پنجشنبه, جون 24, 2021
Home Blog

جنرال میلي: امریکا په افغانستان کې دوې لویې اډې له ځان سره ساتي

0
د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۲) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر اساس به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايی رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال میلي چې پرون (چهارشنبه) په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې، وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

جنرال میلي زیاته کړه، د امریکا پوځ به خپلو دوو اصلي ماموریتونو یعني له یاغیانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او دغه راز د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو خلاف تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز ونه ویل چې په افغانستان کې به کومې پوځي اډې د امریکا له پوځ سره پاتې شي او دې ته یې هم اشاره ونه کړه چې امریکا به دا اډې تر کله په کنټرول کې لري.

مارک میلي وویل چې په افغانستان کې به ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي خو دا یې ونه ویل چې دا ۲۵۰۰ پوځیان به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او که به تروریستي ضد عملیات کوي.

حاضردمه په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

جنرال میلي د افغانستان په اړه د جو بایډن د ستراتیژۍ په باب له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل، څه چې د دې پلان له اجرا کېدو وروسته کېږي د امریکا په راتلونکي حکومت پورې تړاو لري.

ده د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی وکړ، ویې ویل، سره له دې چې ښايي ځینې به له طالبانو سره په خبرو خوشاله نه وي، خو د سولې خبرې مهمې دي.

د امریکا لوی درستیز تایید کړه چې په افغانستان کې د نژدې شلو کلونو په جګړه کې لسګونه زره افغانان او امریکایان وژل شوي او څه باندې یو تریلیون ډالره لګول شوي چې په نتیجه کې یې امریکا یوازې تر یوه حده بریالۍ شوې ده.

https://taand.com/main/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%84%d9%88%db%8c-%d8%af%d8%b1%d8%b3%d8%aa%db%8c%d8%b2%d8%8c-%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%b7%d8%a7%d9%84/

جنرال میلي او نور امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا د افغانستان له درکه له کومې تروریستي حملې سره مخامخ شوې نه ده.

ځینې امریکايي شناندي دا په خپله د امریکا او نور لوېدیځ لپاره یو بری بولي او وايي چې ښه ده چې تروریستان د امریکا او اروپا له خاورو لېرې بوخت وساتل شي.

د ده په وینا، د دې لپاره چې یاغیان بلوا پای ته ورسوي تر ټولو دود او سمه لار دا ده چې د واک وېش لپاره د خبرو له لارې موافقه وشي.

د غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د دولت عالي شورا غړی دی

2

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: تاند ته د حکومت یوې معتبرې سرچینې د هغې هوکړې یوه کاپي ورکړې ده چې ولسمشر غني او عبدالله پرې د سیاسي بحران د حل لپاره توافق کړی دی.

په دې هوکړه کې لومړنی شرط دا دی چې د مصالحې تر عالي شورا وړاندې به د دولت عالي شورا رامنځته کېږي او هر غړی به یې له ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي او ولسمشر ته به سیاسي مشورې ورکوي.

ورپسې به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا رامنځته کېږي چې پنځه مرستیالان به ولري او د عبدالله له دوه مرستیالانو پرته به ټول مرستیالان د ولسمشر لخوا معرفي کېږي.

د دې شورا دفتر به سپیدار ماڼۍ وي، د سولې پروسه به مخته وړي او ټولې مقررۍ به په کې د عبدالله په خوښه وي، خو پرېکړې به یې د ولسمشر لخوا تاییدېږي.

په دې هوکړه کې راغلي چې عبدالله به د مصالحې شورا د مشر په توګه د حکومت دویم کس وي او همدومره پروتوکول به ورکول کېږي.

دا شورا به خپلواک بودیجوي واحد وي او پیسې به یې د افغانستان دولت ورکوي، خو له نړیوالو هم مرستې اخیستلی شي.

د هوکړې له مخې به جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کېږي او د دولت د عالي شورا غړی به هم وي.

همدا راز به د عبدالله ټیم پنځوس سلنه وزارتونه اخلي، والیان به هم د یوې قاعدې له مخې مقررېږي.

دا هغه څه دي چې د ثبات او همپالنې ډلې یې تر دې وړاندې یادونه کړې وه او اروپايي ټولنې هم ویلي وو چې غني او عبدالله یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

وسله والو د کابل د یو جومات په محراب کې یو ملا امام وژلی

0

قاري اکرام الحق اریايي تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې په یو جومات کې د برید ښکار شوی دی.

نوموړی د فیصل ښارګوټي د جامع جومات امام و چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو پرې د جومات محراب کې ډزې کړې دي او په تېښته بریالي شوي دي،

د کابل امنیه قومنداني  تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي د قاتلینو په نیولو پسې یې پلټنې روانې دي.

 بلخوا تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو څه موده وړاندې تاند ته د ملي امنیت یوې سرچینې د هدفي وژنو د زیاتېدو په تړاو ویلي وو چې دا کارونه د طالبانو دي چې غواړي هغه کسان، علما او کادرونه د سولې له هوکړې څخه راوروسته په نښه کړي چې د دوی پر ضد یې څرګندونې کړې وي.

سنجې دت به نور د ورځې ۲۵ روپۍ ګټي

2

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوری سنجې دت چې د هند په پونې کې د خپل بند پاته وخت تېروي، تر دې وروسته به په زندان کې کاغذي خلتې جوړوې او د ورځې به ۲۵ هندۍ روپۍ ګټي.

سنجې دت ته د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ د تروریستي پېښو سره د تړاو له امله ۵ کاله بند ورکول شوی.

نوموړي تر دې وړاندې ۱۸ میاشتې بند تېر کړی، او اوس به درې کاله نور هم په زندان کې وي.

۵۳ کلن سنجې دت چې دا مهال د پونې په یروادا زندان کې دی، غوښتنه یې کړې، چې ده ته دې په زندان کې دروند کار وسپارل شي، چې صحت او بدن یې سالم پاته شي، خو د هغه د امنیتي خوندیتوب په خاطر دا غوښتنه رد شوې.

سنجې دت په خپل نوي فلم پولیسګیري کې د پولیس رول ترسره کړی، او نوموړي هیله ښودلې چې دا فلم به یې ۱۰۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټي.

د نوموړي په اړه په زړه پورې دا ده چې دېرش کاله کیږي لیکل یې نه دي کړي او هېر شوي یې دي او حتی د ډېرو ساده توکو لکه د سر تېل او صابون نومونه نه شي لیکلای.

شاه رخ خان دا ځل په یو جنګي فلم کې

0

داسې ښکاري لکه د هندۍ سېنما بادشاه شاه رخ خان چې له سلمان خان او اجې دیوګن څخه الهام اخیستی وي، چې په خپل راتلونکې فلم چنای ایکسپريس کې یې ډېر خطرناک او جنګي صحنې جوړې کړي.

سلمان خان تر دې وړاندې په وانټیډ، باډیګارډ، دبنګ، ایک تا ټایګر او دبنګ ټو کې او اجې دیوګن په سنګم او همتوالا کې خطرناک سټنټس او جنګونه ترسره کړي ول.

شاه رخ خان پخوا په خپلو ځینو فلمونو لکه بازیګر، ډر، کرن ارجن، کویلا کې ښه درانه جنګونه کړي وه، خو وروسته یې توجه د مینې فلمونو ته زیاته شوه.

خو بادشاه خان بېرته خپل پخواني سټایل ته روان دی، او د روهیت شیټي په لارښوونه نوي فلم کې یې سوکان او لغتي کېدای شي د یو ښه جنګي فلمي هیرو په توګه معرفي کړي.

په دې فلم کې د هغه په وړاندې دیپیکا پډکون کار کړی.

شاه رخ په دې فلم کې ټولې جګړې او صحنې خپله ترسره کړي او دا به د لیدونکو لپاره ډېر په زړه پورې وي چې رومانټیک خان د یو جنګي خان په توګه وویني.

حکمت الله سروش

نظم ؛ د لمر قتل (شهيد عثمان لالا)

0
د ارواښاد عثمان خان کاکړ (عثمان لالا) په قبر د افغانستان ملي بیرغ درول شوی دی
حفيظ الله ياد
لمر د پښتونخوا له غرونو واوښتو او ډوب شو‌
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
خاوره د وطن په يوه بل مېړني خواره
و شوه پرې د لوی اتل د مرګ بد مرغه ناره
زموږ سالار شهيد شولو د ننګ په لويه لاره
نوم يې د نجيب او خان شهيد سره منسوب شو
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
غم يې اغېره وکړه تر لر او بره پوري
درد زموږ پر خلګو له اسمان څخه را اوري
لوېږي له فلکه د غيرت د بقا ستوري په
څوک چې زموږ پکار وو هغه کس مرګ ته محبوب شو
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
لوی اتل د ننګ په لار کې سر بايلو، قربان شو
سپر د خپل اولس شو او د خپل وخت صمد خان شو
ټول محکوم وطن يې د بايللو په ارمان شو
دا اميد د نوي سباوون وو او مغلوب شو
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
نوم به د عثمان لالا په مړينه خاورې نۀ شي
فکر به يې موږ لره مشال د ژوندانۀ شي
تل به وي ژوندی که په سلګو کلونه وۀ شي
ټول وطن يې ننګ، غيرت، پښتو پسې مجذوب شو
ږغ د اولسونو ځواني و خوړه معيوب شو
۲۱م جون ۲۰۲۱

د امریکا لوی درستیز د طالبانو وروستي پرمختګونه بې ارزښته وبلل

0
د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۳) د امریکا لوی درستیز په وروستیو کې د افغانستان د جګړې په میدان کې د طالبانو بري بې ارزښته بولي او وايي چې طالبانو د هغو ولسوالیو مرکزونه نیولي چې اکثره برخې یې له دې هیواده د امریکايي پوځیانو تر وتلو وړاندې هم د دې ډلې په کنټرول کې وې.

جنرال مارک میلي د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل، طالبانو تراوسه د افغانستان د هیڅ ولایت مرکز نه دی نیولی.

ده زیاته کړه«حاضردمه د ۸۱ ولسوالیو مرکزونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي. افغانستان ۴۱۸ ولسوالۍ لري. خو د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د هیڅ ولایت مرکز د دې ډلې په ولکه کې نه دی.»

د متحدو ایالتونو لوی درستیز دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې طالبانو په ځانګړي ډول د افغانستان په شمال کې ګڼې ولسوالۍ ونیولې او ځینې یې بېرته له لاسه ورکړې.

ده د استازو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کې همداراز وویل«دا سمه ده چې طالبانو حملې زیاتې کړي او پوستې یې نیولې دي. دوی د ځینو ولسوالیو مرکزونه هم نیولي دي. د دغو سیمو په سلو کې۶۰ یې تېر کال نیولې وې او نورې یې له تېرو دوو میاشتو راهیسې نیولې دي. موږ اندېښمن یوو، خو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه، پولیس او اردو څه کم یا زیات ۳ لکه دي او د هغو دنده ده چې د خپل هیواد ساتنه وکړي.»

د استازو جرګې استماعیه غونډې ته دفاع وزیر لویډ اسټن تایید کړه چې طالبانو په وروستیو ورځو کې پرمختګ کړی او د ځینو ولایتونو مرکزونه یې هم محاصره کړي دي خو په عین حال کې یې د مایک میلي خبرې تایید کړې چې طالبانو تراوسه پورې کوم ولایتي مرکز نه دی نیولی.

طالبانو په وروستیو ورځو کې د کندوز ولایت ولسوالۍ نیولي او د کندوز ښار تر لمنو پورې یې ځان رسولی دی. همداراز یې د بلخ ولایت اکثره ولسوالۍ نیولي او څو ورځې وړاندې یې د مزارشریف ښار تر څنډو پرمختګ کړی و خو بېرته په شا وتمبول شول.

اسټن او میلي تېره اوونۍ د امریکا سناجرګې ته ویلي وو چې ممکن د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته تروریستي ‌ډلې په افغانستان کې بیا منسجمې او پر امریکا حملې وکړای شي.

وړمه ورځ د امریکا د دفاع و زارت ویندوی جان کربي وویل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو بهیر یې ورو کړی دی.

مخکې ویل شوي و چې درست امریکايي پوځیان به د جولای تر څلورمې، د امریکا د خپلواکۍ تر ورځې له افغانستانه وایستل شي خو اوس ګومان کېږي چې د ځواکونو د ایستلو بهیر وځنډېږي.

د امریکا  لوی درستیز مایک میلي د استازو جرګې د سوال او ځواب غونډې ته وویل، که ورته امر وشي ټول ځواکونه ژر ایستلی شی.

د طالبانو له لوري خبرو ته نه لېوالتیا او جګړې ته پراختیا کېدای شي هر څه بدل کړي. دا احتمال  هم شته چې امریکا او ناټو اړ ایستل شي چې کلونه نور په افغانستان کې پوځي حضور ته دوام ورکړي او له کبله یې د جګړې اور تود پاتې شي.

ولسمشر غني، تېر ماسختن په رسمي سفر امریکا ته لاړ

0
عکس - آرشیف

تاند (پنجشنبه د سرطان ۳مه) ولسمشر محمداشرف غني، په دوه ورځني رسمي سفر، تېر ماسختن د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د امریکا متحدو ایالاتو ته روان شو.

له ولسمشري ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر به په دې سفر کې د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر جوبایډن، د هغه هېواد له یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي چارواکو، د کانګرس او سنا غړو او نورو اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، د ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او پراختیایي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له ولسمشر سره په دې سفر کې د ولسمشري ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

ولسمشر او ورسره مل پلاوی په داسې حال کې د سپینې ماڼۍ په رسمي بلنه امریکا ته سفر کوي چې دا مهال د هېواد په ډیر شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی، طالبان د ولسوالیو د نیولو او افغان لوري بیا د دوی د وژلو او ځپلو خبر ورکوي.

په همدې حال کې بیا ولسمشر غني له خپل سفر څو شیبې وړاندې د ملي دفاع وزارت د سوق او ادارې له مرکز څخه لیدنه هم وکړه.

ولسمشر او مل پلاوی په ملي دفاع وزارت کې 

د سرچینې مالوماتو له مخې، ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د رهبرۍ او امنیتي پرسونل وروستي چټک اقدامات وستایل او د افغانستان او خلکو د دفاع لپاره یې د هغوی د هڅو قدرداني وکړه.

ولسمشر غني د سوق او ادارې مرکز همغږي وستایله او د امنیتي او دفاعي ځواکونو رهبري ته یې دنده وسپارله چې په قاطعیت د افغانستان له هرې لویشتې خاورې دفاع وکړي، دښمنانو ته په قاطعیت ځواب ورکړي او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې پر وخت هر اړخیزه رسیدنه وشي.

پوښتنغونډاله | ډاکتر ماخان مېږی شینواری

0

  Interrogativsatz 

پېژند د اوکسفورد ژبې څخه: اېنتېروګاتیوغونډاله یا پوښتنغنډاله څه ده؟ 

پوښتنغونډاله ( Interrogativsatz یا Erotema) یوه غونډاله ده، چې د هغې دنده تیپیکي پوښتنکونه ده. د پوښتنې ویېنډول د دې په چوپړ کې دۍ، چې یو معلوماتي ځواب ترې لاس ته راوړو. پوښتنغونډاله داسې ده، لکه ویناغونډاله او غوښتنغونډاله، یو د غونډالې ډول.

د اېنتروګاتیونومځاینیوو او نسبتي نومځاینیوو په منځ کې څه توپیر دي؟

Relativpronomen یا تسبتي نومځاینیوي د نومویو په ځای کارول کیږي. دا یوه غړېغونډاله ( نسبتي غونډاله) لارښودوي او  د  یوې په سر یا پورته ترتیب شوې غونډالې یوه نوم(یا نومځاینیوي) نښلوي یا تړي. اېتروګاتیو نومځاینیوي یوهپوښتنغونډاله (اېنتروګاتیو غونډالې) لارښودوي او د غږکونې غونډالو په څېر هم کارېدلی شي.

بېلګې؛

کتاب، کوم چې زه یې لولم، ستړیکېدونکی دی.

دا د باور نه دي، څه چې ته ماته وایې.

اېتروګاتیو غونډالې پوښتنغوډالې لارښودوي، کېدی شي دغږغونډالې پهڅېر هم راشي.

بېلګه: چا به دا فکر کړی وی!

ځنې نومځاینیوي کېدی شي نسبتي – او اېتروګاتیوڼومځاینیوي وي .

بېلکه: څوک،چا، څه (شی)، کوم،کومه، یوڅه لپاره.

دا کېدی شي چې وکارول شي.

اینتروګاتیو غونډاله – ناسیده پوښتنغونډاله.

۲ – ښونکی زدکونکي پوښتي، چې چا دا کړکۍ ماته کړې ده.

۲ – شونکی زدکونکي پوښتي، چې ایا له دوي څخه کوم دا کړکۍ ماته کړې ده. اېنتروګاتیو غونډاله( ناسیدهپوښتنغونډاله) یوه څنګغونډاله یا که غواړۍ څنګیزه غونډاله ده. د پوره کونکې پوښتمې په څېر(۱-) څنګغونډاله د یوې پوښتنغونډالې په څېر پیل کیږي. د پرېکړه غونډالې په څېر(۲ -) دا د ایا له لارې یا سره  پیل کیږي.  

یادونه: پهدې ټولو لیکنو کې کمښت شته، چې باید تل ګران لوستونکي یا ډېر کار پرې وکړي.

 د اېنتروګاتیو غونډالو برخکلیمي

۱ – غږډولیزه پوښتنغونډاله، ۲ – پرېکړi ییزه پوښتنغونډاله، پوره کېدونکې پوښتنغونډاله.

بېلګې:

۱ – یوه پوښتنغونډاله ده، ، چې ټیک د غږېدونکې د معلومات کنډو یا تشیا خوندي لري،  او دا هممهال د خبرو و مل ته انځوروي، چې دا تشیا ډکه کړي.

( ۱ ) غونډاله: ،،( ایا) ته نن راځې؟،، یوه اېتروګاتیو غونډاله ده.

( ۱ ) اېتروګاتیو – یا پوښتنغونډاله د له غونډالنخښې،،؟،، سره په نخښه کیږي، که دا یوه سر – یا بنسټغونډاله وي.

(۱) ځنې پوښتنغونډالې د پوښتنغونډالې پهچوپړ کې نه دي، دوی(یو څه ته ) رابلنغونډالې دي، لکه د بېلګې په توګه،، نه غواړې تر اخره(بلاخره، یا بالاخره( رېښتیا نه پرې پوهېږم. په بخښنه)؟؟) راشې؟،، یا ،، بیا هم یا تر اخره نه غواړې راشې؟،، یا دا هم: پای خبره چې نه غواړې؟

غږیز:

Reziproke رامات – یا په څت- یا بېرته راګرځېدونی- یا ورغبرګ غږیز ویونه .

یادونه: که ،، غبرګ،، ولیکل شي، ناسم دۍ.

رامات شي حالتونه د ،،یو،، او ،،بل،، له لارې یا سره جوړیږي. بېلګې: یو له بل سره. یو له بل څخه. یو وبل ته او نور. 

یادونه ( هیله ده، چې راته برګ نه شۍ): موږ د ډېرو وییونو سره نابلد یو یا د خپلې پښتو سره نابلد یو، خو ایا د،،بالاخره،،  په ځای ،، بیاهم،، ، ،، په پای کې تر پایه،، یا ،، تراخره،، که وکاروو، نو موخې ته رسېږو. نابلدي هم بد شی دی.

رواني جګړه | هلال کریمي

0
رواني جکړه د نرم ځواک(تبليغاتو) په مرسته د فوځي جګړې تداوم دی، دښمن له دې لارې غواړي د خپل مقابل لوري عقلاني قوه فلج او احساسات د عقلاني رفتار ځای ناستی کړي، يا رواني جګړه د یو شمېر ښکاره او پټو لاملونو لکه راډيو، تلويزون، مطبوعات، افواه يا اوازې(شائيعه) څخه پلان شوی استفاده ده چې د خلکو په ځانګړی ډول د موخيزو ډلو د روحيې او انګېزې په کمزوری کولو سره د هغوی قدرت کمولو په موخه په کار وړل کېږی.
اوس پوښتنه داده چې ايا روان حالت کې د پوځي جګړې ترڅنګ رواني جګړه روانه ده؟
زما په آند په اوسنيو حالاتو کې رواني جګړه په پوره مانا روانه ده، ښه بېلګه يې د ولسواليو د سقوط یا ولسواليو څخه د پوځ د شاتګ وروسته د موضوع لوی ښودل دي، ولس په ځانګړی توګه ځوانان (هغه ډله چې فيسبوک ته لاسرسی لري) په غېر ارادي ډول دې موضوع ته د تبليغاتي بڼې په ورکولو سره د ملي ځواک محبوبيت او پر ملي ځواک باور کموي، د باور دا کموالی په عام ډول د ولس ذهنيتونه او عقلاني قوه په همدې برخه کې يا د همدې موضوع په اړه فلج کوي، چې دا چاره د نورو بحرانونو د پېل ټکی دی.
دولت ته څه کول په کار دي؟
اوسمهال د ناسمو تبليغاتو يا دروغ خبرونو خپرولو قانون پرځای د تبليغاتو پر مرکز باندې د رسنيو قانون پلی کول اړين دي، د تبليغاتو د قانون د لاس په لاس کول ممکن د اکثریت ولس او دولت ترمنځ يو نوع تقابل وګڼل شي او دا موضوع لا پسې جدي کړي، ولس په کافي اندازه د دولت د وروستيو کارونو په اړه ناراضه دی، دولت ته پکار دی چې په دې برخه کې تند غبرګون ونه ښايي، د مقابل لوري څخه دې ډېر نه اغېزمن کېږي او د احزابو تر چتر لاندې دې ملیشه جوړونې ته زمینه سازي نه کوي، ځکه دا کارونه د دې ښکارندويي کوي چې دولت په کافي اندازه د دښمن څخه ډار شوی او له امله یې د سمې پرېکړې ځواک له لاسه ورکړی.

د عثمان خان کاکړ جسد د لر او بر یو افغان د چیغو په بدرګه خاورو ته وسپارل شو

1

تاند — د جنوبي پښتونخوا د مبارز او مخکښ سیاستوال عثمان خان کاکړ (عثمان لالا) جسد د لر او بر یو افغان د چیغو په بدرګه د بلوچستان په مسلم باغ کې خاورو ته وسپارل شو.‌

د ارواښاد کاکړ په جنازه کې د هغه په لسګونو زره پښتنو او بلوچو مینه والو، ځایي اوسېدونکیو، سیاستوالو او مشرانو برخه اخیستې وه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي، د پاکستان حکومت هغه افغان هیئت ته چې غوښتل یې د محکومې پښتونخوا د مبارز سیاستوال عثمان خان کاکړ په جنازه کې برخه واخلي، د ورتګ اجازه ور نه کړه.

ښاغلي اندړ په خپله فیسبوک پاڼه په یوه پوسټ کې لیکلي، «د افغانستان حکومت پرېکړه کړې وه چې د ملي امنیت د سلاکار د ولسي او سیاسي چارو مرستیال سرور احمدزی او د سرحدونو او قبایلو وزرات وزیر محب الله صمیم د افغان حکومت په استازیتوب د ارواښاد عثمان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړي، خو د پاکستان حکومت يې مخه نیولې ده،»

اندړ لیکلي، «افغان حکومت د خپل ولس په استازیتوب د ښاغلي عثمان کاکړ کورنۍ، دوستانو، خواخوږو او پلیونو ته تسلیت وړاندې کوي او د هغه د ارمانونو او هیلو د پوره کولو توان ورته غواړي،»

د ارواښاد عثمان خان کاکړ (عثمان لالا) په قبر د افغانستان ملي بیرغ درول شوی دی

د ملي امنیت شورا د ویاند پوسټ په دې ټکو پای ته رسېدلی، «ښاغلی کاکړ په پښتونخوا کې د پښتنو د محکومیت پر ضد د مدني احتجاج یو کمساری اواز و. پر ګور یې نور او یاد یې تل! د ملي امنیت شورا دفتر.»

عثمان خان کاکړ د روانې اونۍ په لومړیو کې په بلوچستان کې ټپي شو او وړمه ورځ یې په کراچۍ کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د کاکړ جنازې ته راټولو شویو په لسګونو زره برخه والو او د هغه مینه والو د «لر او بر یو افغان» په چیغو،‌ چې معمولا د ډیورنډ د جبري کرښې پر ضد او د دواړو غاړو د پښتنو د یووالي او افغانستان سره د پيوستون لپاره پورته کیږي،‌ د هغه ویر ولمانځه، د هغه د هیلو او ارمانونو د پوره کولو ژمنې یې تازه کړې، او د ارواښاد کاکړ په قبر یې د افغانستان کلیمه دار ملي بیرغ پورته کړ.‌

پاکستان د عثمان کاکړ په جنازه کې د افغان حکومت د پلاوي د ګډون مخه نيولې ده

0

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲ مه)  د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، دوی غوښتل په خپل استازیتوب د ملي امنیت شورا یو پلاوی د عثمان کاکړ جنازې ته واستوي خو د پاکستان حکومت یې مخه نېولې ده.

له دغې شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې غوښتل یې په خپل استازيتوب د ملي امنيت د سلاکار مرستيال سرور احمدزی او د قبايلو چارو وزير محب الله صميم د عثمان کاکړ په جنازه کې د ګډون لپاره ولېږي؛ خو پاکستان يې مخنيوی کړی دی.

د پښتون سیاستوال عثمان خان کاکړ جنازه نن چهارشنبه د هغه پلرني ټاټوبي مسلم باغ ته رسول شوې او هلته يې د جنازې مراسم ترسره شوي دي.

د راپورونو له مخې، د مرحوم کاکړ د جنازې په مراسمو کې زرګونو کسانو ګډون کړې و او د لر او بر افغان ناره یې کوله.

د عثمان کاکړ مړینې په لر او بر وطن کې خلک سخت غمجن کړي او په خپلو پیغامونو کې یې د پښتون قام د حقونو لپاره د هغه مبارزه ستایلې ده.

د کاکړ د ټپي کېدو او مړینې په هکله بېلابېل راپورونه ورکول شوي چې ویل کیږي هغه په خپل مرګ نه؛ بلکې وژل شوی دی.

د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي چې عثمان کاکړ په خپل طبیعي مرګ نه دی مړ شوی بلکې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې ده ته مخکې د یو شمېر کسانو نوملړ ورکړل شوی او ورته ویل شوي وو چې باید ووژل شي.

د هغه په خبره، په دې نوملړ کې د عثمان کاکړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ډاکتر سيد عالم محسود او د نامتو سياستوال افراسياب خټک نومونه هم شامل وو.

احسان دا نه دي ویلي چې دا نوملړ چا ورکړی و.

د نوموړي تر دې څرګندونو وروسته د کاکړ د مړینې په اړه شکونه نور هم زیات شوي دي او په پښتونخوا کې ګڼو سیاستوالو او د پښتنو د حقونو مدافعینو ویلي چې په دې اړه باید بشپړه څېړنه وشي او روښانه شي چې کاکړ چا او څه ډول وژلی دی.

د کاکړ په جنازه کې سیاستوال محمود خان اڅکزي هم په خپله وینا کې تور پورې کړ چې د نوموړي په وژنه کې د پاکستان ای اېس ای لاس لري.

هغه وویل: ((د شهيد عثمان خان پېښه د تشدد پېښه ده کور ته يې يو کس او بيا نور کسان ننوتلي او دئ يې په خپل کور کې شهيد کړئ زمه واره يې ISI او MI دي.))

عثمان کاکړ څو ورځې وړاندې تر یوې مرموزې پېښې وروسته د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

عثمان خان کاکړ یو له هغو سیاستوالو څخه و چې په لر او بر یې زړه خوږېده او تل یې د پښتون د حق غوښتنې نارې وهلې او ټول ژوند یې د دغه ټبر د حق ترلاسه کولو لپاره په مبارزه کې تېر کړ.

پشه یي ځوانانو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړه

0

تاند (چهارشنبه د سرطان ۲) د ننګرهار او لغمان لسګونو پشه يي ځوانانو نن د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ وسله راپورته کړه.

دوی د ولسي جرګې د پخواني غړي حاجي حضرت علي په مشرۍ نن چهارشنبه/ د جوزا ۲مه/ په لغمان کې سره راټول او له نظامه یې ملاتړ اعلان کړ.

د ختیځ زون د جهادي شورا د رهبرۍ غړی حضرت علي په دې هکله راټولو شویو دغو ولسي پاڅونوالو ته وویل، که طالبان له امنیتي ځواکونو سره جګړې ته دوام ورکړي نو ولسي خلک به د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله والو طالبانو سره جګړه پیل کړي.

حضرت علي پر ولسي پاڅون والو غږ وکړ چې که د نظام وسله والو مخالفانو ورسره د خبرو په ژبه قناعت نه کاوه نو د ټوپک په ژبه یې پوه کړئ.

د ننګرهار او لغمان پشه یي ځوانان دا اقدام په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې له یو شمیر نورو ولایتونو کې هم له افغان ځواکونو د ځایي خلکو د ملاتړ او پاڅونونو خبرونه ورکړل شوي دي.

باید وویل شي ولسي پاڅونوالو وروسته له هغه د امنیتي ځواکونو په ملاتړ وسله پورته کړې چې طالبانو په وروستیو کې د څو ولسوالۍ د سقوط اعا کړې ده.

خو افغان چارواکي وايي، وسله وال طالبان چې د کومو سیمو او ولسوالیو د نیولو خبره کوي له هغو افغان سرتېرو تاکتیکي شاتګ کړی او نه پرېږدي چې وسله وال طالبان په دغو سیمو کې په دوامدار ډول پاتې شي.

د لښکرونو ملک ته وایه! / شاهین بونیرې

0
شاهین بونېری

جنګ دې ……

په حجره جنګ دې …

په ګودر جنګ دې …

په پیښور جنګ دې ….

په ننګرهار جنګ دې …

په کندهار جنګ دې ….

مودې اوشوې ـ……

ځوانان مورچلونو ته لیږو او جنازې يي راوړو

زمانې اوشوې ….

د مرګ په خله کې ساه اخلو

د نارنج ګل په خاوره

او د سپرلو وطن کې

وینې وینې څهرې ګورو

اعلان د جنګ دې

کله د عقیدې په نوم

کله د فلسفې په نوم

کله د خاورې په نوم

مونږ ته يي عقیدې ورانې کړې ..

مونږ نه يي د ژوند رنګونه اوتروړل

مونږ يي خاورې ایرې کړو

نه مونږ جنګ پریدو او نه جنګ مونږ پریږدي

د غر د سمې سره جنګ دې

د پټکي د ؛ټايي؛ سره جنګ دې

پوهان د روایت سره په جنګ دي

ناپوهه د جدت سره په جنګ دي

جنګ په کور دننه هم دې

بهر هم دې

د هندوکش لمنه

د سپینو واورو او نخترونو لمن

د عظمتونو لمن

هر کال د توپو په ګولو سورۍ سورۍ کیږي

هره شیبه قتلیږي

هره اوښکه يي سیلابونه شي

او وطنونه یوسي

خوبونه یوسي

منم چې دښمن ظالم دې

منم چې سرمایه انسانیت نه مني

منم چې زه د اسیا په دروازه پروت یم

منم چې بې وزله یم .. بې وسه یم

خو ….

آیا زما شعور هم مړ دې

چې زه اوس هم تیاره او رڼا نه پیژنم ؟

آیا زما ژبه هم ګونګۍ شوې ده

چې زه پرې د امن سندره اووایم ؟

آیا زه دې ته چمتو یم

چې هر ایمل خان له په لاس کې قلم ورکړم ؟

او هره ملالۍ د جنګ پر ځاي

د عداوت پر ځاي

د زوړ شوي روایت پر ځاي

د علم او پوهې په کالو ښایسته کړم ؟

د لښکرونو ملک ته وایه

په مړو موړ شوې کنه نور غواړې سرونه

د حافظې د قوي کولو اسانه لارې

0

تاند ( چهارشنبه، د سرطان ۲ مه ) څېړوونکي وایي، کله چې تاسو غواړئ حافظه مو پیاوړې او قوي و اوسي نو ډېر لیکل وکړئ؛ ځکه ډېر لیک د حافظې د قوت لپاره تر ټولو ګټوره لاره ثابته شوې ده.

د څېړوونکو په وینا، هغوی چې په قلم د لیکلو عادت لري او په لاس لیکل کوي، حافظه يې قوي کیږي او په ورځني ژوند کې ښه مخ ته ځي.

د دوی په باور، کله چې یو څه په خپل قلم لیکل کیږي، د ژبې او زهن تر منځ یو قوي تړاو رامنځ ته کوي او په دې سره لیکلي څیزونه نه هېرېږي چې دا چاره په اوږدمهال کې حافظه قوي کوي.

څیړنې ښيي چې زموږ ذهن په یوه وخت کې په زیاتو کارونو د تمرکز قابلیت نه لري.

د دغو څېړنو له مخې، که موږ چیرته په یوه وخت کې ډېر کارونه تر سره کوو، نو پر یوه هم تمرکز نه شو کولای. ښه خبره دا ده، چې په یوه وخت کې ټوله توجه او پاملرنه هماغه یوه کار ته راټوله شي.

پوهان وایي، که غواړئ چې یو څه د اوږدمهال لپاره په ذهن کې وساتئ او د حافظې د قوي والي لپاره کار وکړئ، نو شته مالومات په اړوندو ګروپونو او ډلو وویشئ.

د بېلګې په ډول، غواړئ د خپل بانک اکونټ او یا هم د چا د ټلېفون نمبر په یاد ولرئ، نو هغه په څو برخو وویشئ، ویې لیکئ؛ په خپله مو په ذهن کې پاتې کیږي.

دوی زیاتوي چې داسې کسان شته چې زیاته مطالعه کوي او په ځان باندې نهایت زیات فشار راولي؛ خو ښه پایله نه ورڅخه اخلي، په داسې حال کې چې ځینې نور کسان بیا پرته له دې چې وخت یې زیات ضایع شي او یا هم په ځان باندې زیات فشار راولي، خپلې موخې ته رسیږي او له مطالعې کولو څخه چې یې څه هدف وي، په ډېره اسانۍ یې لاسته راوړي او یادوي یې.

د څېړوونکو د معلوماتو له مخې، د مطالعې کولو لپاره تر کمیت کیفیت ډېر مهم دی او هر محصل یا زده کونکی باید د مطالعې کولو په لارو چارو باندې بلد وي، څو په ازموینه کې پرته له زیات فشار څخه ښه پایله لاسته راوړي او په ازموینه کې ښې نمرې واخلي.

دوی دغه راز زیاتوي چې پیاوړې او ښې ټولنیزې اړیکې هم حافظې او ذهن ته قوت بښي نو کوښښ وکړئ چې له خلکو سره ښه راشه درشه ولرئ او له هغوی سره ښه سلوک وکړئ. دا چاره تاسې ته ذهني سلامتیا او قوي حافظه در په برخه کوي.