جمعه, اکتوبر 22, 2021
Homeادبنجيب محفوظ | ژباړن: نجم الله جلالزی

نجيب محفوظ | ژباړن: نجم الله جلالزی

نجيب محفوظ د عبدالعزيز زوی د ابراهيم احمد پاشا لمسی د مصر هېواد د قاهرې ښارپه جميليه نومې سيمه کې د ۱۹۱۱مېلادي کال په ډسمبر مياشت کې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلاريې دولتي مامور و.

محفوظ د ښوونځي له پای ته رسولو وروسته د قاهرې پوهنتون کې د فلسفې په برخه کې په ۱۹۳۵مېلادي کال د ليسانس سند ترلاسه کړ .

کله چې له پوهنتون څخه فارغ شو، لومړنۍ دنده يې د اوقافو اداره کې واخيسته او وروسته د هنر ادارې د سانسور څانګې مدير شو او وروسته له سینما د ملاتړ ادارې مشري ور تر غاړې شوه او بلااخره يې د کلتور وزارت د سلاکار په توګه خپله وروستۍ دنده پيل کړه .

دا چې له ليکوالۍ سره يې مينه زياته وه، نو لومړنی رومان يې په ۱۹۳۹ مېلادي کال خپور شو، د قاهرې په اړه دری ګوني رومانونه (بين القصرين) ( قصرالشوق) او (السوکريه) يې له مهمو رومانونو څخه ګڼل کېږي، چې د دغو دريو رومانونوکيسې يې د قاهرې ښار د مختلفو کورنيو د دريونسلونو، چې له لومړۍ نړيوالې جګړې پيل او د ۱۹۵۲کال نظامي کودتاه چې د شاه فاروق د حکومت په ړنګېدا پای ته ورسېدې راغلې. د رومانونو نومونه يې د قاهرې له دښتواو ځايونو ورته ټاکلي، چې محفوظ پکې د ماشومتوب او نوي ځوانۍ دورې تېرې کړي، د دغو رومانونو ليکنه يې په ۱۹۵۶م کال پيل کړې، چې خپله محفوظ يې د خپلو کارونو تر ټولو غوره هغه ګڼي .

محفوظ د مصر پخواني سلطنتي رژيم ، د انګليس ښکېلاک او اوسني مصر په اړه خپل انتقادي نظريات خپاره کړل، د ده ډېری رومانونه د ټولنيز ژوند، ښځو او سياسي بنديانوپر حالاتو راڅرخېدل.

د نوموړي نور ډېری اثار د لمن ليکونو په ډول په خپرونو کې خپاره شول، چې له هغې ډلې څخه يې (زموږ د چم هلکان)او د (مدق کوڅه) چې د همدې پر اساس په مګزيک هېواد کې د سلما هايک په ګډون فلم هم جوړ شو.

محفوظ نږدې ۴۰رومانونه او دلنډوکيسو ټولګې، تر دېرشو زياتې راډيويي او سېنمايي ډرامې وليکلې .

د هغه په پنځونو کې لاندې آثارو ته اشاره کولای شو.

مصر القديمة/ لرغونی مصر/ ۱۹۳۲

همس الجنون/ د لېونتوب چیغه/ ۱۹۳۸

عبث الأقدار/ د برخلیک لوبه/ ۱۹۳۹

رادوبيس/ رادوبیس، د فرعون مینه/ ۱۹۴۳

كفاح طيبة/ سپېڅلې جگړه/ ۱۹۴۴

خان الخليلي/ ۱۹۴۵

القاهرة الجديدة/ مدرنه قاهره/ ۱۹۴۶

زقاق المدق/ د مدق کوڅه/ ۱۹۴۷

السراب/ سراب/ ۱۹۴۹

بداية ونهاية/ پیل او پای/ ۱۹۵۱

ثلاثية القاهرة : د قاهرې درې کیسې

بين القصرين/ د دوه ماڼیو ترمنځ / ۱۹۵۶

قصر الشوق/ د هیلو ماڼۍ/ ۱۹۵۷

السكرية/ مستي/ ۱۹۵۷

اولاد حارتنا/ زموږ د چم هلکان/ ۱۹۵۹

ليلة القدر/ د قدر شپه/ ۱۹۵۹

اللص والكلاب/ غل او سپي/ ۱۹۶۱

السمان و الخريف/ ۱۹۶۲

دنياالله/ ۱۹۶۲

الطريق/ لاره/ ۱۹۶۴

الشحاذ/ سوالگر/ ۱۹۶۵

بيت سيء السمعة/ ۱۹۶۵

ثرثرة فوقالنيل/په نیل لامبو وهونکی / ۱۹۶۶

ميرامار/ ۱۹۶۷

خمارة القط الأسود/ ۱۹۶۹

تحت المظلة/ تر خېمه لاندې/ ۱۹۶۹

شهر العسل/ ۱۹۷۱

المرايا/ هېندارې/ ۱۹۷۱

حكاية بلا بداية ولا نهاية/ بې سر او پایه کیسه/ ۱۹۷۱

الجريمة/ جنایت/ ۱۹۷۳

الحب تحت المطر/ ۱۹۷۳

الكرنك/ / ۱۹۷۴

حكايات حارتنا/ زموږ د چم کیسې/ ۱۹۷۵

قلبالليل/ ۱۹۷۵

حضرة المحترم/ ۱۹۷۵

ملحمة الحرافيش/ ۱۹۷۷

الشيطان يعظ/ ۱۹۷۹

الحب فوق هضبة الهرم/ ۱۹۷۹

عصر الحب/ ۱۹۸۰

أفراح القبة/ ۱۹۸۱

ليالي ألف ليلة وليلة/ ۱۹۸۲

الباقي من الزمن ساعة / ۱۹۸۲

رأيت فيما يرى النائم/ ۱۹۸۲

أمام العرش/ ۱۹۸۳

رحلة ابن فطوطة / ۱۹۸۳

التنظيم السري / ۱۹۸۴

العائش في الحقيقة/ ۱۹۸۵

يوم مقتل الزعيم/ کله چې د قوم مشر ووژل شو / ۱۹۸۵

حديث الصباح والمساء/ د شپې او ورځې کیسه/ ۱۹۸۷

صباح الورد/ ۱۹۸۷

الفجر الكاذب/ ۱۹۸۸

قشتمر/ ۱۹۸۸

أحلام فترة النقاهة  / ۲۰۰۴.

د محفوظ (زموږ د چم هلکان) او د (مدق کوڅه) رومانونو د ۱۹۸۸کال د نوبل نړيواله جايزه تر لاسه کړه، استاد اسدالله ((غضنفر)) د نوبل د جايزې د وړونکو په اړه وايي :(د نوبل د جايزې په وړونکو کې فرق دی. ځينې يې له جايزې سره مشهور شول او ځينو يې د جايزې شهرت او عتبار زيات کړ، زما په خپل ګومان محفوظ له دويمې ډلې سره تعلق لري)

دا مصری ليکوال لومړنی مسلمان ليکوال دی، چې د نوبل نړيواله ادبي  جايزه يې ترلاسه کړه، خو د جايزې د ترلاسه کولو لپاره يې سوېډن ته د سپين ږيرتوب او ناروغۍ له امله سفر ونشوای کړای، خو د سوېډن اکاډيمي ته يې خپله ليکلې وينا واستوله چې بل چا ولوستله. دی په دې وينا کې وايي چې زه د يوه مصري په توګه د دوو تمدنونو بچی يم، يو د لرغوني مصر او بل د اسلامي تمدن .

په ډېری عربي هېوادو کې د محفوظ پر کتابونو بنديز هم وو، دابنديز ځکه وو،چې د انور سادات او اسرايلو ترمنځ په ديويد پنډغالي کې له شوي هوکړه ليک څخه يې ټينګ ملاتړ اعلان کړی وو، خو دغه بنديز د نوبل د جايزې له ګټلو وروسته بېرته لېري شو.

نجيب محفوظ په ۲۰۰۶مېلادي کال کې د ډاکترانو له لوري د سر په برخه کې له يو لړ ناکامو عملياتو وروسته وفات شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب