر طالب مشرانو د سفر د بندیز د معافیت موده اوږده کړي.

د طالبانو پر مشرانو د سفر بندیزونه په وروستیو دوو کلونو کې د دې لپاره په موقتي ډول لېرې شوي وو چې هغوی په بین الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره بېلابېلو هیوادونو ته سفر وکړي خو اوس چې یاده موده پای ته رسېدلې یا پای ته رسېږي، امریکا غواړي چې د طالب مشرانو د بندیزونو د معافیت موده اوږده شي څو هغوی له افغانستانه دباندې د افغانستان د ثبات په اړوندو نړیوالو خبرو کې ګډون وکړای شي.

د فارن پالیسي د راپور بر اساس، امریکا په داسې حال کې د طالبانو د ۱۴ مشرانو د سفر د بندیز د معافیت د اوږدېدو غوښتنه کړې چې د اکثرو طالب مشرانو د بندیز د معافیت موده سبا (د سپټمیر۲۹) پای ته رسېږي.

امریکا وړاندیز کړی چې د طالب مشرانو د سفر د معافیت موده دې د دسمبر تر ۲۲ نېټې پورې اږده شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا معافیت طالبانو ته اجازه ورکوي چې له کنګل شویو بانکي حسابونو څخه د سفر د لګښت پیسې واخلي.

د طالب مشرانو د سفر په معافیت کې یوازې هغه سفرونه شاملېږي چې د افغانستان د سولې او ثبات په هدف کېږي.

امریکا د افغانستان نژدې ۱۰ ملیارد ډالره اسعاري زېرمه کنګل کړې او له بلې خوا یې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې ممکن نور بندیزونه پرې ولګوي.

امریکا او نړیواله ټولنه د طالبانو اقدامات څاري چې تر څه حده مدني او بشري ازادۍ رعایتوي په تېره بیا د ښځو حقونه تر څه حده ورکوي.

انتقالي عدالت داسې تامین کړئ| دولت وزیري

0

دوستانو سلامونه او درناوی!

کومه ټولنه چې تر پایه په اداري فساد، غصب، چور، رشوت، ظلم، زور، جبر، تعصب، لوږه، خپلسرۍ، بې مسوولیتۍ، اخلاقي- فرهنګي کمزورۍ او لنډه غړۍ کې ډوبه شي، چاره يې یوازې او یوازې بدلون او انقلاب دی. په دې شرط چې د بدلون او انقلاب تر بریا وروسته ټولنه له هغه څه څخه وژغورل شي، چې په خاطر يې دغه بدلون او انقلاب را منځ ته شوی دی.

له بدلون او انقلاب وروسته سمه ده، چې ټولې ټولنې ته، له وېرې پرته د ژوند د شرایطو چمتو کول اړین دي، خو لویه موخه باید د هغو ناخوالو له منځه وړل وي چې له امله يې بدلون او انقلاب ته زمینه برابره شوې وي.

د ناخوالو د له منځه وړلو یوه ډېره اړینه لاره د انتقالي عدالت تطبيقول دي.

که چېرې انتقالي عدالت په بشپړه حوصله، په پوره دقت، بې له قومي، ژبني او سمتي تعصب د یوه کمیسیون له خوا چې هېواد، خپلو خلکو، د ملت ملي ګټو او د لوی خدای«ج» سپېڅلو احکامو ته ژمن وي تر سره شي، بې له شکه هغه ناخوالو ته چې په تېر کې موجودې وي، نه یوازې د پای ټکی ږدي، بلکې په راتلونکي کې يې هم څوک د رواجولو او تر سره کولو جرئت نه شي کولای.

په انتقالي عدالت کې ډېره اړینه دا ده، چې لومړی هغه اشخاص چې کلونه، کلونه يې د خپلو شومو موخو، شخصي ګټو او یا د هېواد د دښمنانو په اشاره يې خپل خلک ځپلي او هېواد يې د نېستۍ پر لوري سوق کړی دی، په ګوته شي.

دا که زه هم وم، دا که ته هم وې، دا که ملا، امي، بزګر، تجار، بې ږیری، ږیرور، نکټايي لرونکی او بې نیکټايي هم وي، دا که په جومات کې وي او یا په کرونده کې وي.

لنډه دا چې دا که نارینه وي او که ښځه، په سمه توګه د انتقالي عدالت سپېڅلې محکمې یا ټاکل شوي کمیسیون ته ور مخ شي، چې په دې توګه هر څوک په دې دنیا د جنت او دوزخ له خوندونو اوعذابونو خبر شي، چې بیا په هیڅ صورت او هېڅوک د دې جرئت ونه کړي چې د هیواد ملي ګټو ته زیان ورسوي او یا خپله ټولنه وځوروي.

یوه هیله دا ده، چې د انتقالي عدالت لپاره هلې ځلې وکړئ، بېځایه تورونه پر هېچا مه لګوئ.

وايي:

یوه کس په کور کې د شرابو له جوړولو هېڅ لاس نه اخیست. هره ورځ به يې دوه یا درې بوشکې شراب جوړول او بیا به يې بازار ته وړل. یو کس هره ورځ ترې دا شراب رانیول. بله ورځ پولیسو شراب اخیستونکی ونیوه او محکمې ته يې کش کړ.

 په محکمه کې قاضي د شرابو اخیستونکي څخه پوښتنه وکړه چې ولې شراب څښې؟

کس ورته وویل:

 په ټول ژوند کې مې شراب نه دي څښلي.

قاضي د ده خبره ونه منله امر يې وکړ چې کور يې تلاشي او وګورئ چې دا په نور کوم فسق او فساد بوخت دی.

 کله چې پلټونکي کور ته ورغلل، ګوري چې مېرمن يې د قرآن کریم تلاوت کوي او د کور د خاوند د خدای سپېڅلی کتاب او لمونځ ځای يې هم د میرمنې تر څنګ وجود لري.

کله چې يې له ښځې د مېړه په هکله پوښتنه وکړه. مېرمنې يې وویل، چې میړه يې ډېر دینداره او ښه سړی دی.

شراب د دې لپاره هره ورځ اخلي او بیا يې چپه کوي چې په دې توګه څو تنه د شرابو له څښلو را وګرځوي.

څه ښه وايي:

په ظاهري لباس د هیڅ چا مه غولېږه

منځ ته يې ګوره چې چغزي دی که مټاک

هیله ده چې د نجونو د تعلیم مخه څوک ونه نیسي

1

پوهندوی آصف بهاند

د نجونو د تعلیم مخنیوی که دا څوک د ښځینوو د ستر د خوندیتوب له پاره کوي، دا کار ناسم دی، د نجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې د خپل هېواد د ښځینوو د ستر لیلامول دي. که نجونې مو تعلیم ونه کړي، تاسو به سبا په خپل کور کې نه ډاکتر ولرئ او نه هم د بلې کومې داسې برخې متخصصه چې د هغې کار ستا د کور د ښځینوو ستر خوندي کوي. که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم، دا یې یوه بېلگه ده؛ اوس دې هغه ښاغلي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، خپله سوچ وکړي چې د نجونو د تعلیم مخه نیول به نورې څه ناوړه پایلې ولري؟

—————–

د نجونو د تعلیم مخه نیول له ځان، خلکو، نوي نسل او له وطن سره جفا ده.

د چا د تعلیم مخه نیول، د کرکې شیندل دي. تر څو به د دې خلکو د ذهن په کرونده کې کرکه شیندل کېږي؟ لطفاً کرکه مه شیندئ!

دا یو عیني حقیقت دی چې ښځه د هرې ټولنې نیم بدن دی او په نیم بدن نه الوت کېدای شي او نه د ژوند ارابه پرمخ بېول کېدای شي. هر څوک چې اوس د نجونو د تعلیم مخه نیسي، د راتلونکې ټولنې نیم بدن ته اور اچوي؛ نو لطفاً د نجونو د تعلیم مخه مه ډبوئ.

دا څو ورځې کېـږي چې په مېديا کې د ښوونې روزنې وزارت  د یوې اعلامیې خبرې او بحثونه کېږي. په اعلامیه کې یوازې له هلکانو او نارینه ښوونکو نه غوښتل شوي چې ښونځیو ته دې ورشي. دا د اعلامیې متن دی:

 اوس خلکو ته دا تشویش پیدا شوی دی چې د ښونځیو له نجونو زده کونکو او ښځینه ښونکوو سره به څه چلن غوره کېـږي؟

د معارف وزارت د دې اعلامیې له مخې خلکو سره دا تشویش رامنځته شوی دی چې گنې د طالبانو اسلامې امارت مقامات د ښځينوو له تعلیم سره مخالف دي. دې اعلامیې ته گڼو خلکو عکس العملونه ښودلي دي او خپل تشویش یې څرگند کړی دی چې که نجونې له ښونځیو راوگرځول شي، عواقب به یې هم د طالبانو رژیم ته او هم ټولنې ته په نږدې او لرې راتلونکې کې ډېر ناوړه وي.

که دا کار څوک د ښځینوو د ستر د خوندیتوب له پاره کوي، دا کار ناسم دی، د نجونو د تعلیم مخه نیول په حقیقت کې د خپل هېواد د ښځینوو د ستر لیلامول دي. که نجونې مو تعلیم ونه کړي، تاسو به سبا په خپل کور کې نه ډاکتر ولرئ او نه هم د بلې کومې داسې برخې متخصصه چې د هغې کار ستا د کور د ښځینوو ستر خوندي کوي. که ته په خپل کور، کلي، ښار او وطن کې ښځینه ډاکتره ونه لرې، سبا به ستا د خپل کاله زنانه د گاونډي نارینه ډاکتر پر میز باندې پرته وي او پردی نارینه ډاکتر به بیا تا ته وايي چې د باندې ودرېـږه چې زه خپل مریض معاینه کوم. دا یې یوه بېلگه ده؛ اوس دې هغه ښاغلي چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي، خپله سوچ وکړي چې د نجونو د تعلیم مخه نیول به نورې څه ناوړه پایلې ولري؟

زه خپله په دې عقیده یم چې د یوې ټولنې د پرمختک اصلي بنسټ تعلیم دی، که څوک د افغانستان نیمایي کوچنیان (نجونې) له تعلیم نه منع کوي، څرگنده خبره ده چې افغانستان د پرمختک او ابادۍ بنسټ همدا اوس ورانوي، که دا کار یې خپل پلان او پروگرام وي او که یې د نورو په لمسه کوي، په دواړو صورتونو کې یې ناسم کار دی.

نجونې له تعلیم نه پانې کېدل، په ټولنه کې گڼې ستونزې رامنځته کوي. که یوه مور بې تعلیمه وي، څنگه به خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته د وطن مینه او د نوي ژوند طریقه ورزه کوي؟ 

د ۲۰۲۰ ام کال په مارچ میاشت کې د «په کلینک کې ښځینه ډاکتره شته؟» ترسرلیک لاندې د یوې مقالې په ترڅ کې، د ښځینه ډاکترې د نشتوالي د ستونزې په باب ما داسې لیکلي وو:

«زموږ ډیری نارینه، چې ځان ډېر غیرتي هم ورته ښکاري، کله چې خپل ښځینه ناروغ کلینک یا روغتون ته ورسوي، پر ژبه یې دا پوښتنه جاري وي:

ښځینه ډاکتر شته؟

نو وه کاکا! 

وه ماما!

وه پلاره!

وه وروره!  

وه ښاغلیه!

ته چې خپله خور ــ لور ښوونځي او پوهنځي ته نه لېـږي او لیک لوست او تعلیم ته یې نه پرېـږدې، ښځینه ډاکتره به له کومه شي، ښځینه ډاکتره خو له اسمانه نه را اوري چې تیاره به ستا د ښځینه ناروغ د درملنې له پاره ناسته وي.

زموږ د ټولنې ډېره سلنه خلک له دې لاندې حقایقو سره تر اوسه پورې ډېر واټن لري چې پوه شي: 

ــ ښځه د نارینه نیم بدن دی،

ــ ښځه مور ده، 

ــ ښځه خور ده،

ــ ښځه لور ده، 

ــ ښځه د کور ډيوه ده، 

ــ ښځه د نارینه د الوت ځواکمن وزردی.»

د ۲۰۱۷ ام کال د اکتوبر میاشت په اوږدو کې بي بي سي یو راپور خپور کړ چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې څلورم دی چې شرایط یې د نجونو د زدکړو له پاره ډېر ناوړه بلل شوي دي. له همدې ستونزې سره اړوند ما  ۲۰۱۷ ام کال د اکتوبر  پر اولسمه نېته  یوه مقاله خپره کړ چې سرلیک مې ورته «یوه بله نیکنامي؟» ټاکلی و.

د هغې مقالې په ترڅ کې ما داسې لیکلي وو:

«د نجونو د ورځې د لمانځلو په لړ کې داسې تایید شوي او نا تایید شوي ارقام هم وړاندې شول چې د دوو میلیونو په شا و خوا کې نجونې ښونځي ته د تگ له حق نه محرومې دي او د دې محرومیت تر څنگه د تاوتریخوالي له ظالمانه ډولونو سره هم مخ دي. که ښوونځي ته لاړې هم شي، اویا سلنه نجونې په لږ لوړ سن او لږ جگ ټولګې کې نه پریښودل کېـږي چې ښوونځي ته ادامه ورکړي؛ له دغو عیني ستونزو سره، سره د ښوونې او روزنې وزارت هم په ټاکلي وخت د نجونو ورځ ولمانځله.

وروسته له دې چې په میديا کې د نجونو د ورځې درز دروز لږ غلی شو، بي بي سي داسې یو رپوټ خپور کړ چې هر بادرکه او با احساسه انسان ته ټکان ورکوي. د یاد رپوټ سرلیک داسې وو:«افغانستان د نجونو تعلیم لپاره څلورم ناوړه هېواد»

د بي بي سي په یاد راپور کې افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې څلورم ښودل شوی دی چې نجونې په کې د تعلیم نا وړه حالت لري.»

هغه وخت مو د دې غم کاوه چې ولې مو د هېواد شرایط د نجونو د زدکړو له پاره ناوړه دي، اوس که په ټول هېواد کې د نجونو د زدکړو مخنیوی وشي، څه به کوو؟

د نجونو له تعلیم سره په ټوله سیمه کې د افغانستان خلک مینه لري، د دې مینې ډېر ښه مثال او ثبوت هغه پلار دی چې له خپل کوره دولس کیلو متره لرې ښونځي ته خپلې درې لورگانې د زدکړو له پاره بیايي. نو چې دومره په مینې سره خلک خپلې لوڼې ښونځیو ته لېږي/ بیایي، ولې یې د زدکړو مخه ونیول شي؟ 

د معارف وزارت پاسنۍ اعلامیې ته په کتو سره تر اوسه په قطعي ډول نه دې ویل شوي چې نجونې دې ښونځیو ته نه راځي، هیله ده چې د دولت، په تېره د معارف مسؤلین د نجونو د زدکړو مخنیوی ونکړي. سره له دې چې په اعلامیه کې ښونځیو ته د نجونو د نه ورتگ ته اشاره نه ده شوې، خو بیا هم عامو خلکو 

او فرهنگیانو عکس العملونه ښودلي دي. څو بېلگې به یې دلته وړاندې کړم:

یو فرهنگي دوست (Habib Waqar) ښوونځي ته د نجونو نه پرېښودلو په برخه کې چې د ده لورگانې هم په کې دي، داسې لیکلي وو:

زموږ اوښکې

ایمل ته مې وويل:

سبا دې ښوونځی پيلېږي.

ملالۍ چيغه کړه:

ووووووووی څومره ښه.

ورته ومې ويل:

ستاسې نه، يوازې د هلکانو پيلېږي .

سترګې يې له اوښکو ډکې شوې او کوټې ته ننوته.

ما هم له ډېر وخت وروسته ښه ډېر وژړل…

يادونه: د افغانستان تر ټولو کوچنۍ ليکواله ملالۍ او خور يې صفيه سږ کال د میلاد اتل خصوصي لیسې د اووم ټولګي کوونکې وې.

که د امارت پالیسي د نجونو پر مخ د ښونځيو دروازې او د پوهنتون ټولگي وتړي، څه ارمانونه او استعدادونه به خاورې شې؟

دا دوې بېلگه وگورئ: 

«زما کشره خور فوزیه وردګ نومیږی …

هغی ان د مکتب د دوهم او دریم صنف په کتابونو او کتابچو باندی خپل نوم ډاکټر فوزیه وردګ لیکلی وو 

د پلار تخلص مو غفوری دی 

کله مو چی الکترونیکی تذکری اخیستی د پلارنی تخلص خلاف می ورته تخلص وردګ ولیکه او دا یو ارمان می یی ور پوره کړ ….

تر شپږم صنف یی وردګو کی مکتب ولوست نور نو هلته ۱.۱.۱ دا پنځلس کاله تر شپږم پورته د نجونو مکتب ته اجازه نه ورکوله …

کابل ته مو را تبدیل کړه او اوس اتم صنف کی وه …

هغی له ډاکټری سره دومره مینه لرله چی ان زما د کاکا واړه اولادونو یی په زور مجبور کړی وو چی هغی ته ډاکټره ووایی…

نن می د ماښام د ډوډی په وخت هغی ته کتل په خندا یی زما د مور سره خبری کولی ځکه هغه خبره نه ده چی هغوی ته شاید نور د تعلیم او تحصیل اجازه ور نکړل شی …

دوه مړی ډوډی می وخوړه نور هماسی نا هیلی له دسترخوان راپورته شوم …

نن می ځان ناتوانه حس کړ ځکه کیدای شی د خپلی وړی خور ارمان می پوره نشم کړای …

زړه تنګون- ناتوانی – مجبوریت»

دا هم د ښځو او نجونو پرمخ د کار او ښونځيو د تړلو په برخه کې د مریم امر خیلې نظر:  

«لطفا د نجونو په ښوونځیو بندیز مه لګوئ. پرېږدئ چې نجونې خپلې زده کړې وکړي.

افغانه لورکۍ له ښوونځي او پوهنتون مه شړئ، مه یې منع کوئ.

ښځې په تورو رنګونو کې مه ګنډئ!

تور رنګ د افغان ښځې نننۍ راتلونکې تیاره کړه که افغان ښځه د تورو تیاره خونو په زولنو او څلورو دیوالونو کې نه وای راحصاره کړې. نن به ددې خاورې بچي شعوري روزل کېدل، ادۍ به مینه، ژوند او نړۍ سره سیالۍ سبق ورښوده نه چې اوس د ادې له واکه وتلي په خپل سر جګړه او بدبختي زده کوي.

ښځې د ټولنې اساس او بنسټ دی.

ښځې د ټولنې کمزوري نه، بلکې د ملاتیر حیثیت لري.

بې ښځې به دا وړۍ شړۍ نه کړې او نه به یې په یوازې ځان شل کړې نړۍ چې نن څومره پرمختللې ده نو د ښځو او نارینه و په مټ مخته تللې

نرواکې ټولنې تل شاته پاتې دي او زموږ تیر یې ښه مثال دی.

ښځې پرېږدئ چې خپلو دندو ته لاړې شي موږ په هېواد کې ډېرې درنې او زیارکښې ښځې دي چې خپله دنده یې خورا په عزت او د خپلو بچیانو لپاره حلاله روزي ګټلې .

لکه زه زرګوونه افغان نجونې د کورنۍ لګښت او یوازینۍ د ګټې وټې غړي دي او هره یوه د وطن خدمت تر څنګ خپل مجبوریتونه هم ورله غاړې دي، په ډېره مېړانه خپلې کورنۍ بوج کټ مټ لکه یو زوی یا نارینه په غاړه اخیستی.

د قاموسونه دات کم لویې پروژې مسؤل، پرکاره فرهنگي احمد ولي اڅکزي داسې نظر څرگند کړی دی:

«که د خپلو ښځينه ؤ پرده په رشتيا درته مهمه وي، نو د انجونو د لوړو زدکړو مخالفت مه کوئ، ځکه هغوی به ستاسو د باپرده ښځينه ؤ له پاره په ځانګړو ښځينه ادارو کي د ښوونځيو ښوونکي، د پوهنتون استادانې، ډاکټرانې… جوړيږي. که يې د زدکړو مخالفت او مخنيوی وکړئ يا يې زدکړې ور ځنډنۍ کړئ، نو خدای مکړه باپرده مېرمنې به مو د ګاونډي هيوادونو پر سرحد په اړولو را اړولو کي بې ستره کړئ.»

ډاکتر بهیج عثماني بیا ترنورو په جدي ډول داسې ویلي دي:

«د يوه داسې چا په توګه چې د انسان ذهني او رواني جوړښت راته تر يوه بريده مالوم دی په ټول مسئوليت دا خبره کوم چې حتا د يوې لنډې مودې لپاره له زدکړو او تعليم څخه د مېرمنو او نجونو بې‌برخې کول د دې سبب کېږي چې يوه ټولنه د ډېرو کالونو لپاره رنځوره او معيوبه شي.

په هغه کور کې چې ښځه پوهه او زدکړه ونلري که نرينه د زدکړو او پوهې اسمان ته هم ختلی وي امکان نلري سالم او له ذهني او اروايي پلوه روغ ماشومان ستر شي. دغه ناروغ ماشومان د سبا پلرونه او ميندې دي او په دې ډول دا معيوب تسلسل ادامه پيدا کوي.

په افغانه ټولنه کې له پېړيو، پېړيو را په دېخوا د وحشت، جګړو او ظلمونو يو تر ټولو ستر عامل د ښځو تعليم او زدکړو ته نه پام دی.»

د نجونو د تعلیم مخنیوي ترخه تجربه خو د ااا مسؤلینو په نویمه لسیزه کې کړې وه، دوی ته، خلکو ته او وطن ته یې پایله مالومه شوه چې منفي وه، نو بیا هغه ناکامه او ترخه تجربه باید تکرار نه شي. زه فکر کوم چې د ناکامو تجربو د تکرار ټول تاوان خلکو او ټولنې ته رسېـږي، خلک او ټولنه مه تاواني کوئ!

د خبرو اترو علمي انداز

0

ليکنه: مولانا وحيدالدين خان

ژباړه: حامدد مشواڼی

که دوه تيږې سره وجنګول شي، نو درېم غږ ترې راوځي چې چنګاری دی. د انسان دماغ هم همداسې دي. که دوه دماغ سره وجنګول شي، هلته هم يو درېم شی منځته راځي چې دا يو نوی تصور يا نوې نظريه ده. همدې ته ذهني ارتقا وايي. ذهني ارتقا هېڅکله هم په پُرسکونه حالاتو کې نه واقع کېږي، ذهني ارتقا هغه وخت پيدا کېږي چې کله د څه بدې پېښې يا چاودنې له امله د انسان په ذهن کې توپان رامنځته شي.

په دې کې د فکري اختلاف ډېر غټ رول دی. د دوو کسانو تر منځ فکري اختلاف رامنځته شي، بيا د اختلاف په هغه نقطه باندې خلاص بحث open discussion   وشي. دواړه خپل نظريات په بشپړ علمي او له قيدوشرط پرته بيان کړي، په هغوی کې يو هم بايد احساساتي نه شي، دواړه بايد په منطقي دلايلو په رڼا کې بحث وکړي.

دې خبرو اترو او بحث ته علمي بحث  Scientific Discussionوايي. که دا ډول بحث په بشپړ ډول غيرجذباتي انداز کې وشي، نو له دې څخه به خامخا يوه درېمه نظريه رامنځته شي، لکه څنګه چې د دوو تيږو له جنګېدو څخه يو درېم غږ رامنځته کېږي. د دې مثبت اختلاف شرط يوازې دا دی چې له دواړو څخه هره خوا بايد يوازې د منطقي دلايلو په رڼا کې څرګندونې  وکړي او د تور او تهمت لګولو له ژبې څخه ځان وساتي. دې ډول بحث ته په قران کريم کې مجادله احسن ويل شوې ده (۱۶:۱۲۵) مجادله احسن هغه بحث ته وايي چې په هغې کې يو کس له شرط پورته په منطقي دليل سره خپله خبره وکړي او له شرط پرته په منطقي دليل د بل کس خبره واوري.

الرساله جنوري ۲۰۱۶

یونان: افغان پناه غوښتونکي په ګاونډیو هېوادونو کې مهار کړئ

0

تاند:(شنبه، د سنبلې ۲۷مه) د یونان صدراعظم میچوتاکیس وایي، چې له ترکیې سره په دې خبره کې هم نظره دی، چې افغان پناه غوښتونکي دې په ګاونډیو هېوادونو کې مهار او نورو هېوادونو ته یې د ورتلو مخنیوی وشي.

نوموړي دا خبره نن له رویټرز خبري اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.

یوناني صدراعظم ویلي، چې په دې تړاو یې نن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره هم خبرې شوي او دواړو تقریباً ورته نظرونه په دې تړاو لرل.

د یونان صدراعظم له نړیوالو غوښتي، چې په دې برخه کې له ترکیې او یونان سره ګډ کار وکړي، څو د افغان پناه غوښتونکو د ور روان سېلاب مهارولو ته موثر ګامونه واخیستل شي.

په وروستیو کې د نظام نسکوریدو، راتلونکي ته د نه هیله مندۍ او شدید اقتصادي فقر له کبله لسګونه زره افغانان په مختلفو لارو د هېواد پریښودو او نورو هیوادونو ته د پناه وړلو په هڅه کې دي.

ایران، ترکیه او له هغه ځایه یونان هغه هدفونه دي، چې افغان پناه غوښتونکي ورته اروپا ته د رسیدو لپاره کار اخلي.

دغو درې سره هېوادونو له دې کبله د ستونزو ورزیاتیدو شکایت کړی او ویلي، سره له دې چې د پناه غوښتونکو د مخنیوي لپاره یې تدابیر جدي کړي، خو بیا هم هره ورځ سلګونه افغان پناه غوښتونکي ور روان دي.

اروپایي ټولنه هم له دې اړخه اندیښمنه ده اوله دغو هېوادونو یې غوښتي، چې د پناه غوښتونکو د ورتلو په مخنیوي کې لاس ورکړي.

دا لارې چارې ستونزمن کارونه درته اسانوي!

0

ژباړن: ګلاب مومند

دا ریښتیا دي، چې هیڅ کار اسانه نه دی، هر یو سړی ستړی کوي او په خوله توییدو ترسره کیږي، خو ځينې کارونه به ډېر ستونزمن وي.

پښتانه متل کا: که غر لوړ دی، په سر یې لاره ده.

نو کارونه که ستونزمن هم وي، د اسانیدو لارې یې شته.

دلته به ځينې لارې چارې درسره شریکې شي، چې په مرسته یې ستونزمن کارونه اسانولای شئ:

 سمدستي لاس په کار شئ!

ډېر وخت ځينې کارونه ځکه درته له حده ډېر سختیږي، چې له ستونزمن یادیدو یې ډاریږئ او هیڅ لاس نه ور وړئ.

تاسې که ستونزمن کارونه په مخکې لرئ، د ډار خپسې درنه وشړئ، سمدستي په ستونزمن کارپسې شئ، را شروع یې کړئ او له ترسره کولو یې مه وېریږئ.

مهالوېش جوړ کړئ

دویم مهم ګام چې درته ضرور دی، مهالوېش لرل دي. بې مهال وېشه هیڅ کار سم او منظم نه شي ترسره کیدای. له همدې کبله، ستونزمنو کارونو ته د ترسره کیدو لپاره یې مهالوېش جوړ کړئ، چې سرته رسول یې درته اسانه شي.

ملاتړي پيدا کړئ

ستونزمن کارونه د ښو ملاتړو په لرلو ترسره کیږي. تاسې ته که داسې کارونه په مخ کې وي، نو له دوستانو او ملاتړو یې مه پټوئ، ورسره وغږیږئ، مشوره وکړئ او په دې ډول عاطفي او عملي ملاتړو نه مو ګټه واخلئ، مورال ترلاسه او ستونزمن کارونه درته اسانه کړئ.

نظم او دسپلین ولرئ

له نظم او دسپلین لرلو پرته خو بیخي د ستونزمنو کارونو سرته رسول ستونزمنیږي، له دې کبله غوره ده چې نظم او دسپلین په ټوله او په خاص ډول د ستونزمنو کارونو د سرته رسولو لپاره په ځان کې پيدا او ورڅخه ګټه واخلئ.

خپل رهبر او مدیر شئ!

سمه ده، چې نور به مشوره درکوي، لاس به درکوي، خو دا باید تاسې اوسئ، چې د ځان رهبري او مدیریت وکړئ. په دې برخه کې باید مسوولیت منونکي اوسئ، نورو باندې ډېر تکیه نه شئ او خپل تمرکز پرخپل مدیریت او رهبرۍ ولرئ کنه ستونزمن کارونه نه شي اسانولای.

اسلامي امارت دوی ته منسوب«اساسي قانون» رد کړ

1

تاند:( شنبه، د سنبلې ۲۷مه) د طالبانو د اسلامي امارت سرچینو دوی ته منسوب  اساسي قانون چې «د طالبانو د اسلامي امارت اساسي اصول» نومول شوی، رد کړی او ویلي، چې دوی پورې تړاو نه لري.

دغه اساسي قانون له پرون راهیسې په ځينو ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، چې مختلفو غبرګونونو سره مخ شو.

د دغه رد شوي قانون په مسوده کې راغلي، چې طالبان به تر ډېره ایران ته ورته یو مختلط مذهبي او عصري نظام لري.

د دغه نظام په راس کې به امیرالمومینین وي، هغه به د اسلامي فقهاوو د عالي شورا له لوري ټاکل کیږي او ورسره به ولسمشر او ملي شورا د خلکو په مستقیمو رایو ټاکل کیږي.

د دغه قانون په مسوده کې دغه راز ویل شوي، چې د طالبانو امارت به درې ګونې قواوې( حکومت، ملي شورا او قضا) ولري.

طالبانو ته نیږدې خبري رسنیو د دوی د ځینو چارواکو په حواله یاد شوی قانون رد کړی او ویلي، چې دوی پورې کوم تړاو نه لري.

د طالبانو امارت رسماً تراوسه نه دي ویلي، چې کله به او په کوم ډول به د اساسي قانون د جوړیدو لپاره اقدام کوي.

ویل کیږي، چې طالبان د افغانستان د ۱۳۴۳ کال اساسي قانون ته ډېره لېوالتیا لري.

په یاد شوي قانون کې چې د ظاهر شاه د پاچاهۍ پرمهال جوړ شوی، شاه د نظام په راس کې دی او ملت ته له ځواب ویلو مستثنا دی.

د مخکیني افغان حکومت یوې سرچینې څومیاشتې وړاندې ویلي و، چې په تهران کې یې له یوه پلاوي سره د مذاکراتو پر مهال د طالبانو یوه پلاوي وړاندیز کړی و، چې د ظاهرشاه اساسي قانون دې د سولې په صورت کې حاکم او د پاچا لپاره ورکړل شوي صلاحیتونه او امتیازات د دوی امیرالمومنین ته ورکړل شي.

تر یو نیم سل زیاتو افغان رسنیو خپل فعالیت ودراوه

0

تاند:( شنبه، د سنبلې ۲۷مه) د خبریالانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د څه باندې یو نیم سل رسنیو د فعالیت دریدو خبر ورکړ.

دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې وویل، چې د تازه په ټپه دریدلو رسنیو شمېر ۱۵۳ته رسیږي.

فدراسیون د دغو رسنیو د فعالیت دریدو دلیل په افغانستان کې د طالبانو واکمنیدل ښودلي.

سرچینې زیاته کړې، چې دا رسنۍ د نسکور شوي اقتصادي وضعیت ترڅنګ د طالبانو لخوا د بیان ازادۍ پر وړاندې له وضع شویو قیوداتو او ګواښونو ځوریدل.

ویل شوي، چې دغه وضعیت د سلګونه ښځینه ژورنالیستانو په ګډون تر ۷ زرو پورې رسنیز کارکوونکي په کور کړي او له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د فدراسیون په اعلامیه کې اندیښنه ښودل شوې، چې افغانستان به د بیان ازادۍ له پلوه نور هم خطرناک وضعیت سره مخ شي او باید نړیوال له دې کبله پر طالبانو فشارونه زیات کړي.

څو ورځې مخکې په کونړ کې د یوه وزګار شوي خبریال عکسونه خپاره شول، چې هغه پکې د اقتصادي ستونزو له کبله موچي توب ته مجبوره شوی و.

طالبانو د بیان ازادۍ او رسنیزو فعالیتونو ته د ژمنتیا ډاډ ورکړی، خو شرط یې ایښی چې دا فعالیتونه او ازادي به د دوی په ټکیو د شرعي قوانینو تر چتر لاندې وي.

د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان په رسنیو کې د بهرنیو ژباړل شویو سریالونو، سندرو او ان تفریحي خپرونو خپریدل بند شوي او د لیدونکو په خبره یې یکنواخته شوي.

طالبان: خصوصي پوهنتونونه دې د فیس کمولو مهرباني وکړي

0

تاند:( شنبه، د سنبلې ۲۷مه) د طالبانو د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو غوښتي، چې محصلینو ته دې د روان درسي سمستر د فیسب کمولو مهرباني وکړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: وروستیو بدلونونو او د کرونا ویروس خپریدو په هېواد کې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب کړی، له دې کبله له خصوصي پوهنتونونو غواړي، چې د محصلینو د فیس کمولو مهرباني وکړي.

د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو ټولنې د طالبانو دې غوښتنې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې ګڼو محصلینو هم د فیسونو د کمیدو په اړه له حکومت څخه د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون محصل جان آغا مومند تاند ته وویل: د پوهنتون له شاوخوا یو نیم زر محصلینو مو ایله تر دوه سوو پورې زده کړوته حاضریږي، خو دوی هم ټینګار لري، چې که فیسونه یې زر کم نه شي، پوهنتون به پریږدي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره د حکومتولۍ بهیر تر ډېره دریدلی او میلیونونه کسان له بې روزګارۍ او سخت فقر څخه کړیږي.