جمعه, اکتوبر 22, 2021
Homeادبخاطر او خیبر| اسدالله غضنفر

خاطر او خیبر| اسدالله غضنفر

خاطر اپرېدی که اوس ژوندی وای ،څلور اتیاکلن به و خو ډېر عمر یې  ونه کړ، په ۱۳۴۸ لمریز کال کې د نهه دېرش کلونو په عمر وفات شو. دی په پښتو ادب کې د ملنګ جان غوندې عام پسنده مقام لري. سندرغاړې یې شعرونه په سندرو کې وایي،  چلوونکي یې بیتونه په موټرونو باندې لیکي او هغوی چې له ادب سره یې خاص تعلق هم نشته، د ده یو نیم بیت یې ممکن د څو لنډیو په څنګ کې د حافظې په کونج کې خوندي ساتلی وي. د ده د کلام په باره کې ویل شوي دي چې ښه موسیقي لري او د پوهېدا لپاره یې لوستونکی یا اورېدونکی نه په تکلیف کېږي.

خاطر د خیبر اوسېدونکی و او د ده په ښو بیتونو کې ځينې هغه دي چې خیبر پکې یادوي. خیبر د ده وطن و. د ځینو په نظر وطن هغه ځای دی چې د ماشومتوب خاطرې ورسره غوټه وي. یو بل چا ویلي وو چې چېرته په لومړي ځل میین شوې هغه دې وطن دی.

 د وطن په تعریف کې به اختلاف وي خو په دې خبره کې شاید اختلاف نه وي چې ډېر اثرناک ځای دی. د دنیا په اکثرو ژبو کې وطن له مور سره تشبیه کېږي. مور مهربانه او اولاد ته تر بل هر چا نژدې وي. د مور او وطن د ورته والي لا لویه وجه به ممکن دا وي چې په باورونو کې انسان له خاورو پیدا کېږي، لکه اولاد چې له موره زېږي.

 ارواپوهانو د بنیادم په پټو ارزوګانو کې د مور ګېډې او تر زېږدېدو له مخه جنیني حالت ته د ورتګ ارزو پېژندلې ده. د مړینې په وخت کې د وطن په خاوره کې د پټېدلو هیله هم د مور ګېډې ته د ستنېدو ارزو ته ورته بللای شو.

 د لرغوني روم په یوه پخوانۍ هدیره کې چې دوه زره کاله ورباندې تېر دي، د یوه قبر په ډبرلیک باندې لیکل شوي دي: « ده همدلته چې زېږېدلی و، د راتلو ارزو لرله.» او د ریګویدا په سرودونو کې چې څو زره کاله پخوا په لرغوني افغانستان او لرغوني هند  کې ویل شوي دي، اورو چې : « د خپلې مور، زمکې غېږ ته ورشه!»

 خاطر اپرېدی په خیبر کې زېږېدلی، په همدې سیمه کې ځوانیمرګ شوی او همدلته په خاورو کې پټ دی. د ده په شعر کې د خیبر ذکر بیا بیا راځي. خیبر د افغانستان او هند براعظمګي په تاریخ کې مهم مقام لري. مورخانو ( د هند وَر ) بللی دی. دا د تاو راتاو درو او  هیبتناکو غرونو هغه سیمه ده چې د دنیا د مشهورو فاتحانو زړونه پکې لکه د پاڼو رپېدلي او باج ورکولو ته اړایستل  شوي دي. خیبر د خپل تاریخي اهمیت په خاطر په پښتو ادب کې د ویاړ یو سیمبول دی.  خو خاطر اپرېدی چې د خیبر اوسېدونکی دی، د دې ځای په برخه کې ملي تجربه نه بلکې شخصي تجربه بیانوي او دا  په شعر کې یوه اضافه ده. ده ویلي دي:

چې اشنا دې پکې اوسي اې خاطره

خیبر وګڼه حرم که څو شډل دی

 

د خاطر رنګین غزل ته حیرانېږم

په دې خړ خیبر کې څه دي بې له خاورو

 

خاطره یار دې په خیبر کې اوسي

ټوله دره له سپېلنو ډکه شه

 

څو چې خدای راکړی نه وي نو به ژاړم

د خیبر فصلونه تل په بارانو شي

اې اشنا چې دې وطن ته ته رادرومې

خړ خیبر خو دې لیدلی زه به مړ یم

 د خاطر شعرونه په اول ځل د کابل پوهنتون استاد بریالي باجوړي له کسټونو څخه راټول کړل. بیا د نورو ورپام شول. ما پاسني بیتونه د باجوړي صاحب له کتابه را اخیستي وو.  ( د خاطر کلیات ) چې وروسته چاپ شوي ، په پاسنو پنځو بیتونو کې لومړی او پنځم بیت په بله بڼه خوندي کړي دي:

چې ګلفام یار پکې اوسي اې خاطره

خیبر وګڼه حرم که څو شډل دی

که نور هیڅ نه وي چې ما لره رادرومې

خړ خیبر خو دی لیدلی زه به مړ یم

 خاطر ډېره موده کابل ته تګ راتګ کاوه. دلته یې مالونه رانیول، په لواړګه کې یې خرڅول. دی چې د باغ ارم ربابي یا د لواړګینو په قول د باغېرم رباپي د حجرې ملګری او کلیوال و، شاعري یې د هغه د رباب له نغمو سره د کابل او پېښور تر منځ د پښتنو په حجرو کې  د سرې د اور غوندې چټکه خپره شوه. خاطر په دې سیمه کې ژوند وکړ او د دې سیمې په درو، دېرو او بانډو کې لا تر اوسه اورېدل کېږي.

هغه شاعران د ادب په تاریخ کې ژوندي پاتېدلای شي چې خپلې تجربې بیان کړي. خاطر اپرېدی که پاتېږي، اصلي وجه به یې دا نه وي چې کلام یې ښکلې موسیقي لري یا ډېر اسان دی، بلکې اصلي وجه به یې دا وي چې د خپلو تجربو خوندي کولو ته یې اهمیت ورکړی او د ژوند او چاپېریال په باره کې یې زموږ بصیرت زیات کړی دی. د ده د شعرونو خیبر د ده د خپلو تجربو خیبر دی.

2 COMMENTS

  1. د تاند ویبپاڼې ښاغلو چلوونکو،
    د استاد غضنفر صیب ډېره په زړه پورې او له معلوماتو څخه ډکه لیکنه مې ولوستله خو ماته ښکاري چې په لومړي پاراګراف کې د خاطر د نوم په ځای سهواً خیبر اپريدی ليکل شوی که تاسو يې اصطلاح کړئ نو ښه به وي .
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب