یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Home Blog Page 3

د کاظم خان شیدا په شاعرۍ کې نوستالژي

0

 لیکوال: جاوېد آفتاب

سریزه

     یعقوب(ع) کلونه کلونه د خپل زړه ټوټې (یوسف) پسې وکړېده، د سترګو دید یې پسې بایلود، لنډه دا چې تر هغې یې نه هېرېده، چې بېرته یې په غېږ کې نه و نیولی. غازي امان الله خان تبعید ته اړ کړای شو، خو تر مرګه یې په پردېسۍ کې خپله خاوره او ولس هېر نه‌کړ او هره شېبه به د خپل وطن په یاد کې له نوستالژیک روان سره مخامخ و. همداسې خوشحال خان خټک څلور کاله او نهه میاشتې له کور، کلي او کورنۍ څخه لرې په بند کې تېر کړل او په دغه موده کې یې د خپل تېر ژوند، ټاټوبي او کورنۍ یادونه په خپلو ډېرو شعرونو کې کړې ده. دا ټول د انسان په درون کې هغه روحي او رواني احساسات او عواطف دي چې په انسان کې د تېرو مختلفو پدیدو په اړه یو ډول رواني سګنال را ژوندی کوي او دغه تېر یاد کې یې ارماني ډوبوي، چې همدې ته په نوې اصطلاح نوستالژيا (Nostaligia) وايي.

نوستالژیا په پردي چاپېریال کې د خپل د هستوګنځي یاد او د هغه په اړه حسرت، تېر ژوند پسې افسوس، له لاسه تللو شیانو، موقعیتونو او خوږو عزیزانو پسې خپګان او د هغوی یاد ته وايي. لکه خوشحال خان چې خپلې ځوانۍ پسې ارمان کړی:

چې د ځوانۍ ساعت را یاد شي 

په هر زمان مې پسې فریاد شي 

په کلاسیک دور کې داسې د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې د نوستالژیا څرکونه لیدل کېږي، چې په دې مقاله کې مې د کاظم خان شیدا (۱۱۳۵-۱۱۴۰هـ.ق کلونو شاوخوا زېږېدلی) په شعرونو کې په نوستالژۍ خبرې کړې دي. شیدا په تنکۍ ځوانۍ کې د زمانې ناخوالو له لاسه له خپل ټاټوبي«روه» نه هند ته جلاوطن شو. هغه د خپل دیوان په سریزه کې په ځوانۍ کې له کوره وتل داسې بیانوي:

دل می تپد و نیست کسی داد رسِ ما 

از قافله دور است خروشِ جرسِ ما (۱)

د هغه په دیوان کې داسې ډېر شعرونه شته چې د جلاوطنۍ، تېر عمر، خپلوانو او ملګرو په یاد یې په سوزناک انداز کې ویلي، چې ما د خپلې موضوع اړوند د هغه ځينې شعرونه راسپړلي دي.  

اصلي متن:

     نوستالژي یوه فرانسوي ګړنه ده چې له (Nostaligia) چې د یوناني له (Nostos) یعنې تېر ته ستنېدل او (Alogos) درد او رنځ معنا لري، رغېدلې ده. د لغاتو په قاموسونو او فرهنګونو کې د تېر ارمان، د غربت غم، په هېواد او کور پسې ځورېدنه او د لرې‌والي درد په معناوو راغلې ده. اکسفورډ ډکشنري، نوستالژي یو ډول زړه تنګي معنا کړې چې له خپل ټاټوبي څخه د  اوږد مهاله لرې‌والي له امله پیدا کېږي. (۲) 

نو لنډ پېژند یې داسې کولای شم چې نوستالژي د تېر وخت، شیانو، وګړو او موقعیتونو په اړه دروني تریخ یا خوږ احساس ته وايي.

لومړی به د نوستالژي کلمې د پیدايښت او شالید په اړه لنډ ولیکم چې:  

   که تېر ادبي او علمي تاریخي کتابونه وپلټئ، نو د نوستالژۍ کلمې څرک به په کې پیدا نه کړئ؛ ځکه دغه کلمه د نیولوګېزم محصول دی. په لومړي ځل یوه سویسي څېړونکي «جوهانس هوفر» دغه کلمه جوړه او په خپله هغه مقاله کې یې کارولې چې د دوو ناروغانو د روحي حالات توصیف په اړه یې لیکلې وه. (دا مقاله یې په ۱۶۸۸م. د جون په ۲۲مه لیکلې وه). 

د ډاکټر هوفر دوه ناروغان چې یو له «برن» ښار نه «بازل» ته د زده‌کړو لپاره تللی و او بل یو مسافر خدمتګار و، دغه دواړه هغه مهال بالکل روغ رمټ شول چې بېرته خپلو کورونه ته ولېږل شول. البته په ننني طبابت کې دې ډول ناروغۍ ته د «د انطباقي اختلال» اصطلاح کارېږي. په عین حال کې دا ډول ناروغي او اختلالات په ځینو هغو سویسي نظامیانو کې هم ولیدل شوې، چې له هېواد بهر په خدمت بوخت وو. په لومړیو کې داسې تصور کېده چې شاید د دې سرتېرو رواني بدني حالات د یو فیزیولوژیکي او یا له نورمال سطحې نه ټيتې ارتفاع ته د سفر له امله وي. 

په لومړیو کې نوستالژي یوه طبي اصطلاح وه، خو ډېر ژر د فیلسوفانو پام ور واوښت. هالر یې په اړه په علمي خپرونه «Diberto» کې مقاله ولیکله. روسو یې په اړه وضاحت ورکړ، چې څنګه یو ساز یا موسیقي کولای شي په ټولیزه توګه د نوستالژیا د شدیدې بېرته ستنېدنې میل د سویسي سرتېرو په منځ کې رامنځ ته کړي.

کانت په دې باور و چې د نوستالژي لامل تبعید نه دی، بلکې لوی سبب یې فقر او غربت دی؛ شتمني او اجتماعي موقعیتونه هغه له منځه وړلی شي. د هوفر د مقالې له چاپ نه یو پېړۍ وروسته (د ۱۷۸۹ نه تر ۱۸۱۵م. کلونو ترمنځ) شرایط داسې شول چې له وطنه لرې د مهاجرینو په شمېر کې ډېر زیاتوالی راغی او د ناروغانو شمېر، چې هغه وخت په کې د «نوستالژي» ناروغي تشخیص شوې وه، څو برابره زیات شو. خو په دې وخت کې د ډاکټرانو، په ځانګړې توګه د نظامي ډاکټرانو رواني تجربه لا ډېره شوې وه. هغوی په تجربې سره زده‌کړې وه چې دا اختلال څنګه تشخیص کړي، د هغې رواني درملنه وکړي او د تجربو له مخې د خپلو ناروغانو په ذهن کې د هغوی تېر خواږه یادونه را تازه کړي. یو له دې ډاکټرانو «بارون پرسي» لیکلي «د ناروغۍ درملنه باید روحي وي، نه درمل، تجربو ښودلې ده چې د درملو توصیه د رواني ناروغیو له زیاتوالي/ بدتر کېدو پرته بله ګټه نه‌لري.» 

له ۱۸۳۰م. نه وروسته، د ډاکټرانو د کار سبک او سیاق ډېر توپير وکړ. هغوی د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره له ضرر پېژندنې او د ناروغیو مسبب د میکرو ارګانیزمونو له کشف څخه ګټه اخیسته. خو په لازم ډول نه اتوپسي او نه میکروسکوب کولای شول د هغو خلکو د ناروغیو تشخیص او درملنه وکړي، چې خپل ټاټوبي ته د ورستنېدو لپاره یې زیات فکري وسواس لره. 

د نوستالژي د کلمې سر کرار، کرار د ادب نړۍ ته را ننوت او د ۵۰ کالو په اوږدو کې ورو، ورو له طبي متنونو څخه ووت او بیا د ناروغانو د توصیف لپاره ونه کارېدله. په همدې وخت کې د ادب په نړۍ کې را ګډه شوه، خو په ادبیاتو کې د ناروغي په معنا نه، بلکې په ځنډ یا ناوخته د غم او رومانتیکو احساساتو پیدا کېدو ته اشاره وه. «نوستالژي د فرانسې رومانتیک عصر په ادبي ژبه کې د هوګو، بودلر او سارتر په آثارو کې مختلفې معناوې لري. د هوګو په آثارو کې له وطن نه د لرې‌والي درد؛ د بولر په آثارو کې له پردي وطن سره اشتیاق لرل او له لاسه وتلو شیانو لپاره اشتیاق او د سارتر په آثارو کې د هېڅ په اړه د حسرت یا اشتیاق لرلو په معنا وو. د شلمې پېړۍ په پيل کې نوستالژي یو ځل د انسان جغرافیه‌يي بې‌وطنۍ په معنا سر را جګ کړ.» (۳) 

نوستالژي یوه ارواپوهنیزه ګړنه ده چې نن ورځ یې ادبیاتو ته لاره کړې ده. نوستالژي یا افسوس یا تېر ارمان د هغه شاعرانو او لیکوالو تېر ارمان او خواشیني ده چې تېر ته په کتو سره یې د هغو په اثارو کې ظهور کړی وي او لوستونکو ته یې وړاندې کوي.(۴)

نن ورځ دغه ګړنه یعنې نوستالژي په دوو استقامتونو یا د دوو لوریو په موجودیت کې تعبیر او تفسیرېږي چې یو یې فردي او بل یې ټولنیز استقامت دی. 

فردي: یو لوری یا یو استقامت د فردي ځان ناخبرۍ له لارې.

ټولنیز: د جمعي ناخودآګاه یا ټولنیز ځان خبرۍ له لارې پېژندل کېږي.(۴)

یعنې فردي ځان ناخبري په دې معنا چې یو انسان په خپل غم، درد او افسوس کې بل څوک ځان سره نه شریکوي او ټولنیزه ځان ناخبري هغه درد، غم یا افسوس چې له هغې په ټولنه کې نور وګړي هم اغېزمن کېږي یا په عین درد کې ځان یا خپل حالت پیدا کوي. 

څېړونکی محمد اکبر کرګر په خپل اثر «پښتو شعر او نوستالژي» کې لیکلي: “نوستالژي د ارواپوهنې یوه ګړنه ده خو په ښکلي طرز او خپه کوونکي اغېزناک اواز د کلام او لیکنې له لارې د دې سبب شوی چې په ادبیاتو کې یوه لاره پرانیزي. لیکوال او شاعر دی چې له خپلو موجودو امکاناتو نه په ګټې اخیستلو سره خپل خپه احساسات او له درده ډک افسوسونه او یا د تېرو لرې وختونو خاطرات د ګړنو او کلماتو قلمرو ته ننباسي او بیا همدغه جملې او عبارات دي چې پر لوستونکي یا مخاطب باندې د شاعر د احساساتو په انتقال کې جادویي او اساسي ونډه لري.   

شاعران او لیکوال چې همېشه بدیو او ناوړتیاوو نه د ازادې ارماني ټولنې په لټه کې دي، په ځان خبري او تر زیاته حده په ځان ناخبري توګه خپلې تېرې نېکې ماضي ته مخ اړوي، په دې لټه کې ټولنیزه نوستالژي له دوه چنده قدرت او ښکلا نه برخمنه ده. 

نوستالژي په ادبي څېړنو کې هغه ډول هستونو ته ویل کېږي، چې د هغو پر بنسټ شاعر یا لیکوال په خپلو شعرونو او لیکنو کې تېر ته پام کوي او یا د هغه هېواد چې یاد یې په فکر کې راځي، په ډېر افسوس او درد سره یې ترسیموي. کېدای شي دغه حسرت او زړه تنګي د خپل پلرني ټاټوبي او د هېواد د کوچینوالي دوران ښه سیاسي، مذهبي او اقتصادي حالت او له تېر سره شوق او مینه وي. نوستالژي یو لړ ځانګړتیاوې هم لري لکه د تېرو خاطراتو او تمایلاتو یادونه، تېر ته ستنېدل او داسې تمایل چې بېرته خپل ټاټوبي ته د ورتللو مینه او شوق، ارکاییزم یا لرغونپالنه، اسطوره جوړونه او ارماني دنیا ته پناه وړل دي، چې په متن کې د دغه ډول مشخصاتو موجودیت په تېر پسې د شاعرانو افسوس او یا ارماني راتلونکي پسې د شاعر تمایل جوتوي.” ( ۴) 

لکه څنګه چې د نړۍ ادبیات له نوستالژۍ خالي نه دي، داسې د پښتو ادب هم ترې بې‌برخې نه دی. حتی د پښتو شفاهي یا ولسي ادب بې‌ساری او غني فورم(لنډۍ) یې ډېر ښه انځورونه لري:

مسافري دې ډېره وکړه

راځه راځه روزي به خدای را رسوینه

داسې ډول ډول نوستالژیکې بېلګې نورې هم شته. همداسې که د پښتو شعر او داستاني ادبیات وپلټو، نو ډېرو شاعرونو او لیکوالو په شعرونو او لیکنو کې به یې بېلګې وموندو. زما په اند داسې شاعر به نه وي چې د هغه په شعرونو کې دې د نوستالژيا څرک نه وي. 

ما کاظم خان شیدا په شاعرۍ کار کړی، د شیدا په شاعرۍ کې د نوستالژیا بېلګې ډېرې دي، هغه په جلاوطنۍ کې د خپل خاپوړو وطن، ښکلي طبیعت، کور کلي، خپلوانو، ملګرو او تېرو خاطرو یادونه د شعر یوه برخه ګرځولې او د دې ټولو انځورونه یې په ډېر ښکلي او هنرمندانه توګه په کې ځای کړي دي. دغه څلوريځه یې په تېر ژوند پسې د ارمان ښه بېلګه ده:

همېشه ژاړم په تېر صحبت پسې

په هغه مهر په محبت پسې

لکه شیشه یم د ساعت ګوره

زړه مې دوه نیم شو په تېر ساعت پسې(۵)

لکه څنګه چې مو وویل چې نوستالژي د تېر عمر یا د وګړو، شیانو او موقعیتونو په اړه یو دروني تریخ یا خوږ احساس ته وايي، نو دلته په ترتیب سره د شیدا په شاعرۍ کې لومړی د تېر عمر ارمان، بیا د اشخاصو، ورپسې د شیانو او پای کې د جلاوطنۍ او طبیعي موقعیتونو په اړه د هغه په ترخو او خوږو احساساتو، تېر یادونو او ارماني اړخونو باندې بحث کوو.

۱- د تېر عمر ارمان:

تېر مهال پالي فردي نوستالژي هغه ډول دی چې شاعر یا لیکوال پکې شېبه یا خپلې تېرې شېبې ترسیموي او په هغو پسې ارمان کوي. پرته له دې چې نور په دې ارمان او غم کې له ځان سره شریک کړي، ځینې مفاهیم لکه فریادونه، له زړښت نه شکایت، سپین وېښتان، په ملا کړوپېدل، د ځوانۍ، ثروت او له لاسه تللي ملکیت په یادولو سره رامنځته کېږي. (۳) 

شیدا دلته د تېر مهال پالي فردي نوستالژۍ یعنې د خپل تېر عمر (ماشومتوب او ځوانۍ) پسې ارمان کوي، چې کاش بېرته راستنېدای شوای:

که هر څو ډېر شي شکر و شهد 

ځنې بهتر دی د شودو مهد 

څرنګ به راشي د راحت خوبه 

ووت له لاسه د طفلۍ مهد (۶)

د لومړي بیت په دویمه مسره کې «د شودو مهد» د ماشومتوب د زانګو وخت شوده له نورو ټولو شکر او شاتو غوندې خوږو نه بهتر بولي او په وروستۍ مسره کې«د طفلۍ مهد»  د ماشومتوب د وخت ځانګو ښیي، یعنې د ماشومتوب ښکلی له سکون او راحته ډک ژوند مې له لاسه ووت، چې بېرته نه راګرځي. 

همداسې د خپل غزل په یو بیت کې وايي: 

نه په روی، نه په زارۍ، نه په زور ګرځي 

وایه تللی عمر اوس په څه راستون کړم؟(۷)

بل ځای بیا وايي: 

زوړ شوم مئینه غم دې زوړ نه شه

خس که ایرې شه تاو یې سوړ نه شه

زه یې په پچه کړم د وچې څانګې

هنوز په وینو زما موړ نه شه (۸)

۲-  د وګړو یاد او ارمان:

د خپل خپلوانو یا د نږدې ملګرو بېلتون او جدایي د انسان روان ځپي، دا بېلتون که د کورنۍ له غړو یا ملګرو مسافري وي یا د تل لپاره خدای پاماني، هر یو یې په انسان باندې نظر د هغوی صبر او حوصلې ته خپل رواني اغېز لري. ځینې یې په چوپه خوله زغمي، خو په ځینو کې بیا دغه نوستالژیکه غوټه ځان سپړي او بالاخره دغه دروني درد او تریخ احساس د شعر یا نثر په ژبه ځان را برسېره کوي. 

شیدا د خپلې مور په مړینه رنځېږي او د مور د بېلتون دغه درد یې په آرام نه پرېږدي. هغه په یوې څلوریځه کې په خپل دغه درد او غم داسې ژړلي:

غم به تر عمره د والدې کړم

خندا مې پرېښوه ژړا کوم زه

سال د رحلت یې له ما نه واوره

بهشت یې ځای شه دعا کوم زه (۹)

همدارنګه شیدا د دوو ورونو (فتح الله او الله نور) له غبرګې مړینې نه وروسته دغه مرثیه لیکلې:

چې فتح الله او الله نور له دنیا ولاړل

په غمونو کې یې فرق تر میاشتې کم 

په هر چاو رحلت سخت د دواړو ورونو

په فراق کې یې نالان و لوی و کم

تامل یې په بیان د تاریخ وشه

  راته ووې زړه، آهاد قلوب غم (۹)

دلته د دې خبرې یاد اړین بولم چې کامل مومند (فتح الله او الله نور) د کاظم خان شیدا ورونه یاد کړي او صدیق الله رښتین بیا د هغه ملګري بللي، خو حبیب الله رفیع بیا په آواره شیدا کې وايي چې “دا مړه کسان نه د شیدا ورونه وو نه دوستان، بلکې دوی دواړه په خپل منځ کې سره ورونه وو، چې د شیدا د استوګنې په محله کې اوسېدل، دوی دواړه د یوې میاشتې په اوږدو کې مړه شوي او دې تراژیدۍ (د دوو ورونو غبرګ مرګ) ټوله محله غمجنه کړې چې له دوی نه یو شیدا هم دی او په دې قطعه کې یې د ټولو غم انځور کړی دی: «په هر چاو رحلت سخت د دواړو ورونو» نو ځکه د ده ورونه څه حتی دوستان یې هم نه شو بللی او دلته هېڅ داسې نخښه نشته چې دا ورونه له شیدا سره منسوب کړي، ځکه د «زما ورونه» یا «ورونه مې» او داسې نور تړونکي ضمایر نه‌لري.”(11)

د خپلې کورنۍ غړي؛ خوشحال (شاید د تره زوی یې وي)، د مړینې په اړه یې د خپل سوي زړه آهونه داسې له خولې راویستي:

د خوشحال په جدایۍ کې باور وکړه

خسته زړه زما کتاب و آه مې سیخ دی

چې روزي یې شهادت شو په ځوانۍ کې 

       نور په ګور د شهید ځوان شه دا تاریخ دی (۱۰)

د میا عمر د مړینې یاد یې داسې کړی: 

د میا په درد و غم کې 

ناله ډېره شوه هم آه

وایه دا عمر ولي

ورسره رحمت الله

علیه ورسره ضم کړه

    په تاریخ به شې آګاه(۱۰)

شیدا خپل د زړه سوز او فغان د هغو کسانو د مړینې په اړه د شعر په ژبه اظهار کړی، چې ده ورسره له زړه مینه لرله یا ده ته قدردان وو، دی د هغوی په جدایۍ دردېدلی، په یاد یې خواشیني ښیی او نه‌شتون یې لویه ضایع بولي. د میا عمر د فیض او پوهې په اړه وايي چې په ژوندوني د هر ډول خلکو لپاره د پوهې لویه مرجع وه او له ده د فیض اخیستو لپاره به د ده په درګاه کې د هرې سویې خلک حاضر وو، شیدا وايي:

میا عمر په خپل دوران کې 

چې ګشاده یې د فیض باب و

شاه و ګدا یې په در حاضر و

   مرجع د خلقو عالم مآب و (۱۰)

همداسې د سرفراز خان په یاد او ارمان کې وايي:

تا چې وکړو انتقال سرفراز خانه!

ګرفتار په ډېر اندوه په ډېر غموم یم

په هر بزم کې را یاد د تا محفل شي

په ژړا کړم سترګې سرې د شمع موم یم

که مې نه وی سرد آهونه ژوندون ګران و

هسې سوی د فراق باد سموم یم

په هستۍ به نه‌شم خلاص له دې سختۍ

په نګین کې د عقیق ګنډلی نوم یم

دې تاریخ وته حیران ستا د رحلت وم

خسته زړه و ما ته ووې زه مغموم یم(۱۰)

 ۳- د وطن او سیمو یادونه: 

شیدا ته په پردېسۍ کې د خپل هېواد د بېلا بېلو سیمو، طبیعتونو، کاڼو، بوټو، غرونو او نور یادونه هماغه د پخوا په څېر خواږه یادونه دي او د جلاوطنۍ عمر یې هم همدې یادونو سره تېر کړی. که څه هم د هند ښکلاګانې او ښایسته طبیعت هم خپل خوند او رنګ لري، خو شیدا ته خپل وطن کشمیر و. 

دی په پردیسۍ کې د خپلې سیمې د ښکلاګانو منظرکشي داسې کوي:

تل د روه آب و هوا، واوره، سپین یخ هم

باغ و راغ، دښت و کهسار طرفه شاداب

یاد لره په خپل خاطر، په یاد یې پایه

شیدا وسپاره په قصر دا اطناب(۱۱)

یا 

چې د هند سبزو خوړلی پان وي

لعل و یاقوت چې دواړه لبان وي

زرکې چې ګرځي د روه په غرونو 

 ښایسته روغې په دغه شان وي (۱۲)

په دغه لاندې څلوریځه کې د هند زرغون طبیعت او ښکلا نه د خپل کلي ساده پاده خوبانې معتبرې بولي، ځکه له دې سره یې فطري او طبیعي تړاو دی، چې دا د هېڅ انسان نه هېرېږي: 

غره! بې ځایه د هند سبزانې دي

غنج و ادا لري که دلستانې دي

چې دلبري کا بې تکلفه 

     د روه په ملک کې ساده خوبانې دي(۱۳)

کاظم خان شیدا په جلاوطنۍ کې خپل محبوب نه دی هېر کړی، د هغه په یاد کې یې شپې او ورځې تېرې کړي، ده د خپل د مینې اظهار او د زړه خبرو لېږلو لپاره بل ریبار نه لره، نو د نسیم په خوله یې خپل سلامونه ورلېږل:  

نسیمه! ورشه د سرای سواد ته

له هغه پسه افضل آباد ته 

سلام یې وکړه په دواړه لاسه 

در و دېوار و ګل و شمشاد ته(۱۳)

٭٭٭

ګلونه وکړه د روه پلوسې

که دا پیام مې نسیمه! یوسې

خوشبو په تا ده د وطن سیمه

په دا دعا یم چې تازه اوسې(۱۴)

٭٭٭

کله سبا دی، باد مراد دی

چې یې لیدلی افضل اباد دی

راته یې ووې د حال په ژبه

       تازه دې ګل او سر و شمشاد دی (۱۴)

کله کله لکه د یوه بندي مرغه په څېر د تېرې آزادۍ په تصور کې ډوب شوی او د هغې طبیعي فضا انځور یې د شعر په ژبه داسې بیان کړی: 

په زړه یې ګرځي د غرونو څوکې

حملې د بازو د زرکو کوکې 

ووایه څه کا د روه نسیمه؟

    ګیرا منګولې زیبا مښوکې (۱۴)

۴- د طبیعي ښکلا یادونه: 

دلته د هند په وړاندې د خپل کلي (روه) د ښکلي طاوس او سیسۍ، ګورګورو، مماڼو او ښېرازه او زرغونې سیمې په یادولو سره خپل هغه دروني خوږ احساس د شعر په ژبه داسې بیانوي: 

ځار شه ترې هومره طاوسان زاڼې

لکه د ونو بې شماره پاڼې

د روه سیسۍ دي طرفه دلبرې 

نشته په هند کې دا هسې سکاڼې (۱۵)

٭٭٭

ښایسته ونې تازه یې پاڼې

وکښلې غاړې لکه شنې زاڼې

په کې نظر کړه ښاخ نبات دی

خوږې ګورګورې پنځې مماڼې(۱۵)

٭٭٭

کودن ته بویه ورانې جلۍ

نارې په غره کې د څڅلۍ 

ګلبانګ به څه کا د بلبلانو

زما دېوان دی باغ د ولۍ(۱۵)

۵- د یارانو او جلاوطنۍ احساس: 

ښاغلی رفیع په آواره شیدا کې وايي: د هند په پردېسۍ کې یې د سرای یاران پر زړه اوري او د خپلو اشعارو د سوغات ورلېږلو هیله لري: 

که یې سر ځي لکه شمع یکزبان دي

خلاف نه کا د خپل قول چې یاران دي

چې اختر لکه اسمان لري له کوره 

و هلال ته، څه محتاج هغه کسان دي

شیدا واستوه رنګین اشعار له هنده 

ستا له رای سره اشنا د سرای یاران دي(۱۵)

بل ځای ځان د سرای نه آواره بلبل بولي:

چې ګوزر وکړې صبا د سرای په لوري

آواره بلبل یې یاد په ګلزمین کړه (۱۶)

په سرای کې د (ولۍ) او (افضل آباد) یادونه:

ګله سبا دی، باد مراد دی

چې یې لیدلی افضل آباد دی

راته یې ووې د حال په ژبه 

تازه دې ګل او سر و شمشاد دی (۱۶)

٭٭٭

په خاطر مې لکه ګرد جانفشاني ده

که مې یاد د هغه شوخ په دامان پرېږدي

زه شیدا یې ګویا شاه د هفت کشور کړم

که یو دم مې په خپل طور اسمان پرېږدي(۱۷)

٭٭٭

تورې زمکې شي د هند په برسات کې

په ژړا چې سترګې تر مې دم په دم کړم

د حباب په کور مې آه کا لمبې بلې  

چې بیان د جدايي غم و الم کړم (۱۷)

٭٭٭

چې له خپله سره تېر د کلک په شان یم

په طلب هله د دې ښکلي جانان یم

چې خاطر مې شو مسکن دی د سبزانو 

راته وګوره یو نوی هندوستان یم

د شانې په صد پاره جګر قسم کړم

چې په غم کې دې تر زلفو پرېشان یم

که پرواز مې په هوا دی رها نه شوم

مطوق د هغه سروې خرامان یم

د غبار په شان یې یوړم پروا نه کا

دامنګیر د هسې شوخ ګرم جولان یم

په هندي ادا یې وکړې په ما چارې

       زه شیدا په زړه ساده د روه افغان یم (۱۷)

پایله:

شیدا په شعر کې له نازکخیالۍ او رنګین الفاظۍ سره سره تېرو یادونو پسې ارمان هم کړی دی. په پردېسۍ کې یې د تېر ژوند د یادونو غوټې سپړلي او په اهنګینه ژبه یې زمزمه کړي، چې په هغه کې یې د وطن خواږه یادونه هم وو، له حسرت ډک تېر ارمان هم و، د ملګرو او عزیزانو ذکر هم و، د تېر ژوند د بېرته راګرځېدو ارمان هم و او د ځان اواره‌ګي او د ژوند حبابي صحنو او کیسو ته یې هم د شعر اوبه ورکړي، چې موږ یې له څښلو سره ډېر ښه د هغه نوستالژيک احساس محسوسولی شو.  

په خاطـــر مې لکه ګرد جـــانفشاني ده

که مې یاد د هغه شوخ په دامان پرېږدي

(شیدا)

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخذونه

۱- د کاظم خان شیدا دیوان،(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۱۳۹۳لـ.کال، دانش خپرندویه ټولنه، کابل، ۴۱مخ.

۲-کرګر، اکبر، پښتو شعر او تېرارمان، ۱۳۹۷لـ.کال، هاشمي خپروندیه ټولنه، ننګرهار، ۵مخ. 

۳- فارسي ویکي: https://www.parsi.wiki/fa/wiki/443753

۴- کرګر، اکبر، پښتو شعر او تېر ارمان،۴-۶ مخونه.

۵- د کاظم خان شیدا دیوان،(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۴۰۴مخ. 

۶- حقپال، پوهندوی ډاکټر میراجان، کابله مجله، ۱۳۹۴لـ.  کال، (درېیمه دوره، ۴مه ګڼه چنګاښ)، د علومو اکاډمي، کابل، ۶۹مخ. 

۷- د کاظم خان شیدا دیوان(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۱۴۸مخ.

۸- پورتنی اثر، ۵مخ.

۹- پوتنی اثر، ۴۲۱ مخ.

۱۰- پورتنی اثر، ۴۱۸-۴۱۹مخونه.

۱۱- رفیع، حبیب الله، آواره شیدا-دویم چاپ، ۱۳۹۷لـ.کال، د امان کتاب خپرولو موسسه، پېښور، ۴۵، ۵۲ مخونه. 

۱۲- د کاظم خان شیدا دیوان، (ترتیب او تدوین: همیش خلیل)۱۹۶۵م. کال، اداره اشاعت سرحد پېښور، ۱۷۸مخ.

 ۱۳- پورتنی اثر، ۱۸۶، ۱۶۱مخونه. 

۱۴- د کاظم خان شیدا دیوان(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۴۰۵، ۳۹۴، ۴۰۹مخونه.

۱۵-  پورتنی اثر، ۴۱۲، ۳۸۶، ۲۱۳ مخونه.

۱۶- رفیع، حبیب الله، آواره شیدا، ۳۱ مخ.

۱۷- د کاظم خان شیدا دیوان(تدوین، سریزه، یادښتونه او وییپانګه: حنیف خلیل)، ۲۳۰، ۱۴۷، ۱۴۶ مخونه.

نیوزیلنډ د ناامنۍ له کبله په پاکستان کې سیالي نه کوي

0

تاند (جمعه، د سنبلې ۲۶مه) — پاکستاني چارواکي وایي، هغه هېواد ته ورغلې د نیو زیلینډ لوبډلې د امنیتي ګواښونو له امله د میچونو ځنډولو پرېکړه کړې ده.

نیوزیلنډ وایي، هغوی ته په پاکستان کې د نا امنۍ د متوقع پېښې په هکله معلومات ور رسېدلي دي.

د نیو زیلینډ کرکټ لوبډله شاوخوا ۱۸ کاله وروسته پاکستان ته تللې وه او په پام کې وه چې له کوربه لوبډلې سره درې یو ورځنۍ او پینځه ۲۰ اووریزې سیالۍ وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ وایي چې هغوی د نیو زیلینډ د کرکټ لوبډلې د امنیت ټول انتظامات برابر کړي ول، خو بیا هم ونه توانېدل چې نیوزیلنډ ته قناعت ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدنې څخه وروسته او په ځانګړې توګه په تېرو دوه اونیو کې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان او امنیتي سرتېري وژل شوي او داسې اندېښنې شته چې پاکستاني طالبان لا نور وهڅېږي چې په خپل هېواد کې هم د افغانستان په څېر د شرعي نظام د نفاذ لپاره خپله مبارزه ګړندۍ کړي.

م.م. له غلام اسحاقزي غوښتي د افغانستان په استازیتوب په عمومي اسمبلۍ کې ګډون وکړي

2

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۶) د ملګروملتو ویندوی وايي، په دې سازمان کې یې د افغانستان د پرزول شوي حکومت له استازي څخه غوښتي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي.

د ملګروملتو ویندوی نن/ جمعه وویل چې غلام اسحاقزی به د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.

د سرمنشي ویندوی فرحان حق وویل، په ملګروملتو کې د افغانستان دایمي سفیر غلام اسحاقزي د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش ته د افغانستان د هغه پلاوي لیست سپارلی چې د ملګروملتو په عمومي اسمبلۍ کې به ګډون کوي.

تراوسه پورې څرګنده نه ده چې طالبان به، چې تېره میاشت یې ټول افغانستان ونیوه، ملګروملتو ته خپل کوم استازی ورمعرفي کړي او که نه.

د سرمنشي د ویندوی په وینا اسحاقزي یوه ورځ وروسته له دې چې د عمومي اسمبلۍ غونډي پیل شوې، د چهارشنبې په ورځ د ملګروملتو د غوښتنې لیک لاسلیک کړ.

د نړۍ لسګونه مشران راتلونکې اوونۍ د ملګروملتو په کالنۍ غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته ځي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی اسحاقزی د عمومي اسمبلۍ په وروستۍ ورځ یعني د سپټمبر په ۲۷ نېټه وینا وکړي.

د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د طالبانو حکومت نړیوالو په رسمیت ونه پېژانده او تر پایه د برهان الدین رباني له لوري ټاکل شوی استازی په ملګروملتو او له پاکستان، متحده عربي اماراتو او سعودي پرته په نورو هیوادونو سفیران په خپل حال پاتې شول.

طالبانو د نجونو په زده کړو غیراعلانیه بندیز ولګاوه

6

تاند (جمعه/د سنبلې ۲۶مه) – د طالبانو د پوهنې وزارت په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پيلېدلو په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې نارینه زده کوونکي او ښوونکي دې سبا د سنبلې ۲۷مه خپلو زده کړو او کارونو ته حاضر شي.

د طالبانو په اعلامیه کې د نجونو د زده کړو او د ښځینه ښوونکیو د تدریس د کارونو په هکله څه نه دي ویل شوي.

دغه راز، طالبانو د دولتي ښوونځیو لپاره د امارتي ښوونځیو نوم یاد کړی چې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکیو پرې ملنډې وهلي او وایي چې دولتي په هر حالت کې دولتي وي، په داسې حال کې چې امارتي د جمهوري په وزن اصطلاح ده.

د پوهنې وزارت په اعلامیه کې راغلي،‌ «د هېواد ټولو امارتي او خصوصي ښوونځیو، رسمي دارالعلومونو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي:

۱: څرنګه چې مخکې ټولو ښوونځیو او رسمي مدارسو ته تر شپږم ټولګي پورې د تعلیمي بهیر د پیل خبر ورکړل شوی وو د یادې تدریجي شروع په سلسله کې اوس د ذکورو (نارینه) ټولو متوسطه او لیسه ښوونځیو او رسمي مدارسو ته خبر ورکول کیږي تر څو د سنبلې د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ خپل تعلیمي او ښوونیز بهیر پیل کړي،»

د دغې مادې په وروستۍ جمله کې راغلي،‌ «ټول ذکور ښوونکي او زده کونکي باید خپل تعلیمي ادارو ته حاضر شي.»

د اعلان په دویمه ماده کې د لازمو اجرائاتو سپارښتنه شوې او لیکل شوي چې، «۲: ټول ولایتي او اړوند مسئولین دې په دې اړه لازم اجراءات ترسره کړي.»

په داسې حال کې چې تر اوسه نړۍ والې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، او د نړۍ په هېڅ هېواد کې د نجونو په تعلیم باندې بندیز نه دی لګېدلی، ښایي چې طالبان د نجونو د تعلیم په بندولو سره د ځانونو پر وړاندې غټې ننګونې رامنځته کړي.

د چارو ځینې کتونکي وايي، د طالبانو په لیکو کې ځینې پردي عماصر غواړي چې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو په منزوي هیواد بدل شي او یوازې له یوه هیواد سره اړیکې ولري.

پوتین وايي، د پیسو کموالی به طالبان د مخدرو موادو او وسلو کاروبار ته اړ باسي

0

تاند(جمعه، د سنبلې ۲۶) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د افغانستان په خزانه کې د پیسو کموالی ممکن د دغه هیواد نوي چارواکي د مخدرو موادو او وسلو کاروبار ته وهڅوي.

پوتین د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ډله ییز امنیتي تړون سرمشریزې ته نن / جمعه وویل «د افغانستان په خزانه کې د پیسو نشتوالی دا خطر لري چې هغه کسان چې اوس دا هیواد په کنټرل کې لري د پخوا په شان د مخدرو موادو او وسلو د کاروبار له درکه د پیسو ترلاسه کولو ته اړباسي.»

پوتین زیاته کړه، وروسته له دې چې د امریکا وسله وال ځواکونه ووتل، ډېره اندازه وسلې یې په دې هیواد کې پرېښودې چې د ملیاردونو ډالرو ارزښت لري.

د پوتین په وینا، طالبانو رسماً اعلان کړی چې له مخدرو موادو او نورو جرمونو سره مبارزه کوي خو وبه کتل شي چې دوی څه کوي.

پوتین د افغانستان د اسعاري زېرمو د تدریجي ازادولو غوشتنه وکړه.

د افغانستان شاوخوا ۱۰ ملیارد ډالره زېرمه د امریکا حکومت کنګل کړې ده.

روسیه اندېښنه لري چې طالبان به د پیسو د کموالي له کبله د نوي یمې لسیزې په شان مخدرو موادو ته مخه کړي او له دې سره جوخت به ترهګرو ډلو ته لار ورکړي چې دې هیواده د نورو هیوادونو پر ضد کار واخلي.

ظاهراً لوېدیځوال نور نه غواړي چې د افغانستان حکومت ته مالي مرسته ورکړي. دوی ویلي چې بشري مرستې هم په خپل لاس بېوزلو افغانانو ته رسوي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.

خو د روسیې په شمول چین، پاکستان او ایران چا ته وړیا پیسې نه ورکوي.

چین ویلي چې افغانستان ته به د ۳۱ ملیون ډالرو په ارزښت، درمل، خوراکي مواد او واکسین ورکړي. خو طالبان پیسو ته سخته اړتیا لري.

اروپایي پارلمان ته د احمد مسعود د بللو وړاندیز عملي نه شو

1

تاند:( جمعه، د سنبلې ۲۶مه) د افغانستان د وضعیت په اړه د اروپایي پارلمان په  صادر شوي پریکړه لیک کې، دغه پارلمان ته د وینا لپاره د دویم مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود د بللو وړاندیزعملي نه شو.

دغه وړاندیز د اروپایي ټولنې د شلو غړو هېوادونو له لورې شوی و.

په دې وړاندیز کې احمد مسعود ته د طالب ضد مقاومت بهیر د مشر په توګه، په اروپایي پارلمان کې د وینا کولو د فرصت غوښتنه شوې وه.

خو نن جمعه د افغانستان په اړه د اروپایي پارلمان په صادر شوي پریکړه لیک کې دا موضوع ذکر شوې نه ده.

معلومه نه ده، چې اروپایي پارلمان له خپل دې پریکړې په کوم دلیل په شا شوی؟

احمد مسعود د طالبانو په لاس د کابل او ټول هېواد له سقوط څخه تر څو اونیو د طالبانو خلاف په پنجشېر کې وجنګیده، خو له ماتې وروسته یې هېواد پریښی او ویل کیږي، چې تاجیکستان هېواد ته تلی.

سم اند یا منطق / ډاکتر ماخان مېږی شینواری

1

پیلیادونه: د مالپاره د دې موضوع څېړل او بیا د دې لیکنې ترتیبول همدومره ستونځمن دي، لکه داموضوع پخپله او ګومان مې دی، چې د لسیتونکو لپاره به هم داستونځې وي. زیات وییونه او کلیمي دلته شته، چې هغه پخپله باید و څېړل شي او دا کار دلته کیږي. دا لیکنه په پښتو ده او هغه مسلکي ویونه به هم په پښتو ځکه وي، چې زه په عربي نه پوّېږم، بیا هم راځۍ په ګډه یې سره جوړ کړو.

سم اند: دالیکنه د فلسفي او ژبنیز لیدکونج یا لیدټکو (چې له کوم کونج یا ټکي څخه یو څه کتل کیږي) سره سر او کار لري. د برېښناییزو سم اندیز- تړنو ته دیجیتال تښنیک او سم اندیزبنسټتیګې وګورۍ.

له سم اند (له زړې یوناني کلميLogi λογικὴ τέχνη logikè téchnē فکرکوونکی هنر، مخ ته تګډول یا ښونبنسټ یا دلیل Argument ) څخه په ټوله کې هوښیار پای لاس ته راوړنه یا  پایونه Schlussfolgerungاو په ځانګړي توګه د ده پوهنیزه پای لاسته راوړنپوهنه یا  فکرپوهنه Denklehre پوهېږو. په سم اند کې د ښونبنسټ د هغه و باوریوالي جوړښت ته څېړل کیږي، له وینا خوندیوالي څخه خپلواک. په همدې موخه سړی له ،،فورمال (دباندنۍ بڼې)،، سم اند څخه هم غږیږي. درسم او رواج سره سم اند د فلسفې یوه برخه ده. له پیله ورځني سم اند د رېتوریک  په ګاوندیتوب کې وده وکړه.

د شلمې پېړۍ راپه دېخوا سړی د سم اند لاندې یا څخه سیمبولیک سم اند، چې دا هم د جوړښتپوهنې Strukturwissenschaften د بنسټ په څېر دی، پوهیږي. لکه د شمیرپوهنې او د تیوریتیکي اینفورماتیک په دننه کې، چې کارول کیږي.

د یووېشتمې پېړۍ په پیل کې دا دماماخان مېږي شینواري لهخوا ،، سماند،، بلل شوی.

دواړه سپي  veritas رښتیا او falsitas نارښتیا هوسۍ problema پرابلم ښکار کوي، سم اند له درانه  syllogismus سم اندیزې پایونې سره مصلح پسې ځغلي. کیڼ لاندې Parmenides (يوناي فیلوسوف)، د  سم اندیزو دلایلو په فلسفه کې له ننوتنې سره، په سمڅه کې ځای ونیوه.

ورځنی یا مودرن سیمبولیک سم ان د پیداېښتي ژبې پر ځای باندې د جوړې شوې ژبې څخه کار اخلي (  غونډله لکه ،، مڼه سره ده،، په ځای د بېلګې په توګه دغونډلویناو سم اند یا غونډلویناسم اند Prädikatenlogik  (پرېدیکات:د ازماېښت له لارې ارزونه) سره په فورمالي شوي بڼه لکه د ،،مڼې،، او ،،سره،، لپاره ځاي په ځای شوی وي)  او د دې لپاره کره پېژندل شوي پایلارې  یا و پای ته وړلو لارې  ته راوړنې Schlussregeln کاروي.  د دې لپاره د فورمال سیستم څخه یوه ساده بېلګه ویناسماند  Aussagenlogik دی ( دلته د اتومي ویناولپاره تورې ايښول کیږي). سیمبولیک سم اند شمېرپوهنیز سم اند هم بلل کیږي (د آکتر ماخان مېږي شینواري د سم اند کتاب کتل کېدی شي) او یا په تنګه – یا راتړلې موخه فورمال سماند.

منځپانګه

۱ – د ،، سم اند،، بېلابېلې پرېپوهېدنې

۲ –  د سم اند تاریخ

۳ – برخورشوګانې

۳ .۱ –  کلاسیکي سم اند Klassische Logik

۳ . ۱ – کالکیول بڼه 2Kalkültypen او سم اندیزه تلنه

۳ . ۲ – ناکلاسیک سم اند

۳ . ۳ . ۱ – فلسفي سم اند  Philosophische

۳ . ۳ . ۲ اینتويڅیونیزموس، رېلېوانڅ سم اند او کونېکس سم اند

Intuitionismus, Relevanzlogik und konnexe Logik

۳ . ۳ . ۳ – ډېر ارزښتي سم اند او فوزي سم اند Mehrwertige Logik und Fuzzylogik

 ۳ . ۳ . ۴ – نامونوتون لوجیک Nichtmonotone Logiken

یادونه: دا پورته جرمني وییونه په خپل ځای کې څېړل کيږي.

د ويي ،، سم اند، منطق Logik،، بېلابېلې پرېپوهېدنې

ویېنه یا افاده ،، سم اند یا منطق،، په یوناني کې  logikè téchnē  په زاړه ستوا Stoa  (د پخوا وخت یو ښونځی دی) هم په زاړه Peripatos (د پخوا وخت یو ښونځی دی) کې د دلایلو همداسې د پایونپوهنې لپاره راغلی، خو په دې پرېپوهېدنه د لومړي سلیزې ز ک څخه د مخه نه دۍ راوړل شوی. دا کلمه ان له انتیکو Stoiker Zenon von Kition ستویېکي زېنون له کیتون څخه خوره شوې.

په الماني کې دا ویي„Logik“ په ۱۹-مه پېړۍ کې ( لکه مانول کانت، جورج وېلهلم، فریدریښ هېګل) ډېر واره هم د پېژندتیوري ،، اونتو لوجي،، یا ټولیز دیالیکتیک لپاره  کارول کېده

سم اند په مادرنه موخه له بلې خوا زیات وخت بل ډول په نخښه شوی، لکه شننه، دیالیتیک، یا لوجیستیک. نن هم د بېلګې په ډول په سوسیولوجي کې د معامله کولو سم اند فرمولول یا ادبیاتپوهنه کې لکه د شاعرۍ سم اند او ورته خوریږي یا وېشل کیږي، چې په هغو کې د نورو په څنګ کې د لاس ته راوړني تیوري نه پوهیدلکیږي، بلکه د ټولیزه ،، لارې یا قوانینو،، پوهنه یا د تلنلارډول، چې په یوه ټاکلې ورشو کې باور لري. په ځانګړې توګه د فرمول ژبې فلسفې په رسمرواج کې د یوې ،، سم اندیز،، شننې لاندې دېر واره یوه شننکلمه ییز اړوندوالی پوهېدل شوی.

په پیل راوړنې انځورونو کې د ویېنې ،، سم اند،، کارولډول د دې په مخامخ د شلمې پېړۍ له پیله  ورځنی دی.

په ټولیزه  یا ورځنۍ ژبه کې دا ویېنه لکه ،، سم اند،، یا ،، سم اندیز فکر،، له دې وراخوا په ډېرو نورو یا په پوره بله موخه پوهېدل کيږي او داسې یو ،، هراړخیز فکري پرابلم„lateralen Denken“ یې په برکې نغښتل،، یا مخ ته ږدي.

همداسې کلیمې لکه د ،، ښځو سم اند،، د ،، نارینه و سم اند،، او „Affektlogik“ او کلیمې ،، ټولورځنی سم اند،، چې د ،، روغ انساني يوهېدنه،،(common sense)  په ورځنۍ ژبه کې

په دې ورشو کې ،، سم اند،، زیات وخت د پراګماتیک Pragmatikد معاملې په فورم سره سر او کار لري. یو دلیل( ارګومنت) د ورځنۍ ژبې د ،، سم اندیز،، په حیث په نخښه کیږي.

دا مدلل، اړینشوی، باوري، روڼ او روښانه برېښي.

په یو سم اندیز دلیل کې باید د فکرکونې توان څرګند شي.

 په اوسنیو خبرو کې دا لا تر اوسه پورې د ردولو نه دی،  چې د سم پسې تلنې یالاس ته راوړنې تیوري د سم اند زړی جوړوي، خو بیا هم دا د ردولو نه ده، چې کومه تیوري سم اند پورې اړه لري او کومه تیوري سم اند پورې اړه نه لري. ډېرۍ پوهنه او دلیلتیوري د منل – نه منلویا ردول او نه ردولو حالتونه ( کوم چې د پراګماتیک او د ناسم پایونو سره سر او کار لري) او د خبرکړنو تیوريSprechakttheorie

Geschichte der Logik د سم اند تاریخ،

 برخورشوګاني یې

ټولګیز سم اند

Klassische Logik  ټولګیز سم اند

دټولګیز سم اند همداسې له یوه ټولګیز سم اندیز سیستم څخه سړی ټیک هغه وخت غږیږي، چې لاندې سیمانتیکي semantische دلایل پوره وي:

۱ – هره وینا له دواړو رښتیاارزښتونو، چې ریښتیا او ناریښتیا بلل کیږي ټیک یو لري، دا په دې پرېپوهېدنه، چې وینا یارښتیا یانارښتیا ده. دا پرينڅيپ د دوه ارزښتوالي پرينڅيپ بلل کیږي یا Bivalenzprinzip…

۲ – د یوځای شوې یایوځای ايښولشوې یا تړلې وینا رښتیا ارزښت. د وینا رښتیاارزښت یواځنی د هغه برخویناو د رښتیاارزښت او د ډول له لارې څخه چې دا برخویناوې څنګه سره ايښول شوي یا یوځای شوې دي،  ټاکلی دی. د پراخېدنې پرينڅیپPrinzip der Extensionalität oder der Kompositionalität.

د ټولګیز سم اند klassische Logik  کلمه زیاته د ځای په ځای شوي – ، ځاینیولي – ، بنسټیز سم اند  په موخه پوهېدل کیږي، ځکه چې ناټولګیز- نا دورييزسم اند په هغه جوړ، د تاریخي سپارښت په توګه. له دې وراخوا   Aristoteles اریستو تالس که داسې ووایو د سم اند نماینده، ځان د ډېرارزښتیز سم اند او همداسې ناکلاسیک سم سره بوخت کړی وو.

– د فورمال کلاسیک سم اند غوره برخورشوګانې کلاسیک ویناسم اند، د لومړۍ پوړۍ برېدیکات سماند او د جګو پوړیو سم اند، چې د ۱۹- مې پېړۍ پای او د شلمې پېړی پیل کې له ګوتلوب فرېګې، چارلزاسندرز پييرس، برتراند رسل او الفرد نورف وایټهېډ ( Gottlob FregeCharles Sanders PeirceBertrand Russell und Alfred North Whitehead ) له خوا ودیز شوي یا پرمخ تللي. په ویناسم اند کې ویناوې شنلکیږي، چې ایا دوي له خپله ځانه بېرته له ویناو یوځای شوي یا تړل شوي یا د ګډوله ویناو په څېر راغلي، چې د یونکتورونوJunktoren یا تړننخښو ( د بېلګې په توګه: ،، او ،،  ،  ،، یا ،، ) له لارې سره یوځای تړلشوي. که یوه وینا د یونکتورونو یا تړننخښو له لارې تړلو برخویناو سره نه وي تړلي، دا د وینا سم اند له مخې اتومي ویناوې دي، داپه دې پرېپوهېدنه (پ،پ)، چې نوره نه ټوټه کیږي یا بېلیږي.

پرېدیکات سم اند د غونډلې دننه جوړښت هم انځورولی شي، چې وینا سم اندیز نورې نه ټوټه کیږي. د وینا ( مڼه سره ده) دننه جوړښت انخورونه د پرېدیکات (وینافنکشن هم بلل کیږي) له لارې (سره ده) له یوې خوا او د هغه د ارګومنت (مڼه) یا دلیل له بلې لور، له دې سره پرېدیکات د بېلګې په توګه یو خوي (سور) وایي، چې ارګومنت باندې دلالت کوي، یا اړیکې، چې د هغه د ارګومنتو په منځ کې شته ( xله yڅخه لوي دی). دا له شمېرپوهنیز سم اند څخه (دما د شمېرپوهنې سم اند کتاب کې کتل کېدی شي) له څېرونې (مېپېنګ) کلیمه رابېله شوې یا منځ ته راغلې.

یو سم اندیز ویناڅېرونه(فنکشن) ټیک لکه یو شمېرپوهنېزه څېرونه یو ارزښت لري، چې هغه شمېرنیز نه دی ( په ګڼونو نه لیکل کیږي)، بلکه یو رښتیا ارزښت دی.

 د لومړۍ پوړۍ پرېدیکات سم اند او د لوړو پوړیو پرېدیکات سم اند توپیر په دې کې دی، چې د کوانتورونو Quantoren ( ،،ټول،، ، ،، لږتر لږه یو،،) له لارې کوانتیفیڅیر quantifiziert  کیږي.

د لومړۍ پوړۍ پرېدیکات یواځې په یوګونو باندې کوانتیفیحير کیږي(د بېلګې په توکه ،، ټول چرګان سره دي،،)، د جګو پوړیو په پرېدیکات کې او پخپله په پرېدیکات کوانتیفیحیر کیږي (د بېلګې په توګه ،، یو پرېدیکات شته، چې په سوکرات اړوند دی،،).

د بېلابېلو ویېنکاتیګوريو لکه ترمونه، فونکتورونه، پرېدیکات او کوانتورونه TermenFunktorenPrädikatoren und Quantoren فورمال اړتیا پرېدیکاتونو سم اند (د ارزښتونې سم اند) ته اړتیا شته. دا په پوړیز سم اند کې، د تیپیکي Lambda-Kalküls ، په بڼه سرته سیږي. له دې سره د بېلګې په توګه شمېرپوخنیز ايندکشن Induktion یو ورځنی رابېلېدوړ فرمول

تر ۱۹ –مې پېړۍ پورې برلاسۍ سیلوګیستیSyllogistik، چې تر ارېستوتالس پورې بېرته ځي، د پرېدیکات د مخکښ په څېر کېدی شي و پوهېدلی شي. د سیلوګسیتیک یوه بنسټکلمه دا کلمه،، کلمه،، ده، هغه هلته نوره نه ټوټه کیږي.

په پرېدیکات (د ازماېښت له لارې ارزول) یا د ارزونې سم اند کې کلمه د یوځایېزې پرېدیکات په څېر ویلکیږي یاکه غواړۍ افاده کیږي، د ډېرځاییز پرېدیکات سره کېدی شي ورزیات د کلمې دنننی جوړښت وشنل شي او له دې سره د دلیل یا بنسټښونیز باوریوالی وښایي، چې هغه سیلوګستي رانیولوړ نه دي. یو زیاته intuitiv (بې شننې پوهېدل) کارول شوې ورځنۍ بېلګه دا دلیل دی ،، ټول اسونه ژوي دي، نو له دې سره ټول اسسرونه د ژويو سرونه دي،، . چې په پورته سم اندونو کې لکه پرېدیکات سم اند څخه رابېلېدلی شي یارانیولکېدی شي.

پسې دوېمه برخه

افغانستان ته د پاکستان صادرات تر دوه چنده زیات شول

0

تاند:( جمعه، د سنبلې ۲۶مه) په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت له واکمنیدو سره، په دغه هېواد کې د پاکستان د سوداګریزو توکیو بازار بیا په پراخیدو دی.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې نن لیکلي، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته په تېرو دوه اونیو کې د خیبر پر درې جلال اباد ته د دوی د سوداګریزو صادراتو کچه ان له دوه چنده کیدو هم لا زیات شوي.

سرچینې ویلي: مخکې په دومره وخت کې، افغانستان ته د پاکستاني صادراتو کچه ۴۷۵ لاریو ته رسیده، خواوس دا کچه څه باندې ۱۱ سوو لاریو ته رسیدلې ده.

ویل شوي، چې په دغو لاریو کې تر ډېره خوراکي او نور لومړني توکي شامل دي.

د افغانستان مخکینی حکومت، چې د پاکستان د منزوي کولو ادعاوې یې لرلې، دغه هېواد سره یې د سوداګرۍ کلنۍ کچه له څه باندې یو نیم میلیارده ډالرو څخه شاوخوا ۷ سوه میلیونه ډالرو ته را ټیټه کړې وه.

دغه حکومت د نورو دلایلو ترڅنګ، له دې کبله هم د پاکستان نیوکو سره مخ وه.

ذبیح الله مجاهد د فرهنګ وزارت د نشراتي معینیت سرپرستي پيل کړه

1

تاند:( جمعه، د سنبلې ۲۶مه) د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون د ویاندۍ د دندې ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معینیت د سرپرست په توګه هم خپله دنده پيل کړه.

مجاهد د یاد شوي وزارت د سرپرست ملا خيرالله خيرخواه لخوا د دغه وزارت رييسانو او کارکوونکو ته معرفي شو.

ملا خیرخواه په دې غونډه کې ویلي: د خلکو په تېره بيا د ځوانانو ذهنيت له پردي فرهنګ څخه اغېزمن شوی دی او بايد داسې پروګرامونه وړاندې کړو چې د اسلامي اصولو او د هېواد د دودونو مطابق وي او زموږ د دنيا او آخرت د نېکمرغي سبب شي.

ذبيح الله مجاهد بیا ژمنه کړې، چې د اسلامي اصولو او قوانينو او د هېواد د ملي ګټو په اډانه کې به د فرهنګ او خپرونو په برخه کې هلې ځلې وکړي.

هغه دا دنده په داسې مهال پيل کړې، چې په افغانستان کې د بیان ازادۍ د وضعیت په اړه اندیښنې زیاتې شوي او د اقتصادي او نورو ستونزو له کبله د لسګونه رسنیو د کار بندیدو خبر ورکړل شوی.

عمران خان له ایراني ولسمشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

2

تاند:( جمعه، د سنبلې ۲۶مه) د پاکستان صدراعظم عمران خان د ایران له نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د تاجیکستان په دوشنبه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي، چې دا لیدنه د سیمه ییزوهمکاریو د سازمان( شانګهای) د کلنۍ غونډې په څنډه کې شوې ده.

د لیدنې پرمهال پاکستاني صدراعظم په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسیدو د فرصت برابریدو خبر ورکړی او ویلي، چې دغه فرصت نه ښه استفاده په کار ده.

پاکستاني صدراعظم دغه راز ویلي: د امنیتي وضعیت او ثبات ساتل، اقتصادي پراختیا او سیاسي پراختیا ته هڅې یې په افغانستان کې د هېواد لومړیتوبونه دي.

عمران خان د افغانستان په موضوعاتوکې د ایران رول هم مهم ګڼلی او د همکاریو د ترسره کیدو هیله یې ښودلې.

ده دغه راز د ایران ولسمسشر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې.

د ایران رسمي دولتي خبري اژانس(ایرنا) د دې لیدنې تایید کړی، خو په لیدنه کې یې د خپل ولسمشر د دریځ او څرګندونو جزیات نه دي خپاره کړي.