یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Homeادبلنډه کیسهد حاجي آغا لور | محمود مرهون

د حاجي آغا لور | محمود مرهون

حاجي آغا خپله لور وويشتله نه بابا سيد سړى دى دا کار به يې نه وي کړى،په زو خداى که مسخرې درسره کوم،دا تېره شپه يې خپله په خپل لاس سرى سرى کړه وام نر نو دې ته وايي ياره پښتون سړى دى د پښتو ننګ يې و ساتى کنې اوس به ډنډورې واى چي حاجي آغا داسي بې پته سړى دى.نه وروره دا خو نه پښتو وايي نه اسلام دا خو يې ښه کار نه دى کړى،وام موږ يې څه کوو وروره غريبان خلګ يې مشران په خپلو کارو خپله ښه پوهيږي ها متل دي نه دى ارويدلى واي چي سر دي نه خوږيږي داغ مه پر ږده،خوار بزګر يو نن دلته سبا يو سبا به هلته يو دوې ورځي ژوند دى په يو رقم به يې تېرو زموږ يې د چا په بدو او ښو څه په هغه جنازه او پاتا کي به ورسره کښينو زياتي نو زموږ کار پکښي نسته.

♠♠♠

شين سهار وو هوا دونه ښايسته او په زړه پوري وه چي څوک يې له خپله ځانه پردى کاوه غرونه او رغونه تازه په لاله او غاټول پوښل سوي وه هري خوا ته د سپينو وريو امبا امبا تر غوږ کېده په غرنو کي د شپنو له شپېلۍ سره به کله يوې ډيري ښايسته ټپې کائناتن ټول په نڅا راوستل او بيا به د سهاريي چغکو په چغ چغ کي د بلبل ږغ له ورايه ځلېده ښايي چي هغه به هم د راتلونکي پسرلي هرکلي ته نڅيدى او خوښيدى خو دا پسرلي له نورو پسرليو سره ډېر توپير درلود دا پسرلى د خپلي ټول ښکلا سره سره ورو ورو را نږدې کېدى.

♠♠♠

په کلي کي دا خبره د ژمي د اولنى مياشتي د وريځو په څېر خپره سوه چي د حاجي آغا دى د کور څنګ ته نوې کډه راغلې ده هرچا د کليوالي دود له مخي غوښتل چي ژر تر ژره ورسره و پېژني د دې کورنۍ مشري ده يوه درانه سپين ږيري پر غاړه وه چي د يوه داسي زوى څښتن وو چي خداى (ج) د ښايستې ځوانۍ سره په څنګ کي ښايسته اخلاق هم پر لورولي وه د هغه کړوړه د هر چا د نظر جذبولو لپاره کافي وه د هغه ځيرکتيا او متانت د هغه له تندي څخه برېښېدل ريدى چي د خپل ژوندانه په شلکلنۍ يې پېښه کول د دې نوي کورنۍ د سترګو تورو وو.

ريدى چي لاپوره په کلي کي بلد سوى نه وو او ځان ته يې ياران نه و پيدا کړي سترګي يې د خداى په يوه داسي مخلوق کي بندي سوې چي ده فکر کاوه هغه د ده لپاره پيدا سوې ده،دا بختوره د حاجي آغا ١٦ کلنه لور ليلو وه.

ريدى د کلي له دوکانه څخه په ډيري خوښى د کور پر خوا روان وو او له ځانه سره يې ورو ورو يوه خوږه سندره زم زمه کول هغه ځکه نن ډېر خوښ وو چي پسرلي ته يوازي پنځلس ورځي پاته وې او د هغه پلار د کلي په دکان کي ويلي وه چي مزار ته به ځي،هغه په دې خوږو چورتونو کي د حاجي آغا د کور تر دروازې پوري را و رسيدى د حاجي آغا د کور په دروازه کي هغه يو ناڅاپه لکه برېښنا چي څوک ونيسي پر ځاى وچ کلک يخى پاته سو.

هغه د حاجي آغا د کور په دروازه کي د حاجي آغا د لور ليلو مخ په داسي حال کي و ليد لکه د پځلسم سپوږمۍ چي له وريځو د راوتو په حال کي وي او د ليلو چي کله سترګي له ريدي سره و جنګېدې د دوو داسي لويو سمندرو حالت يې ځان ته غوره کړ چي يو او بل ته سره مخامخ سي او داسي يو په بل کي ورک سي چي د يوه سمندر په څېر ښکاره سي،دا لانډ کاته چي څونه لنډ وه هغومره اوږده وه،ريدي چي کله بيرته را سمبال سو ليلو له دروازې څخه تښتېدلې وه ريدي ژر ژر د کور په لوري فکرجن او له ډاره ډک ګامونه واخيستل ځکه هغه يو ستر جرم او ګناه کړې وه د پښتو په ملک کي يو پښتون د ميني ګناه کار سوى وو چي مرګ يې په پڅه چاړه هم روا سوى وو.

کور ته په رسېدو يې د خوندو له خندا زهره پر وچاودل:ته د بيرندوکي ته ګوره موږه ته څونه باټي ولي اوس يې رنګ ته ګوره لکه کورکمن تک ژړ سوى دى ګوره چي پر لاري سپي ورته غپلي دي او که پيشى ميو ورته کړى دى واى مه کوه په چا چي و به سي په تا تا پر موږ خندل اس څنګه سو.

له دې ورځي وروسته رېدى هغه پخوانى رېدى نه وو،د هغه شوخه طبعه او ښکلې مسکا نوره ورکه سوې وه هر چا چي به ليده پوښتنه به يې ځني کوله دا چا ته کوم ظالم نظر کړې ياره که زما منې په دې بل کلي کي يو پير دې ته به دي بوزم يو دمو چو به درباندي وکي جوړ روغ به سې او ځيني خو به بيا ورته ويل چي کوډي درباندي سوي دي پلاني کلي ته ولاړ سه هلته يو پير سته چي دم درباندي کو او کوډي درماتي کي خو ده به په خندا خبره پر بل لوري واړول او وه به يې ويل هيڅ خبره نه ده لږ څه مي پر سر دى سم به سم.

څو ورځي وروسته چي کله رېدى د حاجي بابا زيارت ته تللى وو هلته يې د ليلو مور او ليلو په سترګه سوې او کله چي هغوى د ده تر څنګ تېريدى ريدي سلام ور واچاوه په دې کار سره د ليلو مور پر هغه لکه کوټه چرګه چي پر خپلو هګيو په قهر سي همداسي په چغه او درد يې ريدي ته سپکي او سپوري و ويلې خو ليلو په معصوم او ښکلى انداز خپلي مورته وويل مورجاني دا څه کوې خپل ګاونډى مو دى کوم پردى خو نه دى خو د ليلو مور پر هغې هم په قهر سوه او ورته وې ويل ته چپ سه ته مه ګډېږه.

له دغي ورځي وروسته د ليلو مور د ماري اوښ په څېر د ريدي دښمنه سوه او ريدي ته به يې مازي بهانه پيدا کول په دې توګه يوه مياشت تېره سوه يوه شپه چي د څورلسم سپوږمۍ ځلېده ريدى د ډيري نفستنګۍ څخه د خپل کور د بام سر ته و ختى او هلته په خپلو چورتونو کي غرق غرقاب سو په دې وخت کي ليلو هم د کوم شي په لټه د بام سر ته راغله او يو ناڅاپه يو ځل بيا د دواړو سترګي سره و جنګېدې خو دا ځل هغوى لکه د پخو مينو په څېر خپل زړونه د همېشه لپاره يو او بل ته ورکړل او دلته وو چي هغوى د خپلي ميني راز يو او بل ته و وايه له بلي خوا د ليلو مور چي  ليلو يې په کوم شي پسي بام ته را استولې وه د ليلو پسي د بام سر ته راغله او په ډيري حيرانۍ سره يې و ليدل چي ليلو او رېدى په خپل راز او نياز کي دونه غرق دي چي د دې راتګ يې لا هم فکر نه سو په يوه تراټ يې ځان د ليلو تر پلاره ور و رساوه او له هغې خوا يې هغه لاس نيولى د بام سر ته راوست مګر دليلو او ريدي لا دوى ته پام نه وو د ليلو د پلار په قهرجنه چغه او ښکنځلو هغوى دواړه را پر سد سول ريدى په منډه له بامه را کښته سو او په هغه شپه شپه کي يې له مور پلار او خوندو څخه اجازه واخيسته او د ويش پر لور و خوځيدى.

♠♠♠

د ريدي له تګ سره سم حاجي آغا د ريدي د کور درواوه په دونه زور سره و شرنګول چي د کلي په کور کور کي هر چا جلا جلا واورېده کله چي د ريدي پلار دروازه خلاصه کړه د ليلو پلار په ډېرقهر او درد سره د ريدي پر پلار چغه کړه که پښتون يې ته دي پر دې زوى(….) له څو ښکنځلو وروسته توپک را واخله زه به يې پر خپله لور د ريدي پلار يه ډېره سړه سينه ورته وويل چي دا خو نو نه پښتو سوه او نه اسلام ته راسه کښېنه دونه يې توده مه خوره اوګوره هيچا په تلوار نه ده خوړلې يو د حل لاره به ورته پيدا کړو،مګر د ليلو پلار ځان ته پښتون پښتون ويله او پښتو پښتو يې کوله چي خداى يو مالګي توروې دي که يو لا پرېږدم د ريدي پلار ورته وويل چي څونه پيسي دي په کار وي څونه جايداده دي په کار وي او که داسي هم نه کوې زه مي خپلي څلور لوڼي ستا څلورو زامنو ته ورکوم دا په دې نه چي زما زوى دى ستا لور ځکه چي خداى ګناه بدي بللې مګر د انسان وينه بيول يې تر هغو ټولو بديو بد بللي که چيري ته دا کار وکې زه دا حق لرم چي تا محکمې ته کش کړم ځکه چي ته زما مږور وژنې هغوى په زور دا کار نه دى او بيا دا خو د هغوى حق دى.

د ليلو پلار د څو ښکنځلو له کولو وروسته د خپلو کور پر لور و خوځېد او څو شېبې وروسته د کلي په تياره فضا کي خلکو د توپک ډزي او څو خفي چغي وا ورېدې او په بله ورځ سهار د ريدي دى کډه له کلي څخه و کوچېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب