جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبلنډه کیسهکفن | ليکوال: منشي پرېم چند

کفن | ليکوال: منشي پرېم چند

ژباړه: بارکوال مياخېل

پلار او زوى دواړه د جونګړې په دروازه کې د مړه اور ايرو ته غلي ناست وو، دننه يې د زوى ځوانه بېوزلې مېرمن د لنګون په حال کې له درده اړخ پر اړخ اوښته او شېبه په شېبه يې له خولې داسې کريږې ختلې، چي د دواړو زړونه به ورسره و لړزېدل. د ژمي سړه شپه وه، هر لور ته چوپه- چوپتيا وه، ټول کلى په تيارو کې ډوب وو. پلار يې ګلشا زوى ته وويل:

– مالومېږي چې پاتېږي نه، ټوله ورځ له درده و کړېده، ته ورشه وخو يې ګوره!

مادو دردمن غوندې ورته وويل:

– چي مري نو ولې ژر نه مري. څه ته يې و ګورم!

– ته ډېر بې درده يې که! چي ټول کال دي د ژوند خوندونه ورسره واخيستل، له هغې سره دومره بېوپايي!

– خو زه يې اړخ پر اړخ اوښتل او د لاس پښو غورځول نه شم ليدلاى

دا د موڅيانو کورنۍ وه او په ټول کلي کې بدنامه وه. ګلشا به يوه ورځ کار کاوه، درې ورځې به په کور کې وو، مادو خو دومره لټ وو، چي يوه ګېنټه به يې کار وکړ، بيا به يې يوه ګېنټه چلم څکاوه، ځکه چا پر کار هم نه لګاوه. چي په کور کې به يې يو موټى غله هم وه، نو دوى لوړه کړې وه چي کار ته به لاس ور وړي. چي يو- دوه وخته به شامه شول، نو ګلشا به لاړ، په ونو کې به يې بوټي ووهل او مادو به هغه بوټي په بازار کې خرڅ کړل، بيا به چي تر څو هغه پيسې ورسره وې، دواړه به خوشي تشي يو بل ځاى ګرځېدل، چي لوږه به ورباندې زوروره شوه، نو بيا به يې بوټي ووهل يا به يې خواري مزدوري پيدا کړه. په کلي کې د کار کمى نه وو، د کروندګرو کلى وو، د خواريکښ سړي لپاره پينځوس کارونه وو، خو دوى دواړه به خلکو هغه وخت ور بلل، چي له مجبورۍ له دواړو د يوه سړي کار واخلي. کشکې دواړه بزرګان واى، د قناعت او توکل لپاره يې د نفس وژلو ته اړتيا هم نه وه. دا د دوى ځانګړى خوى خاصيت وو. عجيبه ژوند يې وو، په کور کې يې له دوو- درو خاورينو لوښو پرته هيڅ شى نه وو. په څيرې پيرې ټوټو يې خپل لوڅ بدنونه پټ کړي، د دونيا له فکرونو ازاد، تر پورونو لاندې وو، د خلکو سپکې سپورې يې هم وړلې، وهل ټکول يې هم خوړل، خو بيا هم بېغمه وو. غريبان خو دومره وو چي چا بيرته د پور ورکولو هيله نه ورته لرله، خو بيا به يې هم څه نا څه پور ورکړ. د مټرو او پټاټو له کروندو به يې مټر يا پټاټې را و شوکول، پاخه به يې کړل او وبه يې خوړل او يا به يې د ورځې پينځه ګني را پرې کړل او د شپې به يې ځبېښل. ګلشا په همدې زاهدۍ کې شپېته کاله عمر تېر کړ او مادو هم د نېکخويه زوى غوندې د پلار پر لاره روان وو، بلکې د هغه نوم يې نور هم روښانه کاوه. دغه وخت هم دواړه نغري ته ناست وو او پټاټې يې په اور پخولې، چي د يو چا له پټي يې را شوکولې وې. د ګلشا مېرمن خو ډېره موده مخکې لا مړه شوې وه. د مادو واده تېر کال شوى وو. له څه وخته راهيسې چي دا ښځه راغلې وه، په دې کاله کې يې د تمدن بنياد ايښى وو. غنم به يې و رېبل، واړه به يې کړل، د ډېر وخت لپاره به يې د اوړو غم وخوړ او د دغو دواړو بې غيرتو دوزخونه به يې ور ډکول. له کله چي دا راغلې ده، دوى دواړه نور هم تيارخواره او لټان شوي وو، بلکې يو څه مغروره شوي هم وو. بيا به نو که چا کار ته وبلل، دومره به ځان ځنې ورک وو، چي دوه چنده مزدوري به يې غوښته. هماغه ښځه نن له سهاره د لنګون له درده په مرګ پرته وه او دوى دواړه لکه چي په همدې تمه وو، چي هغه مړه شي، نو دوى به په ارام ويده شي.

ګلشا پټاټه له اوره را وکښه، سپينوله يې او زوى ته يې وويل:

– ته ورشه و ګوره چي پر څه حال ده، چا به کوډې ورباندې کړې وي نور نو څه دي، دلته خو کوډګر هم يوه روپۍ غواړي، روپۍ به نو د چا له کوره راشي

مادو اندېښمن وو، چي که جونګړې ته ننووت، نو ګلشا به ټولې پټاټې ورڅخه و خوري، ورته ويې ويل:

– زه هلته وېرېږم

– له څه شي وېرېږې، زه خو همدلته يم نو!

– نو خو ته ورشه ويې ګوره!

– زما ښځه چي مړه شوه، زه يې درې ورځې له څنګه ښورېدلى هم نه يم او له ما به شرمېږي هم که نه، تر اوسه يې ما مخ نه دى ليدلى، نن يې لوڅ بدن و ګورم. هغه به په ځان خبره هم نه وي، چي ما وويني بيا به له شرمه لاس پښې هم نه شي ښورولاى.

– زه دې غم اخيستى يم، که يې ماشوم و زېږاوه څه به کوم. شونډ، ګوړه، تېل، هيڅ شى هم په کور کې نه شته

– هر څه به راشي. يو وار خو خداى اولاد درکړي، چي کوم خلک اوس يوه پيسه هم نه راکوي، بيا به مو ور غواړي راکوي به يې. زما چي زامن پيدا شول، په کور کې هيڅ هم نه وو، خو هر ځل به له يوې نه يوې خوا کار جوړ شو

په کوم ځاى کې چي د هغو خلکو حالت هم تر دوى چندان ښه نه وو، چي شپه ورځ به يې خواري کښله او تر بزګرو داسې خلک ډېر خوشاله وو، چي د بزګرو له کمزورۍ يې د ګټې اخيستو چل زده وو، هلته د داسې ذهنيت پيدا کېدل د اريانۍ خبره نه وه. داسې به ووايو چي ګلشا تر کروندګرو ډېر هوښيار وو او د کروندګرو په ناپوهه ټولۍ کې د ور ګډېدو پر ځاى د مکرجنو ټګانو په ټولۍ ور ګډ شوى وو. هو دومره رسېدلى هم نه وو، چي د مکرجنو لاره او خويونه يې پاللي واى، ځکه نو که د ده د ټولۍ نورو خلکو له ځانونو د کلي مخکښان او مشران جوړ کړي وو او دى يې په بد نامه ياداوه، بيا هم دى په دې ډاډه وو، چي خير که په بد حال هم دى، د بزګرو غوندې کلکه خواري خو نه کاږي او د ده له سادګۍ او بې خولې ورځې خو نور بېځايه ګټه نه اخلي.

دواړو پټاټې را و ايستلې او تودې- تودې يې و خوړلې، له پرونه يې هيڅ نه وو خوړلي، دومره وار يې نه شو کولاى چي سړې شوې واى، څو واره د دواړو ژبې وسوځېدې، په سپينولو سره خو د پټاټې برسېرنه برخه ډېره توده نه محسوسېده، خو چي تر غاښو به يې لاندې کړه، د پټاټې دننه خوا به يې ژبه، حلق او تالو ور و سوځول او بيا به يې نو خير په دې کې وو، چي سره پټاټه د ژوولو پر ځاى ژوندۍ تېره کړي. په نس کې يې د سړېدو ځاى وو، بس دواړو به ژر- ژر تر ستوني تېرې کړې او د پټاټو تودوالي به يې تر سترګو اوښکې را وڅڅولې.

ګلشا ته ناببره د کلي د ملک واده ور په ياد شو، چي شل کاله مخکې دى په ورا ورسره تللى وو. په دې واده کې چي ده څومره ځان موړ کړى وو، دا يې د ژوند نه هېرېدونکې خوشالي وو او تر ننه يې نه هېرېده. ويې ويل:

–  هغه ډوډۍ مي نه هېرېږي، له هغه راهيسې مي بيا داسې خواړه او ډک نس نه دي په نصيب شوي. د نجلۍ کورنۍ ټولو ته کاکونه (خوږې ټيکۍ) ورکړل، ټولو ته. لوى واړه ټولو کاکونه و خوړل او د اصيلو غوړيو روب، رايته، درې ډول سلاد، يوه خوندوره ترکاري، مستې، چټني، ميټايي، اوس څه درته ووايم چي په هغه واده کې مو څومره خوند واخيست. هيڅ بنديز نه وو، چي هر شى دي غوښت او څومره دي خوړل، خوړلاى دي. خلکو دومره وخوړل، دومره يې وخوړل چي اوبه يې لا په منځ کې ونه څښلې، خو خادمان وو چي زموږ مخ ته به يې تاوده- تاوده ګردي ځلېدونکي پيرکي واچول، ورته وبه مو ويل چي نه يې غواړو، خو هغوى به واچول او کله چي ټولو لاس خوله ومينځل نو بيا يې يو- يو غټ پان هم راکړ، خو په ما کې نور د پان ځبېښلو توان کله وو، درېداى نه شوم، په بيړه لاړم پر خپله ګدېله وغزېدم. نو دومره د سمندر زړه يې وو د هغه ملک.

مادو د واده د ډوډۍ له دې خبرو خوند واخيست او ويې ويل:

– کشکې اوس يو چا داسې ډوډۍ راباندې خوړلې واى

– اوس به يې څوک په را خوري؟ هغه بله زمانه وه، اوس خو ټول بخيلان شوي دي، په واده کې يې مه ګاروه، د مړي په کفن سوځن (کريا کرم) کې يې مه ګاروه، ورته وا د غريبانو مال چي ټولوې- ټولوې چېرې به يې ږدې، هو په ټولولو کې يې هيڅ کمى رانغى، خو په ګارولو کې يې بخيلان دي

– تا خو به يو شل کاکونه خوړلي وي؟

– تر شلو مي زيات خوړلي وو

– ما به پينځوس خوړلي واى

– ما به هم تر پينځوسو کم نه وي خوړلي، زه ښه مزى ځوان وم، ته د هغه نيمى هم نه يې!

دواړو په پټاټو پسې اوبه وڅښلې، لنګونه يې ووهل او هملته د اور مخ ته سره ننوتي غونج ويده شول، تا به ويل دوه غټ- غټ ماران سره پېچلي پراته دي او د ناروغې مېرمنې تر اوسه زګېروى وو.

سهار وختي مادو جونګړې ته ور ننووت، مېرمن يې سړه پرته وه، پر مخ يې مچان بوڼېدل، سترګې يې پاس په کتو سره رډې را ختلې او وچې شوې وې. ټول بدن يې په خاورو لړلى وو، ماشوم يې په نس کې مړ شوى وو.

مادو په منډه ګلشا ته ورغى او بيا دواړو په زوره- زوره چيغې- بوغارې پيل کړې او سينې يې ټکولې. څنګلوري کاله يې چيغې واورېدې، په منډه ورته راغلل او دوى ته يې تسلي ورکړه، خو د ډېرې ژړا او ماتم وخت نه وو، د کفن او د مړيسوَن د لرګيو غم ور له غاړې وو. کور خو يې له پيسو داسې تش وو، چي سورۍ ټکه نه پکې پيدا کېده.

پلار او زوى دواړه په ژړا د کلي کروندګرو ته ورغلل. هغو د دوى دواړو له رنګه کرکه کوله، څو ځله يې دواړه د غلا په تور او پر خپله ژمنه د کار نه کولو په تور يې پخپله وهلي ټکولي هم وو. دواړه يې وپوښتل:

– څه دي اې بدبخته، ژاړې ولې؟ اوس خو دي مخ هم نه وينم، داسې مالومېږي چي ته په دې کلي کې نه اوسېږې!

ګلشا پر مځکه سر کښېښوو او له اوښکو په ډکو سترګو يې ورته وويل:

– باداره! ډېر په اپت اخته يم، د مادو ښځه برايي مړه شوه، ټوله ورځ يې په دردو تېره کړه باداره!، موږ يې تر نيمې شپې سر ته ناست وو، دارو- درمل مو چي څه په وس وو ومو کړل، خو هغې له موږ سره وفا ونه کړه، اوس د ډوډۍ راکولو هيڅوک هم پاته نه شول صاحبه! تباه شوو، کور مو ويجاړ شو، زه ستا غلام يم، له تا پرته به څوک د هغې د کفن سوځن غم خوري. موږ چي څه پيسې لرلې، هغه مو پر دارو- درملو ورکړې. چي بادار يې راکړي په هغو پيسو به د دې مړى پورته کېږي، له تا پرته بل د چا در ته و درېږم!

د مځکې خاوند زړسواند سړى وو، خو پر ګلشا باندې زړسوى کول پر غوړ لوښي اوبه تېرول وو. په زړه کې ور وګرځېدل چي ورته ووايي «ځه ورک شه له دې ځايه، مړى په کور کې درته وروست شو. هسې چي استازى پسې ولېږم هم نه راځي، نن يې چي پښه په پايڅه کې نښتې ده، راغى غوړه مالي راته کوي، و ګوره حرامخور لوپر»، خو دا د غوسې يا غچ اخيستو وخت نه وو. زړه نا زړه يې دوې روپۍ له جېبه را و ايستې، ور ويې غورځولې، خو د خواخوږۍ يو تورى يې هم تر خوله ورته را ونه ايست، سم يې ورته و هم نه کتل، لکه له اوږو چي يې بار کښته شوى وي.

د مځکې څښتن چي دوې روپۍ ورکړې، اوس نو د کلي هټيوال او سوداګر هم د انکار جرئت نه شواى کولاى. ګلشا په دې ډېر ښه پوهېده، چي د مځکې د څښتن د ستاينې او غوړه مالۍ ډول غاړې ته واچوي. چا دوې انې ورکړې، چا څلور انې، په يوه ګېنټه کې پينځه روپۍ ور ټولې شوې، چا غنم ورکړل، چا لرګي ورکړل. ګلشا او مادو ماسپښين د کفن لپاره بازار ته لاړل او خلکو د بانس لرګي ووهل. د کلي په زړه نرۍ ښځې راتلې، مړى يې کوت، د هغې پر بېوسۍ يې دوه څاڅکي اوښکې څڅولې او بيرته خپلو کورونو ته ستنېدلې. بازار ته په رسېدو ګلشا مادو ته وويل:

– د سوځېدو لپاره خو يې لرګي پيدا شول که څنګه مادو!؟

مادو ورته وويل:

– هو لرګي خو ډېر دي، يو کفن پاته دى

– هسې يو د ګوزارې کفن به واخلو

– هو نو ستا څه خيال دى! چي مړى اخلو تر هغه وخته به شپه شي، څوک د شپې کفن ګوري

– څه ناوړه دود دى، چي په ژوند د تن پټولو لپاره ټوټه رخت نه لري، پر مرګ نوى کفن ور اغوندي

– هو، څه به شوي واى، چي دغه پينځه روپۍ يې مخکې راکړې واى، څه دارو درمل به مو يې کړي واى

دواړه د يو بل د زړونو له ارمانونو ښه خبر وو، په بازار کې دلته هلته ګرځېدل، اخير ورباندې ماښام شو، دواړه په ناپامۍ يا لکه چي قصداً د يوې شرابخانې مخ ته را ورسېدل او لکه چي مخکې يې لا پرېکړه کړې وه، مخامخ شرابخانې ته ور ننوتل. هلته لومړى دواړه يوه شېبه زړه نا زړه غلي ولاړ وو، بيا ګلشا ورغى يو بوتل شراب يې واخيستل، څو ګيلاسونه يې ور واخيستل او دواړه په برنډه کې کښېنستل شراب يې و څښل. څو ګيلاسه شراب يې پرله پسې وڅښل او دواړه په مستۍ کې راغلل. ګلشا وويل:

– کفن ورکول څه ګټه لري، اخير خو سوځول کېږي، څه له نږور سره خو مي نه ځي

مادو د اسمان خواته داسې کتل، تا به ويل پريښتو ته د خپل معصوميت باور ورکوي. ويې ويل:

– د دونيا دود دى، همدا خلک په کچکول کې ولې په زرګونو روپۍ ورکوي، څوک يې ګوري چي په جنت کې ور رسېږي که نه

– له غټو خلکو سره شپېلۍ ده وبه يې وهي، له موږ سره د وهلو څه دي

– نو خلکو ته به څه جواب ورکوې؟ خلک به وايي کفن چېرې دى؟

ګلشا و خندل:

– ورته وبه وايو چي پيسې مو په ملا پورې تړلې وې، لوېدلې دي، ډېر پسې وګرځېدو، ومو نه موندلې

مادو هم وخندل. پر دې خوشبختۍ باندې- چي په وهم و ګومان کې يې هم نه وو- قدرت ته په ماتې ورکولو سره يې وويل:

– غريبګۍ ډېره ښه وه، پر مرګ يې هم ښه ماړه کړو

د شرابو بوتل تر نيمايي زيات خالي شو. ګلشا دوه سېره  کاکونه، غوښه او بوړ، سره کړې ينه او د ماهيانو کباب را وغوښتل. شرابخانې ته مخامخ دوکان وو، مادو چسپاند ور ولاړ شو او په دوو کړايانو کې يې ټول شيان را واخيستل. يوه نيمه روپۍ يې ولګېده، لږ پيسې ور پاته شوې.

دواړو داسې په بېغمۍ سره ډوډۍ خوړله، لکه د ځنګله زمري چي پر ښکار پېښ شوي وي. نه د چا د ځواب ډار ورسره وو، نه د بدنامۍ فکر. دوى د پستۍ تر دې پړاو ډېر پخوا لا را تېر شوي وو. ګلشا په فلسفي انداز وويل:

– زموږ اروا خوشاله ده، نو آيا د دې خيرات ثواب دې ته نه ور رسېږي

مادو پر ډوډۍ سر ټيټ کړى، دا توپير يې ومانه:

– ضرور او ضرور به ور رسېږي. څښتنه ته خو په هر څه خبر يې، دا جنت ته بوځې، موږ دواړه دې ته له زړه دوعا کوو، نن چي مو څنګه ډوډۍ په نصيب شوه، ټول عمر مو نه وه په نصيب شوې

يوه شېبه وروسته مادو ته په زړه کې اندېښنه ور پيدا شوه، ويې ويل:

– پلاره! نو موږ خو به هم يوه نه يوه ورځ هملته ځو

ګلشا د دې ماشومانه پوښتنې هيڅ ځواب ور نه کړ. مادو ته يې داسې وکتل لکه هغه چي ورباندې ملامت شوى وي، هغه خبره پسې و غزوله:

– او هلته به له موږه پوښتنه وکړي، چي تاسې ولې ماته کفن را نه کړ، نو څه به ورته وايو؟

– ورته وايو به چي ستا سر

– پوښتنه خو به ضرور کوي

– تاته چا وويل چي هغې ته به کفن نه ورکوي؟ تا له ما خر جوړ کړى دى. ما دا شپېته کاله ډوډۍ غوږ ته وړله که څنګه، هغې ته به کفن ورکول کېږي او تر هغه به ښه ورکول کېږي، چي موږ يې ورکوو

د مادو پر دې باور رانغى، ويې ويل:

– نو څوک به يې ورکوي؟ پيسې خو دي و خوړلې

ګلشا په غوسه ورته وويل:

– زه درته وايم هغې ته به کفن ورکول کېږي، ته منې ولې نه؟

– څوک به يې ورکوي، ولې يې را ښيې نه؟

– هماغه خلک به يې ورکوي، چي موږ ته يې پيسې راکړې. هو دا ځل به هغه پيسې زموږ لاس ته را نه شي او که زموږ لاس ته راشي، نو دا ډول به شراب پرې وڅښو او پر درېيم وار به کفن واخلو

چي څومره تياره کېده او د ستوريو ځلا زياتېدله، د شرابخانې ځلا او مستي هم ورسره زياتېدله. چا سندره ويله، څوک ځنګېده، چا د خپلې معشوقې په غاړه کې لاسونه اچولي وو، چا به د خپلې محبوبې له خولې سره جام ونښلاوه. د شرابخانې په فضا کې مستي او په هوا کې يې نشه وه. ځينې خو به په لږ وخت کې بېخوده شول. دلته خو يواځې له بېخودۍ څخه د خوند اخيستو لپاره راتلو. تر شرابو زيات د دې ځاى په هوا مستېدل، د ژوند بلا به دې ځاى ته راوستل او د څو شېبو لپاره به دا ځنې هېر شول چي دوى ژوندي دي که مړه دي او که ژوندي مړي دي.

دغو دواړو پلار او زوى لا تر اوسه شراب څښل او خوندونه يې اخيستل. د ټولو سترګې د دوى خواته وې «دواړه څومره بختور دي، بشپړ بوتل يې په منځ کې دى»

ډوډۍ يې چي وخوړله، مادو پاته شيان په يوه پلاسټيکي کڅوړه کې واچول او يوه سوالګر ته يې ورکړل، چي نيژدې ولاړ په وږيو سترګو يې دوى ته کتل او په ژوند کې يې په لومړي ځل د «شراب څښلو» غرور، مستي او ولوله احساس کړل. ګلشا ورته وويل:

– دا واخله ښه ځان په موړ که او دوعا کوه، چا چي ګټلې وې هغه خو مړه شوه، ستا دوعاوې به ضرور هغې ته ور ورسېږي، ښې ټينګې- ټينګې دوعاوې ورته وکه، د ډېرې ګرانې ګټې پيسې دي

مادو بيا اسمان ته په کتو سره وويل:

– هغه به جنت ته ځي پلاره! هغه به د جنت ملکه وي

ګلشا ولاړ شو، لکه د خوشالۍ په څپو کې چي لامبو وهي، ويې ويل:

– هو زويه چي دا جنت ته لاړه نه شي، نو آيا دا پنډ- پنډ خلک به ځي، چي غريبان په دواړو لاسو لوټي او د خپلو ګناهونو د مينځلو لپاره ګنګا ته ځي او په مندرونو کې لمبېږي

دا د خوشباورۍ شېبې هم تېرې شوې،  نشه يې له سره ووته، بيرته د ناهيلۍ او غم څپه ورباندې راغله. مادو وويل:

– پلاره! غريبګۍ په ژوند کې ډېره و رنځېده، له ما سره يې څومره سختۍ و ګاللې

مادو پر سترګو لاسونه ونيول او ويې ژړل. ګلشا تسلي ورکړه:

– ولې ژاړې زويه! خوشاله اوسه چي د حرص له جاله خلاسه شوه، له جنجاله يې ځان و ايست، ډېره بختوره وه چي دومره ژر يې د حرص د مينې بندونه مات کړل

او بيا دواړو هملته ځاى پر ځاى سندره پيل کړه.

……و وړې ولې، سترګې را واړوه وړې

ټوله شرابخانه يې په ننداره وه او دغو دواړو د شراب په نشه کې لاهو د بېخودۍ په جهان کې سندرې ويلې، بيا دواړو نڅا پيل کړه، ځنګېدل، غورځېدل، لوېدل، څرخېدل، له سندرو سره يې لاسونه هم ښورول او اخير په نشه کې له ډېرې مستۍ هملته پر مځکه ولوېدل.

پاى

٢٩ نومبر ٢٠١٣م کال

کوټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب