چهارشنبه, اپریل 14, 2021
Homeادبپښتو چاربیته| پوهنیار حمیدالله عمرخېل‎

پښتو چاربیته| پوهنیار حمیدالله عمرخېل‎

  دا يوه ريښتينې خبره ده، چې  ولسونه ادبيات زېږوي او ادبيات بيا د همدې ولسونو د روزلو دنده پرغاړه لري په ادبياتو کې لومړى ولسي ادب د ولسونو له خوا رامنځته کيږي، چې دا يوازې ادب نه بلکې د همدې ټولنو او پرگنو ټولنیز ژوند د ټولو مادي او معنوي ارزښتونو ريالستيکه او ريښتينې هنداره گرځي او د دوى د عاطفيزو غږونو بشپړه انگازه ترې اوريدل کېږي.

       ولسي ادب چې فلکلوريک ادب يې هم گڼو د پرگنو د ميتولوژيکې ايډيالوژۍ ، اخلاقي معيارونه ، عنعنيز اړخونه او د سيمه ايزو بديعي او هنري ادبياتو د استازيتوب دنده پر غاړه لري. دا چې په انساني اړتیاوو پورې اړوندې پدیدې په لومړیو کې د فولکلور په بڼه رامنځ ته کیږي، چې دغه رامنځ ته شوي مادي او معنوي تجربې د وخت د تیریدو سره بشپړیږي، بیا علمي بڼه خپلوي.د رفیق (۱۳۹۵) له نظره “فولکلور د انسانانو لومړنۍ تجربې دي د پوهنو او تجربو لومړنۍ هڅې او طرحې همدغه ولسي پوهه ګڼل شوې ده ، فولکلور ته د ملتونو د کړو وړو هېندراه وایي.”

    لنډه دا چې ولسي ادب د ولسونو ريښتينى ترجمان دى او د همدې فلکلور منځپانگه پرگنيزو معماگانو ژباړه او تر جمه ده، چې ما هم په دې څېړنیز مقاله کې د ولسي ادب یو اصلي فورم چې چاربیته ده څېړلی، چې  په راتلونکې کې به د یو ګټور ماخذ په توګه ترینه ګټه واخیستل شي.

لومړی به چاربیت�� وپیژنو او ورسته به یې په ډولونو او مثالونو خبرې وکړو.

      چاربیته:

چاربیته په پښتو کې اوږد تاریخ لري او پخوا به د دیرو او مجلسونو ښایست ګڼل کیده، ولسي سندرغاړو به له څو ټپو وروسته  خامخا چاربیته هم په ساز سوروله؛ خو اوس د جنګ جګړو له امله خو نه هغه هجرې په خلکو ابادې دي او نه هم سندرغاړي په ودونو او محفلونو کې چاربیتې وايي. یو علت د شاعرانو  شاکول چاربیتو ته کلتوري بدلونونه دي ، کومې هجرې چې وې خلک ورسره د پخوا په شان پاتې نه شول او د کر او کروندې طریقې هم بدلې شوې، د چاربیتي د شاته پاتې کیدو بل علت د هغې سختوالی ښودلی شوی.د مومند (۲۰۱۱) له نظره “د چاربیتې د ویلو هیڅ اړتیا نشته دا د پښتود ولسي ادب فورم دی خو اوس یې نه هغه اوریدونکي پاتې دي او نه هم د مجلس هغه رسم رواج او طریقې، اوس راډيو ده ، ټلویزون دی اونورې نوې نوې خبري دي” دوران (۲۰۱۵) د وینا اړوند” که د چاربیتو شاعرانو د دې فورم لارې ګودرې ځوانو شاعرانو ته ښودلې وای؛ نو دا صنف به له ورکیدو ژغورل شوی وو. ځيني شاعران خو هغه تن شاعر نه بولي چې چاربیته نه لیکي.

       په لنډه توګه که ووایو د پښتو اصلي صنف چاربیته دی. چاربیتو ته به پخوا خلکو کیسې وردننه کولې، واقعیت به یې وردننه کاوه . داوود وفا(۱۳۹۳)  دا خبره په زغرده کوي” چې ملنګ جان شاعر په چاربیتو کې ډیر کار کړی دی او یوه چاربیته یې مشهور سندرغاړي هارون پاچا په خپل ښکلي غږ کې ویلې ده.

 زما ځواني ډول کوي د پښـــتونواله سره 

 زه په پښتو او پښـــتونواله باندې سر ورکـــوم

 زما یې خـــټه لمده کړې د غیرت په اوبو 

 بې همــــتي لازمه نه ده زما شانــــه سره                            

  د وطن مینه مې رودلې ده د مور په شودو 

اوس یې خدمت ته یم حاضر د ټینګ ایمانه سره

 د غیرت توره مې نیولې ده په خــپلو اوږو

د سر بازۍ میدان له وړمه د ځانـه سره

   روح مې په تن کې اسوده وي استقلاله سره

زما ځواني ‌ډول کوي د پښتونواله ســـــره

(وفا،۱۳۹۳: ۱۳۶ مخ)

      چاربیتې د فارسي د چار(څلور) له کلیمې څخه اخیستل شوی شکل دی، چې ( بیته/ بیتې) کلمو په یو ځای کیدو د څلوربیتیزې معنی ورکوي.( وطنمل،۱۳۶۲: ۵۳ مخ)

      د هاشمي ( ۱۳۹۱) د معلوماتو پر بنسټ “د چاربیتې له  کسر(پیل) یا مطلع پرته څلور مسرې لري، تر څلورو مسرو کمو ته چاربیته نه شي ویل کیدای؛ خو د همدغو مسرو ډېرښت بیا د نومونې لپاره کوم عیب نه دی، یا عیب نه دی ګڼل شوی.” چاربیتې یوه مطلع لري، بیا ورپسې لومړنۍ درې مسرې په یو قافیه او څلورمه یا وروستۍ  یې د کسر په قافیه راځي. کله چې د بندونو د مسرو شمیر ډیریږي، نورې ټولې مسرې یې کله په یوه قافیه او کله هم د هربند هره دویمه مسره له نورو بیتونو او مسریو سره هم قافیه وي، د هر بند وروستۍ مسره یې د کسر په قافیه راځي. دا هغه قاعده ده، چې په ټولو چاربیتو تقریباٌ يو ډول تطبیقیږي.

       د چاربیتو په بندونو کې د مسرو شمیر تر څلورو لږ نه وي؛ خو ډیریدی شي، تر شلو مسرو د زیاتو بندونو چاربیتې هم کتل شوي دي.

      چاربیته باید څلورو بیتونو ته وویل شي، چې اته مسرې کیږي، نو چاربتې بیا څلور مسرې هم وي دا نومونه د هغه برخې په اساس منل شوې ده، چې تر کسر وروسته راځي. مومند(۲۰۱۱) وایي:” چاربیته د ولسي شاعرۍ یو صنف دی، چاربیتې ته چاربیته په دې وجه وایي چې دا څلور بېتونه لري. د چاربیتې مطلع ته کسر یا پېرو وایي، مطلع لکه دغزل وي او مصرعې خپلو کې هم قافیه وي.د چاربیتې نوم د کړۍ یا بندونو د بیتونو د تعداد په وجه دی، هره کړۍ څلور څلور بېتونه لري.”(۱۸۸ مخ)

     څرنګه چې د دغه نومونې وخت په سمه توګه نه شي اټکلیدای، له بلې خوا د پښتو فولکلوریک جوړوښتونه هسې هم د کومې قاعدې له مخې نه دي رامنځ ته شوي، بلکې څه ‌‌‌‌‌ډول چې د ولس  خولې ته لویدلي هماغه ‌ډول دود شوي، ځکه نو په نومونه کې دغه ډول کره کتنې ته چا تر اوسه ارزښت نه دی ورکړی. ‌‌

      فورم(شکل):

چاربیته د پښتو ملي شعري فورمونو هغه ‌ډول دی چې هر بند یې له څلورو مسرو کم نه وي، د یون (۱۳۷۷) له نظره “ډېرۍ چاربیتې په ملي موسیقۍ کې ځانته په زړه پورې اهنګونه او خوږې نغمې لري او د دې لپاره چاربیتې بلل کیږي چې بندونه یې یا له څلورو بیتونو او یا له څلورو مسرو څخه بیخي کم نه دي. په چاربیته کې همیشه یوه اوږده موضوع چې اکثراً عشقي او حماسي وي افاده کیږي.”

   چاربیتې په دوه برخو ویشل کیږي:

۱ـ ساده چاربیتې

۲ـ زنځیري چاربیتې

      یون (۱۳۷۷) وایي:” دغه دوه دوه ډوله چاربیتې بیا خپل وار سره د مسرو د شمیر ، برابروالي،اوږدوالي او لنډوالي پر سبب په ډېرو نورو ډولو ویشل کیږي.”( ۱۰۶ مخ)

      ساده چاربیتې:

هغه دي چې په ساده بڼه مفاهم مقفی ( منظوم) شوي وي او پرته له دې چې عمومي پرله پسې والی ( تسلسل) یې وشکیږي، د مسرو په منځ کې اهنګوال لفظي تسلسل نه لري.

مطلع:

څوک به پـیدا نه شي د فرهاد او شیرینۍ په شان

یو ځای به څوک نه شي د ادم او درخانۍ په شان

بند:

یو ځای به څوک نه شي لکه و عاشق فرهاد

تل بــــــــه یــــې کولو په اشنا پســـــــې فریاد

وه یې کړه خواري ځکه حاصل یې شه مراد

کړې به یې خبرې د طوطا د ښارونۍ په شان

بند:

کړې به یې خبرې د مـجنون دا مشغولا وه نــــــه

بل به یې څه نه وو خو په خوله به یې لیلا وه نه

وچ شه لکه دړه د خاوند په دې رضــــــــا وه نه

 بیا به ګرځیده په دې پـسې د لېــــــــونۍ په شـــان( یون ، ۱۳۷۷: ۱۰۷ مخ)

     ساده چاربیتې هم د مطلع (کسر) او بندونو د مسرو د شمیر د ‌ډیروالي له امله په څو ډولونو ویشل شوي.

۱ـ هغه ډول چاربیتې دي چې مطلع یې دوه هم قافیه او همردیفه مسرې لري، یا ‎په بله وینا د عروضي غزل په شان یو بیت دی، بیا ورپسې څلور مسرې راځي، لومړنۍ درې یې په یوه وزن او یوه قافیه او وروستۍ هغه یې د تیرو دریو غوندې په هماغه وزن خو د مطلع په قافیه راځي.

مطلع :

په سپینه خوله کې د نیشه رب د شرابو ایښې

اوبو له ځې په سر جوغـــه دې د نوابو ایښې

بندونه یې:

په سپینه خوله کې دې نیشه ایښې د بنګو ده

دا لــــبـــاسي خندا دې ټوله د بې نـــنګو ده

بل خوشـــــبو یي د په سینه کې د لونـــګو ده

عاشاقان وژنې ، نن دې توره د قصابو ایښې

  اوبو له ځې په سر جوغه د ې د نوابو ایـښې(وطنمل،۱۳۶۲: ۵۲ مخ)

۲ـ  چې د مطلع مسرې هم قافیه خو په بیلو وزنونو سره راځي، لومړۍ مسره یې لنډه او دوهمه یې اوږده وي.

مطلع :

محبوبا سرې سترګې خمارې په څو رنګ راځي

   مسته په غورځنګ راځي

   لیلا چې دواړه سترګې ډکې په خمار کاندې

    بیا د زړونو ښکار کاندې

    تر څنګ کاته، کله یمین کله یسار کاندې

   ډېر عالم به خوار کاندې

    وریځې لیندۍ ، باڼه یې غشي د خدنګ راځي

    مسته په غور ځنګ راځي(وفا،۱۳۹۳: ۱۳۶مخ)

۳ـ  چې د مطلع مسرې په بیلو قافیو خو هم وزنه وي، لکه د سیدکمال دا چاربیته :

مطلع:

اهــــو چشمې ګل اندامې ما جبــــــ-ـینې

ولې ؟ ولې زه دې وســــــوم څه دپاره؟

بند:

وسوم ـ وسوم، څوک مې نه اخلي عرضونه

نه پوهیږم ربـه دا څه رنګ تاثیر دی

لیلا تــــور اوربل دې جال نیسي بازونه

باز د زړه نیــسي بیشکه هواګیر دی

د هر چاله خولې نه خـــیژي دا غږونه

شیــنکی خال دې غونډه زنه کې امیر دی(وفا،۱۳۹۳: ۱۳۷مخ)

۴ـ  چې دوه مطلعې  ولري، یا په بله وینا چې مطلع یې څلور مسرې وي، لومړۍ یې اوږده او دوهمه یې لنډه، خو په بیلابیلو قافیو ، دوه نورې د لومړنیو دوو غوندې تکراریږي، لکه د کلاچۍ د احمد دا چاربیته:مطلع:

بیا ښکلې محبوبا شوه اراسته ، چشمانې تورې

   راځي په سرو منګولو

له خیاله یې شانه کړې په مخ زلفې دورې دورې

   که لښتې د سنبلو

بندونه:

 که ښه کوې محبوبې پلو واخله له رخساره

   مشتاق دې د دیدن یم (وفا،۱۳۹۳:۱۳۸مخ)

…..

۵ـ چې مطلع یې پینځه مسرې وي، هم قافیه خو ځینې په وزن کې مختلفې وي.

مطلع :

جګړه شوه په مخ باندې ــ  د ټیک او د پیزوان

 ټیک وویل پیزوانه ــ   ستا ښایست زما نه کم دی

  منکر لره قسم دی ( وفا،۱۳۹۳: ۱۳۹ مخ)

۶ـ چې مطلع یې څلور مسرې هم وزنه خو په قافیه کې لومړۍ له دریمې او دویمه له څلورمې سر هم قافیه وي. لکه د میر حسن خویشکي دا چاربیته:

مطلع  :

دواړه لب دې مجرب دي نازنینې

نازنینې تا پـــــــــــسې کوم فریاد

د اثر نظر په ما وکړه شیریــــنې

 شیرنۍ ستا په سر مړ شولو فرهاد(وفا،۱۳۹۳: ۱۴۰ مخ)

۷ـ چې د مطلع دواړه مسرې هم قافیه او هم وزنه او ورپسې یوه  وړه مسره ضمیمه کیږي.

  مازدیګر راشه په تلوار که زما یار یـــــې

بر ګودر ته ځونه چې ملګري شو د لارې

     مازدیګر راشه(وفا،۱۳۹۳: ۱۴۲مخ)
۸- چې مطلع څلور مسر ې ولري، لومړۍ  دوه یې په خپلو کې او دوهمې دوه یې په خپلو کې هم قافیه او هم وزنه وي خو دوه په دوه یو له بل سره توپیر لري. لکه ملا احمد جان دا لاندې چاربیته:

مطلع:

زما په تا پــسې طاعـون دی صنم

حال مې په مثل د مجـــنون دی صنم

شوم لـــــیونی د بیابان درپسې

ځکه له خولې مې ځي سوران درپسې

بندونه:

ځــکه له درده په چـــغار یمه زه

دنــــنه زړه باندې پرهـــــاریمه زه

لکه فرهــــاد وطن مــې غر شو نا

واړه عالـــم په ما خـــبر شو نا

ته شــیرینۍ کې که راشې  ماله یو ځل

په وصـالت مې کړې خوشحاله یو ځل

سر مې نسکور پروت په زنګون دی صنم

 حال مې په مثـــل د مجنون دی صنم (وفا،۱۳۹۳: ۱۴۴ مخ)

۹ـ چې مطلع څلور مسرې وي او ټولې په خپل منځ کې هم قافیه او هم وزنه وي.

لکه د زرجان دا چاربیته:

مطلع:

لیلا سپین مخ دې ګلاب سـترګې لالونه

د جـبـــین په منځ دې ایښې شنه خالونه

باڼــــــه غشي تورې زلفې دې مارونه

کږې وریځې دې لیندۍ غوڅـوي زړونه (وفا،۱۳۹۳: ۱۴۶مخ)

 

     زنځیري چاربیتې:

هغه ډول چاربیتې دي، چې د موضوع د پرله پسې والي او تسلسل تر څنګ همغږي لفظونه هم لري. د دغه چاربیتې د هر بند الفاظ داسې برابر شوي، چې هم قافیه وي او یو ځانګړی موسیقت لري. دا ډول چاربیتې پیاوړیو ولسي شاعرانو ویلي دي، په دې معنی چې هر ولسي شاعر دومره خواري، فکر او ذوق نه شي تولیدولای. د دوران(۲۰۱۵) له نظره ” زنځیري چاربیتې د هم آهنګه الفاظو د کارولو تر څنګ یو ټاکلی جوړښت لري، چې د مسرو څرنګوالی او د سلابونو شمېر یې معلوم دی.” زنځیري چاربیتې یوه مطلع لري، چې لومړۍ مسره  یې (۱۴) سیلابه او دویمه یې (۱۱) سیلابه لري او په خپلو کې هم قافیه نه وي. هر بند یې اووه(۷) مسرې لري، چې لومړنۍ، درېیمه او پنځمه یې څوارلس سیلابونه لري او په خپلو کې سره هم قافیه وي. دویمه، څلورمه او شپږمه یې یوولس سیلابونه لري او په خپلو کې هم قافیه وي، همدا راز اوومه مصرعه یې د مطلع له اولې مصرعې سره هم وزنه او هم قافیه وي او بیا ورپسې د مطلع دویمه مصرعه تکرارېږي لکه د محمدین دا چاربیته:


کله به راشې په پوښتنه د ملنګ – کړې څنګ
لرې کړه زنګ – شوم رنګ ستا په تهمت کې

کله به راشې چې دې وکړمـه دیدار سهار
زړه مې پرهار – د یار د لاســــه ډېر دی
شومه په غم کې ســـتا د مینې ګرفتار په جار
وسوم په نار انــــګار رانه چاپېر دی
آخر به تېر شي د نیـــــمګړې دنیا وار په خوار
ماخله ازار بیمـــار په زلفو ګېر دی

مخ دې چراغ دی پرې راځم لکه پتنګ په شرنګ
لرې کړه زنګ – شوم رنګ ســـتا په تهمت کې(وطنمل،۱۳۶۲: ۵۵مخ)       

زنځیري چاربیتې زیاتره نیمه باسوادو ولسي شاعرانو ویلي دي، ځینې یې ملایان او اخوندان چې په عربي پوهیدل او دیني مطالعه  یې درلوده او د خپلې مطالعې په زور یې د همغږو لفظونو د انتخاب هڅه کړې ده. زنځیري چاربیتو ته اته مسریزې چاربیتې هم وایي او بېلابېل ډولونه هم لري. د زغم(۱۳۹۴) له نظره “زنځیري چاربیتې ته اته مسریزه چاربیته هم وایي” د موضوع د اوږدیدو له وجې یې یوازې یوه دوه بېلګې راوړو.

کله به راوړې دواړه لـــبې د رنــګین شیرین

سپین دې جــــــبین، زریــــن، مخ دې ځلیږي

کله به راوړې دواړه لــب ، شات و ملهم ، صنم

مه کړه ســــتم ، هر دم، په غــــــــضب ښورې

سرې دې منګولې، همیش وړې زړونه قلم ، قلم

اخلې قدم ، په چم، سترګې دې تــورې

په درد پروت یم، همیش غواړم، ستا کرم، محکم

لرې کــــړه غم، الم ، که رب ته ګورې

نن دې په غـاړه باندې زانګي لونګین، رنګین

  ســپین دې جبین ، زریـن ــ مخ دې ځلیږي (وطنمل، ۱۳۶۲: ۵۴ مخ)                                                          

  اته مسرو چاربیتې پر درې ډولونو باندې ویشل کیږي:

    ۱ـ د هر بند اول درې بیتونه یانې شپږ مسرې یې په خپل کور کې سره په یوه قافیه او وروستی بیت د چاربیتې له مطلعې سره موفق وي.بېلګه یې دا ده:

مطلع:            

شاګـــرده اول نـص د الـهي پروردګار دی

استاده بل حدیـــث د محـمد نبي حضرت دی

بند:

شاګرده په جهـان کې جبرئیل نومی ملــک دی

اســتاذه خاص مقام د ده اووم اسمان فلــک دی

شاګرده ټول وجود یې د زنځیر حدیده کـلک دی

استاذه سر تر پایه په وزرو باندې چــــک دی

شاګرده د رحمت په رب کې ډوب لکه سمک دی

استاذه ما په دې خبره هم ویستلی شـــک دی

بې حده ښایسته د نورو په شان شعله انګار دی

 د باد په شان ته ګرځې په هوا باندې او چت دی (یون،۱۳۷۷: ۱۱۰ مخ)

   ۲ـ په دې ډول چاربیته کې د سر یو بیت چې د مطلعې په توګه راځي، لومړی مسره یې ځانته قافیه لري د دویمې مسرې منځ کې یې یوه قافیه راځي چې د لومړۍ مسرې له قافې سره سمون خوري خو د دویمې مسرې وروستۍ قافیه ځانته جلا او د لومړۍ مسرې له قافیې سره سمون نه لري. د هر بند لومړۍ، دریمه او پنځمه مسره په خپل منځ کې هم قافیه وي او هم د دویمې ، څلورمې او شپږمې مسرې په منځ کې راغلې قافیې هم د نوموړو مسرو د قافیو پیروي کوي؛ خو د  دویمې، څلورمې او شپږمې مسرې په پای کې نورې قافې راځي.د بند اوم او اتم بیت د مطلعې د شکلي سکښت تابع دی.

د ښایست اواز دې لاړو په عالـــم کې لور په لور

زه دې سوی یم په اور ، ټیک دې کوز کړه له جبینه

د ښایـــست اواز دې لاړو په کابل په هـندوستان

ځکه ناست یــمه حیران، رارسیږي یا نصیبه

عاشقي ده ډېره ګرانه ځــي د اوښکو مې باران

پرې مې لونــد شولو ګریوان ، پوه نه شوم له ترتیبه

په هر چا باندې تیـــریږي د فاني دور دوران

څوک راځي څوک ترې روان ، کاندي یارو ته قریبه

بارې خپل دی که پردی دی راکوي راته پیــغور

   سترګې نه شمـه نیولی ګوره ډوب یم ستا په مینه (یون، ۱۳۷۷: ۱۱۲ مخ)

    ۳ـ د اته مسریزې زنځیري چاربیتې بل ډول دا دی چې ټوله مقفی وي او هر بیت او هره مسره یې په خپل منځ کې قافیې لري.

مطلع:

د لیـــلا په لبو سپور     پیزوان لکه ښامـار

ترې نه ځي شغلې دوار   نتکۍ نه یې بار بار

بند:

د شاهو په سپین جبین      روپۍ عجب زینت که

راوځي ماســـپښین        ژوندی زما صورت که

  زما زړه یې کړ غمګی  سرداره څه حکمت که

  ګونګري یې کوي شور چې دا شي په رفـــــــتار

***

    رفتار مې کـــوي خـوند  ورځمــه مازیګر

     وربل مې بنـــد په بند د سپین تنـــــــدي په سر

     خراب به دې کړم ژوند    کاته کرم په هــــــــــــنر

     شین خال مې ادم خـــور   ذ قــــن مې مزه دار

   د لیلی په لبــــو سپور    پـــــیزوان لکه ښامار (زغم،۱۳۹۴ل:۱۲۳ مخ)

       د چاربیتو محتوا:

چاربیتې پخوا د پښتني موسیقۍ روح و، هنرمندانو به شپې مجلسونه په چارپتې رڼول. په چاربیتو کې لویې دیني، عشقي او نورې ټولنیزې مسلې کتلای شو، په چاربیتو کې هر ډول لوی او واړه مضمونونه بیان شوي دي او بیانیدای شي. لومړی ټولګی(۱۳۸۹) په خپل اثر کې د چاربیتو د محتوا په اړه وایي: “پښتو چاربیتې د مضمون له پلوه د اجتماعي او عشقي مسایلو په خوا کې تاریخي پیښې هم بیانوي، چې د پښتنو د مېړنیو او حماسو یو ژوندی تاریخ راښيي، ځینې چاربیتې که څه هم شعریت نه لري خو مهمې ګڼل شوي او هغه ځکه چې د افغانانو د ملي مبارزو په اړه ویل شوي. “(۱۴۶ مخ)

     پخوا چاربیتې د هجرو، دیرو او مجلسونو سینګار ګڼل کیده؛ خو یو شمیر د ادب پوهان وايي داسې ښکاري چې د وخت په تیریدو سره دا صنف خپل ارزښت ، معیار او وجود بایلي.

      د چاربیتې لرغونتیا:

د پښتو چاربیتو د پیلیدو دقیق وخت نه دی معلوم خو تر نورو لرغونې بیلګه په پټه خزانه کې د تایمني ده، چې د ۵۸۰ ق کال په شاخوا کې ویل شوې ده.  د پښتو ځینې چاربیتې ډارمسټټر ختیز پوه راټولې کړي دي.

هیوادمل (۱۳۹۳) معلوماتو پر اساس” د چاربیتو پيل د افغان ــ انګلیس د لومړي جنګ پر مهال شوی دی، چې ښې بیلګې د دیوان شاعر احمد کلاچي او کونډې مروت تر لاسه شوي چاربیتې دي.”

   پایله:

چاربیته د پښتو  فولکلوریکو ادبیاتو یو داسې فورم دی، چې اوږد تاریخ لري. د پښتو چاربیتې د دیارلسمې پیړۍ په جریان کې چې د افغانستان پر خاوره د هرچا له خوا تجاوزونه شوي ‌وه د دغو تجاوزونو او بیا د متجاوزینو سره د افغانانو د میړانو او پېښو سره یو ځای پیل شوي دي، شاید له دې نه مخکې هم چاربیتې ویل شوي وي؛ خو په سلګونو چاربیتې چې چاربیتې خپل حیثیت په فولکلوریک ادب کې پیدا کړ؛ نو له دغه وخت نه پیل کیږي.  چاربیته د پښتو منظوم ادب يو داسې فلکلوريک ژانر دى چې اوږده او سندريزه جنبه لري.

د مضمون له پلوه هر اړخيزه مضامين ليږدوي چار بيتې په ولسي ادب کې خورا مشهورې منظومې دي. د چاربيتي هر بند له څلورو مسرو څخه کم نه وي؛ خو اوږده موضوع بيانول د دې فورم ځانگړنه ده چاربيته کيداى شي چې هر څو بنده ولري؛ خو چاربیتې به مطلع لري او وروسته د مسرو نه به یې د بیتونو شمیر څلوروي یعنې اته مسرې چې زنځیري چاربیتې هم ورته وایي ؛ خو له اتو مسرو نه کمې مسره والې چاربیتې هم لیدل شوي.

د چاربیتې د مسرو شمېر  وروسته له مطلع نه له څلورو باید کم نه وي او که کم وي نو هغې ته بیا چاربیته نشو ویلای. عمومي قاعده د چاربیتو دا ده، چې یو ه مطلع لري، بیا ورپسې لومړنۍ درې مسرې په یو قافیه او څلورمه یا وروستۍ یې د مطلع په قافیه راځي، کله چې د بندونو د مسرو شمېر ‌ډېريږي؛ نو نورې ټولې مسرې یې کله په یوه قافیه او کله هم د هر بند هره دویمه مسره له نورو بیتونو او مسرو سره هم قافیه وي. د هر بند وروستۍ مسره یې د مطلع په قافیه راځي. د مضمون له مخې په چاربیتو کې دیني، عشقي، حماسي، رزمي او نورې ټولنیزې او ملي مسلې کتلای شو او د دې تر څنګ تاریخي پیښې هم بیانوي، د فورم له مخې په دوه ډوله دي، ساده او زنځیري. ساده چاربیتې هغه دي، چې  د عمومي تسلسل پرته اهنګوال لفظي تسلسل نه لري او یوازې په ساده بڼه مفاهم وړاندې کوي. زنځیري چاربیتې د موضوع د پرله پسې والي او تسلسل تر څنګ همغږي لفظونه هم لري. د دغو چاربیتو د هر بند الفاظ داسې برابر شوي، چې هم قافیه وي او یو ځانګړی موسیقت لري.

مأخذونه:

۱ـ دوران، عمام الدین.(۲۰۱۵م). د فوکلور پېژندنې لارښود(تنقیدي مطالعه). کابل: تاند ویبپاڼه.

۲ـ رفیق، محمد رفیق.(۱۳۹۵ل).د ادبپوهنې بنسټونه.جلالکوټ: ختیځ خپرندویه ټولنه.

۳ـ زغم، احمد شاه .(۱۳۹۴). فولکلور او فولکلوري ادبیات.کابل: د افغانستان ملي تحریک.

۴ـ لومړی ټولګی.(۱۳۸۹). د پښتو ادب لرغونې دوره. کابل : یون کلتوري یون.

۵ـ مومند، محمد داوودجان.(۲۰۱۱م).پښتو ادب ته یوه کتنه. پېښور: یونیورسټي پریس.

۶ـ وطنمل، جمال الدین.(۱۳۶۲). فولکلور.کابل:د پیداګوژۍ د دولتي انستیتوت مطبعه

۷ـ وفا، محمد داود.( ۱۳۹۳ ل). د فولکلور پیژندنې لارښود. ننګرهار. مومند خپرندویه ټولنه .

۸ـ هاشمي،سید اصغر.(۱۳۹۱ل). د ادبي ژانرونو لنډه پيژندنه.جلال اباد: ګودر خپروندیه ټولنه.

۹ـ هیوادمل ، زلمی.(۱۳۹۳ ل). د پښتو ادبیاتو تاریخ (پنځم چاپ). کابل: دانش خپرندویه ټولنه.

۱۰ـ  یون، محمد اسماعیل.( ۱۳۷۷ ل ). د پښتو شعر هندسي جوړښت. کابل پو هنتون ـ کابل: یون کلتوري یون.


پوهنیار حمیدالله عمرخېل د بلخ پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د پښتو څانګې استاد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب