شنبه, مې 15, 2021
Homeادبلنډه کیسهضروري کار | ګل رحمن رحماني

ضروري کار | ګل رحمن رحماني

    خپرونې ته لاشل دقیقې پاتې وې چې د راډیو مشر خپل دفتر ته ور وبللم او د معمول خلاف یې بې له سلامه خبرې راسره پیل کړې 
څنګه مېلمه دې ډېر ځنډ ونه کړ؟
  ساعت ته مې وکتل، رښتیا هم له کړې وعدې نه یې لس دقیقې تېرې وې.

 ځواب مې ورکړ
راځي، شاید په لاره کې څه ستونزه ورته پیدا شوي وي، په دې ورځو کې ګڼه ګوڼه زیاته وي، خو خیر دی،  د تشویش خبره نه ده، باوري یم راځي، کلکه وعده یې کړې، بیا د هغه خپله ګټه ده،کاندید دی او په څنګ څنګ کې به خپل تبلیغاتي اهداف هم بیانوي .
 مدیر سر وخوځاوه او له خپل کمپیوټر سره بوخت شو
سمه ده ورځه، خو بیا هم یو زنګ ورته ووهه چې هېر یې نه وي او خپرونه پاتې نه شي، کمیسیون واله به خپه شي.
زه هم راووتم، له سټډیو مې زنګ پسې وکړ، ځواب یې راکړ
ضرور کار راته پیدا شو، نه شې کېدی چې پروګرام بل وخت ته وځنډوې؟  ځکه دلته یوڅه قومي مشران زما ملاقات ته راغلي، باور وکړه له خلکو تر پزې راغلی یم، دومره دروند مسولیت یې زما په غاړه را اچولی چې اوچتول یې د زمري زړه غواړي، خو خیر دی، د ولس خدمت هر وخت ثواب لري .
ځواب مې ورکړ.
  صیب اوس مې اعلان تېر کړی چې نن تاسې ښاغلی مېلمه یاست، خلک درنه ځینې پوښتنې لري، باید ځواب ورکړې، ټول ښار ستا پوسټرونو او عکسونو نیولی دی، موږ هم په دې خپرونې ته رامېلمه کړی یې چې ستا د غونډو او ویناګانو څخه خلکو خبر کړي یوو.

 په مبایل کې یې خوږه خندا وکړه او خبرې یې وغځولې

     د دوستانو دې کور ودان وي،  زه په ځان خبر نه وم دوی مې لا وخته پوسټر چاپ کړی وي، ان زما د جهاد د وخت عکسونه یې په کې چاپ کړي، باور وکړه که ما یو ډالر هم لاتر اوسه ورباندې مصرف کړی وي، بله دا…
خبرې مې یې ورپرې کړې
صیب که همدا اوس حرکت را وکړئ مهرباني به مو وي چې یوازې پینځلس دقیقې پاتې دي
لهجه یې یوڅه نرمه کړه
  -خبریال صیب درځم خو  ومو نه ویل چې خپرونه لایف ده که ثبتوې یې ؟
-نه، نه ژوندۍ ده، پوره نیم ساعت وخت نیسي.

لږ جدي شو او بله پوښتنه یې وکړه
-خلک هم زنګ وهي ؟
-هو نو ښاریان پوښتنې لري
-زما په اړه؟
-هو ته به ځواب ورته واي .
سوړ غوندې ځواب یې راکړ
-کومه خبره نه ده، ما په ډېرو لویو غونډو کې هم ویناوې اورولې، دا دي در روانېږم له خیره.
    اړیکه يې پرې کړه، زه هم لاړم د خپل مېز شاته کېناستم، د مېز په سر مې د هغه پروت کارت را واخیست، عکس ته مې وکتل، په عکس کې معلومېده چې د یوې غېږې مایکونو شاته ولاړدی او یوې لویې غونډې ته ویناکوي ، سخته او جدي څېره یې نیولې ده.

     کارت مې ګوزار کړ، زر مې د خپلو پوښتنو لست را واخیست چې هسې نه چېرته په کې له کومې ستونزې او ابهام سره مخ شم. سکرټر یې راته ویلي وو چې بیخي سره لمبه دی، له ژبې یې اور بادېږي، د ولسي جرګې لپاره په دې ښار کې ترهغه بل غوره کس نه پیداکېږي، زموږ د دفترله مشر سره یې هم ملګري وه، ځکه یې راباندې ټینګار کاوه چې پوره تیاري ورته ونیسم، ما هغه وخت دومره نه ګڼله خو اوس مې چې د سټېج په سر د هغه دا عکس ولیده، نو باور مې راغی چې کاندیدصیب رښتیاهم همغسې دی.

    په پوښتنو مې له سره نظرتېر کړ کمزورې او بې ربطه پوښتنې مې لرې کړې، له المارۍ نه مې د اساسي قانون او ټاکنو قانون دوه کتابونه هم د خپل اغېز ډېرولو لپاره را واخیستل، لاپنځه دقیقې نه وې تېرې چې زنګ راغی
وا لکه زرکوه، د دفتر په دروازه کې ولاړ یم .
    په منډه ور ووتم، د دفترد مخې کوڅه ټوله د هغه ساتونکو او ورسره راغلو ملګرو موټرو نیولې وه، له یوه نوي ماډل موټر څخه را ښکته شو، دوه مبایلونه یې لاس کې وو او برچپک وسله وال زلمي ورسره  ولاړ وو، زموږ راډیو ته به چې د پارلمان وکیلان را تلل، په همداسې سټایل کې به وو، خو زما مېلمه کاندید لا سر له اوسه هغسې ځان جوړ کړی و.

    ستړي مه شي مې ورسره وکړل، یوازې دوې ګوتې یې راکړې، په لاس کې یې درې نور مبایلونه هم کلک نیولي وو، د رییس د دفتر خواته لاړو، هغه هم مخکې له مخکې هر کلي ته راوتلی و، خو وخت کم و او د تخنیکر په غوښتنه د سټوډیو په لور روان شوو، د ژوندي نشر په خونه کې مې مبایلونه ورباندې بې غږه کړل، کتل مې چې لاسونه یې رېږدي، په رنګ کې یې بدلون راغی، 

خوله یې غوږ ته را نږدې کړه

وبښه، خپرونه لایف (ژوندۍ) ده؟

ما لا ځواب نه و ورکړی چې بله پوښتنه یې وکړه

خلک هم زنګونه وهي؟

ځواب مې ورکړ

هو صاحبه!

-ولې یې وهي! نو څه فایده؟

وروستۍ خبره یې په عجیبه اکټ وکړه، ومې خندل او ورته ومې ویل
صیب، ما خو اول درته ویلي وو چې خپرونه لایف ده او دا مو د اورېدونکو د پوښتنو لپاره لایف کړې، د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر یې هم تعقیبوي.

په رنګ کې یې ژېړوالی لا زیات شوی او راته ویې کتل
ولې لایف ده ؟څه ضرور؟
د خپرونې لپاره یوه دقیقه پاتې وه، د ساعت د سر خبرونه خلاص شول، تخنیکر اشاره وکړه چې مایکونو ته کېنو، ورته ومې ویل

 راځئ صیب خپرونه پیلوو
  زما په لاس کې یې د اساسي قانون او ټاکنو قانوق جیبي کتابونو ته وکتل او بیایې دېواله ته مخ واړوه، مبایل یې غوږ ته کړ، چاته یې څوخبرې وکړې او په وار خطا انداز را نږدې شو
ښاغلیه! نه شي کېدی چې دا مرکه کومه بله ورځ وکړو؟

په حیرانۍ مې ترې وپوښتل

ولې اوس؟ خبره تیاره جوړه ده، کار خلاصوو، بیا ستاسې کارونه هم زیات دی، موږ هم بل کاندید را بولو چې خبرې ورسره وکړو.

     نه داخبره نه ده، ډېر ضروري کار راته پیدا شو، یو زوی مې موټر وهلی، په شفاخانه کې بیستر دی، باید یو ځل ورشم او ډاکټران ورته وګورم، همدا اوس په مبایل خبر را ورسېد.
      پرته له دې چې زما خبره واوري، د سټوډیو له له دویمې خونې راووت، یوازې پاتې شوم، له تخنیکر سره له څه خبرو وروسته ورپسې ورغلم، خو هغه له عمومي دروازې هم وتلی و، په موټر کې سپور شو، زما په لیدو یې لاس اوچت کړ او د ملګرو په بدرګه روان شو.
    دفتر بېرته ته ناهیلي ستون شوم، رییس هم تعجب و چې ولې خپرونه نه پیلېږي، ټوله کیسه مې ورته تېره کړه، هغه هم شکمن شو، فکر یې کاوه چې ښايي ما به کومه داسې خبره کړې وي چې کاندید صیب ورباندې خپه شوی او بېرته تللی دی، خو زما د حالت په لیدو یې لکه قناعت وکړ، په خپل کار لګیا شو او یوازې دومره یې وویل

  بلا ورپسې، سیاست او تجارت ډېر فرق لري…

        یوه شېبه ناست وم، د ناکامۍ احساس مې کاوه، راډیو کې کومه تکراري خپرونه پیل وه، وخت پوره و، اجازه مې واخیسته او له دفتره ووتم، پلی روان وم، زموږ د کور لاره له یوه پارک تېرېده او زه به هم هر مازدیګر یوه شېبه په کې تم کېدلم، نن بیا هم ورته تم شوم، خلک هره خوا له خپلو ماشومانو سره په لوبو بوخت وو، خو زما لپاره یې نن جذابیت نه درلود، ذهن مې ټول همغه کاندید ته له غوسې ډک و او د هغه پر ضرور کار مې لعنتونه ویل.

     سر راباندې وګرځېده، په یوه سیمنټي څوکۍ کېناستم، د پارک په وړاندې کونج کې مې په کاندید صیب سترګې ولګېدې چې له خپلو ساتونکو سره په خندا روان دی، څو ګلالي ماشومان هم ورپسې په مستیو روان  دي او هره خوا خلکو ته د خپل کمپاین کارتونه وېشي.

۱۳۸۹، د زمري ۳مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب