سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبکره کتنههوسۍ؛ د افغان انسان هيله / پوهنيار محب الله ترابي

هوسۍ؛ د افغان انسان هيله / پوهنيار محب الله ترابي

خپلواکي، استقلال او ازادي هغه څه دي، چې هر انسان يې (په فردي او ټولنيز کچ) د ترلاسۍ  هڅه کوي، انسان غواړي چې تل په يوه داسې آرامه او ښکلې فضا کې د ژوند ساه واخلي،چې د بل د حکم او فرمان لاندې نه وي. خوشال بابا ښه فرمايي:

ازادي تر بادشاهيه لا تېری کا

چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي

     هوسۍ د پښتو ژبې او ادب د لوی شاعر استاد څېړنوال عبدالغفور لېوال صيب حماسي منظومه ده، چې په ۱۳۷۸ل.ل کال يې پر افغان انسان لورولې ده او د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنې له خوا چاپ شوې ده او همدا پورته موخه رانغاړي. 

      د هوسۍ منظومې محتوا

      دا منظومه په اصل کې د څو حماسي داستانونو يوه ټولګه ده؛ خو په ټوله کې د يوه خاص هدف د ترلاسۍ څرک پکې تر پايه ليدل کېږي. د منظومې په پيل کې د افغانانو او افغانستان آرامه او خوشحاله څېره تصويروي، چې په دنګو غرونو او ښکلو فصلونو کې خلک څنګه د آرام ساه اخلي، هر فرد پکې په خپل کار لګيا دی، سيلونه کېږي، شپېلۍ غږېږي او د چينې او سيند په غاړو کې ځوانان خپل د خوښۍ وخت تېروي؛ خو بيا څه پېښېږي؟ دا خوښي درې ځلې ترې لات دېو (انګرېز) وړي او ددوی خپلواکي چې په دې منظومه کې هوسۍ ګڼل شوې همدغه بلوسګر وړي او دوی يې په ډېره مېړانه بېرته خپلوي، چې د لات دېو لاس پرې شي، بيا د شمالي پېريانو چې مشر يې اور دېو( روس) دی دا هوسۍ بلوسي او وړي يې. د دې هسکوهسکو غرونو شازلمي بيا يو ځای له دغې بلا هم خپله هوسۍ ژغوري. په دې ټولو جنګونو او مبارزو کې د اتلې ملالې چې د لات دېو د دېوانو په ماتولو کې پوره ونډه لرله کيسه او مېړانه هم يادېږي او ورسره ورسره کله چې اوردېو ماتېږي؛ نو د فغانانو تر منځ د نفاق لاړې توکي، چې دا بيا نو د داخلي او خپلمنځي اخ و ډب پيلامه شوه او د شهيدې ناهېدې د قربانۍ داستان هم د همدغه اخ و ډب پايله وه. منظومه د اور دېو او د هغو د پېريانو له شکست وروسته د افغانانو په خپلمنځي جنګونو هم د ياس اوښکې تويوي او هغه وينې چې په دې خاوره کې د اوردېو له وتلو وروسته افغانانو په خپلو منځو کې وبهولې هم تصويروي؛ خو د تاريخ په هر پړاو کې پروردګارعالم د وطن او خاورې ځينې خواخوږي پيدا کوي، چې د دښمن توطيې ورته بربنډي کړي ، په دې منظومه کې هم د وطن غمخوار ملنګ کليوالو ته د لات دېو او اور دېو فتنې ښوولې او ورته ويل به يې،چې د دوی په خبرو عمل مه کوي دواړه مو دښمنان دي؛ خپلوژنه مه کوئ؛ خو لات دېو لا له مخه له ابليسه دا کوډې زده کړې وې،چې دغو خلکو ته له زرو سره ورشه نه له زور سره. منظومه په پای کې د هوسۍ ټپي حالت هم ترسيموي،چې د خپلو کليوالو له لاسه نيمژوانده حالت ته رسېدلې ده؛ په دې حالت کې هم د خپلو کليوالو د ژغورنې په فکر کې ده، جادوګر شپونکي ته د هېواد ژغورنې او سمسورتيا وصيت کوي او د غنمو درې دانې ورکوي، چې په سپېڅلي ځای کې يې وکري او په پاکو اوبو يې اوبه کړي، چې کله يې وږي وکړل بيا يې بېرته دې ته راوړي او دا يې په خپلو کليوالو وشيندي او د کلونو کلونو د جنګونو ژوره پرې ماته کړي.شپونکی په همدې کار پسې روانېږي او منظومه پای مومي.   

     په لنډ ډول هوسۍ په ښکلې هنري ژبه د خپلې سيمې د غيرتي شازلمو د مېړانې، تورې، ورورولۍ، برياوو، له لات دېو (انګرېز) او اور دېو( شوروي) څخه د خپلواکۍ د ګټلو تر څنګ، د همدغو شازلمو د نفاق، چې څنګه د همدغو بلوسګرو په لمسه له يو بل سره ښکېل شول او خپل سپېڅلي لاسونه يې د يو بل په وينو سره کړل، زړه راښکونکی سېمبوليک بيان دی، چې په څلورو برخو کې تر دېرشو سرليکونو لاندې ترتيب شوې ده.  

د هوسۍ منظومې سېمبولونه

     هوسۍ منظومه د فغانانو د مبارزو سېمبوليک بيان دی؛ نو اړ يو، د هوسۍ منظومې په سېمبولونو په لنډ ډول بحث وکړو. که سېمبول سپړو، نو موضوع اوږدېږي، يوازې د ګرانو لوستونکو لپاره ،چې په دې منظومه او دې ليکنه ښه پوهېدلي وي د دې منظومې د ځينو سېمبولونو سپړنه کوو.

     په دې منظومه علامه رشاد بابا يوه سريزه کښلې ده او استاد لېوال يې يو رمزنګار شاعر بللی دی او ترڅنګ يې ځينې سېمبولونه هم سپړلي، چې په لاندې ډول دي:

هوسۍ ( خپلواکي)

د لوړو غرونو کلی ( افغانستان )

لات دېو ( لويديز استعمار)

اور دېو  ( ختيز استعمار )

زړه لات بوډۍ ( د انګلستان ملکه)

 ( لېوال، ۱۳۷۸ل، الف م)

    دا چې هوسۍ منظومه موږ سېمبوليک بيان بولو؛ نو پر دغو سېمبولونو سربېره په لسګونو نور سېمبولونه هم شته چې استاد لېوال يې په دې منظومه کې د پېښو د پرمخبېولو لپاره استخداموي. موږ يې د سپړنې هڅه کوو.

– شپونکی            د اولس غمخوار يا هغه څوک، چې د اولس د بيدارۍ هڅه کوي.

– شپېلۍ او سندرې      هغه خبرې او ويناوې،چې د اولس د بيدارۍ لامل ګرځي.

– دېوان        انګريز لښکر

– پېريان         شوروي لښکر

– لاړې             شر او نفاق

– غنم         د هېواد د ښېرازۍ او سمسورتيا سېمبول

– د کنګلونو ښار        روس

– د ماښامونو ښار        غرب

– چوپړګر او بوډا چوپړګر    د شوروي لاسپوڅي

– کړکی او قلم     د ويښتيا او پوهې سېمبول

– ادم خان      د غيرت سېمبول

– مغروره    د مېړانې، هېوادنۍ مينې او عفت سېمبول

– ملنګ       د اولس خواخوږی يا د هوښيارتيا او غمخوار کس سېمبول

– ښاپېرۍ      مخلص مبارزين

ابليس، کوډې، طلسم،نيستان، ځنګل، چينه، ګوربت،سېمرغ، قاف، هما او نور هغه سېمبولونه دي، چې د دې حماسي منظومې روح ورسره تړلی دی.

   د ليوال صيب د دې منظومې پر سېمبولونو د پوهېدا لپاره د منظومې صحنې له لوستونکي سره مرسته کوي، چې د شاعر په مطلب پوه شي، مانا دا چې د دې منظومې ځينې برخې او صحنې هغه قراين دي، چې موږ اصل يا په بله اصطلاح د شاعر يا ناظم د خبرې مطلب ته رسوي. مثلاً، کله چې موږ شپونکی يا يې شپېلۍ او نغمې يادوو او وايو چې دا د قام د بيدارولو سېمبول دی يا هغه څوک دی، چې د استعمار يا بلوسګر طلسم په خپلو خوږو نغمو( خبرو) ماتوي؛ نو د دې مانا د اخيستلو لپاره د شاعر کاميابه صحنه سازي زموږ سره مرسته کوي. راځي د دې خبرو د اثبات لپاره منظومې ته ورشو:

آدم جګړې نه راغی

خو يوه ورځ له ورځو

د ښاپېريو په حرم کې يو لوی جشن جوړ شو

د خوشاليو قيامت

او د ښاديو محشر

د نڅاګانو، پايکوبيو او ګډاوو دروبڼ

د مستو مستو خندا ګانو څپې

او چې خبر شو نو آدم و له جګړې راغلی

ورسره لوی لښکر زموږ د کليوالو تر شا

شمله اوچته، غاړه هسکه، يو سوبمن شهزاده

د هسکو غرونو د ګوربت په شانې

څومره مغرور څومره واکمن شهزاده

چې يې لات دېو يو ځلې بيا و په ګونډو راوستی

لکه فاتح ابدالي

يو بريمن شهزاده

هوسۍ هم وه ورسره 

ها زموږ د کلي د غرور او خپلواکۍ واکمنه

چې د لويديځ د تور ځنګله بندي وه

له دې خبر سره حريم د ښاپېريو ته اختر راغی

… د دې ښاديو منځ کې

نازو زما څنګ ته راغله

هغه په شنو جامو کې 

د ګل په شانې ښايسته ښکارېده

زه يې په مينه مينه ښکل کړم بيا يې وويل راته:

اې زما د مينې او ژوندون سروره!

ته پرې خبر يې چې دا ټوله خوشحالۍ موږه ته تابښلې

د خپواکۍ واکمنه

زموږ هوسۍ همدغه تا ګټلې

ستا دا احسان د هېرولو نه دی

ځکه نو زموږ شهزاده غواړي خپل تاج تا ته درکړي

خو ما نازو له لاسه ونيوه دربار ته ولاړم

د ښاپېريو د حرم دربار و څومره ښکلی

هلته د تخت له پاسه ناست و زموږ غازي ادم خان

چې زه يې وليدم راپاڅېد او راغاړې ووت

بيا يې خپل څنګ ته په تخت کېنولم

راته يې وکتل په مينه مينه 

او زما شپېلۍ ته يې لاس ونيولو

سم چې ما ورکړه نو يې ښکل کړه

بيا يې پورې کړه په سترګو سترګو 

وروسته يې داسې وويل:

د لوړو غرو د سر درو اتله!

چې زموږ مات غرور دې وګټلو

غواړم د هسکو سر درو پاچاهي تاته درکړم

او خپله دغه نازولې خور نازو هم ستا کنيزه کړمه

ته يې منې او که نه؟

ما په خوله هيڅ ونه ويل

يواځې تاج مې له غلامه واخيست

چې دغازي آدم خان مخ مې ښکل کړ

نو بيا مې تاج ورته پر سر کېښوده:

د ښاپېريو پاچاهي دې مبارک شه غازي!

ته توريالی يې د هوسۍ ګټونکی

ننګ خو ستا تورې وکړ

زما د شپېلۍ نغمو يوازې تاته لار ښوولې

زما سندرې وې يوازې د ويښتيا انګازې

اوس چې هوسۍ ستنه شوه

زه به مې هم بېرته خپل شپول ته ولاړ شم…

     ( لېوال، ۱۳۷۸ل،۳۰م)

    ګورئ د منظومې په دا ذکر شوې ټوټه کې صحنې داسې راغلې، چې خپله سړی پرې پوهېږي، چې د شاعر مطلب د ادم خان، شپونکي، شپېلۍ، نغمو، د هسکو سردرو او نورو څخه څه دی او دا د شاعر کمال دی. 

    که خبره ټوله سېمبوليکه کېږي او په کلام کې داسې څه نه وي، چې لوستونکی ترې مطلب واخيستای شي،بيا نو پرې د مضر ابهام حکم کېدای شي. شاعران او ليکوالان که شعر يا نثر ليکي دې خبرې ته بايد متوجه وي. په هوسۍ منظومه کې چې ټولې خبرې په رمزي شکل شوې دي؛خو بيا هم د مضر ابهام زره هم پکې نشته او دا د استاد لېوال صيب خاصه ځانګړنه او پوهه ده.    هوسۍ، منظومه حماسه ده. موږ به په دې ليکنه کې د دې منظومې حماسيت ثابتوو او په دې به هم خبرې کوو، چې هوسۍ منظومه د حماسې په کوم ډول پورې اړه لري؛خو راځئ،چې له هر څه وړاندې لومړی په حماسه پوه شو او بيا يې په ډولونو وروسته به د دې منظومې په حماسي ځانګړنو او سبک رڼا واچوو. 

     حماسې ته په غرب کې Epic  اصطلاح کارېږي، چې دا د يوناني له Epikos څخه، چې د لغت، کلام يا کيسې، اواز او د مېړانې شعر ته ويل کېږي. (صغيان کاسايي، ۱۳۹۳ل، ۲م)

      حماسه د ابياتو په موضوعي ژانرونو يا فورمونو کې راځي، چې د يوکس، قوم يا ملت د افتخاراتو، مېړانې او جنګي کارنامو او سوبو داستاني بيان دی . سرمحقق زلمی هېوادمل د حماسې په باب ليکي: ( حماسه د ح په زور د شجاعت او زړورتوب مانا لري او له ډېرو زړو ادبي انواعو څخه ګڼل کېږي،چې د يو ملت، قوم، قبيلې او يا شخص د مېړانې، تورې کيسې او جنګي کارنامې په حکايتي او داستاني ډول بيانوي. هر ډول جنګي او حماسي اشعار حماسه نشي جوړولی، که څه هم حماسه له حماسي او جنګي اشعارو جوړېږي خو هر حماسي يا جنګي شعر يا وياړنه حماسه نه ده.) (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۲۸ م)

د حماسو ډولونه:

    ادبپوهانو حماسې له بېلابېلو زاويو په بېلا بېلو ډولونو وېشلې دي. د لرغونوالي له مخې، د موضوع له مخې او د ليکلو د ډول له مخې. دا هر يو بيا بېل بېل ډولونه لري؛ خو زموږ د بحث موضوع د ليکلو د ډول له مخې د حماسو وېش دی. د ليکلو د ډول له مخې حماسې په دوه ډوله دي:

ملي او طبيعي حماسې 

مصنوعي حماسې

۱-  ملي او طبيعي حماسې: « دا ډول حماسې د پېړيو په اوږدو کې د يو ملت د فکر، قريحې، عواطفو او علايقو نتايج تمثيلوي. د يو قوم يا ملت د لوړوالي وجهې بيانوي، د پهلوانيو، جنګي کارنامو او سرښندنو بيانونه لري. لکه: ايلياد او اوديسه، راماين، مهابهارت، شهنامه… په دې ډول حماسو کې شاعر او ليکوال ابداع ته زياته توجه نه لري. له ليکل شويو مدونو کتبي او شفاهي داستانونو څخه استفاده کوي او شاعر يا ليکوال په خپل اثر کې دغه داستانونه او روايات سره پيوندوي او خپله حماسه بشپړوي. ادبپوهان باور لري،چې ښايي د حماسو شاعران او جوړونکي خپل موضوعات د اساطيري دورې له روزګاره راپيل کاندي او بيا ورپسې تاريخي ادوارو د جنګونو او واقعاتو بيانونه هم پکې راوړي. لکه د فردوسي د شهنامې يوه برخه او مهابهارت.» (هېوادمل،۱۳۸۸ل،۶۷م)

۲- مصنوعي حماسې:  ډاکتر ذبيح الله صفا په خپل اثر حماسه سرايی در ايران کې د مصنوعي حماسو په باب ليکي: ( په دې ډول حماسو کې شاعر د پهلوانيو د مدونو او مشخصو داستانونو سره کار نه لري بلکه په خپله ابداع او ابتکار کوي او په ازادانه ډول د حماسې قوانينو ته په پاملرنه خپل داستان يا حماسه ايجادوي او خپل خيال ور ګډوي. په اروپايي ادبياتو کې د دې ډول حماسې بېلګې ډېرې دي لکه د فرانسوي شاعر ولتر د هانر ياد او نور.) ( صفا، ۱۳۸۹ل، ۵م)

     هوسۍ منظومه هم د حماسې د پورته ډولونو له مخې په دويم هغې اړه لري او د مصنوعي حماسو ښکلې بېلګه يې بللای شو. 

د هوسۍ منظومې حماسي ځانګړنې:

   ادبپوهانو د هرې حماسې لپاره اصول او ځانګړنې وضع کړي دي، موږ دلته همدغه ځانګړنې په هوسۍ منظومه تطبيقوو:

  • تر هر څه مخکې موږ د حماسې په اړه وايو، چې حماسه بايد د يو قوم، ملت يا شخص د جنګي کارنامو،مېړانې او باتورۍ داستاني بيان وي؛ نو هوسۍ منظومه هم د افغان ملت او افغانانو د مېړانې،باتورۍ اومبارزو ښکلی داستان دی. ټوله منظومه يې بېلګه کېدای شي.
  • ((په هره حماسه کې جنګ جګړه، زړورتوب، مېړانه او شهسواري  حتمي وي.مثلا رستم په خپل ژوند کې تل له جګړو سره مخېږي او په هره جګړه کې مېړانه او زړورتوب ښيي)).(صاحب ارغند، ۱۳۹۴ل،ر م)

د هوسۍ منظومې اتل يو ملت دی او دا ملت د زمان په بېلابېلو پړاونو کې درې ځلې د لات دېو او بيا د اوردېو سره په جګړه بوخت دی او هغوی ته يې ماتې ورکړې او خپله مېړانه يې ثابته کړې ده. په منظومه کې يې لولو :

او د دېوانو پاچا جنګ ته راغی

نو يوه ورځ مازيګر

کله چې زموږ کلي کې فصل د غنمو شين و

هغلته لرې د افق په څنډه

چېري چې لمر پرېوځي

يو د دېوانو لوی لښکر ښکاره شو

چې را روان و زموږ د کلي په لور

تر شاه يې کلي او ځنګلونه سوي

تورې يې سرې په وينو

د اوو سيندونو او اوو غرونو له شا

د ماښامونو له تور ښار نه راتلل

او هلته لرې يې خيمې پلنې کړې

د لمر خاته لوري ته

پر هغې لويې دښتې 

چې يې د سرو زرو مرغۍ درلودې

له هغه وروسته د دېوانو لښکر

له دغې دښتې څخه

درې ځلې بريد وکړ زموږ پر کلي

خو زموږ د کلي د زلمو لښکرو 

د ښاپېريو له پاچا سره وه ملا تړلې

او د هوسۍ په ننګه ولاړل د دېوانو جنګ ته

کله چې ځمکه اور شوه

او په کې وځغاستل وحشي آسونه

کله چې تورو له يو بل څخه مچکې غلا کړې

او بيا په سرو وينو کې ولمبېدل

څه موده وروسته د لوخړو منځ کې

زموږ شاه زلميو د دېوانو پوځ ته ماته ورکړه…

              ( لېوال، ۱۳۷۸ل،۱۱م)

  د حماسو جګړې او جنګونه تر ډېره د لويو موخو لپاره وي لکه د هوسۍ منظومې ډېری جنګونه د هېواد د خپلواکۍ د ساتلو او ګټلو په موخه تر سره شوي دي او يا ځينې وخت لوی اهداف نه رانغاړي لکه د همدې حماسې د پای برخه کې چې د افغانانو د داخلي اخ و ډب او د سياسي اقتدار د ترلاسۍ په پار په خپلو کې سره ښکېل شول.

  • په حماسو کې له چل، فرېب او غولونې نه استفاده کېږي دا استفاده ممکن د جنګ په ابزارو کې وي او يا هم د يو هدف د ترلاسۍ لپاره له جنګه بغير وي. د هوسۍ په منظومه کې هم لات دېو د هوسۍ د تښتولو لپاره لپاره څو ځلې له چل او فرېب نه کار اخلي او په ماښام کې چې ټول ويده وي هوسۍ تښتوي. راځئ دا برخه په منظومه کې ولولو:

او بيا لات دېو راغی زموږ کلي ته

کلونه وروسته چې بيا زموږ کلي کې فصل د غنمو شين و

په يوه توره شپه کې

د لمر خاته له لوري

څوک راروان و د لکړو په زور

نه يې يو لاس و نه پښه ورپورې

سترګې يې سرې سرې وې د وينو کاسې

ويښتان يې آن په زنګنو لګېدل

دا هيبتناک او ويروونکی کوډګر

مخامخ ولاړه د زيارت لوري ته

کليوال ټول ويده وو

هيڅ څوک پرې نه شول خبر

يوازې يو ځلې د تالندې يو پړک شو د زيارت تر پاسه 

خو له سهار سره سم

کلي کې داسې انګازې شوې چې هوسۍ ورکه ده

کلونه وشول او کلونه کېږي

چې هوسۍ ورکه ده او مور مې ويل:

هغه لات دېو و چې راغلی و زموږ کلي ته…

            ( لېوال، ۱۳۷۸ل،۱۲م)

     په حماسه کې د هوسۍ د تښتولو درک بېرته يو ملنګ کوي او هغه هم له دېوبوډۍ څخه د هوسۍ ځای مالوموي او دا چې پر کليوالو يې کوډي کړې نو د دې کوډو د ماتولو چل هم له دېوبوډۍ نه په چل او فرېب زده کوي. راځئ د ملنګ له خولې يې واورو:

… لات دېو د کوډو په زور

هوسۍ د کړکو د ځنګلو بندي کړه

او ما (ملنګ) سره زاړه شراب وو

چې مې پرې مسته کړه زړه دېو بوډۍ

نو مې ترې راز د دې طلسم وپوښت

چې هغې داسې ويل:

که څوک له دغه نيستان څخه کوم کړکی يوسي

ورنه شپېلۍ جوړه کړي

او بيا يې وغږوي 

چې غږ يې لاړشي آن د هسکو هسکو غرو کلي ته

د ښاپېريو ها ښايسته شهزادګۍ

پېغله نازو يې واوري

هغه چې ډېره په هوسۍ ګرانه وه 

نو به نازو د دې شپېلۍ له ستوني

د خپلې ګرانې مورکۍ غږ واوري 

کله هوسۍ چې نازو پوه کړي په راز 

نو به پاچا د ښاپېريو کړي دا کوډې ماتې…

         ( لېوال، ۱۳۷۸ل،۱۷م)

  • په حماسو کې اکثر له عادي حالته لوړ يا په بله اصطلاح مافوق الطبيعي پېښې ډېرې وي، په دې حماسه کې هم موږ ځای ځای دا ځانګړنه ليدای شو. 
  • په اوږدو او خطرناکو سفرونو  د اتلانو وتل د بېلابېلو جنګي ابزارو څخه استفاده هم د حماسې په ځانګړنو کې راځي. په ځنګلونو او سختو حالاتو کې د شپونکي له اضطرابه ډک سفرونه هغه څه دي، چې د حماسو دا لاندې ځانګړنه هم زبادوي. پورته يادې شوې ځانګړنې يو ځای په منظومه کې پخپله لولو:

تلو له زيارت څخه تر کلي پورې

موږ لا روان وو تلو د غرو کلي ته 

لار مو وه ټوله په ځنګلو پوښلې

يوازې لرې نه ليدلې مو د غرونو څوکې

چې په لمن کې زموږ د مينې کلی جوړ و

چې هلته زما د تورو سترګو ښکلې هم اوسېده

موږ لا ځنګله کې د څېړيو او زيتونو منځ کې لار وهله 

چې يو ناڅاپه اسمان وريځو ډک کړ

څه تورې تورې وريځې

لکه شګوم د لات دېو

او لکه دود د دوزخ

لکه د تور ښامار له ژامو څخه وتې لړې

راغلې اسمان يې پټ کړ

موږ د باران له ويرې

د يو زاړه او دنګ چنار ډډې ته ننوتو

ښکلې نازو ويريده

او ټوله پټه وه زما په غېږ کې

زموږه سترګې وې اسمان ته پاتې

خو باران نه ورېده

يوازې تالنده و برېښنا کيدله 

موږ لا خيران وو

چې ناڅاپه له اسمانه ځنې تندر پرېوت

هو!

تندر پرېوت او زموږه پر چنار راپرېوت 

ها دنګ او زوړ چنار چې موږه يې په غېږ کې پټ وو

زموږ تر مخې څانګې څانګې شو او اور پرې بل شو

چنار لمبه لمبه شو

چنار ايرې ايرې شو

اور په ځنګله پورې شو

شنې پاڼې وسوځېدې

نازو له ما زه له نازو نه ورک شوم

هر خوا لوګي هر خوا لمبې تاوېدې

هره خوا څانګې ماتېدې سوځېدې

ما په نازو پسې نارې وهلې

خو هغه چېري خدايزده زه چېري وم

يوازې اور را تاويدلو هر خوا

خو څو شېبې وروسته مې وليدله شنه کوتره

چې دلمبو له منځه ووتله والوتله 

نو زما زړه صبر شو ومې ويل

آه خدايه شکر چې نازو دې بچ کړه

          ( لېوال، ۱۳۷۸ل،۳۵م)

    د دې حماسې جنګي ابزار اس، توره، غشي او … . مانا د حماسي اثر د غوښتنو سره برابر دي.

  • د حماسو اتلان ملي او قومي  رنګ لري او زياتره داسې کارونه ترسره کوي چې ملي او معنوي ارزښتونه لري. استاد سرمحقق زلمی هېواد مل ليکي: د پښتو د زياتره شفاهي او تاريخي حماسو اتلان دغه خاصيت لري او زموږ د هرې حماسې د قهرمان کړه وړه په يوه مثبته کارنامه منتج کېږي. (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۳۹ م)

     په هوسۍ منظومه کې اتلان((چې ټول اولس)) دی، ملي رنګ  لري او کارونه يې هم ملي او معنوي رنګ لري هغه دا چې د هوسۍ( خپلواکۍ) د ترلاسۍ هڅې کوي او بريالي کېږي هم؛ خو يوه خبره چې ډېره مهمه ده هغه دا ده،چې په دې منظومه کې په پای کې بيا بېرته د دوی دا شنه ماضي د خپلمنځي جګړو او وژنو له امله ټکنۍ کېږي او بيا بېرته د دې ټکني حالت څخه د راوتلو وصيت هوسۍ په خپل نيمژوانده حالت کې کوي.

  • (پر اتلانو باندې د ښځينه الهو مينېدل او د اتل بې پروايي هم د حماسو په ځانګړنو کې ادبپوهانو راوړې ده ) (طغيان کاسايي،۱۳۹۳ل،۱۵م) 

خو په پښتو حماسو کې د الهو ذکر ممکن په اساطيري شکل راشي؛ د الهو مينېدل د حماسې پر قهرمان باندې نه ترسترګو کېږي، مګر نورې نجونې وي، چې پر اتل زړه بايلي او دی ترې مخ اړوي. د هوسۍ په منظومه کې نازو او د لات دېو نازولې لور چې شنې سترګې لري په شپونکي مينېږي؛ خو د ده په زړه کې يوازې او يوازې د تورو تورو سترګو د ميرمنې مينه وي.

  • په دې منظومه کې د اتلې ملالې او شهيدې ناهيدې مېړانې او اتلولۍ، چې په سېمبوليک شکل تصوير شوي دي هم دا اثر د حماسې په کتار کې دروي.

د هوسۍ منظومې حماسي سبک

     کله چې موږ د حماسې د ځانګړنو په باب خبرې کوو، موخه مو هغه پرينسيپونه وي، چې په عمومي ډول د حماسو لپاره ټاکل شوي وي، لکه پورته چې يې يادونه وشوه؛ خو کله چې د د حماسي سبک او د هغه د خصوصياتو خبره کوو نو مراد مو د حماسې د افادې طرز او سټايل وي، مانا دا چې د شاعر د حماسي مطلب د اظهار لپاره د حماسي سبک د غوښتنو مطابق سبک څخه استفاده کړې او که نه. دا بحث پر همدغه موضوع راڅرخي او د هوسۍ منظومه پرې تَلو.

     دا چې  حماسه د اتلوليو ، مېړانې او کارنامو خبرې دي؛ نو د حماسي منظومو د سبک يو خصوصيت همدا دی چې الفاظ به يې هم ډېر پياوړي او درانه وي، د لفظ او مانا دواړو له اړخه. د هوسۍ حماسې شاعر هم د حماسي سبک له دې خصوصيت سره سم له ډېرو باعظمتو او درنو کلماتو استفاده کړې، که تاسې دا منظومه له پيله تر پايه ولولئ نو پوی به شئ، چې په دې حماسه کې له سره تر پايه له همداسې الفاظو استفاده شوې، چې د حماسي سبک غوښتنه ده. چېرته چې د راز و نياز خبره وي په هماغه لحن او چېرته چې د جګړو او صف ارايئ خبرې وي هلته له جدي لحن څخه استفاده کېږي او کله چې د کورنۍ جګړو يادونې کېږي؛نو له ياس اميزه لحنه کار اخلي. زه يې له بېلګو تېرېږم.

          اغراق او غلو په حماسي سبک کې په پرېمانه کچه ليدل کېږي او د هوسۍ حماسه دا خصوصيت هم په ښکلي شکل پالي.

( د حماسي تشبېه يا epic simile په نامه په هومري حماسو کې د تشبه يو ډول دی چې مشه به يې اوږد او له يوه بيته تجاوز وکړي او کله کله خو د مشبه او مشبه به پر جزياتو دومره تم شي، چې له اصلي موضوع څخه ليري شي، شاعر څو ځلي مشبه له ګڼو مشبه به ګانو سره ورته کوي.)( شميسا،۱۳۸۷ل،۱۱۵م)

     که د ډاکتر شميسا خبرې رالنډې کړو نو ويلای شو،چې په حماسي سبک کې له جمع تشبېه څخه استفاده کېږي او د حماسې په برخه کې دې ته epic simile يا هم Homeric simile هم وايي.

د هوسۍ منظومه هم له دې ډول ښکلاوو مالاماله ده.

… د چينې خواته راته

واه څومره ښکلی آس و

لکه د شنو پاڼو په منځ کې راروانه بېړۍ

او هومره سپين وو لکه واوره

لکه لاس زما د ښکلي جانان…

      ( لېوال، ۱۳۷۸ل،۵۲م)

استاد سرمحقق زلمی هېواد مل د حماسي سبک د خصوصياتو په اړه ليکي: (( په حماسو کې د جنګ د ابزارو او آلاتو د تورو، نيزو، زغرو، سپرونو، ډالونو او نورو توصيفي يادونه کېږي او له دې سربېره د جنګونو د ميدانونو او د جنګياليو د صف آرايۍ، د تورو د خرپ، د زغرو د شرنګا او د غشو د شغا وصفونه په کې کېږي.)) (هېواد مل،۱۳۸۸ ل، ۴۳ م)

د هوسۍ په منظومه کې هم د صف آرايي او نورو دا ډول يادونې په ښکلي شکل شوي دي. 

کله چې اور دېو او دهغو لاسپوڅو زموږ وياړ او افتخارات وران کړل نو:

خو زموږ سپېڅليو کليوالو له پيريانو سره جنګ ته ملاوې وتړلې

او د زيارت يو مستانه مينجور

هغه سپېڅلی ملنګ

ها بابه قو ها لېونی قلندر

چې يې د سترګو په برېښنا کې ټول جهان ځاييده

زموږ د زيارت تر ړنګېدلو وروسته 

رباب تر ملا کړ سر يې وتاړه په داسې جنډه

چې په کې تورې، سرې او شنې کرښې وې

د کلي څو مست مستان او قلندر زلمي يې

سره راټول کړل د قيام له پاره

د عشق په نوم يې سره ورکړل خپل زلمي لاسونه 

چې هم هوسۍ وګټي 

او هم د سرو سرو شمالي پېريانو 

لښکر له کلي نه بهر وشړي…

      ( لېوال، ۱۳۷۸ل،۶۰م)

     په حماسي سبک کې د بديعي ښکلاوو له استعمال څخه اجتناب کېږي. د هوسۍ منظومه کې هم د بديعي صنايعو له سينګار څخه پرهېز شوی؛ خو د تشبېه او استعارو او سربېره پر دې له سېمبول نه خورا ښکلې استفاده شوې، چې دا اړخ د حماسي سبک غوښتنه ده. که يې بېلګې لړ کړو ممکن د منظومې له هر مخ څخه څو څو بېلګې راواخلو. 

    دا چې هوسۍ يوه مصنوعي حماسه نو ((  په مصنوعي حماسو کې د ياس او نا اميدۍ خبرې په دې دليل انعکاس مومي، چې ملت، قبيلې او شخص خپل تېر عضمت او شان له لاسه ورکړی وي او د هغه تېر عظمت د بيا احيا لپاره تلاش کوي. په عام اولس کې چې کومې بې تفاوتۍ او شکست ليدل کېږي، شاعر او ليکوال هڅه کوي،چې خلک له دې حاله راوباسي، روحيه ورکړي او دغو ټولو پېښو ته په پاملرنه يوه داسې حماسه ابداع کړي چې ملت تېر عظمت او وقار، شان او شوکت ته متوجه شي او د بيا احيا لپاره يې راوپاروي.)) (هېوادمل، ۱۳۸۸ل،۱۷۲م)

     دا حماسه هم په داسې يو زمان کې ليکل شوې ده، چې د افغانانو په څېرو کې د ياس او ناهيلۍ کرښې له ورايه ښکارېدې او شاعر يې هڅه کړې، چې افغان ځوانان د خپل تېر برم او شوکت د تر لاسۍ لپاره چمتو کړي او له نيمژوانده حالته يې راوباسي.

     په خاص ډول که وايو په دې منظومه کې ځای ځای د پېښو د تشريح او ښکلې کولو لپاره ښکلې ټپې او سندرې هم په ډېر مناسب او د حماسي ژانر د غوښتنو برابر راوړل شوي دي،چې د حماسې په ښکلا کې يې ونډه مشخصه ده.

     له وطن او خاورې سره د لېوال صېب لېونۍ مينه د هوسۍ منظومې په ۶۱مخ کې ليدای شو، لومړی خو بايد ووايو، چې د استاد ټول اثار د افغان انسان او افغانستان د ښېرازې او بهبود هيله له ځان سره رانغاړي او داحماسه يې هم د همدې خاورې سره د مينې نښه بللای شو. په دې منظومه کې کله چې د اور دېو په وړاندې افغان شازلمي ملاوې تړي؛ نو د دوی سالار سر په يوه داسې جنډه تړي، چې درې رنګه ده او زموږ د هېواد د سپېڅلي بېرغ استازيتوب کوي. راځئ لنډ مو دې صحنې ته ودروم:

… خو زموږ سپېڅليو کليوالو له پېريانو سره جنګ ته ملاوې وتړلې 

او د زيارت يو مستانه مينجور

هغه سپېڅلی ملنګ

ها بابه قو ها لېونی قلندر

چې يې د سترګو په برېښنا کې ټول جهان ځاييده

زموږ د زيارت تر ړنګېدلو وروسته

رباب تر ملا کړ سر يې وتاړه په داسې جنډه

چې په کې تورې، سرې او شنې کرښې وې

د کلي څو مست مستان او قلندر زلمي يې

سره راټول کړل د قيام له پاره …

      ( لېوال، ۱۳۷۸ل،۶۰م)

په پای کې بايد ووايم، چې دا منظومه په يوه هيله بخښونکې صحنې پای ته رسي او شپونکی د هوسۍ د وصيت مطابق د غنمو د کر( د هېواد د ښېرازۍ) هڅه کوي.

ماخذونه

۱- خوشنوا، عبدالعظيم. (۱۳۸۸ ل). تاملي برحماسه های عرفانی. کابل: اميري خپرندوی ټولنه.

۲- شميسا، ډاکتر سيروس. (۱۳۸۷ ل). انواع ادبی،څلورم چاپ. ايران: ميترا خپرندويه ټولنه.

۳- صاحب ارغند،ذبيح الله. (۱۳۹۴ ل). د ګلګميش افسانه. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه.

۴- صفا، ذبيح الله. (۱۳۸۹ل). حماسه سرايی در ايران. نهم چاپ. ايران: موسسه انتشارات امير کبير.

۵- طغيان ساکايي،محمد يونس. (۱۳۹۳ ل). نظم در دری،متون نظم حماسي. کابل: سعيد خپرندويه ټولنه.

۶- لېوال، عبدالغفور. (۱۳۷۸ل). هوسۍ. جرمني: د پښتني فرهنګ د ودې او پراختيا ټولنه.

۷- هېواد مل، زلمی. (؟ ). حماسه، د ماسترۍ دورې درسي لکچرنوټ. کابل: کابل پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځی، د پښتو ژبې او ادبياتو څانګه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب