یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Homeادبلنډه کیسهتورتم ته له تورتمه (لنډه کیسه) حیات ژوند

تورتم ته له تورتمه (لنډه کیسه) حیات ژوند

ځان مې په زویو او وینو لړل شوی دی، بد بوی رانه لټېږي، په نامه پورې مې اوږده لکۍ نښتې ده، زه څه یم؟ ما اورېدلي و، چې لکۍ تر شا شنه کېږي، خو زما په نامه پورې دا اوږد پړی څه شی دی؟ پر وجود مې درې کسان اخته دي، وینې رانه پاکوي؛ خو بد بوی مې اوس هم له وجوده پورته کېږي. لنډه شېبه مخکې دوی ناڅاپه دورولم، زما په پښو کې سېکه نه وه او دا لومړی ځل و، چې سر مې پورته او پښې مې ښکته وې، زه له کومه چې پر ځان پوهېدلی یم، سر به مې ښکته او پښې به مې پورته وې؛ خو نن مې پښې ښکته او سر چې تکیه کولای يې نه شم او یوه او بل اړخ ته رانه ړنګېږي، څک ولاړ دی.

««««««««««»»»»»»»»»»

خدای خبر کوم سوچ په مخه کړی وم، چې درون غږ مې واورېد، زما غوږو ته نژدې دېوال راوټکېد:

ــ زه درته په تمه یم. ستا په لویېدو سره به زما د اوږو بار لږ سپک شي.

په دې خبرې زه وپوهېدم چې په باندنۍ نړۍ کې یوازې او یوازې خلک د یو بل قدروّنه د اړتیاوو پر اساس کوي. ښه شېبه چوپه چوپتیا وه، غږ مې بیا تر غوږو شو: «هلک به وي که نجلۍ؟ زما زړه خو وايي، چې هلک دی.» په نري غږ د پخواني غږ ځواب وشو: «خدای خبر، ځان مې راباندې درون دی، نهه میاشتې به کله پوره کېږي؟» ما احساس وکړ، چې زه یو بار یم، ځان ته مې پام شو، غونج راټول شوی وم. ځان مې خورا لوی راته ښکاره شو او ومې انګېرله چې درون یم او د خلکو د اوږو یا د نس بار هم.

««««««««««»»»»»»»»»»

ستمی خېژي، زما کوټنۍ کله تنګه او کله هم پراخه شي، په ستمي ستمي کې ټنګ شو، یو شی مات شو او بیا اوږده کریغه وخته: «اوس به څه کوم، دا خو بېخي ګرانبیه وو! اوس به څه ځواب ورکوم؟» یو څاڅکی اوبه زما پر بدن غوټه راروانې شوې، ما وغوښتل چې وغځېږم؛ خو ګومان کوم دا کوټنۍ یوازې او یوازې زما د غونج او پر ځان د راټول وجود په کچ جوړه شوې وه. په هماغه درون غږ بیا زما غوږونه وکړنګېدل.

ــ مېرمنې، د څه شي غږ راغی؟

ــ هېڅ، سړیه! هېڅ نه دي!

مکالمه لا ختمه نه وه، چې څو لټه واوښتم او راواوښتم، د تنګې کوټنۍ دېوال راباندې راغی او پښتۍ مې سره ورغلې، درد مې احساس کړ، په همدې کې مې کړیکې واورېدې.

ــ له لاسه مې ولوېد، لاسي خو مې نه دی مات کړی!

ــ یوازې شا ته لکۍ نه سته درپورې، نوره سمه خره يې!

زما بدن درد کاوه. سلګۍ مې اورېدلې او بدن مې ورو ورو تودېده، سور واوښتم، یو ځل بیا ګامونه اوچت شول، وښورېدم او د ماتو ښيښو د ټولونې کړنګۍ مې تر څو شېبو د غوږو پرې راوښورولې.

««««««««««»»»»»»»»»»

د نالیدلي سړي د وینا پر اساس زما پلار له خپل تره سره اوږد مجلس اچولی و، پلار مې خپل تره ته په یوه ځای کې وویل: «نه اکا! داسې خبرې مه کوه، ما کله هم له تا نه کومه خبره پټه کړې؟ نه ولاکه داسې خبره وي. ما هېچا ته نه دي ویلي، چې زه له تا کار بېلوم. ته ما ته د پلار حیثیت لرې، په زړبودن کې باید ستا لاسنیوی وکم او بیا زما او ستا د وچې مېوې شراکت خو له پلرونو راپاتې.»

اکا یې ورغبره کړه: «وراره! زما خبرې پاکې دي. که مې خبرې په زړه کې ساتی؛ نو اوس مې کله درته ویلې؟»

ــ نه اکا! زړه دې د غره غوندې ډاډه ساته.

زه یو ځل بیا وښورېدم او ورو ورو له خپل ځایه د یوه بل وجود په کپس کې په حرکت شوم، ښايي مور به مې له مجلسه روانه شوې وه، ځکه ما يې نورې خبرې وانه ورېدې. اوږده ساه مې وباسله، کوښښ مې وکړ، چې سترګې مې خلاصې کړم، خلاصې نه شوې، د سترګو پردې مې سره نښتې وې. تر اوږدې چوپتیا وروسته:

ــ سړیه! اکا ته دې ولې پاکه خبره ونه کړه؟

ــ تره دښمن دی او دښمن ته پاکه خبره نه ده پکار! دی باید د پولیو ټک ته کېني، ځان ته ډېر غره دی، ګویا پیسه داره سوی.

ما د خپل پلار خبرو ته غوږ نیولی و، د مور کرکجنه چوپتیا مې په زړه ښه ونه لګېده، ښايي هم د بېوسۍ له مخې به چوپه وه. زه په سوچونو کې ډوب وم، چې پلار مې غږ کړ: «مېرمنې! راډیو درسره راوړه، لږ زر يې راوړه، د دولسو بجو خبرونه تېر نه سي.» زه په متحرکه نړۍ کې یو ځل بیا وښورېدم او د مور له هر ګام سره به زه هم زنګېدم، یو دم مې سر له نورمال حالته ډېر ټيټ شو؛ خو ډېر ژر بېرته نورمال حالت ته راوګرځېد. زه خپل تحرک ته متوجه وم، ښه مې چې پام شو، نو نه ښورېدم او ما وانګېرله چې مور مې چېرې په ګوټ کې ناسته ده. په همدې همدې کې مې یو غږ واورېد، د ښځې غږ و او نااشنا و راته: « پام وکړئ د دولسو بجو خبرونه ته!»

زه وپوهېدم، چې دا ښځه له راډیو غږېږي او راډیو د فریکونسي له لارې خپرونې تر موږه رارسوي. راډیو بیا وویل: «نن یوه کس چې د یوه سړي پر مرګ تورن دی، په داسې حال کې پولیسو ونیوه، چې تورن له مړي څخه طلايي غاښونه ویستل. پولیس وايي، چې تورن لومړی سړی مړ کړی او بیا يې هڅه کړې، چې د مړي له خولې طلايي غاښونه وباسي؛ خو د پولیسو ګوتو ته ورغلی دی.»

مور و پلار مې یو بل ته څه ونه ویل، خبري چینل بدل شو او د موسیقۍ چینل ونیول شو. زما زړه ته راولوېده، چې پلار مې په خبرونو کې د راغلي سړي پر مړینې مسته موسیقي اوري او له دې پرته چې غمرازي ورسره وکړي، له سندرې سره خپل غږ هم پورته کوي.

نه پوهېږم، پر ما څه وشول. پر بدن ښویه مایع ورو ورو راروانه شوه، د مور خبره مې یوه نیمه اورېده، ما واورېدل، چې زما پلار ته یې وویل: «سړیه! ښه نه یم!»

زه په متحرکه نړۍ کې یو خوا او بل خوا روان وم، ګامونه اخیستل کېدل او زګېروی مې اورېده. تر اوږدې شېبې وروسته مې د پلار غږ د غوږونو پردې راوښورولې:

ــ ورو ورو ګام اخله. شابه چې پر ماشوم څه ونه شي.

او بیا مې پلار په لوړ غږ وویل: «موټر درسره زر راچالان که.»

زما پر بدن ښویه ماده ورو ورو زیاتېده. په لاره کې د موټرو د هارنونو غږونه مې اورېدل، د ترافیک د شپېلک غږونه مې هم په غوږونو ښه نه رالګېدل، دوی د ساړه ژمي په مازدیګر کې خلک د ترافیکي قانون مراعاتولو ته رابلل. له راډیو مې څو ځله اورېدلي و، چې زموږ په وطن کې ترافیک له خلکو سږمو ته رارسېدلي او په ځواب کې بیا خلکو ویل، چې له ترافیکو يې زړه خولې ته راغلی دی.

لنډه شېبه وروسته موټر ودرېد، زه یو ځل بیا په متحرک وجود کې په حرکت شوم؛ خو دا ځل متحرک وجود شاولې واولې روان و، تر لسو دقیقو پورې مې د موټر غږ اورېده، او بیا وروسته د موټر د غږ پر ځای په لویو دهلېزونو کې د ماشومانو، مېرمنو او بوډاګانو د غږونو انګازې تر غوږو کېدې.

زما بدن سور اوښتی و، ساه مې په تنګ شوې وه. په همدې کې یوې نرسې وویل: «د کور جامې دې وباسه، د روغتون جامې وغوانده، تر پردې شا په کوټبند ځړېدلې دي. لږ زر شه، چې له کومې ستونزې سره مخ نه شو.»

د مور ستمی مې د پخوا په څېر تېز نه و، ستمی یې کمزوری شوی و او ساګانې يې هم اوږدې اوږدې وتلې. زما بندخونه له لومړیو وروځو خورا تنګه شوې وه، ما همدا تنګه خونه په سر سترګو منلې وه، له باندنۍ نړۍ څخه همدا کپسخونه محفوظه راته ښکارېده، هر څه رارسېدل، خوراک، څښاک. اړتیاوې مې خورا کمې وې، په زړه کې مې هيلې نه ټوکېدلې او دغو بې هیلیو د ازادۍ احساس راکاوه.

ما له ځان سره د تګ او نه تګ په اړه خبرې کولې، چې پر خونه مې دوه پنجې راټینګې شوې، ټیک زما تندي ته رابرابرې شوې، زه خوږ شوم؛ خو هېڅ مې ونه ویل، زه له ځان سره په سوچونو کې ډوب وم او وېرې په مخه کړی وم. زما خونه له هرې خوا راتنګېده او کله کله به بېرته پراخه شوه. پر بدن مې ښویه ماده نوره هم زیاته شوه او تر څو شېبو وروسته مې سترګې رڼا یووړې. زما سترګې پټې وې، کوښښ مې وکړ، چې خلاصې يې کړم؛ خو نه مې شوای. په سترګو مې توره پرده راغوړېدلې وه، په غوږونو کې مې د خلکو خبرو انګازې کولې، بدن مې له سړوالی داسې سوړ شو، لکه په کنګل جزیره کې چې ولاړ یم، ښايي زه به يوه کنګل محیط ته راغلی یم، هر څه به ښايي کنګل وي، ښايي زما فکر ناسم هم وي، زه یوازې او یوازې په فرضیو دا خلک پېژنم او دا فرضیې مې له یوه غوښن دېوال ورهاوخوا کښلې دي.

هر څه چې و، زه ورو ورو له تنګې خونې یوه پراخ خو کنګل محیط ته راوتم او اوس اوس زما ساړه کېږي، سترګو مې دید له لاسه ورکړی، خوله مې ګونګه ده. له ځان سره خبرې نه شم کولای او نه مې هم پر خپلو فرضیو له سره کتنه کولای شم. زه یوه کنګل جزېرې ته راغلی یم. دلیل به يې ښايي کنګل محیط وي، چې زه نه شم کولای د پخوانۍ نړۍ په څېر فکر وکړم او له خپل حالته خوند واخلم.

د روغتون غږونو په عذاب کړی وم، درې مېرمنې چې یوه يې ډاکټره او دوه نرسې وې، یو له بل سره غږېدلې او کله کله به یې عجیب کلمات ادا  کړل، چې به يې په مانا پوه نه شوم. په همدې کې زما غولنګونو ته نرم لاس راوغځېد او د خوښۍ غږ شو: «مبارک! هلک دی! هلک!، شريني خو به حتماً ترې اخلو.» دا د نرسې غږ چې زما مور يې مخاطبه وه.

پای

۲۰۱۹/فبروري/۱۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب