جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبناولیوه خبره (ناول) نصیراحمد احمدي

یوه خبره (ناول) نصیراحمد احمدي

( ١ )

تياره وه. سړي ګړندي ګامونه اخيستل. له کلي ووت. شمال لور ته پراخه دښته په مخه ورغله. دښته او اسمان، دواړه يولاس تک تور وو، يواځې رڼو ستورو سره جلا کول.

سړي يوه شېبه مزل وکړ، ځای ځای به په واوره وخوت، له بوټونو به يې کرښنده اواز پورته شو، نور هيڅ هم نه اورېدل کېدل. کله کله به يې د شغالانو انګولا په زړه ننوته.

پاو ووت. ستورو دومره رڼا کوله چې سړی د کارېز د سپرغې ( څاه ) پر سر د لرګي لوی څرخ ته  ودروي.

سړي څرخ تاو کړ. غنجا شوه. ده څه نه ليدل، خو په دې پوهېده چې پر څرخ د تاو شوي پړي سر، لاندې سپرغي ته کښته کيږي.

شېبه وروسته يې پړي ته ټکان ورکړ. لاندې د اوبو چړپا شوه، پړی د کاريز تل ته رسيدلی و.

سړي بوټونه وايستل. د پړي پورتنۍ برخه يې پر څرخ تاو کړه. پړۍ يې ونيو، پر لاسونو يې زور راووست. پښې يې سپرغې ته ور وغزولې، په هوا کې ځوړند پاتې شو.

سړي موټ_ موټ پړی خوشی کاوه. دی  لاندې روان و، شېبه وروسته يې پر لوڅو پښو سړې اوبه ور واوښتې.

سړي د خپل پنډ کوټ جيب ته لاس کړ. لاس يې راويست، د لاسي بتۍ  سپينه رڼا په رڼو، روانو اوبو ولګېده.

کړوپ شو. په اوبو کې مخ پورته لاړ. خولۍ يې د کارېز د تونل له پاسنۍ برخې وړې لوټې رابېلې کړې. ورمېږ يې لندو خاور ونيو.

ده په احتياط ګامونه اخيستل، ځای ځای به اوبه ژورې شوې. پر ځنګنو به يې راواوښتې. بيرته به  بېډيو ته  ټيټې شوې. دی ورو ورو مخکې ته. کله کله به سپينه رڼا د اوبو څاڅکو ته سيخه شوه. څاڅکي د کارېزه د تونل له پورتنيو لندو خټوڅخه را څڅېدل.

يو ځای ودرېد. د مور خبرې لړزه پرې راوسته.

((  شېرمامده زويه! پام کوه! کارېزونه درانه دي، پټې بلاوې دي خدای پټې لري. ))

ناڅاپه يې چيغه کړه! ښی پښې ته يې ټکان ورکړ، اوبه وچړپېدې، د بتۍ په رڼا کې يو غټ ماهی پورته روان و.

سړي وخندل، زړه يې سره راټول کړ، په زوټه ( زوره ) يې وويل:

_هيڅ هم نه شته! هيڅ هم نشته، هيڅ…
د ې خبرې د کارېز په تونل کې انګازې خپرې کړې، خو دی پوهېده چې پر تندي يې مړې خولې راماتې دي.

يو دم يې خوسا بوی پر سپږمو ننوت. بوی ډېر شو، په کارېزه کې د خرابې شوې غوښې بوی  ته.

دوه_ درې ګامه ليرې، په اوبو کې چړپا شوه.  رڼا پر هماغه ځای ولوېده، له رڼو اوبو د غوټه ماهيانو شاهپرونه راوتلي وو،  اوبه يې څيرلې،  مخ پورته روان ول.

سړي پزې ته لاس ونيو، ور مخته شو. يو ځوان  ځوړند سر ناست و. اوبه يې پر غزيدلو ورنو روانې وې، ملا يې د کارېزه پر دېوال پورې نښتې وه، تر غاړې يې نری نايلوني پړی تاو و.

سړي ورو د هغه کيڼ لاس له اوبو راپورته کړ، پر ګوتو يې دوې غټې ګوتمۍ ښکارېدلې، ګوتميو ژېړه رڼا کوله.

سړي په بېړه ګوتمی راويستلې، لاس يې پرېښود. جسد ړنګ شو، له اوبو  چرمي بټوه راووته،  بوی تېز شو،  تونل د کانګو او استفراق غږ ونيو، سړي وګرځول، بټوه يې د اوبو له سره ورپورته کړه. اوبه پاش شوې، ده مخ کښته ګړندي ګامونه واخيستل.

( ٢ )

په عمر پخې  ښځې وويل:

_شېر مامده زويه!  سره غرمه دې کړه!

کوم غږ يې وانه ورېد

ښځې د بړستن پيڅکه وښويوله، وړې کڅوړنې سترګې يې رډې راوختې.

د پراته سړي سترګې پټې وې، په پکه ککرۍ پورې نښتي تار تار وېښته يې لانده ښکارېدل. پر لمر وهلي تور تندي يې څاڅکې_څاڅکې خوله پرته وه. ده په تيزۍ سره ساه اخيسته، ارتې، غټې سپږمې يې کښته پورته کېدې

ښځې په بېړه د هغه پلنې اوږې ته ټکان ورکړ، د سړي زګېروی شو، پر اړخ راواوښت، د ورمېږ له لندو پيچلو ويښتو يې د خولو تروش بوی پورته شو.

ښځې د سړي پر غاړه ګوتې کېښودې، ګوتو يې لوند تودوالی احساس کړ.

ښځه په بيړه ولاړه شوه. په دالان کې يې خړ ديوال ته ولاړ ګړی کوږ کړ، پر نکلي جام اوبه را واوښتې.

بېرته راغله، شېبه وروسته د سړي پر تندي لنده ټوټه پرته وه. سړي تېزه تېزه ساه وهله.

ښځې ورو وويل:

_شېرمامده زويه! څنګه يې؟

کړپ شو. لس_ يولس کلن هلک د کوټې په وره کې ودرېد، په خوشالی يې وويل:

_لا لا! په ډب کې هيلۍ ناستې  دي.

يو دم يې شونډې وځړېدې، ورغی، د ښځې تر څنګ خواشينی کېناست، سړي ته يې وکتل، ورو يې وويل:

_تبه يې ده؟

ښځه ولاړه شوه، په کونج کې د ايښې زاړه لرګين صندوق پله يې پورته کړه. هلک ته يې د لسو روپو نوټ ونيو، ورو يې وويل:

_د کلي له دوکانه د تبې ګولۍ راوړه.

د هلک  په جيب کې  پرتې مردکۍ وټکېدې، په منډه له کوټې ووت.

ښځې د سړي د تندي ټوټه بدله کړه، سړي خپلې وړې  سترګې رڼې کړې، پتري نيولې خړې شونډې يې وخوځېدې، په زګيروي يې وويل:

_څه وخت ده؟

ښځې د وړې کړکۍ خيرنه پرده پورې وهله، سړي خپلو سترګو ته لاس ونيو، په غوسه يې وويل:

_لمر د سرای ( حويلۍ ) مينځ ته رارسيدلی.

ښځې په خواره خوله وويل:

_تبه دې وه، نه مې شوای راپورته کولی.
د سړي تندي ګونځې پيداکړې:

_ادې! زه بايد کارېز وکېندم.

ښځه په خبره کې ورولوېده:

_نور کليوال هم شته!

سړي سړه سا ويسته، ورو يې وويل:

_ دوه نيم سوه اوغانۍ ( افغانۍ ) مې له ګوتو ووتې!

څنګ ته ايښی بدنۍ يې ورپورته کړه. دوه_ درې غوړپه اوبه يې تر ستوني تېرې کړې، ناڅاپه يې وټوخل، کانګو واخيست. مور يې په بيړه ولاړه شوه. چلمچي يې راووړ. سړي خپله خوله پکې ونيوله. ويې نه ګرځول. بېرته ستوني ستغ پرېووت. ورو يې وويل:

_دا اوبه مو له کوم ځايه راوړې؟

مور يې په حيرانی ورته وکتل شونډې يې وخوځېدې:

_له کارېزه!

سړي ورمېږ کوږ کړ، په چلمچي کې يې خوړ وهل.

ښځې چلمچي د باندې ويست.

سړي په خپله خوله د بړستن پېڅکه تېره کړه. تر بالښت لاندې يې لاس ننه ايست. سترګو ته يې دوې د سرو زرو ګوتمۍ ودرېدې. شنه غمي پکې ټومبلې ول.

د دروازې کړپ شو. سړي په بيړه ګوتمۍ تر بالښت لاندې کړې. ښځه راغله، پر پلاستيکي فرش يې توره  چايجوشه کېښوده.

سړي چايجوشې ته وکتل، له څوښکي يې مړ تاو راووت. ويې ويل:

_له کارېزه اوبه مه راوړی.!

ښځې په حيرانی ورته وکتل.

سړی وارخطا شو:

_ما، ما ويل چې کارېز پاکيږي. اوبه به يې خړې وي.

ښځې وخندل، د خپل خيرن ټکري پيڅکه يې د پيالې پر ژۍ تېره کړه. ورو يې وويل:

_کارېز ته مازديګر ناوخته لاړم، خړه ناسته وه. پاکې، سوتره، رڼې اوبه دي.

هلک کوټې ته ورننوت، ورور ته يې وکتل، تندی يې ورين شو. په خوشالي يې وويل:

_لالا! تبه دې ښه شوه!!!

سړی غلی و. .

هلک وويل:

_وېرېدلی يې، شونډه دې وتلې ده.

ښځه په خبره کې ورولوېده:

_ګولۍ دې راوړې؟

هلک يو پاکټ ګولۍ په غولي کېښودې. بېرته يې سړي ته وکتل، په خوند يې وويل:

_لالا! په ډب کې  هيلۍ ناستې دي.

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_باز مامده!  ورور دې  ناروغه دی! مه يې پاذابوه.

هلک غلی شو، شېبه وروسته يې د خواست په ژبه وويل:

_زه به يې وولم.

سړي مړاوي وخندل:

_نه! په ټوپک به ژوبل شې.

_نه ژوبلېږم. زده مې ده، غټې هيلۍ دي.

ښځه په خبره کې ورولوېده:

_غوا تږې  ده.

هلک د بسترې پر سر پراته ښکاري ټوپک ته وکتل، ولاړ شو، وره ته لا نه و رسيدلی چې سړي پسې ورغږ کړ:

_کارېزه ته يې مه بيايه!

ښځې په حيرانۍ ورته وکتل.

سړي وويل:

_اوبه د جومات له بمبې ورته راوړه!

ښځې  له تورو چايو ډکه پياله  د سړي تر څنګ کېښوده. ورو يې وويل:

_دا پسې وخوره!

سړي هغې ته وکتل، په تور غروي کې يې سپينه ګولۍ ښکارېدله.

سړي ګولۍ ور واخيسته، خولې ته يې واچوله، ويې ټوخل  ګولۍ يې په ستونې کې وچه ودرېده. .

ښځې وويل:

د چايو غوړپ پسې وکه!

_نه ! نه يې څښم.

ښځې دسترخوان پرانيست، څو نري پاستي پکې پراته ول. سړي د پاستي څنډه ور پرې کړه، ويې ژدويله، ګولۍ له ډوډۍ سره يو ځای له ستونې تېره شوه.

ښځې بله پياله  ډکه کړه. سړي په بيړه وويل:

_دا چای د څښلو نه دی .

ښځې په حيرانۍ ورته وکتل. پياله يې شونډو ته ور وړه.

د سړي تندي ګونځې پيدا کړې:

_اوف! څنګه درته ووايم، د کارېزه اوبه مردارې دي.

د دروازې کړپ شو. هلک په ستړي غږ وويل:

په کارېز کې يې مړی وموند.

پياله کږه شوه، ښځې ټوپ کړل، اوږه يې وسوځېده، په بيړه له کوټې ووته.

سړی نېغ کېناست، بالښت يې ليرې کړ، دوې ګوتمۍ او چرمې بټوه يې ور واخيستل، بټوه يې پرانيسته، څو خړ نوټونه پکې ښکارېدل، ويې نه پيژاندل،  نوټونه لانده ول. سړی په منډه له کوټې ووت، ګوتمۍ يې جيب ته واچولې، بټوه يې هم ديوال ته نږدې  لمر ته تر ايښودل شويو وچو وښو لاندې کړه. په بېړه له انګړه ووت.

( ٣ )

شېرمحمد ساه نيولی سپرغي ته ورسېد، ډله کليوال راټول ول، لويانو سپرغې ته کتل، ماشومان هم د  لويانو تر مينځ په داسې چولو پسې ګرځېدل چې له هغه ځايه سپرغه ور مالومه  شي. شېبه وروسته د څرخ د تاوېدو غږ شو، مخکې ولاړو خلکو خپلو پزو ته څادرونه ونيول، ډله شا ته شوه، دوو پياوړو کليوالو پړي ته لاس ور وغځاوه، سلامت جسد يې راويست.

له بويه ټېکه نه کېده. جسد يې سپرغي ته نږدې پر خړه ځمکه پريېست، غاړي ته ورلوېدلی پړی يې خلاص کړ، د مړي ځنګنونه شخ پاتې وو.

شېرمحمد په خړه ځمکه کېناست، کلي ته يې وکتل، د  خړو کورونو بامونه تور، شنه او زرغونه ښکارېدل، له ښځو ډک ول، د ديوالونو سيورو ته واوره پرته وه.

تر څنګ يې يو څادر ولوېد. يو ډنګر سړی پر څادر کېناست. ورو يې وويل:

_ موږ له همدې کارېزه اوبه څښلې!

شېرمحمد غلی و.

سړي وويل:

_ماته خو دا مړی د ډېر وخت ښکاري. بوی يې کړی، د پښو ګوتې يې شړېدلې دي، داسې لکه ماهيانو چې خوړلې وي.

سړی غلی شو، شېرمحمد ته يې وکتل، په حيرانۍ يې وويل:

_وه هلکه! روغ نه ښکارې!

شېرمحمد د خپل پټکي شمله په خپله لنده، توره ټنډه تېره کړه. وچې شونډې يې وخوځېدې:

_تبه مې ده.

يو غږ واورېدل شو:

_څه نشته!

دواړو جسد ته وکتل، يو کليوال د مړي جيبونه لټول.

بل وويل:

_جيبونه يې خالي دی، کوم کاغذ ماغذ نشته،  پيژندلای يې نه شو.

يو بل کليوال راغی، پايڅې يې لندې وې، له لاسونو څخه يې سوړ بوی لټېده.

پر څادر ناست کليوال وويل:

_څنګه مو پيدا کړ؟

نوي راغلي سړي وټوخل، شونډې يې وخوځېدې:

_نن زما وار و،ساعت  مخکې کارېز ته ورکښته شوم، خوسا بوی و، پورته لاړم ، مړی مې وليد.

نوی راغلی سړی غلی شو، شېرمحمد ته يې وکتل، ورو يې وويل:

_تېر مازديګر خو ته کارېزه ته ورکښته شوې، پام دې نه شو؟

شېرمحمد د (  نه  ) په بڼه سر وخوځاوه.

هماغه سړي وويل:

_سپږمې خو دې غټې دې ، بوی يې نه درته؟

شېرمحمد په غوسه ورته وکتل. دواړه کليوال موسک ول.

 

( ٤ )

شېرمحمد په چوتره کې لمر ته ناست و، ګوتمۍ يې سره اړولې ، بټوه يې په لمن کې پرته وه. د مور غږ يې واورېد:

_بالښت دروړم.

شېرمحمد څه ونه ويل. هماغسې يې ګوتميو ته کتل.

درب شو، بالښت ولوېد، له پلاستيکي فرشه مړې خاورې پورته شوې. سړي په بيړه د لاس ګوتې سره وروستې.

ښځې وويل:

_کوم درک يې ونه لګېد؟

ځواب يې وانه ورېد.

ښځې په حيرانۍ خپل زوی ته وکتل. په زوټه  يې وويل:

_تبه دې څنګه شوه؟

شېرمحمد ټکان وخوړ:

_څه ؟

_تبه دې څنګه شوه؟

_بد نه يم، پيتاوی ښه راباندې ولګېد.

ښځه د هغه تر څنګ کېناسته، شېرمحمد پښې ور ټولې کړې، پر بټوه د اوږدې لمنې پيڅکه پرېوته.

ښځې په خواشينۍ وويل:

_کوم درک يې ونه لګېد؟

_نه! هيچا هم نه پيژانده، خراب شوی و، د کلي په هديره کې مو امانت خاورو ته وسپاره.

ښځې وويل:

_له سهاره دې څه نه دي خوړلي، چای درته راوړم، د څاه اوبه دي،  له جوماته مې راوړې

شېرمحمد د ( هو ) په نښه سر وخوځاوه.

ښځه ولاړه شوه، د خړو کتار کوټو خواته يې ګام واخيست، يودم ودرېده، زوی ته يې وکتل، په حيرانۍ يې وويل:

_ته پوهېدې چې په کاريزه کې مړی دی.

د سړي ژبه بنده شوه:

_نه، زه، زه

ښځې وويل:

_سهار دې د اوبو په څښلو زړه  راډکېده،  د چايو پيالې ته دې هم خوله ور نه وړه، ويل دي چې د کارېزه اوبه مردارې دي.  له کومه پوه شوې؟

شېرمحمد ته غوسه ورغله:

_چای راوړې که نه؟

ښځه دالان ته ننوته.

شېرمحمد بټوه پرانيسته، يوخړ نوټ يې راويست، پردی و، نه يې پيژانده، په بيړه يې په بټوه کې پراته نور نمجن  نوټونه  وشميرل، لس  دانې ول.

د پيالو کړپ شو، نوټونه يې ژر په بټوه کې کېښودل، د دالانه وره  ته يې سترګې ور واړولې، څوک نه و.  بيرته يې بټوه پرانيسته، د بټوې يوې خانې ځنځير درلود، کش يې کړ، په پلاستيک کې بنده سپينه، نمجنه پاڼه راوخته.

د دالان د وره غنجۍ شو، بټوه او پاڼه،  دواړه يې  تر ورانه لاندې کړل.

ښځې دوې پيالې له چايو ډکې کړې. د انګړ لرګېنه دروازه خلاصه شوه. مور او زوی دواړو ورته وکتل، يوه پيغله وه، سره او سپينه ښکارېدله، ټکرۍ يې پر مخ ور کش کړ، ليرې ودرېده، په زوټه يې وويل:

_ترورې! ميلمانه لرو، يوه_ دوې چکۍ ګوړه پور راکه!

ښځه دالان ته ننوته. شېرمحمد غولي ته کتل، نجلۍ دروازې ته نږدې ولاړه وه. شېبه وروسته له دوو چکيو ګوړې سره له انګړه ووته.

ښځه بيرته د خپل زوی تر څنګ کېناسته، په خوند يې  وويل:

_ودې پېژانده، سينځله  وه، د ګاونډي لور.

شېرمحمد غلی و.

ښځې سوړ اسويلی ويست،  له شنو چايو ډکې پيالې ته يې وکتل، وچې شونډې يې وخوځېدې:

_هی، هی، تشه لاسه،  ته مې دښمن يې. که مې ولور په وس پوره وای، همدا اوس مې دا نجلۍ درته غوښته. کم نه يې، د خلقيانو د پاچاهۍ په اول کال پيدا شوې، تر دېرشو اوړې! .

شېرمحمد  د چايو غوړپ وکړ، ورو يې  وويل:

_باز مامد چيرې دی؟

ښځې  پيالې ته وچې سترګې نيولې وې.

سړي خپله خبره  تکرار کړه!

_باز مامد چيرې دی؟

ښځې له ځان سره وويل:

_ښه نجلۍ ده. روپۍ نشته،  خدايکه يې نه هم راته کړي وای.

سړي جيب ته لاس کړ، د نصوارو ډبلی يې راويست،  مخ ته يې ونيو، په ګرده اينه کې پلنه اوږده پزه، ارته سپږمې، وړې، ننوتې سترګې او اوږدې سپېرې شونډې ښکارېدلې.

يوه چونډۍ نصوار يې تر ژبې لاندې کړل، ورو يې وويل:

_نن د  کارېزه کار پاتې شو.

ښځې هماغسې پيالې ته کتل…

سړي  بټوه او کاغذ په جيب کې واچول، په زوټه  يې وويل:

_ادې! ګوتمۍ مو په څو خرڅه کړه؟

ښځې په حيرانۍ ورته وکتل.

شېرمحمد وويل:

_په ياد دې دي؟ …

غلی شو، نصوار يې تر چوترې لاندې تو کړل.

ښځې وويل:

_کومه ګوتمۍ؟

هماغه چې د بازمامد د علاج له پاره مو خرڅه کړه.

ښځې وخندل:

_هغه خو پخوانۍ خبره ده، باز مامد ورور دي خاپوړي کولې،  نه مې په زړه کيږې. خدای دې وبخښې، پلار دي خرڅه کړه.

غوا رمباړه کړه، شېرمحمد ور وکتل، اخوره ته د ولاړې ژيړې غوا مخکينی پښې په پړي کې بندې وې.  ورغی، د غوا په پښو کې تاو شوی پړی يې خلاص کړ، د اخوره په وچو وښو کې  سره چرګه ګرځېدله، لوټه يې پسې وويشته، چرګې منډه کړه، سړی بېرته پر چوتره کېناست. ښځې په حيرانی وويل:

_ولې دې ګوتمۍ ياده کړه؟

_هيڅ، هسې په زړه کې راتېره شوه.   بازمامد چيرې دی؟

_خدای خبر! بيا به د کلی له ماشومانو سره مردکۍ کوي.

شېرمحمد ولاړ شو، کوټې ته لاړ، کله چې بېرته په چوتره کې ودرېد، لونګۍ يې تړلې وه، پر اوږه يې خړ، خيرن څادر پروت و.

ښځې وويل:

_چېرته ځې ؟

_د ولسوالی بازار ته . کار لرم، سودا خو به نه وې په کار؟

ښځې څه ونه ويل، سړی په بيړه له انګړه ووت.

( ٥ )

د ماسپښين سيوري ړنګ ول، شېرمحمد ستړی ستومانه د يوې ويالې تر څنګ کېناست. پټکی يې ليرې کړ، سپينه پکه ککری او تور تندی يې نرۍ کمرنګه خړې ليکې سره بيل کړي ول.

شېرمحمد  مخ ته دوه_ درې لپې سړې اوبه ور واچولې، اوبه وڅڅېدې، راڼه څاڅکې يې  په تار تار مونډۍ توره  ږيره کې ننوتل.

د اوبو چړپا شوه، شېرمحمد ورمېږ کوږ کړ.   ژيړه غوا په لغړو نيالګيو کې ولاړه وه. تور اوربوز يې د لښتې په روانو رڼو اوبو کې پټ و.

سړي  شاوخوا وکتل، په زوټه يې وويل:

_بازمامده!

مخامخ د چنار له ګڼو بې پاڼو ونو غږ را ووت:

_دا دی، درغلم.

شېرمحمد د لښتي پر ژی پر يوه هواره ډبره کېناست، کلي ته يې وکتل. د څو کورونو  له دود کشونو  څخه تورې لوخړې پورته کېدلې. لوګي د ليرې پراته غره تر سپينو څوکو هسک ول.

باز محمد وويل:

_لالا! څه وايې؟

شېرمحمد ور وکتل. هلک د ويالې بلې خواته ولاړ و، واوره يې خوړه، په غاړه پورې يې سره لينده ځوړنده وه.

سړي وويل:

_غوا دې ولې راوستې؟

د هلک وړې تورې سترګې وځلېدې:

_لالا، تر ونو لاندې نوي واښه رابوټيدلې دي، ما وليدل، غوا يې ډېر ښه خورې.

شېرمحمد په خبره کې ورولوېد:

_ سيورو ته واورې پرتې دي. د مالونو د پيايلو وخت لا پاتې دی.

باز محمدهماغسې  په خوند وويل:

_لالا، چتکي راغلي، په يوه مې  وار وکه، لينده خرابه ده، خدايکه روغ رانه تللی وای.

شېرمحمد وخندل، ورو يې وويل:

_ څپلۍ مې درته راوړې.

هلک ټوپ کړل، د ښی پښې زړه، شکېدلې کلوشه يې د ويالې په ژۍ ولګېده، خړې اوبه باد شوې، په بيړه يې پر ځمکه پروت  څادر پرانيست، پلاستيکي څپلۍ يې  په پښو کړې،  په خوند يې وويل:

_ بندونه هم لري، ګرانه وې؟

شېرمحمد وخندل:

_سل اوغانۍ مې درباندې مصرف کړې.

هلک په خبره کې ورولوېد:

_تر اوسه لا خټې دي، و به يې ساتم.

شېرمحمد تړل شوی پټکی پر سر کېښود،  څادر يې ور واخيست، ولاړ شو، ورو يې وويل:

_کورته ځم، له بازاره پياده راغلم، ستړی يم.

هلک په بيړه څپلۍ وايستلې. ويې ويل:

_لالا! دا څپلۍ هم درسره يوسه، په خټو  نه شي.

سړی بيرته کېناست. ويې پوښتل:

_لس وارې ، څلور نيم زره څو کيږي؟

_ولې؟

_په ولي پسې يې  مه ګرځه!  څو کيږي؟

هلک خپلې چاودې ګوتې وشميرلې، يو، دوه، درې…فکر يوووړ، يو دم يې وويل:

_ديرش  زره.

د شېرمحمد د تندي ګونځې ژورې شوې:

_څه چتياټ وايي، څو ورځې وروسته به پنځم ته ځې.

هلک ځمکې ته کتل.

شېرمحمد وويل:

_ما مکتب نه دی ويلی، خو دومره پوهيږم چې لس وارې څلورنيم زره، تر دېرشو زرو اوړي.، خو ته…

هلک يوځل لوڅې پښې منډه کړه، شېرمحمد پسې وکتل، غوا په نويو راختلو غنمو کې ولاړه وه. سړي څپلۍ په څادر کې واچولې، زړو په خټو لړلو کلوشو وازې خولې نيولې وې.

( ٦ )

شېرمحمد په خوند ګوتې وڅټلې، باز محمد ته يې وکتل، څراغ ته نږدې ناست و،  څپلۍ يې په  لاس کې وې.

سړي وويل:

_ژر موړ  شوې؟

هلک هماغسې خپلو څپليو ته کتل.

زړې ښځې وويل:

_له شکنې ( پياوې ) سره يې نه ده جوړه.

شېرمحمد له کاسې لنده ډوډۍ ورپورته کړه. په ډکه خوله يې وويل:

_خوند يې ښه دی، الوګان  هم لري، نور څه غواړي؟

کوم ځواب يې وانه ورېد.

ښځې وپوښتل:

_تبه دي ده؟

_نه!

_تندی دې خولې دی.

شېرمحمد وخندل:

_ادې! اوس هوا توده شوې، په تاوخانه پسې دومره اور مه بلوه!

ښځې وويل:

_کاسه ليرې کم.

شېرمحمد بالښت ته ور وښوېد. ښځې کاسه او دسترخوان دالان ته ويستل، کله چې بېرته راغله، باز محمد د خپل ورور په لاسونو اوبه ور اچولې. چليمچي تر نيمايي ډک و.

شېبه وروسته د ټولو مخې ته له چايو ډکې پيالې ايښې وې، د څراغ رڼا لړزېدله، خړ ديوالونه تورو سيورو نيولي ول.

باز محمد وويل:

_لالا! له خانګل سره مې وخوړل.

شېرمحمد مخ ور واړاوه.

هلک وويل:

_د خانجان کاکا زوی يادوم.

مور يې په خبره کې ورولوېده:

_جنګ مه کوه!

باز محمد ته غوسه ورغله:

_لا لا يې په بد نوم ياداوه.

شېرمحمد وخندل:

_ څه يې ويل؟

هلک وارخطا شو، سر يې وځړېد.

سړي خپله خبره تکرار کړه!

_څه يې ويل؟

هلک غلی و.

مور يې وويل:

_خبره تر پايه کوه!

باز محمد هماغسې ځمکې ته کتل، ورو يې وويل:

_غوا يې په ډبره وويشته، ويل يې چې د شېرمامد غوندې مخ يې دی، هماغسې سپږمې لري.

د شېرمحمد خندا زور ونيو.

مور ته يې غوسه ورغله:

_ مردارې سترګې يې دي، نور مه ورسره ګرځه!

ښځې په غولي پراته پنډ کوت ته وکتل، بيځايه ورته ښکاره شو، ور وايي خيست.

شېرمحمد په بيړه وويل:

_څه کوې؟

_هيڅ! پورته، پرميخ يې راځړوم.

يودم. شنه نوټونه لاندې ولوېدل.

شېرمحمد په بيړه ولاړ شو، نوټونه يې له ځمکې راپورته کړل، کوټ يې ور واخيست، نوټونه يې د کوټ په جيب کې کېښودل.

ښځې په حيرانی وويل:

_ دومره ډېرې روپۍ؟

د سړي ژبه بنده شوه:

_دا، دا ، دا مې

د هلک غږ يې واورېد:

_دا هم له کوټه را ولوېده.

مور او زوی دواړو ورته وکتل، د هلک د لاس پر غروي ژېړه ګوتمۍ پرته وه، د ګوتمۍ په شنه  غمي کې د څراغ رڼا ښکارېدله.

ښځې ګوتمۍ ور واخيسته.

شېرمحمد په بيړه وويل:

_پيدا مې کړه.

ښځه په خبره کې ور ولوېده:

_کوچينۍ نه يم.

_باور وکه، پيدا  مې کړه!

_پيسې دې هم پيداکړې؟

شېرمحمد غلی شو.

ښځې وويل:

_سپين راته ووايه!

سړي خپل ورور ته سترګې ور واړولې، بازمحمد په حيرانۍ  ورته کتل.

شېرمحمد يوه شېبه غلی و، بيا يې  ورو  وويل:

_ګوتمۍ مې په کارېز کې د مړي له ګوتو راويستې، پيسې هم د هغه دي.

د مور او کوچيني  سترګي رډې راوختې.

شېرمحمد ځمکې ته وکتل:

_دا پرونۍ خبره ده. د کارېزه د کيندلو وروستی نوبت زما و، ډير وخت مې خټه په بوکو کې واچوله، هماغسې په اوبو کې مخکې تلم. ، بد بوی راغی، نږدې ورغلم، يو مړی و، غوښتل مې چې نور کارېز کن هم خبر کړم، خو د مړي په ګوتو کې مې دوې ګوتمۍ ولېدې، ځان مې غلی ونيو، وخت نه و، هماغسې مې پرېښود، ماخستن ناوخته له کوره ووتم. کارېز ته ورکښته شوم، له ګوتميو سره مې  بټوه هم راواخيسته.

شېرمحمد غلی شو. د مور او ورور سترګې يې رډې راختلې وې…

سړي وويل:

_ټول لس نوټه دي، نن مې يو نوټ په  بازار کې مات کړ، څلورنيم زره اوغانۍ شوې. دوکاندار ويل چې ډالر دي.

د ښځې سر وځړېد. سلګۍ يې شوې، په غريو کې يې وويل:

_تر اوسه دي مردار خوړلي دي؟

شېرمحمد ته غوسه ورغله!

_ بل يوه ور اخيستې.

بازمحمد په وېره وويل:

ملا صيب ويل چې حرام

شېرمحمد چيغه کړه!

_چپ!

د هلک له لاسه څپلۍ ولوېدې.

ښځې په غريو کې وويل:

_غريب به يو، خو دومره بې غيرته نه يو چې د مړو مال ته تمه ولرو.

شېرمحمد هماغسې ځمکې ته کتل.

ښځې وويل:

_د مړي کور پيدا که!

بازمحمد په خبره کې ورولوېد:

_ادې! هيچا هم نه پېژانده.

شېرمحمد کوټ ته لاس ور وغزاوه، بټوه يې راويسته، په پلاستيک کې ايښی کاغذ يې هلک ته ونيو.

باز محمد په حيرانۍ ورته کتل…

شېرمحمد وويل:

_تذکره يې ده، ويې لوله. ځای به يې ليکلی وي.

هلک څراغ ته ورنږدې شو. کاغذ يې پرانيست، کوچيني  عکس ته يې وکتل. ښکلی ځوان و، ږيره يې نه وه، اوږدې تورې څڼې يې درلودې.

هلک توري سره وجنګول:

ن، و، م  نوم  :  ګل، ګلاب

د پلا، ر ، د پلار نوم : تواب، تواب شاه

د نيکه نوم

هلک په ماته، ګوډه ژبه په پاڼه کې ليکلي تورې ولوستل. دزېږيدو نېټه، کلی، ولسوالي… هر څه ليکلي ول.

ښځې سوړ اسويلی ويست، شېرمحمد ته يې  وکتل، ورو يې وويل:

_کور به يې پيدا کړې؟

د سړي شونډې وخوځېدې:

_هو، کلی يې رامالوم  دی، يوه ورځ پياده مزل غواړي،  خو کليوال به څه وايي چې له مړي يې غلا وکړه!

ښځه په خبره کې ور ولوېده!

_که په خپله ډول ونه وهې، هغوی نه  خبريږې! سهار لاړ شه، امانت ور ورسپاره، بله ورځ بيرته رارسيدی شی.

د سړي سر وځړېد.

ښځې هلک ته وکتل. په غوسه يې وويل:

_چا ته دي تر خولې ونه وځي!

شېرمحمد وويل:

_سل اوغانۍ کمې دي.

هلک څپليو ته وکتل.

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_ په صندوق کې به دومره څه وي چې بېرته يې پوره کړې.

٧ )

شېرمحمد په سپېدو کې له کوره ووت، له دښتې تېر شو، پرغونډيو واوښت، مازديګر قضا ستړی ستومانه يوه کوچيني کلي ته ورسېد. کلی په يوه خړه دره کې پروت و، شاوخوا يې هسکې غونډۍ ولاړې وې.  لاندې خړ کورو نه ښکارېدل، څنډې ته څپانده سيند روان و،  له سپينو ځګونو تورې غټې تيږې راوتلې وې.

شېرمحمد له يوه ماشوم سره ودرېد. هلک د غونډۍ په لمنه کې ګوښې ولاړې کلا ته ګوته ونيوله.

شېرمحمد په نری لار روان شو، د لارې دواړو غاړو ته پټي ول، غنم تر لويشتې ټيټ ښکارېدل،  پر پولو د چنار سپېرې ونې ولاړې وې.

شېرمحمد کلا ته ورسېد، د لرګينې لويې دروازې يوه پله خلاصه وه، د کلا په مينځ کې ډېران ښکارېده، سرې او تورې چرګې په وچو خوشايو کې ګرځېدې، څو غواوې کتار،  اخورونو ته ولاړې وې.

شېرمحمد يوه وړه تيږه له ځمکی ور پورته کړه. دروازې ته ورنږدې شو،  يودم له دروازې يو برګ کوچينی سخوندر راووت، سړی لار ورکړه، سخوندر مخامخ شنو غنمو ته منډه ور واخيسته.

په وره کې يوه پيغله ودرېده، شېرمحمد ورته وکتل، غټې شنې سترګې يې وې، له ونې هسکه ښکارېده. په لاس کې يې سپين ديګی نيولی و.

نجلۍ يودم ټکری په مخ ور کش کړ، شا ته شوه .

شېرمحمد  له دروازې ليرې ودرېد. لمر تر لوېديځې غونډۍ پټ و، ژيړې وړانګې يې د ختيځو غونډيو پر سرونو  لګېدلې.

چا وټوخل.

شېرمحمد ورميږ کوږ کړ، په دروازه کې  په عمر پوخ، چاغ سړی ولاړ و.  سترګې يې پړسيدلې وې، پنډ اوږده بريتونه يې لرل، ژېړه ورېښمينه لونګۍ يې تړلې وه.

شېرمحمد ور نږدې شو. سړي د هغه  زړو جامو او په لاس کې نيولې تبر ته وکتل،  ورو يې وويل:

_د کلي جومات ته لاړ شه.  مزدور به  ډوډۍ در پسې دروړي.

درب شو، د دروازې دواړه پلې سره ورغلې.

شېرمحمد يوه شېبه ودرېد، بيا يې لويه دروازه وټکوله.  جيب ته يې لاس کړ، هماغه سړی په وره کې ودرېد، په خشکه يې وويل:

_درياده مې کړه چې جومات

ناڅاپه يې سترګې رډې راوختې، په بيړه يې د شېرمحمد له لاسه سپينه پرانيستې پاڼه ور واخيسته، شاوخوا يې وکتل، سړی يې تر مټ ونيو.

شېرمحمد په وارخطايي وويل:

_جومات ته ځم.

سړي د هغه په مټ زور راووست، کش يې کړ، دواړه کلا ته ننوتل.

په چوتره کې ناستو ښځو منډه واخيسته. ټولې په يوه وره ننوتې.

سړي يودم وخندل، د شېرمحمد  لاس يې پريښود، په زوټه ( زوره ) يې وويل:

_راځه، خپل کور دې دی.

شېرمحمد حيران شو، شاوخوا يې وکتل، ارته چهار ديوالي وه، په هر کونج کې هسک برج ښکارېده، يوه ديوال ته  خړې کوټې ولاړې وې. تر چوترې لاندې په يوه سره رنګه تراکټور پورې اوږده ټېله تړلې وه.

دواړه پر چوتره وختل. سړي  د يوې کوټې ور خلاص کړ، شېرمحمد يې پر يوه توشکه کېناوه، په خپله د باندې ووت.

شېرمحمد شاوخوا وکتل، کوټه وړه وه. خړ دېوالونه يې لرل، په مخامخ ديوال کې لويه اورسۍ ښکارېدله.

له باندې نه  د سړي خندا راغله:

_چای دم کړی! د ګلاب خان  احوال يې راوړی.

د شېرمحمد زړه ولړزېد.

چاغ سړی کوټې ته راغی. ټنډه يې تروه وه، په بيړه يې وپوښتل:

_په کلي کې دې له چا سره خبرې وکړې؟

شېرمحمد په حيرانی ورته کتل.

سړي په خشکه وويل:

_کوڼ يې !!!

شېرمحمد وارخطا شو:

_هيڅ، هيڅ، يواځې مې  له يوه هلکه  ستاسو د کور پوښتنه وکړه.

_دلته څوک پېژنې؟

_نه

سړي سړه سا واخيسته، يوې خواته کېناست. څيره يې نيولې وه، داسې ښکارېده لکه ژورو فکرونو  چې په مخه کړی وي.

شېرمحمد جيب ته لاس کړ، ګوتې يې لړزېدې، پټوه او دوې ګوتمۍ يې پر خيرنه سره غالۍ کېښودې، ورو يې وويل:

_دا هم ورسره و.

سړي بټوې او ګوتميو ته وکتل، بېرته يې سر وځړېد. .

شېرمحمد په ويره وويل:

_په بټوه کې پيسې دي.

سړی غلی و.

شېرمحمد خپل زړه سره راټول کړ، لړزانده خړې شونډې يې وخوځېدې:

_ګلاب دې خدای وبخښې، په کارېزه کې مو پيدا کړ، کليوالو امانت خاورو ته وسپاره.

سړي هماغسې ځمکې ته کتل.

د شېرمحمد زړه ولوېد.

دواړه غلی ول.

شېرمحمد وويل:

_جومات ته ځم.

سړي غولي ته کتل.

شېرمحمد، تبر ور واخيست،  ولاړ شو.

سړی يې يودم مخې ته ودرېد، په خندا يې وويل:

_چېرته!

_جومات ته!

سړي وخندل، دوه مخکينې غاښونه يې د سرو زرو ول، په خندا کې يې وويل:

_کېنه زوروره!  پښتانه يو. په دې ماښام کې خو څوک د دښمن له کوره هم نه ځې.

شېرمحمد بله چاره نه لېده، کېناست.

د کوټې دروازه وټکېده.

سړی ولاړ شو. ور يې چوله کړ، په پتناسه کې پيالې ولړزېدې. شېبه وروسته د شېرمحمد تر مخ له چايو ډکه پياله ايښې وه.

د موټر سايکل غږ شو، چوترې ته نږدې ودرېد، سړی بټوه او ګوتمۍ ور واخيستې، په بيړه  له کوټې ووت.

شېرمحمد مخامخ اورسۍ ته ور وښوېد، خيرنه پرده يې چوله کړه، موټر سايکل ته نږدې يو هډور ځوان  ولاړ و، د موټر سايکل په کنجغه پورې تړلې غوټه يې خلاصوله.

چاغ سړی ور نږدې شو، څه يې وويل، ځوان غوټه پرېښوده، دواړه په يوه کوټه ننوتل.

شېرمحمد بيرته په خپل ځای کېناست، پياله يې ورپورته کړه، ډډ نارينه غږ يې واورېد، پياله يې بېرته کېښوده، ورسۍ ته ور نږدې شو. يو بل ګردی ځوان يې وليد چې وچ اوږد لرګی يې پر اوږه و.  درب شو، چرګو منډه واخيسته، لرګي له ډېرانه  مړه دوړه پورته کړه.

يو کوچينی ورغی، ګردي ځوان ته يې څه وويل، هغه هم  په کوټه ننوت.

د څاه د څرخ د تاوېدو غږ راغی. شېرمحمد ور وکتل، هماغه شين سترګې نجلۍ ولاړه وه. ټکرۍ يې مازې په ککرۍ تم  و، تک تور، پيچلې ويښته يې لرل، له رنګه سپينه ښکارېده.

کړپ شو. شېرمحمد په بيړه  پر توشکه کېناست.

د کوټې دروازه خلاصه شوه، دوه ماشومان په وره کې ودرېدل، دواړه خيرن ول، مخونه يې له چاودو ډک ښکارېدل.

يوه يې وويل:

_ای سړې!  ته څوک يې؟

شېرمحمد غلی و.

هماغه هلک وويل:

_نينې دې راوړې.

شېرمحمد په حيرانۍ ورته کتل.

دوهم هلک خوله جينګه کړه!

_يو لسګون خو راکه.

شېرمحمد څه ونه ويل.

لومړني هلک تو کړل، لاړې پيالې ته نږدې  ولګېدې.

شېرمحمد په حيرانۍ ورته کتل.

هلک وويل:

_ښه مخ دې دی، پزې ته دې ګوره! د سخوندر غوندې ده.

شېرمحمد تبر ته لاس ور وغځاوه، هلکانو منډه کړه.

د باندې ډډ نارينه غږ واورېدل شو.

_دلته څه کوی! هه!

درب شو، د يوه ماشوم چيغې پورته شوې.

شېبه وروسته کوټې ته درې تنه ورننوتل. برېتور پنډ سړی بره پلتۍ ووهله، دوو نورو ځوانانو شېرمحمد ته لاسونه ور وغځول، دواړه وره ته نږدې کېناستل.

برېتور سړي وويل:

_زامن مې دي.

يوه شېبه ټول غلی ول، وروسته برېتور سړي  چوپتيا ماته کړه :

_د کوم ځای يې؟

د شېرمحمد شونډې وخوځېدې:

_د ګودر د کلي.

نوم دې څه دی؟

_شېرمحمد.

_څه کاروبار؟

شېرمحمد په لړزانده غږ وويل:

_غريبي ده ! اوړی دهقاني کوم، ژمی هم کارېزونه کېندم.

سړی غلی شو. شېرمحمد ورو خپل څنګ ته وکتل، تبر ته يې لاس ور رسېده.

برېتور سړي وويل:

_کلی مو خبر دی؟

شېرمحمد په حيرانۍ ورته وکتل.

سړي وويل:

_کليوال مو په دې پوهيږې چې ته دلته راغلی يې؟

_نه!  صيب.

_دا ور مالومه وه چې ګلاب د کوم ځای دی؟

_نه!  که خبر وای ، نو تاسو ته يې احوال راليږه،  مړې يې په خپل کلي کې امانت نه اېښوده.

برېتور سړي سړه ساه واخيسته، ويې ټوخل. ورو يې وويل:

_ بټوه او ګوتمۍ دې له کومه کړل؟

_صيب! کارېز مې کېنده، مړی مې ولېد.

برېتور سړي وخندل:

_او ځان دې غلی ونيو.

د شېرمحمد سر وځړېد.

سړي وويل:

_ډېرې پيسې وې! ولې دې راوړې؟

_صيب! مور مې مجبوره کړم، ويل يې چې حرام ښه نه دي.

د ماښام د اذان غږ شو.

ټولو خپل څادرونه هوار کړل، شېرمحمد شاته ودرېد. په لمانځه کې يې سترګې يوې بلې خواته رغړولې.  ده  تر نورو ژر څادر ور ټول کړ.

له لمانځه وروسته دوه ځوانان له کوټې ووتل، په عمر پوخ برېتور سړی توشکې ته ور وښوېد، غلی کېناست، وروسته يې وويل:

_ښه تبر دی.

شېرمحمد وخندل:

_صيب! د احتياط له پاره مې راوخيست، لېوان ډېر دي.

سړي د ( هو ) په نښه سر وخوځاوه.

شيبه وروسته ګردی ځوان کوټې ته راغی، د ګاز بله  ډبه يې په غولي کېښوده، بېرته د باندې ووت. برېتور سړي د خپل لاس ژيړې ګړۍ ته وکتل، په تاخچه کې ايښې راډيو يې ور واخيسته،  ستن يې تاو کړه،  نطاق د خارجې قواوو د وتو په اړه غږېده.

د برېتور سړي پلنې شونډې وخوځېدې :

_پکر ( فکر ) نه کوم. دا کوپار اډې غواړې.

شېرمحمد غلی و.

سړي وويل:

_ته څه پکې وايې؟

شېرمحمد وخندل:

_صيب! نه پوهيږم.

سړی غلی شو.

راډيو  چالانه وه. د ګاز له سورۍ سپينې  جالۍ شنه، تېره لمبه راوتله.

له تيارې سره ډوډۍ راوړل شوه، ښوروا وه، په پلاستيکي غاب کې ګرد اخيستل شوې پياز پراته ول، په پيازو کې د چاړې تورې خيرې له ورايه ښکارېدلې.

له ډوډۍ وروسته، پلار او دوه زامن ولاړ شول، چای يوه ماشوم راووړ، شېرمحمد  ګوښی و.

ناوخته د کوټې دروازه خلاصه شوه، په ونه لوړ ځوان يوه زړه بړستن پر توشکه واچوله،  د ګاز ډبه يې ور واخيسته، چوپه خوله،  له کوټې ووت.

شېرمحمد څادر هوار کړ، په توره شپه کې ودرېد، له لمانځه وروسته يې بالښت ور واخيست. په بړستن کې ننوت، د بړستنې سوړ بوی ته، ساه يې بنده شوه،  بېرته يې سر لوڅ کړ،  غوږ يې ونيو، د سيند د څپو نری شڼهاری اورېدل کېده، کله کله به  د شغالانو انګولا ورسره ګډه  شوه.

بيا يې يو غږ واورېد، په چوتره کې يو څوک ګرځېدل، شېرمحمد ورو ولاړ شو، تر اورسۍ يې د باندې وکتل، تياره وه، د کلا تر هسک تور ديوال پورته راڼه ستوري ځلېدل. د پښو د ګوتو پر سرونو د کوټې دروازې ته ورغی، زولفۍ يې کړه، بېرته په خپل ځای پرېووت، تبر يې په بړستن کې ننه ايست.

يودم د کوټې په پرده ژېړه رڼا ولګېده، شېرمحمد ورو ورسۍ ته ورنږدې شو، په کلا کې بل څراغ ګرځېده.  شېرمحمد په ځير ورته کتل، د څراغ پلېته ټيټه وه، مازې د يوه بنيادم په خړو پايڅو او لمنې لګېدله. جامې د نارينه وې، څراغ يوه  شېبه تاوېده، وروسته په يوه کوټه ننوت.

شېرمحمد ته وېره ور لوېدلې وه، په زړه کې يې پوښتنې ورګرځېدې،. ځان يې په خطر کې ليد، خو نه پوهېده چې ولې؟

د ی تر ډېره ويښ و، وروسته خوب پرې زورور شو.

 

 

( ٨ )

شېرمحمد سترګې رڼې کړې، شور او زوږ و، د باندې يې وکتل، سپيدې چاودلې وې، په يوه کوټه کې د څراغ تته رڼا ښکارېدله، غږ له هماغه کوټې راووت.

يودم کوکه شوه، يو څوک له کوټې راووتل، نجلۍ وه، د کلا د لويې دروازې خواته يې منډه کړه، ټکرۍ يې له سره ولوېد. له کلا ووته.

د کوټو ورونه خلاص شول، واړه ، زاړه د باندې راووتل، ډډ نارينه غږ يې واورېد:

_مه يې پريږدی!

دوو ځوانانو د کلا د لويې دروازې خواته منډه کړه.

شېرمحمد په بيړه د کوټ په لستوڼو کې لاسونه ننه ايستل، لونګۍ يې وتړله، تبر يې ور واخيست.

ښځينه وارخطا غږ يې واورېد:

_څه ټکه راپرېوته!

شېرمحمد ورسۍ ته ورغی، تورسرې او ماشومان تر برېتور سړي را تاو ول، سړي ښکاري ټوپک ته کارتوس ور اچاوه.

شېرمحمد هماغسې ولاړ و، لينګې يې لړزېدل، لاره ورنه ورکه وه.

د وره درب شو، د سړي له غوسې ډک غږ يې په زړه لړزه راوسته:

_دروازه خلاصه که!

شېرمحمد تر اورسۍ ووت، پلاستيکي بوټونه يې ور واخيستل، ښځو چيغې کړې، شېرمحمد په منډه کې شاته وکتل، ټوپک ته لاسونه ور لوېدلي ول، په هوا کې تاوېده، برېتور سړي زورونه وهل…

شېرمحمد له کلا ووت. په شنو غنمو کې يې منډه واخيسته، تر چنارونو تېر شو، مخامخ پر يوه ټيټه پخڅه ورغی، تر دېوال واوښت، باغ و، په کتار لوڅو ټيټو ونو کې يې منډه کړه، په ورانه کې يې نرۍ درد تير شو، ولوېد، څنګ ته له ځمکی راوتلی  ولاړ لرګی کوږ شو، ورانه ته يې وکتل، د ازغن سيم تېره ميخ پکې ننوتی و.

بيرته ولاړ شو، لاندې لويې، هسکې ډبرې وې، ور هاخوا د سيند څپې پر کمره لګېدې، شڼهاری يې خوت، د اوبو پر سر سپين ځګونه روان ول.

شېرمحمد د سيند څنډې ته ور کښته شو، د دوو لويو تيږو تر مينځ  غلی کېناست، د کلا خواته يې وکتل، څوک نه و.

سړه سا يې واخيسته، لپه يې جوړه کړه، رڼې اوبه يې پر مخ وڅڅيدې.  بېرته يې يوې لويې تيږې ته ولي ولګول، سيند ته يې وکتل، سپين ځګونه سره اوښتل…

شېرمحمد ولاړ شو، د سيند په څنډه کې مخ پورته لاړ. يو ځای ودرېد، له ځمکی يې يوه ښځينه پلاستيکي چوټه ( څپلکه ) ور پورته کړه، نوې وه، تلی يې په خټو ککړ و. شاوخوا يې وکتل ، سترګې يې رډې راوختې، د مخامخ کمره پر سر يوه ځوانه نجلۍ ولاړه وه،  ټکری يې نه و، ټټر يې راوتلی ښکارېده، اسمان ته يې کتل، تور اوږده ويښته يې له ملا بيل ول.

 

شېرمحمد منډه ور واخيسته، نجلۍ ټوپ کړل، لاندې په سپينو ځګونو کې ننوته.  سړي خپل  څادر، پټکی او تبر پر ځمکه واچول، کوټ يې وېست،  په يوه هسکه ډبره وخوت.  روانو ځګنو اوبو تور غونچه وېښته ورسره وړل.

ټوپ يې کړل، پر سر يې سړې اوبه ور واوښتې، غوږونه يې ډب شول،  پښې يې ووهلې،  د بوټونو تلي ځمکې ته نه رسېدل.

اوږه يې له يوې لويې تيږې سره ولګېده، د اوبو زوروره څپه يې تر ټټر لاندې شوه، سر يې له تاوېدونکو سپينو ځګونو راويست، شاوخوا يې وکتل، نجلۍ يې تر څنګ روانه وه.

لاس يې ور وغځاوه، څپې يو ګز شا ته  يوووړ، ډوب شو، اوبه يې تېرې شوې، يوځای يې پښه له ځمکې سره ولګېده، د بوټونو پر تليو يې زور راووست، سرته راوخوت، ويې ټوخل،  نجلۍ دوه ګامه ليرې، ځګنو څپو اخيستې وه.

شېرمحمد په بېړه  پښې ووهلې، يوه توره ډبره په مخه ورغله، ځان يې څنګ ته کړ، ښی لاس يې ډبرې ته برابر شو، ټېل يې وهله، کيڼ لاس يې د نجلۍ مټ ته ورسېد، د هغې سر يې له اوبو پورته ونيو.

پشهاری ډېر شو، سړي مخامخ وکتل، لاندې سيند سره راټول و، تکې تورې لويې ډبرې ښکارېدلې، په مينځ کې يې سپين ځګونه روان ول، غړمبهاری يې خوت.

شېرمحمد د اوبو څنډې ته ور نږدې شو، څپه راغله، پښې يې ووهلې، له ځمکې پورته شو، يوې تېرې تيږې ته يې لاس ور واچاوه، ګوتې يې د تيږې يوې راوتلې برخې ته سيخې شوې، هماغه ځای يې ټينګ ونيو، په کيڼ لاس يې زور راووست، نجلۍ يې له اوبو راپورته کړه، د هغې سر وځړېد، لانده پيچلي وېښتان د سړي پر مخ  او غاړه  راپرېوتل.

ځای ښه و، اوبه د تيږې دواړو غاړو ته وتلې، وچه څلور_ پينځه ګزه ليرې وه.

شېرمحمد څو ځله ژوره ساه واخېسته،. د نجلۍ ټټر يې خپلې کيڼې اوږې  ته برابر کړ، پر ښي لاس يې زور راووست، تر نامه له اوبو پورته شو، تاوېدونکې څپه يې ورنو ته سيخه شوه، هسک شو، تر مخامخ راوتلې تېرې تيږې يې لاس راوګرځاوه، پښې ېې پر ځمکه ولګېدې، مخکې لاړ، د څنډې اوبه مړې وې، وچې ته وخوت.

نجلۍ يې پر يوه هوار ځای پرېيسته، په بيړه يې ورته وکتل، سترګې يې پټې وې، پر سپين تندي يې له اوبو سره ګډه، نرۍ وينه روانه وه.

تر وليو يې ونيوله، کش يې کړه، پر يوه هواره شيب داره ډبره يې پړمخې پرېيسته، د نجلۍ له خولې رڼې اوبه وڅڅېدې، زګيروی يې شو، بېسده پرېوته.

شېرمحمد کلي ته وکتل، څوک نه و، منډه يې کړه، د سيند پر ژۍ مخ پورته لاړ، کوټ، تبر، څادر او خلاصه ول ول لونګۍ ليری پراته ول.

سړي خولۍ پر سر کړه، تبر، کوټ او لونګۍ يې په څادر کې واچول، بېرته مخ کښته روان شو. نجلۍ له ډبرې رغړېدلې وه، د ټټر تڼۍ يې خلاصې وې، تور اوږده باڼه يې سره سرېښ ول.

شېرمحمد څادر پرې هوار کړ، يخني وه، ژامې يې ولړځېدې، شاوخوا يې وکتل، زړه يې ولوېد،  پورته په پټي کې يو څوک ولاړ و.

شېرمحمد پړمخې پرېووت، يوې ډبرې ته ور وښوېد، کېناست، تر څنګ يې وکتل، سړي د اغزن سيم ړنګې پايې ته وچې سترګې نيولې وې. يودم لاندې ډبرو ته راکښته شو.

شېرمحمد په بيړه نجلۍ ته وکتل، له ورايه ښکارېدله.  ورور ور وښوېد، نجلۍ يې د هسکو تيږو مينځ ته ور کش کړه، غلی کېناست. سر يې پورته کړ. د زړه دربا يې ډېره شوه، سړی څلور پنځه ګامه ليرې و، ژېړه ورېښمينه لونګۍ يې تړلې وه،  د سهار په خړه کې يې پنډ برېتونه له ورايه ښکارېدل، په لاس کې يې ښکاري ټوپک نيولی و.

له پورته دوه تنه راغلل، يو يې ټيټ شو، د اوبو له ژۍ يې يوه چوټه (څپلکه)  ورپورته کړه، دواړه ودرېدل، برېتور سړی هم ورغی، له ونې ټيټ ځوان کمره ته ګوته ونيوله، دوی خبرې کولې، غږ يې نه راته، د څپو غړمبهاری خوت.

درې سره مخ کښته را روان شول، شېرمحمد ټيټ شو، د دوو تيږو تر مينځ په يوه چوله کې ننوت، نجلۍ وټوخل، سړي يې پر خولې لاس کېښود، ساه يې تر پزې راوخته.

غوږ يې ونيو، د څپو له غږ سره خبرې ګډې وې،  خبرې ورو ورو رانږدې کېدې. شېبه وروسته  له غوسې ډک غږونه تر څنګ تېر شول.

شېرمحمد سر پورته کړ، درې تنه د سيند پر ژۍ مخ کښته روان وو.  ټولو اوبو ته کتل.

يودم خرهاری شو، شېرمحمد په بيړه لاندې وکتل، د نجلۍ شنې، غټې سترګې رډې راختلې وې، لغتې يې وهلې.

سړي  د هغې له ډکو سرو شونډو  لاس ليرې کړ، نجلۍ ژوره ساه واخيسته، چيغه يې کړه، شېرمحمد يې پر خوله لاس  کېښود، سر يې هسک کړ، درې تنه مخ کښته روان ول.

ناڅاپه يې ګرېوان وشلېد، لاندې يې وکتل، د نجلۍ ګوتې يې په ګرېوانه کې بندې وې.

شېرمحمد په غوسه وويل:

_وژنې مې!

د نجلۍ سترګې رډې راختلې وې.

شېرمحمد وويل:

_خوشې کوم دي، خوپه يوه شرط،  چيغې به نه وهې؟

د نجلۍ تور اوږده باڼه سره ورغلل.

شېرمحمد د هغې له خولې لاس ليرې کړ. نجلۍ په بيړه ولاړه شوه، سړي تر مټ ونيوله، په شدت يې لاندې کش کړه، نجلۍ کېناسته، شېرمحمد وويل:

_د خدای له پاره، مه مې پرې وژنه!

نجلۍ شاته شوه، ولي يې ډبرې ته ولګول.

شېرمحمد څادر ور واچاوه، نجلۍ ځان پکې وپيچه، غلې کېناسته.

سړي وويل:

_د کور وال  دې در پسې ګرځې.

نجلۍ غلې وه.

سړي غړۍاوږده کړه، ليرې د لويو ډبرو په مينځ کې درې تنه  هماغسې مخ کښته روان ول.

سړي وويل:

_ته ليونۍ يې؟

نجلۍ په راوتلو رډو سترګو ورته کتل. يودم يې کوکه کړه، د سيند د څپو خواته يې منډه واخيسته.

شېرمحمد په بيړه ولاړ شو، د نجلۍ ګرده لنده لمن په ګوتو ورغله، دواړه پړمخې پرېوتل، د سړي خوله او پزه  پر ځمکه ولګېدل، نری درد يې په سر کې تير شو.

نجلۍ چيغه کړه!

_خوشې مې که !

سړي تر مټ ټينګه نيولې وه.  نجلۍ ژړل… د سيند خواته يې زورونه وهل…

ژړا يودم غلې شوه، سړي ورته وکتل، د نجلۍ خوله سپينو ځګونو نيولې وه، سترګې يې پټې وې.

شېرمحمد سړه ساه ويسته، د نجلۍ مټ يې پرېښود، ستوني ستغ اوږد وغزېد، لمرد ليرې غره د څوکو سپينې واورې ځلولې.

سړی يخنۍ واخيست، ولاړ شو، د کوټ په لستوڼو کې يې لاسونه ننه ايستل، ځنځير يې کش کړ. پزې ته يې لاس ور ووړ، وينې وه.

شېرمحمد حيران و،  نه پوهېده چې څه وکړي، لاره ورنه ورکه وه.

نجلۍ ته نږدې کېناست، نجلۍ وخوځېده، سترګې يې رڼې کړې، سړي ته يې وکتل، کېناسته، سر يې پر ځنګانه کېښود، د تورو پيچلو وېښتو څوکې يې پر ځمکه و لګېدې، يودم يې په چيغو چيغو وژړل.

شېرمحمد په حيرانی ورته کتل.

د لمر وړانګې د غزېدلې غونډۍ په پاسنيو برخو لګېدلې، لاندې سيند په سيوري کې روان و.  نجلۍ هماغسې ژړل…

شېرمحمد کلي ته وکتل، د کورونو لمر خاته خوا دېوالونه روښانه ول، له ځينو بامونو  تور لوګي پورته کېدل، ليرې يو ماشوم په رمې پسې روان و، تور سيرلي د غونډۍ په لمنه کې مخ پورته ختل.

بېرته يې نجلۍ ته سترګې ور واړولې، هغې  ژړل …

شېرمحمد وويل:

_بس که نور!

نجلۍ سر پورته کړ، د شنو غټو سترګو سپين يې سرو رګونو نيولي وو، ګلابي بغور ( غومبري ) يې لانده ښکارېدل، د نرۍ پزې څوکه يې سره وه.

شېرمحمد وويل:

_ګوره! زه ملا نه يم، خو له ملايانو مې اورېدلې چې ځان وژونکی به په دوزخ کې وي.

نجلۍ يودم کوکه کړه:

_هغوی مې ورور  وژلی.

د سړي لينګې ولړزېدل.

نجلۍ په چيغو چيغو ژړل…

ښه شېبه ووته، ډبرو تک تور اوږده سيوري پيدا کړل، د سيند په څپو کې د لمر ژېړه رڼا ګډه وه.

شېرمحمد لونګۍ تر سر تاو کړه، تبر يې ور واخيست، ويې ويل:

_زه نو ځم.

نجلۍ په بيړه ورته وکتل، سلګۍ يې شوې، ورمېږ يې کوږ کړ، څپې په تورو ښويو تيږو لګېدلې.

سړي وويل:

_ليونتوب مه کوه!

نجلۍ سيند ته کتل… يودم  ولاړه شوه. سړی يې تر مخ ودرېد. د هغې ژړا زور ونيو، چيغه يې کړه!

_ته مې هرات ته بيايې؟

د سړي ځنګنونو پړک واخيست.

نجلۍ په بيړه د کيڼ لاس لستوڼی ور ټول کړ، څلور ژيړ بنګړي ښکاره شول، په غريو کې يې وويل:

_سره زر دي، ټول يې ستا، خو د خدای روی ومنه! ما تر هراته ورسوه!

شېرمحمد په حيرانی ورته کتل….

د نجلۍ په سترګو کې نا اميدي راټوله شوه، ګام يې واخيست، شېرمحمد څنګ ته شو، نجلۍ پر يوه هواره ډبره ودرېده، اوبو ته يې وکتل، سترګې يې پټې کړې.

شېرمحمد تر مټ ونيوله. نجلۍ چيغه کړهَ

_لاس مې پريږده!

ځنګنونه يې پر هواره  تيږه ولګېدل، په چيغو_چيغو يې وژړل.

شېرمحمد وويل:

_زه غريب سړی يم، بدنامې ده،  بدي نه شم کولای.

نجلۍ هماغسې ژړل…

شېرمحمد يودم تر لاس ونيوله، کش يې کړه، دواړه په ولاړو تيږو کې کېناستل، نجلۍ په حيرانی ورته کتل، څادر يې په غاړه کې پروت و.

شېرمحمد د کلي خواته ګوته ونيوله، ليرې پر پوله کتار کليوال روان ول.  له يوه سره د موټر له هوا ډک ټوپ ښکارېده، ډله دسيند خواته راتله، تر مخې يې پنډ برېتور سړي ګامونه اخيستل.

شېرمحمد په وارخطايي وويل:

_له دې ځايه بايد لاړ شو.

نجلۍ چيغه کړه:

_ځم، ټولو کليوالو ته وايم چې ورور يې راوژلی.

ولاړه شوه.

شېرمحمد تر لاس ونيوله، په غوسه يې وويل:

_ ته به له ژونده ستړې يې، خو زه  مور او ورور  لرم، که دواړه سره وويني، خدايکه مو وينه  ځمکې ته  پرېږدي.

نجلۍ وويل:

_ته مې هرات ته بيايې؟

_هو!

نجلۍ کېناسته، ډکې سرې شونډې يې وخوځېدې:

_تا قول راسره وکړ!

شېرمحمد روانو کليوالو ته کتل…: يودم يې په وارخطايي وويل:

_ له دې ځايه بايد  لاړ شو.

نجلۍ وويل:

_هلته تلی شو؟

شېرمحمد ور ته وکتل، هغې پورته په پټي کې خړې ولاړې کوټې ته ګوته نيولې وه.

نجلۍ وويل:

_د اوبو پخوانۍ  ژرنده ده.

سړي په ځير کوټې ته وکتل، ژور لښتی د لرګي تر ناوې  پورې غزيدلی و.

دواړه  په لويو ډبرو کې کړوپه ملا روان شول. لښتی وچ و، مازې څنډو ته يې کمه واوره پرته وه.  مخ پورته لاړل، د اوږدې لرګينې ناوې لاندې تېر شول، شېرمحمد غړۍ اوږده کړه، کليوال تر دېوال  پټ ول، په بيړه يې ځانونه کوټې ته ورسول.

کوټې ور نه درلود، دېوالونه يې سوري ول، له بامه هم څو ځايه رڼا رالوېدله.

نجلۍ کونج ته غلې کېناسته، سړي ورته وکتل،  له خيرن څادره  سپين مخ، تر شنو غټو سترګو راګرځېدلي تور اوږده باڼه او پر تندي پراته پيچلي لانده ويښته راوتلي ول.

شېرمحمد ديوال ته مخ ور نږدې کړ، له يوه سوري څخه يې د باندې وکتل ، کليوال  د سيند پر ژۍ مخ کښته روان ول، ټولو اوبو ته کتل، د پنډ برېتور سړي چپلکه په لاس کې وه.

شېرمحمد وويل:

_هغوی فکر کوي چې ته مړه يې.

نجلۍ غريو واخيسته، سلګۍ يې شوې، يودم يې وژړل.

دوې توتکۍ کوټې ته ور ننوتې ، يوې يې په چت کې تر تور لرګي ځان ورساوه، غچا يې شوه، بېرته له وره ووتې.

نجلۍ په ژړا کې وويل:

_کاشکې مړه وای.

سړي هماغسې کليوالو ته کتل…

د نجلۍ شونډې وخوځېدې:

_تا قول راسره کړی، تر هراته به مې بيايې!

شېرمحمد ورته وکتل، تندی يې تريو شو، په نيولي غږ يې وويل:

_زه کور لرم، خلک به څه وايي چې پردی نجلۍ يې راتښتولې ده .

د نجلۍ ژړا زور ونيو:

_د خدای روی  ومنه! تا قول راسره کړی. .

شېرمحمد په خبره کې ورولوېد:

_نه!

نجلۍ چيغه کړه!

_ غيرت لرې!

ولاړه شوه.

شېرمحمد په وره کې ودرېد.

نجلۍ په غريو کې وويل:

_ لار  راکه !

سړی په خبره کې ورولوېد:

_سمه ده، بيايم دي.

_ته دورواغ وايي!

د سړي په تندي کې ګونځې پيدا شوې:

_د غزني په اولياوو  لو ( قسم ) درته خورم.

نجلۍ بېرته کونج ته غلې کېناسته.

شېرمحمد دېوال ته ور نږدې شو،  ليرې، تر هسکو تيږو ور هاخوا د کليوالو سرونه مالومېدل.

د سړي شونډې وخوځېدې:

_د غزني تر ښاره دې بيايم، د هرات موټر ته دې ور خيژوم. نور به په خپله ځې.

نجلۍ ولاړه شوه.

شېرمحمد چيغه کړه!

_ تر هراته درسره ځم.  سمه ده؟

نجلۍ کېناسته.

شېرمحمد پټکی پورته کړ، پر پکه ککری يې له خيرو ډک نوکان تېر کړل، له ځان سره يې وويل:

_ اجب جنجال راته پيدا شو.

نجلۍ ورو ورو   ژړل…

شېرمحمد په غوسه وويل:

_هرات ته څه بلا غواړې؟

نجلۍ غريو واخيسته.

_هلته مې خور ده.

سړي ورته وکتل، په ملنډو يې وويل:

_په لوڅو پښو هرات ته ځې.

نجلۍ پر خپلو سپينو پښو د څادر پيڅکه ورکش کړه.

شېرمحمد وره ته ورنږدې شو، مخامخ يې وکتل،  ورو يې وويل:

_ موږ بايد په ډبرو کې مخ پورته لاړ شو، که تر هغې مخامخ  ټيټې غونډۍ واوړو، خبره خلاصه ده.

ورو له کوټې ووت، لښتي ته کښته شو، شاته يې وکتل، نجلۍ ورپسې وه، شېبه وروسته دواړه د سيند پر غاړه لويو ډبرو ته ورسېدل. مخکی لاړل. اوبه په ټيټه کې روانې وې، پورته  تر تيږو ور هاخوا يواځې د کلي د هدېرې، شنې، زرغونې شناختې ښکارېدلې.

دوی ګړندي ګامونه اخيستل، تر غونډۍ پورې څوک نه ول،  يوځای  يوه بوډا د سيند پر غاړه غواوې اوبه کولې، دوی يوه شېبه د ډبرو په مينځ کې کېناستل، بوډا له غواوو سره پورته پټيو ته وخوت،  شېرمحمد او نجلۍ د غونډۍ تر څنګ شيلې ته منډه کړه.

پورته لاړل، تر غونډۍ راتاو شول، مخامخ يې منډه واخيسته، د سيند د څپو غږ ورو ورو ليرې کېده.

شېرمحمد مخکې و، شا ته په څادر کې تاو شوې نجلۍ لوڅې پښې منډې پسې وهلې… سړی تر يوې ټيټې غونډۍ واوښت، په يوه لويه ډبره کېناست، شاته يې وکتل، نجلۍ ليرې وه.

شېرمحـمد ژوره ساه واخيسته، تر څنګ يې وکتل، د کلي څنډه ښکارېدله، کورونه په ټيټه کې پراته ول،  د شنو څلور کونجه پټيو په غاړو د چنارونو بې پاڼو څانګې برېښيدلې، سيند کوږ، ووږ  روان و.

مخ يې وګرځاوه، نجلۍ په يوه هواره ډبره ناسته وه،  سر يې ځوړند و، تېزه تېزه سا ه  يې وهله…

شېرمحمد ولاړ شو. نجلۍ په بيړه ورته وکتل، په خواره خوله يې وويل:

_د خدای له پاره، يوه شېبه دمه کوم.

سړي حرکت وکړ،  د غونډۍ په پيڅکه کې مخ کښته لاړ. شاته د نجلۍ د ساه ايستلو غږ اورېدل کېده.

نجلۍ اخ کړل، شېرمحمد ور وکتل،  ناسته وه.  د کيڼې پښې غټ نوک يې پورته ولاړ و، له بټې ( غټې )  ګوتې يې وينې روانې وې.

سړی په يوه تيږه کېناست، تندی يې تريو شو، په غوسه يې وويل:

_کمه لاره نه ده، په لوڅو پښو نه شې تلی.

نجلۍ خپله پښه ټينګه نيولې وه.

شېرمحمد ولاړ شو، نجلۍ نا امېده ورته وکتل، د سړي لمر سوځولي تور تندی ګونځو ونيو، په خشکه يې وويل:

_يوه ورځ مزل لرو.

حرکت يې وکړ، نجلۍ ګوډه_ ګوډه پسې روانه شوه.

دواړو د اوږدې غزېدلې غونډۍ په پيڅکه کې ګامونه اخيستل، سيورو ته ځای ځای واوره پرته وه، خو لمر ته غونډۍ تورې وې، کله کله به نوی رابوټيدلي ژېړ ګلان په مخه ورغلل، ترخو او اغزو وړې پاڼې کړې وې، ځای ځای  به سپين پتنګان له بوټو پورته شول.

پاو وروسته سړی د غونډۍ سر ته وخوت، خو نجلۍ لا د غونډۍ په نيمايي کې وه.  کله کله به ودرېده، پورته به يې وکتل، په لويو ډبرو پسې به يې لاس ونيو، بېرته به يې  ګام واخيست. شېرمحمد تر ډېره د غونډۍ پر سر ناست و، سوړ باد چلېده، لمر ته سپينې وريځې ور روانې وې.

ښه شېبه ووته، نجلۍ د غونډۍ سر ته ورسېده، دې تېزه تېزه ساه وهله، د کيڼې پښې ټولې ګوتې يې په وينو سرې وې.

نجلۍ څنګ ته  کېناسته، سړي ورته وکتل،  هغې له پوندې ازغی ايست، پر سپين  تندي يې مړه خوله پرته وه.

شېرمحمد د خپل کوټ ځنځير کش کړ، ويې ايست، د تبر تېره څوکه يې د کوټ د لستوڼي د اوږې برخې ته سيخه کړه، لستوڼۍ بيل شو.

نجلۍ په حيرانۍ ورته کتل…

سړي لستوڼی په مينځ کې نيم کړ، بوټونه يې واېستل،  پرته له دې چې سر پورته کړې، ورو يې وويل:

_څادر.

نجلۍ څادر ور وغورځاوه، لوڅ سر د يوې تيږې شاته کېناسته.

سړي  له څادر څخه څو نرۍ تراډې وايستې.

شېبه وروسته ولاړ شو،  ورو يې وويل:

_تلی شم.

نجلۍ غړۍ اوږده کړه، سړي خپلو پښو ته د کوټ  لستوڼي ور اغوستې وو، د څادر نرۍ تراډې ترې تاوې وې.

نجلۍ وخندل، شېرمحمد په بيړه ورته وکتل، د هغې سپين غاښونه ښکارېدل، يودم يې سرې ډکې شونډې سره ورغلې، په شنو سترګو کې يې اوښکې  راټولې شوې، غلی کېناسته.

شېرمحمد پر ځمکه پر اته بوټونه  په پښه ووهل، ورو يې وويل:

_دا په پښو  که.

روان شو.

نجلۍ يوه پاتې شوې ټوټه ور پورته کړه، د کيڼې پښې بټه ګوته يې پرې وتړله، پلاستيکي ازاد بوټونه يې په پښو کړل، په څادر کې يې ځان وپيچه، ګام يې واخيست،  تر لوڅو پښو ښه ول.

دوی ښه شېبه مزل وکړ، اسمان وريځو نيولی و، سوړ باد چلېده.

پاو ووت، اسمان  وغړمبېد، پر ځمکه د باران څاڅکي را پرېوتل. باران تېز شو. غونډۍ هواره وه، د پټېدو ځای نه ښکارېده.

دواړه روان ول، د شېرمحمد په پښو پسې په خټو لړلې اوږدې تراډې کرښېدې. يو ځای هسکې تيږې په مخه ورغلې، ورنږدې شول، يوه پلنه تيږه د دېوال غوندې ولاړه وه، ولي يې ورته ولګول، د باران څاڅکې يې تر پښو پورې رسېدل.

شېرمحمد ځړېدلې ټوټې ور پورته کړې، کلکې غوټې يې ور واچولې، نجلۍ ته يې وکتل، په لانده ، لنډ څادر کې سره راټوله ناسته وه.  ژامې يې لړزېدې…

شېرمحمد ځمکې ته وکتل ، ورو يې وويل:

_نوم دې څه دی؟

_تورپيکۍ.

_خور دې په هرات کې واده ده؟

ځواب يې وانه ورېد.

شېرمحمد سر پورته کړ، د نجلۍپه سترګو کې اوښکې راټولې وې.

سړي بېرته ځمکې ته وکتل.

تورپيکۍ وويل:

_هو.

يو دم غريو واخيسته، سلګۍ يې شوې، په ژړغوني غږ يې وويل:

_زما ورورکی دې څنګه پيدا کړ؟

شېرمحمد په بېړه ورته وکتل، نجلۍ پورته وريځو ته شنې سترګې نيولې وې، په سپينه زنه پورې يې رڼه اوښکه ځړېدله.

سړي بېرته ځمکې ته وکتل:

_په کارېز کې!

_خراب شوی و؟

شېرمحمد وويل:

_وږې يې؟

_نه.

_ځو؟

تورپيکۍ هماغسې ورېځو ته کتل.

شېرمحمد وټوخل:

_ناوخته دی.

نجلۍ په غريو  وويل:

_اخر يې په بلا وخوړ.

غلې شوه، بېرته يې شونډې وخوځېدې:

_ډېر مې ورته وويل چې له تره  ليرې ګرځه، نه يې منله، خپل حق يې غوښت.

شېرمحمد په خبره کې ورولوېد:

_د څه شي حق؟

د تورپيکۍ سلګۍ شوې:

_ورور مې د پلار يو زوی و، د نيکه ډېر جايداد ور رسېده، ځمکه، باغ، کلا، په هرڅه کې بايد سم نيمايي پړی اچول شوی وای.

_پلار دې مړ دی؟

نجلۍ سړه ساه و اېسته:

_هو! دا څلور کاله مخکې خبره ده، په کوټه کې سره ناست وو، تره مې ښکاري ټوپک پاکاوه، ډز شو، پلار مې په زړه ولګېد، ځای په ځای يې ساه ورکړه، تره مې ژړل، ځان يې له ځمکې ځمکې ويشت، خو زه اوس وپوهېدم چې له قصده يې د توپک خوله ور اړولې وه.

تورپيکۍ غلې شوه.

شېرمحمد وويل:

هماغه برېتور سړی دې تره دی؟

_هو.

او هغه دوه نور هم د تره زامن؟

تورپيکۍ اوږده باڼه سره وروستل.

شېرمحمد وويل:

_ورور دې واده درلود؟

_نه! تر پينځه ويشت کلنۍ اوښتی و، خو تره مې ويل چې تر اوسه لا سره خوله هلک دی، وخت شته.  يوه ورځ يې د تره له زامنو سره د ځمکې په سر وخوړل، دوی دوه وو، ښه يې تر ډبو ويست، ورور مې سرې وينې کورته راغی، ټوپک يې پسې غوښت، کوران شريف مې ورته ونيو، په سبا مې ورياده کړه چې د يوڅه وخت له پاره يوې خواته لاړ شي، نه يې منله، پښو ته ور ولوېدم، راضي شو، ويې ويل چې ايران ته ځې. د لارې د خرڅ له پاره مې له موره راپاتې شوې غاړه ګۍ ورکړه، په هماغه ورځ ښار ته لاړ، کله چې بېرته راغی، څو نوټونه يې راوښودل، ويل يې، ډالر دي، ډېر ځای نه نيسي، له غلو نه يې په اسانی پټولی شي.

تورپيکۍ سړه ساه واخيسته، غلی شوه.

شېرمحمد وويل:

_له کومه پوه شوې چې ورور دې دوی وژلی؟

نجلۍ يودم ټکان وخوړ، چيغه يې کړه، څادر يې وغورځاوه، غاړې ته يې لاس کړ، خړه، وړه څرمښکۍ په ځمکه ولوېده.

شېرمحمد وخندل:

_بې ازاره ده، ته ورته وګوره! د يخنۍ له لاسه  منډه نه شې اخيستی.

تورپيکۍ ځمکې ته کتل، څرمښکۍ په يوه لويشت لوړ ځای نه شوای ختلی، وړې ژېړې پښې يې خوځولې…

نجلۍ بېرته په څادر کې ځان ونغاړه، غلې کېناسته.

شېرمحمد وويل:

_له کومه پوه شوې چې ورور دې دوی وژلی؟

تورپيکۍ سړه ساه واخيسته، ورو يې وويل:

_د سهار اور زه بلوم، هر وخت د ملا تر اذان مخکې راوېښېږم، اول به تناره ته تلم، تره ته به مې د اوداسه له پاره تودې اوبه په بدنۍ کې اچولې، وروسته به مې د اور غم خوړ.  نن وختې خوب  نه راته، دالان ته لاړم، په تناره کې مې له بېګانيو تودو اوبو بدنۍ ډکه کړه، کله چې د تره کوټې ته ورنږدې شوم، له کاوړه ( غوسې )  ډک غږ مې واورېد، په دروازه کې ودرېدم. تره مې په غوسه و، ويل يې چې ګلاب  يې بايد تر خاورو لاندې کړی وای، ولې يې په کارېزه  کې اچاوه.

تورپيکۍ غلی شوه.

شېرمحمد په بيړه وويل:

_بيا؟

نجلۍ غريو واخيسته:

_زړه مې تر خولې راووت، دروازه مې خلاصه کړه،  تره او د تره دواړه زامن يې  ناست ول، په غولي زما د  ورور  خلاصه تذکره پرته وه.

شېرمحمد وويل:

_باران ودرېد، نه ځو؟

نجلۍ څرمښکۍ ته وچې سترګې نيولې وې،  شونډې يې وخوځېدې:

_د تګ په وخت يې له پلاره پاتې دوې ګوتمۍ هم ورسره واخيستې، ويل يې چې نابلده دی، په بده ورځ به په کار ورشي. کله چې له کوره ته، تر ډېره يې په غيږ کې نيولې وم، ژړل يې، مساپري ته يې زړه نه کېده.

د ورور له تګه وروسته مې د تره زامن هم په ټپ ټپ ( موټرسايکل ) سپاره شول، تر ماښامه ورک ول.

شېرمحمد ولاړ شو، د کوټ په لستوڼو کې تړلې پښې يې په خټه کې ننوتې. ورو يې وويل:

_ځو!

 

( ٩ )

شپه وه، پورته راڼه ستوري ځلېدل…شېرمحمد لرګينې زړې دروازې ته ډبره ونېوله، شېبه وروسته يې د ورور خوبولی غږ واورېد:

_څوک يې؟

_زه يم، شېرمامد!

ځنځير وشرنګېد، دروازه خلاصه شوه.

باز محمد وويل:

_لالا! ناوخته شوې، د ادې مې اندېښنه وه.

شېرمحمد په خبره کې ور ولوېد:

_ځه! څراغ بل که!

د هلک حيران غږ يې واورېد:

_ته څه کوې؟

هيڅ! اودس ماتي ته تېرېږم.

هلک منډه کړه، پر چوتره وخوت.

شېرمحمد ورو وويل:

_راځه!

تورپيکۍ انګړ ته ورغله، په مخامخ کوټه کې څراغ ولګېد، دواړه په بيړه دالان ته ننوتل.

شېرمحمد لاسي بتۍ تاو کړه، سپينه رڼا په تورو لوښو او کاسو ولګېده، د تناره پر سر تېغنه پرته وه، يو ګړۍ دېوال ته ولاړ و، څنګ ته څو ناولې پيالې ايښې وې.  په غاب کې پاتې، يخ وهلي کچالو ښکارېدل.

شېرمحمد وويل:

_يوې خواته پرېوزه، سهار په خړه کې به ځو، هيڅوک هم نه خبريږي.

په بيړه له دالانه ووت، په چوتره کې يې له پښو تاو شوې ټوټې خلاصې کړې، بام ته يې واچولې، کوټې ته ورغی.

مور يې په بړستنه کې ناسته وه، د ککرۍ په برخه کې يې ټکری څيرې و، راوتلي خيرن، ببر وېښته يې پورته ولاړ ول.

ښځې په وارخطايي وويل:

_اندېښنه مو شوه.

شېرمحمد وخندل:

_باران و، لاره هم ډېره وه.

د باز محمد حيرانه غږ يې واورېد:

_لالا! لستوڼی دې نشته.

سړي په بيړه کوټ ويست، کونج ته يې واچاوه. په خندا يې وويل:

_هسې! وشکېد.

ښځه په خبره کې ورولوېده:

_جنګ دې کړی؟

_نه.

هلک وويل:

_څادر دې چېرته دی؟

شېرمحمد وارخطا شو:

_په، په چوتره کې مې واچاوه، لوند و.

ښځې وويل:

_امانت دې ور وسپاره؟

شېرمحمد وخندل:

_هو.

_څه يې ويل، د مړي د وړلو له پاره څه وخت راځي؟

_خدای خبر!  ژر.

ښځې بړستن ليرې کړه، ورو يې وويل:

_ زه به ډوډۍ درته راوړم.

د سړي رنګ والوت:

_نه! وږی نه يم.

_زويه! الوګان تيار دي، په تناره کې به يې ټيټ کم، ژر تودېږي.

شېرمحمد وخندل:

_موړ يم، زړه ته مې نه کيږي، د مړي خپلوان ښه خلک وو، ويې نازولم، سهار يې په پاستي کې لږ کوچ هم راته ونغاړل، ويل يې چې ستړې لاره ده، وږی به شې.

ښځه ولاړه شوه.

د شېرمحمد تندی تريو شو:

_وږی نه يم.

ښځې يوه زړه بړستنه پر توشکه  هواره کړه.

شېرمحمد اوږد وغزېد، څراغ ته يې ور پوکړل، ورو يې وويل:

_ادې! سهار وختي  يو چېرې ځم.

د ښځې حيرانه غږ يې واورېد:

_چېرته؟

سړي وخندل:

_يو پخوانی ملګری مې وليد، د مالونو سوداګر دی، له هزاره جاته غواوي او پسونه راولي، ويل يې چې دا ځل د ډېرو مالونو د راوستلو نيت لرم، راسره لاړ شه، ښه مزدوري به درکم.

ښځې په خواره خوله وويل:

_وۍ زويه!  وخت خراب دی، همدا کارېز کني دې ښه دی، وچه، لنده رارسيږي.

شېرمحمد وخندل:

_زړه مه خوره، درې، څلور ورځې وروسته بېرته راځم.

د ښځې خوبولی غږ يې واورېد:

_خدای دې له سختيو وساته.

شېرمحمد پر اړخ راواووښت، ورو يې وويل:

_ادې! په کور کې څو روپۍ دي؟

غوږ يې ونيو، خرهاری اورېدل کېده.

پاو ووت، سړي د کوټې  له کونجه بړستن ورواخيسته، ورو يې دروازه خلاصه کړه، دباندې سوړ باد چلېده، دالان ته لاړ، د تناره سر لوڅ و، لاندې انګار سره رڼا کوله، تورپيکۍ تناره ته پښې ورغځولې وې.

شېرمحمد بړستنه  په غولي کېښوده، ورو يې وويل:

_هرات ته تګ پيسې غواړي.

د نجلۍ ستړی غږ يې واورېد:

_يو بنګړی به خرڅ کو.

شېرمحمد په بيړه له دالانه ووت.

( ١٠ )

يودم چيغه شوه:

_بلا!

درب شو، ور له دېوال سره ولګېد، کوټه سړې هوا ونيوله.

شېرمحمد لاس په غولي وتپاوه، لاسي بتۍ په ګوتو ورغله، رڼا شوه، د کوټې دروازه خلاصه وه، باز محمد غلی په کونج کې ناست و، سترګې يې رډې راختلې وې.

شېرمحمد په خوبولي غږ وويل:

_څه خبره ده؟

يودم يې زړه ولړزېد.

د اورلګېد دانه بله شوه، څراغ ولګېد، زړې ښځې په وارخطايي وويل:

_څه ټکه را پرېوته؟

د هلک ژبه بنده شوه:

_به، به، بلا!

چيغه يې کړه!

_په دالان کې بلا ده.

شېرمحمد په بيړه ولاړ شو، د کوټې ور يې پورې کړ، په خشکه يې وويل:

_لوی سړی يې! بلا له کومه شوه!

ښځې وويل:

_دا نيمه شپه ګوره! په دالان کې دې څه کول؟

_تږی وم، له ګړي مې اوبه را اخيستې.

شېرمحمد په خبره کې ور ولوېد:

_ماغزه مې مه راخوره، ويده شه!

هلک په وېره وويل:

_لالا! په کوران  که درواغ درته وايم، په دالان کې بلا ده، پښه مې ورسره ولګېده، زګيروی يې شو.

د ښځې شونډې وخوځېدې:

_ورور دې ستړی دی، له خوبه يې مه باسه.

_ادې! بلا ده.

شېرمحمد چيغه کړه!

_چوپ!

هلک په بړستن کې ننوت.

ښځې څراغ ته ور پو کړل.

ښه شېبه ووته، بازمحمد ورو وويل:

_ادې! تږی يم.

څراغ ولګېد.

شېرمحمد په بيړه ور وکتل،  ښځې ټکری په ويښتو ورکش کړ،  ولاړه شوه.

شېرمحمد کېناست، وارخطا يې وويل:

_اوبه زه ورته راوړم.

ولاړ شو، د ښځې له لاسه يې څراغ ور واخيست، له کوټې ووت.

تورپيکۍ پرته وه، د څراغ ژېړه رڼا يې له خيرنې بړستنې په راوتلې سپين مخ لګېدله، سترګې يې پټې وې.

شېرمحمد ګړی کوږ کړ، پلاستيکي بدنۍ تر نيمايي له اوبو ډکه شوه، ولاړ شو، زړه يې تر خولې راووت.

زړه ښځه د دالان په وره کې ولاړه وه، سترګې يې رډې راختلې وې، نجلۍ ته يې کتل…يودم يې له خولې ځګونه راووتل، ړنګه شوه، سر يې د وره له چوکاټ سره ولګېد.

شېرمحمد منډه ور واخيسته، غبرګ لاسونه يې ترې تاو کړل. تورپيکۍ چيغه کړه، کېناسته، په بيړه يې څادر ته لاس ور وغځاوه.

شېرمحمد زړه ښځه په غيږ کې واخيسته، ورو يې وويل:

_څراغ درسره راواخله.

تورپيکۍ په حيرانۍ ورته کتل…

سړی له دالانه ووت.  نجلۍ څراغ پسې واخيست.

شېرمحمد خپله مور په توشکه پرېيسته، هلک دېوال ته ولاړ و، په راوتليو رډو سترګو يې په ګونځې ګونځې څادر کې پيچلې نجلۍ ته کتل…

د ښځې خرهاری شو، چيغه يې کړه، لاس يې په شدت له دېوال سره ولګېد.

شېرمحمد په بيړه تر دواړو مټو ونيوله.  وېې ويل:

_پښې يې ټينګې ونيسه!

تورپيکۍ د ښځې په دواړو پښو لاسونه کېښودل. ښځه يوه شېبه پورته پورته غورځېده، وروسته ارامه پرېوته. تورپيکۍ په وارخطايي وويل:

_پيريان يې دي؟

کوم ځواب يې وانه ورېد.

د نجلۍ شونډې وخوځېدې:

_تندی يې وينې دی.

شېرمحمد څراغ ور نږدې کړ، ورو يې وويل:

_ صندوق وګوره، يوه ټوټه پيدا که!

تورپيکۍ لرګين صندوق ته ور وښوېده، دړه يې پورته کړه، بازمحمد په منډه ورغی، نجلۍ يې په څنګ ووهله، هغې پر غولي لاس کېښود.

هلک په بيړه يوه ټوټه ور پورته کړه، شېرمحمد ته يې ونيوله، سړي په خشکه وويل:

_دا خو پرتوګ دی.

تورپيکۍ په صندوق کې زړې جامې سره وتوشپلې، يو لوی دسمال يې راواخيست، د دسمال يوې څنډې ته غوټه ور لوېدلې وه، خلاصه يې کړه، څو چړموړلې شلګون نوټونه لاندې ولوېدل.  دسمال يې سړي ته ونيو، له غولي يې نوټونه ور پورته کړل.

بازمحمد لاس ور وغځاوه، نوټونه يې د نجلۍ له ګوتو ويستل، په صندوق کې يې واچول.

سړي د خپلې مور تر تندي دسمال تاو کړ، شا ته يې غوټه ور واچوله، غلی کېناست.

تور پيکۍ وره ته نږدې، خړ دېوال ته ولي ولګول، هلک هم پر صندوق سر ايښی و، نجلۍ ته يې په کرکه کتل.

ښه شېبه ووته، هلک په ناستو وېده و، نجلۍ غولي ته کتل، سړي هم خپلې مور ته وچې سترګې نيولې وې.

وخت ووت، چرګانو نارې وهلې، ملا اذان وکړ.

تورپيکۍ ورو ولاړه شوه، لاسي بتۍ يې له غولي ورپورته کړه، له کوټې ووته. .

پاو ووت، د ښځی زګيروی شو، سترګې يې رڼې کړې، شېرمحـمد ته يې وکتل، مخ يې دېوال ته ور وګرځاوه.

سړي وويل:

_ادې! ته سمه نه يې  پوه شوې.

ښځې پزه پورته کش کړه، غريو واخيسته.

د سړي شونډې وځوځېدې:

_زه به ټوله کيسه درته وکم.

ښځې په نيولې غږ وويل:

_دا مرداره دې له کومه کړه؟

ويې ژړل، ديوال ته ور نږدې شوه.

د شېرمحمد تندی تريو شو:

_خبره خو واوره!

ښځې ژړل…

سړی غلی و.

ښځې په ژړا کې وويل:

_ پزه دې را پرې کړه!

د شېرمحمد شونډې وخوځېدې:

_تورپيکۍ نوميږي.

ښځه په خبره کې ور ولوېده:

_زار ( زهر ) دې تر خوله سه، شرميږې نه، نوم يې هم اخلی.

سړي چيغه کړه:

_دا دهغه مړي خور ده، ورور يې تربرونو ور وژلی، دې هم ځان سيند ته واچاوه، له اوبو مې راويسته، بله چاره نه وه،  دا بايد تر هراته ورسوم، هلته يې خور اوسيږي. پوه شوې!!!

ښځې خپل سر ته لاس ور ووړ، په نيولي غږ يې وويل:

_ د خلکو خولې به څنګه بندې کړې، ځوانه نجلۍ دې کورته راوستې، کوم يوه ته به لووې ( قسمونه ) خورې چې راتښتولې دي نه ده.

شېرمحمد غولي  ته کتل.

ښځې وويل:

_همدا اوس يې له کوره وباسه!

سړي چيغه کړه!

_چېرته لاړه شي!

_بلا مې ورپسې، موږ خو يې ذمه نه ده اخيستې.

شېرمحمد وويل:

_ګوره ادې!  له خدايه ډار په کاردی! اوس خو رڼا شوه، نه يې له کوره ايستی شم او نه هم چېرته ورسره تلی شم، نن ورځ به ورته وګورو، که خدای کول، سبا به يې د ملا تر اذان مخکې له کوره وباسم، تر هراته به ورسره لاړ شم، ثواب دی، څوک خبريږي؟

ښځه په خبره کې ور ولوېد:

_ولې! له لوټې خو نه ده پيدا!  پلارګنۍ لري، ته يې بدي کولای شې؟

_هغوی فکر کوي چې مړه ده،  نه خبريږي.

ښځه ورور ورو سونګېدله…

بازمحمد وټوخل.

شېرمحمد وويل:

_وه هلکه! پام چې چا ته دې تر خولې ونه وځي!

هلک وارخطا سترګې  ور واړولې.

شېرمحمد چوترې ته لاړ، رڼا وه، په اسمان کې سرخې ښکارېده. سړي په يخو اوبو اودس وکړ، بېرته کوټې ته ننوت.

ښه شېبه ووته، د لمر ژېړې،  بېسېکه وړانګې د پردې پر پاسنۍ برخه لګېدلې. زړه ښځه هماغسې پرته وه، سړی په بړستن کې ناست و، هلک هم لرګين صندوق ته ولي لګولي ول، غولي ته يې کتل…
د وره کړپ شو، باز محمد ورته وکتل، تورپيکۍ ګليمي دسترخوان هوار کړ، پيالې وکړنګېدې، سړي په بيړه له سره بړستن ليرې کړه، پر دسترخوان څو پاستي، پيالې او توره چايجوشه ايښي ول.

تورپيکۍ په ريږدېدلي غږ وويل:

_بوره مې پيدا نه کړه!

ښځې ور وکتل، چيغه يې کړه:

_ووزه بېشرمې نجلۍ، په کور هم  راګډه شوې!

تورپيکۍ وژړل، په منډه له کوټې ووته.

ښځې بېرته مخ دېوال ته ور وګرځاوه.

شېرمحمد ورو وويل:

_بوره را واخله.

باز محمد له تاخچې زنګنه قوطۍ ور واخيسته، پر دسترخوان يې کېښوده، بېرته په خپل ځای کېناست.

سړي پاستي ته لاس ور وغځاوه، تود  و، يو سوځيدلی ځای هم نه پکې ليدل کېده.

وخت ووت، په دسترخوان درې پيالې ايښی وې، يواځې په يوې کې  د چايو شمه ښکارېدله.

شېرمحمد ولاړشو، دالان ته لاړ. هرڅه منظم وو، غابونه پرېمينځل شوي ول، پلاستيکي فرش جارو  ښکارېده، په تناره کې اور بل و.

شېرمحمد د دالانه په وره کې په جګو پښو کېناست، تورپيکۍ ته يې وکتل، پزه يې د تناره په اېرو توره وه، ورو يې وويل:

_لمر راوخوت، نن تګ نه کيږي.

نجلۍ غلې دېوال ته ناسته وه.

شېرمحمد سوړ اسويلی ويست.

نجلۍ وويل:

_تاسو ته مې غم جوړ کړ.

شېرمحمد له دالانه ووت، کوټې ته لاړ، باز محمد نه و، مور يې هماغسې پرته وه.

سړی کېناست، پياله يې له چايو ډکه کړه، ورو يې وويل:

_ادې!  ضد مه کوه، چای وخوره!

ښځې حرکت ونه کړ.

د کوټې دروازه خلاصه شوه، بازمحمد په وره کې ودرېد، په ستړې ساه يې وويل:

_لالا! ګلمير خبر دی.

د سړي زړه ولړزېد، زړه ښځه په ځای کې کېناسته، سترګې يې رډې راختلې وې.

شېرمحمد وويل:

_له کومه؟

_ويل يې چې کوچيني ورور يې د شپې بولي کړې وې، سهار يې مور توشکه بام ته خېژوله چې زموږ په سرای کې يې نجلۍ ليدلې وه.

زړې ښځې په غريو کې وويل:

_اوس مو مخ تور شو.

د باز محمد شونډې وخوځېدې:

_ګلمير پوښتنه کوله  چې هغه نجلۍ څوک ده؟

شېرمحمد وويل:

_تا څه ځواب ورکړ؟

_هيڅ! منډه مې راواخيسته.

زړه ښځه اوږده وغزېده، سونګی يې شو، بړستن يې پر سر ور کش کړه.

دروازه وټکېده، د شېرمحمد رنګ والوت، هلک له کوټې ووت، سړی اورسۍ ته ور نږدې شو، د انګړ دروازه نيمکښه وه، باز محمد په دروازه کې ودرېد، بيا يې د کوټې خواته منډه راواخيسته، ويې ويل:

_د ګلمير وړه خور ده، وايي چې يو اورلګيت پور راکه!

د انګړ د دروازې غنجا شوه، شېرمحمد په بيړه له ورسۍ ور وکتل، وړه نجلۍ په انګړ کې ولاړه وه، ببر، سره نښتي ژيړ ويښته يې ول،  شاوخوايې سترګې اړولې.

سړي د اورسۍ پله خلاصه کړه، سر يې د باندې ويست، زوروه چيغه يې تر خولې راووته:

_ووزه له کوره!

نجلۍ په بيړه مخ واړاوه، منډه يې کړه، تندی يې ددروازې له  پلې سره ولګېد، شا په تخته ولوېده، په ژړا له انګړه ووته.

شېرمحمد په غوسه وويل:

_د سپي لور يې د جاسوسی له پاره راليږلې وه.

د ښځې ژړغونی غږ يې واورېد:

_خپله لمن مو په خپله په سر راواړوله.

شېرمحمد چيغه کړه!

_بس که نور! اوس څه وکم، ځان ووژنم که دا!

ښځې ژړل، باز محمد لړزې اخيستی و.

شېرمحمد په خشکه وويل:

_ولي داسې راته ولاړ يې، سره غرمه دې کړه، بلا وهلی يې، غوا له لوږې مړه شوه.

هلک په بېړه له کوټې ووت.

سړی په خپل ځای کېناست، سر يې پر زنګنو ولګاوه.

ښځينه غږ يې واورېد:

_د بازمامد مورې!

زړه ښځه په بيړه کېناسته، ټکری يې په سر سم کړ، په منډه د باندې ووته.

شېرمحمد ورسۍ ته ورنږدې شو، په انګړ کې چاغې ښځې د وړې نجلۍ لاس نيولی و.

د شېرمحمد مور ورمخته شوه، چاغې ښځې په ګيله من انداز وويل:

_د خدای پار دی، دا نجلۍ نو د وهلو ده؟

د شېرمحمد مور په خواره خوله وويل:

_د ګل مير مورې! خدايکه يې لاس ور وړی وي.

چاغې ښځې د وړې نجلۍ پر تندي لاس کېښود:

_وی ترورې! دا نجلۍ خو دورواغ نه وايي، تندي ته يې وګوره، څومره پړسيدلی دی.

زړه ښځه ور مخته شوه، نجلۍ يې پر تندي ښکل کړه.

چاغې ښځې يودم وخندل:

_هغه نجلۍ څوک ده؟

زړې ښځې په بيړه وويل:

_کومه نجلۍ؟

_وی ترورې!  ځان ولې ناګاره اچوې، په خپله مې له بامه وليده، تکه سپينه، نرۍ نجلۍ وه،  په چوتره کې يې پيالې پريوللې.

زړه ښځه وارخطا شوه:

_هغه، هغه

شېرمحمد په منډه له کوټې ووت، په چوتره کې ودرېد، چيغه يې کړه!

_ته يې څه کوې؟

چاغی ښځې په خپل مخ ټکرۍ ورکش کړ، په وېرېدلي غږ يې وويل:

_وۍ وروره! پوښتنه خو بد کار نه دی.

شېرمحمد چيغه کړه!

_په تا پورې اړه نه لري، ووځه له کوره!

ښځې وړه نجلۍ له لاسه ونيوله، په منډه له دروازې ووته.

زړه ښځه د چوترې پر ژۍ کېناسته، سر يې وځړېد، يو دم يې  وژړل.

شېرمحمد ورميږ کوږ کړ.  تورپيکۍ د دالان په وره کې ولاړه وه، ځان يې په څادر کې پيچلۍ و،  وارخطا ښکارېده.

شېرمحمد د انګړ دروازې ته وکتل، دوه تنکي ځوانان په کوڅه کې ولاړول، نجلۍ ته يې وچې سترګې نيولې وې.

شېرمحمد تر چوترې کښته شو، ځوانانو منډه واخيسته، سړی ورغی، دروازه يې پورې کړه. نيغ کوټې ته لاړ، شېبه وروسته بېرته راووت، د دالان خوا ته يې ګام واخيست،  زړې ښځې ورته وکتل، يودم ولاړه شوه،  د سړي له ګوتو يې تور خيرن ټيکری ويست، په غوسه يې وويل:

_دا زما ټيکری دی.

شېرمحمـد يوه شېبه ولاړ و، بيا د چوترې پر ژۍ کېناست، ورو يې وويل:

_ادې! تر اوسه کومې نجلۍ زما صفت درته کړی دی؟

زړې ښځې په حيرانۍ ورته وکتل.

د سړي سر وځړېد:

_ته ووايه! دا نجلۍ به ولې په ما پسې راتله؟

ښځه غلې وه.

شېرمحمـد سوړ اسويلی ويست، ورو يې وويل:

تر دېرشو اوښتی يم، خو تر اوسه يوې نجلۍ هم نه دي راته خندلي، که خندا هم ورغلې وې، زما په پزه پورې يې خندلي دي، ان تا به هم تر اوسه له زړه  نه يم ښکل کړی. ته ووايه! کوم رنګ، کوم کمال، کوم مال، کوم دولت، دا نجلۍ به ولي په ما پسې راتله؟

شېرمحمد غلی شو، ترخه موسکا يې پر خړو شونډو وغځېده، ورو يې وويل:

دا نه چې زه زړه نه لرم، څوک مې نه خوښيږي، خو زه په خپله هم کومې نجلۍ ته نه شم کتلای، فکر رالويږې چې ټوله دنيا راپورې خاندي، ان په وړکتوب کې به مېږو او اوزو هم راپورې  خندل،  له ما به يې بد راتلل، ليرې به رانه ګرځېدې،  اوس هم په کلي کې يواځې ټوکو ته جوړ يم، که په جومات کې د بدرنګۍ خبره رامينځته شي، ما مثال ورکوي، ان په انسانانو کې مې نه شميرې، نو دا نجلۍ به ولې راپسې راتله؟ ته ووايه!  په يوه شپه کې بيا بل  نارينه ورباندې ورور شو او  راسره جوړه شوه.

د انګړ دروازه وټکېده، شېرمحمد ولاړ شو، د ښځې په سترګو کې اوښکې راټولې وې. نجلۍ د دالان په وره کې ناسته وه، ژړل يې!

سړي دروازه خلاصه کړه، زړه يې ولړزېد، درې تنه ولاړ ول.

شېرمحمد شاته وکتل، زړې ښځې ته يې اشاره وکړه، هغه په کوټه ننوته.

شېرمحمد په لوړ غږ وويل:

_راځئ!

بوډا تر مخ و، لکړه يې لګوله، دوو نورو له عمره پخو سړو ټيټ سرونه نيولي ول.

بوډا چوترې ته ودرېد، شېرمحمد تر وليو ونيو، سړی پر چوتره وخوت. په رېږديدلي غږ يې وويل:

_شېرمامده زويه، دا ځای ښه دی، پيتاوی لري.

شېرمحمد په منډه له کوټې دوه بالښته راويستل، بوډا لکړه ديوال ته ودروله، بالښت ته کېناست، دوو نورو کليوالو مخامخ پلتۍ ووهلې.

شېرمحمد په ولاړو وويل:

_څه رنګه چای، تور که شين؟

بوډا وټوخل، په رېږديدلي غږ يې وويل:

_همدا اوس له چايو را ولاړ شوم، خوله مې لا توده ده، کېنه زويه! يو څو خبرې به سره وکو.

شېرمحمد پر هوار پلاستيکي فرش کېناست.

ټول غلي ول.

بوډا وخندل، په خندا کې ټوخي واخيست، ورو يې وويل:

_په جومات کې مې سبق ( تلاوت ) وايه چې غلام مامد راغی، ويل يې چې کډې يې له بامه کومه نجلۍ ليدلې وه.

د شېرمحمد سر وځړېد.

بوډا په رېږديدلي غږ وويل:

_زويه! دا رښتيا ده؟

شېرمحمد ځمکې ته کتل…

مخامخ ناست  ډنګر سړي وويل:

_د بازمير زوی هم همدا خبره کوله، ويل يې چې د انګړ له خلاصې دروازې يې کومه پېغله  ليدلې وه. نښه يې دا چې څادر يې اغوستی و.

شېرمحمد په غوسه ور وکتل.

بوډا وويل:

_زويه! دا کوچينی کلی دی، ټول خپل سره پراته يو، يو بل پېژنو، د يوبل کورونه را مالوم دي، پردی سړی له ليرې راکې ښکاري. دا نجلۍ څوک ده او دلته څه کوي.؟

د شېرمحمد شونډې وخوځېدې:

_دا د هغه مړي خور ده چې له کارېزه مو راويست.

د کليوال سترګې رډې راوختې.

بوډا په بيړه وويل:

_نو دلته څه کوي؟

_زه هلته ورغلۍ وم.

کليوالو په حيرانۍ ورته کتل…

بوډا وويل:

_تا هلته څه کول؟  کور دې  يې له کومه پيدا کړ؟

د شېرمحمد سر وځړېد:

_کيسه اوږده ده، ټولې خبرې نه شم درته کولی، دومره درته وايم چې  تره يې د هغې ورور ور وژلی، نجلۍ هم ځان سيند ته واچاوه، له اوبو مې راويسته، قول مې ورسره وکړ چې تر هراته به يې رسوم، هلته يې خور واده ده.

شېرمحمد غلۍ شو، کليوالو وازې خولې  نيولې وې.

بوډا په تريو تندي وويل:

_ښه دي نه دي کړي، کلي ته دې بدې راوړه.

شېرمحمد غلی و.

يوه کليوال وويل:

_اوس هم ناوخته نه دی، احوال به ور وليږو، ورته وبه وايو چې ته نه وې خبر، نجلۍ په پټه درپسې راغلې وه.

شېرمحمد په خبره کې ور ولوېد:

_وژنې يې.

هماغه سړي وويل:

_دا دهغوی کار دی. سپکه يې ور اړولې، بايد چې ويې وژني.

شېرمحمد ځمکې ته کتل.

بوډا وويل:

_نظام الدين په حقه دی، وړه خبره نه ده، وينې به تويې شي.

شېرمحمد غلی و.

بل کليوال وويل:

_ارام کلی دی، بدي مه ورته راوړه!

شېرمحمد په بيړه سر پورته کړ، په غوسه يې وويل:

_بدي ته يې زه ولاړ يم، که مرم، نوزه به مرم، تاسو يې له غمه خلاص ياست.

بوډا لکړې ته لاس ور وغځاوه، په زحمت ولاړ شو، په رېږديدلي غږ يې وويل:

_موږ غاړې درباندې خلاصي کړې، نور دې خپله خوښه، خو يوه خبره مې واوره، دا خلک اخر خبريږي، بيا به اوبه له ورخه تېرې وي.

شېرمحمد غلی و.

کليوال له انګړه ووتل.

زړه ښځه راغله، په چوتره کې کېناسته، په چيغو چيغو يې وژړل.

شېرمحمد ځوړند سر  ناست و.

تورپيکۍ له دالانه راووته، ژړل يې، کوټې ته لاړه.

باز محمد له اوبو ډک سطل غواته کېښود.، سړي ور وکتل، ورو يې وويل:

_زما پټکی راواخله.

هلک کوټې ته لاړ، يودم يې چيغه کړه!

_لالا!

شېرمحمد په منډه ورغی، نجلۍ پر تړلې بستره ناسته وه، سترګې يې پټې وې،  د ښکاري ټوپک توره خوله يې، خپلې سپينې زنې ته نيولې وه.

سړي پرې ور ټوپ کړل، درز شو، کوټه تور لوګي ونيوله.

شېرمحمد ورو نجلۍ ته وکتل، هغه پرته وه ،  يوه خوا مخ يې تک تور ښکارېده.

سړي په بيړه د هغې پرسر ګوتې وتپولې، وينه نه وه، د سوځېدلو ويښتو بوی ته.

زړه ښځه پر نجلۍ ور پرېوته، پر اړخ يې راواړوله، د هغې په تورو پيچلو ويښتو کې يې ګوتې ننه ايستې، نجلۍ سترګې رڼې کړې، وارخطا يې يوې بلې خواته وکتل، يودم يې کوکه کړه، په چيغو چيغو يې وژړل.

ښځې د هغې سر پر خپل ټټر پورې ونيو.

انګړ ته دوه کليوال ور ننوتل، د يوه په لاس کې بېلچه وه. شېرمحـمد له ورسۍ سر ور ويست، ويې ويل:

_له بازمامده خطايي  ټک وشو.

يوه کليوال ور غږ کړ:

_ څوک خو به ژوبل نه وي.

_نه.

دواړه  له انګړه ووتل.

شېرمحمد خپل ورور  ته وکتل، هغه لړزېده.

سړي وويل:

_د انګړ دروازه و تړه.

هلک له کوټې ووت.

شېرمحمد غولي ته وکتل، پلاستيکي فرش وړو لوټو نيولی و.  چت ته يې سترګې ور واړولې، له ټوټې تړلې  مسطح يوه لويشت سوری وه.

تورپيکۍ خپل تندی د ښځې پر ټټر ايښی و، په چيغو چيغو يې ژړل….

ښه شېبه ووته، نجلۍ په ژړا کې وويل:

_زه ځم.

ټول غلي ول.

تورپيکۍ ولاړه شوه، خړ څادر يې په غاړه کې پروت و.

شېرمحمد وويل:

_ته به هېچيرې هم نه ځې.

نجلۍ له کوټې ووته، شېرمحمد پسې ولاړ شو، په چوتره کې يې مخې ته ودرېد، ورو يې وويل:

_لېونتوب مه کوه.

څنګ ته يې وکتل، چاغه ښځه د انګړ تر دېوال ور هاخوا،  پر بام  ولاړه وه.

شېرمحمد، نجلۍ تر مټ ونيوله، دواړه کوټې ته لاړل.

تورپيکې د دېوال کونج ته کېناسته، سر يې وځړېد، په چيغو چيغو يې وژړل…

سړی پر تړلې بستر ه کېناست،  د زړې ښځې په سترګو کې اوښکې راټولې وې.

تورپيکۍ په ژړا کې وويل:

_تاسو ته مې غم راووړ.

ښځه غلې وه.

شېرمحمد  وويل:

_اوس په دې خبرو پسې مه ګرځه! سبا به ځو.

ښځه د باندې ووته، شېبه وروسته د نجلۍ په لوڅو اوږو تور، خيرن ټکرۍ ولوېد.

( ١١ )

سهار وختي و، د ولسوالی په بازار کې د سړک دواړو غاړو ته خړ دوکانونه ولاړ ول، د کورونو غوندې لرګينې دروازې يې لرلې، دروازې پورې وې، يواځې يوځای په چنګکونو پورې غوښن ورنونه راځړېدل، څو ګامه ليرې څلور_ پينځه خيرن سپي پراته ول، سرو ځړېدلو غوښو ته يې مړې سترګې نيولې وې.

شېرمحمد د سړک پر غاړه ولاړ و، ليرې په يوه موټر پسې سپېرې دوړې روانې وې، دوړې د بازار خواته راتلې، شېبه وروسته د سړي تر څنګ په خاورو لړلی سراچه موټر ودرېد. موټروان د څنګ ښېښه کښته کړه، ورو يې وويل:

_ښار ته ځې؟

شېرمحمد ور وکتل، د موټر د مخې سيټ خالي و، شا ته درې تنه ناست  ول.

شېرمحمد وويل:

_له ما سره سياه سره ده.

_موټروان وخندل:

_وروره! د مخې په سيټ کې دوه تنه کېنوو.

_نه! ځای تنګ دی.

د شا دروازه خلاصه شوه، له موټره دوه تنکي ځوانان را کښته شول، يوه يې وويل:

_موږ به مخته لاړ شو.

شېرمحمد شاته وکتل، تورپيکۍخړ دېوال ته ناسته وه، په تور خيرن ټکړی کې يې ځان تاو کړې و، پلاستيکي چوټې ( څپلکې ) يې په پښو وې.

شېرمحمد ور غږ کړ، نجلۍ راغله، لومړی شېرمحمد موټر ته ننوت، بيا نجلۍ کېناسته.

موټر يو پاو په خامه لاره مزل وکړ، نجلۍ په دروازې پورې نښتې وه، کله کله به موټر جمپ وخوړ، ورون  به يې د سړي له ورانه سره ولګېد.

موټر پاخه سړک ته وخوت، په هواره کې  د دواړو تر مينځ څلور ګوتې فاصله وه.

له نيم ساعت مزل وروسته د غزني ښار ته ورسېدل. نېغ زرګرۍ ته لاړل او د سرو زرو يو بنګړی يې خرڅ کړ.

د کندهار تر اډې يې پلی مزل وکړ، په اډه کې لوی_ واړه موټر ولاړ وو، خلک يوې بلې خواته ګرځېدل،  يوه موټروان چيغې وهلې.

_کندار، کندار…

شېرمحمد ورمخته شو. له موټروانه يې د هرات د موټرو پوښتنه وکړه، د موټروان نظر دا و چې هرات ته مستقيما موټر نه ځې، دوی دې اول کندهار ته لاړ شې او هلته دې د هرات موټر ته ور وخېژي.

موټروان نارې کړې!

_کندار، کندار….

يو چا وټوخل، شېرمحمد ور وکتل، د تخت پر سر  ناست بوډا  سترګه ورته ټينګه کړه. دی ورغی، بوډا وويل:

_پيسې دې ډېرې دي؟

شېرمحمد په حيرانۍ ورته کتل.

سړي پياله له چايو ور ډکه کړه، د لاس ګړۍ ته يې وکتل، ورو يې وويل:

_اوو بجو ته له  کابله  بسونه رارسيږي، سيده هرات ته ځې،  هم يې کرايه کمه  ده او هم يې سيټونه هوسا دي.

بوډا په پلاستيکي خيرن غاب کې د اېښې ډوډۍ څنډه ور پرې کړه، ورو يې وويل:

_زه هم هرات ته ځم. سره ملګري به يو.

شېرمحمد نجلۍ ته اشاره وکړه، دواړه د تخت پر سر، کونج ته کېناستل.

شېرمحمد وويل:

_وږې يې؟

کوم ځواب يې وانه ورېد.

سړي سر هسک کړ، تورپيکۍ د لرګين تخت تر څنګ تورو بويناکه اوبو ته کتل.

شېرمحمد وويل:

_وخت ډېر دی، چای به راوغواړو.

نجلۍ ټکان وخوړ:

_څه؟

_له بيګا راهيسې مو څه نه دې خوړلې، چای به راوغواړو.

نجلۍ د ( هو ) په نښه سر وخوځاوه.

شېرمحمد يوه واړه هلک ته اشاره وکړه، هلک ورغی، په لوړ غږ يې وويل:

_کباب، قابلي، کړايي، څه شی درته راوړم؟

سړي چای او وچه ډوډۍ وغوښتل.

هلک له هماغه ځايه ناره کړه!

_دوه چايه!

شېرمحمد د تخت په څنډه کې د لرګې ولاړې تمبې ته ور وښوېد. ملا يې پرې ولګوله، تر څنګ يې تورپيکۍ ته وکتل، يوه خوا غاړه يې ښکاريدله، غوږ يې سور و،  د غوږ د پاسنۍ برخې د پېچلو ويښتو څوکې يې سوځېدلې وې.

شېرمحمد مخ واړاوه، مخامخ د تخت پر ژۍ يو ځوان ناست و، تر غاړې يې برګ دسمال تاو  و، نجلۍ ته يې وچې سترګې نيولې وې.

شېرمحمد، تورپيکۍ ته وکتل، ورو يې وويل:

_ټکرۍ دې سم که!
نجلۍ په بيړه غاړه پټه کړه، شېرمحمد ته يې شنې سترګې ور واړولې، غلې کېناسته.

هلک پر غولې دوه  واړه ګيلاسونه کېښودل، بيا  يې په منډه غبرګې  چاينکې او په پلاستيکې غاب کې وچه ډوډۍ راوړه.

شېرمحمد دواړه ګيلاسونه له چايو ډک کړل، ويې ويل:

_د خدای فضل درباندې وشو.  مړه وې.

نجلۍ ګېلاس له ځمکې ور پورته کړ، شونډې يې وخوځېدې:

_تاته مې بدي پرېښوده.

شېرمحمد وخندل:

_بدۍ ته پلمه نه پيداکيږي، ما خو نه يې راتښتولې،  زه خو دې يواځې تر هراته رسوم.

د تورپيکۍ سر وځړېد.

د يوه هلک ږغ يې واورېد:

_ژاولې اخلې؟

شېرمحمد مخ ور واړاوه، ډنګر هلک په لاس کې ژاولې نيولې وې.

شېرمحمد وويل:

_ژاولې درته واخلم.

تورپيکۍ سر پورته کړ، نرۍ موسکا يې په ډکو شونډو تېره شوه، بېرته يې سر وځړېد:

شېرمحمد وخندل:

_احسان نه درباندې اچوم، خپلې پيسې دې دي.

تورپيکۍ څه ونه ويل، شېرمحـمد، هلک ته د لسو روپو نوټ ونيو، يو پاکټ ژاولې يې نجلۍ ته نږدې پر غولي کېښودې.

نجلۍ لاس ور وغځاوه، پاکټ يې په موټ کې ټينګ ونيو.

شېرمحمد وويل:

_د خور کور دې د هرات په کوم ځای کې دی؟

تورپيکۍ ورته وکتل:

_نه پوهېږم.

سړي په حيرانۍ وويل:

_نوله کومه به يې پيدا کو؟

نجلۍ وويل:

_تېرکال مې خور راغلې وه، ويل يې چې کور ته نږدې يې څو  هسک منارونه دي.

د بوډا غږ يې واورېد:

_ها منارونه ټولو ته مالوم دي، له ليرې ښکاري.

شېرمحمد ور وکتل، بوډا په وړه کتابچه کې څه ليکل.

تورپيکۍ په ټيټ غږ وويل:

_ته هرات ته تللی يې؟

_نه.

دواړه غلي شول.

بوډا په بيړه بوټونه په پښو کړل، په زوټه ( زوره )  يې وويل:

_بس راغی.

شېرمحمد د هوټلي شاګرد ته پيسې ورکړې، دواړه له تخته کښته شول.  بس پر پاخه سړک ولاړ و.  درې سره ور وختل، موټر ډک و، يواځې شاتنۍ اوږده څوکۍ تشه ښکارېدله.  دوی شاتني سيټ ته ځانونه ور ورسول، تورپيکۍ ښيښې ته ور وښوېده، بيا شېرمحمد کېناست، ورپسې بوډا ځای ونيو.

بس يوه شېبه ولاړ و، وروسته يې حرکت وکړ.

شېرمحمد مخامخ وکتل، بس د اوږده تنګ دهلېز غوندې و، دواړو غاړو ته د ناستو مساپرو سرونه ځنګېدل، له پټکو او سر تورو سرونو سره،  ځای ځای شنې چادرۍ  او رنګه ټکري هم ښکارېدل.

تورپيکۍ تر ښېښې د باندې کتل،  بس لمر لوېدو خواته ګړندی روان و، خړ کورونه، شنه باغونه، سپېرې پخڅې او ځای ځای سوځېدلي ټانکرونه  په تېزۍ سره تېرېدل…

وروسته سپېره دښته راغله، کله کله به د اوښانو کتار تېر شو،  کوچياني به چابکې ورسره روانې وې، د ګڼو کميسونو  ګردې لمنې به يې خوځېدلې.

يو ساعت وروسته، موټر په يوه خړ بازار کې ودرېد، کلينر په لوړ غږ وويل چې د بس د ماشين د خولۍ تر پاکېدو پورې مساپر کولای شي چې هوا بدله کړي.

څو تنه له څوکيو پورته شول، شېرمحمد تورپيکۍ  ته سترګې ور واړولې، ورو يې وويل:

_ځو؟

دواړه له موټره کښته شول. يو کوچينۍ بازار و، دواړو غاړو ته يې خړ دوکانونه ښکارېدل، کله کله به د موټرسايکل غرهاری شو.

شېرمحمد يوه دوکان ته ور وګرځېد، څو مالټې يې په پلاستيکي خلطه کې واچولې، راغی،  دواړه د يوه پلچک پر راوتلي هوار سيميټ کېناستل.  سړي يوه  مالټه  سپينه کړه.  تورپيکۍ ته يې وکتل، د سپينې بڼکې غوندې ښکلې او نازکه ورته ښکاره شوه. هغې مخامخ اوږد غځيدلي غره ته کتل.

شېرمحمد وويل:

_دا د قره باغ د ولسوالۍ علاقه ده. غر ناور نوميږي. څوکې يې  کال دوولس مياشتې  سپينې وي.

له دې سره يې نجلۍ ته د مالټو کڅوړه ونيوله. تورپيکۍ  يوه مالټه ور واخيسته.

شېرمحمد وويل:

_په قره باغ کې کارېزونه ډېر دي. زه د مزدورۍ له پاره ورته راغلی يم. له ډېرو کارېزونو مې خټې را اېستلې دي.

تورپيکۍ ته يې وکتل، هغې مالټه خوړه.  موټروان هارنونه وهل…

 

( ١٢ )

هوټلي وويل:

_يواځې يوه تشه کوټه لرو، يوولس سوه اوغانۍ کرايه درباندې راځي.

شېرمحمد، نجلۍ ته وکتل، هغه غلې ولاړه وه، مخامخ پر مېز ايښي لوی تلويزيون ته يې وچې سترګې نيولې وې. د تلويزيون پر پرده څو نجونې څرخېدلې…

هوټلي وويل:

_څه وايې؟

شېرمحمد وارخطا شو:

_څه؟

_کوټه نيسې؟

_هو صيب!

هوټلي د ميز له سره قلم ور واخيست. ورو يې وويل:

_نوم دي؟

شېرمحمد

_ولد؟

_څه

_د پلار نوم؟

_ګل محمد

_دا نجلۍ څه نوميږې؟

د شېرمحمد تندي ګونځې پيدا کړې:

_څه يې کوې؟

هوټلي وخندل:

_موږ بايد د هر مساپر نوم او ادرس وليکو، پوليس يې رانه غواړي، وايي چې د امنيت له پاره ښه دي.

شېرمحمد وويل:

_تورپيکۍ.

د پلار نوم؟

_نه  پوهيږم.

هوټلي په حيرانۍ ورته وکتل.

شېرمحمد وويل:

_د ښځو له پاره الايده ( بيل ) ځای نه لرئ؟

د هوټلي حيراني ډېره شوه، ويې پوښتل:

_دا نجلۍ دې څه ده؟

شېرمحمد وارخطا شو:

_هيڅ، نه، نه، ښځه.

تورپيکۍ په بيړه مخ ور واړاوه، د ګروپ په ژېړه رڼا کې يې بغور ( اننګي )  سره ول،  سر  يې وځړېد.

هوټلي د مېز پر سر د ايښي تليفون ګوشۍ ورپورته کړه. ورو يې وويل:

_لاندې راشه!

شېرمحمد او نجلۍ په حيرانۍ ورته کتل…

لنډ وخت ووت، په توره دريشۍ کې له ونې ټيټ سړی پر زينو راکښته شو، هوټلي د هغه غوږ ته خوله ور نږدې کړه، نوي راغلي سړي  شېرمحمد ته وکتل، ورو يې وويل:

_تذکره لرې؟

شېرمحمد په حيرانۍ ورته کتل…

سړي بله پوښتنه وکړه:

_دا نجلۍ دې څه کيږي؟

د شېرمحمد سترګې رډې راوختې، تورپيکۍ يې تر مټ ونيوله، دواړه د لويې ښېښه يي دروازې خواته روان شول.

سړي پسې  غږ کړ!

_هی! چېرې ځې؟

شېرمحمد مخ ور وانه ړاوه، ده هماغسې د تورپيکۍ مټ ټينګ نيولی و، دواړه د کتار څوکيو تر مخې تېر شول.

هماغه سړي چيغه کړه!

_ودرېږه! نجلۍ دې راتښتولې ده!

شېرمحمد پښو ته زور ورکړ، تورپيکۍ تېزه پسې روانه وه، د خيرن  ټکري پيڅکه يې د يوه مېز پر سر تېره شوه، نمکدانۍ ورغړېده، لاندې پر سپينو کاشيو ولګېده، مالګه باد باد شوه.

دواړه تر ښېښه يي دروازې ووتل، مخامخ يې پر عمومي سړک منډه ور واخيسته، د يوه موټر له ټايرونو کرښنده اواز پورته شو، ودرېد، د څنګ ښېښه ټيټه شوه، يوه ځوان سر راويست، په خشکه يې وويل:

_هی ، لوده، دهاتي.

شېرمحمد ور ونه کتل، يواځې ارته سپږمې يې د سوځيدلې ربړ له  بويه ډکې شوې.  دواړه تر سړک پورې وتل.  په پياده رو کې يې منډه کړه، شېرمحمد په بيړه شاته وکتل، د بندو دوکانونو پر سرونو د ګروپونو ژېړې او سپينې رڼا وي ښکارېدلې، ليرې د هوټل تر مخ په سپينه رڼا کې د تورې دريشۍ والا ولاړ و، يو لاس يې غوږ ته نيولی و، بل لاس يې خوځېده، داسې لکه له چا سره چې په مبايل خبرې کوي.

شېرمحمد يوې کوڅې ته ور تاو شو، نجلۍ وارخطا وه، په سړي پسې يې ګړندي ګامونه اخيستل….

دواړو د کوڅې تر پايه په يوه ساه ځانونه ورسول،  پوخ سړک په مخه ورغی، سړي د نجلۍ مټ پرېښود،  لنډ راتاو شول، د موټر تېزه رڼا يې پر سترګو ولګېده، ګامونه يې ورو کړل، يو کوچينی موټر، په چټکۍ تر څنګ تېر شو.

شېرمحمد سړه ساه واخيسته،  دواړه د سړک پر غاړه غلي روان شول. چوپه چوپتيا وه، دوی يواځې د خپلو بوټونو او څپلکو د تليو ټکا اورېدله، کله کله به له ليرې د يوه موټر ژېړه رڼا د تړلو دوکانونو پر سپينو اهن چادرو ولګېده. نور داسې څه نه وو چې حرکت  ولري.

ځای ځا ی به درې، څلور منزله تاميرونه په مخه ورغلل،په ځينو کې به د ګروپونو ژيړې او سپينې رڼاوي ښکارېدلې.

دوی ښه شېبه مزل وکړ، وروسته تورپيکۍ ودرېده، په نيولې غږ يې وويل:

_چېرې ځو؟

د شېرمحمد سر وځړېد.

نجلۍ تر پاخه لښتي ټوپ کړ، د دوکان پر سيميټي زينه کېناسته.

شېرمحمد يوه شېبه غلی و، بيا ور مخته شو، نجلۍ ته مخامخ ودرېد، د هغې  ټکری  په غاړه کې پروت و، تورو ويښتو يې د ګروپ ژېړې رڼا ته سره لمبه کوله.

شېرمحمد د نجلۍ تر څنګ کېناست، ورو يې وويل:

_زه نه وم ملامت، هوټلي شکي شو، له مجبورۍ مې د( ښځې )  نوم واخيست.

تورپيکۍ په غريو کې وويل:

_کاشکې له هغه سپين ږيري سره تللي وای، څومره ټينګ شو، ويل يې چې خپل کور يې دی. اوس به په دې نيمه شپه کې څه کوو؟

شېرمحمد غلی و.

له مخامخ کوڅې څو کوڅه ډب سپي راووتل، مخکينی سپی ودرېد، نورو سپيو هم پښه ونيوله، يوه شېبه يې په پياده رو کې ناستو بنيادمانو ته  وکتل، بيا د يوه موټر تېزه رڼا پرې ولګېده.  سپيو  حرکت وکړ، د سړک په مينځ کې مخ کښته ليکه روان شول، سرونه يې ځړېدلې وو.

يو موټر ښويه تېر شو، خو يودم يې برېک ونيو، بېرته په شا راغی، د موټر په رڼو ښېښو کې څو ځوانان ښکارېدل، دوی يوه شېبه پر سيميټي زينه دوو ناستو کسانوته وکتل، يودم يې وخندل، د موټر ټايرونه ځای پر ځای تاو شول، له سلنسر څخه  غوټه  تور لوګۍ راووت.

بېرته چوپه چوپتيا شوه. يواځې  د تورپيکۍ د ژامو کړپا اورېدل کېدله… شېرمحمد له خپل ځانه تاو شوی څادر  خلاص کړ،  د نجلۍ پر اوږو يې واچاوه. تورپيکۍ پورته وکتل،  د ګروپ په ژېړه رڼا کې يې شنې غټې سترګې وځلېدې. بېرته يې سر تيټ شو.

شېرمحمد وويل:

_شپه دلته نه شو تېرولی، ساړه دي. بايد يو ځای پيدا کو.

نجلۍ ولاړه شوه، دواړو په پياده رو کې حرکت وکړ، مخکی لاړل، ليرې ، د دوکانونو په مينځ کې ژېړه لويه ښيښه ښکارېدله، دوی هماغه لور ته ور وګرځېدل. غټ  ګروپ راځوړند و، ژېړه رڼا، لاندې پر تور سړک پرته وه.

شېرمحمد ور مخته شو، پر خوله شوې ښيښه يې لاس تېر کړ، خوله د مينځ له خوا وه، نه پاکېده، تندی يې پر ښيښه ولګاوه، د اوبو څاڅکی ورغړېد. په رڼه لېکه کې پر هواره قالينچه څو سوځېدلې وچې ډوډۍ ښکارېدلې،. ور هاخوا د لرګي کوچينی صندوق خلاصه خوله پروت و.

يو ټيټ خوبولی ږغ يې واورېد:

_نان نيست.

شېرمحمد ښيښې ته نوک ونيو، ورو يې وټکوله.

دا ځل له دننه پر ښيښه يو لاس تېر شو، په پاک شوي ځای کې  ډنګره پکه ککرۍ، وړې  چوخنې سترګې او سپينه اوږده ږيره ښکاره شول. .

بوډا خپلې سترګې وموښلې،  په غوسه يې وويل:

_ګپه نميفامي، نان نيست!

يودم غلی شو، په خړ څادر کې پيچلې نجلۍ ته يې وکتل.

بوډا لويه ښېښه کش کړه، د شېرمحمد او تورپيکۍ پر مخونو توده هوا ولګېده.

بوډا وويل:

_مسافر استين؟

شېرمحمد د ( هو ) په نښه سر وخوځاوه.

بوډا ولاړ شو،. د څنګ دروازه يې خلاصه کړه، ورو يې وويل:

_بياين، هوا سرد است.

دواړه نانوايي ته ور ننوتل.

بوډا په بيړه زړه بړستنه تر کونجه ونيوله، توشکه يې ور واخيسته، د تناره تر څنګ يې ويړه کړه، ورو يې وويل:

_بشينين.

دوی کېناستل.

بوډا د بالښت تر څنګ ايښې خولۍ ور پورته کړه، پر سر يې کېښوده، و يې ويل:

_از کجا آمدين؟

کوم ځواب يې وانه ورېد.

ويې خندل:

_پشتون استي؟

شېرمحمد لنډ ځواب ورکړ.

_هو.

بوډا هماغسې په خندا کې وويل:

_فارسي ميفامي؟

ځواب يې وانه ورېد.

_د کوم وطنه راغلې يې؟

_له غزني.

د بوډا خندا زور ونيو، په خوند يې وويل:

_شه، شه، شه، د زيارتونو وطن  راغلی يې.

يو دم يې خپل ښی لاس د سلامۍ په بڼه خپل تندي ته ورنږدې کړ.

_سلام، سلام، زيارتونو ته سلام.

لاس يې کښته کړ، په ماته، ګوډه پښتو يې وويل:

_مسافر خانه ته چرا  نه يې تلی؟

شېرمحمد وويل:

_پيدا مو نه کړه، نابلده يو.

تورپيکۍ ور وکتل، د شېرمحمد سر وځړېد.

بوډا وخندل:

_ډوډۍ مو خوړلئ دئ؟

_نه!

_نن له غزني راغلی يې؟

شېرمحمد وويل:

_هو، سهار لمانځه مال له کوره راووتو، ټوله ورځ مو مزل وکړ، هرات ته  د شپې په دولسو راورسېدو.

بوډا مخامخ پر دېوال را ځړېدلې خيرن ساعت ته وکتل، پاو باندې يوه بجه وه. ورو ولاړ شو، څنګ ته اېښی تر موز يې راواخيست، خيرنو پيالو ته يې لاس ور وغځاوه، دواړه پيالې يې له چايو ډکې کړې،  دوې ، درې وچې سړې ډوډۍ يې پر اخبار کېښودې. ورو يې وويل:

_بخور!

شېرمحمد وچې ډوډۍ ته لاس ور ټيټ کړ.

تورپيکۍ ورو وويل:

_ورته ووايه، آغا  نه پېژني؟

شېرمحمد ور وکتل، د نجلۍ په سپينو بغورو کې سرخې ښکارېده.

شېرمحمد وخندل:

_اصلي نوم يې څه دی؟

_مامد حنيف، انجنير دی!

بوډا وخندل:

_په څوک پسې ګرځې؟

شېرمحمد وويل:

_خور يې ورته ناسته ده، نا بلده يو، درک يې نه شو مالومولی.

د بوډا خندا زور ونيو.

_هرات لوی شار است، اګه ادرس نه وي درسره، نه شې پيدا کولای.

تورپيکۍ يې په خبرو کې ور ولوېده:

_د کور تر څنګ يې هسک منارونه دي.

بوډا هماغسې په خندا کې وويل:

_هلته خو زياد کورونه وجود شته. خير،منارونه  پيدا کول  اسان است، هر ټکسي وان ته ووايي، رسوي .

دواړه غلي شول. د دېوالي ساعت ټکا اورېدل کېدله، کله کله به د چايو د سورولو ( څښلو ) غږ هم پورته شو.

 

( ١٣ )

شېرمحمد جټکه وخوړه، د لاوډ سپيکر تېز غږ يې په غوږو  ننوت، اذان و. شاوخوا يې وکتل، تورپيکۍ تناره ته نږدې پرته وه، خړ څادر پرې هوار و.  بوډا هم له ډک تشت لندو وړو څخه کوچينۍ ذغالې ( پېړې ) بېلولې.

شېرمحمد کېناست، لونګۍ يې تر سر تاو کړه.

د بوډا خوبولی غږ يې واورېد:

_خوب وکړ؟

شېرمحمد سترګې وموښکلې:

_هو

بوډا وويل:

_اوس شاګردان به راځي، شپه تېر شو، نور به لاړه شې.

شېرمحمد ساعت ته وکتل، پاو کمې پنځه بجې وې. پر ښيښه يې لاس تېر کړ،  د باندې لا تياره وه.  ورو يې وويل:

_تورپيکۍ!

نجلۍ وېده وه.

سړي خپل غږ په زوټه کړ!

_تورپيکۍ!

څادر وښورېد.

شېرمحمد وويل:

_سهار دی، ځو به، نانوايي ته خلک راځي.

نجلۍ کېناسته، ټکری يې پر سر سم کړ.

بوډا وويل:

_ټکسي موتروان منارونه مالوم دي.

شېرمحمد بوډا ته  لاس ورکړ او له نجلۍ سره يو ځای له نانوايي ووت. د باندې تياره وه، پورته ستوري ځلېدل،  سوړ باد  چلېده.

دواړه د سړک پر غاړه ورو روان ول، چوپه چوتيا وه، کله کله به د جارو کرښنده اواز پورته شو. دوی تر سړک واوښتل،  څلور لارې په مخه ورغله، يوه تن يوه اوږ ده جارو سړک ته نيولی وه، خاورې يې جارو کولې.

دواړه ورمخته شول، سړی له سنه پوخ ښکارېده، د جامو له پاسه يې نارنجي رنګ ارت  جمپر اغوستی و، هماغسې يې سړک جارو کاوه.

شېرمحمد ورو وويل:

_منارونو ته کومه لاره تللې ده.

سړي هماغسې جارو وهله، پرته له دې چې سر پورته کړې، په لاس يې لوېديځ لورته اشاره وکړه.

دوی تر سړک واوښتل. دوه سړکونه ول، په مينځ کې يې تر يوه ځايه بې پاڼي بوټې او لغړ نيالګی  ښکارېدل. ور هاخوا د ګروپونو رڼا دومره زوروره نه وه چې څه دي ښکاره شي.

دوی ښه شېبه مزل وکړ، ختيځ لور ته اسمان روڼ ښکارېده، ځای ځای به د دوکانونو د اهن چادرونو د پورته کېدو کرښنده اوازونه پورته شول.

يو ځای له يوې کوڅې څو تنه راووتل، ځينې په پټو ګانو کې پټ ول، نورو يې د خپلو جمپرونو او کورتيو په جيبونو کې لاسونه ننه ايستي وو. ټول ځوړند سرونه تېر شول.

شېرمحمد پښه ونيوله، تورپيکۍ ته يې وکتل، ورو يې وويل:

_جومات دی، زه به خدای ياد کم.

نجلۍ د دوکان مخې ته ودرېده. شېرمحمد څو ګامه واخيستل، کړپ شو، شاته يې وکتل، تورپيکۍ ته نږدې، يوه ځوان  د دوکان دروازه خلاصوله، نجلۍ ته يې وچې سترګې نيولې وې.

بېرته ورغی.  تورپيکۍ ته يې اشاره وکړه،  دواړه د سړک پر ژۍ روان شول.

د يوه موټر غږ يې واورېد، شېرمحمد ور وکتل،  ژېړ او سپين رنګ يې درلود.  لاس يې ورته وخوځاوه.  موټر بريک ونيو، پاو ورسته د هسکو منارونو تر څنګ کښته شول.

منارونه تر غاړې پورته ژېړبخون ښکارېدل. خو لاندې کورونه لا په سيوري کې پراته ول، پر پراخ پاخه سړک يو يو موټر تېرېده.

ځينې خلک په کارونو پسې روان ول، تر خولو يې سپين تاوونه پورته کېدل. شېرمحمد يوه دوکان ته ور وګرځېد، له دوکانداره يې د انجنير محمد حنيف د کور پوښتنه وکړه، هغه نه پېژاند. بيا يې پر بايسکل سپور ځوان ودراوه، ځوان  هم د ( نه ) ځواب ورکړ.

وروسته له تورپيکۍ سره يو ځای تر پاخه سړک واوښت، بلې کوڅې ته داخل شول، يوه ماشوم له نل څخه اوبه وړې.  ورغی، په ژبه نه شو ورسره پوه.

دوې، درې، څلور کوڅې  وکتې، څوک چې به په مخه ورتلل ، دراوه به يې، خو يوه ته هم د  انجنير حنيف کور نه و مالوم.

د سهار نهه بجې شوې، دواړه وږي ول، تودې ډوډۍ يې راواخيستې، په کوڅه کې د يوه بند دوکان مخې ته د لرګي پر تخت کېناستل.

غلي ول، د دواړو ژامې  خوځېدلې، وچه ډوډۍ يې خوړه.

شېرمحمد نجلی ته وکتل، پزه او بغور يې سره ول، ورو يې وويل:

_يخني دې کيږي؟

تورپيکۍ د ( نه ) په اشاره سر وخوځاوه. بېرته يې له ډوډۍ څخه وړه ګوله ور بېله کړه.

نږدې ناره شوه!

_نان خشک، اهن های کهنه… دارين، ميخريم!

دواړو ور وکتل، يو بوډا په لاسي کراچۍ پسې روان و. کراچۍ له زړو اوسپنو او شلېدلو پلاستيکي چوټو (څپلکو)  ډکه وه.

شېرمحمد ولاړ شو، له بوډا يې د انجنير حنيف د  کور پوښتنه و کړه. بوډا درېيمې دروازې ته ګوته ونيوله.

تورپيکۍ په چټکی ور مخته شوه. په بيړه يې وويل:

_د غزني دی، دلته په کومه موسسه کې کار کوي.

بوډا وخندل:

_ها ! پشتون است.

تورپيکۍ په لاس کې نېولې ډوډۍ پر اوسپنو کېښوده.  منډه يې واخيسته.

شېرمحمد پسې وکتل. د نجلۍ ټکری په غاړه کې پروت و، تور پيچلې ويښته يې پورته پورته غورځېدل..

کړپ شو، په لرګيني دروازه ننوته.

بوډا ناره کړه.

_نان خشک، اهن های کهنه… دارين، ميخريم!

کراچۍ حرکت وکړ، شېرمحمد لاس ور وغځاوه، توده ډوډۍ يې ورپورته کړه، خپله برخه يې پر اوسپنو کېښوده.

يوه شېبه ودرېد، لينګي يې لړزېدل، زړه يې سستي ورکوله، د ورکې احساس ور لوېدلی و.

تخت ته ورغی، څادر يې ورپورته کړ، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، دروازې ته يې وکتل، ځنځير لا ټال خوړ.

يو دم تيرې چيغې شوې، دورازه په تېزۍ خلاصه شوه، تورپيکۍ په منډه کوڅې ته راووته.

په دروازه کې دوه تنه ودرېدل، چاغه په عمر پخه ښځه او د هغې په عمر ډنګر نارينه.

شېرمحمد منډه ور واخيسته، ښځه په غوسه وه، له خولې يې لاړې بادېدلې، په خشکه يې وويل:

_د غله لورې، په رڼا ورځ د خلکو کورونو ته ورځې.

تورپيکۍ، ټيټ سر،  غلې ولاړه وه، له خيرن تور ټيکري نه راوتلي سپين لاسونه يې لړزېدل.

شېرمحمدپه وارخطايي وويل:

_پام، پام يې نه و، دې وېل چې د خور کور يې دی.

ډنګر سړی په خبره کې ور ولوېد:

_چوپ! د انسان به هم دومره پلنه پزه وه!  دروازه مو نه شوای ټکولای؟

دواړه کور ته ننول، دروازه په شدت له چوکاټ سره ولګېده.

تورپيکۍ وارخطا وه، ټکری او لمن يې لړزېدل.

شېرمحمد وويل:

_راځه!

نجلۍ ځوړند سر پسې روانه شوه. دوی د کوڅې تر پايه پټه خوله ول.

شېرمحمد وويل:

_خوا مه بدوه.

ځواب يې وانه ورېد.

شاته يې وکتل، تورپيکۍ ځوړند سر ولاړه وه.

شېرمحمد ورغی، نجلۍ ژړل….

سړي وويل:

_زړه دي مه خوره، قول دی، د خور کور به دې پيدا کوم.

تورپيکۍ شنې سترګې ور واړولې، بغور  يې لانده ول.

شېرمحمد وخندل:

_زړه ته مې نه لوېده چې ته به دومره کمزورې يې.

د نجلۍ سر وځړېد.

شېرمحمد وويل:

_هه! واخله.

تورپيکۍ ور وکتل. سړي توده ډوډۍ ورته نيولې وه.

نجلۍ په غريو کې وويل:

_ زړه ته مې نه کيږي.

د شېرمحمد لاس هماغسې غځېدلی پاتې شو. نجلۍ ډوډۍ ور واخيسته.

ورو يې وويل:

_زما له لاسه سپک شوې.

شېرمحمد وخندل:

_ دا خبرې راځي.

حرکت يې وکړ، څو ګامه يې واخيستل، غوږ يې ونيو،  د سړک پر وړو تيږو د چوټو د لګېدو اوازونه ورپسې ول.

دوی تر يوولسو بجو په کوڅو کې وګرځېدل، خو درک مالوم نه شو، اخر يو چا مشوره ورکړه چې نوې ښار ته لاړ شي، هلته موسسې ډېرې دي.  کېدای شې کوم چاته مالوم وي.

دواړه په ټکسي کې کېناستل، شل دقيقې وروسته په نوي ښار کې ول.

ښکلې سيمه وه، پراخې او پاکې کوڅې يې درلودې، پاخه، عصري کورونه ډېر ول. د ځينو کورونو مخې ته د لرګي غرفې ښکارېدلې، ځای ځای مسلح کسان ولاړ وو.

شېرمحمد يوې غرفې ته ور وګرځېد، د انجنير حنيف پوښتنه يې وکړه،  منفي ځواب يې واورېد.

بلې کوڅې ته لاړل، له يوه ښکلې درې پوړيزې ودانۍ د تورو ښېښو موټر راووت، شېرمحمد لاس  ورته وخوځاوه، مخکينۍ ښېښه کښته شوه، دوه ځوانان ناست ول، شېرمحمد د انجنير حنيف نوم واخيست، ويې ويل چې په کومه موسسه کې کار کوي، خو مقابل لوري د موسسې د نوم پوښتنه کوله.

دوی د غرمې تر يوې بجې سرګردانه ول، څو کوڅې يې وکتې، نتيجه يې مالومه نه شوه.

دواړه ستړي ستومانه يوه پوخ  دېوال ته کېناستل، يو وسلوال راغی، له هغه ځايه يې ولاړ کړل.

په بله کوڅه کې ډله نجوني په مخه ورغلې، ټولې يو رنګ ښکارېدلې، تورې جامې يې په تن وې، پر ويښتو يې سپين لنډ ټکري پراته ول. له هرې يوې سره بکس ښکارېده.

تورپيکۍ په بيړه له يوې نجلۍ وپوښتل:

_مامد حنيف پيژنې؟ انجنير دی.

نجلۍ په حيرانۍ ورته وکتل، غلې ترې تېره شوه.

نورې نجوني په مخه ورغلې،  هماغسې جامې يې اغوستې وې، خبرې يې کولې، خندل يې…

دوی د کوڅې سر ته ورسېدل، نجوني ډېرې شوې، ټولې د يوه دوه منزله لوی تامير له عمومي دروازې راوتلې. مختلفې ونې يې درلودې، وړې، منځنۍ او لوړې، خو ټولو يو رنګه جامې اغوستې وې.

تورپيکۍ  سپين ديوال ته ولي ولګول، شېرمحمد هغې ته نږدې کېناست. ورو يې وويل:

_مکتبۍ دي.

تورپيکۍ سوړ اسويلی ويست:

_زما د خور لور هم مکتب ته ځي.

غلې شوه، دې به هرې تېرېدونکې نجلۍ ته په ځير ځير کتل….

مخامخ  دوه له عمره پاخه نارينه را روان ول.

شېرمحمد وويل:

_زه به د انجنير حنيف پوښته وکم.

ولاړ شو.

تورپيکۍ غلې وه، شېبه وروسته ، درې نجوني ورته ودرېدې.

تورپيکۍ مخ ور واړاوه، يوې نجلۍ چې تر دوو نورو په ونه لوړه ښکارېده، وويل:

_څوک غواړې؟

تورپيکۍ په بيړه ځواب ورکړ؛

_انجنير حنيف پيژنی؟ دلته په يوه موسسه کې کار کوي، اصل د غزني دی.

نجونو يوبل ته وکتل…

تورپيکۍ وويل:

_خور مې ورته ناسته ده.

له ونې لوړې نجلۍ د ( نه ) ځواب ورکړ.

دوهمې نجلۍ چې مخ يې د نوې ځوانۍ په دانو ډک وو، وويل:

_ويښته دي توني کړېدې؟

تورپيکۍ په حيرانۍ ورته کتل….

له وني لوړې نجلۍ وخندل:

_کليوال خلک توني نه پيژني، ويښته يې خدايي همداسې ښکلي او زيږه دي.

درېيمه نجلۍ په خبره کې ور ولوېده:

_دا طبيعي ښايست لري، ته ورته وګوره، تکې شنې سترګې يې دي، نری پزه او وړه خوله.  ما په تلويزيون کې کټ مټ ددې په څېر نجلۍ ليدلې ده، په انګلستان کې د ښکلا ملکه شوه.

تورپيکۍ په حيرانۍ ورته کتل…

له ونې لوړې نجلۍ وخندل:

_بس! يواځې تود حمام او پاکې جامې غواړي، خدايکه يې په ټول هرات کې جوړه پيدا کې.

نارينه دروند غږ يې واورېد:

_نه يې پيژانده.

نجونو ور وکتل، د  شېرمحمد سر وځړېد.

خندا په ستونو کې راټوله شوه،  وړې نجلۍ پخ وهل، په زوټه يې وخندل، نورو دوو ، خپلو خولو ته ټکري ونيول.

تورپيکۍ په بيړه ولاړه شوه، شنې، غټې سترګې يې  رډې راوختې، په غوسه يې وويل:

_ولې خاندی؟ خپلو مخونو ته مو نه دي کتلې، تر تاسې خو اوس هم ښايسته دی.

ټيټه شوه، وړه ډبره په ګوتو ورغله، نجونو منډه کړه.

شاوخوا يې وکتل، څو نجوني ولاړې وې، په حيرانۍ يې ورته کتل…
شېرمحمد ته يې سترګې ور واړولې، ځمکې ته يې کتل، حرکت يې نه درلود.

د تورپيکۍ شونډې وخوځېدې:

_د سپي لورانو.

يودم يې سړی تر لاس ونيو، په زوټه يې وويل:

_ځه! له دې ځايه ځو.

حرکت يې وکړ، شېرمحمد د ماشوم غوندې پسې روان و.

تورپيکۍ له ځان سره ډونګېدله….

يودم ودرېده، لاس ته يې وکتل، ګوتې يې سستې شوې. سر يې وځړېد.

شېرمحمد مخ ور واړاوه، د نجلۍ اوږدو بڼو پر سپينو غومبرو تېره سيوري جوړ کړي ول.

د سړي وړې سترګې له اوښکو ډکې شوې، ورو يې وويل:

_خو زه له دې خبرو سره عادت يم.

تورپيکۍ نيغ ورته وکتل، شنې، زيږې سترګې يې له غوسې ډکې وې، په خشکه يې وويل:

_خپلو ځانونو ته يې پام نه و، سمې شيشکې وې.

شېرمحمد وخندل:

_راځه، نورې کوڅې لا پاتې دي.

روان شو، مخکې  لاړ، تر څنګ يې وکتل، تورپيکۍ په ټيټ سر ګامونه پسې اخيستل، له خړ ټکرې راوتليو پېچلو ويښتو يې لمر ته سره بخونه رڼا کوله.

 

( ١٤ )

يوه تنکۍ ځوان  د کوټې دروازه خلاصه  کړه، په کيلي بند کې ټومبلې لويه کيلې يې د خيرن ميز پر سر کېښوده، پخپله له کوټې ووت.

تورپيکۍ د وره له ليخکي پښه واړوله، کوته وړه وه، پر سره خيرن فرش يو دوه نفره کټ ايښی و.  پر توشکه کات شوې کمپله ښکارېدله.

شېرمحمد ورغی، په کوته کې بله وړه دروازه يې ټيله کړه، تشناب و، په يوه زاړه کوچيني سطل کې اوبه ښکارېدلې، د اوبو پر سر سره ډولچه ګرځېدله…

ور يې پورې کړ، تورپيکۍ ته يې وکتل، پر کت ځوړند سر ناسته وه.

شېرمحمد وويل:

_بله چاره نه وه.

کوم غږ يې وانه ورېد.

شېرمحمد لويې اورسۍ ته ودرېد، لاندې ګڼه ګوڼه وه، خلک يوې بلې خوا ته روان ول، پر پراخ پاخه سړک د روانو موټرو اوږدې ليکې ښکارېدلې. پرته له دې چې تورپيکۍ ته وګورې ، ويې ويل:

_دا ځای لا ښه دی، نه يې تذکره غوښته او نه يې هم  د پلار، نيکه پوښتنه کوله.

نجلۍ هماغسې غلې ناسته وه.

د سړي شونډې وخوځېدې:

_زه د باندې ځم، ماښام دی، ورځ مو په لوږې تېره کړه، د خوړو له پاره بايد يو څه راوړم.

تورپيکۍ په بيړه ورته وکتل.

شېرمحمد وويل:

_دروازه به د  باندې له خوا درپسې بنده کم.

کيلي يې ور واخيسته، په وره کې يې نوک ونيو، ورو يې وويل:

_په ما باور ولره.

د باندې ووت، يو ځل يې بيا مساپرخانې ته وکتل، ده په شنه رنګه لوحه  کې د کټ رسم په نښه کړ.

په پياده رو کې مخکې لاړ، اذان يې واورېد، جومات و، ور وګرځېد، د ماښام فرض يې په ملا پسې ادا کړل.

يوه لحظه کېناست، کونج ته ناست تنکي ځوانان زنګېدل، تلاوت يې کاوه.

سړک ته ووت، ګروپونه بل ول، غوړ بوی يې په سپږمو ننوت، چپلي کباب پخېده، ورغی، دوه خوراکه يې په اخبار کې ورته تاو کړل.

درې پاوه  وروسته چې يې کله د کوټې د وره په کولپ کې کونجي ( کيلي ) تاوه کړه ، ګروپ بل و،  تورپيکۍ ورسۍ ته نږدې ناسته وه.

نجلۍ  د وره له کړپ سره په بيړه ولاړه شوه، دوه ګامه مخکې راغله، په غريو کې يې وويل:

_څه شوې؟

شېرمحمد په حيرانۍ ورته کتل، د نجلۍ سترګې له اوښکو ډکې وې، وارخطا ښکارېده.

شېرمحمد وويل:

_څه خبره ده؟

د تورپيکۍ سر وځړېد:

_اندېښنه مې شوه.

د شېرمحمد پښې مړې شوې، پر تندي يې نرۍ خوله راغله، لاړ او پر کټ کېناست.

باور يې نه راته، اخر داسې نجلۍ پيدا شوه چې دده په اړه اندېښنه وکړي، دا اندېښنه څومره خوږه وه، ډېره خوږه، له خونده ډکه.

ده په دې شنو سترګو کې څو ځله اوښکې ليدلې وې، خو اوسنيو اوښکو توپير درلود، ډېر توپير، دا شنې سترګې دده له پاره له اوښکو ډکې وې. د داسې چا له پاره چې ټولي دنيا ملنډې پرې وهلې، هيڅ يوې نجلۍ په مينه نه و  ورته کتلي، يوه هم نه وه پسې خپه شوې، خو په لومړي ځل يوه نجلۍ په ده پسې اندېښمنه وه.

د سړي په سترګو کې اوښکې راټولې شوې، د کلي نجوني يې سترګو ته ودرېدې، هغوی هم اوښکې تويي کړې وې، خو له خندا، ډېرې خندا، بېواکه خندا، دومره خندا چې پای يې اوښکې وې. خو د تورپيکۍ اوښکو توپير درلود، دا اوښکې د اندېښنې علامه وه، په ده پسې اندېښنه، داسې اندېښنه چې د زړه له تله وه، يوه ښکلې، له حيا ډکه اندېښنه.

دا له خونده ډکه اندېښنه ډېره ونه غځېده. د کوټې ور ټکېدلی و. شېرمحمد ولاړ شو، هماغه تنکی ځوان و. دی نيغ تشناب ته لاړ، سوځېدلې ګروپ يې بدل کړ، بېرته له کوټې ووت.

شېرمحمد پر لاسونو سړې اوبه تويي کړې، پر کټ کېناست، مېز يې ور وښوياوه. ورو يې وويل:

_راځه.

تورپيکۍ ور وکتل، سړي ګوله جوړوله.

نجلۍ وويل:

_زړه ته مې نه کيږي.

شېرمحمد په ډکه خوله وويل:

_ام م م ، خوند يې بد نه دی. راځه، ټوله ورځ مو په ګرځېدو تېره شوه. د سهار له وچې ډوډۍ پرته مو څه خوړلي دي؟

ځواب يې وانه ورېد.

نجلۍ ته يې وکتل، په تندي يې ډومبک ډومبک خوله پرته وه.

ورو يې وويل:

_تبه دي ده؟

د تورپيکۍ ډکې شونډې وخوځېدې.

_هو، مړه تبه.

شېرمحمد ولاړ شو.

نجلۍ په حيرانۍ ورته وکتل.

سړي وويل:

_ګولۍ درته راوړم.

تورپيکۍ په خبره کې ور ولوېده:

_نه، ښه يم.

شېرمحمد وويل:

که دې تبه ډېره شوه، بيا؟

ځواب يې وانه ورېد.

نجلۍ له اورسۍ د باندې کتل، د ګروپونو ژېړه رڼا، لاندې پر روانو، سرتورو سرونو او خوليو لګېدله.

سړی کېناست، بله ګوله يې شونډو ته ورنږدې کړه، بېرته يې کېښوده، چټک ولاړ شو او له کوټې ووت. لنډه شېبه وروسته بېرته راغی، دوه پاکټه ګولۍ او يو کوچينۍ بوتل اوبه يې پر ميز کېښودل. نجلۍ ته يې وکتل، هماغسې اورسۍ ته نږدې ناسته وه.

شېرمحمد وويل:

_د ډاکټر خبره درته کوم. مخکې تر ګوليو بايد يو څه وخورې.

تورپيکۍ ولاړه شوه، يوه ټوټه چپلې کباب يې په لږه ډوډۍ کې ونغاړه، بوتل او ګولۍ يې ور واخيستې، بېرته اورسۍ ته ور وګرځېده.

ښه شېبه ووته، شېرمحمد ور وکتل، تورپيکۍ  د بوتل سر نه شوای خلاصولی. ورغی، د بوتل له سره يې زيږې ګوتې راتاوې کړې، کړپ شو، پلاستيکي سرپوښ  لاندې ولوېد.

ولاړ شو، څادر يې هوار کړ، نهه  رکاته وروسته چې يې کله دعا کوله، د غاښونو ټکا يې واورېده.  مخ يې واړاوه، نجلۍ لړزې اخيستې وه.

ورو يې وويل:

_ته بايد پرېوزې؟

_خو ما لمونځ نه دی کړی.

سړي څادر ور پرېښود.

کله چې تورپيکۍ د وروستيو دريو رکاتو سلام وګرځاوه. کټ ته يې سترګې ور واوښتې، لويه، کمپله ورباندې هواره وه، يو بالښت کم و. شېرمحمد ته يې وکتل، اورسۍ ته نږدې يې پلتۍ وهلې وې، بالښت يې پر ځنګنو پروت و، غټ، زيږه لاسونه يې پر بالښت ايښي ول.

تورپيکۍ وويل:

_ته پر  کټ  ويده شه.

شېرمحمد وخندل:

_نه، ځمکه ښه ده.

_ نو کمپله در واخله.

شېرمحمد وويل:

_يوه کمپله ده، ته تبه لرې. سړه تبه.

نجلۍ وويل:

_خو يخني ده. لاندې لاړ شه او له هوټلي بله کمپله راواخله.

سړي وخندل:

_نه غواړم چې بيا کوم چا ته شک ور ولوېږې، زه عادت يم، يو وخت مې د  مالونو سوداګرې کوله، ډېرې سړې شپې مې په سارا کې له کمپلې پرته ستورو ته تېرې کړېدي، بس، په دې يوه څادر کې ګوزاره کولی شم. کوټ مې هم تود دی.

تورپيکۍ څه ونه ويل، لاړه او په کمپله کې ننوته.

شېرمحمد د کوټ ځنځير کش کړ، څادر ته يې لاس ور وغځاوه، اوږد پرېوت.

ښه شېبه ووته.

ورو يې وويل:

سهار به بيا منارونو ته ځو، دا وار به د سړک بله غاړه پسې ګورو.

ځواب يې وانه ورېد.

غوږ يې ونيو. د يوه، نيم موټر له تېرېدو وروسته به ، د نجلۍ د ساه ايستلو يو رنګه منظم اوازونه اورېدل کېدل.

ولاړ شو، ګروپ يې مړ کړ، بېرته په خپل ځای پرېووت. د مخامخ تامير د ګروپونو رڼا د کوټې پر دېوالونو لګېدله.

 

( ١٥ )

غرمه وه، نری نری باران اورېده، شېرمحمد او تورپيکۍ ځوړند سرونه په يوه کوڅه کې روان ول. ګامونو يې له ځمکې خټه جلا کوله…دواړه غلي ول.

يوې بندې غرفې ته ور وګرځېدل، لاندې ځمکه وچه وه، د باران څاڅکي پورته له اهن چادره په جوړ شوي سايبان لګېدل.

دواړه ودرېدل.

شېرمحمد په ستړي غږ وويل:

_ښه! اوس؟

ځواب يې وانه ورېد.

سړي کيڼ لورته وکتل، کوڅه پاخه سړک ته وتلې وه. هيڅوک هم نه و، ليرې يو يو موټر تېرېده.

شېرمحمد وويل:

_سهار اوه بجې راوتلي يو، غرمه شوه.

تورپيکۍ ځمکې ته کتل…

سړي مخ ور واړاوه، د نجلۍ له سپينې زنې، راڼه څاڅکي څڅېدل…کېناست، د لرګي غرفې ته يې ملا ولګوله، له ځمکې يې يو خلی ور پورته کړ، په خاورو کې يې کږې ليکې وايستلې.

چوپه چوپتيا وه، په اهن چادر د باران يو لاس څاڅکي لګېدل، د لندو خاورو بوی ته.

تورپيکۍ سوړ اسويلی ويست، ورو يې وويل:

_هماغه سيند ښه و، اوس به بېغمه وم.

شېرمحمد سر پورته کړ، نجلۍ د مخامخ بام له ناوې څخه راتوېدونکو اوبو ته کتل، څو پېچلي نري ويښته يې پر سپينه غاړه سرېښ ول.

شېر محمد ولاړ شو، د نجلۍ تر مخ ودرېد، ورو يې وويل:

_زړه دې مه خوره، زه خو يم، پيدا به شي.

نجلۍ هماغسې ناوې ته کتل… ورو يې وويل:

_ته مهربانه يې.

د سړې سر وځړېد. سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، يوه شېبه غلی و، وروسته يې شونډې وخوځېدې:

_راځه! سړک ته به وخېژو، چېرې به ډوډۍ وخورو، کېدای شې باران  ودرېږي، نورې کوڅې لا پاتې دي.

روان شو، شاته يې مخ واړاوه، تورپيکۍ په خپل ځای ولاړه وه، ده ته يې کتل.

شېرمحمد وخندل:

_راځه!

نجلۍ حرکت وکړ، دواړه غلې روان ول، د سړي  په زړه کې د نجلۍ وروستۍ خبره  په تکرار ډول راګرځېده:

ته مهربانه يې، ته مهربانه يې، ته…

شېرمحمد پر پاخه سړک بوټونه ټکوهل، مړې خټې ترې تويې شوې، خو لا يې هم ذهن د نجلۍ وروستۍ جملې نيولی و.

ته مهربانه يې، ته مهربانه يې، ته…

د موټر تېز هارن يې په غوږو ننوت، ټوپ يې کړل، يوه سره رنګه کرولا يې تر څنګ تېره شوه، خړې اوبه باد شوې، د سړي پر پايڅو ولګېدې.

شېرمحمد په خشکه وويل:

_د غوا زويه.

تورپيکۍ ته يې وکتل، سترګې يې رډې راختلې وې، په هماغه موټر پسې يې کتل…

نجلۍ ناڅاپه چيغه کړه!

_اوښی مې.

په موټر پسې يې منډه واخيسته، بل موټر برېک ونيو، شيرمحمد تر لاس ونيوله، په بېړه يې وويل:

_کومه دی؟

_په ها، هاغه موټر کې.

_کوم موټر؟

_هاغه سور موټر، هماغه چې تاته يې اوبه در وپاشلې.

شېرمحمد يودم  منډه واخيسته، تېزه منډه، تورپيکۍ پسې کتل، دی ګړندۍ روان و، يو ځل د سړک مينځ ته ورغی، د موټرو هارنونه پورته شول، بېرته يې د سړک ژۍ په مخه ورکړه، له پښو څخه يې خړې اوبه بادېدلې، پټکی ورنه ولوېد، ده د لېونيانو په څير منډې وهلې…

تورپيکۍ ګړندۍ پسې روانه وه، مخکی لاړه، لوند پټکی يې له خړو اوبو ورپورته کړ، په خپله سينه پورې يې ونيو.  موټر په يوه کوڅه ننوت، خو سړي لا په پاخه سړک منډې وهلې…..شېبه وروسته دی هم  تر راوتلې دېواله پټ شو.

وخت ووت، تورپيکۍ د کوڅې خولې ته ورسېده. شېرمحمد را روان و، خوله يې له خندا نه سره ټولېده، له خوشالۍ يې چيغه کړه!

_ما نه درته ويل چې پيدا کوو يې؟

تورپيکۍ ورته وکتل، د سړي ټول بدن په خټو لړلۍ و، له ښي لستوڼي څخه يې خړې اوبه څڅېدلې…

شېرمحمد په بېړه پټکی ور واخيست، پر خولۍ يې ړنګ پنګ تاو کړ، په خندا يې وويل:

_پيدا شو، اخير پيدا شو.

تورپيکۍ غلې ولاړه وه،  سړي ته يې کتل…

شېرمحمد وويل:

_راځه!

نجلۍ پسې روانه شوه.

شېرمحمد يو دم ودرېد، تورپيکۍ ته يې وويل:

_ډاډه يې چې انجنير حنيف و؟

نجلۍ د ( هو ) په نښه سر وخوځاوه.

سړي يودم وخندل:

_بس! ستړيا دې ختمه شوه، ته به خپلې خور ته ورشې او زه…

ناڅاپه غلۍ شو، په سترګو کې يې اوښکې راټولې شوې، ترخه موسکا يې پر خړو شونډو وغځېده، خپله خبره يې بشپړه کړه:

_او زه به غزني ته.

تورپيکۍ ورته کتل….

شېرمحمد يودم وخندل:

_اوس نو خوشاله اوسه، خوشاله

مخ يې واړاوه، روان شو. د يوې کوڅې په خوله کې ودرېد، ويې ويل:

_موټر دلته راتاو شو.

تورپيکۍ مخامخ وکتل، کوڅه لنډه وه، دواړو خواوو ته  لس _دولس کورونه ښکارېدل. پای ته يې زراعتي ځمکې پرتې وې.

شېرمحمد وويل:

_موټر لېرې و، خو غلط نه يم، په همدې کوڅه کې راتاو شو. بس، په دې لسو، دولسو کورونو کې يو کور ستا د اوښي دی.

تورپيکۍ غلې ولاړه وه، شېر محمد ته يې کتل…

له يوه کوره يو تنکی ځوان راووت، پر سر يې شکرۍ اېښی وه.

شېرمحمد ور مخته شو، په بېړه يې وويل:

_د انجنير حنيف کور کوم يو دی؟

هلک مخامخ ګوته ونيوله:

_هاغه!  سپينه لويه دروازه چې لري. هاغه دوه منزله نخودي رنګه کور.

سړي په خبره کې ور ولوېد:

_د غزني دی.

هلک وويل:

_هو، زامن يې له ما سره يوځای مکتب ته ځې، مشر يې شفيق نوميږي، بل يې عتيق، وړه خور هم لري، وحيده ورته وايي.

شېرمحمد تورپيکۍ ته مخ ور واړاوه، هغې ځمکې ته کتل.

هلک وويل:

_ زه نانوايي ته ځم، زغالې لندېږي.

شېرمحمد ورغی، د نجلۍ تر مخ ودرېد، ورو يې وويل:

_بيا خو غلط نه يو راغلي؟

تورپيکۍ غريو واخيسته:

_نه.

شېرمحمد وخندل:

_نو بيا ولې ژاړې؟

نجلۍ غلې وه.

شېرمحمد ځمکې ته وکتل، سړه ساه يې  وايسته، ورو يې وويل:

_ښه نو، ما په خپل قول وفا وکړه، ستا د خور کور پيدا شو، زه بايد لاړ شم.

تورپيکۍ په غريو کې وويل:

_دا درواخله.

شېرمحمد سر هسک کړ، نجلۍ درې د سرو زرو بنګړي ورته نيولي وو.

سړي ترخه وخندل:

_ملنډې وهې؟

د تورپيکۍ سلګۍ شوې:

_ما درته ويلي و چې تر هراته مې ورسوه، بنګړي يې ستا.

د شېر محمد د تندې ګونځې سره ورغلې:

_خو ما د پيسو له پاره نه يې راوستې.

يودم يې وخندل، جيب ته يې لاس کړ، نمجن نوټونه يې راويستل. ورو يې وويل:

_ما حساب هم درسره ونه کړ، خو خدای شته، ستا يوه روپۍ مې هم بيځايه نه ده لګولې. بس، يواځې يو زرګون راوبخښه، د بېرته تګ کرايه نه لرم.

تورپيکۍ په غريو کې وويل:

_په جېب کې يې واچوه.

_خو

نجلۍ په خبره کې ورولوېده:

_مه مې شرموه.

سړي پيسې جېب ته کړې، کله چې يې لاس راويست، په ګوتو کې يې يوه آينه نيولې وه.

ورو يې وويل:

_بده يې  مه ګڼه، دا درسره وساته، ښکلې جوړه شوې، ته ورته وګوره، په زرتارو کې يې نيولې ده، کله کله پکې ګوره، نه به دې هېرېږم.

نجلۍ لاس ور وغځاوه، آينه يې په ټټر پورې وينوله. ورو يې وويل:

_څوک وايي چې ته بدرنګه يې؟

شېرمحمد وخندل:

_ملنډې وهې؟

نجلۍ پورته وکتل، له شنو سترګو څخه يې اوښکو منډه واخيسته، په لندو سپينو بغورو کې د باران له څاڅکو سره ګډې شوې، شونډې يې وخوځېدې:

_له زړه وايم.

د شېرمحمد سر وځړېد، ورو يې وويل:

_يوه خبره درته وکم؟

د نجلۍ سلګيو زور واخيست.

_هو

سړي په غريو کې وويل:

_هيڅ

تورپيکۍ هماغسې ور ته کتل…
شېرمحمد مخ واړاوه، په ژړغوني غږ يې وويل:

_ځه.

نجلی روانه شوه. سړي پسې وکتل، هغه ورو  ورو ليرې کېدله، شېبه وروسته سپينې دروازې ته ورسېده، د دروازې پر دستګير يې لاس کېښود. همالته ځوړند سر ودرېده. شېرمحمد مخ واړاوه، لينګې يې لړځېدل، پښو يې سستي  ورکوله ، سترګې يې له اوښکو ډکې وې. دی د زړه په زور څو ګامه مخکې لاړ، خو يودم يې تر شا د اوبو چړپا واورېده، په بېړه يې ور وکتل، تورپيکۍ منډې ور وهلې، ټکرۍ يې په غاړه کې پروت و،  پلاستيکي چوټې  يې له پښو ختلی وې، راغله او د شېرمحمد تر مخ  ځوړند سر ودرېده.

شېرمحمد په حيرانۍ ورته کتل، د تورپيکۍ د اوږدو ويښتو له تاو شويو څوکو څخه  راڼه څاڅکي توېدل.   نجلۍ يوه شېبه غلی وه، دې په تيزې ساه وهله ، وروسته يې په غريو کې وويل:

_يوه خبره درته وکم؟

د سړي ستونی ډک شو:

_هو

د نجلۍ سری شونډې ورپېدې:

_ته راباندې ګران يې.

يودم يې د شېرمحمد پر ټټر سر کېښود، په چيغو چيغو يې وژړل…

د سړي په سترګو کې راټولو اوښکو لار وکړه،  لړزانده ګوتې يې د تورپيکۍ په لندو ويښتو کې ننوتې، د هغې سر يې په خپل ټټر پورې ټينګ کړ.

نجلۍ ژړل او په ژړا کې يې همدا يوه خبره کوله.

_ته راباندې ګران يې، ته راباندې ګران يې، ته…

شېرمحمد خپله زنه د هغې د ککرۍ په پستو، لندو ويښتوايښې وه.  ده څو ګامه ليري، په خړو اوبو کې دوو پرتو پلاستيکي چوټو ته کتل، د چوټو پوندې د سپينې  لويې دروازې خواته وې.

( پای )

١٣٩٠ ل کال د دلوې شلمه _ کابل

2 COMMENTS

  1. واه ډير عالي او ډير په زړه پوری ناول و احمدي صیب په ګوتو دې برکت شه خیر یوسې

  2. داناول مې په داسې وخت کې ولوستم چې لوستل یې معجزه وه. تقریباً په څلورنیمې بجې له دندې لاړم، کتاب مې خلاص کړ، ترهغه مې ولوست چې ترپای يې ورسیدم. نصیراحمد احمدي ته د جنت الفردوس دوعاکوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب