سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبعملي تنقيد| لیکوال: ائي اے رچرډز

عملي تنقيد| لیکوال: ائي اے رچرډز

PRACTICAL CRITICISM

By: I.A. Richards

تبصره: ډاکټر محمد علي ديناخېل

ايريا سټډي سنټر، پېښور پوهنتون

۶م اپرېل ۲۰۲۰

ليکوال: ائي اے رچرډز

په کتاب د تبصرې کولو نه اول ضروري ګڼم چې د ليکوال لنډه پېژندګلو وکړم ۔ ليکوال ائي اے رچرډز د نوي ادبي تنقيد په بنسټګرو کښې شمېرلے شي ۔ هغه په ۱۸۹۳ کښې پېدا شوے دے ۔ هغه په کلپټن کالج برسټن او مګډالن کالج کېمبرج کښې تعليم حاصل کړۀ ۔  په کال ۱۹۲۲ کښې هغه په کېمبرج کښې د انګرېزۍ لېکچرار منتخب شۀ او څلور کاله بعد د مګډالن کالج فېلو منتخب شۀ ۔ د ۱۹۳۹ نه بعد هغه په هارورډ يونيورسټۍ کښې د درس و تدريس په کار بوخت شۀ او په کال ۱۹۷۹ کښې ترخپل وفات کېدلو هم دغلته وۀ ۔ رچرډز لانديني کتابونه ليکلي دي ۔

  1. Coleridge on Imagination
  2. How to Read a Page
  3. Poetries and Sciences
  4. Principles of Literary Criticism
  5. The Meaning of meaning

دلته به مونږه د هغه په يو کتاب عملي تنقيد بحث کوو ۔

کتاب: عملي تنقيد

دا کتاب په ادبي مطالعې کښې د خوند پېدا کولو د پاره يو ګائېډ (لارښود) دے ۔ ليکوال د پوهنتون د انډر ګرېجوېټ لېول مختلفو طالب علمانو ته د انګرېزۍ د مختلفو شاعرانو نظمونه د لوستلو او په هغې د تبصرې د پاره ورکړل ۔ دا نظمونه د ليکوالانو د نومونو نه بغېر ورکړے شوي وو او طالب علمانو ته هم دا هدايات وو چې هغوي پرې خپلې تبصرې وکړي او د خپل نوم نه يې بغېر واپس جمع کړي ۔ دا کتاب په تجرباتي تحقيق بنياد لري چې د کتاب ډېټا (مواد) په دغه طريقه راجمع کړې شوې ده ۔ ليکوال د نقادانو (طالب علمانو) دا رائے په يوې منظمې طريقې سره د بحث لاندې راوستلي دي او د هغوي د خوښۍ نا خوښۍ وجوهات يې هم لټولي دي ۔

په دې طريقه ليکوال يوه تفصيلي مطالعه کوي او هغه عوامل او رکاوټونه معلوموي کوم چې په شاعرۍ د پوهېدلواو د تنقيد د لارې لوئے خنډان جوړيږي ۔ د ليکوال د وېنا مطابق د دې کتاب مغزاته هغه مختلف تفصيلي بابونه دي په کومو کښې چې دا بحث شوے دے ۔ دا اتۀ بابونه په داسې طريقې سره ترتيب شوي دي چې په شاعرۍ د پوهېدلو او تنقيد کولو باره کښې پکښې نوي تنقيدي تجويزونه وړاندې کړے شوي دي ۔ د دې اتو بابونو کار په شاعرۍ او تنقيد پوهېدل دي ۔

دا کتاب په کال ۱۹۲۹ کښې چاپ شوے دے ۔ ليکوال پرې دوه مخه مقدمه پخپله ليکلې ده ۔ دا کتاب په پينځو برخو کښې تقسيم شوے دے ۔  اوله برخه پېژندګلو ده ۔ دوېمه برخه “ډاکومېنټېشن” يعني دستاويزبندي ده ۔ په دې برخه کښې طالب علمانو په لسو نظمونو خپلې تنقيدي تبصرې وړاندې کړي دي په کومو چې ورسره د کتاب ليکوال په مينځ مينځ کښې خپلې خبرې هم شاملې کړې دي ۔ درېمه برخه “تجزيه” ده ۔ دا برخه په هغه  اتو  بابونو مشتمله ده کومو ته چې ليکوال د کتاب مغز وائي ۔  د دې اتو بابونو نومونه دا دي ۔

  1. The Four Kinds of Meaning
  2. Figurative Language
  3. Sense and Feeling
  4. Poetic Form
  5. Irrelevant Associations and Stock Responses
  6. Sentimentality and Inhibition
  7. Doctrine in Poetry
  8. Technical Presuppositions and Critical Preconceptions

د کتاب څلورمه برخه “خلاصه او پېشنهادونه” دي ۔ په دې برخه کښې درې حصې او درې ضميمې دي ۔ اولنۍ درې حصې دا دي ۔

  1. Culture in the Protocols
  2. The Services of psychology
  3. Suggestions Towards a Remedy

د کتاب په اخره کښې اشاريه ورکړے شوې ده ۔

لکه څنګه چې وړاندې ووئېلي شو چې د دې کتاب مقصد د شاعرۍ په مطالعه کښې خوند پېدا کول دي خو په دې کتاب کښې پخپله خوند په اول کښې نشته اولږ تر لږه زما په شان لوستونکے نۀ پوهيږي چې د کوم ځائے نۀ يې شروع کړم ۔ د کتاب ليکوال پخپله هم د دې حقيقت نه خبر ؤ نو هغه د کتاب په مقدمه کښې ليکلي دي چې هغه لوستونکي چې تجسس لري چې ما دا کتاب ولې وليکلو هغوي دې د کتاب څلورمه حصه اول ولولي ۔

په دې کتاب ليکوال اتلس مخونه پېژندګلو ليکلې ده کومه چې تر ډيره حده د کتاب په پوهېدلو کښې د لوستونکي مرسته کوي ۔ په دې پېژندګلو کښې د نورو ډېرو خبرو نه علاوه هغه د تنقيد په لار کښې د لسو مشکلاتو لنډ ذکر کړے دے کوم چې بيا په کتاب کښې په تفصيل سره ذکر شوي دي ۔ هغه لس مشکلات دا دي ۔

د شاعرۍ په ساده معنا د پوهېدلو مشکل ۔ ليکوال وائي چې ډېر کله عام نۀ بلکې ډېر پوهه خلق هم د شاعرۍ په ساده معنا نۀ پوهيږي او که داسې خلق بيا تنقيد هم کوي نو د هغوي د تنقيد لېول به څه وي ۔ دے وائي چې دغه قسمه خلق په شاعرۍ کښې د شاعر په احساساتو، د هغه په ټون او مقصد نۀ پوهيږي ۔

د شاعرۍ په حسي خواصو نه پوهېدل ۔ په شاعرۍ کښې د لفظونو ترتيب د غوږونو، ژبې ، تالو او نورو اعضاؤ د پاره هم يو خوند پېدا کوي ۔ او څوک چې دا حسي معنويت نۀ شي محسوسولے او برڅېره کولے نو دا هم په شاعرۍ د تنقيد په لار کښې يو خنډ جوړيږي ۔

منظر کشي ۔ امېجري د شاعرۍ اهم جز دے ۔ په لوستونکي کښې د منظر کشۍ د محسوسولو او په هغې د پوهېدلو او د هغې نه د خوند اخستلو صلاحيت هم پکار دے ۔ په مجموعي توګه شاعران د نورو خلقو نه ممتاز تخيلي صلاحيت لري ۔ بعضي لوستونکي داسې وي چې هغوي په شاعرۍ کښې د تخيل او د منظر نګارۍ په ځائے خصوصي نظر  وي او دلچسپي پکښې لري ۔ تر دې پورې چې بعضي لوستونکي خو د شاعرۍ د ښه او بد معيار هم منظر کشي ګڼي ۔

کله يو لوستونکے يو نظم لولي او د خپل تخېل، ماضي او د تجرباتو نه ورته څه خبرې رايادې شي او هغه د دغه نظم سره ډېر تعلق  نۀ لري خو د لوستونکي په ذهن حاوي شي او د تنقيد په لار کښې يو مشکل پېدا کړي ۔ دې کيفيت ته mnemonic irrelevances وائي ۔

سټاک ريسپانسز Stock Responses يوه بله مسئله ده ۔ د دې دا مطلب دے چې کله يو لوستونکے شاعري لولي نو داسې کيفيات راشي چې هغه لوستونکے بالکل خپل جذبات او احساسات وګڼي نۀ  چې د شاعر ۔ د دې مطلب دا دے لکه کله يو څوک ووائي چې بالکل زما د زړۀ خبره يې کړې ده ۔

يوه بله مسئله د جذباتيت ده چې کله يو لوستونکے خپلو جذباتو کښې ډېره مبالغه پېدا کړي ۔

د جذباتيت په مقابله کښې يو بل مشکل inhibition دے ۔ دا نسبتاً مثبت رجحان دے ۔ دا په اصل کښې د جذباتيت او د ډېرې سختۍ مينځ دے خو دې ته هم اکثر سختي يا د زړۀ سختي وائي ۔ مطلب چې کله شاعري څوک لولي او خپل احساسات او جذبات مينځ ته نۀ راولي نو دې کيفيت ته انهيبيشن وائي ۔ خو په دې هم تنقيد کيږي چې د دې سره بيا د ليوال داحساساتو او جذباتو صحيح ادراک نۀ کيږي ۔

نظرياتي تړون ۔ دا هم يوه مسئله ده چې د شاعرۍ معيار د خپلې نظريې په بنياد کوي ۔

کله چې مونږ يو څيز په يو شکل کښې وينو او هغه ائيډيل وګرځو بيا هغه شان هر څيز ته ګورو او که د هغه پېمانې نه لږ ردوبدل رامينځ ته شي نو بيا زمونږ په نظر کښې راغورځيږي دې عمل ته technical presuppositions وائي ۔ او دا هم د تنقيد په لار کښې يو خنډ دے ۔

کله کله د تنقيد يوه خاص نظريه لوستونکي کتلي وي او په هغه نظريه د هر ادبي ليک تلل کوي دې ته general critical preconceptions وائي ۔

ليکوال د دې کتاب د ليکلو په وخت کښې درې مقصدونه مخې ته اېښودي وو ۔ وړومبے چې په تنقيد کښې  يو نوے قسم د دستاويز بندي متعارف کړي ۔ دوېم د شاعرۍ د تنقيد د پاره د احساس او فکر په بنياد نوي تيکنيکس رامخې ته کړي ۔ درېم دا چې په يوه علمي طريقه په هغه څه خلق پوهه شي کوم چې خلق اوري او لولي ۔

نوټ: زما دا تاثرات د دې کتاب د منتخبو حصو د مطالعې په بنياد دي ۔ امکان لري چې ټول کتاب ولوستلے شي او نورې ډېرې د کار خبرې ترې راوځي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب