یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Home Blog Page 1536

لبيک / بارکوال مياخېل

0

لبيک الهم لبيک

حاضر يم خدايه! ستا په در کې حاضر

ما وږي تږي ماشومان پرېيښي

ما د وطن د کونډو رنډو حق خوړلى خدايه!

ما په کاله کې رنځوران پرېيښي

لبيک لاشريک لک لبيک

حاضر يم خدايه! ته شريک نه لرې

خو زه لرمه بېخي ډېر شريکان

اول مي ورور، دويم تربور، دريم شريک مي د قام

تاته راتګ مي هم له دوى سره سيالي وګڼه

ان الحمد و نعمت لک و الملک

ستاينه ستا، ټول نعمتونه ستا،

                                   د ټول جهان باچا هم ته يې

ستا دغې تورې کعبې زه هم د ستاينې کړمه

چي کال پر کال ورته راځمه خدايه!

ترې نوى بخت د ډېرو- ډېرو نعمتونو وړمه

بس همدغه باچهي بس ده زما

چي لوږه ووېشم، مرګ ووېشم او نوم و ګټم

ته خو نو خداى يې، لا شريک لک!

شکر تربور نه لرې، سيال نه لرې

زما په رنګ مه شې د کلي د پېغور او خندا

چي زکاتونو ته څنګلوري کليوال نه لرې

لبيک الهم لبيک

حاضر يم خدايه! ستا په در کې حاضر

زما په در کې به حاضر وي اوس د چا يتيمان

زما د کونډې لور،

                    د مړه ورور

                                 که زما د لومړۍ مړې مېرمنې؟

او د سبا د قربانۍ غوښې به

د دوى په وړاندې وېشل کېږي

د ملا، د خان او زما د سيال تربره پر کاله

ځکه چي نوم لرم، پېغور لرم او شرم لرم

تل حاضرېږم د سيالۍ پر ميدان

لبيک لاشريک لک لبيک

حاضر يم دلته هم حاضر يم خدايه!

خو ته شريک نه لرې

زه چي حاضر يمه لرمه بېخي ډېر شريکان.

***

٠٣ اکتوبر ٢٠١٤م کال

کوټه

ایبولا وایروسي ناروغي/ ډاکټر ظهير

1

د ناروغۍ شالید:

د ایبولا وایروسي ناروغۍ لومړی ځل په کال ۱۹۷۶ کې د افریکا وچې د سوډان هېواد په نظاره او د کانګو په یمبوکو سیمو کې تر سترګو شوه. وروسته بیا د کانګو هېواد د ایبولا د سیند پر غاړه کلي کې په وحشي ډول خپره شوه او له همدې ځایه یې نومونه هم وشوه.

د ۲۰۱۴ کال د مارچ په میاشت کې د وایروس تر ټولو پېچلی ډول د افریکا په لوېدیز کې په پراخه کچه خپور شو چې له ډېرو کسانو یې ژوند واخیست.

دا مهال یاده ناروغۍ د افریکا وچې په ډېرو هېوادونو لکه سیرالیون، ګانا، لایبیریا، ناجیریا او سینیګال کې د چټک خپرېدینګ په حال کې ده.

د ایبولا وایرس د Filoviridae په کورنۍ پورې اړوند دی. یاده کورنۍ درې جنسونه لري چېCuevavirus, Marburgvirus, او Ebolavirusنومېږي. په افریکا کې یې د Zaire او Bundibugyo, Sudan, Reston,Taï Forest نوعې خپرې دي په ځانګړې توګه په لوېدیزه افریکا کې سز کال د Zaire ebolavirus خپور شوی دی.

د ایبولا وایروس حاده او سخته ناروغۍ را منځ ته کوي چې که د ناروغ اعراضي درملنه او جدي مراقبت و نه شي؛ کس وژني.

د ناروغۍ د لامل لېږد:

داسې ګمان کې چې د ټېرورپوډي‌ډې ( Pterorpodidae ) د کورنۍ اسمان څکالي یې طبعي کوربانه (مېزبانان) دي. ویروس هغه مهال انسانانو ته ولېږدېد چې هغوی په لندو او ګڼو ځنګلونو کې په وایرسککړو یا مړو ځناورو لکه د شیمپانزې، بیزو، ګاوز، شکوڼ،ګوریلا او اسمان څکالې له وینو، افرازاتو او غړو سره په اړیکی کې شول.

وروسته وایروس له ککړ انسان څخه روغ انسان ته د نېغ تماس لکه وینې، د بدن د افرازاتو، او ککړو وسایلو په مټه خپرو شو.

ډېر کله هغه روغتیايي کارونکي چې د شکمن او یا هم ناروغ کس په درملنه بوخت وي او د ځان ساتنې کلک تدابر نه پلي کوي؛ د ناروغۍ ښکار شي.

کوم کسان چې د ایبولا ناروغۍ وژلي دي؛ د هغوی په جنازو او د تدفین په مراسمو کې برخه اخیستل هم له خطره خالي نه دي.

هغه کسان چې په ایبولا اخته شي؛ تر ډېره وخت یې د په بدن افرازاتو لکه منیو او شیدو کې وایروس پاتېږي. کوم نارینه چې له ناروغۍ څخه روغ شوی وي؛ تر رغېدنګ دوه میاشته وروسته هم کولای شي چې د خپلو منیو په مټه یاد وایروس ولېږدوي.

د ایبولا نښي نښانې:

د ناروغۍ پټهدوره (بدن ته د ناروغۍ د لامل ننوتل او د ناروغۍ د لومړۍ نښانېتر پيله موده) له ۲۱- ۲ ورځو پورې توپیر کوي.

سخته تبه، ستړیا، د غړو خوږ او د سر او ستوني دردونه د ناروغۍ لومړۍ نښې دي چې وروسته خوا ګرځېدنګ، اسهال، پر بدن دانې، د بډوګو او ځیګر د دندو کمی کېدل او په ځینې حالاتو کې بهرنۍ او دنننۍ وینه توېدنه ( په غایطه موادو کې وینه او خړې میتیازې )هم ور سره مله کېږي.

له لابراتورۍ کتنو څخه داسې جوتېږي چې د وینې سپین کرویات او پلاټیلیټونه لیږ شوي او د ځیکر اینزایمونو ډېرښت موندلی.

د ناروغۍ تشخیص:

دا ستونزمنه ده چې ایبولا دي له ملاریا، وچکۍ او د ماغزو د پردو له پاړسوب یا مینینجېټیس څخه په اساني سره توپیر شي. د ناروغۍ د تشخیص لپاره ځانګړي لابراتواري ازمویښتونه لکه ELISA, ACDT, RT-PCR, VICC او نور تر سره کېږي چې دلته یې تشریح ګټوره نه ګڼم.

د ناروغۍ درملنه او واکسین:

د ناروغ د پایښت په موخه دي د هغه د بدن اوبه د خولې یا ورید له لارې پوره کړای شي، د اعراضو درملنه دي تر سره شي، د ناروغ په وینه کې دي د اوکسېجن کچه لوړه وساتل شي او د څنګنو ناروغیو درملنه اړینه ده. تر اوس کوم واکسین او درمل نه شته چې د ایبولا مخه دي پرې ونیول شي.

د ناروغۍ مخنیوی او کابو کول:

د ناروغۍ په کابو کولو کې د مخنیوي په موخه د خلګو ښکېلتیا لومړۍ مټه ده. د ناروغۍ د خپرېدنګ د مخنیوي لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:

لومړی: د ناروغۍ د خپرېدلو پر وخت هر اړخیزه مداخله کول

دویم: د ایبولا د پېښو جدي مدیریت

درېیم: د ناروغۍ د سرچینې پېژندل او څارل

څلورم: غوره لابراتواري خدمات

پنځم: د خلګو خوندي لېږد

شپږم: په مسلکي توګه د مړیو او په وایرس د ککړو توکیو خښول

د پورتنیو ټکیو سربېره د ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی اړین دی. د خوندیتوب ټولې لارې چارې دي تر سره شي. د خطر د کمښت په موخه دي پر لاندي ټکیو ټینګار وشي:

لومړي: له وحشي څارویو او ځناورو سره اړیکی: هغه څاروي چې د ناروغۍ په لامل ککړ دي؛ د هغوي له خامتوکو لکه غوښې، پوسټ، شیدو او نورو څخه دي ګټه نه اخیستل کېږي. د یادو څارویو او ځنارو سره د تماس په صورت کې دي لاس ماغو او محافظتي جامې وکارول شي. د څارویو د محصولات لکه غوښه؛ دي ښه پخه شي.

دویم: له ناروغ سره اړیکی: د ناروغ کس د بدن له افرازاتو سره تماس باید تر سره نه شي. د ناروغ د لېږد پر مهال باید لېږدونکی کس محافظتي جامې پر تن او دستکش پر لاس کړي، په روغتون او کور کې دي د ناروغ تر لیدو وروسته لاسونه په میکروب وژنکو دارو ومینځي.

درېیم: چاپیریال: هغه کس چې ایبولا وژلی؛ په خوندي ډول دي له خپلو وسایلو او هغه څه چې د ده په افرازاتو ککړ دي؛ دي دفن شي. هغه کسان چې له ناروغو کسانو سره یې اړیکه لرله باید له نورو کسانو څخه تر ۲۱ ورځو بېل شي.

ډاکټران، روغتیاپالان او د لابراتوار کارکونکي دي په هر حالت کې ټینګ محافظتي تدابر په پام کې ونیسي.

د ناروغۍ په اړه مهم ټکي:

  • د ایبولا ویروسي ناروغي یا Ebola viral disease (EVD)له ډېره پخوا خلګو پېژنده چې دا یوه وینه بهیونکې تبه ده او ډېری وخت د انسانانو د مړګ لامل کېږي.
  • د ناروغۍ لامل له وحشي ځناورو څخه انسانانو ته لېږدېږي او په انساني ټولنو کې تر خپرېدنګ وروسته له انسان څخه انسان ته د خپرېدلو ځواک لري.
  • پخوا د ناروغۍ د مړینې کچه له ۱۵ تر ۹۰ سلنې پورې وه او اوس یې د مړینې سلنه ۵۰ ده.
  • لومړي ځل د ایبولا وایروس د مرکزي افریکا په هغو لري پرتو ځنګلونو کې چې د اورښت اندازه پکې لوړه ده، وموندل شو. مګر په وروستیو کې د لوېدیزي افریکا په ښارونو او کلیو کې په چټکۍ سره خپور شو.
  • د ناروغۍ په کابو کولو کې د مخنیوي په موخه د خلګو ښکېلتیا لومړۍ مټه ده. د ناروغۍ د خپرېدنګ د مخنیوي لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:

لومړی: د ناروغۍ د خپرېدلو پر وخت هر اړخیزه مداخله کول

دویم: د ایبولا د پېښو جدي مدیریت

درېیم: د ناروغۍ د سرچینې پېژندل او څارل

څلورم: غوره لابراتواري خدمات

پنځم: د خلګو خوندي لېږد

شپږم: په مسلکي توګه د مړیو او په وایرس د ککړو توکیو خښول

  • که د ناروغۍ په لومړیو کې د ناروغ د بدن اوبو ته پام وشي او أعراضي درملنه تر سره شي؛ کېدای شي چې ناروغ روغتیا مونده کا. تر دې مهاله د ناروغۍ مجوزه درمل نشته چې د ایبولا وایرس ختم یا بې اغېزې کړي خو د واکسینونو او درملو پر جوړولو یې کار روان دی.
  • لکه څرنګه چې وړاندې مو یادونه وکړه؛ تر اوسه د ایبولا کوم مجوز واکسین نشته مګر له نېکمرغه دوه ډوله واکسینونه تر څېړنو لاندې دي او هیله ده چې په نیژدې راتلونکي کې به بازار ته وړاندې شي.

بلخ د نړۍ پنځلسم لرغونی ښار

0

تاند- د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان بلخ د نړۍ په ۲۰ تر ټولو پخوانیو ښارونو کې پنځلسم بللی او د لرغونو ښارونو سیلانیان یې د بلخ لیدو ته بللي دي. د دې ورځپاڼې له مخې بلخ تر میلاد ۱۵۰۰ کاله مخکې جوړ شوی دی.

خو ورځپاڼې د فلسطین اریحا، چې جریکو یې هم بولي، د نړۍ تر ټولو پخوانی ښار ګڼلی دی چې تر میلاد ۹ زره کاله پخوا جوړ شوی دی. دوهم د لبنان بیبلوس دی چې تر میلاد ۵ زره کاله وړاندې جوړ شوی. درېم پخوانی ښار د سوریې حلب ښار دی چې تر میلاد۴۳۰۰ کاله پخوا ودان شوی خو اوس په یوویشتمه پېړۍ کې د سخت دریځو له لاسه لوټې لوټې شو. ورپسې د سوریې دمشق دی چې تر میلاد ۴۳۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی خو له نېکه مرغه تراوسه لا سخت دریځي نه دي ورسېدلي. له یو دوو ښارونو پرته چې په یونان او قبرس کې دي، نور ټول پخواني ښارونه په منځني ختیځ کې دي.

بلخ
بلخ
د نړۍ تر ټولو پخوانی ښار اریحا
د نړۍ تر ټولو پخوانی ښار اریحا
د لبنان بیبلوس
د لبنان بیبلوس
د سوریې حلب
د سوریې حلب
دمشق
دمشق

د انژېلیک بېرتن شعر /ژباړن: نجیب منلي

0

د فرانسوۍ شاعرې لویز-انژېلیک بېرتن (۱۸۰۵ – ۱۸۶۳) شعر / د نجیب منلي ژباړه

مرگ او ژوند

که مرګي پسې روان یو، بیا نو ولې پر دې لارو

او دې بوټو ښکلي ښکلي ګلان برېښي

چې په منی پاڼې پاڼې په هوا شي

نو بیا ولې پسې اوښکې ځي له سترګو؟

او که ژوند زموږ هدف وي نو بیا ولې پر دې لارو

شنه واښه له کاڼو ډک دي او ګلان اغزو پوښلي

چې په تلو تلو یې په اوښکو باندې مینځو

او د وینو رنګ پرې شیندو؟

زما په خپله زړه نری دی/ عصمت قانع

5

یارمي پیغور زهیر کړی دی، خو زه لا د پېغور په کیسه کې نه یم. ممکن یار مي د رحمان بابا په څېر صوفي وي او د ژوندانه له ناتمامه کړاوونو سره د استقامت سمبول یوه ونه ګڼي.

لکه ونه مستقیم پر خپل مکان یم

که خزان راباندي راشي که بهار

خو زه نه پوهیږم، چې خدای ولي دغره د کاڼي په څېر سخت زړه راکړی دی،نه د پېغور د درد چیغه زما د حنجرې خواته پریږدي او نه مي د درد ځګروي ته پریږدي . د دنیا پیغورونه ، سپکې سپورې هر څه اورم خو د خوشحال خان په څېر خدای پاک عجیب صبر راکړی

دعالم ډېرې خبرې ،هره خوا خورې لښکرې

زړه مي نه خوځي له ځایه غر خو هسي وي که نه

شهرت ننګیال د غریبۍ پیغور زهیر کړی دی ، خو شکر دی اولادونه یې د لندن هستوګن دی او تور عصمت قانع په کابل کې د کرايي کور په ناورین اوښتی دی نه کرایه لري او نه سرمایه او شپه او ورځ د لغمان په کمبیري کې د سمټو بلاکونه جوړوي او خرڅوي يې . دومره په زیار او کړاو ګټي چې دنغري اور پرې بل کړي .

خلک والیان دي او قانع خیشت مال دی ، خلک بلند منزلونه لري او د قانع په جیب کې د سپږو اتڼونه.

یونس قانوني په پېښور کې وعصمت قانع ته د منشي حیثیت نه درلود ،خو نن د جمهور ریس مرستیال دی او قانع دپښتنو دغم په شتمنۍ کې .
خوکله چې مي له هماغه درګاه څخه نا امیدي راوړه ،نو دمایوسۍ اوښکې مې هم ستا په لمن توی کړې .

ډېر وخت نه کیږي،دهرات هوټل په صوفه باندي همدا ته وې ،چې زما د نا امیدي اوښکې دي پاکې کړې .

ننګیاله !قانع څنګه تاته دغریبۍ پیغور درکوي ؟ کومه غریبي چې د قانع د پنځوس کلن ژوندانه پانګه ده . کومه غریبي، چې زما ننګ یې زما دهویت په رنګ بدل کړي دي او د خوشحال په ژبه یې تعبیر درته وړاندي کوم .

د خوشحال خټک په برخه خو یو ننګ دی

تر نظر پورې یې هیڅ ده د نیا واړه

ننګیاله ! په ننګ قسم درته کوم ،چې په خپل پنځوس کلن ژوند کې مي تر تا نږدې یار نه دی درلودلی. او همدا ته یې، چې له شل کلنۍ بیا تر اوسه ما د خپلو خوښیو ،سندرو،غمونو او بیوسیو د لحظو او شېبو شریک بللی یې .

څو ځله به د خاکیشاه مداري د شوروا له غوړې کاسې را ولاړ شوی یم او تاته به مي ویلي وي ، چې چیرته مېلیمه یم ، خو هیڅکله به مي هم پرهغه دسترخوان بسم الله نه وي کړې ، چې عزت مي په کې نه لیدلو .

د مخي ترکمن پر دوکان به مي وچه ډوډۍ له اوبو سره تر ستوني تېره کړه او تاته به مي وویل ، چې غوړه مېلمستیا مي نوشیجان کړه او تابه راته ویل بچوخانه زه دي پیژنم .

خاکیشا مداري به ستا په وجود کې د نورو فرهنګیانو د څپېدلو لپاره جالونه غوړول او ستا پر اثارو به یې کلدارې مزې داري را ټولولې .

هماغه خاکیشاه د خرڅي پیغور راکړ، دغریبۍ پېغور یې راکړ ، زه خو ستا په خاطر پرهغه درشل درپېښېد م کنه ما به څه کاوه ؟

اوس ته تور لګوې ،چې قانع د غریبۍ پېغور راکړی دی .

زه څنګه تاته د غریبۍ پیغور درکړم ،چې پخپله غریب یم ؟!

داهم د خاکیشاه مداري د ضبط حوالاتو غلط اطلاعات دي چې ستا په زړه کې یې دا ناشوني ناپړیته ور دننه کړه، زه په خپله دغریبۍ په عزاب اخته یم.

زماپه خپله زړه نری دی

ماته په لویه لار کې مه ژاړه مینه

عصمت قانع که جوالي توب کاوه ،نو هم غرور او شرف یې بډای وو، هیڅکله یې هم خپل افغانیت غریب نه دی بللی ،خو ګران ننګیال هر وخت له ژونده شاکي دی . خدای پاک د طالیبانو په وخت کې پراخه روزي موټر او یو خوستی پیر پرې ولوراوه ،خو عصمت قانع د پېښور په نیو رامپوړه ګېټ کې جوالیتوب کاوه شخ بریتونه یې نیولي وو او د پیښوري زیار دا بیت يې سندره کړی وو .

یو د میني په نوم هسکه شمله ګرزي

که په نوره شتمني شي زیار کنګال دی

د ژوندانه ناځوانه څپېړو دومره محبور کړ، چې د کارته پروان د انندلال هندو په تذکره له هندو هویت سره په خریلې ږیره کابل ته د خور جنازې ته ولاړ شي .کله چې دکابل په یکه توت کې زابلي طالب وپیژاند چې پښتون عصمت قانع دهندو افغان په تذکره خریلې ږیره راغلی دی ، نو دکېبولونو استحقاق یې سخاوتمندانه حق شواو بیا قانع هم ویل ،چې حق هو پیره حق هو .

قانع په ډوډۍ پسې منډې وهلې او تاته خدای دومره امکانات درکړو، چې دسترګو په رپ کې د افغانانو د لوږو له شور او پېغور څخه پوپنا شوې، مسکن دي لندن شو .

خو ننګیال صاحب،کله چې له غریب لندن څخه بډای کابل ته راغلې نو په ناروغي دي نه ورور او نه زوی او نه بل قریب دومره مخلصانه اوښکې توی کړې دي ، لکه دتور قانع له سترګو څخه چې وبهېدې.

ماته ستا د وردګو دښوونې او روزنې وزیر دغوښن ډالري پست وړاندیز وکړ او تو قانع د غرور پر نیلي ورته سپور شو او ترې راکوز نه شو .

د قیوم خان کرزي وړاندیز ته هم په هماغه بریتور موقف کې پاتي شو .

کله چې د جلال اباد د دفاع په جګړه کې زما د ذهن هنداره ناببره پربل مخ واوښته نو هم راز مي تاته ووایه او درته مي وویل ،چې د وطن مور به د قیامت په ورځ هغه خلقیان چې جلال اباد یې له عربو ،غجرو او پنجابیانو وساته بچی وګڼي او موږ به عاق کړي

پرتا مي باور وو او ستا لپاره اورته هم ورټوپ وهم ، د ځان او اولاد په فکر کې نه وم.

ستا په خاطر مي هغه دروازه وټکوله ،چې طمعه مي ترې کېدله .

آريانا / دروېش درانى

0

مرګ د سپين غرۀ پر يوه غټه غوندي پرښه ناست دے

اندېښنو وړے دے و خپلي بېوسۍ ته غريب

اوړي را اوړي يې په زړۀ کي دا يوه خبره

چي زۀ په زور او دبدبه کي سکندر هم نۀ شوم

د دې جهان د دې فاني انسان په سر هم نۀ شوم

***

هغه چي کومه ورځ په دغه اراده روان شو

چي له يوۀ سره تر بله دا جهان کړي لاندي

نو يې د توري مخته هيڅوک ټينګېدلاى نۀ شو

خو افغانانو کړ را ټينګ پر خپله خاوره باندي

را اورول يې زحمتونه لکه واوره باندي

***

مګر تر ما دے ننګيالے و خوت په دغه ځاى کي

په څلور کاله کي يې ځان له دې ګردابه و يوست

زۀ خو چي کله لکه دے په يرغل راغلم دلته

نو څلوېښت کاله دا دي تېر شول چي سور اور اوروم

ژور زخمونه پر وګړو لور په لور اوروم

***

دغه زخمونه او اورونه هيڅ اثر نۀ کوي

نۀ دا ولس ماتې مني، نۀ ما وتو ته پرېږدي

راپسي کار د نور جهان مي نايبان چلوي

زۀ کښېوتلے يم ډېر بد، په آريانا کي ګير يم

د دې خروړو افغانانو په دنيا کي ګير يم.

***

د لیونتوب مبارکي / آصف بهاند

0

فرید باراني په دې کم عمر په خپلو شعرونو کې عجب ښکلي، نوي ترکیبونه او تشبیهات جوړوي او کاروي. ما څه موده پخوا د ده په یو شعر باندې، دې یاد داشت اوشعر ته ورته یوه یادونه او یو شعر خپور کړی و. http://tolafghan.com/posts/29619

نن(د۲۰۱۴ کال د سپتمبر۲۴مه) بیا د مخکتاب د بڼ په یوه څنډه کې د ده یو شعر په مخه راغی. په دې شعر کې هم ما ته څو نویو انځورونو او نویوترکیبونه نوې مسکا وکړه. یو څو یې دا دي:

د میږیانو د لښکر حسادت، د سترګو تبسم، د لیونتوب د مبارکۍ غوښتل او …

باراني په دې شعر کې هم توانیدلی دی چې خپل فکر په نوي انداز سره د نویو او زړو تورو اولغاتوپه مرسته د لوستونکومخ کې کیږدي:

(https://www.facebook.com/farid.barani?fref=nf)

د باراني دا شعر مې له دې ترکیبونو سره څو ځلې ولوست، خوند مې ورنه واخیست او ځواب مې یې «د لیونتوب مبارکۍ» باندې ورکړی دی:

د لیونتوب مبارکي

د لیونتوب مبارکي خو ما وختي در کړې

خو تا لوستلې نه ده

په دغه بڼ کې چې اوسیږي

جګ غږیږې

او په لوړ آواز سندرې وايې

په داسې خلکو کې چې غوږ نه لري

په رڼو ګوري، کوم یو شی نه ویني

ته په کمره ولاړ یې چغې وهې

هغوی خود تا

او تا ته ورته کسان

څه لیونیان

څه با څاران ګڼي اوس

زه لا په دې هم ښه ډاریږمه

سودا کومه

د حقیقت په دې ویلو دې څوک

لکه منصور غوندې په دار نه کړي

موږه نا چار نه کړي

او بیا به سر وهو بس.

۲۰۱۴ کال د سپتمبر ۲۴

هیدرسلیف، ډنمارک

ایا غواړې چې واده وکړې؟/ عبدالرحمن ګرین

3

ژباړه: محمد خالد ملکزی

په ژوند کې پرخپل بښونکي او لورونکي خدای تعالی باندی ویسا او باور د انسان دبري تر ټولو ستر راز دی، او هر هغه څوک چې پر خپل خالق تعالی باندې په بشپړې داډمنۍ سره توکل وکړي،نو هغه د بشر د ټولو ستونزو د حلولو ضامن او ورته کافي دی.

که غواړې چې د یوې میرمنې سره واده وکړی،یا هم غواړې چې د یو ځوان سره واده وکړی،نو خپله مطالبه او غوښتنه دی د خپل بښونکي پروردګارڅخه وغواړه،په لوی الله تعالی باندی قسم چې هغه به تا هیڅکله هم نـــه نــاأمیده کوي.

که دې نیت روغ وي نو یوه ريښتیني پاک لمنه مېرمن به دې په برخه شي،او که نیت دی سم وي نو معلومه ده چې د یوښه خاوند څخه به برخمنه شی، او داسې یوه سالمه کورنۍ به دی په برخه شي چې له کبله به ئېی ستاسې عاطفي لوږه به له منځه ولاړه شي.

ما ته دا مهمه نه ده چې لوی څښتن تعالی تاسې دواړه څه ډول یو د بل ته رسوي،او څه ډول یو دبل سره خپل شریک ژوند پیلوۍ،خو لوی الله تعالی حتما ستاسې دا خوبونه ريښتیني کوي،دا ځکه هر کله چې پروردګار د یو کار د سر ته رسولو هوډ وکړي،بیا خپل هوډ تر سره کوي. دا هم مهمه نه ده چې ستا کورنۍ څه ډول دود او کلتور لري،او یا ستا دمېرمنې کورنۍ د کوم ځای څخه ده.

لوی څښتن تعالی خو هره ورځ ستا سره د لیدنې کتنی لپاره یو وخت ټاکلی دی،دشپې په دریمه برخه کې ستا پروردګار دویم آسمان ته راځي،او فرمائي(( هل من مستغفر أستغفر له ))؟

آیا د بښنې غوښتونکۍ څوک شته چې ورته بښنه وکړم؟ آیا څوک توبه ویستونکۍ شته چې توبه ئې قبوله کړم ؟

آیا داسې څوک اړ او محتاج شته چې ګردې اړتیاوې ئې ورته پوره کړم؟

ملک الملوک ( د پادشاهانو پادشاه) د شپې په دریمه برخه کې راځي او ستا څخه پوښتنه کوي چې : آیا داسې څه شته چې ته ئې وغواړی؟

زمونږ او ستاسې د پلرونو زړونه د خو رحمان خدای د ګوتو په منځ ( منګولو کې) پراته دي،ستا بې سارې لورونکی او بښونکې خدای تعالی کولای شي د والدینو په زړه کې ستا د راتلونکې میرمنې مینه او لیوالتیا پیدا کړي، تر منځ به ئې ګرانښت او درنښت زیات شي،خو که د ازدواج نیت دې سپېڅلی وي، دا ددې لپاره چې د واده څخه هدف دا دی چې ته دې له خپلې مېرمنې سره یو ځای شی او دهغې په مرسته جنت ته ولاړ شی، ،نو لوی پروردګار به درته د واده اسباب او لګښتونه برابر کړي.

خوږ پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي دي (( د لوی الله عزوجل رحمت د مور له رحمت څخه چې د خپل اولاد په اړه ئې لري زیات دی )).

هر کله چې ته د مغفرت لپې پورته کوی،نو آیا ته داسې فکر کوی چې ستا پروردګار به ستا دعاوې نه قبلوي ؟

ضرور به ئې لوی خدای درته قبلوي، آیا ته داسې انګېرې چې ستا په سر ارحم الراحمین ذات به ستا ژړا او فریاد نه اوري ؟ ستا زاریو ته به لبیک نه وائي ؟

پاک لمنه مېرمن د لوی خالق تعالی یو بې ساری نعمت دی ،نو که  غواړی چې همداسې یوه میرمن دې د ژوند ملګرې شي چې دهغې په مرسته د جنت خاوندشی،نو لوی پروردګار به هیڅکله هم تا ناأمیده نه کړي، او دا په دنیا کې زمونږ د ټولو ستونزو ځواب دی.

نو راځۍ ! خپل لوی پروردګار ته مخ وروګرځوؤ، دشپې په دریمه برخه کې راپاڅیږو، او خپل غفار او مقتدر خدای ته لاس په دعاء شو، تر څو مو ټولی دنیوي ستونزې هواری کړي.

ګرانو لوستونکو ! په ننیو ځوانانو کې یو رواج ترویج موندلی دی، او زه له دې څخه ویریږ م چې دوي له واده څخه زړه توري نشي،یا هم واده تر سره کړي زر طلاق تر لاسه نکړي.

خپل ځان ته د ناروا اړیکو په اړه هیڅکله هم اجازه ورنکړۍ،ډیري ځوانان زما څنګ ته راځي او راته وائي چې غواړم واده وکړم، خو لومړۍ باید زه انجلۍ وپېژنم، بل لوري ته انجلۍ وائي چې زه باید هلک وپېژنم.

پوښتنه دا ده چې: تاسې څرنګه کولای شۍ یو بل ښه سره وپېژنۍ؟

دوي داسې تصور کوي چې د لاښه پېژندلو لپاره هلک او انجلۍ باید له کوره جوړه بیرون ولاړ شي، یو ځاې سره کیني، قهوه وڅښي….. لکه څرنګه چې په غرب کې دا ډول دود ترویج موندلی دی.

وروڼو او خویندو:

اجازه راکړۍ په دې لړ کې یوه ډېره مهمه خبره ستاسې مخې ته کیږدم، اوڅو فرهنګي او دودیزې مسئلې له تاسې سره شریکې کړم:

تاسې هیڅکله هم خپله راتلونکي میرمن یا خاوند نشۍ پېژندلای، حتی که له کوره سره بیرون ولاړ شۍ بیا هم سره یو بل نشۍ پېژندلای ! او یو د بل د امتزاج څخه په ريښتیني توګه سره نشۍ خبریدلا ی .

ځکه نن مونږ په یوې داسې پیړۍ کې سره ژوند کوو چې ډېر سره متفاوت دی،او هر کله چې تاسې له کوره چېرته بیرون ولاړ شۍ،نو په ډېر ښه او مرتب شکل له کوره بیرون ته ځۍ، قیافه او مظهر مو ښه برابروۍ، پر ځان ښکلي عطر لګوۍ،

بل لوري ته هغه انجلۍ چې غواړی نن له تاسره وګوري، نیم ساعت د هندارې مخې ته ودریږي، خپل ډول اوسینګار کوي، بیا پر دې فکر کوي چې څه ډول له تاسره خبرې اترې وکړي، اود همدې مقصد لپاره یو لړ اسلوب په ذهن کې مجسم کړي، تر څو له مسکا نه په ډکه څېره له تاسره ملاقات وکړي.

هلک هم هندارې ته مخامخ ودریږي، خپل د پیکي ویښتان ګومنځ کړي، ځان ښه صاف ستره کړي…خو دا هر څه شپږ (۶) میاشتې وروسته له منځه ځي.

یواځې هغه څه چې پاتې کیږي ستا شخصیت دی،تاسې تر هغه پورې د یو چا حقیقي بڼه او څېره تر هغې نشۍ پيژندلای تر څو پورې چې په کور کې ورسره لیدنه کتنه ونکړی.

نو په اسلامي طریقې سره مخکې ولاړ شه، د پلار په مرسته دی دهغې کور ته څوک په جرګه ورولیږه.

آیا نن زمونږ ځوانان غواړي د فیس بوک او انټرنټ له لارې یو بل وپېژني ؟

ځوانان فیس بوک ته کیني تر څو یو له بل سره خبرې اترې وکړي، یو بل ته د پيغامونو د لیږد لړۍ پیل کړي، او وائي:

آیا غواړه چې واده وکړی؟

بل لوري ته هغه تن چې د انجلۍ اکاونټ لري وائي: وبښۍ ! زه هلک یم. او هو ! سمه ده.

بیا د بل چا په لټه پسې شي، آیا د واده مینه وال ئي؟

بلی ! راځۍ یو دبل سره خبرې اترې پیل کړو، هو ! زه انجلۍ یم او لا تر اوسه مې میړه نه دی کړی.

ته څه ډول پوه شوی چې زه انجلۍ یم ؟

ستا د پروفایل انځورونو ته ځیر شوم، واقعیت دا دی چې ډېر زړه راښکونکي انځورونه دې پکې را ټول کړيدي، راځۍ خبرې اترې سره پیل کړو…..

دغه ځوانان چې زما څنګ ته راځي، د خرافاتو په دې ګرم بازار کې د ځوانانو او انجونو کیسې را ته کوي، او راته وائي چې زمونږ د انتخاب تګلاره همدا ده، او په دې پلمه او بهانه چې زما نیت او قصد خو روغ دی، په دې چارو بوخت دي.

خوزه په اخلاقي فقر د اخته کسانو څخه یوه پوښتنه لرم : آیا ته دا ټولې هلې ځلې د خپل پروردګار درضایت مندۍ په خاطر تر سره کوی؟

څه تصور او خیال لری، آیا غواړې چې له خپل ځان څخه ځان ته دین جوړ کړی؟ آیا غواړې په دې خبرې سره خپل دغه کار ته دیني صبغه او رنګ ورکړی ؟

دوي په همدې ډول یو له بل سره خبرې اتری پیل کوي، یو دبل پاملرنه د ځان په لوري را اړوي، بیا د یو بل سره لیدنه او کتنه کوي، بیا یو بل ته په مینه سره کتل پیل کوي، تر دې ځایه پوری خو هیڅ ستونزه نشته، لا تر اوسه ئې یو بل نه دی لمس کړی، بیا یو بل ته لاس ورکوي، دغه لمس معاشقې ته لاره هواره کړي ، دمینې سمندر ئې څپانده شي ــ او بالآخره پر بلې بلا واوړي،…..لنډه دا چې یو پر بل عاشق شي.

وروڼو او خویندو !

آیا تاسې د عشق په معنا پوهیږي ؟ عشق څه ته وائي او څه مفهوم لري؟

دا عشق نه دی،بلکې شهوت دی ـ شهوت د ذهن او د زړه تر منځ د بدیو په لوري هغه کشمکش دی چې له غرب څخه ئې په نړۍ کې لمن خوره شویده.

هلک داسې انګیري چې انجلۍ ډیره رومانتیکه ( مینه پاله) ده، دهغه فلم په څیر چې پرون ئې لیدلی ؤ، بل لوري ته هلک هم د خپل ځان په اړه داسې تصور کوي چې هغه رامبو دی،هر کله چې په لاره ځۍ،نو خپل اندام راوپړسوي، انجلۍ هم د هلک په اړه همداسې تصور کوي چې دا هلک خو ډېر رومانتیک دی، ښکلې او مقناطیسي څیره لري، او هر کله چې له ماسره په سمسور بڼ کې د ګلانو او بلبلو په منځ کې قدم وهي، نو زما په لیمو کې هر لوري ته د میني چاپیریال منقوش شي، او د هلک خیال همدا وي چې دا ټول هغه څه چې زه ئې تحمل کوم، او پر ځان ئې زغم کوم،دا د همدې لپاره ترڅو خپل هدف او مطلوبې نتیجې ته ځان ورسوم.

خو که چېرې ريښتینې مسلمان وي او ته د هغه د خور په اړه پوښتنه وکړی، نو حتما به درته ووائي : هر هغه چا چې زما خور ته کاږه وکتل نو غبرګې سترګې به پرې راوباسم.

که وغواړۍ چې له چا سره واده وکړۍ نو په سمه توګه خپل دا کار پرمخ بوځۍ.

نو مخکې له دې چې د انجلۍ په لوري ولاړ شۍ، لومړۍ ئې باید دپلار څنګ ته ولاړ شۍ، چې همدا د ګډ ژوندانه د پیلولو لپاره تر ټولو افضل مسیر او سالم تګلوری دی.

ګرانو خویندو !

اوس غواړم له تاسې سره څو شيبې خبرې وکړم، او هغه دا چې تاسې هیڅکله نارینه نشۍ پیژندلای.

ښه به دا وي چې ستاسې پلار دا کار ترسره کړي، زه ستاسې پلرونه دې کار ته هڅوم تر څو زیرکه واوسي او خپلو لوڼو ته مړونه پیدا کړۍ، صبر مه کوۍ او مه کینۍ تر څو دغه قضیه نوره هم مشکله کړۍ، د واده دروازې بیرته کړۍ. د لوڼو مهریه را کمه کړۍ، او په قرأن او سنت باندې عمل وکړۍ، بیا به هلک د انجلۍ پلار ته راځي او پلار به پرې راضي کیږي.

په همدې توګه به د پلار په خوښه ته د انجلۍ سره هم لیدنه او کنته وکړی او یو پر بل به عاشق شۍ، او که خدای مه کړه په بلې طریقې سره یو پر بل عاشق شۍ، او پلار ئې په ځغرده سره انکار وکړي او وائي : آیا زه به مړ یم چې ته به زما د لور سره واده کوی؟

په دې وخت کې بیا ته څه کوی؟ تاسې خو اوس یو پر بل عاشق شوي یاست ….ستاسې د میني لمر خو په ډوبیدودی، په داسې حال کې چې دواړه یو دبل پیوستون غواړي، هلک به د انجلۍ په اړه خیالونه ویني او انجلۍ به د هلک په اړه په خیالونو کې ډوبه وي…. د خوښۍ خیالي کلاوې به جوړوي او هیڅ به نشي کولای، بلکه د فراق په خنجرونو به ئې ورځ تر بلې ټټر زخمي زخمي کیږي.

دوي به یو د بل خپل ژوند وروستۍ هیلی ګڼي، ژوند دښکلا ترجمه یو د بل سره په یو ځای کیدو کې انځوروي… خو په یاد ولرۍ چې دا هغه څیزونه دي چې شیطان ئې درته وائي… بیا به څه کوی؟

دواړه به یو دبل د فراق او د بیلتون په لمبو کې ژاړي، یا به غواړي چې په ځان وژنه لاس پورې کړي، او یا به یو د بل سره له کوره څخه د فرار لاره خپلوي، ټولنیزې تراژیدۍ به رامنځ ته کړي، په بدمرغیواو ویرونو او اورونو کې به ښکیل شي،

او پایله به ئې دا شي چې د خپل ځان او د خپلې کورنۍ عزت او کرامت به تر پښو لا ندی کړي.

په ازاد افغانستان کي خرڅيدلي

1
(شعر جمال تره کی)
کور په کور کلي په کلي ماليدلې
په آزاد افغانستان کي خرڅيدلی
ته محکومه يې محکومه يې محکومه

انساني له شرعي حقه محرومه
راپورته سه ملالې آزادی واخله
بابکه له ورورکه خپلواکي واخله
دابابک او داورورک به دي نيلام کي
داځواني به دي سپينږري ته په نام کي
چي ټول عمر به په قيد کي تيروې
چا ليکلي داتقدير د پښتني
که هر څوسي خپلواک آزاد

 افغانستان

خوتابه نه مني دلته څوک انسان
هيوادزر کاله لامخ کي چي آزاد وو
ګراني تاته وودوزخ تاته برباد وو
چي ماښومه ولي مور رالويه ولي
په پيري په تورو شپو يې ويرولي
ملابه هم پخپل جومات کي وکړه ناره
تاسي مه رباسی پيغله ګنهګاره
دروازې ته چي ونګوري ګناه ده
له دره راوتل لويه سزاده
ټول عمر دي راتير کی په قلعه کي
يوه ورځ هم ياده نه سوي په دعا کي
نه دي وليدی بهار او نه خزان
ستانه دی دغه ګران افغانستان
يوه دي خونه دخپل ځان ده بل لحد
پښتانه دي ټول په دغه متحد
مسکابه دي نشه کي درست جهان
له اثره به دي ونوځي انسان
داچي ته يي يې تړلی په رواج
دغه ټول دي لکه سپي تاته محتاج
داژيرور ببر سري بريتور
ستا په پيو دي لوی سوی زورور
تاپه وينو رالوی کړي داماران
چي له حقه دي منکر دي افغانان
ځان دآزادي په مفهوم پوه که
ملالي نن په دغه شعور لو که
ته به هم وځانته خپلواکی غواړي
له خپلو پښتنو به آزادي غواړي
ترڅو به دي لا نه منی انسان
خرڅوي به دي کور په کور لکه حيوان

د انل افغان شعر، د فاروق سرور ژباړه

0
د ګلاب روح

دا به د زات دننه څومره امیدونه لري

د ګلاب روح به د ازغو دوزخ کې ژوند تیروي

او د خزان سپیره بادونه به په ځان تیروي

زه د ګلاب په فطرت نه پوهیږم

شاید چې روح یی د کلونو انتظار کړی وي

فقد د دوو ورځو خندا لپاره

خو زه ناقیصه بی شعوره انسان

د خپلو ګوتو خنجرونو باندې

د ګلابونو نه سرونه غوڅ کړم

 

“The Butchers”

A lot of aspirations

Play In the heart of flower

Identify as a rose

Having a spirit

Living in the world of thorns

Hazardous and terrible

Besides such horribleness

Also faces

The dusty winds

Of the pale autumn

I know and classify

The serene nature of rose

Waits for a long

The smile of two days

Only two days

No more extra

But the Butchers are we

Use the daggers

Sharp edges of our fingers

Cut off their heads

Kill them without delay

Translated by Farooq Sarwar