دوشنبه, جولای 26, 2021
Homeادبد پښتنو او بلوڅو خواخوږی رخصت شو/ سعيد زابلى

د پښتنو او بلوڅو خواخوږی رخصت شو/ سعيد زابلى

د شمشاد له هسکې څوکې
د خــيـبــر د زړه لــه نوکې

هـــرې خواته وهم کوکې
څوک يې اوري او که نه؟
حافظ
هغه د نو رسي بلبل په څير د چپرهار په شنه بڼ كې د لومړي ځل لپاره خپل ځان وليد او خپل نازك وزورنه يې ووهل، ورو ورو يې نغمو ته ځان جوړاوه، خو كله چې د پغمان شنو لمنو ته ورسېد، نغمې يې پخې او خوږې شوې، له مينې ډكې شوې، ډير زړونه يې خپلو تخلق شويو قصيدو، مثنوي ګانو او غزلو ته راجلب كړل، خو لا يې د وطن په شنو درو او جانانه طبعيت يې زړه نه و موړ او لا يې دې ښكلا ته خپل د مينې غبرګون د خپل شاعرانه فطرت په خوږو او د مينې په ډكو ولولو نه و پوره څرګند كړى چې پر وطن سپيره سيلۍ خوره شوه، هر څه يې تالا ترغي كړل:

لكه تالا، چې بې خزانه شول زما ګلونه
په هغه رنګ دې تالا مه شه د هيچا ګلونه
حافظ

د خپل وطن او ولس دې مين شاعر نور د ستايلو پر ځاى، د ګلونو تالا كيدل او د وطن د ګل فضا چې د ناولو باردو شنو لوخړو اخيستې وه، ژړوله، خو وخت ناځوانه د تل په څير د دې سويو نغمو د بلبل ستوني ته لاس وغځاوه او دا ارمانې غږ يې د تل لپاره خپ كړ، ما لا ګل بوى كړى نه و بهار تيرشو.
های های
څومره بې وفا وه دا دنیا چې په کې تیر شومه
پلونه مې لا پاتې و او زه د خلکو هیر شومه

خو نه ـ نه د پښتو ژبې پیاوړى شاعر نصرالله حافظ  چې اوس يې له موږ سره په جسمي ډول د تل لپاره مخه ښه كړې ده(انا لله و انا اليه راجعون)، مګر تر ډيره به د پښتنو او بلوڅو وروڼو په خورو ورو لتو كې د هغه فكر، خيال د سپين مرغه په څير، زموږ د كليو او درو، پر ګوردونو، چينارونو، كورونو او جوماتونو وزرونه وهي او موږ ته به د سولې، مينې، يوالي او ويښيدلو ترانې زمزمه كوې، خو حيف دا څوك به يې واوري؟؟؟

 خو اې ناځوانه وخته! په ځوانۍ كې د لوړې دنګې ونې، ښكلې قوارې او له عاطفې ډكې طبعې دې څښتن، ځواني هم هغسې تيره نه كړه، لكه بل هر ځوان چې دا ورځې او شپې د خپلې باچايي طبعې او مغرورۍ له مخې د خپلو هوسونو او شوقونو ، منظرو او ګريوان خلاصو په مينه كې داو كوي. بلكې ارواښاد حافظ دا باچاهي پر ملنګي داو كړه او د ځوانۍ دا رنګينې شپې او ورځې يې د خپل ولس او خاورې د خوښۍ، سوكالۍ او يوالي لپاره وقف كړې، هغه كه ورځپاڼې ته سهار په ګرمۍ او يخنۍ كې پر زاړه سايكل تللى او بيا تر نيمو شپو هلته د ولس د بيدارولو لپاره يې قلم پورته كړى و او يا يې د پښتنو او بلوڅو وروڼو د بدې ورځې د ژړولو او ترې د خلاصيدلو او يا خندا، ګل ګل ورځې راوستلو لپاره يې ډير شپې په خپل خواږه مترنمه غږ په نثر او  شعر دواړو كې د كابل راډيو افغانستان له لارې زمزمه كړې، د پښتنو او بلوڅو وروڼو هرې حجرې، ديرې ته يې  خپل رسا پيغام له اوښكو او هيلو سره يو ځاى ورساوه.

دې عالي او خواخوږي انسان خپل ژوند د ولس او خلكو لپاره د مينې او سولې د ښكلي ژوند په ارمان كې پاى ته ورساوه، تل يې دا ارزو او پيرزو وه چې د مينې او سولې هغه  رڼا او سبا به كله ويني چې د ده خوار ولس يې له پيړيو پيړيو په تمه سرنګون ناست دى. شمشاد ته وخوت كوكې يې وكړې. د خيبر زړه ته كوز شو، فريادونه يې وكړل، خو موږ لكه كاڼه چې و، يا موږ لكه ويده چې و، خو اوس چې هغه نور له دې غمونو په ارام خوب ويده شوى دى، موږ ورته نارې وهو، اې د قام په درد دريدلې شاعره! چيرته لاړې؟؟؟

خو هغه ارام پروت دى، هغه حق لري چې زموږ غږ وانه وري، ځكه هغه حق ته ځان سپارلى، ګناګاره خو موږ و چې د ده غږونه مو اوريدل، مګر غوږونه مو كاڼه اړولي و، هغه مهال چې ده خوږې ترانې او هغه دردونه چې زموږ له غمه يې سندره كول، چا وانه وريدل او تل يې د روانو ناخوالو او د تاريخ د جبر هغه اوږده شپه چې د پښتنو او بلوڅو وروڼو پر كاله يې سر وهلى و، د سبا كيدو تمه لرله، خو چا يې د مبارزې ننګه او غږ ورسره بدرګه نه كړ او نه هم د دې سپيڅلي انسان دا ارمان پوره شو، چې كله به  سبا راشي او د دروغجنو وعدې چې دې ولس او خاورې ته د امن فضا راولي رښتيا شي:

شپه څومره لويه شوه اوږده شوه سبا هېڅ نه راځي
تيارې خورې په شا او خوا دي رڼا هېڅ نه راځي
حافظ
بلااخره هغه هم اخير د دې دروغوجنو په خوى او بوى پوه شو او له موږ يې د تل لپاره مخ واړاوه:

   که هر څه اورې، ښوروه سر ورته مه يې منه
دلته د دروغو کلي جوړ دي، رښتيا هيڅ نه راځي

    حافظ

خو اې دريدلې شاعره! ته نور له موږ لاړې، خو موږ به ستا د قام او وطن له مينې ډكې ترانې له چا واورو؟

اې! پام چې موږ ډېر په دې تنده كې مه پريږده، موږ خبريو چې په جنت كې زيتون، ريحان، مشك، زعفران او ډول ډول ګلونه زيات دي، كه موږ ستا د ترانو تنده حس كړه او يا د ولس او وطن مينه مو په زړونه كې كمه شوه، نو دې ګلونو او پاڼو ته لاس كړه، ښكلې ترانې وليكه او موږ ته يې را وليږه، موږ داسې مه پريږده…

لحده نيسه يې ارام په غيږ كې

يوه زاره چاودى او خوږمن درسپارو

چې يې زخمونه دي د ستورو په څير

د كهكشان غوندي بدن درسپارو

                                                                                  درويش

4 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب