جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبد شعر فلسفي وزن | رفیق خاورین

د شعر فلسفي وزن | رفیق خاورین

ځینې وخت ډیرې ساده او معمولې خبرې هم ډیر ژور فلسفي بستر او اساس لري. ځینې شعرونه د پیچلیو مضامینو لڼډ او مختصر بیان وي; لکه د رحمان بابا دا بیت چې وایي:
کوهي مه کنه د بل سړي په لار کې
چیرته ستا به د کوهي په غاړه لار شيدې شعر کې شاید یوه عام لوستونکي ته عادي، مبتذل او تکراریدونکی اخلاقي اصل په نظر ورشي. هغه دا چې، هیڅ وخت بل چا ته بد نیت مه لره، چاته بد مه غواړه او په څو نورو بڼو همدا ورته مفهوم ارایه کول شاید د د نوموړو لوستونکو درک وي.
خو زه چې د یوه شاعر او د شعرونو د مینوال په توګه دا بیت وایم، فکر کوم رحمان بابا بسته د اخلاقو فلسفه په یوه بیت کې رانغښتې ده او په ډیر روانه او منظمه بڼه یې ارایه کړې ده.
کومه فلسفه؟
د اخلاقو د موجودیت او څرنګوالی په اړه تر دې دمه څو انګیرنې موجودي دي، چې هره نظریه هڅه کوي له خپل دریځه د اخلاقو څرنګوالی وځیري.
انسان ولې اخلاقي کارونه تر سره کوي؟ دا پوښتنه د اخلاقو د فلسفې جوهر ده. ددې معرفت کسب د اخلاقو په څرنګوالي باندې د پوهیدو په معنا ده.
دا ډول نظریې، د فلسفې د کتاب یو جدا څپرکۍ ده چې د ارسطو نه نیولې بیا تر کانت پورې فلاسفوو خپل قلمونه پکې خوځولي دي.
د رحمان بابا پورته بیت د معاصر غربي فیلسوف برتراند راسل، د افکارو چې د اخلاقو د څرنګوالی په باره کې یې لري، یو لڼډ شاعرانه تخلیص بولم.
ولې د بل چا په لار کې کوهي و نه کاږو؟
رحمان بابا د دې پوښتنې د ځواب لپاره په راتلونکې بیت کې یو دلیل اقامه کړی چې دوه برداشته ترې کیدلی شي: اول برداشت چې زما په نظر د اکثرو برداشت به هم همدا وي، دا دی چې خدای مه کړه ستا به په کوهي لار وربرابره شي.
دلته کوهي مبهم دی; یعنې همدا کوهي چې تا بل چا ته کیندلي ستا د لارې خنډ نه شي یا شاید یو بل نفر به هم ستا غوندې کوم چاته کوهی کیندلی وي او هغه خوار چې پرې وربرابریږي شاید ته اووسي.
یعنې لکه ته چې د یوه چا ته په کمین کې ناست یې; شاید یو بل څوک تاته همداسې په کمین کې ناست واوسي.
که فرض کړو چې اول برداشت د رحمان مراد و; یعنې په خپل کوهي کې به ولیږي دا دلیل د فلسفي عینکو له لیده داسې توجیه کولی شو چې ووایو:
دا چې انسان یو دور اندیشه ژوی ده او خپل راتلونکې ان د مرګ تر حده سنجولی او رسمولی شي، نو کله چې یوه چاته د کوهي کندلو په فکر کې شي، خپله د دور اندیشي قوه یې فوراً متوجه کوي چې که دا سړی دې نن په څپیړ وواهه، نو لکه څنګه چې هره کړنه خپل غبرګون یا هر عمل عکس العمل لري، بله ورځ دې شاید په موقع سره څو څپیړې یا په لغته ووهي.
د دې مطلب مختصر بیان مونږ په محلي ادبیاتو; یعنې متلونو کې هم لرو. یو متل ده چې ووایي ” که د چا دراوزه په نوک ووهې، په سوک به یې در ځواب کړي.”
یعنې د هغه ضرر څو چنده به چې تا یو چاته ور اړولی په راتلونکې وخت او مناسبې موقع سره له هغه جانبه ته هم ووینې.
راسل هم د اخلاقي کړنو د تبین لپاره همدا استدلال کوي او خپل مشهور مثال راوړي او وایي: لکه څنګه چې انسان عاقل او دور اندیشه موجود ده، نو دا دور اندیشي یې نه پریږدي چې د اوس مهاله کوچنیو ګټو لپاره په راتلونکي کې لوی تاوان وویني، نو ځکه هیڅوک د ګاوڼډی غوا نه پټوي، ځکه سبا ګواڼډی راځي دده غوا هم پټوي.
نو رحمان بابا هم انسان له بدو کړنو منع کوي; ځکه بدې کړنې بدې پایلې درلودلی شي. او دا پایلې له هغو بدو پایلو چې تاسو خپل دوښمن ته غوښتلې دي، شاید په مراتبو شدیدې اووسي، نو ځکه د بل چا لار کې کوهي وهل، په اصل کې په یوه بڼه په خپله لار کې کوهي کیندل دي; ځکه ته چې بل ته کوهي ګورې بل هم طبعاً تاته د کندې موندلو په هڅه کې وي تر څو له یوې خوا بدل او غچ درنه واخلي او له بلې خوا دې د راتلونکي لپاره تأدیب کړي، ودې پوهوي چې که چیرته دې دا کاربیا وکړ همدا کار به بیا درسره وشي.
نو دلته ده چې کوهي وهونکی ددې مطلب په درک کولو سره بل ته له کوهي کندلو لاس په سر کیږي او بل ته په تاوان رسولو کې ځانته ګټه لټوي، خو دا چې تاوان خطر لري، نو بیا هیڅکله نه غواړي چې بل ته د تاوان رسولو په نامه خپل ځان زیانمن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب