جمعه, جنوري 28, 2022
Homeټولنیزارواپوهنهتر ۱۸۵۶ كال دمخه شاه جهان آباد-مبارک علي

تر ۱۸۵۶ كال دمخه شاه جهان آباد-مبارک علي

ليكوال: ډاكتر مبارك علي

     ژباړن: غضنفر

كله چې شاه جهان پاچا په ۱۶۳۹كې ديوۀ نوي ښار بنسټونه اېښودل، د مغولو امپراطوري په خپل اوج كې وه. سلطنتي خزانې تر خولې ډكې وې او په خارج يا داخل كې داسې څه لويه خطره نه وه چې حكومت دې ورته اندېښمن وي. د مغولو دربار چې تر ګردو لايق كسان راغونډ كړي وو، كلچر يې په مهارت او نزاكت كې تر نورو بر وو. مونږ دا ټولې ځانګړنې د شاه جهان د عصر په معماري كې له ورايه وينو. د اكبر د زمانې د ودانيو جلال او عظمت خپل ځاى د دې زمانې د ودانيو ښكلا، نزاكت او ظرافت ته وركړ او دا د كلچر د بلوغ يوه نخښه وه.

شاه جهان پاچا د داسې ښار د جوړولو په فكر كې وو چې د مغولو د امپراطورۍ د قوت او ښكلا ، دواړو، نماينده ګي وكړي او د دې ستر واكۍ له غوړېدلي كلتور او د دې كلتور له آدابو او دودونو سره سمون وخوري.

نوى ښار شاه جهان آباد ونومول شو. د سلطنتي كورنۍ د استوګنې لپاره په شاه جهان آباد كې لال قلعه ( سره كلا) جوړه شوه چې په رسمي اسنادو كې يې نوم ( قلعۀ مبارك ) و. په سره كلا كې د امپراطورمخې ته  هم د عوامو او هم د خواصو د حاضرېدو لپاره ځايونه ودان شول. دلته د عوامو د شرفيابۍ لپاره څو هالونه وو. د سلاكارو لپاره بېل هال جوړ شوى وو. جهاروكا درشن ( د عامو حضارو لپاره كړكۍ)، نقارخانه( د موسيقۍ خونه)، برجونه، موتي مسجد ( د ملغلرو جومات) ، او د حرم لپاره كوټې د كلا مهم ځايونه دي. سره كلا  چې د شاهي ځواك و اقتدار سمبول وه، د د يوالونو په منځ كې ژوند يې له خلكو پټ وو. خلك ډېر نه پوهېدل چې دلته څۀ كېږي. دوى چې د كلا له منځه نۀ خبرېدل نو د سلطنتي كورنۍ په باره كې يې اوازو ته مخه كړه. ځينو اروپايي سيلانيانو ته دا اوازې رشتيانۍ تاريخي پېښې ښكاره شوې او په خپلو سفرنامو كې يې په دې نيت راواخيستې چې لوستونكو ته په زړۀ پورې رسواكوونكي مطالب برابر كړي.

د جامع جومات عظيم الشانه ودانۍ چې له كلا د باندې ولاړه وه، دين ته د وفادارۍ او د زهد و ديندارۍ څرګنده نخښه وه. راوروسته بيا مختلفو مغولو امراوو او شهزاده ګانو د خپلې تقوا د يادګار به توګه جوماتونه ودان كړل. لكه فتحپوري جومات، اكبرآبادي جومات، اورنګ آبادي جومات او سنهري مسجد. سربېره پر دې په بېلو بېلو بازارونو او ځايونو كې د خلكو د جماعت  د لمانځۀ  د اسانتيا لپاره جوماتونه جوړ شول.

په منځنيو پېړيو كې بازار يوازې د سودا اخيستلو ځاى نه وو، بلكې د تفريح ځاى هم وو. په شاهجهان آباد كې فيض بازار، اردو بازار، خانم بازاراو خاص بازار مشهور بازارونه وو. په دې ښار كې د ځينو خاصو مالونو لكه د جواهرو، بوټانو او يا مثلا د بنګړيو لپاره هم  خاصې راستې وې . په ټولو كې ښكلى بازار، چاندني چوك وو.هغوى چې چاندني چوك يې د برم او پرتم په زمانه كې ليدلى ، ډېر يې ستايلى دى.

د چاندني چوك په زړۀ كې يو جنتي نهر بهېدۀ. د دغه بازار دواړو غاړو ته ونې قطار ولاړې وې چې چاپېريال يې سوړ او پر سكون ساتۀ. سرسيد په خپل كتاب آثار السناديد كې ليكي چې د چاندني چوك د ښكلا له بيانه ژبه عاجزه ده. مازديګرو ماښام به اشراف او شهزاده ګان دغه بازار ته راتلل چې وګرځي او تفريح وكړي.

د وخت په تېرېدو سره شاه جهان آباد بشپړ او نفوس يې زيات شو. د دې ښار واټونه، كوڅې او محلې دخپلې خاصې جاذبې په وجه مشهور شول.  هنرمنو، سازنده وو، شاعرانو، خطاطانو، نڅاګرو، نكلچيانو، صنعتګرو، دوى ټولو ، شاه جهان آباد ته نوى ژوند او نوى كلچر وركړ.

ډېره موده نه وه تېره چې شاه جهان آباد د كلچر او ادب مركز شو. په رسمياتو كې شاه جهان آباد پاتې شو خو عامو خلكو ډيلى بالۀ.

كله چې د مغولو امپراطوري زوال وموند، نو خارجي يرغلګرو لكه نادرشاه افشار  په ډيلي باندې حملې وكړې چې د مغولو راټول كړي ثروتونه وتروړي. دوى په دې حملو كې وينې وبهولې او پيسې يې يووړې.

 خو دغو حملو د ډيلي اوسيدونكي نه يوازې له پـښو ونه غورځول بلكې په پياوړې روحيه او قوي جذبه يې  د ښار د ماضي مخ په زوال جلال  بيا راژوندى كړ. دې ښار د مرهټه وو استيلا هم وليده. مرهټه وو په ښار باندې له غلبې او حكومت كولو سره سره، د سرې كلا د څښتن درناوى كاوۀ.

كله چې په ۱۸۰۳كال كې لرډ  لېك ډيلى ونيو،نو امپراطور د شرقي هند كمپنۍ په ګوډاګي بدل شو. امپراطور سياسي واك او اقتدار له لاسه وركړ او په مالي لحاظ كمپنۍ ته محتاج شو. دغه نوي حالت د سرې كلا په اړه د خلكو په نظر كې تغيير راووست. نور نو سره كلا د سياسي واك سمبول او علامه نه بلكې د كلتوري فعاليتونو مركز او منځۍ شوه.

د ښار د اوسېدونكو لپاره كلا د ماضي ميراث مېنه اوخزانه وه. سترواكۍ د سياسي تحولاتو په وجه زوال كړى وو خو كلچر يې له ټولو رنګونو او جلوو سره ژوندى پاتې وو. دغه كلچر د خپلې غنا او ځلا په بركت د سياسي بايلات خلا ډكوله.

بهادر شاه ظفر هم د مالي امكاناتو له لږ والي سره سره، چې د شرقي هند كمپنۍ وركول، د دربار آداب او تشريفات وساتل. درباريان مكلف وو د ټولو هغو دودونو اوآدابو خيال وساتي چې د اكبر پاچا په زمانه كې پيل شوي وو. امپراطور ته هم پكار وه چې خپل وظايف په منظم ډول اجرا كړي. دۀ بايد د خپلې فوق العاده لويې كورنۍ د غړيو خرڅ وركړى واى چې شمېر يې له يوۀ اټكل سره سم، درې زره كسانو ته رسېدۀ. البته د امپراطورۍ د زوال په ورځو كې به د شاهي كورنيو غړي مجبورېدل چې په بېوزلۍ كې واوسي ځكه د دوى خرڅ به شاهي خزانې  په منظم ډول نه شو وركولاى. له بلې خوا د سلطنت د كورنۍ كسانو دا اجازه نه لرله چې له كلا د باندې ژوند وكړي. نو دوى به خپل وخت په بې فايدې تفريحي چارو او شوقي كارونو تېراوۀ.

د سياسي واك له لاسه وركولو وروسته، د امپراطور ډېر وخت په مختلفو فيستوالونو لكه نوروز، ديوالي، هولي، محرم، اخترونو، دسهرا او د ګلونو په خورا محبوب جشن تېرېدۀ. د (داستان غدر) د ليكوال ظهير دهلوي په قول، دۀ داسې جشنونه بيا په ټول ژوند كې ونه ليدل.

د سرې كلا ژبه د اهل ادب لپاره د معيارژبه شوه. په كلا كې به هميشه مشاعرې كېدلې. په دغو مشاعرو كې به غالب، مومن او ذوق هم  ناست وو.

له كلا  د باندې هم كلتوري فعاليتونه روان وو. لوړې او غورې طبقې په دغو فعاليتونو كې د ګډون لپاره په كافي اندازه امكانات لرل. د ښار كلتوري ژوند متحرك وو. ښار ان د سياسي زوال په ورځو كې لوى شاعران، قصه ويونكي، خطاطان، طبيبان، نڅاګر او سازيان وزېږول. ډيلى د براعظمګي د نورو ښاورنو لپاره يو ماډل او اعلى مثال وو.

 په هاغو وختونو كې دا د فخر خبره وه چې څوك ځان د ډيلي وبولي. ژوند په كراره روان وو. وروسته بيا  يوه حادثه پېښه شوه. داسې حادثه چې د ښار هيڅ اوسېدونكي يې توقع نه لرله خو ورسره د هندوستان د تاريخ لورى بدل شو.


يادونه:  په وروستيو كرښو كې ليكوال له سرې كلا څخه د مغولو د وروستي پاچا بهادر شاه ظفر ايستلو او دغه راز د بريتانيا امپراطورۍ د يوې برخې په توګه د هند اعلانېدولو ته اشاره كوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب