سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبد سلیمان لایق په اړه د ډاکتر لطیف بهاند دوې مقالې

د سلیمان لایق په اړه د ډاکتر لطیف بهاند دوې مقالې

نوی روح مې د پښتو شعر ته ورکه

په ګلونو کې مې ونغښتل اورونه

لايق

د میزان په ۲۱ سلیمان لایق ۸۳ کلن کېږي

د دغه نومیالي شاعر د کلیزې په ویاړ زما څو خپرې شوې مقالې

نوى روح

نوی روح مې د پښتو شعر ته ورکه

په ګلونو کې مې ونغښتل اورونه

لايق

ليکوال : دوکتور لطيف بهاند

مسکو

د لايق لنډه پېژندگلوي

نوم: غلام مجدد

تخلص: لايق (دغه تخلص د شاعر د کورنۍ د اتم پښت نه اخيستل شوی دی).

ادبي شهرت: سليمان لايق

د پلار نوم: خليفه عبدالغني

د زېږېدو نېټه: ٢۱ر٧ر١٣٠٩ لمريز او د ١٢ر١٠ر١٩٣٠ زېږديز

د زېږېدوځاى: د پکتيکا  ولايت په ښرنه کې د «ايمنې خيل» کلى.

د استوگنې سېمې: تر ١٣١٦ پورې: ښرنه

له ١٣١٦ نه  تر ١٣٢٦ پورې: د کابل ښار او د هغه شا و خوا

له ١٣٢٦نه  تر ١٣٣٣ پورې: پغمان او د پلخمري «بال دوري»

له ١٣٣٣نه  تر ١٣٣٦ پورې: کابل او پلخمري

له ١٣٣٦ نه  تر١٣٧١پورې: د کابل ښار

له ١٣٧١نه تر١٣٧٣پورې : د پښتونخوا او اشنغر «ولي باغ»

له ١٣٧٣ نه تر اوسه ١٣٨٤ پورې: د جرمني د شمالي وستفالياد ايالت «ولفرات»ښار.

د عمر زياته برخه يې د زده کړې او کار له امله د کابل په ښار کې تېره شوې ده.

د لايق زده کړې:

لايق عربي الفبا او د قران کريم لوست د «ايمنې خيلو» په جومات کې زده کړل او بيا يې ښوونځي ته تر تگ وړاندې او د ښوونځي په موازاتو کې له  خپل پلار نه په  پښتو کې رشيدبيان، د رحمان بابا ديوان او د منشى احمدجان  آثار او په دري ژبه کې د حافظ ديوان، د سعدي گلستان او بوستان، د نظامي د خمسې سکندرنامه، او په نثر کې بهرامشاهي د کليله دمنه تلخيص، بهار د انشاء و اخلاق محسني، نصاب الصبيان او د عربي ژبې د صرف او نحو مقدمات او ځينې نور منظوم او منثور آثار  لوستلي دي.

لايق، وروسته په کابل کې په  ١٣١٩ لمريز کال چې د ښوونځي د پيل کولو له عمره يې درې کاله تېر شوي وو، د حبيبې د لېسې په دوهم ټولگي کې شامل شو.

د لايق د ژوند د دغه پړاو همزولى، د هېواد نامتو او پېژندل شوي ليکوال، دوکتور اکرم عثمان د لايق د ژوند د دغه پړاو  په اړه ليکى:

«آنسوی ديوار اثيری سالها، با تفاوت پنج، شش سال هر دو کودک بوديم و فارغ البال کنار جويکی جاری، آدمها و اسباب بازیهای گلی میساختيم، می انگاشتيم تمام آن صورتکها جان دارند و بايد در اجرای نقش و نقشهای ظاهر شوند. گرگ ميساختيم، گوسفند ميساختيم، زير  دست و بالا دست  ميساختيم و بالا دست را بر کرد، زير دست  سوار ميکرديم، تا سواری بخورد و لذت ببرد.

گرگ را بجان گوسفند می انداختيم، تا شکم گوسفند را با اشتهای تام پاره کند و حظ ببرد.

همینطور توپ و تفنگ میساختیم و میدانهای جنگ را با سر هاي بریده و تن هاي تکه تکه و پاره پاره قربانیان آغشته بخون می آراستیم و خانه گک های حصیری را زیر ارابه های چرخ ها و دندانه هاي تانک ها، توپ ها و زرهپوشها خورد میکرديم و صحنه آرائی مينموديم.

ان وقت ها تازه خون قربانيان جنگ دوم جهانی خشکیده بود و لایق بريده روزنامه هایی را که در باره جزر آن دریاهای خون مطالبی نوشته بودند، برادر وار برايم میخواند و شگفتی کودکانه را در دلم دامن میزد.

گاهی عکس «موسيلنی» را نشانم میداد، که ملت ایتالیا به دارش آويخته بودند وگاهی نيم سوخته اسکليتی را برایم مينمایاند، که نمایانگر خودسوزی «هيتلر» آن دیوانه افسار گسیخته بود. لایق می گفت:

 عجب دنیایی! هیچ نمیدانم چرا در میان آن همه آدمهای دانشمند فقط دو دیوانه، سر دمدار دو ملت شدند و از حق حیات دیگران که گرامی ترین حق انسانی است، چشم پوشید ه اند.

لایق، از همان گاه با کسانی که از آن دو به عنوان الگوهای بی همتای دلیری و جانبازی یاد میکردند، داد میورزید و من تازه فهمیدم که همیشه دوست داشتن و جانبدار بودن کار بسنده اي نیست، باید انسان بخاطر انسانیت در مواردی سنگ دلی و کینه ورزی را مشق کند. تا عرصه برای زور گويان و کینه ورزان باقی نماند.

به توصیه لایق، من و دیگر بچه ها، مجسمه های گلی اين آدمسوزها را میساختیم و به نشان انتقام از خون میلیون ها کودک، زن، پیر مرد و جوانی که در (اشویتس) و دیگر کوره هاي آدمسوزی سوخته بودند، هر روز از بام تا شام مجسمه ها را سنگ باران میکردیم  و بت شکنی را مشق مینمودیم.

با این کار لایق، رفته رفته از دوستان و همبازی هایش آدمهای يکدسته، آدمهایی که در  فکر کردن، عشق ورزیدن و کینه ورزیدن  همنوا بودند و در همان کودکی، کودکانه میدانستند که مرزی آشکار بین حق وبا طل وجود دارد. سپس به کوری چشم هر چه ویرانگر و ستمگر، شهرکها، خانه گک ها و آدمکهای خندان و خوشحال میساختیم و یقین میکردیم که برادری و برابری بهترین ضامن اجرای رفاه و شادکامی است».١

د لايق، د ژوند د دغو وختونو او بيا زلميتوب په اړه د هېواد بل پېژندل شوي اديب  او  د خواږه  قلم ليکوال، خداي بښلي امين افغانپور  هم  يادونه لري او ليکي:

«سليمان (لايق) زموږ د وطن لوی انقلابي شاعر د ١٣٠٩ لمريز هجري کال د ميزان په شلمه نېټه، د پکتيکا د ولايت د مرکز ښرنې د «ايمنې خيلو» په کلي کې وزيږيده. دی په داسې وخت کې جهان ته راغي، چې افغاني ټولنې د اماني نهضت ځنازه پورته کړې وه… ځمکه لا د بچه سقاء تر تالان لاندې ستمېدله ….

د لايق پلار مولوي عبدالغني يو روحاني او نيک سړی و، د تصوف سلسله يې چلوله. دنيايي رفاه يې د تقوی او سپېڅلتوب منافي بلله. له کور او ژوند سره مشغوليدل  ګناه او له ما سوا سره تعلق ګاڼه.

د لايق مور« طيبه» د پکتيکا د ولايت د زواکې د خروټو د ملا عبدالحمېد لور وه. قرآن او ديني کتابونه يې لوستي وو. د لايق د يادداښتونو په استناد «هغه يوه دينداره او رياضت ګاله ښځه وه… له نيمايي شپې تر سباوون پورې به يې قرآن لوست» .

د لايق کلی او د ماشومتوب اجتماعي ټاټوبي د قبايلي وروسته پاتې توب، فقر او بېرحمۍ يوه ځورونکې نمونه وه. د لايق د  ليکنو په استناد «دا کلی يو کوچنی دوزخ و چې د مظلومانو له چيغو او نارو او د هغوی له ځوريدو او برباديدو څخه نه مړيده».

د لايق لومړی ښوونکى (د کلی اخون) و،چې ده الفباء بغدادي سپاره ور څخه پيل کړه، يو داسی ظالم سړی و چې له هماغې لومړې ورځې څخه يې لايق قفايۍ ته وتاړه او د ده په زړه کې يې د اخوندانو د کرکې زړي نيال کړ.

د لايق عمر له  زېږيدو څخه بيا د زده کړې تر تمامېدو پورې د سوځوونکي فقر، روحي فشار او سختې مبارزې واټ دی.

لايق په همدې واټ کې د خپل سرنوشت مزي د خپلو خلکو او زيارايستونکي بشريت له سرنوشت سره د تل له پاره وتاړه…

څه دی توفان څه دی انقلاب د پرګنو

موږ به د څپو مخه توفان ته سموو

موږ به خپل آسمان په سرو وريځو پوښوو

موږ به له آسمانه تندرونه اوروو

موږ به له غصې نه ډک بادونه خوځوو

لاره د نجات به په توفان کې لټوو»٢

لايق په ١٣٢٦ لمريز کال د پغمان د شرعيه علومو په مدرسه کې شامل شو.

په ١٣٣١ لمريز کال له شرعيه مدرسې نه فارغ شو.

کلی، فقر، مدرسې او نادودو د لايق د راتلونکي ژوند د تګ لوري لومړني پړاوونه ټاکل. خدای بښلی او ماته ګران ليکوال امين افغانپور چې د ژوند زياته برخه د لايق سره نېږدې پاتې شوی  و، په دې برخه کې ليکي:

«کلی او کور او مدرسه، واټونه او ښارونه ګرد سره د مبارزې سيمې شوې، توفان ټول په خپله غېږه کې راومروړل او د لايق د ژوند سفر يې د تندرونو او برېښناوو ملګری کړ.

توفان د لايق د شعر بېړۍ ته سور رنګ ورکړ او کرار کرار د ده د ياغي شعر هميشنی سمبول شو.

لايق خپل اندروني اضطراب او د خلکو ارمان د توفان، تالندې، برېښنا، زلزلې او آتشفشان په سمبولونو کې بيان کړل. ده شعر د خوځنده انقلابي وسلې په توګه د خلکو او وطن د دښمنانو پر ضد استعمال کړ او په واقعي معني  په ملي شعر کې د زاړه متداول مکتب نه خپله لاره را جلا کړه. د فيوډالۍ ټولنې پر سنتي او منل شوي شعر باندې يې يرغل ور ووړ او شعر يې د مدحې او تقرب له رعايت نه آزاد کړ. ده د دې مقدسې آزادۍ د ساتنې او روزنې له پاره د آسوده ګانو د کرار سمندر له ليکو څخه مخ واړاوه او د تاريخ جوړوونکو د سرې غصې توفان ته ورننووت.

دا يوه تاريخي معجزه ده چې دا زموږ  قبايلي شاعر، دا د روحاني والدينو زوي، دا د اوږدو ترږميو او سړو شپو لاروی او دا د پولادي ځنځيرونو اسير د قبيلې د تورو تعصبونو زندانونه او د شور بازار کوډګر پولادي قفسونو مات کړل او د ټکرونو او کړاوونو د پراخ درياب د توفانونو پر لور يې د بيړۍ مخه راوګرزوله:

زه د تورو ترږميو زنداني وم

عقل وايستم لمريزې دانايۍ ته

ديوالونه مې د سر په وهو مات کړل

څو راووتم د شخړو  رڼايۍ ته

«سپېدې» د لايق نا خپور شوی اثر.

دا د خلکو اعجاز دی چې تاريخ هستوي او شخصيتونه، دا د هغو بزګرانو او د بيايان ګرده پونده وو اعجاز دی چې د لايق زړه ته يې مينه او وينه ورکړه او دی يې داسې بيقراره او ياغي توفان ته ور وسپاره، چې له هرې څپې او مستۍ نه يې د ثبات او  مبارزې شعرونه او ترانې را وخوټېدې:

زه په مينه د انسان کې لو لپه شوم

په  تودو  لمبو د ځان کې لو لپه شوم

يوه قطره وم د درياب غېږ ې ته  لاړم

يوه ذره وم په جانان کې لولپه شوم

لايق د خپل ترخه ژوند په تجربه کې  پر خلکو باوري شو او دې باور د ده پر شونډو باندې د خلکو د مينې غوټۍ، د انقلابي شعرونو مچکې راوسپړلې. لايق د ترخو ترانو الهام ته د خپل پاک زړه او احساس ټولې کړکۍ پرانيستلې او د ده شعر د زيار ايستونکو د ژوند او تکل نندارتون شو.

بې پروا راغي ساده بزګر دی

پښې يې چاودې، ګريوان شکېدلی

مخ يې شوکاري، شونډې يې وچې

لوږې اخيستی، ګرمۍ وهلی

سر ببر شوی، نوکان مات شوي

پايڅې شکېدلې، خيرو خوړلې

چا ويرولی، چا ځورولی

چا ربړولی، چا غولولی

ساده بزګر دی ،د چا نوکر دی

جشن به ګوري

                او بيا به درومي»٣

لايق په ١٣٣٢ لمريز کال، د شرعياتو  په  پوهنځي کې زده کړې پيل کړې.

په ١٣٣٣ لمريز کال، له دغه پوهنځي نه د سياسي لمسونونو له امله وويستل شو.

د شرعياتو له پوهنځي نه تر وېستلو وروسته يې لومړى د کابل پوهنتون  د طب د پوهنځي (پي سي بي) او وروسته د حقوقو پوهنځي ته سر ورښکاره کړ، خو ډېر  ژر د سياسي لاملونو له کبله په هغو پوهنځيوکې له زده کړې نه بې برخې شو.

لايق له ډېرو هلو ځلو، منډو ترړو او غټ  ضمانت نه وروسته وکولاى شول، د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې د زده کړو د دوام اجازه پيدا کړي.

همدا شخړې، لايق ته د ده په ټولنه کې د پټو او نا پېژندل شويو او نا ويل شويو دردونو او د ده پر وړاندې د پرتو ستونزو د څېړنې لار ورښيي. د استاد الفت په وينا «هيڅ نه وم خبر پرده مې لږ شانې چې جګه کړه)» وينا دلته صدق کوي. دا خبرې او دا نادودې کرار کرار د ځوان شاعر، شعر ته لاره پرانيزي، هغه  هم کرار کرار هغه خپلو همزولو سره شريکه وي. د هېواد نامتو ليکوال دوکتور اکرم عثمان، چې وايي د ماشومتوب او  زلميتوب کلونه  يې د لايق سره  تېر کړي دي،  ليکي:

«… از آن پس لایق به تدریج (ملال رمانتیکی) را از شعرهایش می زداید و در فضای کاملآ جدید به سرودن می پردازد. او از پشت منشور رنگارنگ یک زمان پر حادثه مردم را به ستایش میکشد، آن بینوا آدم هایی را که بیحال، بی شکایت و بی امید در کارخانه ها، کارگاه ها و کشتزارها جان می کندند و روابط جاری را جاوید می پنداشتند.

لایق بی آن که در سطح یک شاعر کلی باف و سهل گیر بلغزد با زبان صمیمی و سر شار از نجابت انسانی به آنها تحفه بیداری را می داد و آثاری پر محتوا و یک پارچه ژرف عرضه میکند.

لایق از آن پس شاعر زندگی می شود، شاعری که نیروی جوشان خلاقیت و استعدادش در تشریح آبنای زمانه وقف می شود و رویا روی شاعران متفنن و خوشگذران و مدیحه سرا قرار میگیرد. چنان که در مواجه با شاعر درباری و اوصاف اربابان زور و زر چنین می سرآید:

الا شاعر  رند معجز کلام

زما باد بر معجزاتت سلام

زبان هنر رام فرمان تو

روان سخن مست دیوان تو

چنان زیب دادی به شعر دری

که بر تاج گوهر نشان گوهری

ولی عاقبت گنج رخشنده را

همان گوهر آرای تابنده را

زر مولوی، گنج عطار را

سرا پرده فیض و انوار را

به ذلت فگندی به پای خان

ز شاه ستم پیشه تا پاسبان

تو این روح زیبا بت آذری

زبان نیاکان، زبان دری

که پیوند ما را به بگذ شتگان

قوی حافظ است و میهن پاسبان

کشیدی به جایی که شرم آور است

جهان و وطن بر همین داور است

ترا چرخ بی مایه گردن دون

تهی کرده از قدرت آزمون

*  *  *

ز مردم رمیدی و تنها شدی

فسوسا که بد نام و رسوا شدی

ز افگنده ناید جز افگندگی

که از بنده ناید به جز بندگی

کسی کو چنین ناز ذلت کشد

سزد هر چه جور مذلت کشد

نماند وطن، چون تو، پنداشتی

به آتش کشد آن چه را کاشتی

زمین رنگ دریای خون آورد

فلک سنگ بارد جنون آورد

نماند ز خان و ز خاتون نشان

نه از غر زدن های استمگران.»

صفحه ٢٣٣،  بادبان ٤

 لايق سره له ټولو ستونزو  وکولای شول، له همدې پوهنځي (ادبياتو) نه  ليسانس واخلي. کېداي شي د استعداد تر څنګ د ادبياتو په پوهنڅې کې زده کړو د ده شاعرانه استعداد لا پسې غوړولي وي. نه يوازې د لايق همزولو بلکې تر هغه نه وروسته شاعرانو او څېړونکو د لايق د ژوند دغه پړاو په ځير  څېړلی دی.

د هېواد نامتو شاعر، کاوون توفاني، په دې اړه خبره لري چې دلته يې يادونې ته  اړتيا  وينو:

 «… لکه چې څرګنده ده، لايق په يوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلی او په ملايي محيط کې را لوی شوی دی  ،نو ځکه خو يې په  لومړي سر کې ملايۍ ته  ملا وتړله، د صرف، نحو او فقه غټ غټ کتابونه يې پر شا کړل او جومات په جومات وګرځېد. هغه د زده کړې تږی و، غوښتل يې خپلو بې شمېره پوښتونو ته ځوابونه ومومي، خو کله يې چې په تلو تلو او لټولو لټولو کې د «سهراب سپهري» په خبره د «ناهيلي فقيه د کټ سر ته له پوښتنو څخه تر مورګو ډک منګی وليد» په دغه لاره بدګمانه شو، حيران ودريد، فقه يې له شا وغورځوله  فکر يې وکړ او کوڅه يې بدله کړه، مکتبي زده کړو ته يې مخه کړه، انقلابي شو او د سياست پر اغزنه او کږه وږه لاره  يې پل کيښود:

زه يو ملا وم انقلابي شوم

د مظلومانو د سنګرونو

توفان وهلې بېړۍ ته لاړم

پړی مې پرې کړ  د لنګرونو

يو وخت يې د ځوانۍ په کلونو کې ويلي و:

بزګر وای  بې خبر وای لويې دښتې مې کرلای

د غرو د څوکو شپون وای وري او مېږې مې پوولای

مزدور وای، په  غرمو کې مې ډبرې ماتولای

بندي وای په زندان کې  مې مېچنې ګرځولای

خو کاشکې د قلم په  ژبه  نه وای پوهېدلای

د ژوند د راز کتاب مې هرګز نه وای اړولای

خو لايق صيب هم هغسې چې ملا نه شو، بزګر هم نه شو، شپون هم نه شو او مېچنې يې هم و نه ګرځولې، خو له ډېرو سره يې خپل سر وجنګاوه، کله يې ډبرې ماتې کړې او کله يې خپل سر مات کړ،  زندان يې هم وليد، خو له دې ټولو سره  سره د قلم په ژبه وپوهېد او «د ژوند د راز کتاب» ډېرې پاڼې  يې واړولې او د خپلو پوښتنو د ځوابونو په لټون پسې يې ډېرې جګې ټيټې وليدې. په پای کې يې دې ته پام شو چې د سياست هغه اورګاډی چې دی هم پکې سپور دی، څومره بې «باره» روان دی، نو په مات زړه ترې راکوز شو او دا دی اوس ورو ورو له ځانه سره داسې زمزمه کوي:

نه مې هغه شوه نه مې دغه شوه

ژوند يوه سلګۍ وه چې ابته شوه

غوټۍ لا شونډې موسکلې نه وې

چې اور يې واخيست سړه ايره شوه

صديق کاوون

المان

٢٥ر٠٩ر٢٠٠٥ »٥

لايق په ١٣٣٨لمريز کال کې له ماموريت سره هممهاله د مطبوعاتو د مستقل رياست  د ژورناليزم يوکورس ولوست او په ١٣٤٢ لمريز کال يې په جاپان کې د روزنيز ټلويزيون زده کړې وکړې.

لايق، په وزگارو او ځانگړو وختونو کې له دوديزو مدرسو او د پلار په چاپېريال کې له نامتو اديبانو، مشايخو، متبحرو مدرسانو او د اولسي مشرانو له ناستې ولاړې نه  زياتېعلمي گټې ترلاسه کړي دي. دی وايی: زما اصلي پوهنتون د پلار حجره او په دې حجرې کې د مشرانو  خدمت و او که ما څه زده کړي او حاصل کړي وي، له همدې پوهنتونو نه مې حاصل کړي دي.

لايق، په  عربي، فارسي او پښتو ژبو کې د پراخې مطالعې او خورا ښه ذکاوت له کبله په هستوونکي او څېړونکي ملي ادب کې بې ساري آثار هستولي دي. له بده مرغه، هغه د خپل عمر او شونتياوو يوه مهمه برخه چې له سختو ناخوالوسره مخامخ وه، سياست ته وقف کړه. که داسې نه واى شوي، لايق به د يوه هنري ليکوال په توگه تر دې هم پراخ شهرت ته رسېدلى و.

د لايق رسمي او نا رسمي دندې:

لايق، د ١٣٣٧ لمريز کال په اوړي کې د مطبوعاتو د مستقل رياست په مرکز کې د کورنيو خپرونو په څانگه کې د غړي په توگه وگمارل شو. دوه مياشتې وروسته يې د هېواد په ورځپاڼه کې د خبريال او مسلکي غړي، غړيتوب تر لاسه کړ، خو تر درې مياشتو کار نه وروسته  د هغې ادارې د رئيس له خوا د بې کفايتۍ او په پښتو ژبه د نه پوهېدو په تور له کاره لرې او بېرته د مطبوعاتو رياست ته ور ولېږل شو. تر هغه وروسته د مطبوعاتو د کورنيو خبرونو څانگې ته وگمارل شو.

په ١٣٣٨ لمريز کال کې د انيس ورځپاڼې د محرر په توگه وټاکل شو. هغه په ډېره کمه موده کې، د انيس په خپرندويه  موسسه  کې د ژوندون د اوونيزې مجلې د مسوول مدير په توگه  دنده تر لاسه کړه. د ١٣٤٠لمريز کال په پيل کې

..

5 COMMENTS

  1. نوی روح مې د پښتو شعر ته ورکه
    په ګلونو کې مې ونغښتل اورونه
    لایق

    یاره بهاند صاحب ستا خپل خیال او خپل انداز دی، درباندي ګران به وي، خوشیږي به دې هم، هو ولي نه، کم له کمه په ایدیو لوژیک مزي سره تړلي واست
    مګر په خدای باور وکړئ چې ددې سلیمان لایق یو زوی زمرک نامی چې تاسو یې هم پیزنئ، زما سره په لیسه کې هم صنفی و، په پاړسي کې داسي و لکه طوطي!! خو یو ټکی
    ، پشتو یې نه وه زده
    !!!بیا یې شوروي ته واستاوه، یو کال وروسته چې بیرته په رخصتي راغی، داسي روسي یې ویله لکه مورنئ چې یې وي

    !!!نو زه هغه ملا ګرد سره والله که ومنم او یا اقتدا پسي وکړم، چې زوی یې بې دینه او مسجد ګریزه وي

    …تاند والو ما درته رشتیا وکاږل، ستاسو زړه چي ادبي برخورد ورسره کوئ او که

  2. To Kabulay and Mommand
    I realy don,t know Sulaiman laiq,s son, But even if it,s true what you wrote(even though i doubt it to be so), I think it,s really stupid to juge the great Sulaiman Laiq by the deed,s of his son.
    We Afghan have a saying in pushto that “you can,t hide the sun with two fingers”
    Indeed Sulaiman Laiq is the sun of pushto poetry and literatur.
    I wish him all the best and many more happy years of life.

  3. عجیبه به در ته وکړم ګرانه رشیدخانه

    دبابا ادم په کابو ګرده اولاده کی دا شی له ورایه ښکاري یاني خپل ځان او صغیر اولاد ته ټکله او سرپنا پیدا کول، په مورنئ ژبه د اولاد پوهول،د خپل ځان او یاهم اولاد د پوهي کچه لوړول ، چاته لاس نه
    اوږدول، خپله زبه او کلتور پالل له کورني ټکر او کښمکښ څخه تښتیدل او … ته غیرت او میړانه ویل کیږي. خو زما په خوار وطن کې بیا دخپل اولاد د خولي ټکله د ریا لپاره پر بل چا خوړل، د تور بره
    ازارول یا وژل، ځان ته د بل چا لور یا کونډه په زوره واده کول، دعواجلبي، په زوره دبل ملکیت ترخیټي لاندي کول، لافي وهل، دوکه کول،
    ان بد ماشي کول هم په غیرت کې حسابیږي

    نو تاسو چې وایاست په پښتو نه پوهیدل د پښتانه لپاره بې غیرتي نه ده، والله هک حیران دې کړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب