پنجشنبه, جنوري 20, 2022
Home Blog

جنرال میلي: امریکا په افغانستان کې دوې لویې اډې له ځان سره ساتي

0

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۲) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر اساس به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايی رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال میلي چې پرون (چهارشنبه) په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې، وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

جنرال میلي زیاته کړه، د امریکا پوځ به خپلو دوو اصلي ماموریتونو یعني له یاغیانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او دغه راز د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو خلاف تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز ونه ویل چې په افغانستان کې به کومې پوځي اډې د امریکا له پوځ سره پاتې شي او دې ته یې هم اشاره ونه کړه چې امریکا به دا اډې تر کله په کنټرول کې لري.

مارک میلي وویل چې په افغانستان کې به ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي خو دا یې ونه ویل چې دا ۲۵۰۰ پوځیان به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او که به تروریستي ضد عملیات کوي.

حاضردمه په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

جنرال میلي د افغانستان په اړه د جو بایډن د ستراتیژۍ په باب له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل، څه چې د دې پلان له اجرا کېدو وروسته کېږي د امریکا په راتلونکي حکومت پورې تړاو لري.

ده د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی وکړ، ویې ویل، سره له دې چې ښايي ځینې به له طالبانو سره په خبرو خوشاله نه وي، خو د سولې خبرې مهمې دي.

د امریکا لوی درستیز تایید کړه چې په افغانستان کې د نژدې شلو کلونو په جګړه کې لسګونه زره افغانان او امریکایان وژل شوي او څه باندې یو تریلیون ډالره لګول شوي چې په نتیجه کې یې امریکا یوازې تر یوه حده بریالۍ شوې ده.

https://taand.com/main/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%84%d9%88%db%8c-%d8%af%d8%b1%d8%b3%d8%aa%db%8c%d8%b2%d8%8c-%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%b7%d8%a7%d9%84/

جنرال میلي او نور امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا د افغانستان له درکه له کومې تروریستي حملې سره مخامخ شوې نه ده.

ځینې امریکايي شناندي دا په خپله د امریکا او نور لوېدیځ لپاره یو بری بولي او وايي چې ښه ده چې تروریستان د امریکا او اروپا له خاورو لېرې بوخت وساتل شي.

د ده په وینا، د دې لپاره چې یاغیان بلوا پای ته ورسوي تر ټولو دود او سمه لار دا ده چې د واک وېش لپاره د خبرو له لارې موافقه وشي.

د غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د دولت عالي شورا غړی دی

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: تاند ته د حکومت یوې معتبرې سرچینې د هغې هوکړې یوه کاپي ورکړې ده چې ولسمشر غني او عبدالله پرې د سیاسي بحران د حل لپاره توافق کړی دی.

په دې هوکړه کې لومړنی شرط دا دی چې د مصالحې تر عالي شورا وړاندې به د دولت عالي شورا رامنځته کېږي او هر غړی به یې له ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي او ولسمشر ته به سیاسي مشورې ورکوي.

ورپسې به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا رامنځته کېږي چې پنځه مرستیالان به ولري او د عبدالله له دوه مرستیالانو پرته به ټول مرستیالان د ولسمشر لخوا معرفي کېږي.

د دې شورا دفتر به سپیدار ماڼۍ وي، د سولې پروسه به مخته وړي او ټولې مقررۍ به په کې د عبدالله په خوښه وي، خو پرېکړې به یې د ولسمشر لخوا تاییدېږي.

په دې هوکړه کې راغلي چې عبدالله به د مصالحې شورا د مشر په توګه د حکومت دویم کس وي او همدومره پروتوکول به ورکول کېږي.

دا شورا به خپلواک بودیجوي واحد وي او پیسې به یې د افغانستان دولت ورکوي، خو له نړیوالو هم مرستې اخیستلی شي.

د هوکړې له مخې به جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کېږي او د دولت د عالي شورا غړی به هم وي.

همدا راز به د عبدالله ټیم پنځوس سلنه وزارتونه اخلي، والیان به هم د یوې قاعدې له مخې مقررېږي.

دا هغه څه دي چې د ثبات او همپالنې ډلې یې تر دې وړاندې یادونه کړې وه او اروپايي ټولنې هم ویلي وو چې غني او عبدالله یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

وسله والو د کابل د یو جومات په محراب کې یو ملا امام وژلی

0

قاري اکرام الحق اریايي تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې په یو جومات کې د برید ښکار شوی دی.

نوموړی د فیصل ښارګوټي د جامع جومات امام و چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو پرې د جومات محراب کې ډزې کړې دي او په تېښته بریالي شوي دي،

د کابل امنیه قومنداني  تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي د قاتلینو په نیولو پسې یې پلټنې روانې دي.

 بلخوا تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو څه موده وړاندې تاند ته د ملي امنیت یوې سرچینې د هدفي وژنو د زیاتېدو په تړاو ویلي وو چې دا کارونه د طالبانو دي چې غواړي هغه کسان، علما او کادرونه د سولې له هوکړې څخه راوروسته په نښه کړي چې د دوی پر ضد یې څرګندونې کړې وي.

سنجې دت به نور د ورځې ۲۵ روپۍ ګټي

2

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوری سنجې دت چې د هند په پونې کې د خپل بند پاته وخت تېروي، تر دې وروسته به په زندان کې کاغذي خلتې جوړوې او د ورځې به ۲۵ هندۍ روپۍ ګټي.

سنجې دت ته د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ د تروریستي پېښو سره د تړاو له امله ۵ کاله بند ورکول شوی.

نوموړي تر دې وړاندې ۱۸ میاشتې بند تېر کړی، او اوس به درې کاله نور هم په زندان کې وي.

۵۳ کلن سنجې دت چې دا مهال د پونې په یروادا زندان کې دی، غوښتنه یې کړې، چې ده ته دې په زندان کې دروند کار وسپارل شي، چې صحت او بدن یې سالم پاته شي، خو د هغه د امنیتي خوندیتوب په خاطر دا غوښتنه رد شوې.

سنجې دت په خپل نوي فلم پولیسګیري کې د پولیس رول ترسره کړی، او نوموړي هیله ښودلې چې دا فلم به یې ۱۰۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټي.

د نوموړي په اړه په زړه پورې دا ده چې دېرش کاله کیږي لیکل یې نه دي کړي او هېر شوي یې دي او حتی د ډېرو ساده توکو لکه د سر تېل او صابون نومونه نه شي لیکلای.

شاه رخ خان دا ځل په یو جنګي فلم کې

0

داسې ښکاري لکه د هندۍ سېنما بادشاه شاه رخ خان چې له سلمان خان او اجې دیوګن څخه الهام اخیستی وي، چې په خپل راتلونکې فلم چنای ایکسپريس کې یې ډېر خطرناک او جنګي صحنې جوړې کړي.

سلمان خان تر دې وړاندې په وانټیډ، باډیګارډ، دبنګ، ایک تا ټایګر او دبنګ ټو کې او اجې دیوګن په سنګم او همتوالا کې خطرناک سټنټس او جنګونه ترسره کړي ول.

شاه رخ خان پخوا په خپلو ځینو فلمونو لکه بازیګر، ډر، کرن ارجن، کویلا کې ښه درانه جنګونه کړي وه، خو وروسته یې توجه د مینې فلمونو ته زیاته شوه.

خو بادشاه خان بېرته خپل پخواني سټایل ته روان دی، او د روهیت شیټي په لارښوونه نوي فلم کې یې سوکان او لغتي کېدای شي د یو ښه جنګي فلمي هیرو په توګه معرفي کړي.

په دې فلم کې د هغه په وړاندې دیپیکا پډکون کار کړی.

شاه رخ په دې فلم کې ټولې جګړې او صحنې خپله ترسره کړي او دا به د لیدونکو لپاره ډېر په زړه پورې وي چې رومانټیک خان د یو جنګي خان په توګه وویني.

حکمت الله سروش

د مایکروسافټ ۶۸ ملیارد ډالري معامله

0

تاند- مایکروسافټ کمپنۍ د کمپیوټري لوبو له یوې جوړوونکې کمپنۍ څخه اکټي وېژن Activision په ۶۸ ملیارده او ۷ سوه ملیون ډالره واخیست.

دا لومړی ځل دی چې د کمپیوټري لوبو یو شرکت دومره پیسې د خپل تولید له درکه ترلاسه کوي.

تر دې وړاندې د مایکروسافټ لویه معامله د لینکدن وه. دې کمپنۍ په ۲۰۱۶ م کال لینکدن په ۲۶ ملیارد ډالره واخیست.

مایکروسافټ به د اکټي وېژن له رانیولو وروسته د سوني او ټن سینټ په شمول د کمپیوټري لوبو له نورو سترو تولیدوونکو سره د سیالۍ جوګه شي.

د مایکروسافټ کمپنۍ اجراییه ريیسې ساتیا نادلا د دې خبر د اعلانولو په ترڅ کې وویل، کمپیوټري لوبې د ډیجټل په ټولو پلیټفارمونو کې تر ټولو هیجاني تفریح ده.

د ډیجټل ټکنالوژۍ متخصصان اټکل کوي چې په ۲۰۲۱ م کال کې د کمپیوټري لوبو عاید کابو ۱۸۰ ملیارد ډالره و او تر ۲۰۲۴ پورې به شاوخوا ۲۱۸ ملیارد ډالرو ته ورسېږي.

بایډن د افغانستان په اړه د خپلو کړنو دفاع وکړه او ط يې د اوسني وضعيت مسوول وګڼل

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) ‏د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په يوه تازه وينا کې، د افغانستان په اړه د خپلو پریکړه او اقداماتو دفاع کړې ده.

نوموړي ويلي، چې دغه هېواد نه یې د ځواکونو د ويستو پریکړه ځکه سمه وه، چې له افغانستان څخه یوازې جسدونه د امریکایانو کورونو ته لیږل کېدل.

جو بایډن د خپلې ولسمشرۍ د لومړۍ کلیزې په اړه د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان په اړه د خپلې پریکړې له کبله د بښنې غوښتلو اړتیا نه ویني.

‏نوموړی وایي، امریکا هره اونۍ میلیونونه ډالر په افغانستان کې لګول، خو په بدل کې یې یوازې جسدونه د امریکایانو کورونو ته لېږل کېدل.

بایډن یوځل بیا ویلي، چې افغانان یو متحد ملت نشي جوړېدای او د یوه واحد حکومت تر چتر لاندې ننشي راتلی، نو ځکه په دې هېواد کې د امریکا حضور بې ګټې و.

‏هغه له افغانستان څخه د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، د خطر سره مخامخو کسانو د ويستو يا تخلیې ماموریت بریالی بللی او ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت خراب دی، مسوول یې ددغه هېواد نوی حکومت دی او امریکا ورسره هېڅ راز همکاري نه شي کولی.

د امریکا ولسمشر زیاتوي، چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وضعیت خراب دی او ستونزې لري، نو مسوولیت خو یې پر امریکا نه دی.

بایډن دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په امريکا او افغانستان کې د هغه د حکومت ګڼ منتقدان نوموړی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د نا مسوولانه ويستو له کبله د اوسني وضعيت يو مهم عامل ګڼي.

اردوغان افغانستان ته د ۷۰۰ ټنه بشري مرسته اعلان کړه

0

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره ۷۰۰ ټنه بشري مرسته کوي.

د ترکيې اناتولي خبري اژانس ويلي، چې په دې مرسته کې خوراکي توکي، لباسونه، روغتيايي تجهيزات او نور عاجل شیان شامل دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یادې مرستې به د مرستندويه ټولنو له لارې په افغانستان کې ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون طالبانو د ترکیې د سفير په حواله ادعا وکړه، چې ياد شوي هېواد په خپله خاوره کې افغان سياستوالو ته د طالبانو خلاف د فعالیتونو د مخنیوي اعلان وکړ.

ترکېې خپله په دې اړه څه نه دي ويلي.

ترکیه په هم مهاله توګه، له طالبانو او مخالفو افغان لوریو سره یې ښې اړيکې لري، خو د دوی د پخلاينې په اړه يې هڅو کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.

ننګرهار کې د جمهوري نظام یو امنیتي منسوب د سختو شکنجو له امله مړ شوی

0

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) ‏په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو منلې، چې د دغه ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د جمهوري نظام يو امنيتي منسوب د دوی د ځايي امنيتي مسوولينو د شکنجو له کبله مړ شوی دی.

ځايي سرچینې وايي، چې په ښېوه کې د طالبانو امنیه قومندان درې وروڼه(ګلمرجان ، رحمت الله او عبدالمجید) چې د تیر نظام په امنیتي لیکو کې يې دندې لرلې، سخت شکنجه کړي دي.

ويل شوي، چې د دوی له ډلې عبدالمجید د زیاتې شکنجې له امله وژل شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندان مولوي ندا محمد نديم ويلي، چې ‏د يادې پېښې په تړاو په ښېوه کې د دوی د امنيه قومندان په ګډون اته تنه نیول شوي.

طالب قومندان دا هم ويلي، چې شکنجه شوی او مړ شوی کس د قتل په تور بندي شوی و.

په وروستيو کې د طالب جنګياليو له لوري د خلکو د ورته شکنجو، پرې د ډزو او له دې کبله د مرګ ژوبلې خبرونه زيات شوي.

بشرا ګوهر: نړۍ که ط په رسميت وهم پېژني، ملي مشروعيت به د کومه کړي

0

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) د پاکستان د پارلمان مخکينۍ غړې او ملتپالې سياستوالې بشرا ګوهر د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وروستی دریځ رد کړی.

د چين د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د حکومت د په رسميت پېژندلو په اړه ويلي، چې طالبان دې د خپل حکومت د نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره د نړيوالو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

مېرمن ګوهر بيا د چينايي چارواکو د دغه دريځ په غبرګون کې له دوی پوښتلي، چې طالبان به د خپل « ملي مشروعيت» د تامينولو لپاره څه کوي؟

هغې زياته کړې چې طالبانو له امریکا متحده ایالاتو سره په قطر کې د يوې معاملې په اساس افغانستان تر خپل واک لاندې راوستی او په تيارو کې ډوب کړی.

بشرا ګوهر زياتوي: د طالبانو له واکمنیدو سره، ښايسته کابل جان بی قانونه شوی، څوک د طالبانو ملاتړ نه کوي او دا ډله د همدې له کبله له ټاکنو او د خلکو له پريکړو ډاريږي.

‏پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې پينځه مياشتې پوره شوې، خو د دوی د تر ټولو نيږدې مدافع پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د اروپا له مرستو هرکلی، کرزي یې پر دوام او چټکتيا ټینګار وکړ

2

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) د افغانستان ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د ۲۶۸.۳ میلیونه یورو بشردوستانه مرستې له اعلان څخه هرکلی او مننه وکړه.

حامد کرزی په یو لړ ټويټونو کې، سربېره پر دې چې دغه مرسته چې زیاته برخه یې د معارف او روغتیا سکتور ته ځانگړې شوې پر ځای پرېکړه بولي اوله هغې څخه خوښي څرگندوي، د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو پر دوام او تسریع ټینگار کوي.

اروپايي ټولنې له افغانستان سره یاده مرسته پرون اعلان کړه او ویې ویل، چې مرستې به یې د ملګرو ملتونو د فعالو ادارو له لوري په دې هېواد کې مصرف کړل شي.

طالبانو د دغې مرستې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

طالبانو پرون د افغانستان د اقتصاد په اړه يو کنفرانس هم جوړ کړی و، چې پکې له نړیوالو څخه د بشري مرستو تر څنګ د پراختيايي مرستو غوښتنه هم وشوه.

امریکا متحده ایالاتو بيا ويلي، چې افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لوري د کیدونکو بشري مرستو تر ټولو لویه برخه دوې تمویلوي، خو طالبان باید ټول ګډونه دولت جوړولو ته چمتو شي، کنه سپین چیکونه به ورنه کړي.

د افغانیو بهرنی ارزښت ولې ولویده؟

0

ذبیح الله جبارخیل

مخکې له دې چې د افغانیو د بهرني ارزښت د ټیټیدلو په لاملونو رڼا واچوو، ښه ده چې د پیسو کورنی او بهرنی ارزښت وپيژنو.

د پیسو کورنی ارزښت د هیواد په داخل کې د اجناسو او خدماتو په بیې پورې تړلی. که په ټوله کې د اجناسو او خدماتو بیه نسبي ټيټه وي، د پیسو ارزښت مو جیګ دی او که يې بیه نسبي جیګه وي د پیسو ارزښت مو ټیټ دی. په همدې توګه د پیسو بهرنی ارزښت په نورو هیوادونو کې په کورنۍ پیسو د اجناسو او خدماتو په بیې پورې تړلی. که موږ په بهر ملکونو کې اجناس او خدمات په ټیټه بیه را نیسو، زموږ د پیسو بهرنی ارزښت جیګ دی او که يې په جیګه بیه رانیسو، زموږ د پیسو بهرنی ارزښت ټیټ دی.

کله چې موږ په نورو ملکونو کې اجناس یا خدمات اخلو، لومړی باید د بل ملک پیسې واخلو او بیا د هماغه ملک په پیسو یاد اجناس او خدمات واخلو. په همدې وجه په کورنۍ پیسو د بهرنیو پیسو اخیستلو ته هم د کورنۍ پیسو بهرنی ارزښت وايي. که په لږو کورنیو پیسو ډېرې بهرنۍ پیسې واخلو، زموږ د پیسو بهرنی ارزښت زیات دی او که په ډېرو کورنیو پیسو لږې بهرنۍ پیسې واخلو، زموږ د پیسو بهرنی ارزښت کم دی.

لکه څنګه چې افغانۍ\پیسه هم د نورو شتمنيو په څېر د یوې اړتیا د پوره کېدو او د ګټې اخیستو سبب کیږي، دا هم شتمني ګڼل کیږي. په دې توګه د افغانیو په بیه کې هم د نورو شتمنیو د بیو په څېر د یو لړ لاملونو په اساس ټیټوالی او جیګوالی راځي.

د هرې شتمنۍ د بیې زیاتوالی او کموالی په شته امکاناتو او منابعو، له شتمنۍ متوقع ګټه، د متوقع ګټې خطر او د شتمنۍ سیالیت پورې اړه لري.

اوس د دې لپاره چې پوه شو ولې د افغانیو بهرنی ارزښت د ط-ا-لبانو له تسلطه ورورسته په ناڅاپي توګه د ډالرو په وړاندې ولویده، غوره ده چې د شتمنيو د بیې د پورته یادو شوو لاملونو په رڼا کې يې ځواب پیدا کړو.

امکانات او منابع:

که موږ ډېر امکانات او منابع په لاس کې ولرو، د اړتیا د رفع لپاره حاضر یو چې په جیګ نرخ یوه شتمني واخلو او که مو امکانات لږ وي بیا هڅه کوو تر څو په ټیټ نرخ هماغه شتمني واخلو.

 متوقع ګټه:

که چیرې موږ وغواړو یوه شتمني واخلو، بیه يې له مطلوبې شتمنۍ څخه متوقع ګټې پورې تړلې. که له شتمنۍ څخه د زیاتې ګټې تمه وي، بیه به يې جیګه وي او که ممکنه ګټه يې کمه وي، بیه به يې ټیټه وي. د بیلګې په توګه په افغانستان کې له یو کیلي موټرو متوقع ګټه کمه وه، نو ځکه يې بیې هم ټیټې وې او کله چې ترې متوقع ګټه زیاته شوه، په بیو کې يې هم جیګوالی راغی.

لکه څنګه چې مخکې ترې یادونه وشوه چې پیسې یا افغانۍ هم د شتمنیو یو ډول دی، که متوقع ګټه يې زیاته وي، ارزښت/بیه به يې هم جیګه وي او که متوقع ګټه ترې کمه وي،ارزښت/بیه به يې هم ټیټه وي.

 د 2021 میلادي کال د اګست د میاشتې له پنځلسمې نیټې ورورسته، کله چې ط-ا-لبان په کابل مسلط شول، په خلکو کې د ممکنې ګډوډۍ او جنګ ویره پیدا شوه، په ځینو ګاونډیو ملکونو کې د بیا ځلي جنګ تیاریانې نیول کېدې/کیږي، د ګاونډیو په شمول ټولې نړۍ د ط-ا-لبانو حکومت له رسمیت پيژندلو څخه مخ واړوه او هممهاله د امریکې حکومت د افغانستان بانک د ذخایرو او بهرنیو اسعارو د ضبطولو اعلان وکړ. په دې سره د ط-ا-لبانو د حکومت په راتلونکي، د ملک په اقتصاد او امنیت د خلکو بې باوري ډېره زیاته شوه. په پایله کې پورتنی حالت له افغانیو څخه د متوقع ګټې د کميدو باعث شو. له هر مالدار او پیسه دار سره دا اندیښنه پیدا شوه چې په راتلونکي کې به په شته افغانیو ونشي کړی په اوسنۍ اندازه توکي او خدمات را ونیسي، نو ځکه يې غوښتل چې افغانۍ په هغو پیسو بدلې کړي چې متوقع ګټه يې ډېره وي او هغه پیسې امریکايي ډالر وې/دي. دغه حالت ډالرو ته تقاضا لا لوړه کړه، چې بیه يې نوره هم زیاته شوه/زیاتیږي.

دا چې له یوې خوا د افغانستان بانک په رهبرۍ کې داسې کسان راغلي چې د بانکدارۍ په چارو کې مخینه نه لري او له بلې خوا بهرنیانو ترې بانکي ذخایر او بهرني اسعار ضبط کړي، نشي کولی د پیسو د بهرني ارزښت په لوړولو او یا ساتلو کې فعال رول ولوبوي، افغانۍ ورځ تر بلې کم ارزښته کیږي او دوی ورته راڼه راڼه ګوري. که د افغانستان بانک بهرني اسعار په اختیار کې وی نو بازار ته د ډالرو په عرضې او د افغانیو په اخیستلو به يې تر ډېره حده د افغانیو ارزښت ساتلی وی.

د متوقع ګټې خطر:

که د مطلوبې شتمنۍ د متوقع ګټې خطر پورته کیږي، بیه يې لوېږي/غورځیږي او که د متوقع ګټې خطر يې کمیږي، بیه يې زیاتیږي. د بیلګې په توګه په تېر حکومت کې د تجارتي ځمکې بیه لوړه وه، ځکه ډېر امکان يې لره چې ممکنه ګټه ترې ترلاسه شي او په اوسني حکومت کې د تېر په پرتله د تجارتي ځمکو بیه ټیټه ده، ځکه د ممکنه ګټې خطر يې هم زیات دی. د دې لپاره چې لا واضح شي د یو کیلي موټرو مثال بیا راوړو، کله چې له یو کیلي موټرو د ګټي اخیستنې تمه لږه وه، یا ډېر چانس د دې وو چې ممکن یو کیلي موټر بند شي، نو بیه به يې د خطر په اندازه کمیدله او کله چې د یو کیلي موټر د اجازې اوازه خوره شوه، موټرو ورځ تر بلې خپله بیه د خطر د کمیدو په اندازه لوړوله. همدې ته په پام سره د افغانیو د متوقع ګټې د خطر له زیاتوالي سره، د افغانیو بیه ټیټیږي او د متوقع ګټې د خطر له کموالي سره، د افغانیو بیه زیاتیږي. ګورو چې د همدې خطر د زیاتوالي له احساس سره د افغانیو په ارزښت کې کموالی راځي.

د شتمنۍ سیالیت:

د تېرو لاملونو تر څنګ بل مهم لامل چې د افغانیو د ارزښت په زیاتیدو او کمیدو کې مهم رول لوبوي، د شتمنۍ سیالیت دی. که ستاسو مخې ته دوه داسې ماشینونه ایښیي وي، چې دواړه په یو کیفیت ستاسو هدف ترلاسه کوي خو یو ماشین په ډېرې سختۍ او د تاوان په صورت کې بېرته پلورلی شﺉ او بل ماشین په اسانۍ سره پرته له کوم تاوانه پلورلی شﺉ، نو تاسو به حتما دوهم ماشین وپیرﺉ ځکه چې سیالیت يې لوړ دی او په همدې وجه يې د اول ماشین په پرتله په لوړه بیه اخلﺉ.

د شتمنۍ سیالیت ته په پام سره خلک نه غواړي چې افغانۍ واخلي او له ځان سره يې وساتي، ځکه پوهیږي چې د بېرته پلورلو په صورت کې يې په همدې بیه څوک نه اخلي، مجبور دي تاوان پکې وکړي، نو ځکه هم خلک د افغانیو پر ځای ډالر اخلي چې سیالیت يې ډېر لوړ دی.

په پایله کې ویلی شو، ټول هغه لاملونه چې خلک دېته هڅوي چې افغانۍ خرڅې کړي او ډالر واخلي، د افغانیو د ارزښت د کمېدو او د ډالرو ارزښت د زیاتیدو سبب کیږي. د ډالرو په اخیستلو سره، ډالرو ته تقاضا لوړیږي، بیه يې هم لوړیږي او د افغانیو په خرڅولو، افغانیو ته تقاضا کمیږي، بیه يې هم ټیټیږي.

حقاني ته د ترکيې ډاډ، مخالفانو ته مو د فعالیت اجازه نه ورکوو

0

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه)‏ طالبان وايي، چې د کورنیو چارو وزیر يې سراج الدین حقاني پرون د ترکيې له سفیر جهاد ارګینای او ورسره مل پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، جهاد ارګینای وویل چې د ترکیې بېلابېلې مرستندویه ادارې په افغانستان کې له افغانانو سره په مرسته بوختې دي او خپلې دا هڅې جاري ساتي.

‏د طالبانو کورنیو چارو وزیر د دې ناستې پر مهال زیاته کړه چې هغه کسان چې له دوی څخه وېره لري او ترکيې هېواد ته تللي، هغوی دې له عمومي بښنې ګټه پورته کړي او دوست هېواد ترکیه دې هېواد ته د هغوی په راستنولو کې مرسته وکړي.

‏ سراج الدین حقاني همدا راز د ترکيې له سفیر څخه وغوښتل چې د افغان يتيمانو د زده کړو لپاره په افغان معارف کې ځانګړې سهمیه ورکړي او د افغان یتیمانو لپاره تعليمي بورسونه ورکړي چې ترکي سفیر په دې برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ‏ترکي سفیر ډاډ ورکړ چې هېواد به يې د خلاف پر ضد هېڅ خوځښت ته اجازه ورنه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عبدالرب رسول سياف په مشرۍ د طالبانو پر وړاندې « د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي مقاومت عالي شورا» له ترکیې څخه د خپل موجوديت اعلان کړی او د عبدالرشيد دوستم په ګډون، ډېری مشران یې هملته ترکیه کې دي.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د جګړې پټ اړخونه

0
شننه: عبدالله لغمانی
د قره باغ جنګ چې د اذربايجان او ارمنستان تر منځ په معاصر تاريخ کې څو ځله رامنځ ته شوی دی د قره باغ په نامه سيمه باندې د دواړو د مالکيت د ادعاوو له امله پېښ شوی و او دا جنګ د منځنۍ اسيا او سويلي قفقاز په تاريخ کې يو مشهور او ويرونکی نوم لري چې په اذربایجاني ترکي کې د Qarabağ müharibəsi او په ارمني ژبه کې د Արցախյան ազատամարտ په نامه پېژندل کېږي. دا لانجمنه سيمه که څه هم د آرتساخ جمهوريت يا (د غرني  قره باغ جمهوريت) لخوا چې د ارمنستان تر ملاتړ لاندې و اداره کېده، خو بيا هم په نړيواله کچه دا لانجمنه سيمه د اذربايجان ګڼل کېدله. لومړی جنګ پکې د ۱۹۸۸ ميلادي کال له فبروري څخه تر ۱۹۹۴ ميلادي پورې جريان درلود او دواړو هېوادونو هڅه کوله چې يا ارمني توکمه او يا هم اذربايجان توکمه له دې سيمې وباسي او قومي تصفيه يې وکړي او خپل وګړي يې پرځای په سيمه کې مېشت کړي.
خو وروستی ځل په دې لانجمنه سيمه له لسګونو کلونو تېرېدلو وروسته يوځل بيا د تېر ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په ۲۷ مه پيل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيل شوه چې له دواړو خواوو څخه یې په زرګونو نظامي او ملکي تلفات لرل او په لسم د اکتوبر د روسيې په منځګړيتوب او مشري دا مسئله د يوه اوربند په اډانه کې حل شوه.
په دې ناندريزه مسئله کې د سيمې او نړۍ بېلابېلو هېوادونو ګوتې وهلې او په يو نه يو ډول یې د خپلو وسلو او نظامي تجهيزاتو د خرڅلاو، سياسي حمايت، او يا هم د توکميز ملاتړ په بنسټ له اذربايجان او يا هم له ارمنستان څخه ملاتړ کاوه په دې لړ کې اذربايجان د ترکيې له بشپړ ملاتړ څخه برخمن و  او ان داسې ويل کېدل چې ترکي ځواکونه هم د اذربايجان ملاتړ ته راغلي او نظامي تجهيزات یې ښه پرېمانه ورکړي وو او هم یې په نړيوال سټېج د ارمنستنان پرضد د اذربايجان ملاتړ کاوه همدارنګه  اذربايجان په دې هم متهم و چې خارجي او ځینې اسلامپالې ډلې یې دې جګړې ته را پيدا کړې دي او د مذهبي نقطه نظر څخه غواړي جګړه مخته يوسي.
سربېره پر دې د د اسرايلو سره د اذربايجان د نزدېکت خبره هم کېږي چې ۶۹ فيصده نظامي تجهيزات د اذربايجان په تېرو ۵ کلونو کې لکه بې پيلوټه الوتکې او نور نظامي تجهيزات له اسرايلو اخيستل شوي او د اسرايلو لپاره د نظامي وسلو د خرڅولو ښه بازار و.
همدارنګه اروپايي ټولنې، فرانسې او نورو هېوادونو بيا د ارمنستان ننګه کوله او د هغو په ملاتړ یې د نړيوال سټېج چيغې وهلې او د اذربايجان توند جګړيز پرمختګونه یې غندل او د ارمنستان سره یې د حمايت په لاره کې ولاړ و او ددې وېره وه چې کېدای شي دا مسله نوره پسې پراخه شي او هم پکې د نړۍ هېوادونه په دوه قطبي ډول ووېشل شي او هم دا جګړه لا پسې پرمختللې او خونړۍ شي. خو د جګړې په جريان کې د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوتين په منځګړتوب هڅې پیل شوې او دواړو ولسمشرانو تر منځ یې د مخامخ خبرو او اوربند ته د سوق کولو  چارې ګړندۍ کړې چې له څو ورځو پرلپسې خبرو اترو وروسته د روسيې په سوچي ښار کې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۲۶ مه ارمنستان د ولسمشر نيکول پاشينيان او د اذربايجان د ولسمشر الهام علييف تر منځ د اوربند کاعذونه د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په حضور کې لاسليک شول او د څو مياشتو خونړي جنګ ته چې د لا ډېر پراخېدلو ، د حالاتو د خرابېدلو او د خلکو د وژل کېدلو وېره پکې وه د پای ټکی کېښودل شو او د جنوبي قفقاز دا لانجمنه سيمه چې د جګړې اور یې پسې پراخېدلی شو او د منځنۍ اسيا د  خوږ ګوتې  مثال یې درلود د رغېدلو پروسه یې شروع شوه او ددې لپاره چې د باور فضا رامنځته شي د منځګړي او سوله ييز ځواک په توګه دواړو هېوادونو (اذربایجان او ارمنستان) موافقه وکړه چې روسي ځواکونه به د دواړو هېوادونو پر پوله تر ۵ کلونو ددې لپاره مېشت شي چې حالات له نږدې وڅاري او د جګړې او مرزي اختلافاتو مسئلې بيا راپورته نشي او د سوله ييز ځواک رول به لوبوي او روسيې به دې کار سره وکړای شول د امريکا، ناټو او لويديځو هېوادونو هغه پلان چې غوښتل یې اور د روسيې تر لمنو را نږدې کړي او د منځنۍ اسيا جمهوريتونو حالات ددې جګړې په اوږدولو سره ترينګلي کړي شنډ شو او په ډېر ماهرانه انداز یې د خپلې شاوخوا د متخاصمو هېوادونو مسئله ژر او اسانه ورحل کړه.

دوه ورزشي او مدني فعالان وژل شوي او ۲ خبریالان ډبول شوي

0

تاند:( پنجشنبه شنبه، د جدي دېرشمه) د افغانستان په مختلفو سيمو کې دوه ورزشي او مدني فعالان وژل شوي او ۲ خبریالان ډبول شوي، چې پړه یې د طالبانو پر حکومت اچول شوې ده.

راپورونه وايي، چې د مهدي واحدي په نوم يو مدني فعال د بغلان ولايت په سرخ کوتل سيمه کې له دې کبله وژل شوی، چې د طالبانو منتقد و.

واحدي د خپلې سیمې د ګذر وکیل هم و.

سربېره پر دې، اوړمه شپه د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د سوک وهنې د ملي لوبډلې غړی ‌مرتضی ابراهیمي هم وژل شوی.

د نوموړي کورنۍ ویلي، چې هغه د طالبانو او وسله والو غلو د نښتې پر مهال وژل شوی.

‏بل لور ته د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي، چې طالبانو په کابل کې د خاور ټلویزیون مخکينی مدیر ذکي قیس په نامعلوم دلیل سخت وهلی او ډبولی دی.

‏له غزني ولايت څخه بیا په یوه راپور کې راغلي، چې د دې ولايت د ژورناليستانو د ټولنې مرستیال رحمت الله مرجان خېل د طالبانو امنيتي ځواکونو نیولی او سخت ډبولی دی.

طالبانو د یادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.