سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبشعرد عمرخیام څو څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

د عمرخیام څو څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

در چشم تو عالم ار چه می آرایند

مگرای بدان که عاقلان نگرایند

بر پای نصیب خویش کت بربایند

بسیار چو تو شدند و بسیار آیند

رنگیني د زمانې دي د ژوندون له لاری باسی

هی توبه له هغی لارې چی د عقل ورته شاسي

د حیات هره شېبه دي د قسمت پر پاڼه لیک ده

داسی ډېر یې ستا په شان کړل داسی ډېر به وروسته راسی

خوش باش که غصّه بېکران خواهد بود

بر چرخ قران اختران خواهد بود

خشتی که ز قالب تو خواهند زدن

ایوان سرای دیگران  خواهد بود

په خوښۍ که ورځي تېري حساب نسته د غمونو

پر آسمان به لا راخېژي ښایسته ستوري په لکونو

یوه خښته به سي جوړه ستا د گران وجود له خاورو

په دېوال کی به کارېږي د قصرونو  د کورونو

آنانکه کهن شدند و انانکه نوند

هر یک بمراد خویش لختی بدوند

این ملک جهان بکس نماند جاوید

رفتند و رویم و دیگران آیند و روند

که زاړه پر دې د نیا دي او هغوی چی لا ځوانان دي

د مطلب د پاره ټوله لکه ژرندي سر گردان دي

د دنیا ښادۍ هیچا ته تل تر تله نه پاتېږي

ولاړل، ځوبه، نور به راسي او هغوی لا هم روان دي

آن قوم که سجاده پرستند خرند

زیراکه بزیر بار  سالوس  درند

وین از همه طرفه تر که در پرده ء زهد

اسلام فروشند و ز کافر بدترند

هغه  قوم چی په ژوندون کی مسلې لمانځي ټول خره دي

ځکه لاندی  په شپو ورځو د ریا تر بار کاږه دي

لا تر دې عجیبه دا ده چی د زهد په پرده کی

خرڅوی اسلام پر خلکو تر کافر بتر په زړه دي

آن مرد نیم کز اجلم بیم آید

کان نیمه مرا خوشتر ازین نیم آید

جانیست مرا بعاریت داده خدا

تسلیم کنم چو وقت تسلیم آید

هغه څوک نه یمه خلکو له اجل نه چی بېرېږي

هغه نیمه چی سوه تېره  زما تر دې نیمی خوښېږي

دا یو روح دا دی لرمه چی په پور دی خدای راکړی

دا به هم تسلیمومه چی یې وخت را ورسېږي

از واقعه ء ترا خبر خواهم کرد

وانرا بدو حرف مختصر خواهم کرد

باعشق تو در خاک فرو خواهم شد

وز مهر تو سر ز خاک بدر خواهم کرد

یوه ورځ به دي له پېښي او له نکل نه خبر کم

په دوه حرفه به خپل نکل درته ټوله مختصر کم

ستا له عشق سره  جانانه  به ښخېږمه په گور کی

ستا له مهره به جانانه زه ښکاره له خاورو سر کم

اجرام که ساکنان این ایوانند

اسباب تردد خردمندانند

هان تا سر رشته ء خرد گم نکنی

کانان که مدبرند سر گردانند

دغه ستوري چی یې وینې هستوگن چی د اسمان دي

له تحقیقه یې مغروره  پر دې مځکه هوښیاران دي

پام کوه چی ورک یې نه کې دا تناو د عقل فکر

ځکه څوک چی ډېر هوښیار دي هغوی نور هم سر گردان دي

افسوس که سرمایه  ز کف بیرون شد

در دست اجل بسی جگر ها خون شد

کس نامد  از آنجهان که آرد خبری

کاحوال مسافران عالم چون شد

هی افسوس ولاړه له لاسه سرمایه  د ژوند او میني

د اجل ظالم له لاسه سولې ډېري   سینې خوړیني

له هغه جهانه بیرته چا خبر نه دی راوړی

چی احوال د مساپرو د عالم څرنگه ویني

امشب پی جام یک منی خواهم کرد

خودرا بدو رطل می غني خواهم کرد

اول سه طلاق عقل و دین خواهم داد

پس دختر رز بزنی خواهم کرد

دا نن شپه می ملا تړلې یو مني جام پسی  ځمه

ځان په دوه منه شرابو  په  سرو میو مستومه

اول ځمه ورکومه عقل و دین ته درې طلاقه

ورپسې په خرابات کي پر ساقي نکاح تړمه

هر راز که اندر دل دانا باشد

باید که نهفته تر ز عنقا باشد

کاندر صدف از نهفتگی گردد دُر

آن قطره که راز دل دریا باشد

هر یو راز چی وي په زړه کی د پوهانو د مېړونو

هغه پټ ساتلی بویه د عنقا تر پیغامونو

په صدف کي سي دننه مرغلره ورنه جوړه

هغه څاڅکی  چی پکښې وي راز د سترو دریابونو

ماه رمضان گذشت و شوال آمد

هنگام نشاط و عیش و قوال امد

آمد گه آنکه خیکها اندر دوش

گویند که پشت پشت حمال آمد

روژه تېره  سوه اختر سو سر پر سر پیالې تشیږی

وخت د عیش  او د نوش راغی د مستۍ نغمې ږغېږی

ډلي ډلي رندان راغلل پر اوږو یې دي خمونه

یو کتار د حمالانو یو په بل پسی تېرېږی

گل گفت که دست زر افشان اوردم

خندان  خندان رو بجهان آوردم

بند از سر کیسه برگرفتم رفتم

هر نقد که بود در میان آوردم

گل ویل مخ می نیولی محفلونو  دجانان ته

خوله می ډکه له خندا ده یم راغلی  دې جهان ته

امیانۍ می کړلې خلاصی ور رهی سوم گلستان ته

چی می څه نغده درلوده ما ور خوشی کړه  میدان ته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب