جمعه, مې 7, 2021
Homeادبکره کتنهشیخ املاء بخارایي څوک وو؟ | محمد معصوم هوتک

شیخ املاء بخارایي څوک وو؟ | محمد معصوم هوتک

په پښتو ادب کي د شیخ املاء محمدي بخارایي (۱۱۶۴ هـق مړ) له نامه سره موږ  وار د واره د عبدالرحیم هوتک په کلام کي مخامخ سوي یو. عبدالرحیم هوتک چي له خپلي پلرنۍ مېني څخه تر وتلو او یو لړ اوږدو سرگردانیو او مسافرتونو وروسته بخارا ته رسېدلی دئ، هورې ئې د شیخ املاء بخارایي پر مېنه اړولي دي، د هغه لاس نیوی ئې کړی او د خپل پیر تر وفات وروسته ئې د ارشاد پر مقام کښېنستلی دئ. دی په خپل دېوان کي د خپل پیر شیخ املاء ډېري یادوني لري.

بنده غلام یـــــــــــم زه د املاء

پای بند په دام یم زه د املاء

هوا مي نه شي و بل مقام ته

ناست پر مقام یم  زه د املاء

په یوه اوږدقصیده وشمه نظم کي ئې د خپل پیر شمایل بیان کړي دي چي د سر بیت ئې داسي دئ :

د کامل صفت به کــــړمه، په لسان افغاني

راته غوږ باسئ عالمه، دا زما پر پُر رویي

په دغه نظم کي د اولیاوو “سرحلقه” پنځه تنه بولي  چي یو ئې دده مرشد شیخ املاء محمدي دئ .

سرحــــــــــلقه د اولیاء پنځـــــه کسه دي پیدا

بایزید، عبدالـــــــــــقادر، هم احمدي بدَوِي

څلرم عبدالخالق، په سلوک کښي وو فایق

دا پنځم محمدي، شیخ امـــــلاء ورته وایي

ما چي په ۱۳۹۳هـ ش کال کي د عبدالرحیم هوتک دېوان د صحاف نشراتي مؤسسې له لاري خپور کړ، هورې مي له لوستونکو سره ژمنه کړې وه چي ” زه به که د پاک خدای رضا وه، د عبدالرحیم هوتک د پیر شیخ املاء بخارایي په باب یوه بله لیکنه سرښته کړم”. ( دېوان ـ ۳۰ مخ)

د شیخ املاء په باب زموږ هیوادني منابع دومره زیات څه نه لري یا به زه نه یم پر پېښ سوی . ښاغلي حبیب الله رفیع د (مهاجرتنامه) په لسم مخ کي ” د منځنۍ آسیا لوی روحاني او ادبي شخصیت”بللی دئ، نور تفصیل ئې نه دئ کښلی. د فارسي ـ تاجیکي لوی محقق لیکوال او ادیب او د شوروي تاجیکستان د علومو اکاډیمۍ لومړی رئیس صدرالدین عیني (۱۸۷۸ ـ ۱۹۵۴ع) په خپله مشهوره تذکره ( نمونۀ ادبیات تاجیک) کي دو اویایم شاعر همدغه (املاء) ثبت کړی دئ او د هغه په باب ئې صرف یوه جمله کښلې ده چي ” وفات ۱۱۶۲ ـ بلخی است و در بخارا نشو و نما یافته است”. تر دغي جملې وروسته ئې د شاعر یوه غزل راوړې ده چي مطلع ئې داسي ده :

عرش مجید اعــــــظم، پروانۀ دل ما

حوران پاک سیرت، فرّاش منزل ما

د شیخ املاء او د هغه د مرید عبدالرحیم هوتک د ژوندانه د تیاره اړخونو د لا روښانولوله پاره مي د شیخ املاء بخارایي دېوان ته ډېره اړتیا درلوده او تر ډېرو هڅو وروسته مي دغه دېوان د ښاغلي ډاکټر شیرحسن پر لاس د ښاغلي دوکتور لطیف بهاند په مرسته تر لاسه کړ. زه ددغو دواړو ښاغلو د مرستي له اسیته ډېر ډېر منندوی یم.

دغه دېوان د دکتور شاه نیاز موسی یف او دکتور جعفر محمد ترمزي په ” گردآوری و تصحیح” او د دکتور حبیب صفرزاده په اهتمام او سرپرستۍ په تاشکند کي د ” انتشارات بین المللی الهدی” له خواپه کال ۱۳۸۸هـ ش کي خپور سوی دئ. دېوان د هغي یوازنۍ خطي نسخي له مخي برابر سوی دئ چي د ابوریحان بیروني د ختیځ پېژندني د څېړنیز مرکز په قلمي زېرمو کي خوندي ده. دا څېړنیز مرکز د امیر علیشیر نوایي په نامه د ازبکستان جمهوریت په عمومي دولتي کتابتون پوري تړلی دئ او د قلمي آثارو یوه درنه زېرمه پکښې خوندي ده چي دعربي، فارسي، تاجیکي، تُرکي، ازبکي، ایغوري، تاتاري، ترکمني، آذري، اردو او پښتو ژبو پخوانۍ خطي نسخې پکښې دي.د خطي نسخو شمېر ئې تر ۱۳۸۸هـ ش کال پوري ۲۵۶۲۱ نسخو ته رسېدلی وو او اوس ښایي زیات سوی وي.

د دغه دېوان ټول مخونه ۳۰۳ دي چي په دې کي لس مخه د دېوان په سر کي” سرسخن”، ” پيشگفتار” او “مقدمه” ته ور ایستل سوي دي.په مقدمه کي ئې د شیخ املاء بخارایي په باب یو لړ معلومات راغونډ کړي دي چي تاداو ئې د نوموړي کتابتون په همدې خطي زېرمه کي د (بیاض) په نامه په نونسمه میلادي پېړۍ کي پر یوه بله تهیه سوې قلمي تذکره ، د ملا عبدالرحمن تمکین پر خطي اثر ( مطالع الفاخره و مطالب الظاهره)، د بخارا د یوه منغیتي شهزاده ناصرالدین توره بخارایي پر قلمي ( تحفة الزائرین) او دغه راز د مخکي یاد سوي صدرالدین عیني پر تذکره ( نمونۀ ادبیات تاجیک)ولاړ دئ. په (نمونۀ ادبیات تاجیک) کي ئې د صدرالدین عیني د ” اظهارات” له مخي کښلي دي چي په سلوک کي د حضرت املاء بخارایي نسبت حسن بصري او  کمیل ابن زیاد او حضرت ابوالعباس او حضرت ابو یعقوب شهرسبزی ته رسېږي او د مور له خوائې نسَبي ریښه په درویشت نسله کي حضرت علي ابن ابي طالب ته رسېدلې ده. لکه ماچي څو کرښي دمخه هم اشاره کړې ده، د صدرالدین عیني په تذکره کي د شیخ املاء په باب له هماغي یوې کرښي پرته نور څه نسته. دا چي د دیوان مقدمه ښاغلي لیکونکي د شیخ دغه سلوکي او نسَبي اړیکي د صدرالدین عیني د ” اظهارات” په حواله کاږي، ښایي مراد ئې له ( نمونۀ ادبیات تاجیک) پرته د عیني په کوم بل اثر کي راغلي ” اظهارات” وي. څرنگه چي د مقدمې لیکونکي ددغو اظهاراتو دقیق ماخذ ښوولی نه دئ، نو ئې د معلوماتو همدغه برخه د نورو منابعو له ملاتړ پرته د تامل وړ ده.

د دغي مقدمې لیکوال کښلي دي چي شیخ املاء د افغانستان د بلخ ولایت په سنگارک کي په ۱۰۹۹ هـ ق یا ۱۱۰۰ هـ  ق کال زېږېدلی دئ. له “سنگارک” څخه به ئې مرادسنگچارک یا سنچارک وي چي د اوسنیو تشکیلاتو له مخي د سرپل ولایت یوه سیمه ده. دغه راز ئې زیاته کړې ده چي املاء د تحصیل په نیامت بخارا ته تللی او هورې ئې دایمي استوگنه غوره کړې ده.

د (مطالع الفاخره و مطالب الظاهره) په حواله ئې کښلي چي شیخ املاء بخارایي په ځینو ادبي او تاریخي منابعو کي د” املاء اخوند محمد(محمدی)، املاء علاء الدین ابن عزیز ابن شیخ یوسف الدین ابن هارون خواجه عرب …” په نومو یاد سوی دئ.

د ( بیاض) په نامه قلمي تذکرې په حواله ئې کښلي دي چي د شیخ املاء زېږند ځای بلخ  او نوم ئې محمود وو. دغه راز ئې د همدې منبع په استناد زیاته کړې ده چي املاء د میرزا بهادر مرید او د خواجه حافظ دېوان ئې ” تتبع” کړی وو. په تاجیکي فارسي کي ځیني عربي کلمات په داسي ډول او معنا کارېږي چي د فارسي نوري لهجې ئې په همدغه راز نه کاروي. له همدې اسیته ما(هوتک) ته اوس سخته ده چي له “تتبع” څخه د مقدمه لیکونکي د زړه مراد معلوم کاندم.

د (تحفة الزائرین) په حواله ئې کښلي دي چي املاء نه یوازي د خپلي زمانې تکړه شاعر وو بلکي د اسلامي معارف له پېشوایانو څخه هم وو او په سلوک کي ئې د څلورو مرشدانو څخه اجازه تر لاسه کړې وه.

د شیخ املاء په باب دا خبره عبدالرحیم هوتک هم په یوه شعر کي کړې ده . ده ویلي دي :

هم کامل هم مکمل وو هم نقشبند هــــم صاحبدل وو

طریقې ئې ټول په لاس وې ته (تر) چشتي ته قادري

( دېوان ۱۹۶مخ)

بل ځای ئې د خپل ځان په حق کي له خپل پیر څخه د څلورو طریقو د ارشاد اجازې ته داسي اشاره کړې ده :

اې ” رحیمه”  د ” املاء” له بــــــــــــرکته

ولاړې ولاړې د څلورو ښهرو خان شوې

(دېوان ۱۹۵ مخ)

د شیخ املاء د دېوان په مقدمه کې د تحفة الزائرین په حواله کښلي دي چي ده په خپل وخت کي د” جامع السلوک” لقب ورکول سوی وو.

د وفات کال ئې ۱۱۶۴ هـ ق بللی دئ او زیاته کړې ئې ده چي په (بیاض) نومې تذکره کي ئې د وفات تاریخ داسي ښوول سوی دئ :

گفت در گوش من خرد صد بار

“پیر کامل ازین جهان رفتند”

د وفات تاریخ ئې دوهم نیم بیتی دئ چي ابجدي ارزښت ئې (۱۱۶۴) کېږي. په ( نمونۀادبیات تاجیک ـ ص ۱۷۱) کي ئې د املاء د وفات نېټه ۱۱۶۲هـ ق کښلې ده چي ناسمه ښکاري. (د پښتو ادبیاتو تاریخ لرغونې او منځنۍ دوره ) نومي کتاب په ۱۹۳ مخ ـ چاپ ۱۳۷۹ش کي د کتاب لیکوال کښلي دي چي د عبدالرحیم هوتک د دېوان پر کومه خطي نسخه باندي د یوه یاداښت له مخي د عبدالرحیم د وفات کال ۱۱۶۲ هـ ق ښوول سوی دئ. ددغه کال د ناسموالي دلایل ماد عبدالرحیم هوتک ددېوان د سریزي په ۲۳ – ۲۵ مخونو کي راوړي دي. اوس چي مي د صدرالدین عیني په تذکره کي د املاء د وفات کال (۱۱۶۲هـق) وکوت، یقین مي سو چي د عبدالرحیم د دېوان پر خطي نسخه باندي د راغلي یاداښت نېټه د شیخ املاء د وفات ناسمه نېټه ده چي په عبدالرحیم هوتک پوري تړل سوې ده. پښتانه وایي چي تر څو حقیقت څرگندېږي، گوره څومره کلي به وران سي.

دشیخ املاء دغه فارسي دیوان څه دپاسه اته سوه غزلي (نژدې شپږ زره بیته)، اتیا رباعۍ ( نژدې ۱۶۰ بیته) او درې مثنوي لري چي د ټولو بیتو شمېر ئې تر ۶۱۸۰ بیتو اوړي. املاء د زیاترو ادبپوهانو په نظر د هندي سبک پیرو شاعر دئ او کلام ئې لازم پوخوالی لري.

عبدالرحیم هوتک له خپل روحاني مرشد څخه نه یوازي د طریقت رموز او کوایف زده کړي او عملي کړي ول، بلکي د هغه د شعر ښکلاوي، استعارې او کلامي ښېگڼي ئې هم پسي پاللي او په خپل پښتو شعر کي په یو څه بدلون ځای کړي وې. ددې اغېزو څو مثالونه به ئې ولولو :

املاء وایي :

املاء، زِ عمر خویش چه حظ می کند کسی؟

نبوَد جمال ســـــــــــاقی فـــــــــــــرخنده در ایاغ

(دیوان ـ ص ۱۶۴)

عبدالرحیم وایي :

څه ښادي په عمر کړې عبدالرحیمه

چي جــــــــمال نه وي د یار د دَر ایاغ

( دیوان ـ ص ۶۷)

املاء وایي :

با یک قدح باده پُر زور فــــرح بخش

میساز گرو خرقه و دستار به نوروز

(ص ۱۴۱)

عبدالرحیم وایي :

د ساقي له لاسه ډکه پیاله واخـــــــله

ورته گرو د سر دستار کړه په نوروز

(ص ۶۳)

املاء وایي :

بسکه املاء صرف عمرم گشته در سودای عشق

یک ســــــــــــــــخن نبود به غیر عشق در دیوان ما

(ص ۳۸)

عبدالرحیم وایي :

درست عمر مي صرف په عاشقۍ کښي شۀ رحیمه

نشته بې له عشقه بل کلام زمــــــــــا په دیوان کښي

(ص ۱۵۹)

ددې بحث د حُسن ختام له پاره به دا خبره هم پر زیاته کړم چي زموږ د زمانې ځیني لنډ فکره کره کتونکي په پښتو شاعري کي د متقدمینو د کلام اغېزې په پېغور ډوله انداز غندي، خو دې ته ئې پام نسته چي زموږ د عصر دفارسي ملک الشعراء استادسخن عبدالحق بیتاب د دېوان پر لومړي مخ دابیت کښل سوی دئ :

در حیرتم که در نگـــــرفتست از چه رو

دیوان من که از سخن آتشین پُر است

دغه مطلب د ملک الشعراء بیتاب تر ژوند نژدې دوه سوه کاله دمخه پښتو لسان الغیب رحمان بابا داسي ویلی دئ :

د رحمان و سوزان شعر ته حیران یم

چي ئې اور بل شوی نه دئ په دېوان

(دېوان ـ  ۱۱۴مخ، چاپ ۱۳۵۶ش، کابل)

+++++++++

آشاوا ـ کاناډا

۲۷ / سپټمبر/ ۲۰۱۸ع

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب