یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Home Blog Page 2

هارون باچا د افغانستان ناورین ته نوې سندره ویلې

0

تاند:( شنبه، د سنبلې ۲۷مه) د پښتو ژبې مشهور هنرمن هارون باچا د افغانستان روان ناورین ته نوې سندرې ویلې ده.

هغه پرخپلې ټویټر پاڼې د دې سندرې د ثبت خبر ورکړی او ویلي، چې د ویډیو جوړیدو چارې یې هم روانې دي.

باچا د دې سندرې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

معلومه نه ده، چې د دې سندرې شاعر څوک دی، خو هغه یې دا یو بیت د سندرې د اعلان په توګه خپور کړی:

نه مري دا مجنون وطن، ولاړ دی غشي اوري پرې

وربه کړي لیلا په ځنکدن کې خوږه خوله ورته

هارون باچا په چیک کې ژوند کوي، خو له افغانستان سره تل مینه ښيي، مختلفو مناسبتونو ته یې هنري ډالۍ وړاندې کوي او په  افغانستان کې له ډېرو اوریدل کیدونکو هنرمندانو څخه دی.

طالبان: د دولتي جوړښت بشپړیدل مو ممکن څو میاشتې وخت ونیسي

1

تاند:(شنبه د سنبلې ۲۷مه) د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین ویلي، چې د دولت د دولتي تشکیلاتو بشپړیدل ښایي څو میاشتې وخت ونیسي.

نوموړي یوې جاپاني رسنۍ ته په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د شاهین په وینا، د اعلان شوي سرپرست حکومت د کابینې غړو ته د لوړې مراسم هم پلان شوي و، خو دا مراسم لغوه او ورته بلل شوي هېوادونه له دې پریکړې خبر کړل شول.

هغه نه دي ویلي، چې د دولتي تشکیلاتو، په خاص ډول د کابینې د نهایي کیدو د ځنډ دلیل څه دی؟

ویل کیږي، چې طالبان په دغو تشکیلاتو کې د ټولو سیاسي او قومي لوریو د شاملولو لپاره تر سختو فشارونو لاندې دي.

پاکستان، چې د طالبانو تر ټولو زیات ملاتړی دی، صدراعظم یې عمران خان پر طالبانو د دوی د حکومت د ټول ګډونه کولو لپاره پرون له تاجیکستان څخه ورته غږ وکړ.

هغه او د شانګهای سازمان نورو غړو هېوادونو له طالبانو وغوښتل، چې په دې اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

له دې سره تمه کیږي،چې تاجیکستان به د افغان تاجیکانو او طالبانو ترمنځ د ټول ګډونه حکومت په اړه د مذاکراتو کوربه توب وکړي.

تاجکستان او پاکستان موافقه وکړه چې د طالبانو او افغان تاجکانو ترمنځ خبرو ته به لار هواروي

1

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۷) د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یې موافقه کړې چې د طالبانو او د افغان تاجکانو ترمنځ به د خبرو اسانتیا برابروي.

د تاجکستان د ولسمشر د مطبوعاتي خدماتو دفتر راپور ورکوي چې علي رحمان خبریالانو ته وویل، پرون (جمعه) د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د ده په کتنه کې ځانګړی تمرکز د افغانستان پر ستونزو و.

تاجک ولسمشر یو وار بیا دې مسلې ته د نړیوالې ټولنې پام ورواړاوه چې د تاجکستان حکومت د ټولو قومي ډلو په ګډون په افغانستان کې د ټولشموله حکومت ملاتړ کوي. تاجکان اونور قومونه باید په ټولشموله حکومت کې خپل مستحق ځای ومومي.

امام علي همداراز وویل چې د پنجشېر ولایت کړکېچ باید د اوربند په اعلانولو، د لارو په پرانیستلو او د دغه ولایت اوسېدونکو ته د بشري مرستو په رسولو حل شي او دا له عمران خان سره د ده د خبرو یوه مهمه موضوع وه.

د تاجکستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي چې د تاجکستان او پاکستان مشرانو په دې سلا وکړه چې دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره به پوره هڅې کوي.

 د پاکستان صدراعظم عمران خان بیا له تاجک ولسمشر سره له خپلو خبرو وروسته پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دواړو په دې موافقه وکړه چې له طالبانو سره به خبرې وکړي چې تاجکان، ازبکان اوهزاره ګان په حکومت کې شامل کړي.

په جلال اباد او کابل کې چاودنو تر ۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

تاند (شنبه، د سنبلې ۲۷) په کابل او جلال اباد کې نن په ۴ چاودنو کې لږترلږه ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په جلال اباد کې د سهار په شاوخوا لس بجې په کابل اډې، څلورمې ناحیې او انګورباغ سیمو کې د طالبانو پر رینجر موټرو چاودنې شوي دي.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې بریدونو کې لږترلږه ۳ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ژوبل دي.

ویل کېږي چې په مرګ ژوبلو کې طالبان او عام خلک شامل دي.

طالبانو د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

بله چاودنه تر غرمې مخکې د کابل د دشت برچې په سیمه کې وشوه چې په نتیجه کې یې ۲ تنه ژوبل شوي دي.

راپورونه وايي چې دا چاودنه په یوه کورولا موټر کې د مقناطیسي بم په نتیجه کې شوې ده.

څرګنده نه ده چې د پېښې قربانیان څوک وو.

د دواړو پېښو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو باور کېږي چې داعش ډله به په دغو بریدونو کې لاس ولري.

د جرمني دفاع وزیره وايي، د جټک عکس العمل ځواک پلان به وړاندیز کړي

0

تاند(شنبه، د سنبلې ۲۷) د جرمني دفاع وزیرې انګریت کرامپ کارینباویر به د اکتوبر تر پایه پورې د اروپايي اتحادیې د چټک عکس العمل ځواک د جوړولو پلان وړاندیز کړي.

دې فرانکفورتر الګمانیې څایتونګ ورځپاڼې ته وویل «د دې معنا به دا نه وي چې موږ باید له امریکایانو بېل شو. داسې حالات کېدای شي رامنځته شي چې د ناټو په منځ کې موږ ځینې نورې ګټې ولرو.»

دې وویل چې د افغانستان وروستیو تحولاتو دا اړ ایسته چې له خپلې دندې پر استعفا غور وکړي خو پرېکړه یې وکړه چې د استعفا پر ځای په راتلونکې کې د داسې یوه وضعیت د مخنیوي لپاره نور کار وکړي.

څرګنده نه ده چې اروپايي اتحادیه دقیقاً اوس ولې د ځانګړي عکس العمل ځواک پر جوړولو غور کوي خو دا پرېکړه یې وروسته له دې وکړه چې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او افغانستان یو وار بیا د طالبانو لاس ته ولوېده.

ډېر اروپايي چارواکي په دې خوابدي دي چې امریکا تر ډېرو پورې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو په اړه له خپلې ادارې د ناټو نور غړي او د افغانستان حکومت نه و خبر کړی او دا مسله سبب شوه چې نه د ناټو نور هیوادونه او نه د افغانستان حکومت د پېښېدونکې سناریو د مخنیوي لپاره تیاري ونیسي.

روان سياسي او اقتصادي رکود ماتول غواړي

0

ليکنه، عبدالوحيد وحيد

اوسنى  مديريتي، اقتصادي، او سياسي بن‌بست مو د سابقه حکمرانانو او طالبانو لخوا د سولي د مخې ډب کولو پايله ده او د سولي د مخنيوي په هڅو کې دواړه اړخونه په يقيني ډول پړه ګڼل کېږي. البته زمونږ د  ازلي او ابدي دښمن، زلمي خلیلزاد د چټلو ارادو موضوع جدا ده. نوموړي د هغو شرکتونو د ګټو لپاره چې پکې اسهام، يا مديريتي ښکېلتیا لري او امریکا ته د وفاداري ښودلو لپاره د افغانستان د ګټو د قربانولو په موخه له طالبانو او د غني تر مشرتابه لاندې حکومت سره داسې شيطاني لوبه وکړه چې افغانستان يې عمداً په توپاني حالت کې څپانده سمندر ته لاهو کړ او مهمه لا دا چې هيڅ ښکيل افغاني اړخ ته هغه وقار او عزت ور په برخه نشو چې هغوى يې تصور  کاوه.

د امریکا لخوا د لوړو ځاني او مالي زیانونه له امله د جګړې  ډګر د پريښودو له پريکړې وروسته، خليلزاد په سيکالوجيکي توګه طالبان دقيقاً وپيژندل چې احساساتي افغانان دي، اکثريت يې ځوانان جوړوي او په جهادي روحيه په ناروا توګه د خپل حکومت د نړيدو د انتقام فکر په سرونو کې لري. غني يې هم درک کړى وو چې نوموړى يو ځان غوښتونکى او د واک مجنون شخص او د داسې فاسدو بى عقيدې او بى کلتوره اشخاصو لخوا په ذهني او جسمي توګه محاصره دى چې معنويت يې نه درلوده.

په هوکړه لیک کې د ځانګړو الفاظو د ځاى په ځاى کولو له لارې طالبانو ته داسې ذهنيت ورکړ چې امریکا غواړي، دغه ډله د راتلونکي حکومت مشرى وکړي. د افغانستان حکومتي اړخ يې په دغه بانه وغولاوه،   چې د کابل حکومت سره په خبرو کې شرکت کول نه غواړي او دا چې خليلزاد يې په مذاکراتو کې د ګټو د خوندیتوب ښه ممثل دى.

اصلاً خبره داوه چې خليلزاد  له چين او روسيې سره د رقابتونو او د چين له اقتصادي پروژو سره د حساسیتونو پربنسټ  غوښتل د افغانانو ترمنځ جګړه  د امریکا د ګټو لپاره تلپاتې وي او د امنیتي ملحوظاتو له امله چين په افغانستان کې د پروژو پيل ته زړه ښه نکړي. د ځينو لوړ پوړو امريکايي چارواکو څرګندونو څخه د امریکا ارادې معلوميږي چې وايي افغانستان د کورنئ جګړې په ډګر د بدليدو په حال کې دى.

که خليلزاد د وجدان  او حتى انسانيت په نوم کوم معيار باندي باور درلوداى، نو اوس باید د تل لپاره له سياست څخه څه چې له ټولې انساني ټولنې څخه باید ګوښه شوى واى، خو پوښتنه داده چې خليلزاد خو پردى اجنټ او د دښمن مامور وو. زموږ دواړو اړخونو ولې د اوسني ناورين د مخنیوي په هکله نه خپل ليدلورى درلوده او نه يې هم زما په شان د سلګونو نورو خلکو مکررو وړاندوینو باندې غوږونه ږرول؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو خو د افغانانو ترمنځ نه يوازي جګړو دوام وموند بلکې شدت هم پکې راغى. بين الافغاني مذاکرات پيل شول خو دواړه خواوې په ذهني توګه د يو بل منلو او د سولې په موخه د واک قرباني ته چمتووالى نه درلوده. طالبانو له دولتي پلاوي ته په ټيټه سترګه کتل او دولتي پلاوى د ارګ لخوا ديکټې کيده. په دولتي پلاوي کې يقيناً په ارزښتونو، ولس او هيواد مينو اشخاصو شتون درلود خو په عين حال کې ډيرى غړي يې داسې افراد وو چې د هيواد په ګټو، د ولس په دردونو او د سولې په اهمیت نه پوهيدل.

ولسمشر غني او د قطر سياسي دفتر چارواکي په ذهني توګه محاصره وو. دواړو خواوو ټوله انرژي او استعداد د يو بل په محوه کولو باندي لګوله. ارګ په بشپړه توګه د نظام د سقوط د فاجعې په تړاو فکر نه کاوه او يا يې هم همدغه غوښتل چې که هغوى په واک کې نه وي نو نظام دې نسکور شي.

طالبان د مختلفو لاملونو پر بنسټ پوهيدل چې برلاسي دي، حکومت نړولاى شي. د نظام چورلټ سقوط ته يې ملاتړلې وه او د بشپړ واک ترلاسه کولو هڅه يې کوله. دا چې طالبان ټول شموله حکومت جوړول، د ملت غوښتنه، د نړيوالې ټولنې لخوا د مرستو ورکولو او په رسمیت پيژندلو لپاره د شرط په توګه ولې نه مني، کيداى شي لاندې لاملونه يې وي؛

لمړى دا چې دغه ډله په نورو افغانانو باندي د باور د نشتون په ويروس اخته دي. هغوى فکر کوي چې د طالبانو له ليکو څخه بهر ټول خلک د امریکا په فکري لومو کې نښتي، په فساد کې ښکيل او د خطرناک رنځ لرونکي دي چې ورسره د ګډ کار کولو له امله به طالبان هم د هغوى په ويروس اخته شي.

دوهم دا چې طالبان نه غواړي له نورو علمي او مسلکي زده کړو کادرونو سره د ګډ کار کولو په نتیجه کې له تحریک څخه بهر افغانان د هغوى په نيمګړتياو، تشو، بى نظميو، ګډوډيو او ژورو اختلافاتو باندي خبر شي. د معلوماتي تکنالوژي په اوسني پرمختللي دور کې هم طالبان د پخوانیو درباري خلکو تقليد کوي او خپلمنځي اختلافات پټوي. په انساني ټولنه کې اختلافات هيڅ ستونځه نه ګڼل کیږي ځکه چې د اختلافاتو د حل لپاره اوس وخت ډير ميکانيزمونه شتون لري.

دريم لامل يې کيداى شي دغه وي چې طالبان اوسنى ترلاسه کړى واک د خپلو شل کلنو  قربانيو محصول ګڼي او نه غواړي دغه ترلاسه کړي امتیازات له هغو خلکو سره شريک کړي چې له هغوى سره يې په شل کلنه جګړه کې برخه نه ده اخیستې.

په هر حال موږ د افغانانو ترمنځ د سولې يوه جامع هوکړه لیک غوښت، خو هغه خوب مو تعبير پيدا نشو کړاى. اوس طالبان که له ملت او نړيوالو سره تقابل کې قرار نلري نو په يوه ناڅرګند حالت او بن بست کې خو يقيناً قرار لري.

که د واک د انحصار لامل هر څه وي خو د هيواد ولس او په خپله د طالبانو خير پکې نشته. طالبانو له سترو قربانيو وروسته ارګ ته د ننوتلو وړتیا وموندله، مګر په اوسنيو شرايطو کې وضعیت داسې معلومیږي چې د طالبانو سرښندنې له سخت ګواښونو سره مخ دي د جګړې ګټلى ډګر يې له لاسه څخه د وتلو په حال کې دى.

د اسلامي امارت د چارواکو دغه بانه د توجیه وړ نه ده چې د افغانستان خلک امنیت ته اړتیا درلوده او امنیت په ښه کيدو دى. لمړى خو امنیتي وضعیت ټکنى دى تلپاتي نه دى. هره شېبه امنیت شديدا خرابيداى شي. مخالفين ځانونه تياروي او نړيوال ورسره مرستې ته را دانګي. موږ پوهېږو چې په افغانستان کې که څوک امکانات، بهرنى ملاتړ او د جګړو لپاره  بانه که غير واقعي هم وي ولري نو د جګړو خلک پيدا کول ستونځه نلري.

زه د اسلامي امارت د چارواکو داخبره د منلو نه ګڼم چې نړيوال ټول ناروا او کفري غوښتنې لري. مسلمان باید د هغوى غوښتنې په هيڅ ډول نه ومني. د نجيب د حکومت له سقوط وروسته يقيناً لويديزوالو د افغانستان د هيرولو له امله ستره بيه ورکړه. دومره ستره بيه چې هغوى يې تصور هم نه وو کړى. اوس يقيناً غواړي چې له اسلامي امارت ښه اړيکې او يا هم اقلاً تعاملات د ځان د خوندیتوب لپاره ولري.

بل اړخ چې اسلامي امارت ورڅخه ښه ګټه پورته کولاى شي. له امریکا سره د چين او روسيې اقتصادي رقابت او د نړيوال مديريت په پوست باندې د امریکا د نه زغملو خبره ده. که اسلامي امارت ښه انډوليزه، منځلارې او په عيني واقعيتونو ولاړه بهرنى تګلاره ترتیب کړاى شي، نو هيڅ ستونځه به نه وي چې له نړئ سره په متقابل احترام ولاړې داسې اړيکې ولري چې په اوږدمهاله کې افغانستان په پرديو مرستو باندي د متکي هيواد پرځاى، نه يوازې په خپلو پښو ودريږي، بلکې له نورو سره مرسته کونکئ هيواد جوړ شي.

څرګنده خبره ده چې دغه کچې ته د رسيدو خوب  د واک په اوسني مطلقاً انحصاري او د نورو افغانانو د نفى کولو په تګلاره کې تعبير نشي پيدا کولاى. د پيغور خبره نه ده بلکې د يوه خواخوږي او د هيواد په مينه کې د يوه سرشار افغان مشوره ده چې د اسلامي امارت چارواکي د خپلو ډيرو زياتو نيمګړتياو له امله په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان د مديريت وړتیا نلري.

له مياشتې څخه زيات وخت تير شو چې  هېواد مو د مشر،  قانون، نظام، مراوداتو، معاملاتو، تعاملاتو او سوداګريزو تحرکاتو په برخه د مطلق رکود په حال کې دى. ولس له بى شميره کړاوونو سره مخ دى او د ملي اړتیاو کچه پورته ځي. که اوسنۍ حاکمه ډله د اسلامي نظام په چوکاټ کې د مثبتو اغيزمنو او سترو بدلونونه په راوړلو کې پاتې راشي، افغانستان په نزدې راتلونکې کې له شديد اقتصادي، مديريتي او ډيره شونې ده چې امنیتي بحران سره هم مخ شي. دا هغه سناريو ده چې طالبان د همدغو بحرانونو د راتلو په پايله کې د جوړيدونکي صورت حال تصور هم ځوروونکى دى.

په درنښت، د ودان او سرلوړي افغانستان په هيله

پاکستاني طالبان: د ریښتني اسلامي حکومت تر جوړېدلو پورې خپل جهاد جاري ساتو

0

تاند (شنبه/د سنبلې ۲۷مه) — پاکستاني طالبانو په خپل تازه بیان کې ویلي چې په پاکستان کې د رښتیني اسلامي حکومت تر جوړېدلو پورې خپل جهاد جاري وساتي.

دغه راز، هغوی په رسمي توګه د پاکستان د حکومت هغه غوښتنه رد کړې چې، له مخې یې حکومت د سولې لپاره د عمومي عفوې اعلان کړی و.

د پاکستان ولسمشرعارف علوي څو ورځې مخکې په یوه اعلان کې ویلي وو چې که طالبان یې په خپلو کړو پښېمان شي، د پاکستان اساسي قانون ته غاړه کېږدي او وسله وسپاري، بخښنه به ورته وشي.

تېره ورځ، په ټولنیزو رسنیو داسې اوازې هم خپرې شوې چې پاکستاني طالبانو له افغان طالبانو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه معلومه نه ده چې آیا افغان طالبان به ورسره مرسته وکړي.

په پاکستان کې د طالبانو خوځښت، له ۲۰۰۱ څخه وروسته چې د پاکستان پوځ او استخباراتو د افغان طالبانو مشران په امریکا خرڅ کړل، د هغوی په ننګه سر راپورته رکړ، خو له ۲۰۰۷ کال څخه وروسته چې د پاکستان پوځ په اسلام اباد کې په لال مسجد او حفصه مدرسه باندې بمباري وکړه او د مدرسې په سلګونو طالبانې یې ووژلې او څه یې بې عفته کړې، لا زور واخیست.

د نړۍ ترټولو لرغونې پېژندل شوې ژبه او ادبيات    

0

پوهنمل یحیا همای  د کابل پوهنتون استاد  

لنډیز (Absract):

په نړۍ کې تر دې دمه تر ټولو لرغونې ژبه چې لیکلي سندونه یې شتون لري، سومري ده او د بشر په تاریخ کې تر ټولو لومړني مستند ادبيات چې تر مونږه رارسيدلي هم د همدغو سومري توکمو اړوندېږي. سومریان له میلاده درې زره کاله وړاندې په بین النهرین (اوسمهالي عراق) کې پراخ مدنیت او واکمن دولتونه رامنځته کړي دي. د یاد مدنیت په ترڅ کې یې ښارونه ودان کړي، د ټولنیز او بشري ژوند لپاره یې اصول او کړنلارې رامنځته کړې دي. دوی د بشریت په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پرمختللی قضايي سېستم رامنځته کړی، چې مجرمان پکې د قانون پر بنسټ محاکمه کیدل او په قانوني سازا رسول کيدل.

سومریانو د بشري تمدن د بنسټګرو په توګه په خپل مهال کې د بشري او ټولنیزې پوهې، نظم او پرمختګ په لار کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. د بېلګې په توګه کولای شوو ووایو، د قانونو او بشري حقونو لومړی بنسټ د دوی له خوا ايښودل شوی دی او د بشري تمدن په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د قانون پر اساس ټولنه ادره کړې ده. د هېواد د ادارې په موخه یې شورايي مجلس جوړ کړی و.

دوی د بيلابېلو علومو او صنایعو لړۍ راپیل کړې چې بیا وروسته یې د نورو انسانانو له خوا په ټولنه کې د بېلابېلو پړاوونو له تېريدنې وروسته په تدریجي توګه بشپړتیا موندلې ده.

سومریانو د فلسفې او مذهب په برخه کې هم بشریت ته خدمتونه کړې دي، چې له دې جملې څخه یې کولای شو، د انسان د پيداکیدنې طرز، په بله نړۍ باور لرل، قیامت، د نوح ع توفان، له جسم څخه د روح بېلیدنه او د انسان په مړینې سره بلې نړۍ ته د هغې تلنه، په خیر او شر روښنايۍ او تیارې د باورونو یادونه وکړو. 

دا د نړۍ تر ټولو لومړنی بشري مدنیت دی، چې مستند لاسوندونه او اثار یې په لاس کې لرو. دا چې د سومریانو د توکم په اړه د اوسمهالو پوهانو نظریې او په دې اړه د څېړنو پايلې څه دي. په لومړيو کې چېرې اوسيدل یا څه مهال له کومې لارې دغې سیمې ته ورلېږدېدلي دي؟ د دوي ژبه، ادبیات، قوانین  باورونه څه وو او د څه ډول  ټولنیزو او سیاسي جوړښتونو لرونکي وو؟ د دغې لنډې څېړنیزې مقالې موضوع جوړوي. 

سريزه  (Introduction)

د ژبو د منشا او پيدایښت په اړه ډول ډول باورونه، نظریات او روایات شتون لري. د نړۍ بېلابېلو پوهانو په دې برخه کې بېلابېل اندونه وړاندې کړي دي. د پوهانو له انده، د لومړنیو انسانانو لفظي ذخیره کمه وه او د خبرو اترو وړتیایې نه درلوده، څو د خپلو اندونو، پېښو او احساساتو جزوي تحلیل وکړي. د پدیدو د ستاینې او د پېښو د تشریح لپاره به یې ډول ډول حرکتونه ترسره کول. په پایله کې بشر ژبو په همدې ډول ورو او په تدریجي ډول وده او پرمختګ کړی او په دوام یې ډېر وروسته ګرامري او د مجردو مفاهیمو بڼې رامنځته شوي وي.

د پوهانو په اند هغه کلېمې چې  لومړنیو انسانانو به کارولې، کیدای شي، د هیجاناتو له امله رامنځته شوې چغې، ګواښونه او خبرداري وي. او کیدای شي له ځینو مادي شیانو له پاره یې له هغو څخه د راوتوونکو غږونو له مخې نومونه هم ټاکلي وي. فکر کېږي په هغو زمانو کې د پدیدو نومونه محدود او لږ وو، ځینې واحدې کلېمې چې واحد اهنګ به یې درلوده، د بېلابېلو مفاهیمو او ماناوو لپاره په کار وړل شوي وي.

 له دغو پوهانو څخه یې یوه ډله په دې اند دي، چې شاید د ځمکې په یوه نا پېژندل شوې سیمه کې بشر خلق شوی وي او په یوه ګډه ژبه یې خبرې کړې وي. د دوی وروسته چې بشر ډېرښت موندلی وي له دوی څخه ځینې توکمونه نورو سیمو ته ګډوال یا کوچيدلي وي. د هوا او چاپېریالي نامناسبو شرایطو په څېر د عواملو په پایله کې یې خپله ژبه ورو ورو بدله کړې او یوه بدله ژبه یې رامنځته کړې وي. فکر کېږي چې ډېری ژبو لیکلي اثار هم له ځانه نه وي پرایښي او له منځه تللې او هېرې شوې وې وي او ځینو ژبو له ډېرو بهیرونو او پړاونو له تېریدو وروسته خپله هستي ساتلې او تر مونږه یې ځان را رسولی وي. 

یو شمېر نور پوهان دې ته نږدې نظر لري او وايي چې بشر د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې خلق شوی ، په بېلابېلو سیمو کې یې ژوند کاوه او له ځانه یې یوه ژبه درلوده او دا د نړۍ د اوسمهالو ژبو اصلي رېښه بولي. 

خو له تاریخي پلوه د داسې یوې ژبې شتون، چې د بشر د لومړنۍ او ګډې ژبې نوم ورکړو، نه تر سترګو کېږي. موږ داسې کوم لاسوند په لاس کې نه لرو، چې پوه شو، د ناتراشلې تيږې د دور انسانانو له یو بل سره خبرې کولای شوې او یا دا چې په کومه ژبه یې خبرې کولې؟

د ناتراشلې تېږې د انسانانو له دوره یوازینی اخځلیک، چې موږ ته راپاتې دی او تر یو څه ځایه  د هغه پېر د انسانانو د احساس څرنګوالي، انګېرنو…د بیان په طرز باندې رڼا اچوي، هغه انځورونه او نقشې دي. دغه انځورونه او نقشې د هغه پېر د انسانانو د اوسیدو له ځایونو او مغارو تر لاسه شوې دي. د دغو  انځورونو او نقشو له مخې ویلای شو، چې دوی له نقاشۍ سره بلدتیا لرله او د یو بل د پوهاوي په موخه یې له حراکتي اشارو څخه کټه پورته کوله. 

له تاریخ وړاندې دورې اړوند  انځورونه او نقاشۍ انسانانو په لومړي ځل د اروپا په اسپانیا کې و موندل  او د آلتامیرا  (Altamira)  په نوم سمڅه کې کښل شوي وو. دا انځورونه د ( مارسلینو  دوسوتواولا-  Marcelino de Sautuola )   نوم تاریخ پوه د ماشومې لور په وسېله، چې له نوموړي سره د یادو سمڅو د لیدنې په موخه تللې وه، هغه ته ورښودل شوي وو. لومړۍ یې د سمڅې په پاسنۍ برخه کې د مېښې (Bison ) یو کښل شوي تصویر او ورپسې یې نور تصویرونه هم وموندل. له څیړنو وروسته یې تر 11 – 19  زرو کلونو پورې لرغونتوب اټکل شوی دی. 

ورپسې د فرانسې د (لاسکو) په نوم سمڅه کې په 1940 ز کال بیا هم د ماشومانو په وسېله انځورونه او نقاشۍ وموندل شوې، چې له څیړنو وروسته په دغه سمڅه کې په ټولیزه توګه د نقاشۍ 600 اثار ثبت شوي دي. د دغو انځوریزو اثارو لرغونتوب هم تر 17000 کلونو پورې اټکل شوی دی. 

همدا ډول د فرانسې له ( شوه ) نومي سمڅې څخه داسې انځوریز یا نقاشي اثار تر لاسه شوي، چې لرغونتوب یې له میلاد څخه 32000-30000  کاله وړاندې اټکل شوی دی. 

له تاریخ وړاندې دورې د انځوریزو اثارو وروستی خبر، چې د تېر ز کال په دسامبر کې خپور شو، د اندونېزیا په (سولاوسي) نومي ټاپو کې له یوې سمڅې څخه ترلاسه شوي نقاشي اثار دي، چې د پورته یادو شوو اثارو  رېکارډ یې مات کړ. د لرغونپېژندونکو له خوا د دغو نقاشیو او انځورونو لرغونتوب 44000 کاله ښودلی شوی دی.

د پورته مواردو له یادونې ورسته کولای شو ووایو، چې د انځوریزو مفاهیمو د وخت په تېريدو سره پراختیا او بشپړتیا موندلې او ددغې لړۍ په پایله کې انځوریز لیک رامنځته شوی دی. تر ټولو لومړنۍ انځوریز لیک هم د لرغونو سومریانو اړوندېږي، چې بیا وروسته یې د میخي لیک بڼه غوره کړې ده.  سومري ژبه د لیکنیز سیستم او ګرامر لرونکي لومړنۍ ژبه ده، چې په سلګونو زره لاسي کښل شوې لوحې په کې شتون لري او په وسېله یې خپل معلومات او اسناد تر مونږه رارسولي دي. اوسمهال یاده ژبه د بشر په تاريخ کې د نړۍ تر ټولو لرغونې لومړنۍ پېژندل شوې ژبه بلل کېږي.   

کلیدي ټکي (Keywords):

سومریان، د نړۍ تر ټولو لرغونې لومړنۍ پېژندل شوې ژبه او ادبيات، لومړنی بشري مدنیت ، د ژبو منشا او پيدایښت ، لومړنۍ انځوریز لیک، بشري مدني لاسته راوړنې، سومري ګروهه عقیده، اسیايي اقوام( اورال- التايي) ازاربایجان ، بین النهرین یا اوسمهالي عراق، ټولنیز او سیاسي جوړښت، کښلې لوحې. لومړني نامتو داستانونه، حماسي ، سرودونه، مرثيې، تاریخي اسناد، رسالې، احکام ( اخلاقي  اصول اوکړنلارې) اوضرب المثلونه…

 د څیړنې شالید (Research background):  

په افغانستان کې دننه په پښتو او دري ژبو کې په ټولیزه توګه د عمومي او پرتلیزې تاریخي ژبپوهنې په برخه کې کار ډېر محدود او د نورو هېوادونو او ژبو په پرتله پکې په نشت حسابېږي. په ځانګړې توګه د یادې موضوع په اړه په هېواد دننه په دري او پښتو ژبو کې منظم علمي او څېړنیز اثار او توکي شتون نه لري. که څه وي هم ډېری یې د اریايي ژبو او توکمونو تر بريده محدودېږي.

د څیړنې میتود (Research method): 

د څېړنې میتود کتابتوني دی. د نړۍ د ژبپوهانو او په ځانګړي توګه د انګلیسي ژبې هغه نوي او باوري اثار د منظمو سرچینو او اصلي ماخذونو په توګه کارول شوي، چې له نوموړې موضوع سره په نېغه توګه اړیکې لري. نور اړوند علمي توکي هم په څېرمه توګه تر مطالعې لاندې نیول شوي دي. علمي توکي او اثار په کتابتونونو سربېره ډېری د انټرنېټ له لارې د نړۍ له سترو پوهنتونونو، اکاډمیکو مرکزونو، وېبپاڼو او خپرونو څخه تر لاسه او راغونډ شوي دي.

سومريان څوک وو؟

سومریانو له میلاد څخه کابو ۷۵۰۰-۶۰۰۰ کاله د مخه له خپلو نورو نږدې قومونو( هوریانو، ایلامیانو، قوتتیانو، اراتتایانو، مادیانو) سره یو ځای له منځنۍ اسیا څخه کوچیدلي دي. لومړی په ازربایجان او ایران کې میشته شوي او بیا په بین النهرین یا اوسمهالي عراق کې میشته شوي او روڼ بشري تمند یې رامنځته کړی دی. سومري تمدن د ازربایجان د لرغونو تمدنونو( قوتتي، هوري، ارتتا، ماننا، لورارتو، ماد) سره نږدې اړیکې لري او خپله هم د ازربایجان لرغونی تمدن ګڼل کېږي. اوسمهالې ډېری پوهان وايي چې سومریان له اسیايي اقوامو( اورال- التايي) څخه دي او د دوی ژبه چې سومري نومېږي، په یاده سیمه کې غوړېدلې وه. د سومري په نامتو حماسې داستان ګل ګامش،  کې چې د بشر تر ټولو لرغونی داستان بلل کېږي، د ازبایجان د ډېری سیمو یادونه شوې ده. د نوموړي داستان اتل د سومر د اوروک ښار پاچا او خدای دی، چې د تلياتې او ابدي ژوند کولو د راز د موندو په موخه د ” اوتنا بيشديم”  په نوم ځای ته، چې د خزر سمندر په منځ کې موقیعت لري، اوږد او له خطره ډک سفر پیلوي او دغه سفر له اذربایجان څخه پیلېږي. 

په ازبایجان کې اوس هم په سلګونو داسې تپې شتون لري، چې په زرګونو کاله وړاندې تاریخ لري. اوسمهال په نوموړي هېواد کې د یادو تاریخي تپو په ناقنونه توګه رایستنه، قاچاق او خرڅلاو دوام لري. که دغه تپې په علمي توګه راوسپاړل شي او پر اړوندو توکو یې څېړنې ترسره شي، دا موضوع به په بشپړه توګه جوته او د نوموړې سیمې د تمدني تاريخ په لا روښانه کولو کې مرسته کولای شي. 

خو ورسره دا یادونه هم اړینه ده، چې یو شمېر عربي او یهودي څېړونکي په ډېرو کمزورو دلایلو سره وايي چې لرغوني سومریان له اذربایحان نه، بلکې له سامي نژادو توکمونو څخه دي او نوموړې سیمې ته په کوچیدو سره یې یاد تمدن رامنځته کړی دی. خو بې پلوي پوهان دغه ادعاوې له علمي باوره لرې، بې لارې کونکي او تعصبي نظریات بولي. 

د سومریانو تمدن د اوروک په دوره ( له میلاد وړاندې څلورمه زریزه) کې بڼه خپله کړې او د حمدت نصر او د لومړي دودمان تر دورې یې دوام موندلی دی. د دې واکمنو لړۍ ته په ۲۲۷۰ مخزېږدېز کال د اکادي امپراتورۍ د سامي ژبو پاچاهانو له خوا  پای ورکړل شو، خو د هغوی ژبه د یوې سپېڅلې ژبې په توګه ژوندۍ وه(107:3) .

سومري ژبه او ادبیات:

سومري د سومریانو اړونده لرغونې ژبه ده چې له جلا او ځانته ژبې په ډله کې راځي. تر اوسه یې له کومې ژبې سره اړیکه نه ده تثبیت شوې، خو پوهان یې د ژبو د جوړښتي نظامونو له پلوه یوه  پيوندي ژبه بولي. دا د ژبو په تاریخ کې لومړنۍ پېژندل شوې ژبه ده، چې د لیکني سېستم او پوښیز( ګرامري) جوړښت لرونکې ده او له خپله ځانه یې لیکلي او مستند اسناد پر اېښي دي. د یادې ژبې لیکدود په لومړیو کې انځوریز ډوله وه او وروسته یې د میخي لیک بڼه غوره کړې ده. په نوموړي ژبه کې د لومړي ځل لپاره ليکني ادبیات رامنځته شوي او تر مونږه رارسېدلي دي. 

د سومریانو تر ټولو هنرونو لوړه لاسته راوړنه ادبیات دي. څېړونکو سومري ادبیات په اتو برخو سره جلا کړي دي:

استورې، حماسي داستانونه، سرودونه، مرثيې، تاریخي اسناد، رسالې، احکام ( اخلاقي  اصول اوکړنلارې) اوضرب المثلونه.

 له سومري اسطورو څخه یې درې د نورو  ژبو له داستانونو سره ورته والی لري. چې له هغو څخه یې یو هغه داستان دی، چې پکې ادمیان له ګل څخه پیدا شوي او د دیلمون  په نوم ځای کې اوسېږي. دویم د نوح ع توفان او درېیم هم د ایوب ع د صبر داستان دی، چې په دغو اسطورو کې شتون لري. 

د سومري شاهیو د درېیمې لړۍ د بنسټ ايښودونکي اورناما د زوی شولګي Shulgi د پاچاهۍ پر مهال چې له هنر، شعر او موسیقۍ سره یې زیاته لېوالتیا لرله، په سومري ژبه کې ژبنیو ادبیاتو د پام وړ پراختیا موندلې او له هغو ۸۰۰ زرو په شاوخوا کې لوحې چې تر اوسه موندل شوي، ډېری یې د شولګي د ۵۰ کلنې دورې اړوندېږي. په یاده دوره کې د سومري ژبې لیکنۍ پانګې پراختیا ومونده. د نیپور او اور په ښارونو کې ډېر شمېر ښوونځایونو شتون درلود، چې ډېری یادې لوحې پکې کښل شوې دي (122:5).

پوهانو دسومري ژبې تاریخ په څلور برخو وېشلی دی:

لرغوې سومري: د سومري لرغونې دوره له میلاد څخه ۳۱۰۰ کاله وړاندې راپيل او تر  ۲۰۰۰ مخزېږدېزو کلونو پورې موده تر پوښښ لاندې لري. دا هغه لرغوني تر لاسه شوي متون دي، چې له لومړیو پړاوونو یې په ځای پاتې دي. په دغو متونو کې د هغه مهال اړوند سوداګریز او اداري سندونه او د تمرین په توګه زده کړنۍ لیکنې شاملېږي. 

زړه یا کلاسیکه سومري: زړه یا کلاسیکه دور له ۲۵۰۰ تر ۲۳۰۰ مخزېږديز کلونو پورې مهال ته پوښښ وکوي. دغه متون د لاګاش د لومړیو حاکمانو اړوندېږي، چې په هغو کې هم سوداګریز، حقوقي، اداري متون، شخصي او شاهي کتیبې، شخصي او رسمي لیکونه او مذهبي توکي شامل دي. 

نوې سومري: له ۲۳۰۰ مخزېږديزو کلونو وروسته د سامي اکدي حکمرانیو دوره د بابل پر سیاست واکمنه کېږي او د سومري ژبې د کمزورتیا لامل کېږي. په دغه دوره کې په اکدي امپراتورۍ کې له اکدي ژبه څخه په پراخه کچه ګټه پورته کېده، په داسې حال کې چې له سومري ژبې د سومر په یوه وړه سیمه کې د کارونې محدودې زمینې لرلې. دا مهال د اور په درېیمه دوره کې سومري ژبه له یوې لنډمهالې بیا پیاوړتیا سره مله شوه. د دغې دورې اړوندې سومري ته نوي سومري ویل کېږي او تر ۲۰۰۰ مخزېږدېزو کلونو پورې یې دوام موندلی دی. 

وروستۍ سومري: د لارسا، ایسین او بابل دورې حکمرانیو لړۍ چې د بابل د زړې دورې په نوم هم پېژندل کېږي، بابل په سیاسي پلازمېنه او د سیمې په تر ټولو مهم ښار بدل کړ. په دې دوره کې سومریانو خپل سیاسي هویت او خپله د ویلو ژبه له لاسه ورکړي وو. خو د یوې لیکنې ژبې په توګه یې په میخي لیکنو کې ژوند ته دوام ورکړ. د دې دورې سومري ته پسا سومري ویل کېږي. د پسا سومري په لومړۍ دوره کې یاده ژبه په حقوقي او اداري متونو او همدا ډول په سلطنتي کتیبو کې کارېدلې ده (134:1).

د سومریانو ټولنیز او سیاسي جوړښت:

سومریانو په لومړي ځل د بین النهرین (اوسمالي عراق) په سوېل کې ښاري تمن رامنځته کړی دی. د دوی اقتصاد تر ډېره پر کرنې ولاړ وو  او یوشمېر خلک یې د مالدارۍ او شپانۍ په چارو بوخت وو.  د دې تر څنګ یې د صنعت د پراختیا  په هڅه کې وو او د صنعتي پراختیا په ترځ کې یې وکولای شول، چې له میلاد وړاندې په درېیمه زريزه کې سومر د ۱۳ ښارونو لرونکی کړي. دا ښارونه په ډېرو کلو پوښل شوي وو. د پوهانو د اټکلونو له مخې په هر یو ښار کې له 10000-  50000پورې کسانو ژوند کاوه. سومریانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د ادارې په موخه شورايي مجلس جوړ کړی و. یاد مجلس د دوو تالارونو لرونکي و، چې یو یې د مشرانو او سپینګیرو او دوېیم یې د ځوانانو لپاره ځانګړی شوی و. دوی د خپل جوړ کړي قضايي سېستم په رڼا کې د محکمې د قانون پر اساس مجرمینو ته سازه اوروله. د محکمې په هره جلسه کې څلورو قضیانو همهاله ګډون کاوه. تاریخ پوهان وايي چې د سومریانو له خوا د سومر پر سیمه د پاچاهیو درې لړۍ تېرې شوې دي.  د سومریانو لومړی دولت په 3000 مخزېږدېز کال د ” کيش” حاکم “ایتانا- etana ” له خوا رامنځته شوی دی. په سومري لوحو کې د دغه پاچا یادونه شوې، چې خلکو ته یې ارامي او نیکمرغي راوړې ده. د سومرحکومت وروسته د اوروک د ښار د حاکمانو په لاس کې لوېږي، چې نامتو پاچاهان یې ینمرکار، لوګلبوندا، ګل قامیش، دوموزي ښودل شوي دي. په یاده دوره کې شاعرانو او لیکوالانو حماسه ویلو ته مخه کړې وه او د سومري ادبياتو نامتو داستان ګل قامیش هم د دغې دورې اړوند بلل کېږي. بیا وروسته د پاچاهیو دغه لړۍ د اور او لاګاښ ښارونو حاکمانو ته رسېږي. ورپسې په 2350 مخزېږديز کال د اکد د ښار سامي نژادی حاکم (سرګون) پر سومر واکمني کوي او ورسره اکدي ژبه هم په یاده سیمه کې د سومري تر څنګ رسمي حالت غوره کوي. په اور کې د سومري پاچاهیو دوېیمه لړۍ د قوتتیانو په مرستې او همکارۍ د اور د ښار د حاکم ګوېډا Gudea له خوا رامنځته کېږي. د وروستۍ یا درېیمې لړۍ بنسټ یې د سومري نژادي ارو ناما Ur-Namma  نومي کس له خوا په 2050 مخزېږدېز کال ایښودل شوی دی، چې د سومریانو په سیاسي تاریخ کې یو ډېر رفورمېست پاچا بلل شوی دی او د بشر په تاريخ کې یې د لومړي ځل لپاره په لیکلې بڼه د قوانینو  ټولګه رامنځته کړې ده(119:3) . 

سومري ګروهه (عقیده)

لرغونپېژندونکي په دې باور دي، چې سومریان د پګانه دین پیروان وو. دوی د خپلې ګروهې له مخې د ډېری خدایانو پر شتون باوري وو. د دوی هر شهر د یوه ځانګړي خدای لرونکی و او پاچا هم پکې د ښار له خدای سره له دیني پلوه د درناوي وړ مقام درلود. د سومریانو له نظره خدایان هم لکه د انسانانو په څېر د شوهت، کلکزړي توب، عشق، نفرت او نورو ستاینو لرونکي وو. د دوی په باور هغوی هم لکه د شاهانو په څېر خوښ او ارام ژوند درلوده او په همدې لامل یې عبادتځایونه په ښکلو او لوړبیه ډبرو او ښکلو شیانو سره ښکلي کول. 

همدا ډول دوی د (دیلمون) په نوم په یوه پاکه ځمکه باوري وو، چې د روښنايۍ، پاکۍ او سلامتۍ لرونکې وه. دوی باور درلود چې د هغې په منځ کې یو سپېڅلی باغ دی او په منځ کې یې خدایان ژوند کوي. هغه نامتو خدایان چې سومریانو پرې باور درلود، دا دي:

انو (Anu): د جنت څښتن او اصلي خدای
انلیل (Enlil): د هوا خدای
انکي (Enki): د پوهې خدای
ارشکیګال (Ereshkigal): د مړو خدای
اینانا (Inanna): د پېښو او بریدونو خدای
نامو (Nammu) – ننهورساج (Ninhursag) – نانا (Nanna): د میاشتې خدایان
اوتا (Utu): د لمر خدای

سومري پاچاهان هم د دین مشران او لارښونکي وو او خپل ځانونه یې د خدای له لوري د ښار ګمارل شوي مشران بلل او خپلې شتمنۍ به یې د ښار د خدای د معبدونو او عبادتځایونو په جوړنې په لګښت رسولې. پاچاهانو به هڅه کوله چې لوی او ښکلي عبادتځایونه ورغوي. 

یاد خدایان یې د پاکو او نجیبو روحونو لرونکې الهې بللې او د درملنې او اړتیاوو پر مهال یې له هغو غوښتنې کولې او په دې باور وو، چې په دې توګه له خبیثې اروا څخه خوندي او روغتیا مومي. لکه له سومریانو څخه د راوروسته دورو د زردشتیزم  په څېر د خیر او شر په دوو متضادو ځواکونو ګروهمن وو(117:3) .

د سومریانو مدني لاسته راوړنې: 

ډېری پوهان او څېړونکي په دې اند دي، چې تر موږه رارسېدلې ننۍ تمدني لړۍ ، له لرغوني سومرڅخه راپيل شوې ده. د لرغوني سومر تمدن د بشري تاریخ په لړ کې تر ټولو هغه لرغونی پيژندل شوی تمدن دی، چې استنادي توکي او معلومات یې تر مونږه رارسیدلي دي.

سومریانو د بشري تمدن د بنسټګرو په توګه بشریت ته ډېری خدمتونه کړي او په خپل مهال کې یې د بشري او ټولنیزې پوهې، نظم او پرمختګ په لار کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. د بېلګې په توګه کولای شوو ووایو، د قانونو او بشري حقونو لومړی بنسټ د دوی له خوا ايښودل شوی دی او د بشري تمدن په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د قانون پر اساس ټولنه ادره کړې ده. سومریانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د ادارې په موخه شورايي مجلس جوړ کړی و، چې له دوو تالارونو جوړ شوی و، یو یې مشرانو او سپینګیرو او دوېیم ځای د ځوانانو اړوندېده .

همداراز یې د بيلابېلو علومو او صنایعو لړۍ راپیل کړې چې بیا وروسته یې د نورو انسانانو له خوا په ټولنه کې د بېلابېلو پړاوونو له تېريدنې وروسته په تدریجي توګه بشپړتیا موندلې ده.

.سومریانو د فلسفې او مذهب په برخه کې هم بشریت ته خدمتونه کړې دي، چې له دې جملې څخه یې کولای شو، د انسان د پيداکیدنې طرز، په بله نړۍ باور لرل، قیامت، د نوح ع توفان، له جسم څخه د روح بېلیدنه او د انسان په مړینې سره بلې نړۍ ته د هغې تلنه، په خیر او شر روښنايۍ او تیارې د باورونو یادونه وکړو. 

دا ډول د لیک رامنځته کیدنه یا احتراع ( لومړی هیرو ګلیف او وروسته میخي لیک) د سومریانو یوه بله ستره لاسته راوړنه ده، چې د بشري ټولنې د پوهې او پرمختګ په برخه کې یې مهم رول لرلی دی. د همدې میخي لیک د کارونې لړۍ تر ۳۵۰۰ کلونو پورې غزېدلې او په وروستو کې په ایلامي، اکدي او پارسي ژبو ډبرلیکونه هم په همدغه میخي لیک سره کښل شوي دي (107:3). 

موندنې (Findings): 

  • سومریانو له میلاد څخه کابو ۷۵۰۰-۶۰۰۰ کاله د مخه له خپلو نورو نږدې قومونو( هوریانو، ایلامیانو، قوتتیانو، اراتتایانو، مادیانو) سره یو ځای له منځنۍ اسیا څخه کوچیدلي دي. لومړی په ازربایجان او ایران کې میشته شوي او بیا په بین النهرین یا اوسمهالي عراق کې میشته شوي او روڼ بشري تمند یې رامنځته کړی دی.
    • ټولې هغه نظریې ناسمې دي، چې وايي سومریان سامي نژادي دي او یا هم د هغوی تمدن سامي تمدن نوموي.
  • د سومري په نامتو حماسې داستان ګل قامېش کې چې د بشر تر ټولو لرغونی داستان بلل کېږي، د منځنۍ اسیا ، خزر او ازبایجان د ډېری سیمو یادونه شوې ده.
  • سومریانو هم په خپلو کتیبو کې ځانته ” کارا کل” ( قارا قل ) یانې تورسري ویل، نه سومریان او په روښاته توګه یادونه کوي سومر ته له شمال او شمال خیځو غروو له لارې رالېږدېدلي دي. 
  • د لیک رامنځته کیدنه یا احتراع ( لومړی هیرو ګلیف او وروسته میخي لیک) د سومریانو یوه بله ستره لاسته راوړنه ده، چې د بشري ټولنې د پوهې او پرمختګ په برخه کې یې مهم رول لرلی دی.
  • تراوسه د سومري ژبې په سلګونو زره متني ټوټې چې پر لاسي لوحو او نورو توکو کښل شوې دي، ترلاسه شوې دي. 
  • د سومري شاهیو د درېیمې لړۍ د بنسټ ايښودونکي اورناما د زوی شولګي Shulgi د پاچاهۍ  پر مهال چې له هنر، شعر او موسیقۍ سره یې زیاته لېوالتیا لرله  په سومري ژبه کې ژبنیو ادبیاتو د پام وړ پراختیا موندلې ده.

پایله (Result):

د سومریانو په اړه د پورته یادونو وروسته دې پایلې ته رسېږو، چې سومریان سامي نژادي نه بلکې د منځنۍ اسیا د هغو نا سامي اقوامو څخه دي، چې له منځنۍ اسیا، خزر، ترکیې اذربایجان ته او له هغه ځایه بین النهرین(اوسمهالي عراق) ته تللي او د بشر په تاریخ کې یې لومړنۍ تمدن رامنځته کړی دی. سومریانو د بشري تمدن د بنسټګرو په توګه بشریت ته ډېری خدمتونه کړي او په خپل مهال کې یې د بشري او ټولنیزې پوهې، نظم او پرمختګ په لار کې سترې لاسته راوړنې لرلې دي. د قانونو او بشري حقونو لومړی بنسټ د دوی له خوا ايښودل شوی دی او د بشري تمدن په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د قانون پر اساس ټولنه ادره کړې ده. سومریانو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د ادارې په موخه شورايي مجلس جوړ کړی و او د بيلابېلو علومو او صنایعو لړۍ یې راپیل کړې چې بیا وروسته یې د نورو انسانانو له خوا په ټولنه کې د بېلابېلو پړاوونو له تېريدنې وروسته په تدریجي توګه بشپړتیا موندلې ده.

دا چې د تحلیل اصلي او مرکزي موضوع سومري ژبه او ادبيات دي، نو پایله داسې رالنډوو، چې سومري د سومریانو اړونده لرغونې ژبه ده او د جلا او ځانته ژبو په ډله کې راځي. تر اوسه یې له کومې ژبې سره اړیکه نه ده تثبیت شوې، خو پوهان یې د ژبو د جوړښتي نظامونو له پلوه یوه  پيوندي ژبه بولي. دا د ژبو په تاریخ کې لومړنۍ پېژندل شوې ژبه ده، چې د لیکني سېستم او پوښیز( ګرامري) جوړښت لرونکې ده او له خپله ځانه یې لیکلي او مستند اسناد پر اېښي دي. د یادې ژبې لیکدود په لومړیو کې انځوریز ډوله وه او وروسته یې د میخي لیک بڼه غوره کړې ده. په نوموړي ژبه کې د لومړي ځل لپاره ليکني ادبیات رامنځته شوي او تر مونږه رارسېدلي دي. پوهانو دسومري ژبې تاریخ په څلور برخو  یا دورو وېشلی دی

د سومریانو تر ټولو هنرونو لوړه لاسته راوړنه ادبیات دي. څېړونکو سومري ادبیات په اتو برخو سره جلا کړي دي:

استورې، حماسي داستانونه، سرودونه، مرثيې، تاریخي اسناد، رسالې، احکام ( اخلاقي  اصول اوکړنلارې) اوضرب المثلونه. له سومري اسطورو څخه یې درې د نورو  ژبو له داستانونو سره ورته والی لري. چې له هغو څخه یې یو هغه داستان دی، چې پکې ادمیان له ګل څخه پیدا شوي او د دیلمون  په نوم ځای کې اوسېږي. دویم د نوح ع توفان او درېیم هم د ایوب ع د صبر داستان دی، چې په دغو اسطورو کې شتون لري. 

اوسمهالي ډېری پوهان او څېړونکي په دې اند دي، چې تر موږه رارسېدلې ننۍ تمدني لړۍ، له لرغوني سومر څخه راپيل شوې ده. د لرغوني سومر تمدن د بشري تاریخ په لړ کې تر ټولو هغه لرغونی پيژندل شوی تمدن دی، چې استنادي توکي او معلومات یې تر مونږه رارسیدلي دي.

پای پایله (Conclusion): 

  • د اوسمهالو باوري څېړنو پايلې دا په ډاګه کوي، چې سومریان له اسیايي اقوامو( اورال- التايي) څخه دي او د دوی ژبه چې سومري نومېږي، په یاده سیمه کې غوړېدلې وه. د سومریانو د لاسي لوحو او لیکنیزو توکو له مطالعاتو په روښانه دا په ډاګه کېږي، چې له منځنۍ اسیا څخه کوچیدلي دي. لومړی په ازربایجان، ایران او بیا وروسته په بین النهرین یا اوسمهالي عراق کې میشته شوي او روڼ بشري تمند یې رامنځته کړی دی.
  • یاد شواهد او لاسوندونه د څو لسیزو وړاندې یو شمېر هغو یهودي او عربي سومر پېژندونکو نظرونه له علمي باور غورځوي، چې د تېرې نیمې پېړۍ په لړ کې یې سومریان سامي توکمي بللي او یاد تمدن یې سامي تمدن بللی دی. 

وړاندیزونه (Suggestions):

  • که د ملګري ملتونو (یونسکو) له خوا د ازاربایجان لرغونې تپې په علمي توګه راوسپاړل شي او پر اړوندو توکو یې څېړنې ترسره شي، دا موضوع به په بشپړه توګه جوته او د نوموړې سیمې تمدني تاريخ په لاروښانه کولو کې مرسته کولای شي.
  • په افغانستان کې دننه په پښتو او دري ژبو کې په ټولیزه توګه د عمومي او پرتلیزې تاریخي ژبپوهنې په برخه کې کار ډېر محدود او د نورو هېوادونو او ژبو په پرتله پکې په نشت حسابېږي.
  • د هغو ناسمو او ناوړه سیاستونو مخه ونیول شي، چې د خلکو د ژبنیو حقونو په لار کې خنډ کېږي.
  • د ژبې د ژغورنې لومړني مسولیت د ژبې ویوونکو ته ورګرځي، په کار ده د خپلې ژبې پر وړاندې بې پروايي او ناغيړي ونه کړي او د یوه مانوي ارزښت او هویت په توګه یې د ژغورنې او پیاوړتیا لارې چارې ولټوي. 
  • هغه ژبې چې یا لیکنۍ سیستم نه لري او یا یې د ژوندي پاتې کیدنې په اړه ناهیلۍ زیاتې وي، په کار ده د اوسمهالې ټکنالوژۍ په مرسته ثبت او اړوند توکي یې خوندي کړل شي. 

ماخذونه (References):

  • Black, Jeremy. (2004). The literature of ancient Sumer. New York: Oxford University Press
  • Dixon, Robert M. W. (1997). The Life and Death of Languages. UK, Cambridge: Cambridge University Press.
  • Durant, Will. (1999). The story of Civilization, translation by many authors. Tehran: Message Publication center
  • Edzard, Dietz Otto. (2003). Sumerian grammar. Netherlands: Koninklijke Brill NV
  • Lewis,Theodore J. ( 2003). Epics of Sumerian kings : the matter of Aratta. New York: Society of Biblical Literature 
  • McWhorter, John. (2004). The Story of  Human Language . Cornell University, USA: The Teaching Company Limited Partnership
  • Pereltsvaig, Asya. (2012). Languages of the World: An Introduction. Cambridge, UK: cambridge university press
  • woodard ,roger d. 2008 The Ancient Languages of Asia Minor New York: Cambridge University Press 
  • Nichols, Johanna. (1992). Linguistic Diversity in Space and Time. Chicago : Chicago University Press

مدني مقاومت او د عدم تشدد خوځښتونه

2

لومړۍ برخه: عمومي کتنه

یوه میاشت مخکې د 2021 کال د اګست په 15 د افغانستان اسلامي جمهوریت چې یو ولسواک نظام و، له منځه یوړل شو. او طالبانو افغانستان ونیو. د نظام دا ډول چټک ړنګیدل بیخي طوفاني او د تمې خلاف و. هیڅوک باور نشي کولای چې دا څنګه هر څه په وروستۍ شیبه کې په دې ډول ناڅاپه بدل شول. خو دا لوبه د تیرو دریو میاشتو راهیسې د افغانستان د تیر نظام او ملت لپاره یوه طوفاني څپه وه، د ولسمشر د وروستیو څرګندونو او د افغان سیاسیونو او جهادي مشرانو او مخورو څیرو له افعالو اوغبرګونونو څخه څرګندېده چې هیواد مو ریښتیا هم یو بیړني حالت ته داخل شوی دی.

دا چې د افغانستان ولسواک یا جمهوري نظام د غوڅ اکثریت افغانانو په خوښه نظام و، او موږ یوه پیغله دیموکراسي تجربه کوله، دولت هم ټولشموله او پراخ بنسټه و، ملي اردو ملي شوې وه، د ولسمشر غني هلې ځلې د فساد پر ضد مبارزې او د ملي ګټو د خوندیتوب او د پرمختیا په لور ورماتې وې، د زورواکۍ کلتور ټغر مخ په ټولیدو و، لنډه چې افغانان او د افغانانو هیواد د ښه او روښانه راتلونکي په لور مزل پیل کړی و، غوڅ اکثریت افغانانو خپل ځانونه په سیسټم کې لیدل او ډاډمن و، ځینو بیا د خپلو حقوقو لپاره مبارزه کوله، او ځینو نورو پرې اصلاحي نیوکې کولې، تر څو نظام پیاوړی او سپیڅلی شي.

افغانستان په خپل تیر شل کلني مزل کې خورا لاسته راوړنې لرلې، لکه اقتصادي پراختیا، د ښوونې او روزنې کچې لوړتیا، د بیښبینايي پروژو چټکتیا، د پراختیایي او بیارغونې ګړندۍ هلې ځلې، غوره روغتیا، د ښې حکومتولۍ لپاره مبارزه، د فساد، تروریزم، جرمونو، نشه یې توکو او د قاچاق ضد مبارزه، د بشر حقوق، ښځو حقوق، او د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ، د رسنیو پراخ پوښښ او د بیان آزادي په شان لا ډیر پرمختګونه یې روښانه بېلګې دي.

افغان میرمنې د کرکټ په ملي لوبغالي کې د کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ لپاره ملي بیرغونه رپوي. (سرچینه: ګوکل)

د دې پرته انټرنیټ، اړیکې، ټرانسپورټ، اوبه او بریښنا او د بانکدارۍ سیستمونه د یو لړ ننګونو تر څنګ منظم فعالیت درلود. همدا راز د 93 هیوادونو سفارت خونو په افغانستان کې ډیپلوماتیک حضور درلود، حکومت مو د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت پیژندل شوی و، او په خپلواکه توګه یې نړیوالې ټولنې سره نړیوالې اړیکې پاللې، بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګه اچونې لپاره خوشبينه و، نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک په وروستیو کې د افغانستان سره د پام وړ مرستې یې ښې بیلګې دي، همدا رازدولتي، غیر دولتي او نړیوالو دولتي موسسو او د لویدیځ پراختیایي پروژو په پرلپسې توګه خدمتونه وړاندې کول. د دې هر څه تر څنګ ډیری افغانانو شخصي تجارتونو باندې لاس پورې کړی و، زموږ کورني توکي بهرنیو هیوادونو ته صادریدل، د صاداراتو ګراف وخت په وخت لوړېده، او همدا راز د هوا له لارې مخ پر وده صادارات یې ښه بېلګه ده، د ولسمشر غني خبره چې افغانستان نور په وچه کې ایسار هیواد ندی، بلکې د اسیا په څلور لارې بدلیدونکی دی. ډیرو پانګوالو دلته د ملیونونو ډالرو په ارزښت پانګونې کولی، د ډیرو افغانانو په ورځني ژوند کې اقتصادي او ټولنیز مثبت بدلونونه لیدل کیدل. ډیری افغانان د روښانه راتلونکي لپاره په هڅه او خوارۍ بوخت و، دوی د یو پیاوړي، سرلوړي او سیال افغانستان خوب لیده.

مګر د تمې خلاف، د طالبانو – چې د پاکستان په مذهبي مدرسو کې روزل شوي دي – له راتګ سره زموږ ولسواک نظام ړنګ شو، ملي اردو له منځه لاړه، ملي بیرغ لرې شو، د میرمنو حقوق، د بیان آزادي او رسنیو پوښښ محدود شو. طالبان د یو نوي ډول نظام د رامنځته کولو په درشل کې دي، چې تر ورایه یې ځینې ګامونه د ملت د هیلو خلاف دي، طالبانو د خپل نوي نظام په سر کې یوه نوې سرپرسته کابینه اعلان کړه، چې دا ټوله نارینه، او د یوقوم خلک دي، چې ځینې غړي یې د ملګرو ملتونو او د امریکا د FBI ادارې په تور لیسټ کې د تروریزم تر نوم لاندې ثبت دي. یاده کابینه د ښځو، توکمیزو او مذهبي لږکیو لپاره څوکۍ او ځای نلري، چې د همدې امله دا یوه ټولشموله او پراخ بنسټه کابینه نده . همدا راز یاده کابینه د ټولو افغانانو څخه استازولي نشي کولای، بله دا چې د یادې کابینې ډیری استازي مسلکي ندي، دا چې اوسمهال موږ په افغانستان کې په لوړ شمیر تکړه او مسلکي کدرونه لرو، او د دې لپاره چې دوی په تیر نظام کې ونډه درلوده – څنډې ته کول یې د طالبانو لپاره ښه حکومتولي کول ننګوي- د دولت په سر کې داسې طالبان چې تیره شل کلنه کاري موده یې یواځې جنګ او تبلیغات و خورا انديښمنونکی ده.

له نیکمرغه دا چې اوسمهال افغانان په سوله کې ژوند کوي، او د ویرې او اندیښنې تر څنګ په ټول هیواد کې د وینو ستر سیلاب دریدلی دی، دا به ناسمه وي چې د خپلو حقوقو او غوښتنو او د ملي ګټو او ارزښتنو د خونديتوب لپاره دې خونړۍ جګړه او ګډوډي رامنځته وشي، بلکې د افغانانو لپاره اوس وخت د دې دی چې د عدم تشدد میتودونو په کارولو سره مدني مقاومت پیل کړي، او د سولییزو لارو چارو پر مټ خپلې ملي ګټې خوندي او د ملي ازښتونو څخه ساتنه وکړي، او طالبان دې ته اړ کړي چې د ملت روا غوښتنو ته غاړه کیږدي، او تیرې شل کلنې لاسته راوړنې خوندي شي .

تاریخ ګواه دی چې د عدم تشدد خوځښتونو سخت مخالفین ننګولي دي: لکه حساب نه ورکونکي حکومتداري ، سیستماتیک فساد ، بنسټیز تبعیض ، د چاپیریال تخریب ، دیکتاتوري ، بهرني نظامي اشغال ، او تاوتریخجن افراطیت.

دا چې د عدم تشدد غورځنګونه ټوپک یا بم نه کاروي ، نه وسله والې شخړې رامنځته کوي. بلکې دوی د لاریونونو ، بایکاټونو ، د نه خوړلو احتساب ، مدني نافرماني ، د بدیل بنسټونو جوړولو او په سلګونو نور دعدم تشدد تاکتیکونو څخه کار اخلي.

زه باور لرم چې افغانان پیاوړي دي ، او لکه څرنګه چې ګاندي بابا وايي “عدم تشدد د پیاوړي انسان وسله ده”.نو راځئ چې خپل هیواد په ګډه نوې لوړو ته ورسوو، او د عدم تشدد خوځښتونو له لارې خپل برخلیک په ښه توګه جوړ کړو.

و من الله التوفیق .

لیکنه:

عبدالرحمن ننګیالی

د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي، د ادارې او ډیپلوماسۍ څانګې محصل

اسعداباد، کونړ .