پنجشنبه, جولای 29, 2021
Homeادبطنزونهد کورونا درمل (طنز) عبدالجميل ممتاز

د کورونا درمل (طنز) عبدالجميل ممتاز

بیګاه د کابل طبي پوهنتون پروفیسرانو د دغې څانګې تالار کې مطبوعاتي کنفرانس درلود. دوی د خپل میز تر شا یو غټ بېنر لګولی و چې پکې د کرونا وایرس د یوې شنې پاڼې په وسیله په منځ دوه ځایه ښودل شوی و.

ټول ناست خلک او خبریالان ورته حیران پاتې ول، نشرات ژوندي ښودل کېدل، د ملت انځورونه هم پر یو غټ سکرین راڅرګندېدل، د چا له خپلې کراچۍ نه سترګې را پاتې وې، چا په خپل موټر کې پر خپل سوک زنه ایښې وه او ماشومانو د کمرې مخې ته د سودا خلطې ښورولې، بوډاګانو خپلو سترګو ته لاسونه رپک کړي ول او را کتل یې…

مطبوعاتي کنفرانس پیل شو، مقدمه د پوهنتون له تاریخچې را پیل شوه، ډېره وغځېده، تر دې چې نږدې یوه پېړۍ عمر یې ټول بیان شو، روسته یو متخصص د شا بېنر ته لاس ونیو، ویې ویل: 《دا خو پیژنئ چې د دنیا لوی لوی طاقتونه یې هم مخه نشي نیولی. بل متخصص مایک ورکش کړ د هغه پاتې خبره یې وغځوله: 《او تر اوسه هیڅوک نه دي توانیدلي چې د دغې بلا د دفع کولو لپاره درمل جوړ کړي. مایک په نوبت بل ته ور تېر شو: 《خو د کابل پوهنتون طبي څانګه بالاخره د یو ستر تحقیق پایله کې د دې قهرمانۍ ویاړ ترلاسه کوي چې》. دا وخت څو لاسونه یو ځای له مایک نه چاپېریږي، خو مایک له ځایه هم نه ښوري، له لږ ځنډ لانجې روسته مایک پر همغه ځای پاتې کیږي، درې څلور سرونه پرې رانسکور شي او په ګډوله غږ سره پاتې خبره بشپړوي: 《د کرونا ضد درمل تشخیص کړي او دا درمل د تمباکو پاڼې دي》.

ناڅاپه یو متخصص ټوخي شین کړ، ملګرو یې ژر د معاینې آله تندي ته ور ونیوله، ټولو چغه کړه: 《هله کرونا دی تښتئ》.

ما هم منډه کړه، چې ګورم پښه مې کمپله کې ونښته او پړمخې بېرته په ځای کې ولوېدم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب