پنجشنبه, جنوري 20, 2022
Homeادبشعرد پټان خان اعيان بيان/ ایمل دوست

د پټان خان اعيان بيان/ ایمل دوست

پښتون ولى دومره خوار دی؟

د زړ‎ی ايشيا گوگل   كې يو ديار دى

هسكو غرونو سلسلو كې را ايسار دى

ټول ديار درى درى  كهسار كهسار دى

د خروشانه مست سيندونو پرې آبشار دى

په بهار گل او گلزار دى لاله زار دی

كه يې تخار دى يا بغلان او يا مزار دى

ننگرهار يې بيا په سره ژمي بهار دى

نارنج گل  پكې بهار ډ‎ېر خوشگوار دى

په انارو يې خو مشهوره كندهار دى

ځانګړ‎‎‎تيا كى شاهانه دى د دربار دى

په انگورو كى نامدار  بيا چاريكار دى

هندوستان پورى مخلوق ورته خمار دى

هسك كابل بېا سره ګرمي كى هوا دار دى

په بهار هم   ګلګلزار دی چمن زار دی

خزانو او د گنجو نه هم سرشار دى

هر يو غټ خبيث حريص ترې خبردار دى

صرف پټان ويده په گنج دى نور نهار دی

ډ‎ېر خوني غوندى موقيعت كى برقرار دى

دې موقيعت د لاسه ژوند نه نور بيزار دى

مرگ په ژوند! پدې ديار كى نن شعار دى

هر يرغل مخ په ايڼډ‎يا ته كلك احصار دى

د هند گنج باندې اولاړ جنگي خامار دى

هندوستان ته خداى وركړې پهره دار دى

د پټان غوندې جنگي غيور  پاسدار دى

يو موسم د نوبهار كې،په راغلى سور غبار دى

غبار ندې د جوش دېگ سوزان بخار دى

په ژوندينې دى نيم سوز پټان داغدار دى

گوټ په گوټ ديار اوس فرش، په سور انگار دى

 كرونده ده , د  ماېنونو غټ كشتزار دى

سم مسلخ دى قصابي ده جوړ‎ كشتار دى

 بس آفت پرې نازل كړې كردگار دى

زيات او كم خپله پټان هم گنهكار دى

هميشه جوړ‎ په ناتار دى ناقرار دى

د هر خوا نه په راغلې جگړه‎ مار دى

كه مسلم دى كه هندو او كه كفار دى

كه مغل كه پېرنگى يا د روس زار دى

كه پارسی دى يا گورجی دى يا تاتار دى

پدې قام يې غورځنگ كړ‎ى په ناتار  دى

هر هر يوځل ترې تېر كړ‎ى كلك گزار دى

 چيغو چيغو يې ژړ‎ولى په كوكار دى

ښه يې زبېخلى او كېشكلى په فشار دى

هم يې خپل سر په خوږ كړ‎ی دى افگار دى

پاې كى ځان ته كښې كنلى ډ‎وب مزاردى

هستوگن پكې عجيب غوندې ټبار دى

څه كوچی،يو څه ښاری نور زميندار دى

هر سرك او هر پچك پكې سردار دى

مثقال نشته چارك نشته يو خروار دى

په ميزاج كې خو ياغي باغي سرشار دى

په غرور او په غيرت كي بېمقدار دى

په سيالى او تكبر كې ډ‎ېر بسيار دى

تره زوى توب او تربورى كې خو شهكار دى

حًوك اخته دى په گوندى كى گونديماردى

بل لأنجو كى سر پوخ كړ‎ی جرگه مار دى

هم دوستدار،هم  بديدار هم مهماندار دى

 نن سبا، خو يې مېلمه په اوږو سوار دى

 خان  د مينى د اسرارو خبر دار دى

د فطرته عشق گوهر نه جوهر دار دى

خو د ښځی په مورد  ډ‎ېر ستمگار دى

هم په خور او هم په لور هم په ورېندار دى

دې مظلوم عاجز مخلوق ډ‎ېر بد روزگار دى

ته به واې چى يې اخيستى چا آزار دى

هم يې حق ترينه خوړ‎لى، خان جبار دى

هم يې مال ترينه جوړ‎ كرى دى اوزار دى

خور يې بدو كې وركړ‎ى، خان بد كار دى

كښت يې كړی‎‎ رنگارنگ گلو ماليار دى

يا خو يې سر په چا مات كړی‎ په انار دى

يا يې وهلى ځورولى د چا پلار دى

لڼډ‎ه غر دى خان جوار گر دى په قمار دى

بد عمل دى زنا كار دى ، بد كردار دى

يا يې قتل چيرته كړ‎ى خان خونكار دى

يا خو پلار نيكه، او د نيكه نه بديدار دى

بېا جرگى دي،او وركول د واك اختيار دى

ملكان دي او گوسفندان دي جرگه مار دى

فيصلو كې بيا د ښځی نصيب خوار دى

 شربت خان قصور ملالى باندې بار دى

خوراو لور ژوند د خانگل د ژونده جار دى

په جرگو كى رهنما د جنتونو هم إحضار دى

 پټاسه ،پيسه ،پسه ته يې ډ‎ېر تلوار دى

وايي:

زما دعا ده،همدا خواست د كردگار دى

خداى رضا ده,دا خو جوړ‎او تيار كار دى

دا مخلوق خو هم څان  لري جاندار دى

د ژوند چارو كې تر نر په ډ‎ېر بېگاړ ‎دى

هم احساس لري له نر نه فدا كار دى

دو خو هم زموږ خالق پروردگار دى!

دا قوم ځكه خداى په قهر گرفتار دى!!!!

هم د بچيانو جوړ ‎غوڼډ ‎قطار وي

هم د چرگانو كړ‎ت او كړ‎تار وي

هم يې غوېا بوس ورنه غواړ‎ي

هم يې سره غوا وهي رمباړ‎ى

غيږى ماشوم هم په ژړ‎ا ژاړ‎ي

نورو وړ‎و هم جوړ ‎وي غوباړي‎

دې كې ميړ‎ه هم ،ور ولي زياړ‎ى

ورنمايان كړ‎ي خيرنې داړی‎

ته پسى لاړ‎ى !ته چيرته لاړ‎ى؟

زه درته ناست وم پټي په غاړی‎

ديرو نارو مې وچې شوی لياړی‎

سپېرى شيشكى ريتي ريتاړ‎ى

په عقل خوارى مړ‎اوى رينجاړ‎ى

خاشنه بر ويسه، او گيډ‎ۍ به راوړ‎ى!!!

بيا ما ته پوخ كړ‎ه تازه ورخاړې‎

منگى هم ډ‎ك كړ‎ه گودر په غاړ‎ى

دا يې عمر  دا يې د ښځو ژوند روزگار دى

دا يي نگار او د دلدار شيرين گفتار دى

نور تارو دى خان،  غيرت په لمبو ځار دى

خو ډ‎ېر غيرته ځينې پريښې عقل كار دى

تش په نوم باندی آزاد دى،خالى دې ته خان شاداب دى

نور خراب تراب برباد دى:

د خپل كور په حويلې كې خود مختار دى

په مېرمن په خور او مور باندې بادار دى

خپل  وړ‎و وړ‎و بچو باندې سردار  دى

 عجيبه غوندى دستور كى گرفتار دى

خالي كښت كې يې ليدلى افتخار دى

په قانون كى فنكار ټيت دى،نر ټټار دى

خو كه سيورى ته وي پروت هغه هوښيار دى

چى كاسب وي نو هغه فقير نادار دى

كه ناې جولا يا پښ دى يا نجار دى

د ريشخند او د پوزخند دى خنده دار دى

كچر وان دى،گاوچران دى روز مزدكار دى

يا يي خر مخ ته اچولې خان خركار دى

يا خو يې كټ سيوري ته كړې‎ د چنار دى

يا پيتاوي ته خان انو  جوړ ‎  باڼډ‎ار دى

خو جولا ته سپك اوسپور بېا په گفتار دى

كسب كمال فن او هنر كى شرمسار دى

په قلم خو ورته شرم دى ننگ او عار دى

خو كچر پسې چوكه كى يې جوړ‎ وقار دى

په ټوپك كې ورته زيب ډ‎ول او سينگار دى

خو عرفان او د معارف  دښمن د پلار دى

د مكتب نه خو زړ‎ه تورې دى  بيزار دى

 خو ټوپك ته د  كارتوسو خريدار دى

خركاري په هنر پوه فنكار تتار دى

دا خان ځكه پر هر لورې غريبكار دى!!!

خو خپل كور كې غزېدلى دى بېكار دى

ته به واېى كار شو خلاص خانگل اوزگار دى

درست وطن ترې سمسور شوې گلگلزار دى؟

پشتونخوا كې خپل سركار ته خاصه دار دى

غټ منصب يې اولدار يا تاڼه دار دى

په پنجاب كې،چودري ته چوكيدار دى

يا منشى دى كوم سراې كې سراى دار دى

په اېڼډ‎يا كى بېا تمثيل كري، اداكار دى

پښتونتوب تاريخ يې تېر خان تش كباړ ‎دى

كراچى كى خو مړ‎ كيږي   گنهكار دى

د ويشتو دى د مجنون غوندى سنگسار دى

په ايران يې هم وهلې سر  په دار دى

د اپين بوجۍ په شاه خان گرفتار دى

خو سعودى كې بېا چپلكو دكاندار دى

د دبۍ په سره گرمي كې مزدور كار دى

په كابل كې اوس جوالي دی بار وردار دى

په لندن خو انگرېزي ته خدمتگار دى

هم يې پوه هم يې ناپوه بېگاړ‎ بېگاړ‎دى

چى د كار دى!!

ترې فرار دى يا د كور كنج كې بيكار دى

يا يې بازار كې جوارې ايښې په انگار دى

چى ناكار دى،په حكومت كې سلاكار دى

پروفېسور يې شاگرد شوى د نجار دى

ميستري اوس د بايسكلو،  پوهنيار دى

د ماشين سره كارگر، كراچۍ سره ولاړ‎ دى

انجينر يې اوس توپچي دى تخريبكار دى

يا خو خټو كې اخته، پخسو گلكار دى

 كه عالم دى يا معلم دى خوار او زار دى

مزد او قدر د چوپان  ورنه  بسيار دى

ډ‎اكټر هم پكې كوم حزب سره په لار دى

زر اندوز دی د دنيا سره یې کار دی

په ګولوېو ېی بار کړ‎ی روغ  بيمار دی

غټ ډ‎اكو اوس په پليس كى سمونيار دى

جوالى او بار واردار نن ډ‎ېر هوښيار دى

نظامىي تعليم  يې  كړ‎ى  منصبدار  دى

د بازار نه دلال تللې اوس واكدار دى

كابينه كې كوتكمار او ټوپك مار دى

يا ټگمار دى،يا خونكار دى,يا لوټمار دى

هر وزير يې جنگسالار دى

هر والي يې داړ‎ه مار دى

غټ غدار يې سوپرسټار دى

غټ سردار يې سر په دار دى

خېرخوا نشته ښه سړ‎ی ترېنه فرار دى

چې په خوي باندې ټپوس دى

او  د اصله غټ داوس دى

چې بوټ پاك دى چاپړ‎وس دى

 چې پليد دى او منحوس دى

چى په وزن كې تش بوس دى

بې حرمت او بې ناموس دى

چى حريص دى او كنجوس دى

او د گنج عشق كى محبوس دى

دلته شته دلته  محسوس  دى

 د رقيب پكښې جاسوس دى

د  دښمن  د ډ‎ز كارتوس دى

دو سرخېل دى قرى طوس دى

فكر او سوچ ته بېا خطا ورځينى وار دى

دافراط په آس سپور شوى شهسوار دى

  تند روى كې د تيزانو تېز رفتار دى

شډ‎لی كې خاكسارانو نه خاكسار دى

يا به نكړ‎‎م يا د خره كړ‎م دا يې كار دى

ميانه رو د بېغېرتو شمار كې شمار دى

د  دل  كار كې ښه خيراز  دى

هرهر راز سره يې دمساز دى

هم په سوز دى هم په ساز دى

هم  په  بزم  او  په  آواز  دى

 په  ميجاز  كى  لكه  باز دى

هوا باز  دى  په  پرواز  دى

د ننگ كار كې  يكاتاز دى

 سر فرازه  دى جانباز دى

په محاذ كى ښه سرباز دى

اخ او ډ‎ب كى ډ‎ېر ممتاز دى

خو دعقل نه ناراض  دى

عقلمند سره  ناساز  دى

دانشمند خو يې غماز دى

د پوهنې نه  بې نياز دى

ښه باتور دین،هم غېور دى ډ‎ېر مغرور دى

جنگ مېدان كې په اتڼ دى په سرور دى

په كمين كې صبرناكه دى صبور دى

خو چاپه چپاو او چور ته بېا ترور دى

 چې انگرېزو يا چنگېزو امپراطور دى

دى وطن كى يې ليدلى سور تنور دى

نو دنيا كې په باتور باندې منظور دى!؟

ورسره په چكه چورو هم مشهور دى

په يو دام كى راگير شوى په تكرار دى

تل  اغيار په  دسيسو كې  گرفتار دى

هم غازي دى هم شهيد دى هم مردار دى

هم ملحد دى،هم ديندار دى ،هم اشرار دى

هميشه يې داړ‎ه مار لاس كې مهار دى

داړ‎ه مار په  نا هموار لار  په رفتار دى

ځير په څار دى په لټون  د  خريدار دى

خرڅېدا د ټول  كاروان  ته يې تلوار دى

نن سبا پكې بحران د ښه سالار  دى

 ښه سالار ترې نابود كړ‎ى تور اغيار دى

هر كدو سر سينگار كړ‎ى په دستار دى

سر په دار ولا يې د سر سړو سردار دى

زوړ‎ يابو  هم  لونگۍ والى شمله دار دى

عقل ډا‎گ يې وچ بيابان دى خاره زار دى

نفس جوال يې د گوډ‎ال په منگ تورغار دى

غټه گيره كې جويبار د شين نسوار دى

ښه چابك دى كه په منځ كې د لوټ شمار دى

بس ملك دى د ټول قام يې خپل اختيار دى

ښه صادق دى هم ديندار دى

ښه د زړ‎يني ايماندار دى

 صاف ساده دى،پوست كنده دى

ريښتينتوب نه برخوردار دى

خو ايمان يې برباد  كړ‎ى په كوكنار دى

په سپېره بوټې يې لړ‎لې درست ديار دى

كردگار ته يې خراب كړ‎ى خپل اعتبار دى

چاى شيرين خو د بل ژوند په زهردار دى

ټول بهشت يې مارچه ک‎ړ‎ى په نصوار دى

كڼډ‎ول هم ښه دى لبريز په خروار جوار دى

خو دكان سره كاته كې لا قرضدار دى

هغه ښه زوې هم په كټ دى خوار بيمار دى

اپين كم شوى ، دارو ته يې بيقرار دى

خوار او زار دى خداى په قهر گرفتار دى

اى پټانه!!!

دا عذاب دى  نازل كړ‎ی كردگار دى !!!

نور خو هسې هم د علم نه بيزار دى

خو شرير  كار كې بيا كړ‎ى ابتكار دى

سپېره بوټي ته يې جوړ‎ كړ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب