دوشنبه, نوومبر 29, 2021
Home Blog

جنرال میلي: امریکا په افغانستان کې دوې لویې اډې له ځان سره ساتي

0

تاند(پنجشنبه، د قوس۱۲) د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د پوځیانو د ایستلو پلان تایید کړی دی خو د دې پلان پر اساس به امریکا په افغانستان کې دوې سترې اډې له ځان سره وساتي.

د رویټرز خبري اژانس او امریکايی رسنۍ له راپورونو سره سم، لوی درستیز جنرال میلي چې پرون (چهارشنبه) په پروکینګز انستیتیوت کې خبرې کولې، وویل، پر دوو لویو اډو سربېره به د امریکا پوځ څو کوچنۍ اډې هم ولري.

جنرال میلي زیاته کړه، د امریکا پوځ به خپلو دوو اصلي ماموریتونو یعني له یاغیانو سره په جګړه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ او دغه راز د داعش، القاعده او نورو تروریستي ډلو خلاف تروریستي ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز ونه ویل چې په افغانستان کې به کومې پوځي اډې د امریکا له پوځ سره پاتې شي او دې ته یې هم اشاره ونه کړه چې امریکا به دا اډې تر کله په کنټرول کې لري.

مارک میلي وویل چې په افغانستان کې به ۲۵۰۰ پوځیان پرېږدي خو دا یې ونه ویل چې دا ۲۵۰۰ پوځیان به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي او که به تروریستي ضد عملیات کوي.

حاضردمه په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي پوځیان مېشت دي.

جنرال میلي د افغانستان په اړه د جو بایډن د ستراتیژۍ په باب له څه ویلو ډډه وکړه خو ویې ویل، څه چې د دې پلان له اجرا کېدو وروسته کېږي د امریکا په راتلونکي حکومت پورې تړاو لري.

ده د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د وروستي پرمختګ هرکلی وکړ، ویې ویل، سره له دې چې ښايي ځینې به له طالبانو سره په خبرو خوشاله نه وي، خو د سولې خبرې مهمې دي.

د امریکا لوی درستیز تایید کړه چې په افغانستان کې د نژدې شلو کلونو په جګړه کې لسګونه زره افغانان او امریکایان وژل شوي او څه باندې یو تریلیون ډالره لګول شوي چې په نتیجه کې یې امریکا یوازې تر یوه حده بریالۍ شوې ده.

https://taand.com/main/%d8%af-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7-%d9%84%d9%88%db%8c-%d8%af%d8%b1%d8%b3%d8%aa%db%8c%d8%b2%d8%8c-%d9%86%d9%87-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d8%b7%d8%a7%d9%84/

جنرال میلي او نور امریکايي چارواکي وايي چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر له یوولسمې وروسته امریکا د افغانستان له درکه له کومې تروریستي حملې سره مخامخ شوې نه ده.

ځینې امریکايي شناندي دا په خپله د امریکا او نور لوېدیځ لپاره یو بری بولي او وايي چې ښه ده چې تروریستان د امریکا او اروپا له خاورو لېرې بوخت وساتل شي.

د ده په وینا، د دې لپاره چې یاغیان بلوا پای ته ورسوي تر ټولو دود او سمه لار دا ده چې د واک وېش لپاره د خبرو له لارې موافقه وشي.

د غني او عبدالله د هوکړې کاپي، دوستم پکې مارشال او د دولت عالي شورا غړی دی

تاند، دوشنبه، د ثور ۲۲مه: تاند ته د حکومت یوې معتبرې سرچینې د هغې هوکړې یوه کاپي ورکړې ده چې ولسمشر غني او عبدالله پرې د سیاسي بحران د حل لپاره توافق کړی دی.

په دې هوکړه کې لومړنی شرط دا دی چې د مصالحې تر عالي شورا وړاندې به د دولت عالي شورا رامنځته کېږي او هر غړی به یې له ځانګړي پروتوکول څخه برخمن وي او ولسمشر ته به سیاسي مشورې ورکوي.

ورپسې به د عبدالله په مشرۍ د مصالحې شورا رامنځته کېږي چې پنځه مرستیالان به ولري او د عبدالله له دوه مرستیالانو پرته به ټول مرستیالان د ولسمشر لخوا معرفي کېږي.

د دې شورا دفتر به سپیدار ماڼۍ وي، د سولې پروسه به مخته وړي او ټولې مقررۍ به په کې د عبدالله په خوښه وي، خو پرېکړې به یې د ولسمشر لخوا تاییدېږي.

په دې هوکړه کې راغلي چې عبدالله به د مصالحې شورا د مشر په توګه د حکومت دویم کس وي او همدومره پروتوکول به ورکول کېږي.

دا شورا به خپلواک بودیجوي واحد وي او پیسې به یې د افغانستان دولت ورکوي، خو له نړیوالو هم مرستې اخیستلی شي.

د هوکړې له مخې به جنرال دوستم ته مارشالي ورکول کېږي او د دولت د عالي شورا غړی به هم وي.

همدا راز به د عبدالله ټیم پنځوس سلنه وزارتونه اخلي، والیان به هم د یوې قاعدې له مخې مقررېږي.

دا هغه څه دي چې د ثبات او همپالنې ډلې یې تر دې وړاندې یادونه کړې وه او اروپايي ټولنې هم ویلي وو چې غني او عبدالله یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.

وسله والو د کابل د یو جومات په محراب کې یو ملا امام وژلی

0

قاري اکرام الحق اریايي تېره شپه د کابل ښار د اوومې ناحیې په یو جومات کې د برید ښکار شوی دی.

نوموړی د فیصل ښارګوټي د جامع جومات امام و چې تېره شپه ناپېژانده وسله والو پرې د جومات محراب کې ډزې کړې دي او په تېښته بریالي شوي دي،

د کابل امنیه قومنداني  تاند ته پېښه تاییدوي خو وايي د قاتلینو په نیولو پسې یې پلټنې روانې دي.

 بلخوا تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی، خو څه موده وړاندې تاند ته د ملي امنیت یوې سرچینې د هدفي وژنو د زیاتېدو په تړاو ویلي وو چې دا کارونه د طالبانو دي چې غواړي هغه کسان، علما او کادرونه د سولې له هوکړې څخه راوروسته په نښه کړي چې د دوی پر ضد یې څرګندونې کړې وي.

سنجې دت به نور د ورځې ۲۵ روپۍ ګټي

2

د هندۍ سېنما مشهور فلمي ستوری سنجې دت چې د هند په پونې کې د خپل بند پاته وخت تېروي، تر دې وروسته به په زندان کې کاغذي خلتې جوړوې او د ورځې به ۲۵ هندۍ روپۍ ګټي.

سنجې دت ته د ۱۹۹۳ کال د ممبۍ د تروریستي پېښو سره د تړاو له امله ۵ کاله بند ورکول شوی.

نوموړي تر دې وړاندې ۱۸ میاشتې بند تېر کړی، او اوس به درې کاله نور هم په زندان کې وي.

۵۳ کلن سنجې دت چې دا مهال د پونې په یروادا زندان کې دی، غوښتنه یې کړې، چې ده ته دې په زندان کې دروند کار وسپارل شي، چې صحت او بدن یې سالم پاته شي، خو د هغه د امنیتي خوندیتوب په خاطر دا غوښتنه رد شوې.

سنجې دت په خپل نوي فلم پولیسګیري کې د پولیس رول ترسره کړی، او نوموړي هیله ښودلې چې دا فلم به یې ۱۰۰ کروړه هندۍ روپۍ ګټي.

د نوموړي په اړه په زړه پورې دا ده چې دېرش کاله کیږي لیکل یې نه دي کړي او هېر شوي یې دي او حتی د ډېرو ساده توکو لکه د سر تېل او صابون نومونه نه شي لیکلای.

شاه رخ خان دا ځل په یو جنګي فلم کې

0

داسې ښکاري لکه د هندۍ سېنما بادشاه شاه رخ خان چې له سلمان خان او اجې دیوګن څخه الهام اخیستی وي، چې په خپل راتلونکې فلم چنای ایکسپريس کې یې ډېر خطرناک او جنګي صحنې جوړې کړي.

سلمان خان تر دې وړاندې په وانټیډ، باډیګارډ، دبنګ، ایک تا ټایګر او دبنګ ټو کې او اجې دیوګن په سنګم او همتوالا کې خطرناک سټنټس او جنګونه ترسره کړي ول.

شاه رخ خان پخوا په خپلو ځینو فلمونو لکه بازیګر، ډر، کرن ارجن، کویلا کې ښه درانه جنګونه کړي وه، خو وروسته یې توجه د مینې فلمونو ته زیاته شوه.

خو بادشاه خان بېرته خپل پخواني سټایل ته روان دی، او د روهیت شیټي په لارښوونه نوي فلم کې یې سوکان او لغتي کېدای شي د یو ښه جنګي فلمي هیرو په توګه معرفي کړي.

په دې فلم کې د هغه په وړاندې دیپیکا پډکون کار کړی.

شاه رخ په دې فلم کې ټولې جګړې او صحنې خپله ترسره کړي او دا به د لیدونکو لپاره ډېر په زړه پورې وي چې رومانټیک خان د یو جنګي خان په توګه وویني.

حکمت الله سروش

اردوغان: امريکا د داعش په ګډون د سیمې ټولې ترهګرې ډلې تمویلوي

0

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏‏ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په تازه څرګندونو کې پر امريکا متحده ايالاتو تور پورې کړی، چې په سیمه کې د داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پالنه کوي.

ایراني رسنیو ویلي، چې اردوغان دا څرګندونې له خپل ایراني سیال محمد ابراهيم رئيسي سره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د سازمان ( ایکو) د کلنۍ غونډې په څنډه کې د لیدنې پر مهال کړي دي.

د‌ اردوغان په وينا، امريکا يادو ډلو ته روزنه او وسلې ورکوي او د سیمې د نا امنه کولو په هدف یې کاروي.

نوموړي ویلي، د سیمې د امنیت لپاره مشترکه سیمه ییزه همکاري لازمه ده.

تر دې مخکې د ايران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي هم پر امريکا متحده ايالاتو ورته تور لګولی و‌.

امريکايي چارواکو بيا په دې اړه تورونه ردکړي او ويلي، چې داعش او نورې ترهګرې ډلې دوی ته هم ګواښ دي.

اروپايي ټولنه: د افغان هوايي ډګرونو په فعال ساتلو کې مرستې ته بلل شوي يوو

0

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏اروپايي ټولنه وايي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ، طالب پلاوي ترې غوښتي چې د افغانستان د هوايي ډګرونو په فعاله ساتلو کې مرسته ورسره وکړي.

دغې ټولنې ويلي، چې ياده غوښتنه پرون د پيل شويو دوه اړخيزو مذاکراتو پر مهال ورڅخه شوې ده.

د افغانستان لپاره د يادې ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسون پرون په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل.

طالبانو وويل، چې اروپايي ټولنې په کابل کې له افغانستان سره د بشري مرستو د ترسره کولو لپاره د خپل ځانګړي دفتر د پرانيستلو خبره ورسره کړې ده.

اروپايي ټولنې بیا ویلي، چې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول يې له طالب پلاوي څخه تر ټولو ستره غوښتنه وه.

معلومه نه ده، چې اروپايي ټولنې او طالبانو د يو بل غوښتنو ته څه غبرګون ښودلی.

د‌ طالبانو ياد شوی پلاوی تېره پنجشنبه د قطر پلازمېنې ته ورسېده.

دغه پلاوي تر اوسه د اروپايي ټولنې او امریکا متحده ایالاتو د ځانګړو استازو تر څنګ د افغانستان لپاره د برتانيې له ځانګړي استازي او قطري چارواکو سره هم لیدلي.

تمه کيږي، چې دا مذاکرات به روانه او راتلونکې اونۍ هم دوام وکړي.

نړيوال خوراکي پروګرام د تاجيکستان له لارې افغانستان ته د مرستو لېږد پيل کړ

0

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏‏ د نړيوال خوراکي پروګرام مسوولينو ويلي، چې د تاجيکستان له لارې يې افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد بهیر پیل کړی دی.

د دغه پروګرام چارواکو ويلي، چې د دغه بهير له پيل سره سم، ۷ لارۍ توکي د تاجيکستان له پلازمېنې دوشنبه ښار څخه د افغانستان بدخشان ولايت ته استول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ‌په نيږدې ورځو کې به ۲۵۰۰ ټنه اوړه هم په همدې لاره افغانستان ته واستول شي.

طالبانو د دې مرستو د ترلاسه کولو او دغه راز د وېش غ څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

پرون د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان(ایکو) په غونډه کې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ژمي له رسیدو سره د سخت بشري بحران د رامنځته کیدو خبرداری ورکړ.

په افغانستان کې بيا د فقر او بشري ناورین له شدت سره هم مهاله، د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

خدای صاحب ته لیک! سیاسي طنز

لیکوال: موسی ظفر

ژباړن: غزال مومند

ښاغلی خدای صاحب!

 پوهیږم، چې تاسې ته ادرس درکول تېروتنه ده، ځکه تاسې په ټولو ادرسونو پوهیږئ. خو په دې خاطر، چې موږ په یوه ړانده ځای کې یوو او ځینې وخت فکر کوو، چې ستاسې له لورېینې لیرې پاتیږو، غواړم خپله پته درکړم او که اړتیا شوه، چې یو احوال مو واخلې.

 د کهکشان لاره چې ونیسې او مخته راشې، له ښي لوري په درېیمه کرښه او له چپ لوري په دویمه کرښه کې یوه شمسي منظومه ده، چې اته یا نهه ستوري لري. کله چې منظومې ته ننوتئ، له مریخه تېر شوی د اوبو یوه سیاره را رسیږي، چې موږ ځمکه نومولې، خو تا یو وخت پخپل مسیج کې« ارض» ګڼلی.

 په دې سیاره کې داسې عجیب موجودات ژوند کوي، چې غواړي ځمکه ټوټې – ټوټې وي. دا ټوټې هر یو خپل نوم لري. که د انګلیسي الفبا او د نړۍ د تر ټولو غمجنو هېوادونو په حساب یې ووینې، د دغه هېواد نوم تر ټولو د بره راځي، خو که د آرامۍ، سوکالۍ، د پاسپورټ د اعتبار او بل هر ښه شي له نظره یې ووینې، نوم یې وروستی راځي: افغانستان!

دغه هېواد ته چې ورسیدې، لاندې وګوره. هغه کسان چې پکې په خاورو دوړو لړلي ګرځي، عادي خلک دي. هغه کسان چې څو متره رخت یې په سر تړلی او وسلې یې په اوږو دي، یا یې مخونه له ویښتو ډک دي، طالبان دي. زموږ خلک ټول په« عادي» کسانو او «طالبانو» وېشل شوي، نور کوم وېش نه لرو.

 دا طالبان، چې ومې ویل د ملاحسن اخوند په نوم یو رییس لري. عیب لټول ښه نه دي، خو دغه سړی چې دې خلق کړی، ځینې پرزې دې پکې نه دي نصب کړي. له هغو پرزو څخه یوه دا ده، چې دا بدبخته یې په نه لرلو غږیدای نه شي.

خدای جانه!

زه شیطاني نه کوم، خو دا سړی چې یاد مو کړ، تېره شپه یې ستا په قدرت او د جنرال باجوه په اشاره خوله را خلاصه شوه. ریښتیا او دروغ یې تا ته معلوم دي، خو ځينې تورونه یې شخصاً پر تاسې ولګول، چې که ریښتیا وي، خاورې مې په خوله، بیا خو تاسې رسماً د ترهګرو او نیشه یي توکیو د مافیا ملګري یاست.

 ملاحسن وایي، چې ستاسې په مرسته یې افغانستان نیولی، ریښتیا وایي؟ یانې تاسې مرسته وکړه، چې دی او ملګري یې د افغانستان خلک ووژني، ښوونځي یې وسیزي، سړکونه او پلونه والوزوي او یو نیم ځانی هېواد را ونړوي؟ موږ خو تراوسه فکر کاوه، چې دا کار خلیلزاد کړی، خو اوس د ملامتۍ ګوته تاسې ته نیول شوې، نه غواړئ څه ووایئ؟

ملاحسن وایي، چې طالبان یوازې د حکومت کولو لپاره راغلي او که څوک یې په حکومت کې له لوږې ومري، ملامتي ستاسې ده، ځکه د رزق وعده مو ورکړې.

آیا همداسې ده؟ که داسې وي، بیا خو تاسې خپل قول مات کړی او زرګونه ماشومان، ښځې او نارینه په وږي نس د مرګ غېږې ته لیږئ.

آیا کوم پلان شته، چې څه اوربشې یا غنم دې خلکو ته واستوئ؟

خدای جانه!

که تاسې طالبان واک ته رسولي وي، ولې لاس نه ورکوئ، چې څو ورځې ابرومندانه حکومت وکړي؟ ولې مو یوه سمه څېره نه ده ورکړې، چې ماشومان ترې ونه ډار شي؟

 ولې خپله ورسره مستقل مخته نه ځې، چې د جنرال فیض حمید په وسیله معامله ورسره کوې؟ ولې دې امریکا بې جنجاله ونه ویست، چې یو ملت دې په زېړو بوشکو وچاودوه؟

خدای جانه!

دا چې ملا حسن ته هم دې موضوع کې ښکېل کړی یې، زر یا ځنډ د خلکو زړونه درنه مړیږي. هغه سړی، چې ستا د رزق او روزۍ د ورکړې باوجود د خپلې شپږ کلنې لور خرڅولو ته اړ وځي، نور به یې درناوی درته له منځه لاړشي.

 هغه نجلۍ، چې ستا د اوامرو په خاطر ښوونځي ته نه شي تلای، خو تر څو نورو میاشتو له تا او پیغمبرانو دې مخ اړوي.

 هغه ښځه هم، چې طالبانو سره ستا د مرستې له کبله بې کاره شوې او فحشا ته مجبوره شوې، زر یا لیرې پر تا کرښه را کاږي.

 هیله کوم، راشه د ځان دفاع وکړه. راشه ووایه، چې طالبانو، القاعدې او بوکو حرام سره تړاو نه لرې. راشه ووایه، چې حکومتولي یو علم دی او د هر کس ناکس کار نه دی.

راشه مداخله وکړه، چې ستا ابرو او د یوه ملت ژوند له خطر سره مخ دی. هیله ده راشې، ادرس مې هلته پورته درته لیکلی.

په درناوي

ستا یو مېن

اروپایي ټولنه: افغانستان سره مرستو ته چمتو یوو

1

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، چې د اروپایي ټولنې استازو د دوی د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي سره لیدلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ ویلي، چې د متقي او اروپایي استازي توماس نیکلسون په مشرۍ په دې لیدنه کې پر بشرپاله مرستو او روغتیایي خدمتونو ډېر بحث شوی دی.

 د سرچینې په حواله، اروپایي لوري ډاډ ورکړی چې دوی به په یادو برخو کې افغانستان سره مرستې کوي.

طالب ویاند د یادو مرستو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر ملا متقي په مشرۍ دا پلاوی تېره پنجشنبه د قطر پلازمېنې دوحې ته لاړ، څو هلته له امریکا او اروپایي ټولنې سره پينځلس ورځيني مذاکرات ترسره او د اختلافاتو په حل وغږیږي.

تراوسه د پيل شویو دغو خبرو په اړه ډېر جزییات نه دي په ډاګه شوي.

طالبان تمه لري، چې په دې مذاکراتو کې به له نړیوالو سره د دوی اړیکې ورغیږي، خو امریکایي او اروپایي لوري بیا د ډېرو نورو هېوادونو په شان د طالبانو په عمل کې بدلون له دوی سره د اړیکو په رغیدو کې مهم شرط ګڼلی.

پرون د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان(ایکو) په غونډه کې د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان یو ځل بیا په افغانستان کې د ژمي له رسیدو سره د سخت بشري بحران د رامنځته کیدو خبرداری ورکړ.

په افغانستان کې د فقر او بشري ناورین له شدت سره هم مهاله، د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

ستانکزي ته د ملي مقاومت جبهې غبرګون؛ کابل ته د خلکو په زور بیرته ورګرځو

4

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت جبهې په نوم د اعلان شوې وسله والې ډلې ویاند د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وروستیو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی.

ښاغلي ستانکزي پرون په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې وینا پر مهال د طالبانو پر بهر ته تللیو سیاسي مخالفینو غږ وکړ،چې کابل ته راوګرځي خو د وزیر کیدو په تمه دې نه وي.

د احمد مسعود ویاند صبغت الله احمدي په یوه مرکه کې د نوموړي په غبرګون کې وویل چې طالبان که د افغانستان د ناورین حل غواړي، زر باید یوه ټول شموله حکومت جوړیدو او د افغانانو ترڅنګ نړۍ سره تعامل ته غاړه کیږدي.

هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې دوی به کابل ته د خلکو په زور بیرته ورګرځي.

د ده په خبره، دوی لومړی سوله غواړي، خو که طالبان سولې ته غاړه کینږدي، دوی به له زور څخه کار واخلي او کابل ته به ستانه شي.

احمدي طالبان وننګول، چې په افغانستان کې دې خپل زور د ټاکنو له لارې وازمایي او معلومه دې کړي، چې څومره خلک دوی غواړي.

د احمد مسعود وینا دغه راز وویل، چې دوی د طالبانو او داعش ترمنځ کوم توپیر نه ویني او تمه لري، چې طالبان د ترهګریزو سیاستونو او عملونو له پای ته رسولو سره افغان لوریو سره ګډ نظام او ښه راتلونکي ته حاضر شي، کنه له دې پرته به نابودۍ سره مخامخ شي.

طالبانو بیا د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ویاندویان په ټوله کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ډلې په غبرګون کې وایي، چې یاد شوی جریان په فزیکي ډول حضور نه لري او یوازې د نوم یادونه یې په مطبوعاتو کې اوري.

خو یاد شوی جریان بیا ادعا لري، چې د پنجشیر او بغلان ترڅنګ د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې وسله وال پلویان لري او د طالبانو خلاف چریکي فعالیتونه کوي.

د تاجیکستان ولسمشر: ژمی به افغانستان ته سخته بشري فاجعه راولي

0

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د ژمي له را رسیدو سره په افغانستان کې د سختې یخنۍ له کبله سخته بشري فاجعه رامنځته شي.

 نوموړي د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د سازمان( ایکو) په غونډه کې چې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې ترسره شوه، وویل: افغانستان د سختې بشري فاجعې په درشل کې دی، د ژمي له پيل سره به دا وضعیت نور هم خراب او د پراخې قحطۍ سبب شي.

 د تاجیکستان ولسمشر غوښتنه وکړه، چې د افغانستان خلک باید د ملګرو ملتونو سازمان د جوړښتونو له لارې له نړیوالو بشري مرستو زر برخمن کړل شي.

 امام علي رحمان یو ځل بیا له دې وضعیت څخه د خلاصون لپاره په افغانستان کې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په ګډون د ټول شموله حکومت جوړیدل اړین وګڼل.

 طالبانو د تاجیکستاني ولسمشر تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر یاد شوی هېواد د ورته دریځونو له کبله د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن کړی او ورته له دې کبله خبرداری ورکړی و.

په افغانستان کې د فقر او بشري ناورین له شدت سره هم مهاله، د طالبانو رییس الوزرا مولوي محمد حسن اخوند ملت ته پر ملي ټلویزون د خپلې لومړۍ غږیزې وینا پر مهال وویل چې د ملت د رزق وعده دوی نه، بلکې خدای تعالی کړې او که څوک د فقر او نیستۍ څخه نالښت وکړي، په الهي عذاب به اخته شي.

څنګه له آنلاین هک، بلکمېل او سایبري ځورونو څخه ځان خوندي کړو؟

0
آغاملوک سهار
که تاسو هر آنلاین هر کار او فعالیت کوئ هغه تاسو پسې ثبت کیږي،هغه که تاسو په ظاهره ډیلیټ هم کړي، لکه د براوزر تاریخچه خو یوه کاپې یې په آنلاین سرورونو کې پاته کېږي، دا کاپې ستاسو له کنټروله وتلې. دا کاپی د تجارتي،نظامي، استخباراتي،… او نورو موخو لپاره کاریږي. دا که تاسو آنلاین یو څه ګوري،سرچ کوي یې،خبرې کوي،… دا پلونه پاتیږي او دیته د پښو ډيجيټلې نښه(Digital footPrint)وایي.
دا چې دا معلومات ولي ساتل کیږي هغه بیله موضوع ده، بل وخت به بحث پرې وکړو. اندیښنه داده چې وخت په تیریدو سره به د پښو ډیجيټلې نښه،فعالتونه او خوندیتوب لوی سر خوږی سې. مثلا تاسو کوم سایټونه ته تللی یاست، تاسو چا سره پیغام کړي، کوم فلمونه او څه وخت مو کتلي، تاسو څه ډول شخص یاست، چا سره اړیکې لري،کومو موضوعاتو سره علاقه لري،… یعنې دوي به تاسو  تر خپل ځان ښه پیژنې. اوس ډیری ټولنیزې رسنۍ او آنلاین پلټپارمونه ستاسو بیومټریک ډیټا هم ځان سره لري او داسې الګوریتونو په وسیله که تاسو په مستعار نوم هم فعالیت ولري ستاسو له فعالتونو او بایومټریک ډیتا په ګټه اخیسته تاسو پیژني چې څوک یاست. او داسې دا کمپنۍ او دولتونه داسې الګوریتمونه کاروی چې د هر چا شخصیت ډیر زر پیژنې. د امریکا د ۲۰۱۶ م کال ټاکنو کې د کامبریج آنلیتکا او فېسبوک تر منځ د ۸۰ میلیونو امریکانو د ډیټا قرارداد هم ددې لپاره سوی وو.
دا الګوریتمونه ډیر دقت لري که تاسو په سونډکلوډ اپلیکیشن کې لس سندرې په لمړی ځل واوری نو ستاسو ۹۰٪ ذوق او علاقه پیداکوي که تاسو په فېسبوک کې سل لایکونه وکړی په اول ځل تر مور او پلار مو ښه پیژنې او که تر ۳۰۰ زیات لایکونه وکړی او پوسټونه ولولی د ژوند تر ملګرې/ملګري مو ښه پیژنې او خوی ، علاقه او د شخصیت ډول مو ورته معلومیږی،همداسې یوټیوب،سنپچټ،پاینټریسټ…
خو که تاسو د مخابراتي شبکو (GSM) له لارې اړیکې هم نیسئ هغه که غږیزه اړیکه ده یا ټکس مسیج کوئ مسیجونه خو د ټول عمر لپاره پاتیږي خو غږیز او ویډیو اړیکې ممکن د لسو شلو کلونو یا کم او یا هم د اوږد محال لپاره د دې شبکو په سرورونو یا نورو ځایونو کې پاتېږي. زما شخصی وړاندیز دادی چې شخصی او محرم بحثونه او مسیجونه په عادې زنګ وهلو او مسیج کولو کې مه کوئ، له سیګنال،وټس اپ،ټلیګرام،وی کې،… او نور پلتفارمونه څخه ګټه واخلئ.
خو حل لار څه ده؟ په ټوله که ووایم آنلاین امنیت (Security) نسته، که دی هم نسبي دی ستاسو په مهارت او په ټکنالوژې پورې تړلي دی. لومړی به تاسو د خپل شخصی حریم پام کوی یعنې هرچاته حد ټاکئ او معلومات په اسانه چاته په لاس مه ورکوئ. دوهم د سوشل انجینرینګ له تخنېکونو سره ځان بلد کړئ. ځینې ټکنالوژۍ به کاروئ او نو ښه داده چې ټول محرمانه او نور شخصي معلومات آنلاین نړۍ ته مه راوړئ، مهم او شخصي مسایل تر ممکنه حده  آنلاین مه بحث کوي، هیڅ پلټپارم خوندې ندی که یې بحث کوی له هرچا سره شیفرونه او رمزونه جوړ کړی داسې فکر وکړئ که بل کس،ډله او یا اداره ستاسو همدا چټ او غږ او ډیټا ترلاسه کړي ایا نن سبا یا بل هر وخت تاته سری درد جوړی شي کنه؟ ددې لپاره چې ستاسو د پښو ډیجيټل نښه پاته نیسې نو ځینې ټکنالوژیو څخه کار واخلئ یا ځینې تخنیکونه لکه ددې مسایلو لپاره یو ناثبت سوی سیم کارټ، مستعار ایمیل،اکوونټ،فزیکي لیږد،د زمرونو او ګډونو کارونه،شخصي یا محرم پلټپارم،وی پی این،متفاوت براوزرونه،بیلابیل اپریټینګ سیسټمونه،پسورډ منجر اپلیکیشنونه،غږ او څیره بدلوونکي فریمونه او اپونه، وخت په وخت ریسټور او ریسټ،دوهم فکټور کوډ فعال کړئ… له داسې ټکنالوژیو او تخنیکونو څخه په ګټه اخیستنه ممکن خپل شخصي حریم (Privacy) او آنلاین معلومات خوندې کړئ. ممکن د پښو ډیجیټل نښه او نورو آنلاین معلومات تاسو ته کلونه یا لسیږې وروسته سري درد جوړ کړي.
که خدای مه کړه ستاسو کورنۍ کوم غړی یا دوست او یا همکار ډیټا لېک سوه، اکوونټونه یې هک سوو، یا چا بلکمیل کړ او هغه عکسونه، ویډیوګانې یا چټ ډیر نامناسب او شخصی وو بیا هم تاسو یې ملاتړ وکړئ، مخنیوی یې وکړئ، د شخصیت د تخریب مخه یې ډب کړئ او د روحی او روانی شکنجې مخنیوی وګړئ ځکه یو خو د هغه شخصی حد او کړنه ده، انټرنیټی اخلاق هم دا وایي او په یوویشتمه پیړۍ او د ټکنالوژۍ په دې دور کې دا هرڅه عادي او زیات پیښیدونکی مسایل دي.
زما شخصي تجربه داده چې په ځلونو چارواکي،د شورا غړي،سلیبریټیان، علمي شخصیتونه،نجونې او عادي خلکو… شخصي معلومات نورو ته په لاس ورغلی یا یې هک کړي، په آنلاین ډول یې ورسره جنسي اړیکه نیولې هغه یې ریکارډ کړي او بیا یې بلکمیل کړي،باج ترې اخلي پیسې غواړي، او کله کله لویې پریکړې هم ددې فشارونه له امله کیږي.

وال ستریټ ژورنال: کابل له داخله پټو ط البانو ونیوه

0

تاند (دوشنبه، د عقرب ۸ مه) وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې پرون (یکشنبه) په یوه راپور کې ویلي چې طالبانو د کابل او نورو ښارونو تر نیولو مخکې په هغو کې پټې شبکې لرلې او د ښارونو په نیولو کې یې مهم رول ولوباوه.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په راپور کې چې (Yaroslav Trofimov) او (Margherita Stancati) لیکلی، راغلي چې د طالبانو پټو کسانو به عموماً ږیرې خرېیلې، کاوبای پتلونونه به یې اغوستل او د لمر عینکې به یې په سترګو وې. دوی کلونه د افغانستان د حکومت په وزارتونو، پوهنتونونو، سوداګري مرکزونو او موسسو کې کار کاوه.

خو کله چې د اګست په میاشت کې امریکايي پوځیان ووتل، دا پټ فعالان په کابل او د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې ښکاره شول؛ خپل ګاونډیان او همکاران یې حیران کړل. خپلې پټې کړې وسلې یې راوایستې او پر ښار د کنټرول لپاره یې له داخله له طالبانو سره مرسته وکړه.

د ورځپاڼې د راپور په دوام کې راغلي، هغه اساسي رول چې دغو کسانو یا دې پټو شبکو لوبولی، له افغانستانه د امریکايي يوځیانو له وتلو درې میاشتې وروسته اوس څرګندېږي.

د طالبانو یو مشر مولوي محمدسلیم سعد، چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې یې په پلازمېنه کابل کې د انتحاري او هدفي بریدونو مسوولیت درلود، وايي چې دوی په هره اداره او موسسه کې ایجنټان لرل. هغو کسانو چې له وړاندې په کابل کې اوسېدل د کابل د نیول کېدو په ورځ د ښار د حساسو او ستراتیژیکو برخو کنټرول په لاس کې واخیست.

مولوي سعد، چې د حقاني شبکې په بدري ځواک پورې اړوند دی، وايي؛ حتي په هغه دفتر کې، چې اوس دی په خپله مشر دی، یعني د کابل د هوايي ډګر د امنیتي قوماندانۍ مرکز، کسان لرل.

د بدري ځواک یو قوماندان محمدرحیم عمري، چې په پټه یې په کابل کې طالبانو ته کار کاوه، په دې ښار کې د موبلایلو کاروبار کاوه. دی وايي چې له ۱۲ تنو نورو سره یې د اګست په ۱۵ مه د ښار په ختیځ کې د افغانستان د ملي امنیت یو دفتر ونیوه، د هغه کارکوونکي یې بې وسلې کړل او پرې یې نه ښودل چې کمپیوټرونه او اسناد له منځه یوسي.

مولوي عمري وايي چې بدري ځواک بېلابېلې دندې پر مخ وړلې، یوه برخه یې وسله وال جنګیالي وو، بلې برخې یې د بسپنې یا چندې ټولولو مسوولیت درلود او یوه برخه په تبلیغاتو بوخته وه.

عمري، چې اوس د کابل د دوولسمې ناحیې د پولیسو قوماندان دی، وايي چې دا درې برخې اوس سره یوځای شوي دي.

بدري ځواک د بدرالدین حقاني له لوري، چې په ۲۰۱۲ کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، تاسیس شوی دی. اوس دا ځواک د نوموړي د ورور سراج الدین حقاني تر قوماندې لاندې دی چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی.

کامران ته، چې نه غواړي تخلص یې څرګند شي، د کابل پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت ورسپارل شوی و.

۳۰ کلن کامران، چې د وردک ولایت اوسېدونکی دی، وايي چې په ۲۰۱۷ کې هغه مهال طالبانو ته جذب شو چې په عربي ژبه کې یې ماستري کوله.

دی ادعا کوي چې په راوروسته کلونو کې یې ۵۰۰ تنه جذب کړل چې اکثره یې محصلان ول.

ده، د دې لپاره چې افشا نه شي یا شک پرې ونه شي، ږیره وهله.

کامران دا هم وايي چې ګڼ ملګري یې ونیول شول خو دی له دې سره سره چې د هغو مشري یې کوله، ونه نیول شو.

اکثره کسان، چې کامران یې پېژانده، همداراز د ده استادان او ټولګیوال اوس خبر شوي چې نوموړی د طالبانو غړی و.

د لوړو زده کړو وزارت ګڼ کارکوونکي او د پوهنتون ټول مامورین چې ما پېژني، په دې حیرانه شول چې ورته څرګنده شوه زه د کابل د څو پوهنتونونو د طالبانو د امنیت مشر یم.»

د وال ستریټ ژورنال پر اساس، طالبانو دې ته ورته شبکې په نورو ښارونو کې هم فعاله وې. د افغانستان په دوهم ستر ښار کندهار کې د پوهنتون استاد احمدولي حقمل وايي، وروسته له دې چې په شرعیاتو کې یې لیسانس واخیست، په ځلونو یې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت پر ضد د وسله والې جګړې اجازه ورکړي.

«زه تیار وم چې کلاشینکوف واخلم ځکه چې هیڅ افغان د خپل هیواد اشغال نه شوای زغملی. خو زموږ مشرانو موږ ته وویل چې دلته مه راځئ، همالته اوسئ، په پوهنتونونو کې کار وکړئ ځکه چې هغه هم زموږ خلک دي، رسنۍ او دنیاوال یې تېرباسي.»

د ورځپاڼې پر اساس، طالبانو وروسته حقمل هند ته ولیږه چې ماستري وکړي. له هند څخه تر راستنېدو وروسته یې په کندهار کې د کسانو جذب او د طالبانو لپاره تبلیغاتو ته ملا وتړله. د کابل له پرزېدو وروسته نوموړی د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویندوی شو.

افغان مدافع وکیله فرشته عباسي وايي، ډېر وخت یې پر یوه سړي چې له دې سره یوځای یې د کابل هوايي ډګر ته نژدې په باران کمپ کې کار کاوه، شک درلود. په دې کمپ کې د امریکا او نورو لوېدیځو هیوادونو له لوري د تمویلېدونکو پروژو دفترونه وو.

اغلې عباسي، چې اوس په لندن کې ده، وايي، د کابل د سقوط په ورځ همدا سړی په تلویزیون کې ښکاره شو، کلاشینکوف یې په لاس کې و. په حقیقت کې هغه د طالبانو قوماندان و. «د ده په لیدو وبوږنېدم.»

حزب اسلامي: د ط د واکمنۍ ملاتړ کوو، خو دوی بايد د نه مشروعیت ستونزه حل کړي

1

تاند:( دوشنبه، د قوس اتمه)‏‏ د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ غړی عبدالکریم امین له طالبانو غواړي، چې د واکمنۍ د مشروعيت موندلو لپاره یې لاس په کار شي.

امین په يوه ټلويزيوني مرکه کې وويل، که طالبان سمدستي د ازادو سراسري ټاکنو له ترسره کولو سره دغه هدف ته کار نه کوي، ښه به وي چې د ولسواليو په کچه سیمه ييزې انتخابي شوراګانې جوړې او د خلکو استازي په پريکړو کې شريک کړي.

دحزب اسلامي حکمتيار دغه لوړپوړي غړي په ورته وخت کې د طالبانو حکومت له دې اړخه ټول شموله وباله، چې په خبره یې اسلامي دی او د ټول ملت ارزشي اراده تمثیلوي.

د هغه په خبره، طالبان باید خپل حکومت په همدغه دلیل ټول شموله یاد کړي او قومي تنوع يې د ټول شموله والي دلیل ونه بولي، ځکه په خبره یې قومي تنوع په دې برخه کې مهمه نه ده.

کریم امين په دې مرکه کې له طالبانو څخه د حزب اسلامي ملاتړ یو ځل بیا په ډاګه او ټینګار وکړ، چې دوی ته د سیاسي فعالیتونو او نظر څرګندولو زمینه برابره کړې ده.

هغه پر مخکيني حکومت او چارواکو یې توندې نیوکې وکړې، د واک په انحصار، د سولې په خنډ جوړولو او پراخ فساد يې تورن کړل.

امین، چې د حزب اسلامي له لوري یې جمهوري نظام سره د سولې خبرو مشري کوله او وروسته د ولسمشر غني سلاکار هم وټاکل شو، د‌ سولې د ياد شوي تړون دليل يې له ۲۰۱۶ کال څخه وروسته د ۹۵ سلنه بهرنيو سرتېرو وتل او په دې وضعيت کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې نا مشروعیت وباله.

هغه په ورته وخت کې طالبان وستايل، چې د ده په وينا امريکا ته يې د معجزوي ماتې له ورکولو سره افغانستان له اشغال څخه خلاص کړ.

دحزب اسلامي دغه مهم غړي په دې مرکه کې د خپلو ګوندیانو د پخواني ادعا برعکس ( چې خپل مشر حکمتیار یې د شورويانو او امریکایانو دواړو پر ضد د دوو جهادونو امير باله) په دې مرکه کې د امریکایانو د ماتولو امتياز طالبانو ته ورکاوه او د هغوی ستاينه يې کوله.

د افغانستان د ملي بیرغ په اړه نوموړي وویل، چې هماغه درې رنګه ملي بیرغ به د تېر اساسي قانون د حکمونو مطابق د لویې جرګې تر جوړېدو او په دې اړه تر بلې پریکړې د افغانستان د ملي بيرغ حیثیت ولري.

دغه سياسي شخصيت ټينګار وکړ، چې د طالبانو سپین بیرغ د حزب اسلامي د ګوندي بیرغ په شان يو تنظیمي بيرغ دی.

کریم امين په افغانستان کې حاکم فقر یوه لویه ننګونه وګڼله او ويې ويل، چې داعش ډله په افغانستان کې ځای نه لري، خو وېره شته چې د فقر له دوام سره به ځينې هېوادونه دې ډلې ته جلب و جذب وکړي او په افغانستان کې د نیابتي جګړو پیلولو ته يې وکاروي.

د ګلبدین حکمتیار دغه نيږدې کس د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلو موجوديت يوازې د کاغذ پر مخ وباله او په دې نوم اعلان شویو جريانونو کې فعال سياسي مشران يې د امريکا مخکيني معاش خواره یاد کړل.

هغه په ورته وخت کې د خپل رهبر او ګوند لپاره د هغو ترلاسه کړو پيسو او لګښتونو د تر لاسه کولو دفاع وکړه او خپل حق يې وباله، چې د امريکا په مرسته له پرځول شوي جمهوري نظام څخه يې لاسته راوړل.