دوشنبه, اکتوبر 18, 2021
Homeادبلنډه کیسهدیدار او انتظار/ اجمل پسرلی

دیدار او انتظار/ اجمل پسرلی

د پراګ پر شنو چمنونو سږ کال واورې ژر وزرونه وغوړول او پر خزان وهلو زیړو سرو پاڼو یې بڼې د اکتوبر تر پای ته رسیدو مخکې رانسکورې کړې.

د واورې تر وریدو اونۍ مخکې زما د کور د څښتن مشر زوی مارټین راغی او د سالون مخې ته یې له برنډې سره په ونه کې د لرګیو یوه وړه کوټنۍ کیښوده، بیا یې پر دې کوټنۍ له ږدنو ډکه یوه کڅوړه راځوړنده کړه.

 ما وپوښت، چې دا کوټنۍ د څه لپاره ده؟

مارټین اسمان ته لاس ونیو او ویې ویل:

– هوا سړیږي، پر غرونو چې واورې کوټه شي مارغان ښارونو ته رامخه کوي

– په دې څو کاله کې خو ما د مارغانو سیلونه په پراګ کې ونه لیدل

مارټین زرغون رنګه وړې سترګې سره وروستې:

 – نه دغه د مارغانو ورځې دي، چې دلته د پرخې غوندې لږ واوره ووریږي بس مارغان راځي، په دې ورځو کې موږ هم په خپل کور کې ورته انتظار یوو

– تا تیرکال دا مهال مارغان ولیدل

– هو څو ځله، یوه ورځ خو د بخت ورځ وه زموږ رخصتي وه څلور دانې ما نورو ته ورښکاره کړل دوه یې رنګه وو دوه یې تور او یو رنګه مارغه مې پلار لیدلي و ترڅو چې یې موږ سیل ته راتلو الوتی و

– که ورځ ورته تیره کړې او مارغه رانه شي زړه دې نه تنګیږي؟

– نه نه نه، هغه لا خوند کوي، انتظار تر دیدار خوندور وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب