جمعه, مې 7, 2021
Homeادبلنډه کیسهخپړ/ اجمل پسرلی

خپړ/ اجمل پسرلی

لکه موټ چې  څوک پر سر واړوي، خو موټ نه و د (هرمان) په غټ لاس کې د شرابو ووړ ګیلاس و. ده تندی تریو کړ، سریې جګ کړ لکه د زهرو غوړپ چې کوي. پياله یې کلکه پر میز کیښوده. د  لرګي له ټک سره د میز په منځ کې ناسته زیړه پیشو پاڅیده. ده یې پرملا لاس تیر کړ. پیشو بیرته کښیناسته. هرمان د پيشو لاس په رغوي کې کیښود. پیشو نوکان ورټول کړل. ده یې خپړ پر خپل لاس تیر کړ:

« کله دې دغسې په نوکراغو کړې وه چې ولاړه؟»

هیرمان پیشو ته سر ورټیټ کړ ورسره سترګې په سترګو شو. پیشو سره وروستلې سترګې پټې، رڼې کړې. ده ورته وویل:

« له تا سره یې بخیلي کیده چې ولاړه؟»

« په هغه ورځ چې مې (نیبوشیڅي) ته یووړې ما ویل دغه مو اخري دیدن دی»

هرمان کټ کټ وخندل:

« ته خو بیرته راغلې د دې غوندې نه وې چې ما هیر کړې»

د ودکا له بوتله یې بل ګیلاس ډک کړ. له غټ غوړپ سره یې چاغې غومبرې وخوځیدې راوخوځیدې. لاس یې د پیشو پر ملا تیر کړ. پیشو وخریده. ده پرې غوټه کړه، په یوه لاس یې تر ملا ونیوله بهر یې واچوله. ور یې پسې پورې کړ:

« ستا له دې خور خوره  یې بد راتلل، ستا له لاسه ولاړه »

ده د ودکا بوتل خولې ته ونیو. پیاله د میز له سره ولویده، ټنګ ټونګ یې شو. هیرمان سر پر میز ولګاوه.

ساه یې ډوبه ډوبه شوه، سترګې یې پرانیستې. پیشو له بهره د کړکۍ ژۍ ته راختلې وه، میو میو یې کاوه. د باران څاڅکي پر ایینه یو په بل پسې ښویدل.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب