جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبکره کتنهنقد او تخلیق / لیکوال :فراق ګورککپوري

نقد او تخلیق / لیکوال :فراق ګورککپوري

 ژباړن: عصمت الله زهیر پښین

 نقد څه ته وایي یاهغه کوم مرکزي لازمي عنصردی چي د هغه پرته نقد، نقد پامېدلی نسي، د نن څخه یو ، دوه نژاده وړاندي دا پوښتنه هیڅ وخت تکرار سوې نه ده نو ځکه تر اوسه د هنرمن (فنکار) او نقد څېړونکي (نقاد) تر منځ کوم جوت توپیر موجود نه وو ، د دواړو تصور به یو شان په ذهن کي را اوچتېدو تخلیق او نقد دواړه د یوه قوت دوه مظاهر به پامېدل .

که چېري بحث د شاعرۍ تر دایرې محدوده وساتو نو ویلای سو چي شاعر نقد څېړونکی او نقدڅېړونکی شاعر ګرځیدل اړین وو .

پروفېسررازمحمدراز ،عبدالباري اسیر او دروېش درانی
پروفېسررازمحمدراز ،عبدالباري اسیر او دروېش درانی

کله چي شاعر د ( تحسین ناشناس ) او ( سکوت سخن شناس ) ذکر به کولو د هغه به جوت مطلب هم دا وو چي رشتوني نقد څېړونکی هم پخپله شاعر وي ، دا بیا بېله خبره ده چي هغه به شعر نه وایي ، په دا پوهیدل کومه ستونځه نه ده چي کوم یو داسي څوک پر شاعري باندي درست نقد کولی نسي چي د شاعرۍ د هنر (فن) بشپړه بلدتیا ، د اصولو او سبکونو یې لامحدوده خبرتیا ونلري ،کټ مټ هم داسي لکه څه ډول چي د هنر د رغوني (تعمیر) نقد څېړونکي لپاره لږتر لږه په اصولي او نظري توګه د هنر د رغوني ماهر اوسېدل اړینه ده .

شاعر هم تر هغو لوی شاعر نسي ګرځېدلای تر څو په ځان کي زښت رشتونی او هنرمن غوندي د نقد صلاحیت ونلري ، تخلیق د نقد پرته امکان نلري ، د یوه شاعر لپاره زښت اړینه ده چي د استادانو د کلامونو له غوره نمونو سره دي بلد وي ، او د شاعرۍ د هنر د اصولو او دودونو د پېژندون او څېړني وړ دي وي ، په لرغونو شاعرانو کې داسي مثال لټولای نسو چي شاعر دي د هنر له اصولو نابلده وي یا دې د خپلو تېر سوو د کلام لویه برخه تر مطالعه تېره سوې نه وي ، ډېرداسی مثالونه لیدلی سو چي شاعر نقد څېړونکی هم وي او نقد څېړونکی شاعر هم .

په فارسي کي د ( رودکي ) څخه تر متاخرینو او په اردو کي د ( سراج) او ( ولي )څخه تر امیرمینایي او د هغه تر متا بعینو داسي شاعرانو کمی نسته چي ښه شعرونه ویلي دي هم یې داسي تذکرې لیکلي دي چي موږ نن هم سترګي ورځني اړولی نسو ، په اردو ادب کي میر ، سودا، قایم چاندپوري ، له پمي نراین صایب، شفیق ، مصحفي ، میرحسن او وروسته په پسې شاعران د لومړي قطار تذکره لیکوال هم وو .

د انګریزي ادب په تاریخ کي سرفلپ سډني ، ډرایډن ، کولرج ، ورډس ورت، شیلې ، میتهو آرنلډ ، رابرټ برجز او ټي –ایس –ایلیټ د خپلي دعوې په ثبوت کي وړاندي کولی سو ، د جوړښت له پلوه شاعر او نقدڅیړونکی سره یو دي ، د جرمني نوموتی شاعر او تمثیل لیکوال ګویټې د نړۍ دبې ساري مفکرو او نقد څېړونکو په شمېر کی راځي .

په نقد څېړونکي او شاعر کي یو ظاهري توپیر حتماً سته او هغه دا چي نقدڅېړونکی عملاً د تجزې اړ تبصرې زیات ماهر وي ، شاعر عموماً د خپل هنر (فن) د اصولو او سبکونو غیرشعوري احساس په برخه وي کوم چي د ده په تخلیقي هڅو کي بې ارادې خوځیږي .

شاعرۍ یا د ادب د کوم بل ژانر لپاره لږ تر لږه د دوو هستیو شتون اړین دی ، یو خو هغه چي شاعر یا ادیب دی او دوهم هغه چي د ده آثار واوري یایې ولولي او په پوه سي .

د اسکاټ جمیس په قول( ګویا پر یوه سر یو ږغ او پر دوهم سریې یو اورېدونکی وي ) .

اورېدونکی نقد څېړونکی دی چي د اورېدلي خبری هیڅ یو جز نه پرېږدي  د معنا له ژورتیا یې ونیسې د الفاظو چلند ، د لب ولهجې په واړه باریکیو او په بلاغتونو ښه بلد وي  .

د نقد څېړونکي لومړی کار هم دا وي ، ده چي کوم څه واورېدل بې له کوم رد وبدله د هغه ترکیب دي تجزیه کولی سي او د دې لپاره اړینه ده چی په اورېدونکو کي دي داسی جامع او قوي تخیل شتون ولري چي د لوستونکي نفسیات او شخصي تجربې د ځان وپاموي .

اصل کارنامه خو د شاعر ده چي شعر رغونه یې ترسره کړې ده ، که چیري نقدڅېړونکی دا صلاحیت نلري چي د دا شعر اندرون کاینات او بېرون رغښت تجزیه کړي او د نوي سره ورته هم هغسی بڼه ورغوي لکه څه ډول بڼه چي شاعر ورته رغولې وه نو به هغه د رښتوني نقد څیړونکی له مسولیت تر سره کولو بې برخی پاته سي.

لاکن عملاً هم د نقد څېړونکي د دندي پیل له هغه ځایه نه را پیلېږي له کومه ځایه چي د شاعرۍ تخلیق راپیلېږي رښتیا هم شاعر ژوند یا یې د ژوند پر کوم جز د خپل کلام بنسټ ټاکي ، د خارجي عالم اسباب څخه چي کوم تاثرات ورپکي زېږي هغه ته د نظم او ترتیب په وسیله یوه بڼه رغوی او د خپل تخیل په مرسته دا بڼه رنګونه کاروي .

مطلب شاعر خپلي تجربې او ذهني انځورونو ته د الفاظو جامه ور واغوندي په یو بشپړه بڼه یې وړاندي کوي ، د نقد څېړونکي د پیل نقطه هم دابشپړه بڼه وي .

لاکن څنګه چي اسکاټ جیمس په خپل کتاب ( د ادب رغښت ) THE Making of Literatre کي جوته کړې ده ، نقد څیړونکي ته دومره قابلیت په کار دی چي د شاعر یا ادیب پر کومه کارنامه تبصره کولو مهال سرچپه بیرته ستون سي چي دا ډول هغه خپله خپل تخلیقي تخیل په کار واچوي د پيل څخه د تکمیل تر وروستي پړاوه د ادبي کارنامې تجزیه وکړي ، په پوه سی او په پوهولو کې مرستندویه وګرځي .

 د نقد څېړونکي لپاره هم د کاینات او انساني ژوندون مطالعه او مشاهده دومره اړینه ده لکه څومره چي د یو شاعر لپاره اړینه ده کنې نقد څېړونکی به په دې ونه توانېږي چي شاعر د      خپل تخلیق لپاره مواد د کومي راوړي ، او دې موادو ته یې چي دا بڼه رغولې ده هغه تر کومه حده موزون او اړین دي .

نقد څېړونکي ته د ژوندون د خارجي او داخلي پېښو ، یرغلونو هم هغه ډول حقیقي او توانمن شعور درلودل په کار دی لکه څه ډول چي یو هنرمن ته لازم دی ، که داډول نه وي نو په هنرمندي ( فنکاري ) کی چی د ژوندون کومه نمایندګي تر سره کیږي نقد څېړونکی به یې له پوهني بې برخي پاته سي .

د دې کاینات د علم یا د ژوند له شعوره آخر موخه څه ده ؟ تش د واقعاتو او د حالاتو اضطراري نخښي او انځورګرۍ ته د کاینات علم یا د ژوند شعور نه وایي ، شاعر او نقدڅېړونکي دواړو ته د کاینات او ژوندون د ارتقا او د تواریخ پیوسته او مدلل علم اړین دی ، د ماضي ژوندي یا د حال پر واړه اقتباساتو باندي جامع او لامحدود نظر او د مستقبل  د ارتقایي امکاناتو زښت جوت او سم تصور و هنرمن او نقد څېړونکي دواړو ته لازم دی .

شاعر وي او که یا نقد څېړونکی د ژوندون ادراک او شعور تر هغو پکي زېږیدلی نسی ترڅو ژوندون متحرک او وده موندونکی ونه پاموي .

ژوندون که چیري ساکت او صامت ونومول سي نو د تاریخ به هیڅ معنا پاته نسي ، ژوندون که چيري تاریخ دی ماضي،حال او مستقبل رشتونی وجود ورپکي لري نو یقیناً چي یو متحرک حقیقت دی چي عصر پر عصر غیر ته مخامخ کیږي او تر غوره لا غوره کیږي دا تش د مارکس او لینن فکرونه نه دي بلکې بیرګسان BERGSON ردولف آیسکن Rudolph Euckenاو کروچې غوندي متصورینو هم دا نظریات دي ، دا ډول د ژوندون قوت متحرک او مسلسل مطلب تاریخي نوموي هنرمندي (فنکاري ) که چیري د ژوندون نقل یا عصریز تخلیق دی نوله دې اساسي تصوره څخه غاړه غړولی نسي ، د ژوندون په دې تصور کي ماضي ، حال او مستقبل مطلب روایات او انقلابات د ترکیبي توکو په څېر ور داخل دي د یوه او بله یې بېلولی نسو .

د ټي – ایس – ایلیټ په قول د حل په شعور کي د ماضي بشپړه آګاهي په کار بوخته وي او د مستقبل تصور د حال د شدید احساس څخه بې برخي ګرځېدی نسي که چیري د هنرمندۍ (فنکاري ) یا شاعرۍ موضوع د لرغو نو د اند په وینا تش حسن وبلل سي نو بیا به حسن زښت یو پراخ او غیبي قوت به یې منو چي شعوري یاغیر شعوري احساس یې په خواص او عوامو کي موجوده وي ، کوم حسن چي تش د یو څو او ټاکلو هستیو په شعور کي ځای مومي او قدر یې عادي بني نوع انسانان ونکړلای سي نو یې اصلي وجود هیچري هم مثبت نه دی ، د حسن د دې غیرحقیقي تصور څخه دنیا اوس ډېره لیري وتلې ده

اوس موږ حسن د حسن شعور او د حسن ارزښت د خدای د ټولو بندګانو حق ګڼو ، د دې هیڅکله دا مطلب نسو چي شاعر او په عادي خلګو کي کوم توپیر موجود نسته ، مراتبو اختلاف به تر کوم حده په هر حال سره منو ، په چاکي دا شعور زیات جوت ، زښت شدید او ډېرقوي وي او هغه د دې وړ وي چي د دا شعور په وسیله خپل اظهار تر نورو  ورسوي ، تر څو په نورو کي هم لږ او زیات دا شعور موجود نه وي تر هغو نور د شاعر یا هنرمن له هڅو کوم اغېز قبلولی نسي ، د شاعر دنده تش د خلګو خوابیده یا نیم خوابیده شعور راویښول او رابیدارول وي .

په نقد څېړونکي کي ( وړاندي مي وویل ) هم هغه شعور اړین دی کوم چي د شاعر په برخه رسېدلی دی کنې نقد څېړونکی د شاعر پر تخلیقي هڅو سم نقد واردولی نسي ، نقد څیړونکی د شاعر د شعور مل او ملګری وي ، شاعر ته په برخه نقد څېړونکی رسي ، کوم کار چي شاعر نسي کولی هغه نقد څیړونکی ترسره کوي ، شاعر ته خپل زیار دومره سپېڅلی وي چي هغه یې په ښوالي او بدوالي کي دوکه کېدلای سي لاکن دلته یې نقدڅېړونکی را ژغوري .

نقد د نوي تخلیق په لاره کي شمع ګرځي ، موږ ویلای سو چي د یوه شاعر د ارزښتمنو اخترااتو درست لوری ټاکونکی د کوم بل شاعر مسولیت دی ا و دا بل شاعر نقدڅیړونکی دی .

په لنډه توګه اشارتاً کوم څه چي مي وویل دا قدر خو به ورځني جوته سوې وي چي پرته بې د ماضي له مطالعې ، د حال له  مشاهدې او د مستقبل د تصور نه څوک په رښتونې توګه هنرمن (فنکار ) ګرځېدلای سي او نه نقد څېړونکي .

په دې چي د دې درو اجزاو د امتزاج پرته په موږ کي تواریخي بصیرت زیږیدلی نسي او د تواریخي بصیرت پرته نوی تخلیق د یوه اسقاطي کوشش څخه زیات کوم ارزښت درلودلی نسي ، زموږ ځوانو هنرمندو ( فنکارو) ته دا راز پېژندل اړین دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب