پنجشنبه, جون 24, 2021
Homeادبژبه او لیکدودنیونه، ښوونه، غوښتنه| ډاکتر ماخان میږی شینواری

نیونه، ښوونه، غوښتنه| ډاکتر ماخان میږی شینواری

دا ویونه، چې زه یې دلته اوس د ګرانو لوستونکوسره شریکوم، زیات په شمیر پوهنه کې کارولکیږي، خو په ورځني ژوند او نورو پوهنوکې هم ورسره مخامخ کیږو.

زه زما لیکنې له الماني څخه راژباړم. زه باوري یم، چې له مانور تکړه کسان شته، چې دا کارښه کولی شي، که دوي یې پخپله نه کوي، نوهیله ده، چې لږترلږه خومرسته وکړي. 

وړاندنيونه (preconditio  لنډ: نيونه، فرضيه) 

وړاندنيونه يو حالت او يا يو خوي دۍ، چې بايد پوره وي، له دې د مخه چې يو بل حالت، يوه کړنه يا يو بل خوي او يا يوه بله پروسه د ښوني شي يا وښول شي. 

د بیلګې په توګه په يوه څه کې د ننوتنې منلو يا داخېلېدو اجازې د مستحق کېدو له پاره ازمويینه زيات وخت يوه وړاندنيونه يا که غواړۍ فرضيه ده 

يوه وړاندنيونه کېدی شي يواځي د يوه حالت يا يوه خوی  يوه وړاندنيونه وي.

په سم اند کې  وړاندنيونه په لاتین کې د پريميس Premise په  نامه هم بلل کيږي.

په شمېرپوهنه کې وړاندنيونه د يوې ښوونلاري  يوه غوره برخه جوړولی شي

 په دې توګه  ايندکشن وړاندنيونه induction precondition  Induktionsvoraussetzung پایونه د ايندکشن ښوونه(the prove of induction) Induktionsbeweis (د ځانګړو څخه په ټوليزو پایونه) پیل په نخښه کوي.

بېلګه: په ډېرو هېوادونو کې د تابعيت منلو لپاره په پوره سویه د ژبې زده کړه مخ د مخه وړاندنيونه ده.

په افغانستان کې د پوهنتون ننوتنې لپاره د کانکور ازموینه وړاندنيونه ده.    

قضيه يا جمله:

جمله په شمېرپوهنه او سم اند کې يوه نوې پوهه يا پیژندنه ده، چې له اکسيومونو، ټاکندويو (پيژندونو یا تعريفونو) او څرګنده  جملو څخه فرمولبمدي کيږي. ددې لپاره، چی د يوې جملې وينا و منل شي يا وپېژندل شي، بايد و ښوول شي .  که په کره توګه ونيسو نو دا يوې منلې legitimierte (قانوني) پرلپسې ټولګيز (صنفي) پريديکاتي سم اند د پايونې پرلپسې ده  يا که غراړۍ پایله ده.

ښوونه:  

 په شمې رپوهنه کې ښوونه د يوې وينا د رښتياوالي  يا نارښتياوالي باوري راوېستنه ( ښوونه) ده. دا د اکسيومونو، چې سر له سره رښتيا نيول شوي وي  او نورو وينا و څخه، چې رښتياينه یې تياره ښوول شوي وي راوېستل کيږي.. دلته له اکسیوماتیکي axiomatischen  ښوونې خبرې کوو.

شمیرپوهنیزېښوونېزیات وختپه وړو، وړوپلو د نورو غونډالویا جملوپه بنسټ سرته رسیږي.

جوړښتیزې – او نا جوړښتیزې ښوونې.

شتونښوونه:

شتونښوونه چې وښایي ده، یا یوه تلنلار ورکړ شوې، چې اوبی ته موبیایي،دا په دې مانا چې، یواوبی جوړیږي یا منځ ته راځي.

د یوه نه جوړښتیزې ښوونې سره د خویونو لرلوسره د یوه او بیشتون پای کیږي. کله ختیناسیده نیونې کیږي، چې اوبیدې شتون نه لري. له دې ښوونو لاس ته نه راځي، چې سړی څنګه اوبی لاسته راوړي.

غوښتنه (ثبوت) Behauptung  

غوښتنه (ثبوت) Behauptung  يا ،، څرګند يا روښانه حکم ،،تضمين شوی قضاوت،، هم بلل کيږي، يوه جمله ده د ځانګړې مانا سره  او له ويونکي څخه داسې ویل کيږي، چې ټوليزه او د تل لپاره وي. که د بېلګې په توګه څوک پوښتنې ته ، چې  ايالندن له پاريس څخه لوي دۍ،؟ 

ځواب وایي:  لندن په ۲۰۰۰ ز ک کې د پاريس څخه زيات اوسيدونکي لرل،، نو له دې سره دی غوښتنه رامنځ ته کوي.  

يوه غوښتنه  نه يواخې لکه  (څرکندونه) ویېنه  يوه جمله ده د ټاکلې خونديونې (متن) سره، بلکې يو ټوليز ه کړنه کاروایي ده: د ويل شوې وينا لپاره يوه ټوليزه په اختيار کې نيونی (چې ګوندې د ټيکوالي دعوا پرې شوي وي) باوري کيدنه. John R. Searl د دې لپاره د خبروکار“speach act“ کلمه و کاروله.

غوښتنې کېدی شي ټيک ( همداسې رښتيا ) وي يا نارښتيا. دا له دې امله موخه ورې دي،  چې غوښتنو باندې د منلو او ردونو له امله خبرې اترې يا که غواړۍ مباحثه وشي، شک پرې راشي، ومنل شي یعنې تصديق شي، چې زور پرې واچول شي، وښوول شي، رد کړاي شي (ياني تضاد یې وښوولی شي).

د نورو ژبنيو څرګندونو څخه یې رابېلونه

  غوښتنې (ثبوتونه) نه دي لکه دا لاندې:

۱ –  په نيونو ودانې يا فقط  نيول شوې يا نا جدي جملې.  بېلګې په توګه په ادبياتو، ژبتمرينونه يا ټوکې ټکالې لکه (،،په يوه وخت کې يو پاچا وو…………،،) 

۲ – پوښتنې، شک، ګومان (،، نه پوهېږم، چې ايا دا با راشي،،)

۳ – تيوريتيکي نيونې (،،  نيسو،چې هر مالک د جګې ګټې هلې ځلې کوي،،)

۴– امر ( ،، لاسونه جګ،،)

۵ – کليمه ټاکنه يا نومينال پېژند (،، د زياتو اتومونو ټينګ تړنه دې ،، ماليکيول ،، و بلل شي.

۶ –  د ځانيز خوند يا مزې څرګندونه (،، دا موزيک مې ښه راځي،،)

کومه ګټه نه لري، چې دلته د رښتيا پوښتنه رامنځ ته کړو. دا ډول جملې له بله اړخه په ارزښت کيږي، د بېلګې په توګه موخه ورتيا، هنري خونديونه، مجلس ارزښت.

د غوښتنو ډولونه.

غوښتنې د خپلو منځپانګو له لارې په برخو وېشل کيږي، د بېلګې په توګه:

— غوښتنه، چې نړۍ څنګه جوړه شوې، داسې په نامه empirische یا په تجربو ودان، په رښتیا faktische یا مثبت

ښوونه(،، دا ونه له لسوکالو زړه ده،، ،  ،، سرپ له وسپنې درانه دي،،). دا ډول غوښتنې  تجربه- پوهنه ده، په ځنګړې توګه empirische ایمپریکي کارونه په پيداېښتې پوهنو کې.

— سم ادیز- شمیر پوهنیزې غوښتنې (،،د ۱۴۴ څلورۍ ريښه ۱۲ ده،،). دا د شمیرپوهنې او سم اند اله ده.

— ارزښتیدونکي غوښتنې (،، سپین و برګ ته ښه باجه یا رباب وهي،،).

—  یوه لار ، یوه کچه، اخلاقي غوښتنې (،،سړی باید له دوي سره مرسته وکړي، چې بې له کومې تیروتنې یا ناوړه کړنې یا ګوناه اړ شي،،). دا ډول غوښتنې د نورماتیو-یا مثبت اخلاق Ethik الې دي.

hermeneutische  روښانه، موخه ښوونیزې غوښتنې (،،د سپین بیرغ ښکاره کونه دا مانا لري، چې: ،، موږتسلیم  یو،،). دا ډول غوښتنې د ژب – او کلتورپوهنې الې دي. 

  د نني سایکولوژیکي یا دننه (ځان) کتنې غوښتنې innerpsychische oder introspektive Behauptungen

(،، زه د غاښ درد لرم،،. ،، ګپینی خوږ خوند لري،، ، ،، زه ګورم، چې ترمومتر۱۰درجې څیلزیوس ښایي،،).

غوښتنې په نوروبرخو هم وېشل کیږي په:

— غوښتنې په پخواني وخت کې په یوګړو یا ځانګړو  پېښو، اوسمهال یا راتلونکو پېښو.

(،، ګوېتې په ۱۸۳۲ کې ومړ،، که د ګوېتې په ځای مې کوم افغان لیکلی،نود زېږېدنې یا مرګ ورځ مې یې باید اسانه پیداکولی شوی، دا چې دا مې نه شوکولی، اړ شوم همدا الماني پرېږدم.په خواشینۍ).دا ډول غوښتنې د تاریخپوهنې الې دي.

— د ټاکلو ډولونو شیانو شتون غوښتنه (،، په دې ځنګله کې ډینګرۍ شته،،).

— په تجربوي قانونمندۍ یا لاراړوندوالي غوښتنې (،، که څوک یوه کریستال ګلنۍ په مرمرځمکه وغورځوي، زرې زرې کیږي،،)

— د علتونوغوښتنه (،،سپی مړ شوی، ځکه چې هغه سرطان لروده،،).

موږ د ثبوت په ځای د دې نوي وی ،، غوښتنه،، سره بلد نه یو، خوګورو چې دا سم همغه ثبوت دۍ.

غوښتنه: سپی په سرطان مړ شوی.

ښوونه: دا بیا باید وښوول شي، چې همداسې ده اوکه نه.

Imperativ  په امريه بڼه، غوښتنې، امر

Implikation  په کې رادننه کونه

جمله (شمیرپوهنه)

جمله په شمیرپوهنه اوسم اند کې یوه نوې پیژندنه ده، چې دا له اکسیومونو، پیژندونو او تازه پیژندل شوو جملو څخه وتلې فرمولبندي کیږي یا جوړیږي.د دې له پاره چې د یوې جملې وینا دپیژندلشي،باید دا وښوول شي.

په نورمال ډول جملې د خپل غوره والي په ترتیب په یوه اهرامډوله ترتیب پهبرخو ووېشل شي، چې ترتیب یې داسې برېښي:

 ۱ – Lemma مرستندوی جمله (د یوه غوره ښوونه کې مرستندوی جمله)

۲ – Korollar د کره کونو  یا ترې لاس ته راوړنو یوځایکول، چې دا له یوې جملې یا یوه پیژند بې د لویو بوختوالوراکول کیږي. زیاتوخت پای لاسته راړونې)

۳ – Proposition (سم اندیزې ویناوې).

۴ – جمله یا تیورېم Theorem (پوهنیزه – او بنسټجمله یا سټجمله. Theorem تر اوسه په زیاتو ژبو کې کارولکیږي.

تل ژبنیز – یا ورځني ژبنیز لیدنې غوښتنه

— تل ژبنیز لیدنې غوښتنه په ټولیزه توګه فکر دۍ.. که سړي ته یو فکر یا پيښه پیدا شي، نو سړی کړی شي دا یوه غوښتنه وبولي.

بیلګه- غونډاله: زما غوښتنه ده،چې زه موټر بیایم.

مانا: زه اوس په دې فکرراغلم، چې په موټر کې ځم.

غوښتنه د فلسفې له لیده یا له مخې:

د فلسفې پوهنې له مخې د Immanuel Kanntichnochnicht (ایمانول تراوس مې نه پیژاند) کاتیګوري (ډلې) غوښتنه د احتمالوالي لارو – – یا قانونمندۍ په بنسټ په درې برخکاتیګوریو وېشلکیږي: دروغ، پوهیدنه اوتوکلي پیښیدنه. د kategorischen Konjunktivs  یا ناسیده ویناو په بنسټ دروغ هغه دغوښتنې  زیاته پيښيدونکې بڼه ده.

ویناډولونه یا وینابڼې:

درې Modi مودوله یا ویناډولونه  شته: ایندیکاتیو، کونیونتیو اوایمپیراتیو

ایندیکاتیو Indikativ نومینال وینابڼه ده: ته ځې،  هغه ځياو داسې نور.

کونیونکتیو یا ناسیده وینابڼه: غوښتن- یا هیله بڼه: زه به لاړ شم، ته به لاړ شې.

ایمپیراتیو Imperative امربڼه: لاړ شۍ.

Konjunktiv ناسیده وینا: 

کونیونکتیوپه هغه حالتونوکې کارول کیږي، چې ريښتونی نه، بلکه یواځې شونی یا ممکن وي. یا دا:

زیات وخت وینا په ناسیده ویناکې د امکان په چاپیریال کې راځي، دا د امکانبڼه هم بلل کیږي. کونیونکتیودا نه ښایي، چې یو څه شوني دي.

زه به لاړ شم، ته به لاړ شي اوداسې نور.

دا موضوع پوره اوږد او په زړه پورې د خبروڅه لري.

دا څه لیکنې مې چې وکړې، نود ژبې سره مې مینه نوره هم زیاته شوه اوداسې وایم، چې په دې زاړه بدن یا تیروخت د ژبې زده کړی شم.

دا زما یوه مشوره ځوانانو اوپه پوهنه کې هڅاندو ته ـ په هره پوهنه کې چې وي- دا ده، چې بې له یوې پرمختللې دباندنۍ ژبې – چې وړانیزمې انګریزي ده- هیڅ نه کیږي، موږډېر د زده کړو وروسته پاتې ټولنه یو اوژبه موتوانمنده، خو هم وروسته پاتې ده او هرڅه باید له بلې ژبې راونیسو.

2 COMMENTS

  1. دروند استاد شینواری صاحب
    ستاسی حوصله او مینه او سلیقه د سختی ستائنی وړ ده
    هیله ده د خپلو سپیڅلو فرهنګی ارمانونو د رښتینولی او تحقق په لیاره کی بریالی سی
    امّا په پورته لیکنه کی ( فرضیه ) د ( شرط) سره اشتباهاً د خپلو بوټانو او سدریو د بدلیدو په حال کی لیدل کیږی
    هیله ده زه غلط پوه سوی یم

  2. منلی غلام حضرت صیب.فرصیه په پښتو لکه ما چې لیکلې (وړاند) نیونې ته وایې. یو کس له جلال اباد کابل ته ځي اووايي، چې لنډه لار د لغمان د کڅ ده. بل پاڅي اووایي، چې نیسو دا لار لنډه نه ده او د حصارک لار لنډه ده، نو دا باید وښوول شي. زه نه پوهیږم، چې شرط به په پښتوڅه شی وي خو کیدی یو وایي دا داسې ده هغه بل یې نه مني، نودوي بیا شرط ګدي، نو ګټونکی ته به بیا بایلونکی څه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب