جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبلنډه کیسهتور سترګې بچو| ایمل پسرلی

تور سترګې بچو| ایمل پسرلی

دواړه لاسونه يې تر تخرگونو لاندې پټ کړي وو. يخ دومره نه و خو د دې يخ کېده. خولۍ يې ټول وېښته پټ و، گرديو غټو عينکو يې تورې سترگې ځلولې، اوږده تور کوټ کې تر خپلې ونې دنگه ښکارېده. په تندي يې گونځې راپيدا شوې، پر مځکه پرتو وچو ژېړو پاڼو يې پښه کېښوده، لکه غوسه چې وي پښه يې تاو کړه:
–        منى مې بد ايسي، دا پاڼې د مرگ نخښې دي.
–        مرگ پاى نه دى.
–        مرگ مرگ دى.
لغړې شوې ونې ته يې وکتل. يوه پاڼه پرې نه وه. څانگې يې کږې وږې تورې لکه ايسکلېت چې دې درولى وي.
–        بچو دغه ونه دغه څانگې وينې، هغه روح ده او دغه پاڼې جسم دى. روح دې وي جسم به بيا پيدا شي، بيا به پسرلى وي، روح مهم دى.
د کور ور مې پرانيست. دې خولۍ له سره ليرې کړه، کوټ يې پر څوکۍ واچاوه. لاسونه يې وموږل. پخلنځي ته لاړه.  ما يې بوټونه سم کړل، خولۍ او کوټ مې يې پر کوټبند راوځړول. کېناستم. د دې غږ جگ شو. سالون ته راغله.
–        نن مې جنگ وکړ.
زما غبرگون ته منتظره نه شوه.
–        دوى شپږ کسه وو زه يوازې وم.
–        حتمآ به هغوى ملامت و.
–        طبعآ، په کتاب مو جنگ و، ما غوښتل موږ بايد  امتحان ونه لرو، کتاب ولولو بيا يې وارزوو خو دوى له معلمه غوښتل چې بايد پوښتنې وي.
لنډ تک تور وېښته يې د گوتو په څوکو ونازول. په ککرۍ يې پنځه سره گوتې ننويستې، لکه چې فکر يې کاوه. ومې پوښتله:
–        ايا ته د دنيا بدلولو ته زېږېدلې يې  که د ځان؟
–        نه دا حماقت دى، کتاب بايد ولولي، امتحان يعنې څه، دا يې کاميابه خو چې په خبره نه يې پوه نو څه؟
–         بچو هر څوک پوه شه خپل کار يې.
–        دوى غواړي استاد قانع کړي، حتى زه يې اړ ايستم چې د دوى سطحې ته ورټيټه شم.
–        ته فوق العاده يې خو له هر چا د ځان تمه مه لره.
په کوچ کېناسته. بلکې ځان يې پرې واچاوه. اېشېدله.
–        استاد مو مخامخ ونه ويل خو مطلب يې دغه و چې دوى بې ادبه دي، زه پوهېږم استاد دغه وويل، يعنې څومره د شرم خبره ده استاد مو بې ادبه وبولي.
–         تا ته يې وويل؟
–        نه ما ته يې نه کتل نورو ته يې کتل زه پوهېږم د استاد مطلب دغه و.
–        شايد دغه يې مطلب نه و.
–        پوهېږې  ټولگيوال ټول زما پر ضد دي.
ورپورته شوم. نژدې ورته کېناستم. پوست وړوکى  لاس مې يې په خپل رغوي کې پټ کړ:
–        ټول دې پر ضد نه دي، هم نظره دې نه دي، د دې دوو خبرو ترمنځ فرق شته.
–        دلته که لږ منطق ووايې دوى ته بې ادبه ښکارې، سپين سترگې ورته ښکارې.
–        دلته هلته نه غواړي هر ځاى شايد همداسې وي، انسانان د خپل نظر مخالف فکر په اسانه نه شي اورېدلى او زغملى.
لاس يې زما له رغوي کش کړ. ودرېده. په خونه کې وگرځېده. مخامخ راته ودرېده. نېغ يې زما سترگو ته کتل:
–        باور کوې دوى منطق نه مني.
–        ستا منطق او د دوى منطق يو نه دى.
–        دوى منطق نه لري.
–        هر څوک منطق لري خو هر چا ته بل څه منطق وي.
–        په شنو خرو کې منطق له کومه شو بابا؟
–         خره تا ته ښکاري دوى ته ځان داسې نه ښکاري، دوى به وايي دا تور سترگې وړه نجلۍ هسې ساده د خداى ده ځان په عذابوي.
–        هو هو همدا خبره کوي ، همدا فکر کوي، بېخي بې عقل دي.
د چمن په لور ور يې پرانيست. دباندې ووته. کوټ يې نه و اغوستى، دباندې يخ و. د مرچکيو وچېدونکى بوټى يې په گوتو نازاوه. له چمنه يې د گاونډي د کور له ونې رالوېدلې وچې پاڼې ور ټولې کړې. ورغږ مې کړل:
–        بچو يخ دى، څه واغونده.
–        درځم درځم، دا چمن بايد پاک شي.
–        ناجوړه نه شې.
–        بابا نه ناجوړېږم، ستا غوندې بوډا خو نه يم.
–        دا نو منطق شو؟
کړوپه شوه له وښو يې يوه بله وچه پاڼه ورپورته کړه، ما ته يې مخ راواړاوه، موسکۍ شوه، تکې تورې سترگې يې وځلېدې.
د نومبر ١٩ مه ٢٠١٩

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب