جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبلنډه کیسهجزا || ژباړن: هدايت الله هميم

جزا || ژباړن: هدايت الله هميم

له (روم) څخه (بندقيې) ته موټر روان شو، دنګې دنګې ودانۍ ورو ورو لرې كېدې، او په شنو فصلونوكې ډوبېدا، ترڅو چې په سپين لوګي پوښلي كوچني شپږګوټي ته ورسېد، بيانوره هم ښكته لاړه چې د افق څوكو ته ورسېده _ برونو_ په بېلابېلو شنو ونو كې خپلې سترګې خښې كړې وې، چې دشنې هوارې ځمكې په اوږدوكې يې خپل نفس آرام وليد،خپلې ځنګلې ته يې سر تكيه كړ او د موټر د آواز څخه يې غوږونه لږسپك شول، تريوې شيبې _برونو_ ته سمدلاسه دخوځنده (ملتون) شركت د مدير غوښتنه راياده شوه هلته چې دى كاركوي، او دمدير د ستاينې دا خبرې يې په ذهن راغلې:

`اي _برونو_ ستا اخلاص زما ډېر خوښ دى، او د كارونو په ترسره كولوكې ډېر بريالى ياست`..نو له دې امله مې دخپلو ملګروپه منځ كې (بندقيې) ته دتګ لپاره وټاكلې، چې هلته زموږ د ملتون يوه څانګه پرانيزې، او زما په اند به ته هلته كاروكولاى شې،چې زموږ د ملتون بنسټ زر تر زره كېږدې..

-برونو- د خپلې مخلصې ښځې –ماريا- پرېښودل نه هېرېدل، او خيل كوچنى زوى-باسيل- يې په وروستۍ شيبوكې څنګه مچي كاوه، نورې يې سترګې له اوښكو ډنډ شوې ځكه غوښتل يې چې خپله ښځه يې د حمل په شپو ورځوكې پخپله سمباله كړي،خودده په اړوند د ملتون د مشرناڅاپي پرېكړې.. او تل د مخكېوالي غوښتنه يې، او دخپلو ملګروپه منځ كې د مخكې لېوالتيا، داټولودى دې ته هڅاوه،چې د ملتون دمشر غوښته پرته له هېڅ څوښي موښي ترسره كړي.

(بندقيې) ته برونو ورسېد، او دمناسب ځاى په لټه كې يې ډېرځنډ ونه كړ، ترڅويې د ښارد لويې لارې په څنډه ځاى وموند، او د بنسټيز بدلونونو په چاروكې يې دوې اونۍ تېرې كړې، چې ځينې ځايونه ړنګ او په ځاى يې نور وړځايونه جوړكړي، .. دوې ستومانه اونۍ په خپلوكارونوبوخت وا،.. خو- برونو- خپل بنسټيز پېر طى كړى وا، چې له بهرني _ديكور_ … او د اعلان او وړ پټوڅڅه نورڅه نه وو ورته پاتې.

شوه شپه يې خپل ځان وزګار وليد، له ځان سره يې دچكرتړون وكړ،چې د ښار نامتوځايونه وويني، او د ستومانۍ پېټى له خپلو اوږو كم كړي، اودخپل مشر خبرو دى دې ته وهڅاوه،چې كاروغځوي او هماغه ووچې برونو د پو مست نهر له غاړې پريوه ښكلي خوړنځي ورپېښ شو، چې شاوخوايې د رنګارنګ ګلونود بويونوڅخه ټېك نه كېدا، دهغه ماخوستن مزه د برونو نه هېرېده، اود طبيعي مناظرو سره يې سترګې اشنا شوې، اود رنګارنګ ګلونو له بوى سېر يې خپله پوزه خړوبه كړه، له ډول ډول خوراكونوخوړلوڅخه وروسته يې د خپل شهوت پوره كولوته شوق وشو، شوت پرې غالب شو او خپله وفاداره ښځه يې هېره كړه.. او په خپل عيش ونوش كې ډوب لاړ….!

نورد –برونو- كارونه نېږدې سرته رسېدلي وواو دملتون څانګې اړتياوې يې پوره كړې وې، او دكارلپاره تيارشو، مازديګرمهال يې (روم) ته د بېرته تګ تابيا ونيوه اود اګسټ دمياشتې سوړماښام خپل تورمزي پراسمان راكشول، اوله بده مرغه چې دموټرمخكينۍ ښيښه يې دملتون د اعلان پټې ځړولوپه ترڅ كې ماته كړې وه، او نورد بدلون وخت ورسره نه وا، د سرېښ په پاڼه يې د ښيښې سورى پټ كړ، .. خو پاڼې ددې ځواك د نه لرلوچې د توپاني بادونو مخه ونيسي، دردوو -نكې هوا له ځانه سره د واورو يخې يخنۍ د ښيښې له سوري راوړله، نوربرونو ددې تاب رانه ووړ او خپل ځان يې په وړينه كمپله كې ونغښت، مګرهېڅ شكايت يې نه كاوه او موټرچلوونكي ته يې د مخكې تګ خبرې كولې،چې شين كهيځ (روم) ته ورسېدل..

د ملتون مشرد – برونو- له دې كوښښونو نورهم خوښ شو،چې دومره زريې د ملتون څانګه پرانېستله، او ددرو ورځولپاره يې اجازه وركړه، اويوڅه نغده جائزه يې هم وركړه..

_برونو_ مخكې هم له زكام سره عادت وو، خو ډاكتر ته يې د تګ اړتيا ونه لېده ځكه هرمهال تردرو ورځوپورې زكام ورته پېښېدا اوبيابه روغ شو، درى ورځې تېرې شوې مګر برونو نور هم په سخت شو، ټوخى يې په زياتېدوشو او نفس يې په تنگېدو وا، ورو ورو ورباندې چوملكتيا او زېړى څرګندېدا، اجازه يې درى ورځې نوره هم اوږده كړه … نوره يې ورځ خرابه وه ټوخى يې دوامداره شو تردې چې له خولې يې وينوهم پيل شوې ، اوډاكترته په چټكتيا سره لاړ، ګوندې د (سېل) ناروغي وي، مګرډاكتر ددې ډاډ وركړ،چې په سړه هواكې ډېر ګرځېدلى يې اوپه ټوليزه توګه يوه سخته نزله لرې، برونو خپله درملنه كوله خو بې ګټې وه، .. كمزورتيا وخوارځواكي يې په زياتېدو وه او د ډوډۍ اشتهايې په ختمېدو وه..
يوه شپه د (روم) په تلويزون كې دايډز ناروغۍ په اړه ځانګړى پروګرام راغى، دپروګرام وړاندې كوونكې ددې ناروغتيا لاملونه او سريزه خبرې پيل كړې، او نښې نښانې يې بيانولې، چې برونوله خپله ځايه پاڅيد،چې كټ مټ هماغه نښانې په ده كې شته ،.. او هغه شپه يې هېڅ سترګه ور نه وړه، او ډاروونكي آندونه يې ذهن ته راتلل ، اوخپله پايله يې كرغېړنه انځوركړه، كه پدې مهلكه ناروغتيا اخته وي، ګهيځ يې خپلې ښځې ورته وويل:
– بل كوم ډاكترته لاړشه چې ناروغتيا د نوره هم سېوا كېدونكې ده اې برونو!
– اوس ځم

شُوك په شُوك له ډول ډول آندونو سره له كوره ووت، او د روغتون په خوا روان شو، خپله وينه يې وازمېيله، كله يې چې پايله ترلاسه كړه، پدې ډاډمن شو چې رښتيا چې په ايډز ناروغتيا ككړ دى، سترګو ته يې تورې ورېځې گډېدلې، كنگس كنگس كېدا نېژدې ووچې پرځمكه راپرېوزي، كه يې ځان نه واى راټينګ كړى، او دېوال ته يې نوره ډده ووهله، ..وارپه واريې د خپلې معاينې پاڼې ته كتل، ځواكمنو دردونو يې زړه ښوراوه…
بهرووت چې يوې ټوليزې باغچېته د لرګيو په چوكۍ كښيني، او پخواني يادونه يې دخيال په څپو آوښتل راآوښتل، ترڅو يې خپل ځان په ( بندقيې) كې له هغې فاحشې سره وليد.. او دتلويزون د نطاقې خبرې يې راپه ياد شوې، لكه چې ده ته مخاطبه ده، خپلې شونډې يې ترغاښولاندې كړې او غاښ چيچى يې پيل كړ، او ددې آرزو غوښتونكى شو،چې يوځل (بندقيې) ته لاړ شي او هغه ښځه ووژني… اوپه خيال كې يې دخپل ځان هغه انځور راغى،چې كله د ملتون مشر ته وردننه شو او خپلې سورورې مټې يې نغښتې وې، انگي يې لكه راټوكېدلي گلان غوندې ښكارېدل، او خپل ځان يې ددفترپه دروازه يې ليدا، اوپه خپل تكبركې يې څوك نه ليدل، دې حالت نورهم ودرداوا، خپلې پښې يې كشولې خپل ځان داسې ورته ښكارېده كله چې له مخ څخه يې ويني څاڅي، او سترګې يې نورې راوزي، او نفس نه شي اخيستى.. او دنطاقې د وينايې هم په زړه شوه،چې: دغه ناروغي غالبا چې د ناروغانو ښځې اولادونه آن تردې،چې د ميندوپه ګېډوكې ماشومان هم پرې اخته كېږي.. خپله ښځه يې په زړه شوه،چې هغه هم پرې مبتلاده… او ګران زوى (باسيل) چې ټوخى يې سېوا شوى اوله خولې څخه يې وينو سركړى، نوريې له سترګو سېل سېل ګرمې اوښكې راتويېدې، او ددوكان مخته ودرېدچې وژونكى څيز ترلاسه كړي،.. ډول ډول تومانچې يې په لاس كې اړولې رااړولې چې يوه يې پكې خوښه كړه، او پينځه كارتوس يې پكې ځاى كړل، او دخپل كور په لور روان شو، چارند ځواك يې پيداشو، كورته ننوت، ددې احساس يې وكړ،چې هرڅه يې مخې ته ګډيږي، دكورتوكي، پردېوال ځوړند انځورونه، آن تردې،چې د مصنوعي ګلانو پاڼې يې مخې ته هغه دغه كېدې، دخپلې ښځې په لټه كې شو چې په پخلنځي كې يې ولوښو په مينځلوبوخته ومونده، ښځې يې پرته له دې،چې ورته وګوري ترې وپوښتل:

– ډاكترڅه درته ويل؟
– په ځواكمن غږ يې ځواب وركړ… ويل يې چه ښه يې

اوخپله تومانچه يې نوره راوايستله او دښځې په ككرۍ يې كېښوده او ماشه يې ټينګه كړه ښځه يې راجګه شوه خوبې ګټې اوپه خپلووينوكې پرته وه او ده ته يې په رډو رډو سترګو كتل.. او نورې يې سترګې دتل لپاره پټې كړې،بياد خپل زوى باسيل كټ ته ورغى،چې په سترګويې اوښكونور وارنه كاوه، زوى يې په خپل نازنين خوب كې غرق وليد پرې ورټيټ شواويوځل يې په شوق او مينه مچي كړ، بيايې تومانچه په سينه وركېښوده اوسترګې يې پټې كړې، ماشه يې پرې ټينګه كړه او نوريې مخ بل خوا تاو كړ، اوداسې ژړايې پيل كړه تاوچې، زړه يې وچاود، اوځيګريې دوې ټوټې شو، اونوريې خپل ځان ته هم مهلت ورنه كړ، او تومانچه يې د خپلو سترګوترمنځ كېښوده، او سترګې يې پټې كړې، او ماشه يې كېكاږله، اوپړمخې راوپرځېد، اوله سرڅخه يې وينې بهېدلې، ده په خپل موټركې يوه داسې پاڼه پرېښې وه،چې پرې ليكلي يې وو:

(پدې چې زه ډاډه شوم چې ايډزيم، خپل ځان مې وواژه او دكورنۍ غړي مې چې په خيال كې راغلل هغوى هم پدې ناروغۍ ككړوو، نوهغوى مې هم ووژل چې ددغوسزا اوږد سفرورته لنډكړم)-
جمعه – جغتو-كلانده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب