جمعه, مې 7, 2021
Homeادبشعرد اجمل تورمان پنځه غزلې

د اجمل تورمان پنځه غزلې

باران راګوري

اسمان ته ګورم، اسمان راګوري
ستورو کې غږ شو تورمان راګوري
مونږه کې څه دي؟ ساده غمي یو
ده کې پسات دی چې وران راګوري
سترګو ته وایه زړګی کړئ صبر
باران وریږي، باران راګوري
تاته اوبو کې خپل تصویر ښکاري
ماته اوبو کې جانان راګوري
ستورو کې غږ شو تورمان راګوري
ده کې پسات دی چې وران راګوري

روغ لیونی

یو زه یم پاتې لیونی په ښار کې
نور نو په خود دی هر سړی په ښار کې
پاچا په تخت دې د چا نوم لیکلی ؟
ای ! څوک به وګرځي ژوندی په ښار کې ؟
ها چې زما د سر قاتل، قاتل دی
په مایې مه کړه هرکلی په ښار کې
دوی بنګړیوالې هم تر خوا غوښتلې
ځکه بې شرنګه شو بنګړی په ښار کې
د ښار دا یو دود راته ډېر ګران دی
چې اجمل نشوم اجملی په ښارکې

غزل
لکه دا شپون صیب داسې ښه سړی یم
دا ستا د طبې، ستا د زړه سړی یم
ته مې بس مخې ته ولاړه اوسه
که در نېږدې شومه نو نه سړی یم
دا ستا د زړه د سړیتوب څه حدود ؟
که هسې نه یم نو په څه سړی یم ؟
زه له ماڼیو،څراغونو ستړی
موده به کېږي چې د غره سړی یم
دا ستا په اوښکو کې پیدا تورمان یم
دا ستا په سترګو کې رانجه سړی یم

غزل
د مودو مخکې کیسه مې زړه کې ایښې
یوه سوې کتابچه مې زړه کې ایښې
ته سروکې شه په زوړ رباب کې راشه
د حالاتو یوه ټپه مې زړه کې ایښې
بس یوه، یوه ګیله به درته شمارم
هو دا ځل او دا دفه مې زړه کې ایښې
ما چې زړه باندې لاس ایښی هسې نه ده
ستا په شانې معشوقه مې زړه کې ایښې
حادثه ده، حادثه مې زړه کې ایښې
د مودو مخکې کیسه مې زړه کې ایښې

غزل
نوم دې لیکم په خودکار په کتابچه کې
راسره چې ده ، د کار په کتابچه کې
چې رانشې او رانشې په وعده کې
چلیپاوې کړم کتار په کتابچه کې
ستا تصویر به په مینځوۍ پاڼه کې کېږدم
چې په نښه وي په تار په کتابچه کې
هو منمه چې دښار په مود مین یم
خو نه غشی، زړه، نه ښکار په کتابچه کې
د شنو سترګو یې هولي ده، رنګولي ده
ته وا ایښی مې بهار په کتابچه کې

1 COMMENT

  1. تورمان صیب دغژ له مخی دازادی رادیو له وخته پیينم خوشاعری می ورته نوه لوستی داخودیره ورانه شاعری کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب