یکشنبه, سپتمبر 19, 2021
Homeادبناولزرو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

زرو (ناول) لیکوال: نصیر احمد احمدي

لومړۍ برخه

له عمره ځوان سړي پر خپلو لندو وروځو خپل خړ شکېدلی لستوڼی تېر کړ؛ هسکې  ونې ته يې وکتل؛ پښه يې وښوېده؛ کوږ شو؛ په غېږ کې نيولي وچ لرګي ترې ولوېدل؛ باد تېز و؛ د ږلۍ وړې دانې يې پر لمر سوځولي مخ،  توره نرۍ غاړه او  چاودو لاسونو تېرې لګېدې.

سړي د ونې پنډې تنې ته خپل خوار ولي ولګول، ټوخي واخيست؛ خولې ته يې لاس ونيو؛ په لاړو کې يې  د وينو سره څاڅکي ښکارېدل.

ږلۍ غټه شوه؛ د ونې پاڼې ګډې ورسره راتلې؛ غولی  ماتو شنو پاڼو او سپينو دا نو ونيو. د سړي ژامې وکړپېدې، خپل خوار زنګنونه يې د ټټر له راوتليو پوښتيو سره ولګول، مخامخ يې وکتل. تېز باد د ونو ګڼې ببرې څانګې پړسولې وې…کله کله به تورې ورېځې وغړمبېدې، د سړي په سترګو کې به د برېښنا سپينه ليکه تېره شوه.

له پورته د لويو تېږو تر مينځ نرۍ اوبه راماتې شوې، اوبو لوېدلې پاڼې او وچ  خلي ټولول… سړي په بېړه ور مېږ کوږ کړ، د ده له غېږې لوېدلي لرګي بچ ول، اوبه په څنګ ترې تېرېدلې.

سړي غولي ته وکتل، خلی يې ور واخيست، د مېږيانو له غاره راوتلې ګردې ګردې وړې خاورې يې هسکې ودرولې.

وخت ووت؛ ږلۍ ودرېده؛  ورېځې د غره پر شنو ونو  راټيټې شوې.

سړی حرکت وکړ؛ د لويو ډبرو څنډو  ته  لا د ږلۍ دانې پرتې وې؛ سپينو دانو له ځمکې خړ رنګ اخيستی و.

سړي وچ لرګي په غېږ کې ونيول، په لويو،  وړو لندو ډبرو کې مخ پورته لاړ، لاندې، په دره کې د سيند غړمبهاری خوت.

دی ګڼو ونو ته ننوت، له شنو پاڼو راڼه څاڅکي راتويېدل… يو ځای ودرېد، سترګې يې څو ځله ټينګې کړې؛ ټيټ شو؛ ګڼ واښه يې سره واړول؛  يوه طوطي  منډه واخيسته، مات،  شين وزر يې له ځانه بېل نيولی و.

سړی ورغی، طوطي يې تر روغ وزر ونيو، طوطي چغهارې کړې.

سړي شاوخوا وکتل، تر يوې هسکې ونې لاندې، په  لندو وښو کې ماته ځاله پرته وه.

سړی  له ګڼو ونو ووت، د غره په لمن کې خلاص ځای و، د چارمغزو  تر  هسکې ببرې  ونې لاندې  له تېږو او لرګيو د جوړې جونګړې  دروازه باد ښوروله….

*    *     *

سړي سترګې وموښلې، د اېږ لوی پوستکی يې له خپل ټټره وښوياوه، شاوخوا يې وکتل، په بېړه  له جونګړې ووت،  طوطي  يې له لندو وښو ور واخيست، ودرېد، يودم يې وويل:

_ها! نه!

طوطي  يې له لاسه ولوېد، منډه يې واخيسته، د يوه قبر تر څنګ ودرېد، درب شو،  زنګنونه  يې په خټو کې ننوتل، په بېړه يې د قبر پر سر ږلۍ وهلي ګلان نېغ ودرول، د لرګي ړنګه شناخته يې سمه کړه، سړه سا يې وايسته:

_اه! زما ښکلې زرو! ما وبښه!

له قبره  رغړېدلې وړې سپينې تېږې يې بېرته پر خپلو ځايونو کېښودې. جونګړې ته ننوت، غلی کېناست.

د طوطي چيغې شوې، سړي  په بېړه ښکاري ټوپک ور واخيست، د باندې ووت، له نارې سره د ګېدړې ببره لکۍ  په ګڼو ونو کې ننوته. سړی ورغی، طوطي يې ور پورته کړ، بېرته جونګړې ته راغی.

طوطي يې د ايږ  پر پوستکې پرېښود، غلی کېناست،  له  ليرې د سيند د اوبو شڼهاری راته.

سړي له زړې کاسې درې چهارمغز ور واخيستل، ډبره يې ورته ونيوله، سپين چارمغز يې خولې ته واچول، د باندې  ووت، سهارني لمر د غره په لمن کې د ونو له پرېولو پاڼو  ژېړه رڼا پورته کوله.

سړی قبر ته کېناست، د ګلانو څو مات بوټي يې ترې لېرې کړل، کړپ شو، طوطي د جونګړې له خلاصې دروازې را ووت. سړی ورغی، د طوطي مات وزر ته يې لاس ور ووړ، طوطي کرېژې کړې.

سړي وويل:

_راځه!!!

طوطي يې پر خپله اوږه کېناوه، په ګڼو ونو کې ننوت. مخکې لاړ، لوېدلې ځاله يې ور واخيسته، ونې ته وخوت، بېرته  کښته شو، پر يوه تيږه کېناست، پورته يې وکتل، د  طوطي شين، مات وزر د ګردې ځالې له تورو خلو  راوتلی و.

سړی ولاړ شو، په ګڼو نيالګيو کې ننوت، خو بېرته لنډ راوګرځېد، ونې ته ور وخوت، ورو يې وويل:

_د نورستان دا ګڼ ځنګل،  مات وزر او  زما غوندې يوازېتوب، مړ دې بولم.

شېبه وروسته د قبر تر څنګ غلي ناست و. طوطي يې له اوږې ټوپ کړل، په لوېشت وښو کې روان شو،  مات وزر پسې ځړېده….

سړي د قبر پر شناخته لاس کېښود، د تندي ګونځې يې ژورې شوې، ورو يې وويل:

_ زرو! ما خپله خواري وکړه، نه يې مني.

بېرته يې سر وځړېد. د پښو ترپکې يې واورېدې، مخ يې واړاوه، په ډبرو کې هوسۍ ګرځېده….

سړي خلاصې دروازې ته وکتل، ټوپک د جونګړې دېوال ته ولاړ و. بېرته يې سر وځړېد، قبر ته يې وکتل، موسک شو:

_زرو! سخت شرط دې راته اېښی!

هوسۍ ته يې وکتل، د غره په لمنه کې بې غمه روانه وه. له پرېولې پوستکي يې سره بخونه رڼا پورته کېدله.

يودم يې ورمېږ کوږ کړ، طوطي نه و.  سړي منډه واخيسته، د ونې په  يوه وهل شوي مونډه  پورې را شنې څانګې يې  سره واړولې، پرېووت، سترګو ته يې د شنو وښو تېرې څوکې ودرېدلې، د دوو لويو تېږو تر مينځ د طوطي شنه لکۍ ښکارېدله.

لاس يې ور وغځاوه، طوطي کرېژې کړې، د سړي لاس ته يې د خپلو پښو تېره نوکان ونيول، سړي ډک لاس را وايست، طوطي روغ وزر رپاوه.

سړي وويل:

_اه! زرو، په څه نالت ( لعنت ) شي دې مينه راغلې وه.

جونګړې ته لاړ، طوطي يې کونج ته پرېښود، غلی کېناست.

لاس ته يې وکتل، پر خړ پوستکي يې د طوطي تېرو نوکانو سرې ليکې جوړې کړې وې.

ولاړ شو، د جونګړې يواځينۍ درېڅې ته ودرېد، لمر ته د  ورېځو سپينه لويه ټوټه ور روانه وه. په نور اسمان پسې يې  وکتل، د غره تر څوکې پورې شين و.

کړپ شو، په بېړه يې مخ واړاوه، سترګې يې رډې راوختې، چيغه يې کړه!

_پام!

په  وچو وينو سور، سپين ټکری يې له غولي را  پورته کړ، ګوتې يې پرې وتپولې، څنډه يې لنده وه.

سړي ړنګې خټينې کاسې ته  لاس کړ، کاسه د طوطي تر سر تېره شوه، پر دېوال ولګېده، طوطي کرېژه کړه، د کاسې ماتې ټوټې راولوېدې.

سړی دېوال ته کېناست، ټوخي واخيست،  يودم يې ټکری پر ټټر پورې ټينګ ونيو، له سترګو يې راڼه څاڅکي را مات شول، پر سپېرو ډنګرو اننګو ورغړېدل، د ږېرې په  ګڼو تورو وېښتو کې ورک شول.

ورو يې وويل:

_اه، زرو! وبښه، ستا ټکری مې سم نه و راځړولی.

د باندې ووت، ټکری يې پر وښو هوار کړ، د ټکري تر څنګ اوږد وغځېد. پورته يې وکتل، په هسکه طياره پسې دوې سپينې ليکې روانې وې.

د سړي سترګې سره ورغلې، يو وخت يې باڼه خلاص کړل، طوطي يې  پر ټټر ناست و. سړی وښورېد، طوطي  وښو ته  ټوپ کړل.

سړي وويل:

_په ځينو خبرو بايد پوه شې.

ټکری يې ور واخيست، جونګړې ته ننوت. طوطي يې په درېڅه کې کېناوه، ويې ويل:

_ها کونج ته ايښی ګيلاس، دېګ، بدنۍ، اره،  توره چايجوشه … بلا  نه وهي،  له اوسپنې جوړ دي، د  ايږ   پوستکی او بالښت هم  نه خرابېږي، فرش هم نه شته چې چټل شي، خاورې دې، مازې جارو غواړي، خو…

غلی شو، په وچو وينو لړلی ټيکری يې د ښځينه زړو جامو تر څنګ را وځړاوه، طوطي ته يې وکتل،  ويې ويل:

_خو له دې دوو جوړو  جامو او ټکري ليرې ګرځه!  نه به مښوکه ور وړې او نه هم تېره نوکان.

غلی شو، ويې ويل:

_هو رښتيا! ټوپک هم هېر نه کړې.

سړي ټوپک ته لاس ور وغځاوه، له کاشه يې يو يو کارتوس را وايست، لمن يې پرې تېره کړه،  طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_لس کارتوسه ول، خو څلور ترې وېشتل شوې دي، يوه ګولۍ د يوې هوسۍ سر ته سيخه شوه، د خولې خلاصېدو ته نه شوه پاتې، پوهېږې، دې ته جنګي کارتوس وايې، د مردکۍ غوندې يوه غټه چره لري، دوې نورې يوه اېږ  وخوړې، پوستکی يې وينې، لوی و، په يوه ګولۍ يې چاره نه کېده، څلورمه د يوه انسان تر زړه وخته.

سړي بېرته کارتوس په کاش کې واچول، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_د وزر  زخم دې لا تازه دی، راځه، يوه چاره به يې وکو.

ټوپک يې غاړې ته واچاوه، طوطي يې ور واخيست، د باندې ووت، ويې ويل:

_يوه بله! د زرو له قبره به هم لېرې ګرځې، د قبر پر سر ګلان په اواره کې نه موندل کېږې، غره ته پسې ختلی يم، يو يو مې له رېښو سره راکښلی دی، دا دوه کاله  لومړۍ څړمنی ( پسرلی ) همداسې کوم، خو دا ګلان ډېر نازک دي، د يخنۍ تاب نه لري، د غره پر سر د لومړۍ واورې سوړ باد يې وچ کړي.

سړي ګام واخيست، طوطي يې له اوږې وښوېد، خو د پښو تېره نوکان يې د سړي د واسکټ شکېدلې جېب ته سيخ شول، روغ  وزر يې ورپاوه، بېرته اوږې ته وخوت.

سړی لاندې درې ته کښته شو، د سيند اوبه د غره له پرښو سره لګېدلې، سپين ځګونه يې  پر سر روان ول….

سړی د اوبو له ژۍ سره مخ پورته لاړ، لنډ راتاو شو، غره ته وخوت، د ګڼو ونو په مينځ کې ودرېد، شاوخوا يې وکتل، ټيټ شو، يو سپين ګل يې را وشکاوه، سترګو ته يې ونيو، د ګل په سپينو پاڼو کې سرې  نرۍ ليکې تېرې وې.

د ګل پر پاڼه يې غاښونه ټينګ کړل، لاړې يې تو کړې، ويې ويل:

_نه پوهېږم، هېر مې دي، ډېر وخت ووت، خو زرو همداسې يو ګل را شکولی و.

له ونو ووت، په بوټو کې مخکې لاړ، اخ يې کړل، کېناست، تېره اغځی يې تر  زاړه بوټ وتلی و. بوټ  يې وايست، د کيڼې پښې د بټې ګوتې لاندنۍ برخه يې وينې وه.

په بوټ کې نښتی اغزی په اسانۍ وخوت، بېرته يې ګامونه واخيستل،  يوه هسک بوټي ته ودرېد،د ګل وړه پاڼه يې په خپلو ګوتو کې وسولوله، ګوتې يې ژبې ته ور وړې،ويې ويل:

_دا خو هيڅ خوند نه لري.

طوطي يې له اوږې ټوپ کړل، ګڼ بوټي ته ننوت.

سړي وخندل:

_نه نو، اوس سره ملګري يو، کله دې پرېږدم.

لاس يې ور وغځاوه، طوطي يې له نريو څانګو را وايست، په خپل ځنګانه يې کېناوه، ورو يې وويل:

_ګوره! له ډېر وخته راهيسي مې  انسان نه دی ليدلی، کله کله  جونګړې ته نږدې د چهار مغزو ونې ته غږېږم، د زرو کيسې ورته  کوم، خو  ونه يې نه اورې، نه پوهېږم، يا به ماته همداسې ښکاري، خو اوس ته په ګوتو راغلی يې، نو  دومره نخرې مه کوه.

ولاړ شو:

_راځه، هغه ګل بايد پيدا کړو.

د ټوپک کنداغ له لويې ډبرې سره ولګېد، له پورته وړې تېږې راورغړېدې.

سړي په بيړه د ټوپک خوله، پورته  سيخه کړه، ټيټ شو، يوه وړه ډبره يې راواخيسته، ببر بوټی يې پرې وويشت، سويې ټوپ کړل.

سړي سړه سا واخيسته، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_يو ځل مې په سيند کې کبان نيول، له ونو لوی  اېږ  راووت،  مجبوره وم، اوبو ته مې ور ټوپ کړل، بلې غاړې ته  ووتم

سړی د باران د رڼو اوبو ډنډ ته ودرېد، کېناست، په اوبو کې يې خپل مخ ته وکتل، خړې شونډې يې موسکۍ شوې:

_اه! زرو! غم دې څومره ژر وخوړم.

په اوبو کې يې پر اوږه ناست طوطي ته وکتل، ويې خندل:

_د زرو له مرګه راوروسته مې خپل مخ ته نه و کتلي، توبه، يو ځل، يواځې يو ځل، څومره وخت؟ امممم، نه پوهېږم، خو د زرو له مرګه يواځې څو مياشتې تېرې وې چې  په جونګړه کې  غونډل وچيچلم، تندی مې خوړين شو، آينه نه وه، د چينې په ډنډ کې مې خپل مخ وکوت، خو اوس بده بلا رانه جوړه شوېده، ککرۍ ته مې وګوره! لوڅه ده، اه! د مخ ګونځې مې سم سيوري لري، د دېرش کلن سړي نو دومره زوړ مخ  وي!

سړي يودم وخندل، په اوبو کې يې ګوتې ننه ايستې، څېره يې ړنګه شوه، ويې ويل:

_ورک يې که. ښکلی يا بدرنګه، پروا يې نه لرم،  زرو نشته.

ولاړ شو، طوطي ته يې تر څنګ وکتل، ويې خندل:

_دومره بدبد مه راته ګوره! د زرو تر مرګ  مخکې داسې نه وم، هوار مخ او اوږدې څڼې مې درلودې، د زرو پر زنګانه به مې سر کېښود، هغې به مې په ګڼو تورو وېښتو کې نرۍ ګوتې تېرولې، د دنيا خوند پکې پروت و.

سړ ی غلی شو، يودم يې وخندل:

_يوه ورځ  يې په ګوتو کې توره سپږه ورغله، خو د زرو تندی ګونځې نه شو،  پوهېده، د ځنګله ژوند و، شامپو او د نريو ښاخونو ږمنځ به مو له کومه کوله!  تر غرمې يې زما وېښته سره واړول، خوند يې کاوه، خو بله سپږه يې ونه مونده.

په سبا يې جونګړې ته نږدې سابه پخول، ورغلم، سر مې يې پر ځنګانه کېښود، لنډه يې راياده کړه چې وېښته دې پاک دې، بله سپږه نشته.  خواست مې ورته وکړ، خو دې خندل او  همدا يوه خبره يې ټينګه نيولې وه.

جونګړې ته ننوتم، د اېږ د پوستکي تېره وېښته مې سره واړول، خپلې ناولې جامې مې وکتلې، خو سپږه نه وه چې پر اوږه يې کېږدم، زرو ته ووايم  چې وګوره! دا سپږه مې اوس له وېښتو را ولوېده. اه! هغه سات مې له خدايه يوه سپږه غوښته، يواځې يوه سپږه، که پاچا وای، نو هماغه وخت مې ټوله پاچاهي په يوه سپږه ورکوله.

سړی غلی شو، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_راځه! په ګل پسې راغلي يو.

روان شو، مخکې لاړ، بېرته راوګرځېد، ولاړې هسکې تورې تېږې ته يې په ځير وکتل، په بېړه يې د تېږې پر سر د مرغانو وچه چټلي پاکه کړه، کېناست، پر تېږه يې لاس تېر کړ، سترګې يې ډکې شوې:

_په ټول غره کې تر دې ښکلې تېږه نشته.

ويې ټوخل،په سوځېدلې سا  يې وويل:

_دا ځای و.

تر ډبرې راوګرځېد، ويې ويل:

_د ډبرې شمال خواته درې، څلور ګامه فاصله وه.

ټوپ يې واچاوه:

_يو، دوه، درې.

ودرېد، شاوخوا يې وکتل، بل ګام يې واخييست:

_څلور.

کېناست،  په خوند يې وويل:

_ستړيا  ارزېده.

شين بوټی يې ور وشکاوه، طوطي ته يې وکتل، پر ډبره ناست و، د ټټر مړې، شنې بڼکې يې باد پړسولې وې.

ورغې:

_ورته وګوره! غوټۍ يې لا نه دې سپړلې، خو زړه ته مې ولوېده چې زرو همدا بوټی راښودلې و.

سړي په خپلو تېرو نوکانو غوټۍ خلاصه کړه، يوه پاڼه يې خولې ته واچوله، په خوند يې وويل:

_نه يم غلط، خوږوالی لري، بس، يواځې پاڼې يې نه دې سپړلي،  په دې غره کې به دې ايله د جوزا اخېر ته هډونه تاوده شي.

ټوخي واخيست، له خولې يې لاړې باد شوې.

له بوټې يې څو وړې غوټۍ ور ټولې کړې، په غروي کې يې وسولولې، ويې ويل:

_يوه ورځ مې لاس په اره ژوبل کړ، زخم  يې نه سره ورته، له زرو سره همدې غره ته راوختم، هوا توده وه، ګلان مو په اسانۍ پيدا کړل.  زرو د ګلانو پاڼې په خپل غروي  کې وسولولې، زما پر لاس يې راکېښودې، ښه مې په ياد دې، زرو همدې ډبرې ته ولي لګولي و.

سړی غلی شو، سولولې غوټۍ يې د طوطي پر مات وزر کېښودې، طوطي کرېژه کړه.

سړي وخندل:

_خو ما درد نه احساساوه، يا به مې زخم ته پام نه و، زرو ته مې کتل او پر خپل لاس مې د هغې د تودو ګوتو له لګېدو خوند اخيست، خو ته نه يې ګرم، زما زيږ لاس او د زرو پستې ګوتې،  ډېر  سره ليرې دي.

غلی شو، له خپلې لمنې يې نرۍ تراډه وايسته، د طوطي وزر يې پرې وتاړه.

ويې ويل:

_د زرو د خولې خبره درته کوم،  انا يې کوچۍ وه، په يوناني دواوو  ښه پوهېده، دې ته يې هم د ځينو بوټو رازونه ويلي وو، نه پوهېږم، زما لاس خو ټک پتری شو، ولې به نه جوړېده، د زرو ګوتې پرې لګېدلې وې.

ټوپک يې ور واخيست، طوطي يې پر خپله اوږه کېناوه، مخ کښته روان شو.  څومره چې لاندې ته، د سيند د اوبو شڼهاری تېزېده.

سړی يو ځای ودرېد، طوطي ته يې تر څنګ وکتل، ويې ويل:

_ته به وږی يې!

لاره يې چپه کړه، پر يوې لوړې وخوت، بېرته کښته شو، په نرۍ دره کې د شاتوت زړې ونې ته ودرېد، پورته يې وکتل، ويې ويل:

_لا خام دي.

په تګ کې يې وويل:

_دا ونه هم راباندې ګرانه ده، زه او زرو به کله کله ورته راتلو، زرو به د ونې لاندينۍ پاڼې  په پخو توتو پسې اړولې، خو ما به د هغې  په توتو  ککړې سرې خولې ته کتل.

سړی سيند ته کښته شو، يو دم يې وخندل:

_اوس به دعا راته وکې!

ټوپک يې نيالګي ته ودراوه، پر ملا کړوپ شو، غټه ډبره يې واړوله، تندی يې تريو شو:

_نشته.

د سيند څنډې ته ورغی، بله ډبره يې ورغړوله، يودم يې د دواړو لاسونو غريوي سره وجنګول:

_پيدا مې کړل.

طوطي يې پر يوه هواره ډبره کېناوه، ټيټ شو، لاس يې د طوطي سترګو ته ونيو، په دوو ګوتو پسې يې سور اوږد چينجی ځړېده.

سړي په خوند وويل:

_نه پوهېږم،  ماهيان خو يې په شوق  خوري.

چينجۍ يې د طوطي مښوکې ته نږدې پر هواره ډبره کېښود، خو طوطي ور ونه کتل.

د سړي تندی تريو شو:

_فکر نه کوم چې تر ماهيانو دې پاک خوره اووسې. زه په همدې سرو چينجيو ماهيان نيسم، بس، تر اوسه يو چنګک هم خالي نه دی راختلی.

سړي  د خپل زاړه کميس غاړه خپلې  پزې ته ورنږدې کړه، ويې ويل:

_دومره بوی يې نه ځي، خو اوس تيار د سيند غاړې ته راغلی يم.

کميس يې وايست، د پښتيو هډوکي يې راوتلي وو، تر ښی اوږې لاندې يې د مرمۍ د لګېدو نښه ښکارېدله.

کميس يې په اوبو کې وواهه، بېرته يې پر هواره ډبره کېښود، د کميس پر غاړه يې  يو موټی لندې شګې وموښلې، اوبه يې پرې تېرې کړې، ونې ته ور وګرځېد، کميس يې لمر ته راوځړاوه، بېرته طوطي ته راغی، ويې ويل:

_خوښه دې،  ته به وږی يې.

سړي وټوخل، ويې ويل:

_دومره هم نه يې راباندې ګران، خو د زرو له خاطره دې عزت کوم، پوهېږې! د جونګړې پر سر د چهارمغزو  په ونه کې يوه طوطي ځاله جوړه کړې وه،  چغهارې يې تېرې لګېدې، خو د زرو له لاسه مې کار نه پرې درلود. زرو ته يې خوند ورکاوه، ډېره يې ورسره جوړه وه، طوطي اموخته و، څړمونۍ ( پسرلی ) به راغی او د لومړۍ واورې تر اورېدو مخکې به يې ځاله پرېښودله، زرو  به خندل، ويل به يې چې زموږ  ژوندۍ جنتري ده.

يوه غرمه په جونګړه کې وېده وم، د زرو چيغې مې واورېدې، په بېړه د باندې ووتم، زرو  د طوطي مات وزر  په خپلو ګوتو کې ټينګ نيولی و. علت مې وپوښت، په ژړا کې يې راياده کړه، چې د طوطي چغهارې شوې، پورته مې وکتل، کوچيني باز له ځالې پورته کړی و، وړی يې نه شوای، لاندې راولوېد.

طوطي مې راواخيست، پر سترګو يې  خړه پرده راغلې وه. يوه شېبه ژوندی و، بيا مړ شو.

د زرو په وينو سرې ګوتې مې په خپلو لاسونو کې ټينګې ونيولې، هغې زما پر اوږه سر کېښود، په ژړا کې يې وويل:

_ځاله خالي شوه.

سړي  د طوطي د مښوکې لاندينې برخه  په ګوته ووهله، ويې خندل:

_اوس پوه شوې چې ولې راباندې ګران يې؟

سوړ اسويلی يې وايست:

_اه! که دې زما زرو ليدلې وای، يوې خندا يې وزر در جوړاوه.

ولاړ شو:

_راځم.

د ډبرو خواته ورغی، شاوخوا يې وکتل، له سکرو يې يو سکور  راپورته کړ، بېرته طوطي ته راغی، په خوند يې وويل:

_ښه دي کړي، ډاډه يم چې د چينجي په خوړلو به نه يې پښيمانه شوی.

سړی پر هواره ډبره پړمخې پرېووت، طوطي يې تر څنک کېناوه، سکور يې په دوو ګوتو کې ونيو، ويې ويل:

_اول به د زرو سترګې درته رسم کړم، داسې. ام، د زرو سترګې تورې وې، د سترګو کسي يې يو څه غټ ښکارېدل، هه! په دې ترتيب.

يودم کېناست، رسم کړې سترګې ته يې وکتل، تندی يې تريو شو:

_دا سترګه غټه راغله، خو د زرو سترګې وړې وې، دومره اوږده باڼه يې  نه لرل، ښکلې نه ده، له زرو سره غټې سترګې ښې نه ښکارېدې.

واسکټ ته يې لاس ور وغځاوه، پر انځور کړې سترګه يې تېر کړ.

ويې ويل:

_له سره به يې جوړ کم… ام، په دې ترتيب، وړې او يو څه اوږدې،  کرارې سترګې… داسې.

اوس د بلې سترګې وار دی. د زرو د دواړو سترګو تر مينځ فاصله لږ ډېره وه، هه! دا يې هم  بله سترګه.

نېغ کېناست، ډبرې ته يې وکتل، په خوند يې وويل:

_دې ته وايي د زرو سترګې.

بېرته پر ډبره ور ټيټ شو:

_اوس يې د پزې وار دی.

شېبه وروسته يې سکور يوې خواته کېښود، د لاس څنګله يې ډبرې ته سيخه کړه، لاس يې تر زنې لاندې کړ، ډبرې ته يې وکتل، يودم يې واسکټ تر کونج  ونيو، ويې ويل:

_د زرو پزه دومره هسکه  نه وه.

د واسکټ ژۍ يې په خپله ژبه لنده کړه، د رسم کړې پزې لاندينۍ برخې ته يې ونيوله، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_دومره بد بد مه راته ګوره، دوولس کاله مې مکتب ويلی، د رسم نومرې مې تر ټولو ډېرې وې.

ډبرې ته يې وکتل:

_زرو يو څه لنډه پزه درلوده، په دې ترتيب…پزه يې د سترګو له مينځه نرۍ را جلا شوې وه، خو وروسته لږ پلنوالی پکې راغلی و…داسې.

سړي سر پورته کړ، بېرته پر ډبره ور ټيټ شو:

_اوس يې د خولې وار دی،  لاندينۍ شونډه يو څه ډکه ليکم ، خو پورتنۍ شونډه يې نرۍ راغلې وه.

سړی کېناست، خړې شونډې يې موسکۍ شوې:

_دې ته وايي د زرو خوله، هماغسې سره راټوله ده،  خو سور رنګ نشته، د هغې شونډو سرخي لرله.

اه! تر غومبرو لاندې ژور ځايونه مې څنګه هېرېدل!

ټيټ شو، خو بېرته نيغ کېناست:

_نه، زرو په دې رسم کې نه دې خندلي، دا وړې ژورې يې  يواځې په خندا کې راتلې، اه! د هغې په خندا پسې خپه يم. هو رښتيا،  زرو پراخ سپين تندی درلود، د وېښتو رسمول به يې تندی ښکاره کړي.

پر ډبره پرېووت:

_ام، وېښته يې تور ول، کټ مټ لکه دا سکور، خو دومره سپېره نه ښکارېدل، بس! خدايي ځلا يې درلوده.

يودم يې تندی تريو شو، مات سکور يې اوبو ته واچاوه، ويې ويل:

_نه پوهېږم، ترباران يوه ورځ مخکې دلته ولمبېدم، يخني مې وشوه، اور مې بل کړ، خو فکر کوم وروستي باران له سکور سېکه ايستلې ده.

سړی ستوني ستغ پرېووت، لمر ته يې وکتل: سترګې يې پټې کړې:

_طوطي! لمر تر تا بختور دی، زرو يې لېدلې وه.

غلی شو، ويې ويل:

_زرو له ونې ټيټه وه، خو نرۍ ښکارېدله، په تګ کې به يې تور وېښته له ملا بېل ورسره تلل.

سړي سوړ اسويلی وايست،سترګې يې پټې کړې، ويې ويل:

_ طوطي! کاشکې دې زما وړه پاچاهي ليدلې وای.

 

دوهمه برخه

شغال کوکه کړه، سړي سترګې پرانيستې، تياره وه، دروازې ته يې وکتل، د دړو له چاکونو دوه ستوري مالومېدل.

سړي پر غولي لاس تېر کړ، د چهارمغز مات پوستکی په ګوتو ورغی، کړپ شو، پوستکی پر کاسه ولګېد، پر ځمکه د طوطي د مات وزر کرښنده غږ واورېدل شو.

سړي وويل:

_اه! ښه ده چې ژوندی يې.

سترګې يې سره وروستې، ويې ټوخل، ټوخي يې  زور واخيست، لاس يې وتپاوه، جام يې شونډو ته ونيو، دوه، درې غوړپه اوبه يې تر ستوني تېرې کړې.

ولاړ شو، وړې لرګينې کړکۍ ته يې لاس ور وغځاوه، پر مخ يې سوړ باد ولګېد. د باندې يې وکتل، پر ونو د ستورو تته رڼا پرته وه.

سړی بېرته خپل ځای ته راغی؛ د اېږ پوستکی يې پر زنګنو ور وښوياوه؛ غلی پرېووت.

ټټر يې دروند شو؛ لاس يې ور وړ؛ طوطي کرېژه کړه.

سړي چيغه کړه:

_نه دې خورم.

طوطي يې تر غاړې ونيو؛ پر خپل ټټر يې کېناوه. طوطي ټوپ کړل،  سړي  لاس پسې ور واچاوه، په ګوتو کې يې مړې بڼکې پاتې شوې.

سړی غلی پرېووت، خو وروسته سلګيو واخيست، په غريو کې يې وويل:

_طوطي! ته بايد زما خبرې واورې!

غلی شو، يودم يې تر خولې  تېره کوکه راووته!

_اه زرو، زړه مې چوي.

ولاړ شو، د باندې ووت، پر قبر ور پرېووت، غريو واخيست:

_زرو! يواځې يم، ډېر يواځې! ان طوطي هم زما خبرې نه اوري!

سړی غلی شو، بغور ( غمبوری )  يې د قبر پر وړو ډبرو ولګاوه، ډبرې سړې وې، ورو يې وويل:

_سهار يو وار خپل پخواني کور ته ورځم.

*     *     *

د سړي پښه وښويېده، ټوپک له تېږې سره ولګېد، له پورته غټه ډبره راغله، سړي ځان څنګ ته کړ، پر اړخ ولوېد، لاندې ورغړېد، له اغزو ډک بوټی يې اوږې ته سيخ شو، (اخ)  يې کړل، تېرې تېږې ته يې لاس ور واچاوه، تېږه ښويه وه، ګوتې يې بېلې شوې، د يوې ونې تر تنې يې غبرګ لاسونه را تاو کړل. همالته اوږد وغځېد.

باڼه يې خلاص کړل، د لمر تېرې وړانګې يې سترګو ته سيخې وې، ورمېږ يې کوږ کړ، طوطي پر يوه شنه ډبره ناست و.

سړي ښی لاس وخوځاوه، حرکت يې درلود، کيڼ لاس يې پر ځمکه ولګاوه، درد نه و. سر يې پورته کړ، په احتياط کېناست، په کيڼ زنګون کې يې څړيکه شوه، زنګون ته يې وکتل، خړه، زړه ټوټه په وينو سره وه.

سړي پايڅه پورته کړه، د زنګون پوستکی يې تېږې ورسره وړی و. بوټ يې وايست، د پښې ګوتې يې خوځېدلې.

سړی ورو ولاړ شو، مخ پورته وخوت، لوېدلی ټوپک يې  ور واخيست، طوطي ته ورغی، پر تېږه کېناست، لاندې يې وکتل، يودم يې سر وخوځاوه، په خندا يې وويل:

_په سخته کې به مرګ هم منډې درنه وهي، ته ورته وګوره، پنځه، شپږ متره لاندې ورغړېدم،نه مې ورمېږ را لاندې شو او نه مې هم سر ته کومه تېره ډبره سيخه شوه.

سړي لاندې وکتل، ليري، د ګڼو ونو تر مينځ په تش چمن کې له خټو او ډبرو جوړه  جونګړه ښکارېدله.

سړي په خوند وويل:

_طوطې! پوهېږې چې دا جونګړه مو څه وخت جوړه کړه؟

طوطي پر ډبره ناست ملخ ته کتل…

د سړي سترګې وځلېدې:

_دې ځای ته اول د زرو ور پام شو، له لوړې يې وليد، خوند يې ورکړ، کله چې ورکښته شوو، د اوسېدو له پاره سم راته وايسېد. زرو خوشاله وه، پر مټ يې کلکه چونډۍ راولګوله، په خوند يې وويل:

_انتخاب مې څنګه دی؟

وروسته يې درې څلور ګامه واخيستل، په شنه چمن کې يې يوه تېږه کېښوده، ويې ويل:

_تر دې ځايه به يوه کوټه جوړه کړو.

بيا يې له ونې لوېدلی چهارمغز ور واخيست، د کيڼې سترګې پاڼه يې سره وروستل، لاندينۍ شونډه يې په غاښونو کې ټينګه کړه، چهارمغز يې وار کړ، لېرې ورغړېد، ويې ويل:

_تر هاغه ځايه به د لرګيو يوه کټاره راوګرځوو، بس، د ترکاريو د کرلو له پاره ښه ځای دی.

بيا ماته راغله، اوږه يې راسره وجنګوله:

_څنګه! زما نخشه دې خوښه نه شوه؟

ومې ويل:

_نه

په تندي کې يې ګونځې پيدا شوې، دواړه شونډې يې سره ورغلې:

_ام م م….. بخيلي مه کوه، دا راسره ومنه چې ښکلې خبره مې وکړه.

ومې ويل:

_خو يو څه کم دي، د ماشومانو کوټه!

زرو وخندل، پر غاړه يې کلکه خوله راولګوله.

سړی غلی شو، غاړې ته يې لاس ور ووړ، ورو يې وويل:

_اه! څه توده خوله.

مخ يې واړاوه، د لمر وړانګې يې پر سترګو ورغلې، اوښکې پکې ځلېدلې.

سړی ولاړ شو، طوطي ته يې وکتل، له ژېړې مښوکې يې د ملخ خړ وزر راوتلی و.

سړي وويل:

_راځه! سلامت ورځ مزل پاتې دی.

ګام يې واخست، خو بېرته ودرېد، پايڅه يې ور پورته کړه، د زنګانه وينه وچه وه، بېرته يې حرکت وکړ، ژوبله پښه يې درنه پسې اخيسته. يو ځای ودرېد، د ټوپک کولنګ يې کش کړ، ورو يې وويل:

_پوهېږې، دا ځای اېږ لري، لاندې هم کله کله راپيدا شي، خو وخت يې مالوم دی، کله چې د غره څوکې ډېره واوره ونيسي، نو اېږ، لېوان او نور ځناور  د غره لمنو ته راکښته کېږي.

سړي بېرته ټوپک اوږې ته واچاوه، ورو يې وويل:

_له دې وروسته ونې ګڼی دي،  ښه ده، په دې غره کې د لرګيو د وړلو لاره نشته، که نه نو اوس به په سيوري کې نه تلو.

درېيمه برخه

سړی د غار خولې ته ودرېد، ټوپک يې پر يوه هواره ډبره کېښود، د دوو تېږو تر مينځ راوتلی بوټی يې وڅانډه، د بوټې پاڼې يې پزې ته ور نږدې کړې، سا يې کش کړه، تر ډېره يې سترګې پټې وې…. بېرته يې ټوپک ور واخيست، غار ته ننوت.

غار ارت و، سړي يواځې يو ځای ملا کړوپه کړه، بېرته نيغ  شو. مخکې لاړ، په پراخ ځای کې ودرېد، ځای د يوې غټې کوټې په اندازه و.

سړي شاوخوا وکتل، ټوپک يې کېښود، ښويې ولاړې ډبرې ته  کېناست،  ډبره له سپينو ليکو ډکه وه.

سړي شونډې ور نږدې کړې، ډبره يې ښکل کړه، له خاورو يې د ماتې پيالې لاستی راپورته کړ، لمن يې پرې تېره کړه، په زړه پورې يې ونيو.

ولاړ شو، د پيالې لاستی يې له ماتو بنګړيو، زړې ښځينه چپلکې، د مبايل له شکېدلي سپېره پوښ او جارو سره کېښود. په خاورو کې ستوني ستغ اوږد وغځېد، پورته يې وکتل، له ډبرو  وچ واښه راوتلي وو.

سړي سړه سا وايسته، سترګې يې پټې کړې، په  اوبو کې د څاڅکو د لوېدو غږ راته.

په اوبو کې چړپا شوه، سړی په بېړه ټوپک ته ور وښوېد، ګيدړې مخامخ منډه راواخيسته، ټوپ يې کړل، لنده لکۍ يې د سړي پر مخ ولګېده، ښويه له غاره ووته.

سړي لاړې تو کړې، خپل لستوڼی يې پر خوله تېر کړ، طوطي ته يې وکتل، د دوو ډبرو په مينځ کې ننوتی و.

ولاړ شو، د کوټې په بل سر کې پرې شوي غار ته ودرېد، ملا يې کړوپه کړه، مخکې لاړ، چونګی يې واورېد، سړي ټوپک هماغه خواته ور واړاوه، يوه شېبه ودرېد، سترګې يې له تيارې سره اشنا شوې، د اوبو د کوچيني ډنډ پر ژۍ د ګيدړې بچيان پراته وو.

سړي خپلې پزې ته لاس ور ووړ، پورته يې وکتل، د اوبو دوهم څاڅکی يې سترګې ته سيخ شو، خوله يې وازه کړه، څاڅکی يې پر شونډو ولګېد، ويې خندل، بېرته خپل ځای ته راغی، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_اه! دومره ډار هم ښه نه دی.

طوطي يې د ډبرو له مينځه را وايست. اوږد وغځېد، طوطي يې پر خپل ټټر کېناوه، ورو يې وويل:

_پوه شوم، دې ځای خوند درنه کړ، خو مجبوره يې چی يوه شپه  همدلته تېره کړې، پوهېږې، په دې ځای کې مې ډېر يادونه پراته دي.

سړي يودم وخندل، د طوطي مښوکه يې په خپله ګوته ووهله، ورو يې وويل:

_هاغه هواره ډبره وينې؟  ليکو ته يې وګوره، همدا سپينې ليکې د زرو د لاس نښې دي.

يوه ورځ د خوړو په موندلو پسې د باندې ووتم، سات، نيم سات وروسته بېرته راغلم، زرو په يوه سپينه ډبره همدا ليکې ايستلې، زما په ليدو يې راته وويل:

_نن مو څوومه ده؟

پوه شوم چې د ورځو حساب کوي، هره ليکه، مانا يوه ورځ.

ورو مې وويل:

_دلته دې دومره ژر  زړه شين شو؟

په بېړه يې راته وکتل، زرو خپله غوسه نه شوی پټولی، هر څه يې په څېره کې راتلل، په غوسه کې به يې شونډې رپېدلې.

خبره مې واړوله، خو هغه ولاړه شوه، لېرې کېناسته. ورغلم، د هغې سر مې په خپل ټټر پورې ټينګ ونيو، زرو يو دم وژړل. په ډک ستوني يې وويل:

_بيا داسې ونه وايې.

زنه مې د هغې پر ککرۍ کېښوده.

زرو وويل:

_په اور او  اوبو، دواړو کې درسره  يم.

ومې ويل:

_اتمه.

په  ژړاکې يې وخندل:

_د څه اتمه؟

_نن مو اتمه ورځ ده چې دلته اوسو.

زرو  په بېړه تيږې ته ورغله، دوې نورې ليکې يې هم وايستې.

سړی ټوخي واخيست، خبرې يې پرې شوې. ويې ويل:

_زرو به هره ورځ يوه ليکه ايستله، ټولې څلور شپېته ليکې دي، څه باندې دوې مياشتې.

سړی غلی شو، ورو يې ويل:

په دې ځای پسې مې د ژوند خوږې شېبې تړلې دي.

طوطي ته يې وکتل، ويې خندل:

_غزني ته به نه يې تللی، ډاډه يم، که غږېدای، ځواب به دې ( نه ) و. ځکه غزني سوړ ولايت دی، زه همالته پيدا  او را لوی شوی يم، په اته ويشتو کالونو کې  مې شين طوطي ونه ليد.

ما په لومړي ځل شنه طوطيان دوه کاله  مخکې د لته د نورستان په ځنګلونو کې وليدل. اه، کيسه مې کوله، د غزني د قره باغ او مقر تر مينځ يو غر دی، خلک يې د  (شير غر) بولي، ماشوم وم، له خپل پلار سره همدې غره ته په بوټو پسې لاړم، د سپيرو غرونو په مينځ کې همدا يوه غره ونې درلودې، ګڼې نه وې، د ترخو بادامو درې_ څلور سوه زړې ونې ولاړې وې.

پلار مې د غره ترخو او  ګونګلانو ( يو غرنی بوټی دی)  ته د کولنګ تېره څوکه ونيوله، له وار سره به بوټی له رېښو سره راوخوت.

له پلاره مې وپوښتل:

_دادا! ولې د بادامو ړنګې، وچې ونې نه وړو؟

پلار مې په بېړه راته وکتل، تندی يې تريو و، په خشکه يې وويل:

_توبه وباسه! بيا داسې چټياټ ونه وايې!

ما د بادامو ونو ته وکتل، تر ونو لاندې رالوېدلي،  زاړه وچ ښاخونه پراته وو.

پلار مې وويل:

_ګناه لري؟

حيران شوم:

_څه ګناه، هسي ورستېږي، ښه ده چې تنور ورباندې بل کو.

پلار مې کولنګ کېښود، راغی، په جګو پښو راته کېناست، زما پر اوږو يې غبرګ لاسونه کېښودل، ورو يې وويل:

_ګوره کامرانه  زويه! تر اوسه دريو  کسانو دا لرګي خپلو کورونو ته وړي دي، خو ښه ورځ يې ونه ليده،د يوه غبرګې غواوې مړې شوې، د دويم په کور کې له درېيو پښتو  ( نسلونو ) راهيسي جينکۍ زېږېدلې،  درېيم ته هم خدای لويه رسوايي ور واړوله، لور يې له يوه اوښپه سره وتښتېده.

پلار مې ولاړ شو، کولنګ يې ور واخيست، ويې ويل:

_نو چا چې د ترخو بادامو دا لرګي وړي دي، ښه ورځ يې نه ده ليدلې.

ومې ويل:

_دا کسان پېژنې؟

پلارمې يوه بوټي ته کولنګ ور واچاوه، پرته له دې چې راته وګوري، ويې ويل:

_نه، دا پخوانۍ اوازې دي، په وړکتوب کې مې له  خپل پلاره واورېدې!

_نو ولې؟ په دې ونو  کې څه دې چې …

پلار مې په خبره کې راولوېد:

_اوس دا بوټي راپسې راټول که.

تر غرمې د خرې مضبوط بار برابر شو، د راتګ په وخت مې پلار لاره کږه کړه.

ومې ويل:

_کلی خو هاخوا دی.

پلار مې وخندل:

_راځه!

خره په سپېرو  تېږو کې کښته روانه وه. ځای ځای به يې ټوډه ووهله، خو زما پلار قوي مټې درلودې، ټول عمر يې په نجارۍ کې تېر کړی و، بار يې لوېدو ته نه ورکاوه.

يو ځای يې خره ودروله، پلار مې تر مټ ونيولم،  ارت غار  ته  ور ننوتو، په پراخ ځای کې له سپينې تيږې جوړه ښځه ناسته وه.

پلار مې غبرګ لاسونه لپه کړل، شونډې يې وخوځېدې، خو پوه نه شوم چې څه وايي، وروسته يې زما له اوږې سره خپله څنګله  وجنګوله، ور ومې کتل، په اشاره يې پوه کړم چې دعا وکه!

وار له واره مې د روزيګل نوی بايسکل سترګو ته ودرېد.

ومې ويل:

_خدايه، روزيګل له بايسکله خلاص که.

روزي ګل زموږ همزولی و، مکتب ته به يوځای پلي سره تلو، خو وروسته يې پلار نوی بايسکل ورته واخيست،  کله چې به تر موږ تېر شو، نو له روان بايسکله به يې پښه وغځوله، د بوټ پونده به يې د لارې مړو خاورو ته سيخه کړه، ټول ماشومان به پولي ته وختل.

پلار مې تر مټ ونيولم، ويې ويل:

_د ښځې تر مخ د جامو مينځلو تشت وينې؟

لاندې مې وکتل، سپينه ډبره د کاسې په څېر جوړه شوې وه.

پلار مې وويل:

_سلګونه کاله پخوا، همدې ښځې دلته جامې مينځلې، يودم کوپار ورباندې راغلل، ښځه په خپل عزت ووېرېده، خدای ته يې لاسونه لپه کړل، د نازولو بندګانو دعا ژر قبلېږي. ښځه په تېږه بدله شوه.

پلار مې پر اوږه سوک راکړ:

_اوس پوه شوې چې په دې غره کې د بادامو دا وچ لرګي ولې څوک نه شي وړلی! د خدای د دې نازولې له ښېرا څخه وېرېږي.

شاوخوا مې وکتل، پر يوه هواره تېږه، غوړ مات شيطان څراغ او څو خيرن زاړه  بوتلونه پراته وو.

پلار مې وويل:

_دې ځای ته هندوان هم  اخترام ( احترام ) لري، بس، يواځې ، څو کاله مخکې لا دلته هندوان او سکان راتلل، ديګ به يې کاوه، وروسته به يې د شړشمو په تېلو څڼې غوړې کړې، دايره به يې جوړه کړه، تر شيطان څراغ به راګرځېدل.

سړی يو ناڅاپه نېغ کېناست، واسکټ او کميس يې په بېړه وايستل، کميس يې ټکواهه، وړه څرمښکۍ پر ځمکه ولوېده.

سړي وخندل:

_اه! له غونډله مې زړه چوي.

بېرته يې کميس واغوست، خو واسکټ يې تر سر لاندې کړ، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_هغه مجسمه مې بيا ونه ليده، زموږ له سيمې ليرې وه، د پښو درې _څلور ساعته مزل يې غوښت، خو له کوچيانو  به خبرېدم چې مجسمه په خپل ځای ولاړه ده، ان طالبانو د بودا مجسمه ړنګه کړه، خو د (شير ) د غره مجسمې ته يې څه ونه ويل، خو د کرزي د حکومت په پنځم، شپږم کال خبر شوم چې چا له بېخه اره کړې ده. خلکو دوې خبرې کولې، ځينو ويل چې د امريکايانو څرخکې ورته کېناستې، خو نور په دې  باور و چې مجسمه  تر پاکستانه ورسېده.

سړي سړه سا وايسته، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

د شير غار هندوانو او مسلمانانو ، دواړو ته داسې مقدس و، لکه ماته دا ځای، زه په کال کې دوه درې ځله دې غار ته راخېژم.دا ځای د زرو له خاطرو ډک دی،  په  هره تېږه يې لاس لګيدلی.

يودم کېناست، غولي ته يې وکتل:

_طوطي! زرو به همدلته ګرځېده، په خاورو کې به يې اوس هم پلونه پاتې وي، هاغه تېږه وينې؟ ولي به يې ورته لګولي وو؛ خبرې به يې کولې؛ خندل يې، خندا به يې په ولاړو تيږو  ولګېده، انعکاس به يې وکړ، بېرته به راوګرځېده. اه! دا غار ډېر بختور دی، د زرو خندا يې اورېدلې ده.

راځه!

سړی په بېړه ولاړ شو، طوطي يې تر وزر ونيو، طوطي کريژه کړه، سړی  واړه غار ته ننوت، ويې ويل:

_په اوبو کې د څاڅکو  د لوېدو غږ اورې!

د ګيدړې بچيان وچونګېدل.

سړي وويل:

_د چت پر سر، لږ پورته يوه چېنه بهېږي، دا څاڅکې د هماغه چېنې زېم دی، زرو به چينې ته نه تله، بس، چې تندې به واخيسته، دې څاڅکوته به يې خوله ونيوله.

ما هم ترې زده کړل، خو  د زرو پېښې مې نه شوای کولای،  تل به مې مخ او غاړه  لانده وو.

اه! راځه، راځه چې هغه بوټی در وښيم.

سړی له غاره ووت، د لمر سترګه د مخامخ غره پر څوکه ولاړه وه، ونې توربخونه ښکارېدلې، مازې څوکو يې ژېړه رڼا کوله.

سړی د غار خولې ته ودرېد، د بوټي پاڼې يې وښورولې، پزه يې ورنږدې کړه!

_اه: څومره خوږ بوی، پوهېږې! زرو د دې بوټي په بوی نه مړېده،  د ورځې به څو ځله دې بوټي ته درېده، سترګې به يې پټې وې، د بوټي له بوی څخه به يې خوند اخيست.

سړی پورته وخوت، د چينې رڼې اوبه يې خپل مخ ته ور واچولې، کېناست، طوطي يې له زنګانه وښويېد، اوبو ته  يې مښوکه ور ټيټه کړه.

سړي پورته وکتل، د غره سپينه  څوکه نېغه ولاړه وه، لمر ته سيخو واورو ژېړه لمبه کوله.

سړي وويل:

_يوه ورځ له زرو سره پورته وختم، دوبی و، تر واورو ورسېدو، زه ودرېدم، خو زرو په څپلکو کې مخکې تله، ځای ځای به ټيټه شوه، له سپينو واورو راوتلي ژېړ ګلان به يې راوشکول.

په اول کې يې باک نه کاوه، خو وروسته يې د پښو ګوتې سرې شوې،  تر تورې پورې مې په غېږ کې راوړه.

سړي يودم وخندل:

_اه طوطي، د زرو خندا دې نو نه وه ليدلې، زړه يې له بېخه  ايست. پوهېږې، زرو مې په لومړي ځل دوه نيم ، درې کاله مخکې ولېده، ما د کړکۍ له پاره لرګی اره کاوه چی  يوه  ماشوم چيغه کړه، ور ومې کتل، نهه يا لس  کلن هلک په حويلۍ کې  منډې وهلې، خپل سر او ورمېږ ته يې څپېړې نيولې وې، په منډه کوټې ته ننوت، سر مې پسې ونه ګرځاوه، بېرته مې اره راواخيسته، خو شېبه وروسته مې د يوې نجلۍ خندا  واورېده، ښکلې خندا، زړه يې له بېخه ايست. ور  ومې کتل، د کوټې له وره لومړۍ يوه ځوانه نجلۍ راووته، بيا څپلکه پسې راغله، نجلۍ سر ټيټ کړ، څپلکه د غواوو پښو ته نږدې ولګېده.

نجلۍ  په کړکۍ کې ودرېده، په خندا يې وويل:

_چينجيه! پړسېدلې پزه دې وخورې!

يودم يې په چوتره  کې منډه واخيسته، له کوټې هماغه ماشوم  را ووت، پزه يې ډومبک ولاړه وه.

نجلۍ دالان ته ننوته، ماشوم هم ورغی، د يوې ښځې چيغه مې واورېده!

_سترګې لرې که نه، په ذغالو کې وختې.

نجلۍ وويل:

_ادې! ورور مې  کرار که!

چوپه چوپتيا شوه، د ښځې لوړ غږ مې واورېد:

_وه زويه، کرار کېنه! له بمبرو ( غومبسو ) څه بلا غواړې.

بېرته په خپل کار بوخت شوم، خو وروسته مې د اوبو د بمبې غږ واورېد، ور ومې کتل، هماغه نجلۍ ولاړه وه، خوږه راباندې ولګېده.

له دالانه د ښځې غږ راغی!

_زرو، برګې غوا ته دوه سطله اوبه کېږده، له سهاره راهيسې تږې ولاړه ده.

سړی غلی شو. شونډې يې موسکۍ شوې، ورو يې وويل:

_اه، زرو، څومره خوږ نوم، نجلۍ زرو نومېدله.

د زرو نيکه په خپل پخواني کور کې نوې کوټې جوړې کړې وې، څلور خونې، درې تشنابه، دهلېز او  د اور ځای.  دې ټولو کړکۍ او  دروازې غوښتې. پلار مې نجار و، د ټولو مزدوري يې يولک اوغانۍ ورسره خلاصه کړې وه.

ما هم د نجارۍ په کار کې تجربه لرله، د مکتب له وخته به دوکان ته تلم، خو له دولسمه وروسته مې يواځې نجاري کوله.

پلار به مې هم کله کله د نجارۍ نوي فرمايشونه راوړل، کوم وخت چې به کار راباندې ډېر شو، لاس به يې راسره ووړ.

ګذاره کېدله، دوه تنه وو، زه او پلار. د مور مې کلونه مخکې زړه ودرېد،  مشر  ورور مې له طالبانو سره  د جنګ لومړي خط ته لاړ، مړی، ژوندی يې غيب شو. کشری هم  په وړوکوالي کې شنې غاړې ونيو، تر ډاکټره ونه رسېد، بس، زه او پلار پاتې و، تر کور، په سارا خوشاله وم.

د زرو له نيکه سره مې  په اوله کې ويلي و چې د دومره ورونو او کړکيو جوړول مياشت غواړې، کور مې ليرې دی، نه شم تلای، ده هم بله پکې ونه کړه، ويې ويل چې د شپې د تېرولو ځای له  ما وغواړه.

په اول ماښام يې جومات ته بوتلم،  اه، زړه مې ولړزېد، اوه، اته متره توره کوټه وه، په بر سر کې يې بله لرګينه دروازه ښکارېدله، ورغلم، دروازه مې خلاصه کړه، د فرضو ځای و. څراغ مې ورته ونيو، محراب په تورو دېوالونو کې سپين ښکارېده،  ګچ  يې ور کړی و.

بېرته د سنتو ځای ته راغلم. زړې توشکې هوارې وې، له سره زاړه فرش نه نمجن بوی ولاړېده. د څراغ پلته مې لوړه کړه، پر چت لوګي وهلي تور لرګي پراته ول، له پورته د غڼو ځالې راځړېدلې.

ماخستن هماغه ماشوم ډوډۍ راوړه چې غومبسو پسې اخيستی و، د پزې پاړسوب يې لا نه و  ناست، د نوم پوښتنه مې ترې وکړه، خو ماشوم کاسه کېښوده او په بېړه له جوماته ووت.

د ماخستن جمې ته پنځه، شپږ کسان راغلل، زه هم په کتار کې ورسره ودرېدم. څلور رکعته لمونځ په ارامۍ سره ادا شو، خو په سنتو او وترو کې د ځمکې دربا خته…د زنګنونو د لګېدو وار نه کېده.

نهه رکعته وروسته يواځې ملا صيب پاتې و، هغه هم لنډه دعا وکړه او له جوماته ووت.

اوږد وغځېدم، وروسته مې  د وره د خلاصېدو غږ واورېد. ماشوم و، ګيلاس او چايجوشه يې کېښوده. د نوم پوښتنه مې ترې وکړه، ماشوم په پټه خوله دسترخوان  ټول کړ.

ليندې ته مې پام شو، ربړ يې د ماشوم د تخرګ له جېبه راوتلی و. د  هغه د خوښې خبرې مې راواخيستې:

_ياره، ورک يې که، د چتکي ويشتل ډېر سخت کار دی، زړه به دې خوړين کړي.

ماشوم نيغ را وکتل، دسترخوان يې پرېښود.

ومې ويل:

_ما رنګارنګ مرغان ويشتلي دي، خو چتکی ټوپونه وهي، تر اوسه   د ليندې ګيټۍ (تيږه) نه ده ورته سيخه شوې.

د ماشوم سترګې  وځلېدې، په خوند يې وويل:

_چتکی نو څه شی دی،  همدا نن مې له ونې کښته  راوغورځاوه.

ومې ويل:

_لينده به دې اصله وي.

ماشوم په بېړه لينده را وايسته، څراغ ته يې ونيوله، کش يې کړه، ويې ويل:

_ ارزانه ليندې هم شته، خو په دې مې دوه لسګونه ور وګڼل.

لينده مې ترې واخيسته، کش مې کړه، ومې ويل:

_اصلي ده، سور ربړ ژر نه شکېږي.

ماشوم په خبره کې راولوېد:

_مخکې به مې د بايسکل له ټوپه لينده جوړوله، خو وار يې مړ و، ګيټۍ  به يې تر مرغانو  نه شوای رسولای.

غلی شو، لينده يې رانه واخيسته، په خوند يې وويل:

_شين توپۍ دې ويشتلې ده؟

_نه

_شين غاړی؟

_ام م م … نه

تندی يې تريو شو:

_نو ته ام ځانته ښکاري وايې؟ تا څه ويشتلي دي؟

لاره رانه ورکه شوه:

_ما، ما، هېڅ، هو رښتيا! زموږ په  کلي کې خړې مرغۍ ډېرې دي،  خړه مرغی، يوځل…

ماشوم په خبره کې راولوېد:

_خړه مرغۍ نو څه شی ده،  د لاس په لوټه به يې ام بوڅه راواړوم.  خړې مرغۍ خو ان په غزني ( ښار )  کې هم شته، که نر يې سارايي مرغان ووله.

ومې ويل:

_نو ته غزنې ته هم تللی يې؟

_هو، مکتبونه لا نه و شروع، له نيکه، خور او  مور سره د غزني زيارتونو ته لاړم.

د ماشوم د غږولو له پاره ښه موقع وه، ومې ويل:

_ښه نو، له دې دومره لوی کوره، يواځې درې نفره لاړئ؟

ماشوم وويل:

_پلار او ترونه مې نه وو، که نه هر څړمونی دوه _درې پسونه د زيارتونو له پاره اخلي.

ومې خندل:

_ ترونه! مانا ډېر ترونه لرې.

_هو، درې ترونه، پلار او دوه ترونه  مې په سعودي کې دوکانونه لري، کشر تره مې په کابل کې ډاکټري وايي.

_نو کوچينان يې چېرې دي؟

_مشر تره مې کډه ورسره بيولې، اووه اجونه يې کړې، د هغه بل کډه د پلار کره په شپو تللې، کشر تره مې لا تر اوسه واده نه لري.

_نو هغه کوچيني ماشومان دې څه کېږي چې په سرای کې ګرځېدل؟

_دواړه مې وروڼه دي.

ومې ويل:

_ښه ده چې په کور کې مو جينکۍ نشته.

د ماشوم تندی تريو شو:

_ولې نشته، يوه مشره خور لرم، نن مې جنګ ورسره وکه، پزه مې نه وينې، بمبرې وچيچلم، خو دې راپورې خندل.

ماشوم کاسه ور واخيسته او له کوټې ووت.

اوږد وغځېدم، سترګې مې پټې کړې، په چت کې موږکان چونګېدل.

د پېريانو او دېوانو خيالي تصويرونو خوب ته نه پرېښودم….

يو دم چيغې شوې، زړه مې خولې ته راغی، پر زاړه فرش د دوو پيشوګانو جنګ و، يوې بلې ته يې نوکارې ور لګولې… د بالښت وار مې پرې وکړ، دواړه په منډه له کوټې ووتې.

ټوخی مې واوورېد، يو بوډا په وره کې ودرېد،  زړې،  شکېدلې جامې يې په تن وې.

بوډا وويل:

_که ولي نه يم، خالي ام نه يم، پوهېدم چې حاجې نواب به دې دلته راولي.

مخکې راغی، د خوشايو سوړ بوی يې ورسره راووړ، زما پښو ته نږدې  توشکه يې سمه کړه، اوږد وغځېد.

شېبه وروسته يې وويل:

_ځوانه، په خوب کې خو به خرهاری نه کوې؟

زما  ځواب ته ماتله نه شو، بله خبره يې وکړه:

_ټيټ بالښت درواخله، خرهار ی دې دروي، له خوبه به مې نه باسې.

څه مې ونه ويل.

بوډا يوه شېبه غلی و، بيا يې وويل:

_مه خپه کېږه، بيګا يو سوالګر راغلی و، تر سهاره يې  خرهاری خوت، يوه سترګه خوب دې راباندې حرام شي!

ومې ويل:

_نو ته د شپې دلته وېدېږې؟

بوډا سړه سا وايسته!

_هو، حاجي غلامالي ( غلام علي )  په اوله کې راته ويلي و چې په کور کې ځای نشته.

په خبره کې ور ولوېدم:

_دا حاجي څوک دی؟

_زه يې مزدور يم، درې غواوي او شل پسونه ورته ساتم، د دومره ګورم ( پادې ) مړول اسانه کار نه دی، ټوک ټوک يم.

ومې ويل:

_د دې کلي له کورونو مالومېږې چې دا خلک په نس ماړه دي، خو جومات يې خوار دی، ولې؟

بوډا وخندل:

_بې اتفاقي دې خدای په بوټي هم نه ور ولي، په يوه خوله نه دي، حاجي لالو جومات جوړاوه، خو نور کليوال ورته ودرېدل چې نه، جومات به بيا د حاجي لالو په نوم يادېږي.

ومې ويل:

_خو په ګډه دې پيسې سره ټولې کړي.

_دا خبره بيا د حاجي لالو په نپس ( نفس ) نه وه برابره، ضد ونيو، ويل يې چې که داسې وکړی، نو جومات در پاته دی. يا به يې زه جوړوم، يا مو همدا سل کاله پخوانۍ جومات ښه دی.

بوډا کېناست، يوه چونډۍ نصوار يې تر ژبې لاندې کړل، په خوند يې  وويل:

_پوهېږې، حاجي لالو هم ځانته من وايي، اوو_ اتو کليوالو  ته يې  په ګټه پيسې  ورکړې دي، خبره يې چلېږي.

ومې ويل:

_دا بل حاجي څه نومېږي؟

_کوم؟

_دا زه چې  نجاري ورته کوم.

بوډا وخندل:

_څومره هېرجن يې، په اوله کې مې درته وويل چې حاجي نواب.

ومې ويل:

_دا څنګه سړی دی.

بوډا تفدانۍ ته لاس وروغځاوه:

_په کم نپسي کې يې وړې ده، زامن يې د عربو په ريالونو کې مست دي، خو د ده مغروري به ونه وينې.  په کور کې يې له سرو غاليو ځای نه کېږي، خو دی په خاوور کې پيتاوي ته  ناست وي، غريبانو  ته  ام لاس نيسي، هاغه بله ورځ يې ماته هم يو سلګون راکو،  پوهېږې، سږ کال يې خالي شپږ لکه اوغانۍ ذکات وايست.

بوډا غلی شو، څراغ ته يې ور پو  کړل، تر يو څه وخته غلی پروت و، وروسته يې خرهاری شو.

تر ډېره ويښ وم، بيا مې سترګې سره ورغلې وې، يو وخت مې اوږه وخوځېده، سترګې مې رڼې کړې، ملا  له څراغ سره راته ولاړ و،  په توره ږېره کې يې د اوبو نښتو څاڅکو ژېړه لمبه کوله.

د باندې ووتم، له لښتي چړپا راتله، ورغلم، په تياره کې مې زوروره ناره واورېده:

_وه د خدای بنده! پام ! مه راځه!  لوڅ يم.

همالته اوداسه ته کېناستم، اوبه سړې وې.

بيګانی بوډا مې  څنګ ته ودرېد، څادر يې په خپله پکه ککرۍ تېراوه، په لړزانده غږ يې وويل:

_تو، لانت په شيطان، په دې سپينه ږېره يې تر اوبو وايستم.

 

څلورمه برخه

اودس مې وکړ، جومات ته ورغلم، له لمانځه وروسته کليوالو خپل سرونه په څادرونو کې پټ کړل، ټول زنګېدل، کله کله به د خرهاري غږ هم  واورېدل شو.

د سهار په خړه کې له جوماته ووتم، د حاجي نواب د کور دروازه خلاصه وه، نېغ نويو کوټو ته لاړم، اول مې له يوې دړې څخه د ليندې يو ښايسته دوه غاښی جوړ کړ، بيا مې يوه چوکاټ ته رنده ونيوله.

له غوسې ډک ښځينه غږ مې واورېد:

_مرداره شې، سمه ودرېږه.

ور ومې کتل، د زرو مور د غوا تي پرېمينځل.

بېرته په خپل کار بوخت شوم، خو وروسته مې د زرو غږ واورېد، سر مې پورته کړ، زرو  پر اخوره ناسته وه، له خپلې مور سره يې خبرې کولې….

په ځېر مې ورته وکتل،  د نجلۍ مخ ته  سهارنۍ ژېړې وړانګې سيخې وې، پر سپينو غومبرو يې د  بڼو  تور سيوري پراته ول.

زرو يودم راته وکتل، ژر مې دېوال  ته ولاړ لرګی راکوږ کړ، لرګی دروند و، يو ګام شاته شوم، لرګی کړکۍ ته له پرې شوې ځايه لاندې ولوېد، له درب سره غوا وترهېده، ښځې په بېړه لرګي ته وکتل، ځان مې تر دېوال پټ کړ.

د ښځې بونګی مې واورېد، ور ومې کتل، غوا کراره ولاړه وه، د ديګ پر تل باندې د شيدو د دارو د لګېدو غږ راته.

زرو ته مې وکتل، خندل يې.

د لمر وړانګې تودې شوې، بېګانی ماشوم له پيالو سره راغی، وار له واره مې د ليندې دوه غاښی ورته ونيو، ماشوم  غوټه کړه، دوه غاښی يې زما له ګوتو وايست، په خوند يې وويل:

_دا دې څه وخت جوړ کو؟

دسترخوان مې خلاص کړ، وچ تود پاستی پکې پروت و.

ماشوم ته مې وکتل، له ليندې څخه يې زوړ دوه غاښی خلاصاوه.

ومې ويل:

_نوم دې څه دی؟

_شريف الله!

چايجوشه مې راواخيسته،د شيدو چای و، خو مالګه يې ډېره درلوده، ومې ويل:

_دا چای دې ادې پوخ کړی؟

ماشوم په نوي دوه غاښي رابړ تاړه…

لينده مې ترې واخيسته، ومې تړله. ماشوم لينده کش کړه، تندی يې تريو شو:

_د ليندې په تړلو نه پوهېږې! يوه خوا يې لنډه ده.

لينده مې بېرته خلاصه کړه، له سره مې وتړله، ماشوم په لينده کې يوه وړه تېږه کېښوده، لينده يې چوترې ته ونيوله، کړنګ شو، بدنۍ لاندې راولوېده.

زرو په چوتره کې ودرېده، په لوړ غږ يې وويل:

_اې چينجيه، ودرې، نيکه به درسره ګوري.

زرو بدنۍ ور واخيسه، د اور خونې ته ننوته.

ومې خندل:

_نو ته چينجی يې؟

د ماشوم غومبرې سره شول:

_خو چينجو خوړم.

يودم يې خبره واړوله، لينده يې کش کړه:

_اول به د بمبرو ځاله پرې ولم.

ومې خندل:

_پرونی حال دې هېر شو!  پزه دې اوس هم…..

په خبره کې راولوېد:

_هغه خو دوه غاښی سم نه و، تيږه د ځالې تر څنګ ولګېده، خو دا وار…

غلی شو، د پاستي ژۍ يې ور پرې کړه، په ډکه خوله يې وويل:

…خو دا وار ستن هم نه رانه خطا کېږي.

ټوخی مې واورېد، ماشوم په بېړه لينده په جيب کې واچوله. حاجي نواب و، راغی، مخامخ په اره شوې دړه راته کېناست، ماته يې وکتل، ويې ويل:

_کامرانه بچو، د کوټې يوې دروازې تاو کړی، سمه نه پورې کېږي.  بيا يې په کراره وګوره.

ومې ويل:

_سمه ده حاجي صيب، بس، نيمه پياله چای پاتې دی.

حاجي خپل لمسي ته  مخ ور واړاوه:

_شريفه، بيا يې درسره راوله.

ورو ولاړ شو، له کوټې ووت.

شېبه ووته، ماشوم يو دم ترپ کړل، کړکۍ ته ودرېد، پورته يې وکتل، په خوند يې وويل:

_د شامتورو سېل دی.

منډه يې واخيسته، پسې غږ مې کړ:

_چېرته؟

په منډه کې يې راته وويل:

_د کور مخته د لښتي پر ژۍ اموخته دي، پرون مې هم وار پرې وکو.

پياله مې کېښوده، زړور چوترې ته ورغلم، دومره باک يې نه راته، د نجارۍ له پاره ډېرو کورونو ته ورغلی وم، په يوې خبرې مې سر خلاص و، زموږ خلک کسبګر خپل سيال نه ګڼي، له ډم، نجار، زرګر . پښ… څخه يې سترګه نه کېږي. نه څوک مخ ترې پټوي او نه يې هم په سيالانو کې شماري.

په چوتره کې مې يوه ناره ونيوله:

_حاجي صيب!

له يوې کوټې د حاجي غږ راغی.

_راځه!

ورغلم، حاجي د کوچيني دالان او کوټې تر مينځ په وره کې ولاړ و.

د کوټې دروازه مې پورې کړه، ځای ته نه ورتله.

حاجي وويل:

_هر څړمونی  يې  همدا حال وي.

ومې ويل:

_د ژمې په وتو سره ځينې ورونه تاو پيدا کوي.

کېناستم، د دروازې لاندنۍ  څنډې ته مې رنده ونيوله، د حاجي غږ مې واورېد:

_زرو بچو، پيالې ټولې که.

نجلۍ ته مې لار  ورکړه، د ټکري پسته پيڅکه يې زما پر مخ تېره شوه.

حاجي وخندل:

_ياره کامرانه! پلار دې سم پرنګی دی، غلط يې کړم، د نجاري دا کارونه په دومره ډېره اجوره نه ارزېدل.

تر څنګ مې زرو ته وکتل، له دسترخانه يې پيالې ټولولې.

ومې ويل:

_حاجي صيب، دا قيمتي نه وينې، ولور دې اتو لکو اوغانيو ته رسېدلی. چې پلار مې تا يا کوم بل څوک غلط نه کړي، نو څنګه  به خپل يواځيني زوی ته کوژده کوي؟

حاجي وخندل، زرو ته مې وکتل، پر شونډو يې موسکا پرته وه.

زرو ووته، دروازه جوړه شوه.

سړی غلی شو، طوطي يې پر ځمکه کېناوه، د باندې ووت، لمر تر غره پټ و، د شنو ونو پر سر،  کتار زاڼو  وزرونه وهل…

سړی بېرته خپل ځای ته راغی، ودرېد، له لمانځه وروسته يې طوطي ته وکتل، مات وزر يې له ځانه بېل نيولی و.

سړی ورغی، له جېبه يې مات چهارمغز را وايستل، ويې ويل:

_نن به په همدې ګذاره کوو.

اوږد وغځېد، ويې ويل:

_د حاجي نواب په کور کې مې د نجارۍ يوه هفته ووته، يوه ورځ ستړی شوم، ماسپښين مې سر ولګاوه، سترګې مې سره ورغلې، خو يودم چيغې شوې، کېناستم، زرو  لوڅ سر منډې وهلې، د څا سر ته ودرېده، تېره کوکه يې تر خولې راووته:

_هلئ! نادر څا ته ولوېد.

منډه مې واخيسته، اوبو ته مې وکتل، تياره وه. د بوکې په پړي پسې مې لاس ونيو، لاندې کښته شوم، په خاورو کې کېندل شوې زينې لندې وې، پښه مې وښوېده، ځان مې کابو کړ، تر اوبو پورته ودرېدم، څلور، پنځه کلن ماشوم په بوکه پسې لاسونه نيولي وو.

ماشوم مې تر ولي ونيو، د هغه څېرې ته مې وکتل، سترګې يې رډې راختلې وې.

ماشوم مې اوږې ته راپورته کړ، غاړې ته مې سړې اوبه راغلې، چيغه مې کړه!

_هلک ښه دی.

د زرو د مور غږ مې واورېد، په ژړا کې يې وويل!

_د خدای روی ومنه، دورواغ خو به نه وايې؟

په زحمت پورته وختم، په اخيري زينه کې ګڼ لاسونه راوغځېدل، ماشوم يې زما له اوږې پورته کړ. له څا ووتم، څو کليوال ولاړ وو، زرو ته مې وکتل، کوچينی ورور يې په غېږ کې ټينګ نيولی و. دې او ماشوم دواړو  ژړل….

بېرته کوټې ته لاړم، غاړه مې په څادر وچه کړه، د حاجي نواب غږ مې واورېد، غړۍ مې اوږده کړه، حاجي د خپل لمسي پر سر لاس ايښی و، له يوه کليواله يې په څا کې د ماشوم د لويدو کيسه اورېدله.

زرو په بېړه خپل ورور ور واخيست، په چوتره کې يې لمر ته لوڅ لغړ ودراوه، وچې  جامې يې ور واغوستې.

انګړ ته ډله ښځې راغلې، نارينه د باندې ووتل، ښځې چوترې ته ور وختې، د زرو له مور سره ودرېدې، يوه شېبه يې شکرونه وايستل، بېرته د باندې ووتې.

مازديګر مې کار بس کړ، شريف چای راووړ، عجيبه وه، د معمول خلاف دوې پراټې هم ورسره وې. ماشوم وار له واره په خوند وويل:

_يوه شامتوره مې بوڅه راواړوله.

ومې ويل:

_دا پراټې چا درکړې؟

_خور مې.

غلی شو،  يو دم يې وويل:

_ساخت ( په لينده کې د ډبرې د اېښودو ځای ) جوړولی شې؟

ومې خندل:

_وبه يې ازمايم.

ماشوم منډه واخيسته، شېبه وروسته يې يو بوټ راووړ، ويې ويل:

_چرم دی، ښه ساخت ترې راځي، نه؟

بوټ مې را واخيست، نوی و.

ومې ويل:

_دا دې له کومه کو؟

_د نيکه بوټ دی، ژمی يې په پښو کوي.

ومې خندل:

_که يې پوښتنه وکړه بيا؟

د ماشوم تندی تريو شو:

_تر هغه وخته به يې هېر وي.

ومې ويل:

_نوی بوټ مه خرابوه، د ساخت له پاره به يو بل څه پيدا کم.

د باندې مې وکتل، تر چوترې لاندې زړه چرمي څپلۍ پرته وه. ماشوم مې پسې ولېږه، څپلۍ يې راوړه، د رندې پر ژۍ مې چرم ترې واړاوه، ګلالی ساخت مې ورته جوړ کړ.

ماشوم لينده وتړله، کش يې کړه، په خوند يې وويل:

_اوس نو سم  ټوپک شو.

شکېدلې څپلۍ يې ور واخيسته،  له کوټې ووت.

له چوترې د زرو له غوسې ډک غږ راغی!

_چينجيه، زما په څپلۍ دې  څه کړي؟

ور ومې کتل، زرو په لاس کې شکېدلې څپلۍ نيولې وه.

جارو يې ور واخيسته، ماشوم په منډه  نويو کوټو ته راغی، زما تر څنګ ودرېد.

په وره کې مې د زرو غږ واورېد:

_خدايکه رانه خلاص شې.

ور ومې کتل،  د زرو د ګلدارې لمنې څنډه ښکارېدله.

بوټ مې ور واچاوه، بوټ د وره له چوکاټ سره ولګېد.

ومې ويل:

_ورور دې له دې ساخت جوړاوه.

بوټ ته سپين لاس ور وغځېد، زرو په ټيټ غږ  وويل:

_ودرې، نيکه  به دې کار کوي.

يوه شېبه غلې وه، وروسته يې وويل:

_کور ودان، که ته نه وای، زما کوچينی ورور به  چا له څا را ايست!

سړي وټوخل، طوطي ته يې وکتل، مړې سترګې يې ورته نيولې وې.

سړي په خوند وويل:

_ سهار چې کله له جوماته د کار ځای ته ورغلم، د ناولو جامو تړلې غوټه مې نه وه. د چايو په وخت کې مې له شريف څخه پوښتنه وکړه، ماشوم وويل چې د جامو غوټه يې خور ور واخيسته، ماخستن يې پرېمينځلې، اوس هم د کوټو تر شا پر وچو لښتو هوارې دي.

د لسو بجو ناشته حاجي نواب راوړه، چايجوشه، دسترخوان او  ګيلاس  يې پر غولي کېښودل، څادر يې خلاص کړ، يو جوړ اوتو شوې جامې پکې پرتې وې.

ويې ويل:

_زرو  ويل چې په غوټه کې د جامو اوتو خرابېږي، بس، چې دا خيرنې شوې، شريف ته يې ورکړه چې کور ته يې يوسي او يو بل جوړ کالي درته راوړي.

حاجي وټوخل، زما پر اوږه يې لاس کېښود، په ټوخي کې يې وويل:

_نجاري هسي يوه بانه ده، بس، خدای زما د لمسي د ژغورلو له پاره رالېږلی وې.

غرمې ته مې سړه تبه شوه، سر او اوږو مې درد کاوه، د کار کولو سېکه نه وه را پاتې.

يوه بجه شريف راغی، پتنوس يې کېښود، ښوروا وه.،خو دوه ګولې مې هم ونه خوړې.

شريف کاسې ته لاس ور وغځاوه، په ډکه خوله يې وويل:

_ترخه خو نه ده؟

ومې خندل:

_نه.

_نو بيا دې ولې تندی خولې دی؟

ومې ويل:

_تبه مې ده.

شريف وويل:

_د بايسکل ځنځير لنډولی شې؟

_هو.

تندی يې تريو شو:

_له مکتبه راتلم، بايسکل ځنځير واچاوه. نه کېده،  تر کوره مې راکش کو.

ماشوم غلی شو، يودم يې وويل:

_رايې ولم؟

_څه؟

_بايسکل.

ومې ويل:

_نه، اوس ناروغ يم.

ماشوم په بېړه له کوټې ووت. بېرته راغی، په لاس کې يې د ګوليو پاکټ نيولی و.

ومې ويل:

_دا د څه له پاره دي؟

_نه پوهېږم، زرو راکړې، ويل يې چې تبه پرې کوي.

يوه ګولۍ مې خولې ته واچوله، خو مازديګر ته مې حال لا پسې بدتره شو، پښې مې مړې وې، سر مې ګرځېده، د ولاړېدو توان مې نه درلود.

يو وخت مې اوږه وخوځېده، سترګې مې رڼې کړې، حاجي نواب مې سر ته ناست و، د څراغ  په ژېړه رڼا کې يې د مخ ګونځې ژورې ښکارېدلې.

څنګلي مې غولي ته اړم کړي، خو حاجي مې پر اوږو زور راووست، بېرته پرېوتم.

حاجي په خندا کې وويل:

_کامرانه بچو، ماته خو ډېر پياوړی ښکارېدې، خو يوې تبې را پرېيستې.

يودم يې جدي څېره ونيوله.

_وه د خدای بنده، چې تبه دې وه،  ماته به دې څوک رالېږلي و، څه په ډاګ خو نه وې پروت. اوس مې هم په جومات کې تر سترګو نه شوې، خدايي دلته راغلم، په خوب کې دې زګيروي ختل.

حاجي چيغه کړه!

_شريفه.

ماشوم له پتناسه سره راغی.

حاجي وويل:

_د شيدو چای يې درته پوخ کړی.

جېب ته يې لاس کړ:

_ها، دا ګولۍ به دې ښه کړي.

ګولۍ مې وخوړه.

حاجي ورو ولاړ شو، ګېلاس مې کېښود، لاسي ساعت ته مې وکتل، جومات ته د تګ له وخته درې ساعته تېر ول. په زحمت کېناستم، بوټونه مې په پښو کړل، درب شو، رڼاولړزېده، دوړه د څراغ پر پلته راغله.

ور ومې کتل، د شريف پښو ته پلاستيکي فرش پروت و.

ماشوم وويل:

_نيکه مې ويل چې تبه دې ده، نن شپه همدلته پرېوزه.

ماشوم د لرګي اره شوې وړې ټوټې په پښه ووهلې، فرش يې هوار کړ، بېرته له کوټې ووت. شېبه وروسته يې توشکه او بالښت راووړ، توشکه يې هواره کړه، کېناست، ويې ويل:

_نو بايسکل پاتې شو؟

له چوترې د زرو غږ راغی!

_شريفه!

ور ومې کتل، زرو له څراغ سره ولاړه وه.

شېبه وروسته مې  د شريف غږ واورې :

_دا کمپله نوې ده، په خاورو کې به سپېره شي.

زرو په ټيټ غږ وويل:

_چينجيه، تا خو نه ده اخيستې.

ماشوم راغی، کمپله يې کېښوده، ويې ويل:

_دا کمپله مې پلار له  عربو راوړې ده.

پرېوتم، کمپله مې پر پښو راکش کړه. تر دې دمه مې دومره پسته کمپله نه وه ليدلې.

سهار مې د شريف غږ واورېد، سترګې مې رڼې کړې، لمر هسک ولاړ و. ماشوم پتنوس کېښود، ماته يې وکتل، ويې ويل:

_کمپله دې سپېره کړې ده.

پښو ته مې وکتل، د کمپلې پيڅکه له پلاستيکي فرشه وتلې وه. کيناستم،  کمپله مې راټوله کړه.

ماشوم وويل:

_دا کمپلې دولس دانې دي، ټول يو رنګ لري، موږ يې يواځې ميلمنو ته ور وړو.

ومې ويل:

_نو ماته مو  ولې راوړه؟

_خدای خبر، زرو راولېږله.

ورو ولاړ شوم، پښې مې سپکې وې، خو  په اوږو کې مې لا  مړ درد احساساوه.

بدنۍ مې راواخيسته، چوترې ته ووتم، مخ ته مې څو لپې اوبه ور واچولې، لستوڼۍ مې پرې راکش کړ. بېرته کوټې ته راغلم.

ماشوم په تريو تندي وويل:

_اوس به مکتب ته په پښو ځم!

ومې خندل، ماشوم مې په رينچ او پلاس پسې ولېږه. پياله مې راډکه کړه، د ماشوم غږ مې واورېد:

_بايسکل کوټې ته درولم؟

د باندې ووتم، د بايسکل ځنځير مې خلاص کړ، يوه حلقه مې تر وايسته، بېرته مې ور واچاوه.

ماشوم په خوند وويل:

_سم شو؟

_هو، خو لږ تېل غواړي.

ماشوم په بېړه کوټې ته ننوت. بېرته راغی، د شاړشمو له تېلو ډک بوتل يې راته ونيو. ځنځير مې غوړ کړ، ماشوم وويل:

_زه به يې کش وګورم.

پر بايسکل يې پښه واړوله، دوه ځله تر څا راوګرځېد، ويې ويل:

_بد نه دی، خو د پخوا غوندې کش نه لري.

بېرته د کار ځای ته راغلم، کمپله مې ټوله کړه، د لرګيو ځينو تختو صافېدا غوښته، چاره نه وه، په وچ زور مې ملا ورته وتړله.

مازديګر مې د سطل کړنګ واورېد، ور ومې کتل، شريف و، ستمی  يې خوت. سطل ته مې وکتل، له اوبو مړه تاوونه پورته کېدل.

ماشوم وويل:

_د لامبلو له پاره مې درته راوړې.

منډه يې واخيسته، شېبه وروسته بېرته راغی، په لاس کې يې صابون او توليا نيولې وه.

ومې ويل:

_تودې اوبه دې ولې راوړې؟

ماشوم وويل:

_زرو راکړې، ويل يې چې پاک کالي له لمبلو پرته مه اغونده.

ماشوم د باندې ووت.

تشناب ته ننوتم، دېوالونه يې خام ول، خو غولی سيمنټ شوی و. ولمبېدم، جامې مې بدلې کړې، ماښام  جومات ته لاړم، تبه مې پرې  وه، ولي مې هم درانه نه راته اېسېدل.

سړی غلی شو، طوطي ته يې وکتل، په تياره کې سم  نه ښکارېده.

د طوطي تر مښوکې يې ګوته لاندې کړه، طوطي ټوپ کړل، د سړي له ټټره وښويېد. سړي طوطي ور واخيست، د باندې ووت، پر يوه هواره ډبره کېناست، پورته يې وکتل، د سپوږمۍ رڼا پر  نږدې ستورو پرته وه، خپ ښکارېدل، خو ازادو ستورو تېزه رڼا کوله.

يو دم يې وخندل، خوله يې اسمان ته ونيوله، چېغه يې کړه!

په غره کې د شغالانو کوکې پورته شوې.

سړي وخندل:

_زه او زرو به ډېر وخت، ماښام تياره  همدلته ناست وو، ستورو ته به مو کتل. زرو به يودم ناره کړه، د هغې له نارې سره به د غره شغالانو کوکې کړې، زرو به خندل، د شغالانو له انګولاوو به يې خوند اخيست.

سړي سړه سا وايسته:

_شغالان بختور دي، د زرو ناره يې اورېدلې وه.

 

پنځمه برخه

ولاړ شو، طوطي يې ور واخيست، څو ګامه مخکې لاړ، له ونو لويدلې وچ ښاخونه يې راټول کړل، بېرته هوارې ډبرې ته رواګرځېد، وچ واښه يې تر لرګيو لاندې کړل، لايټر يې ورته ونيو، وچو وښو خوله واخيسته. طوطي ته يې وکتل، په سترګو کې يې سره لمبه ښکاريدله.

سړي خپل لاسونه اور ته ونيول، ويې ويل:

_زه او زرو په همدې وخت کې دلته راغلو، واوره د غرو له لمنو ټوله وه، خو لا هم سوړ باد لګېده.  موږ به دلته اور بلاوه، تر ډېره به ورته ناست وو، انګار به مو غار ته ووړ.

سړي وټوخل، ټوخی يې تېز شو، له خولې يې لاړې راغلې، اوږد وغځېد، لستوڼی يې پر خوله تېر کړ.

چوپه چوپتيا وه، کله کله به يوه کونګ ناره کړه.

سړي سړه سا وايسته، ويې ويل:

_درې ، څلور ورځې ښه وم، خو يو ماښام بيا تبه راباندې راوګرځېده، د شپې لړزې ونيولم، سهار ته په جومات کې د مزدور سپين ږيرې تندی تريو و، ويل يې چې ټوله شپه دې زګيروي ختل….

تر غرمې مې ايله د يوې دروازې چوکاټ جوړ کړ، نه کېده، سېکه رانه ختلې وه. مبايل مې راواخيست، چارچ نه و پکې پاتې.

دوه ځله مې د باندې وکتل، بايسکل نه ښکارېده، شريف لا له مکتبه  نه و راغلی.

کېناستم، د زرو کوچنی ورور په چوتره ګرځېده، لمن يې ټوله نيولې وه، پرتوګ يې نه و اغوستی، ژامه يې خوځېدله….

ورغږ مې کړل. راغی، تر کړکۍ لاندې راته ودرېد، په لمن کې يې وچه ډوډۍ پرته وه.

تليفون مې ورته ونيو، ومې ويل چې کورته يې يوسه، چارج يې کړه.

د زرو دوی د کور پر سر دوې شمسيانې ولاړې وې، برق يې درلود، پخوا مې هم مبايل د چارج له پاره شريف ته ورکړی و.

ماشوم  وچې سترګې راته نيولې وې.

د زرو غږ مې واورېد:

_نادره، مبايل راواخله.

ماشوم هماغسې ولاړ و.

_زرو راغله، مبايل يې زما له ګوټو وايست. بېرته چوترې ته وخته، په وره کې يې مخ راواړاوه، کوټې ته ننوته.

مازديګر ته بيا لړزې واخيستم، پلار ته مې تليفون وکړ، را ياده يې کړه چې سهار وخته درځم.

ماخستن د سپين ږېرې د شکايت  له لاسه د بوټو د ايستلو په ځای کې پرېووتم. سهار مې پلار راغی، ويې ويل چې ډاکټر ته لاړ شه،  تر هغو مه راځه چې ښه شوی نه يې.

له شريفه مې خپلې جامې وغوښتې، لنډه شېبه وروسته يې تړلې غوټه راوړه، د کلاه په دروازه کې مې ورمېږ کوږ کړ، زرو په چوتره ولاړه وه. ماته يې کتل…

طوطي يودم کرېژې کړې، سړي ډبرې ته لاس ور وغځاوه، شاوخوا يې وکتل، ګيدړه غار ته نږدې ولاړه وه، سترګو يې سپينه رڼا کوله.

سړي ورو پلتۍ ووهلې، طوطي يې پر خپل ځنګانه کېناوه، ګيدړې ته يې وکتل، نه وه.

سړي د اور پر سر څو وچ لرګي کېښودل، لمبه تر وچو لرګو راوګرځېده. ورو يې وويل:

_نېغ د ولسوالۍ بازار ته لاړم، ډاکتر له معايناتو پرته دوا راته وليکله، د تبې علايم يې ملاريا ګڼله.

غرمه خپل کور ته راغلم، ټول کور مو يوه خيرنه کوټه، وړوکی دهلېز  او تشناب و. نيغ کوټې ته ننوتم، پلار خپله بستره نه وه ټوله کړې، کاسه او پياله ناولې پراته وو.

پښې مې مړې وې، خو مجبوره وم، لومړی مې کوټه جارو کړه، بيا مې د ګاز پر ډبه د  ناولو لوښو د پرېمينځلو له پاره اوبه کېښودې.

اوږد وغځېدم،  تېرو يادونو ته لاړم، يو وخت به په همدې کوټه کې له مور، پلار او کوچني ورور سره ګډ ويدېدم، خو وروسته چې يو څه غټوکی شوم، د خوب له پاره به له مشر ورور سره  جومات ته تلم.

د دروازې ټکېدا له تېرو يادونو راوايستم، ورغلم، ادکې ترور  پر تندي ښکل کړم، ويې ويل چې ماشومانو کور ته د راتګ په وخت ليدلی وې.

ادکه ترور عمر خوړلې ښځه وه، زموږ په ګاونډ کې اوسېدله، زما د مورکۍ له مرګه وروسته يې پر موږ پام وو، ځکه مې ادکه ترور بلله.

غرمه يې د شيدو چای او وچه ډوډۍ راوړل، را ياده يې کړه چې ناروغ يې، د شيدو  تود چای به دې هډونه تاوده کړي.

تر  ناوخته ويده وم، ماښام جومات ته لاړم، جمعه تېره وه، د جومات ملا په وره کې په مخه راغی، وار له واره يې راته وويل:

_سور شوروي، جمه تېره شوه، ته اوس راغلې!

ملا سپين ږيری و، له شلو کالو راهيسته يې زموږ د کلي ملايي کوله،  کليوال خوشاله ورنه ښکارېدل، ويل يې چې له نيستۍ سره سره سېرچشمه انسان دی، د ځمکې د حاصلاتو په وخت مو دومره نه ځوروي، تر اوسه درمند ته نه دی راغلی چې د غنمو تللو ته کينې، خروارونه وشمېرې او د غنمو د  اندازې له مخې خپله برخه بېله کړي. خو له ما سره يې نه لګېده.

زه له رنګه سور وم، سور شوروي  به يې بللم. لومړی يې زما خپل نوم راته اخيست، کامران، خو وروسته مې نوم بدل شو، سور شوروي.  دا نوم پخوانۍ کيسه لري، يو وخت مې د کوچيني ورور تبه شوه، د څلورو ،پنځو کالو وو، په دوو ورځو کې يې د سرو غومبرو پر ځای هډوکي راوختل، پلار مې همدا ملا ورته راووست، ملا صيب مې د ورور تبه وچکۍ وبلله، ويې ويل چې د غزني د اولياوو په زور به يې زما دم  ټک پتری کړي.

پلار مې  له کوټې وايستم، خو شېبه وروسته يې بېرته راغږ کړل، پيسې يې راته ونيولې، ويې ويل چې د کلي له دوکانه درې اصيل چاقوګان راوړه.

دوکان ته مې منډه کړه، هغه وخت زړې پيسې وې، يو اصيل چاقو يې په اتيا زره اوغانۍ را  بيه کړ.

د پلار په راکړو پيسو دوه چاقو ګان کېدل، درېيم مې په پور واخيست. د کور دروازې ته له مشر ورور سره يو ځای ور ورسېدم، د هغه په لاس کې هم دوه چاقو ګان ول، راياده يې کړه چې دا دوه پنج ټکه چاقوګان يې  له سردار خانه امانت راوړل.

کوټې ته ورغلو، د ملا صيب تر مخ يو چاقو او د پيازو د سپينولو زړه چاړه پرته وه.

چاقو مې وپېژاند، زما د پلار چاقو و، پلار به مې يواځې د نوکانو اخيستلو ته  له صندوقه را ايست، ويل يې چې چاريکاري چاقو دی، ان د دروازې ځنځير هم خوري.

ملا صيب شپږ چاقو ګان او يوه چاړه ور واخيسته، شونډې يې وخوځېدې، له چاقو ګانو ډک لاس يې خولې ته ور نږدې کړ، له چوف سره يې بيا څه وويل، وروسته يې زما پلار ته اشاره وکړه چې زوړ فرش ټول کړي.

ماشوم يې پر ساړه غولي پرې ايست، په هر چاقو يې يوه ليکه ترې راوايسته…

له کوټې د وتو په وخت کې يې ټول چاقوګان جيبونو ته واچول، چاړه يې په لاس کې وه، زما مور ته يې وويل چې کوټې ته به رڼا نه راځي او ماشوم بايد تر څلوېښتو ورځو له ساده چای او وچې ډوډۍ پرته بل څه ونه خوري.

د ملا صيب له تګ وروسته مې مور د کوټې په يواځينی دريڅه کې زوړ بالښت کېښود، ورځ  راباندې شپه شوه،  د لاس ګوتې نه ښکارېدې. له چوترې مې د پلار غږ راغی، ور ووتم، د پلار تندی تريو و، له مشر ورور سره مې له سردار خانه  په پور د راوړو چاقوګانو په اړه غږېده.

مور مې دوه سطله راته ونيول، ويې ويل چې د کلي له کارېزه اوبه راوړه.

کارېز ته نرۍ لار تللې وه، يو ځای ودرېدم، د لارې پر غاړه له شنې سپاندې زموږ د پيازو د چاړې ژۍ راوتلې وه.

چاړه مې کورته راوړه، پلار مې سپک کړم، د ملا صيب د خولې خبره يې راته وکړه، ويل يې چې دم مه بې تاثېره کوه، د دم چاقو او چاړه بايد له کوره بهر تر خاورو لاندې شي.

پرچاړه مې د کور مخې ته خاورې واړولې.

په درېيم سهار مې مور چيغې کړې، په بېړه کوټې ته ورغلم، مور مې د خپل کوچني زوی سر پر خپل زنګانه ايښی و،  ژړل يې.

پلار او مشر ورور مې د نجارۍ دوکان ته تللي وو، مجبور شوم، ګاونډيانو ته مې چيغه ور ورسوله. راغلل، يوه د ماشوم نبض وکوت، ويل يې چې ساه پکې چلېږي.

بل کته  شوې خره راوسته، نه مې هېرېږي، مور مې د خرې د کتې پر سر سره بړستن وغوړوله.

کليوالو زما ورور ځنځولی خرې ته ور پورته کړ. ما د خرې پړی ونيو، خو يوه ځوان راته وويل چې ډاکټر ليرې دي،  کوچنی يې،  نه شې تلای.

ورور ته مې وکتل، سر يې پر بړستن لګولی و، د سترګو سپينوالي يې خړه پرده نيولې وه.

له کلي ووتم، پورته پراخه  دښته پرته وه، د يوې سپرغې ( د کارېز څا ) پر سر کېناستم، لمر تود و، د ارخېړکو ( زرکو ته ورته يو ډول خړ مرغان چې په دښتو کې ګرځي ) کورړا خته.

کلي ته مې وکتل، په خړو کورونو کې د جومات مناره سپينه ښکارېدله.

غرمې ته يې زما ورور مړ راووړ ، دومره پوه شوم چې تر ډاکټره نه و رسېدلی.

په هدېره کې ملا صيب نصيحت کاوه، همدا يوه خبره يې ټينګه نيولې وه، ويل يې چې اجل په ډاکټرانو نه راګرځي.

شېبه وروسته  هديره تشه شوه، د څلور کلن ورور پر سر مې څلور خرواره خاوره پرته وه.

د ورور پر قبر پرېوتم، د زړه له اخلاصه مې وژړل….

ورور مې کوچينی و، خوږې خبرې يې کولې، مچو يې په سخته راکوله، ويل يې چې مخ مې لندېږي، خو ما به په يوه ځل پنځه مچې ترې اخيستې، دواړه سره غومبري، تندی، زنه او د پزې څوکه.

د پزې د څوکې په مچو بې يې وخندل، په وړه ژبه به يې راته وويل:

_مردار خوره.

د ورور د مرګ په درېيمه د ولسوالی بازار ته لاړم، سودا مې اخيسته، په يوه دوکان کې مې شناخته چاقوګان وليدل، ورغلم، د ګوړې د ټوکری تر څنګ زما د پلارچاريکاري چاقو او د سردار خان دوه پنځه ټکه چاقوګان ايښي ول.

دوکاندار شناخته سړی و، ډېر وخت به مې سودا په پور ترې وړه، راياده يې کړه چې دا چاقو ګان مې ستاسو د کلي له ملا صيبه واخيستل، نغدې مې څلور نيم لکه ور وګڼلې.

مازديګر جومات ته لاړم،  ملا صيب ته مې د کليوالو تر مخ  وويل  چې د دم چاقوګان مې په بازار کې  وليدل.

کليوالو سپک کړم، ماخستن مې پلار يوه جانانه څپېړه راکړه، ويل يې چې په عالمانو پسې دومره لوی تور مه تړه.

بس، له هغې ورځې د ملا صيب راسره ولوېده. کامران په سور شوروي بدل شو.

سړي وټوخل، په سره انګارکې يې لښته ووهله، نيم سوځېدلی دوګن لرګی يې ترې ليري کړ، شاوخوا يې وکتل، يوه پلنه اوږده تېږه يې راواخيسته، انګار يې پکې ټول کړ، طوطي يې پر اوږه کېناوه ، انګار يې ور واخيست، غار ته ننوت.

 

شپږمه برخه

د سړي پر غومبري څه ولګېدل، سترګې يې رڼې کړې، د طوطي ژېړه مښوکه وه.

سړی کېناست، ورمېږ يې کوږ کړ، د غار خوله ژېړې رڼا نيولې وه. ويې ويل:

_اه، لمر راختلی دی.

تر څنګ ايښې پلنې اوږدې تيږې ته يې وکتل، مړې اېرې پکې پرتې وې.

سړی ولاړ شو، له سپينو ليکو ډکه تيږه يې ښکل کړه، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_د تګ وخت دی.

غرمه سيند ته ورسېد، ټوپک يې يوې تېږې ته ودراوه، له جېبه يې د ماهيانو چنګک راوايست، يوه ډبره يې واړوله، د چينګک پر څوکه پورې يې سور چينجی وپېيه.  طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_په تېزو اوبو کې چنګک سر ته راځي، ماهيان به په مړو اوبو کې  پسې غواړې.

چنګک يې اوبو ته ورواچاوه، پر يوه هواره ډبره غلی کېناست.

نيم سات وروسته د سرو لمبو پر سر  په لنده لښته  درې پېيلې ماهيان تاوېدل.

سړي دوه ماهيان وخوړل، درېيم يې د څادر په پيڅکه پورې وتاړه، ماسپښين په جونګړه کې خوب يووړ.

ماښام يې طوطي ور واخيست، د جونګړې په زينه کې کېناست، د زرو قبر ته يې وکتل، پاتې کيسه يې راواخيسته:

_درې ورځې ووتې، تبه مې نه پرې کېده، په څلورم سهار  په زحمت ولاړ شوم، سر راباندې وګرځېد، پر مخامخ دېوال ورغلم، نور مې څه  نه دې په ياد.

يو وخت مې د يوه ماشوم چيغې واورېدې، په سترګو مې زور راووست، سر ته مې د سپينې چپنې سړی ولاړ و،  ستن ( پېچکاري ) يې ډکوله.

يوه هفته د غزني د ښار په ملکي  شفاخانه کې وم، پلار مې ويل  چې د ادکې ترور لمسي بې هوښه موندلی وې.

له شفاخانې نه د تګ په وخت ډاکټر راته وويل، چې له وجوده دې لا ملاريا سمه نه ده وتلې،  له دوا سره به قوي خواړه خورې.

مازديګر کورته راغلو، پلار مې راته وويل چې د حاجي نواب د کور د کارونو وخت تنګ و،  نيمايي مې بل نجار ته په اجاره ورکړل.

سهار ته مې پلار د حاجي نواب کور  ته لاړ، ادکې ترور راغله، د سپيلنيو له دودولو سره به يې پزه هم  پورته کش کړه، ژړل يې.

غرمې ته مې اوبه تودې کړې، تړلې غوټه مې خلاصه کړه، د زرو په  لاس اوتو شوې جامې مې راواخيستې، نه پوهېږم چې ولې! زړه مې نه غوښتل چې د جامو اوتو مات شي.

ماسپښين په دښته کې د سپرغې پر سر کېناستم،  په لومړي ځل مې د زرو څېره سترګو ته نېغه نېغه کېدله.

ښه شوم، خو د حاجي نواب کور مې بيا ونه ليد، درې مياشتې وروسته مې په ذهن کې د زرو  نوم هم  نه و پاتې .

خوشاله وم، غم مې نه پېژاند، تر مازديګره به مې په دوکان کې نجاري کوله، بيا به د مکتب په ميدان کې والېبال ته تلم، ونه مې ښه وه، په شوټ کې مې جوړه  نه درلوده.

يوه ورځ مې په دوکان کې کارکاوه، زنګ راغی، نا اشنا نومره وه، زنګ د مبايل د شنې تڼۍ له ټينګولو مخکې  غلی شو.

مازديګر مې واليبال کاوه، له دښتې سرې دوړې راغلې، ټولو منډه کړه، ما هم څادر راواخيست، ګڼو ونو ته ننوتم. ځای ښه و، دوړې يې له زوره ايستلې.

د دوړو څپه تېره شوه، له ګڼو ونو راووتم، د واليبال په ميدان کې هېڅوک نه و، د خپل کلي خواته مې مخه کړه، زنګ راغی، غرمنۍ نومره وه، مبايل مې غوږ ته ونيو، د پيالو کړنګ مې واورېد، تليفون قطع شو.

زنګ مې ورته وواهه، ځواب يې نه راکاوه.

ماښام تياره مې د کارېز  په اوبو اودس وکړ، کلي ته مې وکتل، د ډېرو کورونو په  دريڅو کې ژېړه رڼا ښکارېدله، يونيم ځای به سپين ګروپ هم بل و.

همالته مې څادر هوار کړ، نيت ته مې شونډې جوړې کړې، تيلفون راغی، تر ډېره يې غږ نه کاوه، بيا مې ټيټه نرۍ ژړا واورېده، يوه ښځينه ژړغوني غږ راته وويل:

_ زرو يم، له تا پرته مې مړه بوله.

لاس مې له غوږه ولوېد، پښې مې ولړزېدې، تليفون مې بېرته غوږ ته ونيو، قطع و.

روان شوم، شېبه وروسته د کور دروازې ته ولاړ وم.

مخ  ته مې سپينه رڼا راولوېده، سترګو ته مې لاس ونيو، پلار مې په وارخطايي وويل:

_کامرانه بچو، ښه يې؟

له مخه مې د لاسي بتۍ رڼا ليرې شوه، پلار مې تر مټ ونيولم، جټکه يې راکړه!

_جنګ دې کړی؟

ومې ويل:

_نه.

_نو ولې داسې سپېره يې، خولۍ او څادر دې  چېرته دي؟

روان شوم،پلار مې راپسې غږ کړ:

_چېرته؟

ومې ويل:

_خولۍ او څادر راوړم.

پلار مې څه ونه ويل، ما يوازې په دروازه باندې د ځنځير د لوېدو غږ واورېد.

پر راغلی لار مخکې لاړم، سپينه خولۍ مې له سپېرو خاورو راپورته کړه، څادر کارېز ته نږدې هماغسې هوار پروت و. همالته کېناستم. تليفون مې را وايست، نومره مې له سره وکتله، هماغه غرمنۍ نومره وه.

يودم مې وخندل، له ځان سره مې وويل:

_کوم ملګری به مې و، خپل ږغ به يې بدل کړی وي.

بېرته مې د زړه دربا ډېره شوه:

_نه، نو زرو يې څه پېژندله.

ماخستن تر ډېره خوب نه راته، دوه درې ځله مې راغلې نومره ووهله، تليفون بند و.

سهار له پلار سره د ولسوالي بازار ته لاړم، څټک خطا شو، اخ مې کړل، د مېخ پر ځای  مې د خپل کيڼ لاس بټه ګوته وهلې وه.

پلار مې په بېړه راغی، زما ګوتې ته يې وکتل، په غوسه يې وويل:

_پکر ( فکر) دې چېرې دی؟

پلار مې له خپل څادره يوه نرۍ تراډه وايسته، خو وينه نه تکيه کېده، دواخانې ته ورغلم، زما پر ګوته يې سره دوا ووهله، سپينه ټوټه يې ترې تاو کړه.

بېرته د نجار ي دوکان ته راغلم، پلار مې په سړه سينه وويل:

_کامرانه بچو، له تېر ماښامه سم نه راته ښکارې، رنګ دې هم ژېړ دی، بيا خو به ملاريا نه وي درباندې راګرځېدلې؟

پلارته مې ډاډ ورکړ چې ښه يم.

اره مې راواخيسته، پلار مې يودم زما لاس ونيو، چيغه يې کړه!

_پام، جوړ شوی چوکاټ دې اره کړ.

ارې ته مې وکتل، غاښونه يې په ښويه لرګي کې ننوتي و.

پلار مې پر اوږه لاس راکېښود، ويې ويل:

_ماته سم نه ښکارې، کورته لاړ شه.

ومې ويل:

_ښه يم.

پلار مې سروخوځاوه، سوان يې ور واخيست، د نجارۍ د دوکان په بل سر کې کېناست، سوان يې د ارې پڅو  غاښونوته ونيو.

د باندې ووتم، تر سړک واوښتم، ولاړ موټر ته مې ډډه ووهله، مبايل مې غوږ ته ونيو، د مقابل لوري ټيټ غږ مې واورېد:

_ښه يې؟

ومې ويل:

_څوک ياست؟

_زرو.

_دروغ وايې!

غږ يې ژړغونی شو:

_هو، دروغ وايم.

تليفون وچونګېد، قطع شو.

بيا مې په شنه بټنه ګوته کېښوده، زنګ ورته ، خو ځواب يې نه راکاوه.

ګام مې واخيست، د برک نيولو له تېرې کغا سره  د مردارو اوبو لښتې ته ولوېدم.

چيغې شوې، خلک راغلل، يوه راپورته کړم، ورون مې درد کاوه.

د پلار چيغې مې واورېدې، د تونس موټروان ته يې سوکان نيولي وو. تر خولې يې پوچ، پاش راوتل…خو موټروان يوه خبره کوله، ويل  يې چې زه نه يم ملامت، سړی يو ناڅاپه سړک ته راغی.

ورغلم، له موټروانه مې بښنه وغوښته، پلار مې په حيرانۍ راته کتل…

د نجارۍ له دوکانه مې له اوبو ډکه شنه پلاستيکي بدنۍ راواخيسته، د باندې راووتم، اوبه مې پايڅې ته ونيولې، توره بويناکه خټه يې ورسره يووړه.

د اوبو پر توره ليکه د پلار زاړه بوټونه ودرېدل، سر مې هسک کړ، پلار مې مجبوره کړم چې کورته لاړ شم.

پاو وروسته د ټيتې غونډۍ پر سر ولاړ وم، د بازار د سړک دواړو غاوړو ته سپېره دوکانونه ښکارېدل، په ګنج ( د څارويو د پلورلو ځای ) کې نری بړبوکی تاوېدله.

له غونډۍ کښته شوم، په لمنه کې دوې تورې کيږدۍ ولاړې وې، څو وړو خيرنو ماشومانو په يوه کوچني وري پسې منډې وهلې. وری او ماشومان تر کېږدۍ راګرځېدل….

د کلي په فصله کې مې ځانته پام شو، نه پوهېدم چې يونيم ساعت لار مې په څومره وخت کې وهلې وه.

پر يوه پوله کېناستم، پټي سپېره ول، يو ځای د تراکتور له سلنسره تورې لوخړې ختې، د مني کښت ته يې د غنمو د کرلو له پاره ځمکه اړوله.

زړه مې طاقت نه کاوه، مبايل مې غوږ ته ونيو، د يوه ماشوم اشنا غږ راغی:

_هلو، څوک يې؟

زړه مې غټ کړ:

_حاجي نواب غواړم.

ماشوم وويل:

_نيکه مې په کور کې نشته، دا نومره دې له کومه کړه؟

ښځينه ناره مې واورېده:

_چينجيه، زما مبايل دې ولې در اخيستی؟

تليفون مې قطع کړ، د زړه ټکان مې ډېر شول، له شکه پرته زرو وه.

شېبه وروسته زنګ راغی، ښځينه  ټيټ غږ وويل:

_اوس خو پوه شوې چې دروغ نه وايم، ته راباندې ګران يې.

تليفون قطع شو.

_اه! په اته ويشتو کالونو کې په لومړي ځل يوې نجلۍ راته وويل:

“ته راباندې ګران يې ” .

زړه مې بې واره دربېده، خو  دا ځل دا دربا بده نه راباندې لګېده،  يو نری خوند مې ترې اخيست، ځان مهم راته ښکارېده، وړه خبره  نه وه،  يو خوار نجار پر يوې ښکلې نجلۍ ګران و.

سړی غلی شو، د زرو پر قبر يې خپله زنه ولګوله، ورو يې وخندل، څو ځله يې يوه خبره تکرار کړه:

يو خوار نجار  پر يوې ښکلې نجلۍ ګران و، يو خوار نجار پر يوې ښکلې نجلی ګران… يو خوار نجار په ….

يودم يې وخندل، بېرته يې تندی تريو شو، پر وړو ډبرو يې شونډې کېښودې، سر يې پورته کړ،سړه سا يې وايسته:

_اه!  ژونده څه کانې دې وکړې.

پر قبر پرېووت، سترګې يې پټې کړې، ويې ويل:

_ژوند مې بدل شو، نه کارخوند راکاوه او نه واليبال، له ډوډۍ به ژر ولاړېدم، تل به مې ګوښه ځای پسې غوښت. ژوندی سات به  هغه و چې له زرو سره به مې په تليفون کې خبرې کولې.

خو دا غږېدا ډېره نه وه، زرو وېرېدله چې څوک ورباندې پوه نه شي.

يو ځل مې د ليدو هيله ترې وکړه، خو د زرو خوښه نه وه. ويل يې چې کلي ته به نه راځې.

دوه ځله مې پلار لاس نيولی تر ښاره بوتلم، وينه يې معاينه کړه، ملاريا نه وم.

يوه ورځ يې په دوکان کې تر پايڅې ونيولم، په اشاره يې وپوهولم چې کېنه.

پلار مې وويل:

_کامرانه بچو، څه خبره ده؟

ومې ويل:

_هېڅ.

_ناروغ يې؟

_نه.

_پوروړی ؟

_نه.

_ميين؟

زړه مې ولړزېد:

_نه.

پلار مې چيغه کړه!

نو يودم داسې څه ټکه درباندې راپرېوته؟ همدا اوس د ښوروا په کاسه کې وختې.

بوټ ته مې وکتل، په څوکه پورې يې لنده ډوډۍ سريښ وه.

د څنګ قصاب راغی، په وره کې ودرېد، زما پلار ته يې وکتل، په بېړه يې وويل:

_د کونډې زو، څه خبره ده، ناره دې تر بازار تېره شوه.

قصاب زما دپلار همزولی و، ټوکې يې سره لرلې.

پلار مې غلی و.

قصاب وخندل:

_نن خو دې سم د مينده پسه مخ نيولی دی، خير، مخکې مې په يوه  چاغ سخوندر چاړه تېره کړه، که کورته تلې، يو پاو غوښه درسره واخله.

قصاب بېرته خپل دوکان ته لاړ.

پلار مې وويل:

_ګوره بچو، دا څه موده مې درباندې پام دی، کار ته دي لاس نه ور ټيټيږې، غلی يې، نه څه خورې ، نه څه څښې، لمونځ دې هم پرېښی، ماته ووايه، که کوم غم لرې  په ګډه به يې سپک کړو.

پلار مې د دوو زامنو مرګ ليدلی و، ځکه يې پر ما ډېر پام کاوه، ان په نوي زلميتوب کې به چې کله په  اوړی کې له پلار سره  له دوکانه کورته تلم، سيوری يې راباندې کاوه، د لمر خوا به ده نيولې وه،  خو دا غم مې نه شوای ورسره شريکولی.

په لنډ وخت کې مې پياوړی وجود بې سېکه شو. اره، څټک او رنده درانه راته ايسېدل، له دوکانه به وختي وتم، دښتې او يواځيتوب ته به مې پناه ور وړه.

منی تېر شو، د جدي په وروستيو کې واوره او ورېده. کار کم و، دوکان ته ډېر نه ورتلم.

يو سهار  تليفون راغی، زرو وه، په ژړا کې يې راته وويل چې د ترور سړی يې راغلی و، خپل زوی ته يې غواړي.

ټېکه نه راتله، د پلار تر راتګه مې صبر نه شوای کولای، په لوېشت واوره کې مې د ولسوالي بازار ته مخه کړه. بوټونه مې ټيټ وو، واوره ور لوېده.

لس بجې دوکان ته ورسېدم، د پلار تر څنګ ودرېدم، راپام يې نه شو، پر يوه پرې شوې شلګون يې رابرټېپ نښلاوه.

ومې ويل:

_کوژده کوم.

پلار مې سر پورته کړ، راوتلې سترګې يې له حيرانۍ ډکې وې. ولاړ شو. مخامخ راته ودرېد، ويې ويل:

_په سد يې؟

د کار پر مېز کېناستم، بوټ مې وايست، په جرابو پسې نښتې واوره مې وڅنډله.

ورو مې وويل:

_د حاجي نواب لور راته وغواړه.

پلار مې يواځې وخندل. لاړ، په ټيم کې پرتو سکروټو ته يې لاسونه ونيول.

له دوکانه راووتم، د غونډۍ تر سره مې په يوه سا ځان ورساوه، ستوني ستغ پرېوتم، مړه واوره مې په دواړو غوږونو ولګېده. سترګې مې پټې کړې. کاغ شو، په بېړه مې ور مېږ کوږ کړ، له سپينې ډبرې تور کارغه والوت.

کېناستم، په مړه ږيره پورې نښتې واوره مې وڅنډله. هارن مې واورېد، د غونډۍ په لمنه کې تونس موټر ولاړ و، کښته شوم، موټروان مې کليوال و، تر کوره تود ورسېدم.

مازديګر مې پلار راغی، بخارۍ ته نږدې کېناست، وار له واره يې وويل:

_کامرانه بچو،  نن دې څه چټياټ ويل؟ چورتي دې کړم.

پلار ته مې وکتل، يخني يې د پزې څوکه  سره کړې وه.

له چايجوشه مې پياله ډکه کړه، په بخارۍ پسې مې يو بل لرګۍ پورې کړ. غلی کېناستم.

پلار مې د ګوړې ټوټه خولې ته واچوله، ويې ويل:

_ګوره بچو، پوهېږم چې ځوان يې، واده غواړې، خو له خپلې بړستنې سره به پښې غځوو.

پلار مې وټوخل، د کوټ له جېبه يې يو پاکټ ګولۍ را وايستې، يوه يې خولې ته واچوله، د چايو غوړپ يې پسې وکړ، سړه سا يې وايسته،  ويې ويل:

_ګوره زويه! باور وکه چې زه هم له دې غلي کوره ستړی شوی يم، غواړم چې يوه ګلالۍ نږور ولرم، په کور کې مې د لمسيانو شور وي، يو څه مات کړي، يو څه توی کړي، وخاندي، وژاړي، د يوه پزه ور پاکه کم، بل مې ږېره کش کړي، درېيم مردکۍ رانه وغواړي، خو هر څه خپل ځای لري، بس، په خپل سيال او نسب کې يوه نجلۍ راوښيه، ځان به ګرو کم، تاته به ناوې راولم.

څه مې ونه ويل، ورځې ووتې، ځمکه توره شوه،د بادامو ونو سپين ګلان ونيول.

زړه مې ډاډه و، زرو راته وويل چې نيکه مې د ترور د زوی دوستي ونه منله.

خو اول څړمونی مې بيا لينګي ورپېدل، د زرو پلار او تره راغلي وو، زرو يې په عربو کې يوه  تربره  ترې غوښته.

په هماغه ورځ مې بيا پلار ته ور ياده کړه چې زرو راته وغواړي، سپک يې کړم، خو ماته د پلار  کمزوري معلومه وه، د خداي په ځمکه کې يې  له ايرانه ورټ ( کرکه ) کېده، نه و ملامت، ايران ته تللي ځوانان به لا معتاد راتلل او يا به يې جنازې راوړل کېدې.

پلار ته مې وويل:

_سمه ده، نوايران ته ځم.

ځمکه ورباندې سره شوه، د شپې يې دوه ځله له خوبه راپورته کړم، ويل يې چې سم سړی يې، د لېونو پېښی مه کوه.

خو زما يوه خبره وه. يا زرو، يا ايران.

پلار مې مجبور شو، يو کليوال يې ورسره کړ او حاجي نواب ته په مرکه ورغلل.

کله چې بېرته راغی، کوټې ته ننوت، په چيغو چيغو يې وژړل.

تر  ماخستنه يې يوه خبره هم ونه کړه، دا ځل يې زه سر ته کېناستم، پرتندي مې ښکل کړ، سترګې يې رڼې شوې، ټوخي واخيست، په  ټوخي کې يې وويل:

_زويه، سپک دې کړم، حاجي نواب د کليوال تر مخ راته وويل چې يوه روپۍ سړی يې، بيا دې دېخوا ونه ګورم.

سهار مې زرو ته زنګ وواهه، خو تليفون يې بند و.

دوې ورځې وروسته  نا اشنا نومره راغله، زرو وه، ژړل يې، راياده يې کړه چې  پلار مې څپېړې راته ونيولې، تيلفون يې رانه يووړ، سلامته ورځ يې  د غواوو په غوجله کې واچولم، ويل يې چې مرداره يې، د نجار له زوی سره دې لاره جوړه کړې وه.

ورځې ووتې، د زړه درزا  مې ډېره شوه، په ولاړېدو کې به سر راباندې ګرځېده.

زرو تليفون ونه کړ.

طاقت نه راته، يو ماخستن د زرو دوی کلي ته ورغلم، په تياره کې د حاجي نواب تر کلا راتاو شوم، خو کلاه ته  د ورننوتو  لاره نه وه.

د ورځې به مې لس ځله د تليفون شنه تڼۍ ټينګه کړه، خو د زرو تليفون بند و. بل سهار  يوه نا اشنا نومره راغله، زرو وه، ويل يې چې سبا بېګا ته يې مالګه ( شيريني) وړي.

تليفون قطع شو، خو پاو وروسته بيا زنګ راغی، زرو ژړل، ويې ويل چې د موږکانو دوا يې موندلې ده.

زړه مې خولې ته راغی، ورته ومې ويل، چې لېونتوب مه کوه. ته…

په خبره کې راولوېده، ويې ويل:

_زه درباندې ګرانه يم؟

_هو!

زرو يوه شېبه غلې وه، ما يې يواځې د ژړا غږ اورېده، وروسته يې په غريو کې وويل:

_ماخستن راشه او ما له دې ځايه بوځه.

ځای پر ځای کېناستم.

زرو وويل:

_ووېرېدې؟

غلی وم.

ويې ويل:

_پوهېدم چې دومره زړه نه لرې. بس نو، سهار به مې د جنازې خبر  واورې.

چيغه مې کړه:

_دومره بې عقلي مه کوه.

په غريو کې يې وويل:

_سهار سپېده چاود،  پر بام د موږکانو له دوا سره  درته ولاړه يم، د غزني په اولياوو لو ( قسم ) درته کوم، که مې د د ښتې لخوا د بجلۍ      ( لاسي بتۍ ) رڼا ونه ليده، مړه مې بوله.

تليفون قطع شو.

ټېکه نه راتله، دښتې ته ووتم، د سپرغې پر سر کېناستم، دښته شنه ښکارېده، ليرې د غونډۍ په لمنه کې تور وري څرېدل.

غرمه کورته راغلم، يوه هګۍ مې په غوړو کې ماته کړه، له ډوډۍ وروسته پرېوتم.

يو وخت مې اوږه وخوځېده، سترګې مې رڼې کړې، پلار مې په غوسه و، ويل يې چې ولې دوکان ته نه وې راغلی!

ټوله شپه مې په ويښه تېره کړه، کله کله به مې د پلار مخ ته لاسي بتی ور واچوله، ستوني ستغ پروت و، د  تندي ګونځو يې سيوري درلودل. سپينه ږېره يې ټټر ته سيخه وه، سره راټوله او کږه ښکارېدله.

د شپې دوې بجې ولاړ شوم، په لومړي ځل مې د پلار جيبونه وپلټل، پيسې مې وشمېرلې، اتلس سوه افغانۍ وې.

کوټ مې واغوست، پټو مې تر ځان تاو کړ، د پلار مخ ته مې بتۍ ور واچوله، د ماشوم غوندې  وړه وړه ساه يې اخيسته، غلی ويده و.

کېناستم، د پلار تندی مې ښکل کړ، زګېروی يې شو، اړخ يې بدل کړ. د پلار پښو ته ور وښويېدم، د هغه پر چاودو پښو مې شونډې کېښودې، پښې يې سړې وې. يوه شېبه مې د پلار مخ ته وکتل، د څېرې  هره ګونځه يې د غمونو نښه وه.

پلار مې ډېر غمونه ليدلي وو. د طالبانو وخت و، مشر ورور مې ټوپک واخيست، د طالبانو له يوه ګروپ سره جنګ ته لاړ، مياشتې ووتې، درک يې مالوم نه شو. زه هغه وخت په دوولسم صنف کې وم، تر غرمې به مې درس وايه، وروسته به دوکان ته ورتلم.

د قوس مياشت وه، له امتحانه وروسته دوکان ته ورغلم، هېڅوک  نه و، کتابچه مې کېښوده، ټيټه ژړا راغله، ور ومې کتل، د پلار سپېره لمن  د لرګي له لويې تختې راوتلې وه، ورغلم، پلار مې د تختو په مينځ کې ناست و، ژړل يې…

د هغه پر اوږه مې لاس کېښود، پلار مې په بېړه را وکتل، تر لاس يې کش کړم، په غېږ کې يې ټينګ ونيولم، ژړا يې زور واخيست.

وروسته غلی شو، خو اوښکې يې نه تم کېدی، زما غاړه به کله کله توده شوه، پوهېدم، د پلار اوښکې وې.

د څنګ قصاب راغی، تر لاس يې ونيولم، دواړه د باندې ووتو، قصاب په ماته خوله راياده کړه چې د خدای امر ومنه! مشر ورور دې پور پرې کړی.

پر ځړېدلي ورون ورغلم، خو د قصاب غبرګ لاسونه راوغځېدل، يو وخت مې سترګې رڼې کړې، دوکان له خلکو ډک وو، پلار مې توبې ايستلې، قصاب مخ ته سړې اوبه را اچولې.

يوه هفته ووته، د ورور مړۍ مې ونه ليد..

پلار مې د طالبانو قوماندان ته ورغی، ځواب يې منفي و، ويل يې چې  په  اول خط کې جنګ دی، مړي نه شو را ايستلی….

په دوهمه ورځ مې پلار ته چا  مشوره ورکړه چې په خپله دې د جنګ ساحې ته لاړ شي.

پلار مې قصاب ته ورغی، دوه سوه لکه شنې اوغانۍ يې په پور ترې راوړې.

مور مې حيرانه وه، خو پلار مې ورته وويل چې په وردګو کې يې د نجاري له پاره ارزانه لرګي موندلي دي.

سهار وختې له کوره راووتو، هغه وخت لاره خرابه وه، ماسپښين کابل ته ورسېدو.  په کوټه سنګي کې مو يوه کوټه کرايه کړه، سهار وختي مو له سراي شمالي حرکت وکړ، د لارې دواړو غاړو ته زرګونه تاکونه اره شوي وو، ړنګ کورونه په لوګي تور ول، لسو بجو ته په اول خط کې وو.

د استالف د ولسوالۍ سوځيدلي کلي د جګړې لومړۍ کرښه  وه.

د منطقې شناخته طالبان مو وموندل، يوې زړې کوټې ته يې بوتلو، دېوال ته رنګارنګ وسلې ولاړې وې.

بخارۍ ته مو لاسونه ونيول، دوه شناخته طالبان زما دورور د مرګ شاهدان ول، ويل يې چې ټټر  ته يې د راکټ مرمۍ سيخه شوه، تر نامه پورته نه و.

د شپې تر ناوخته مې د پلار سونګېدا اورېده، سپېده چاود  نږدې ډزې شوې، لمر ختو  ته کراري وه.

د ورځې مو ځينې نور کسان هم وليدل چې د خپلومړو په موندلو پسې راغلي ول. غرمې ته د سيمې څو سپين ږيرې راغلل، د مړو له خپلوانو سره يې چنې ووهلې، سپين ږيرو ويل چې د خط هاغه غاړه وسلوال هر جسد په څلوېښت لکه راکوي، دوی ته هم بايد يو څه پاتې شي.

خبره خلاصه شوه، د هر مړي د راوړلو پر سر پنځوس لکه افغانۍ وټاکل شوې.

په دوهمه ورځ شپږ لاسي کراچۍ راغلې، ټولې له مړو بار وې، موږ هم په بېړه ورغلو، يخ وهلې جسدونه پراته ول.

سر مې وګرځېد، د ونې ښاخ مې ونيو.

دوه درې ځايه چيغې شوې، ځينو خلکو خپل مړي موندلي وو، خو زما د ورور جسد نه مالومېده.

يو ځای دوو کسانو يو بل ته څپېړې ونيولې، غږ يې راته، په يوه غوڅ شوي لاس يې جنګ و، يوه ويل چې زما د ورور جسد ته وګوره، لاس يې نشته، تا راوړی، خو بل ويل چې نه، دا مې د زوی لاس دی، په کوچنيتوب کې کالدانه پرې راختلې وه، ړوند يې؟ نه وينې؟  پر مټ يې د کالدانې نښه ده.

منډه مې کړه، کوټې ته ننوتم.

د جګړې په اول خط کې مو يوه هفته تېره کړه، د مړو سوداګرو څو ځله مړي راوړل، خو زما د ورور جسد يې ونه موند.

نا اميده کلي ته راغلو، خلک راغلل، مور مې خبره شوه، تر خولې يې زوروره ناره راووته، ځاې پر ځای پرېوته، مازديګر يې زما د کشر ورور تر څنګ خاورې پرې واړولې.

پلار مې ناروغه شو، يودم يې په ملا کې کوږوالی راغی، نيغ نه شوای ګرځېدلای.

سړی غلی شو، لستوڼۍ يې پر خپلو سترګو تېر کړ، پورته يې وکتل، سترګې يې سرې وې. سړه ساه يې وايسته:

_اه پلاره، په څومره بېوسۍ کې مې پرېښودې.

بېرته يې د زرو د  قبر پر وړو تېږو خپله زنه ولګوله، ويې ويل:

اوومه برخه

پلار مې هماغسې پرېښود، د شپې دوې بجې له کوره ووتم، د باران واړه څاڅکي  پر مخ ساړه لګېدل.

سات وروسته مې د زرو دوی کلي ته نږدې دمه ونيوله، له جېبه مې لاسي بتۍ را وايسته، مخکې لاړم، لاسي بتۍ مې څو ځله بله کړه، د حاجي نواب کور ته نږدې کېناستم.

د دروازې ورو  کړپ مې واورېد، زرو راغله، ژړل يې، دواړه چوپه خوله روان شوو.

د الله اکبر ناره مو د ولسوالۍ په بازرا کې واورېده، دواړه د يوه تړلي دوکان ترمخ کېناستو، د دوکانو دروازې بندې وې، تړلو قصابيو ته سپي پراته ول، کله کله به له ليرې د چوکېدار ناره راغله:

_ها ها های، څوک يې؟ وينم دې.

زرو ته مې وکتل، پر زنګونو يې تړلې غوټه او د غوټې له پاسه خپل تندی ايښی و، ژړل يې…

يو سراچه موټر لنډ راتاو شو، د څراغونو ژېړه رڼا يې راباندې ولګېده، بريک يې ونيو، ناره يې کړه!

_غزني ( د غزني ښار ) غزني!

موټر ته ور وختو، سات وروسته د غزني په ښار  کې وو، د کابل اډې ته ورغلو، موټر تيار ول، نهه بجې کابل ته ورسېدو. نيغ پل محمود خان ته لاړو، کرولاوي او سراچې تر تورخمه تلې.

په سروبې کې ډوډۍ ته ودرېدو، خو زرو يوه ګوله هم ور پورته نه کړه، ورو، ورو يې ژړل…تر دې دمه يې يوه خبره هم نه وه کړې.

جلال اباد ته نږدې موټر پنجر شو، هوا ګرمه وه، د ونې سيورې ته کېناستو.

زرو ته مې وکتل، مخ يې پټ و، مازې زنه يې ښکارېدله، پر زنه يې رڼه اوښکه راځوړنده وه.

په لومړي ځل يې په خوابدي غږ وويل:

_چېرې ځو؟

ومې ويل:

_پېښور ته.

غلې وه.

ومې ويل:

_د تګ له پاره دوه ځايه لرو، يا نورستان يا پېښور. خو پېښور ښه راته ښکاري، هلته مې د يوه ملګري کور دی، د ورور غوندې راته ايسي، څه وخت به په پېښور کې تېر کو، بيا به په بل ځای پسې غواړو.

زرو تړلې غوټه خلاصه کړه،له قات شوي ټکري يې بنډل پيسې راوايستې، ويې ويل:

_ها! دا به دې په کار شي.

مجبور وم، د پلار له اتلس سوه افغانيو، پنځه سوه راپاتې وې.

له بنډله مې پنځه زرګونه رابېل کړل، پاتې پيسې مې زرو ته ونيولې.

په غريو کې يې وويل:

_درسره دې وي.

ومې ويل:

_د پېښور پوليس نه دې در مالوم، له سړي پوستکی باسي.

زرو څه ونه ويل، پيسې يې په غوټه کې کېښودې.

مازديګر تورخم ته ورسېدو، افغانۍ مې کلدارې کړې، تر ځنځير واوښتو، دوو پوليسو راته کتل، خو څه يې ونه ويل.

په کارخانو کې يې موټر وداروه، يوه پوليس دروازه خلاصه کړه، په لسو، دولسو مساپرو کې يې وار له واره ماته وويل:

_له کومه راغلې.

ومې ويل:

_له کابله.

_پاسپورټ لرې؟

_نه.

_را کوز شه.

له موټره کښته شوم، زرو هم راپسې راغله.

پوليس د موټر بانټ پر لرګي وواهه، چيغه يې کړه!

_ځه نو، څه  له ولاړ يې.

موټروان راکښته شو، کرايه يې رانه يووړه.

پوليس تر لستوڼي ونيولم، ويې ويل:

_افسر له ورځو.

تر سړک واوښتو، تک تور برېتور افسر پر څوکۍ ناست و، د شيدو له چايه ډکه، وړه، خيرنه پياله يې په لاس کې وه.

پوليس زما لستوڼی پرېښود، ناست سړي ته يې وويل:

_سر ( صيب)! له دې ماجر سره کاغذونه نيشته .

ناست افسر ولاړ شو، مخامخ راته ودرېد، په ډډ غږ يې وويل:

_وه هلکه، دهشتګر شانتې ښکارې.

ومې ويل:

_صيب! خوار نجار يم، دلته مې ناروغان راوستي.

زرو ته يې وکتل، په ملنډو  يې وويل:

_دا خو هوکه ناروغه نه ښکاري.

جېب ته مې لاس کړ، دوه سوه کلدارې مې ورته ونيولې.

افسر يواځې وخندل، بېرته پر څوکۍ کېناست.

زرو ته مې وکتل، لړزې اخيستې وه….

برېتور افسر وويل:

_مړه، څرمن دې د ازبکانو په څېر سره ښکاري، د ازبکستان دهشتګر خو به نه يې؟

تذکره مې ورته ونيوله.

تذکره يې ور واخيسته ، پرته له دې چې ورته وګوري، پر مېز يې کېښوده.

ويې ويل:

_دا نجلۍ دې څه ده؟

زړه مې ولړزېد:

_خپله.

چيغه يې کړه؟

_څه دې کېږي! خور؟

_نه.

کېناست، تذکره يې ور واخيسته، خپلو سترګو ته يې ونيوله، ويې ويل:

_وه نجلۍ، دېخوا راشه.

زرو په لړزېدلو ګانومو ور نږدې شوه.

برېتور افسر وويل:

_دا هلک څه نومېږي؟

زرو په مات، ګوډ غږ وويل:

_کا، کامران.

د والد نوم يې څه دی؟

_څه؟

_د پلار نوم؟

زرو ماته وکتل، په لومړي ځل يې څېره تر تندي پورې لوڅه وه، سترګې يې وېرې نيولې وې….

د پوليسو افسر وويل:

_ښه نو، پته ولګېده، نجلۍ دې راتښتولې ده.

يودم يې چيغه کړه!

_دا دواړه تاڼې له بوځئ.

مخې ته يې ودرېدم، دوه زرګونه مې ورته ونيول، زارۍ مې ورته وکړې، خو بريتور افسر پر څوکۍ ناست و، ټنډه يې تروه  وه.

بل پوليس تر مټ ونيولم، په غوسه يې وويل:

_هله نو پاڅه!

د زرو ژړغونی غږ مې واورېد:

_د خدای روی ومنئ، تاسو به هم خور او مور لری.

برېتور افسر ولاړ شو، تر زرو راوګرځېد، په ملنډو يې وويل:

_خو زما مور او خور ستا شانتې مردارې نه دي چې له پردي سړي سره وتښتي.

په سترګو مې تياره راغله، برېتور افسر مې تر ګرېوان ونيو، دوو نورو پوليسانو منډه راواخيسته، پر ژامه مې کلک سوک وخوړ، ځای پر ځای کېناستم.

خلک راته ودرېدل، خو افسر  چيغه کړه!

_هله شابه، شور مه کوئ، دهشتګر دی، له تومانچې سره مو نيولی.

وېرېدلي خلک په خپله مخه لاړل.

افسر  د  خپل کميس غاړه سمه کړه، مخامخ راته کېناست، ويې ويل:

_تاته پته شته ده چې زموږ په ايين ( قانون ) کې د پوليس وردی ( دريشي ) ته لاس اچول څو کاله جېل لري؟

غلی وم.

ورو يې وويل!

_ښځه دې هم راتښتولې، پاتې ژوند به په جېل کې تېر کړې.

چيغه  يې کړه:

_تاڼې له يې بوځئ. کېس ( دوسيه ) ور له واچوئ.

زرو رامخته شوه، له غاړې يې غاړګۍ را خلاصه کړه، پر مېز يې کېښوده.

پوليسو يوبل ته وکتل، يوه غاړګۍ ور واخيسته، د غاړګۍ پر يوه  ځای يې غاښونه ټينګ کړل.

سترګې يې وځلېدې:

_سوچه سونا ( سره زر ) دي.

برېتور افسر  په بېړه شاوخوا وکتل، غاړګۍ يې په جېب کې واچوله، يودم يې وخندل:

_مړه ماجره، تر تا خو هوکه زما دا خورکۍ  هوښياره ده.

خپلو ملګرو ته يې وکتل، چيغه يې کړه:

_هلۍ! څه له ګورئ!  سترګې مو نيشته، مېلمنو له دود پتي ( د شيدو چای )  راوړئ.

ومې ويل:

_نه يې څښو.

_ښه نو، شابه، ځئ!

روان شوو، يوه پوليس راپسې غږ کړل:

_د لاين په ګاډو کې لاړ شئ. ټکسي ډېرې روپۍ درله وړي.

تر يوه  ځايه پلي لاړو، زرو ژړل. له هغې مې غوټه را واخيسته، يوې ټکسي ته مې لاس وښوراوه، ماښام تياره د مهاجرو يوه کيمپ ته ورسېدو. د ملګري کور ته مې يو ځل  پخوا هم ورغلی وم، نانوايي يې ښه نښه وه، په اسانۍ مې وموند.

ملګري مې له خلاص زړه غېږ راکړه، يوه وړه نجلۍ راغله، زرو يې د کور کوټو ته بوتله،  زه هم مهمانخانې ته ور وختم.

ډله کسان ناست وو، ملګري مې راته وويل چې دا يې د ورور مېلمانه دي.

ملګري مې دوکانداري کوله، خو وروڼو يې په پاکستان کې درسونه ويلي وو، په انګليسي ښه پوهېدل او په وطن کې يې وظيفې لرلي.

يو يې د فوايد عامې په وزارت کې انجنير و، بل  يې په کمپيوټر کې وړې وه، په کندز کې يې له يوې موسسې ډالري تنخوا اخيسته.

ملګري مې ناست مېلمانه راته معرفي کړل، ټول اووه کسه وو، دوه  وروڼه له جرمني راغلي ول، څلورو نورو لوړې زده کړې درلودې، په پېښور کې اوسېدل، خو کارونه يې په وطن کې وو. يا يې په حکومت کې وظيفه درلوده او يا يې له موسسو سره کار کاوه.

پاتې په عمر پوخ سړی له  رنګه خړ ښکارېده، بې واره يې ټوخل، د کابل له سروبي څخه د تدواۍ له پاره پېښور ته راغلی و.

له ډوډۍ وروسته جومات ته لاړو، کتارونه سم شول، دواړو غاړو تر پايڅو کشولم، ويل يې چې پښې دې ارتې ونيسه، که نه نو تر مينځ مو شيطان تېرېږي.

د چايو په وخت کې له جرمني راغلي سړي د جرمنې کيسې راواخيستې،  ويې ويل چې ژوند ستړی دی، زه د تيلو په يوه  پمپ کې کار کوم، ميرمن مې مازديګر څلور  بجې يوې مغازې ته ځي، ډېر نه سره وينو، د شپې دولس بجې چې کورته راشي، زه ويده يم، دوی لوڼې مې پوهنتون وايي، زوی مې په اتم صنف کې دی.

وروسته سياسي بحث تود شو، ټولو افغان حکومت ته د کوپر په سترګه کتل، جهاد  او مهاجرت يې فرض ګاڼه.

ما او کليوال سړي يواځې د دوی خبرې اورېدلې.

مېلمانه  ناوخته خپلو کورونو ته لاړل، زه او کليوال سړی پاته شوو.

ملګری مې له يو جګ اوبو سره راغی، په ګيله من انداز يې راته وويل:

_ناځوانه يې! نه دې کوژدې ته خبر کړو او نه هم واده ته. هر څه دې پټ تېر کړل.

غلی وم.

ملګري مې وويل:

_ورېنداره ناروغه ده؟

مخکې  تر دې چې څه  ووايم، ويې ويل:

_زړه مه خوره، سهار به يې تر ټولو تکړه ډاکټر ته بوځو.

کوربه ګروپ مړ کړ او له کوټې ووت.

ګرمې وه، په يوه څادر کې پرېوتم.

کليوال هم  اوږد وغځېد، تر ډېرو يې زګيروی و، وروسته يې په ټيټ غږ وويل:

_توبه خدايه! ښځه، مېړه او پېغلې لوڼي  يې د کوپر په وطن کې اوسي، يو بل نه سره ويني، خو په خپل وطن کې جهاد روا بولي،  يو څه نسبي کراري يې هم نه راباندې لورېږي… نور په خپل وطن کې له خپل حکومته ډالري تنخوااخلي، خو حکومت کوپر ورته ښکاري، توف!  په کومه کاسه کې يې چې خوري، متيازې هم پکې کوي.

بېرته يې زګېروی شو….

ستړی وم، د سهار تر لمانځه په ځان نه وم پوهېدلی.

د لمر ختلو په وخت کې مې ملګری راغی، دستار خوان، پيالې او پتنوس يې کېښودل، خو ټنډه يې تروه وه، تر پايه يې يوه خبره هم ونه کړه.

له دروازې مې د زرو ژړغونۍ غږ واورېد:

_اې! راووځه!

په بېړه مې څادر راواخيست، د باندې ووتم. زرو له غوټې سره  ولاړه وه، له سترګو يې مړې اوښکې څڅېدلې.

ومې پوښتل:

_څه خبره ده؟

د زرو ژړا  زرو واخيست:

_له دې ځايه ځو.

_ولې؟

_دا خلک وايي چې ته مرداره يې!

په لومړي ځل مې د هغې سر پر خپل ټټر پورې ولګاوه، بغور ( غومبری ) يې تود و،  ژړل يې….

غوټه مې ترې واخيسته، له کوره ووتو.

ساعت وروسته د قصه خواني په  بازار  کې وو.  يوه پي، سي، او مې ومونده، له جېبه مې وړه کتابچه را وايسته، د يوه ملګري نومره مې ووهله، په تليفوني شبکه کې په اردو ژبه د يوې نجلۍ ثبت شوی غږ راغی، دومره پوه شوم چې دا نومره بنده ده.

بې هدفه روان شوو، يوې کوڅې ته ننوتو، زرو ته مې وکتل، ستړې ښکارېدله، پر خولې شوي  تندي پورې يې تور وېښته سريښ ول.

د يوې وړې هدېرې پر غاړه  د ګڼو ونو سيوري ته کېناستو.

چوپه چوپتيا وه، کله کله به له مخامخ واړه جوماته په يوه غږ د قران شريف تلاوت راغی.

زرو په غريو کې وويل:

_هېڅ مې هم نه دې ورته ويلي، خو پوه شوه.

ومې ويل:

_څوک؟ په څه؟

سړه سايې وايسته:

_د ملګري مور دې اول ښه وه، فکر  يې کړی و چې زه ستا کډه يم، خو وروسته شک ور ولوېد، پوښتنې يې شروع کړې، پو شوه،سهار يې راته وويل چې که مرداره نه وای، له پردې سړي سره به نه را تښتېدې.

غلې شوه، سر يې پر زنګنو ولګاوه.

جومات ته مې وکتل، ومې ويل:

_له دې خبرو بايد خلاص شو.

نېغ يې راته وکتل، په غومبرو کې يې سرخې پيدا شوه، سر يې وځړېد.

له سترګو يې پوه شوم چې زماد  خبرې په مانا پوهېدلې ده.

جومات ته ورغلم، ملاصيب ماشومانو ته قران شريف وايه. يوه شېبه ودرېدم، د ملا راپام شو، راغی، ورته ومې ويل چې نکاح تړم.

ملا په حيرانۍ راته وکتل، د هدېرې خواته مې اشاره وکړه، زرو د ونې سيوري ته ناسته وه.

ملا وويل:

_مړه، خپل، پردي لری، که اچانک ( هسې )  راغلې ياست؟

غلی وم.

ملا وخندل:

_اچها ( ښه )، ټيک ده، په شرعه کې عيب نيشته، هله نو، مړه ، څه خواږه ماږه خو راوړه، شاهدان به زه درله پيدا کم.

روان شوم، ملا په خندا راپسې غږ کړ:

_خو ګوره، لږ نوره  خرچه مرچه هم درباندې راځي.

دوکان نېږدې و، کولچې، کيک او نور خواږه مې راواخيستل. زرو ته راغلم، هغه مې تر لاس ونيوله، د جومات په چوتره کې کېناستو.

ملا دوه له عمره غټ طالبان راوستل، نکاح ساده وه، د منلو او نه منلو نخرې يې نه درلودې، دواړو  ( هو ) کړه. کولچې او نور خواږه  پر وړو طالبانو ووېشل شول، دوولس سوه کلدارې يې شيرينې يوړه. خلاص! له جوماته راووتو.

يوه هوټل ته ورغلو، د کرايې کوټې يې درلودې، خو پاسپورټونه شرط ول. بل ادرس مې وموند، کوټه يې نه راکوله، خو د پيسو ډېرېدا چوپه خوله کړ.

کيلې مې ترې واخيسته، په کوټه کې دوه نفره کټ و، خو زرو پر ځمکه پرېوته، د شپې تر ناوخته يې ژړل.

سهار وختي د موټرو اډې ته راغلو، اته بجې په جلال اباد کې وو، ماښام د نورستان مرکز ته ورسېدو.

ښار کوچنی و، د ترور کور مې په يوه تليفون وموند. ورغلو، ترور مې غېږ راکړه، خو زرو ته يې په کرکه وکتل، مخامخ يې ورته وويل چې زما وراره دې په بدۍ اخته کړ.

ماخستن  مې د ترور خاوند راغی، ستړې مشې يې سړه وه، له خبرو يې وپوهېدم چې زما او د زرو د تېښتې خبره چا په تليفون کې ورته کړې وه.

تر ډوډۍ وروسته يې نصيحت راواخيست، ويل يې چې له دې نجلۍ تېر شه.

لنډ مې وپوهاوه، چې خبره خلاصه ده، له زرو سره مې واده کړی.

د ترور  خاوند مې نجاري کوله، شپږکاله مخکې نورستان ته په کار پسې راغلی و، همدلته يې نجاري وموندله، کار يې ښه و، کور يې ور وغوښت، پاخه يې واړول.

دوی په يوه کرايي کور کې اوسېدل، کور تنګ و،  درې کوټې يې درلودې، دروازې ته نږدې کوټه يې د ميلمنو کوټه بلله. په پاتې دوو کوټو کې مې ترور او د هغې مشر زوی ته تازه راواده کړې ناوې اوسېدله.

ترور مې له عمره پخه ښځه وه، درې زامن يې درلودل، مشر يې په جلال اباد کې پوهنتون وايه، دوه نور يې په دوولسم صنف کې ول.

زه به د ميلمنو په کوټه کې له دوو ترور زيانو سره ويدېدم. دوی به له خپل پلارسره ماښام تياره کور ته راتلل، تر غرمې يې مکتب وايه، پاتې وخت به د نجاري په دوکان کې ول.

په دوو ورځو کې مې زرو ونه لېده، کورته نه ورتلم، له تازه راواده کړې ناوې حيا راته درېده. بس، يواځې يو ځل د باندې ووتم، ټوټه مې واخيسته، خياط ته مې وويل چې همدا يو جوړ جامې لرم، تر ماښامه يې راته وګنډه.

ډېر وخت به مې د کتابونو په لوستلو تېراوه، په کوټه کې وړه المارۍ وه، ګڼ کتابونه پکې ايښي ول. پر دېوال ښکاري ټوپک له چرمې کاش سره راځړېده. له بېکارۍ به مې کله کله  په کاش کې ټومبلي کارتوس شمېرل.  پوره لس دانې ول.

يواځېتوب مې زړه خوړ، په درېيمه ورځ د ترور له خاوند سره د نجاري دوکان ته لاړم، تر غرمې مې کار وکړ،ستړی شوم، د ځنګله د چهارتراشو تراشلو زور غوښت.  خو په دوهمه ورځ مې لاس سم چلېده، تر ماښامه مې سلامت ور جوړ کړ.

په پنځمه ورځ مې د ترور يو زوی کارته نه راغی، ورور يې ويل چې ناروغه و.

مازديګر مې په سر درد شول، کورته وخته  لاړم. د ميلمنو په کوټه کې پرېوتم، ترور مې چای راووړ، ستړې وه، ويل يې چې ټوله ورځ يې جامې پرېمينځلې.

بېرته له کوټې ووته.

زرو راغله، ژړل يې.

په بېړه مې وويل:

_ولې؟

هماغسې يې ژړل…

ومې ويل:

_ترور مې څه درته ويلي دي؟

_نه.

_ناوې يې؟

_نه

_نو څه ټکه راپرېوتې ده؟

ژړا يې زور ونيو:

_له دې ځايه ځو.

ومې ويل:

_څه خبره ده؟

_نه شم درته ويلی.

تر مټ مې ونيوله:

_سپينه خبره وکه.

سر يې وځړېد:

_ترور او د  ترور ناوې دې په حويلۍ کې جامې مينځلې، ما کوټه جارو کوله، د ترور زوی دې راغی، غېږ يې رانه وګرځوله، پورې مې واهه، ورته ومې ويل چې له کوټې ووځه، که نه نو  چيغې وهم.

ګړندي ګامونه يې واخيستل، خو په وره کې يې نوک ونيو، راته ويې ويل، چې دومره ځان پاک پاک مه ښيه، که مرداره نه وای، نو له کامران سره به نه راتښتېدې.

په زړه مې اور بل شو، د زرو سر مې په خپل ټټر پورې ولګاوه، ومې ويل:

_سمه ده، خو بس، دا يوه شپه صبر وکه، سهار په خړه به له دې ځايه ځو.

ماخستن مې د ترور زوې ونه ليد، ورور يې ويل چې نن شپه نه راځي، د يوه ملګري ميلمه دی. سهار په خړه مې ټوپک راواخيست، د کوټې په وره کې کيناستم.

سړی غلی شو، سړه سا يې وايسته، طوطي يې ور واخيست، کوټې ته ننوت.

 

اتمه برخه

 

سړي سترګې رڼې کړې، طوطي ته يې وکتل، پر څنګ ړنګ و.  ور وښويېد، لاس يې ور ووړ، د طوطي غاړه کږه شوه.

سړی کېناست، د طوطي سترګو ته يې ور پو کړل، د سترګو خړه پرده يې يوې خواته لاړه. جام يې ور واخيست، د طوطي په خوله کې يې څو څاڅکي اوبه وڅڅولې. د باندې ووت، طوطي يې پر شنو وښو کېناوه. طوطي هماغسې کږه غاړه نيولې وه.

شېبه وروسته يې  طوطي  ور واخيست، سيند ته کښته شو. ډبرې يې واړولې، سور چينجی يې وموند، خو طوطي خپله مښوکه ور ټيټه نه کړه.

سړی پر يوه لويه ډبره کېناست، طوطي يې خپلو سترګو ته ونيو، په خواره خوله يې وويل:

_خير دی، مه مره!

ويې ټوخل، خولې ته يې لاس ونيو، غروي ته يې وکتل، د وينو سره څاڅکي پرې ښکارېدل.

سړي خپل لاس په اوبو کې وواهه، بېرته پر ډبره کېناست،  غريو واخيست:

_د زرو کيسه به چاته کوم.

سړي پورته وکتل، د سهارني لمر وړانګې مخامخ  شنه غره ته سيخې وې، ونو ژېړه لمبه کوله.

سر يې وځړېد، طوطي ته يې وکتل، په خوند يې وويل:

_ښه دې وکړل،  چينجی به دې سترګې رڼې کړي.

طوطي يې ور واخيست، غره ته وخوت، تر ونې لاندې يې د تېر کال لوېدلي چهارمغز ور ټول کړل، ډبره يې ورته ونيوله، په ډکه خوله يې وويل:

_اوړی ښه و. رنګارنګ  ميوې پيداکېدلی، خو ژمۍ مې ټول د ماهيانو په غوښو تېر کړ. پوهېږې!  زررو مختلف سابه پېژندل، زما يې يواځې د دوو دريو نومونه زده دي، سارمی، شلخي، شېزې، بس، همدومره.

يودم  ولاړ شو، څو ګامه يې واخيستل، له ځمکې يې په خټو لړلۍ شين کوچنۍ کاغذ ورپورته کړ، شونډې يې پرې کېښودې، بېرته خپل ځای ته راغی، خپله بټه ګوته يې پر کاغذ تېره کړه،ويې ويل:

_د زرو همدا ژاولې خوښېدلې، غره ته مې سلامت کارتن ورته راووړ.

غلی شو، سوړ اسويلۍ يې وايست:

_اه! پر دې کاغذ د زرو ګوتې لګېدلې دي.

اوږد وغځېد، سترګې يې پټې کړې، ويې ويل:

_د ترور له کوره خړ سهار را  ووتو، د بازار شمال لور ته غځېدلې دره مو په مخه ورکړه. ځای ځای به د غره په ډډه کې څو کورونه په مخه راغلل، څومره چې به پورته تلو، ونې ډېرېدلې.

يو ځای کېناستو، زرو وويل:

_چېرته ځو؟

ومې ويل:

_نه پوهېږم.

تر ډېره غلی وه، بيا يې په غريو کې  وويل:

_داسې ځای نشته چې هلته انسانان نه وي؟

غرمه يوه کوچيني کلي ته ورسېدو.  زرو د سيند پر غاړه راته  کېناسته. د کلي دوکان ته ورغلم، د ديارلسو سوو افغانيو پاکټي کېک، بيسکيټ، جوس، شيدې  … يو چاقو، د لاسي بتۍ بېطرۍ او دوه سګريټ لايټره مې واخيستل.

مازديګر مې د ونو په مينځ کې اور بل کړ، نږدې کلی مو دوه، دوه نيم  ساعته مخکې پرېښی و.

زرو ته مې وکتل، غلې ناسته وه، په سترګو کې يې د اور لمبه ښکارېدله.

ورغلم، تر څنګ يې کېناستم، په خوابدي غږ يې وويل:

_په کور کې به څه حال وي؟

ومې ويل:

_ نور په دې خبرو پسې مه ګرځه.

غلی وه.

ومې ويل:

_پښيمانه يې؟

سر يې زما پر اوږه کېښود:

_نه.

د زرو پښو ته مې وکتل، د ښۍ پښې پر بټه ګوته راختلې تڼاکه يې چاودلې وه.

له خپل څادره مې وړه ريتاړه وايسته، ګوته مې ور وتړله.

د هغې پلاستيکي څپلکو ته مې وکتل، ومې ويل:

_پام مې نه و، که نه په دوکان کې زنانه بوټ هم خرڅېدل.

زرو څه ونه ويل.

ماخستن مې پر اور څو نور وچ لرګي کېښودل، زرو ته مې وکتل، سر يې پر تړلې غوټه  ايښی و،  يوه خوا مخ او لوڅه غاړه يې رڼا ته سيخ ول، ښکلې ښکارېدله.

ورغلم، تر څنګ يې پرېوتم، څه يې ونه ويل.

پورته مې وکتل، په ګڼو پاڼو کې  يو نيم ستوری ځلېده. ورمېږ مې کوږ کړ، زرو ستوني ستغ پرته وه، سترګې يې پټې وې.

پراړخ را واوښتم، ښی لاس مې د هغې پر ټټر کېښود، زګيروی يې شو. کيڼه څنګله مې ځمکې ته سيخه کړه، مخ مې ور نږدې کړ، پر شونډو مې توده ساه ولګېده.

زرو يودم سترګې رڼې کړې، پورې يې وهلم، په ټکري کې يې ځان وپېچه.  کېناسته. تېزه تېزه ساه يې وهله، اور ته يې وچې سترګې نيولې وې.

ولاړ شوم، د اور بلې غاړې ته مې د ټوپک پر کنداغ سر ولګاوه،  څادر مې په سترګو راکش کړ.

پاو ووت، زرو ورو ورو  ژړل…وروسته راغله، زما تر څنګ کېناسته، په ژړغوني غږ يې وويل:

_خفه شوې؟

غلی وم.

پر تندي يې لاس راکېښود.

ومې ويل:

_خو ما او تا واده کړی،  ته …

په خبره کې راولوېده:

_پوهېږم، خو اوس نه،  له زړه مې وينې څاڅي.

مخ مې لوڅ کړ، د زرو پر لندو اننګو کې د اور  لمبې ښکارېدلې. ..

سر يې زما پر ټټر کېښود،  په غريو کې يې  وويل:

_د خدای روی ومنه، مه خفه کېږه! ښه!

څه مې ونه ويل، چوپه چوپتيا وه، کله کله به په اور کې د پرتو لرګيو ټکا خته.

وخت ووت، زرو  هماغسې زما پر ټټر سر ايښی و، سترګې يې پټې وې، وړه وړه ساه يې اخيسته.

يو وخت مې سترګې رڼې کړې، سهار و، زرو  پر مړو ايرو لرګي اېښودل.

تيمم مې وواهه، د اسمان د يوې څنډې له رڼا مې قيبله ومونده.  ودرېدم، شېبه وروسته مې سلام وګرځاوه، زرو ته مې وکتل، لايټر يې نه شو بلولی. ورغلم، اور مې بل کړ.

په لمر ختو دواړه روان شوو، څومره چې پورته تلو، د ونو وهل شوي مونډان کمېدل.

تر غرمې مو مزل وکړ، ابادي نه وه. ماسپښين تر يوه غره واوښتو، لاندې سيند و، څپې يې په غوږونو ښې لګېدې.

تر مازديګره د سيند له څنډې سره مخ پورته وختو، بيا مو لار کږه کړه، ماښام مو د يوه ټيټ غره پر سر سا ونيوله. همالته مو د ونو په مينځ کې اور بل کړ، د شپې له زرو ليرې پرېوتم.

يو وخت مې تندی سوړ شو، سترګې مې رڼې کړې، رڼا وه، زما پر سر څو متره پورته په ونه کې يو کارغه ناست و.

زرو راته وکتل، له خندا شنه شوه.

اه! په خندا کې څومره خوږه ښکارېدله.

يودم غلې شوه، بېرته يې پر غوټه سر کېښود.

د څادر پيڅکه مې پر تندي تېره کړه، د کارغه چټلي وه.

غرمه سپينو واورو ته نږدې شوو، د غره په ډډه کې مو يو غار وموند.

سړي سترګې رڼې کړې، طوطي ته يې وکتل، ويې ويل:

_هماغه غار چې ما او تا  شپه پکې تېره کړه.

بېرته يې سترګې پټې کړې:

_زرو خوشاله وه، ويل چې دا ځای ښه دی، که نور نه وي، له انسانانو خو ليرې يو، څوک خو به مرداره نه راته وايي.

ماسپښين د باندې ووته، پاو وروسته بېرته راغله، له بوټو يې جارو جوړه کړې  وه.

د زرو په غوښتنه د باندې لاړم، د ثور مياشت وه، خو لا هم سوړ باد   هډوکو ته رسېده.

پورته وختم، چينه وه. مخ ته مې سړې اوبه ور واچولې، مبايل مې را وايست، يوه خانه چارج پکې پاتې و، انتن يې نه ورکاوه.

بېرته راغلم، د غار په خوله کې دوړه ولاړه وه.

زرو له جارو سره د باندې راووته، مول يې وهلی و، اوږده باڼه يې سپېره ول.

چينه مې ور وښوده، غار ته ننوتم، دوړه لا نه وه ناسته، مخامخ پرې شوی ځای ښکارېده، ورغلم، بل غار و، له پورته اوبه راتويېدې. په مړو خاورو کې د کوم ځناور پلونه ښکارېدل، هر پل زما د لاس د چمبې په اندازه و.

ماخستن مې په غار کې اور بل کړ، لرګي غوړ ول، لوګي سترګې ړندولې، تر ډېره مې د زرو ټوخی اورېده، وروسته مې سترګې سره ورغلې.

يو وخت مې د زرو زوروره چيغه واورېده، په بېړه کېناستم، لوی اېږ ولاړ و، غرېده.

ټوپک مې ورته ونيو، ډز شو، په غار کې د اېږ تېره ناره راوګرځېده، مخامخ راباندی راغی، د ټوپک ماشه مې بيا ټينګه کړه، اېږ  پر سرو سکروټو ورغی، ولوېد. د انګار کمزورې رڼا ورکه شوه.

لاسي بتۍ مې ولګوله، زرو تېږې ته ناسته وه، سترګې يې رډې راختلې وې، لړزېده.

ورغلم، د هغې سر مې په خپل ټټر پورې ونيو، ومې ويل:

_مه وېرېږه، هر څه تېر شول.

تر ډېره ويښ وم، په غار کې د اېږ د سوځېدلو وړيو  بوی ته.

سهار مې اېږ تر پښو ونيو، نه کېده، کشولو يې زور غوښت. کېناستم، د اېږ له ټټر او تندي لا تازه وينه راتله.

زرو مې راويښه کړه، په وېره يې د اېږ يوه پښه ونيوله، کش مو کړ، تر غار مو وايست، لاندې ورغړېد.

غرمه ورغلم، پوستکی مې ترې واړاوه.

ماخستن مو د باندې اور بل کړ، صاف شو، انګار مو غار ته يووړ. نيمه شپه د شغالانو چيغې شوې، زرو راغله، په لومړي ځل يو ځای راسره پرېوته.

سړی غلی شو، د ژاولو کاغذ يې سترګو ته ونيو، زر ورق يې ځلېده.

ويې ويل:

_زرو خوشاله وه، کور يې نه ياداوه، خو کله کله به يې په خوب کې د خپلې مور او  کوچنيو وروڼو نومونه اخيستل.

يوه اوونۍ ووته، کېک، بيسکېټ، شيدې… کم شول، يواځې دوې درې ورځې چاره پرې کېده. بل سهار په غره کې وګرځېدم، يو ځای مې يوه چينه وموندله، په پوټي ( مړه خاوره ) کې د زرکو پلونه ول.

په وړکتوب کې له خپل پلار سره د زرکو ښکار  ته تللی وم، زموږ په سيمه کې يو هسک غر دی، د ناور غر يې بولې، چينې لري.

پلارمې تر يوې چېنې دام راوګرځاوه، اوړی و، شپه مو په غره کې تېره کړه، له لمر ختو سره د زرکو نارې شوې، پلار مې  ويل چې دا يې د اوبو د څښلو وخت دی. وروسته ورغلو، له دامه مو په حساب دوولس زرکې  راخلاصې کړې.

خو د نورستان په غرونو کې به مې دام له کومه کاوه! په کاش کې هم جنګي کارتوس ټومبلي وو، يوه چره يې درلوده، يوه چره، مانا يوه زرکه. نه ارزېده.

په دوهمه ورځ بيا په ښکار پسې ووتم، له يوه بوټي يوې غټې سويې ټوپ کړل، ټوپک مې ورته ونيو، سويه تر لويو تېږو پټه شوه.

خو په درېيم سهار ښکار په خپله د غار خولې ته راغی، د باندې مې د وړو ډبرو د رغړېو غږ واورېد، په احتياط ور ووتم، تر چينې پورته، پر هسکه پرښه يوه هوسۍ ولاړه وه.

له هماغه ځايه مې ټوپک ورته ونيو، له ډز سره مې سترګو ته د باروتو توره لوخړه ودرېده. لاس مې وخوځاوه، هوسۍ نه وه.

په بېړه پورته وختم، پر غوړو ډبرو سره وينه ښکارېدله، مخکې لاړم، هوسۍ وازه خوله نيولې وه.

له هوسۍ څخه د پوستکي د ايستلو په وخت مې زرو ته وکتل، سترګې يې له اوښکو ډکې وې، قسم يې راکړ چې  له دې ايسته به ژوندي ساري نه ولم.

نه مې منله، په دې  غره کې له ښکاره پرته څه نه موندل کېدل، خو زرو له خپلې خبرې نه اوښته، ناچاره وم، ژمنه مې وکړه.

يوه اونۍ مو د هوسۍ کباب خوړ، د ورځو حساب د زرو له هغو کرښو را مالومېده چې پر ډبره به يې ايستلې.

يوه ورځ زرو د باندې ووته، يوه لمن سارمې ، شېزې او پوڅکۍ ( مرخېړي ) يې راوړل، خو دېګ نه و، په څه کې به مو پخول!

مجبوره  وم، بايد نږدې ابادۍ ته تللی وای. له زرو سره مې خبرې وکړې، وېرېدله، ويل يې چې په غره کې يواځې نه شم پاتې کېدلای.

په سخته مې قانع کړه، ومې ويل چې تر ماخستنه بېرته راځم.

په ستورو کې د باندې ووتم، تېز تلم، د سيند له څنډې سره مې مزل وکړ، بېرته پورته وختم، لس بجې مې د سپيو غپا واورېده، ليرې د کوچيانو کېږدۍ ولاړې وې. لاره مې چپه کړه، ماسپښين يوه کلي ته ورسېدم، کوچينۍ دوکان يې درلود، دوکاندار ته مې وويل چې کوچی يم.

په يوه اووه منۍ بوجۍ کې مې وريجې، دال، نخود،  لوبيا، غوړي…  دېګ، کاسه، څمڅه، چايجوشه… پيالې او يو جوړ ښځينه بوټونه واچول.

له دوکانداره مې مبابل را واخيست، د پلار نومره مې ووهله، بند و.

قصاب ته مې تليفون وکړ، وار له واره يې سپک کړم، بيا يې راته وويل چې د حاجي نواب زامن درپسې ګرځي، خدايکه دې وينه ځمکې ته پرېږدي.

د پلار احوال مې ورنه واخيست، ويل يې چې ټوله ورځ ژاړي، ښېرا درته کوي.

بېرته غره ته وختم، بوجۍ درنه وه، خو د زرو د يوازيتوب اندېښنې مې زړه خوړ.

ماښام سيند ته ورسېدم، پر غره ختلو زور غوښت، نه کېده، يو ځای مې په نښه کړ، بوجۍ مې کېښوده، تش لاس پورته وختم.

دوه- درې ساعته مې مزل وکړ، ليرې له ګڼو ونو  د اور لمبه ښکاريدله، نږدې ورغلم، ومې ټوخل، زرو  ټوپک راته ونيو، چيغه مې کړه، زه يم، کامران، منډه يې راواخيسته، کلکه غېږ يې راکړه.

دواړه اور ته نږدې کېناستو، زرو زما د  تشو لاسونو په ليدو حيرانه وه، پوه مې کړه چې غوټه مې نږدې را رسولې ده.

سهار وختي دواړه  د باندې ووتو، غرمې ته مو بوجۍ راورسوله. ښه و، خوراک مو سم شو، خو زرو به له وريجو، غوړو، لوبيا… سره پام کاوه، ډېر وخت به مو سابه او پوڅکۍ پخول.

د زرو خندا بېرته راوګرځېده، دا خوشاله وه، غم ته يې ځان نه ورکاوه.

ډېر وخت به د باندې ګرځېدو، شنې ونې، رڼې اوبه، د غره غوړې او سپېرې تېږې، د زرکو نارې، صاف لمر، روښانه ستوري… او زرو،  جنتي ژوند و.

په دوو مياشتو کې مو يو بنيادم هم ونه ليد، خو يوه غرمه مې زړه خولې ته راغی، پروت وم، زنګولې وګړنجېدې، په بېړه له غاره ووتم، يوه خيرنه اوزه ټيټې ونې ته ختلې وه، په سره ژبه يې شنې پاڼې  ور ټولولې.

پورته وختم، غړۍ مې اوږده کړه، تر چينې سلامت رمه را تاوه وه. لاندې مې وکتل، زړه مې ولړزېد، زرو پورته راخته، لاس مې ورته وخوځاوه، راپام يې نه شو.

په بېړه د غار خولې ته را کښته شوم، زرو ته مې اشاره وکړه، ځای پر ځای کېناسته. وروسته په احتياط پورته راوخته، پلو يې له چهارمغزو ډک و.

دواړه غار ته ننوتو، غلي کېناستو، زرو وېرېدلې سترګې  راته نيولې وې….

نږدې ډډ غږ مې واورېد:

_اررررررررې!

له دېوال سره مې ځان جوخت ونيو، د باندې مې وکتل، په عمر پوخ کوچی دېګدان ( نغري ) ته ولاړ و.

بيا يې خوله پورته ونيوله، چيغه يې کړه!

_بازګليه، دا ايرې لا تودې دي.

وړې ډبرې وښويېدې، د غار پر خوله سيوری راغی.

زرو ته مې اشاره وکړه، په بېړه واړه غار ته ننوته.

نږدې غږ مې واورېد:

_اې ځوانه، ته دلته څه کوې؟

ور ومې کتل، کوچی د غار په خوله کې ولاړ و.

ورغلم، تر مټ مې ونيو، له غاره ووتو. يو بل تنکی ځوان هم ولاړ و، په لاس کې يې لوی ډانګ ښکارېده، سترګې يې  له حيرانۍ ډکې وې.

ومې ويل:

_ښکاريان يو.

په عمر پوخ کوچي وخندل، دېګدان ته کېناست، په ډډ  غږ يې وويل:

_ما مه غلطوه، مخکې مې يوه زنانه وليده.

په خبره کې ور ولوېدم:

_درته ومې ويل چې ښکاريان يو، نور ملګري مې په ښکار پسې وتلي دي.

د کوڅي ټنډه تروه شوه:

_زه دې څه کوم، خو که به دوراغ وايم، غبرګې سترګې مې دي ووځي،  دلته يوه زنانه وه.

يودم يې چيغه کړه!

_وه بازګليه، ړوند يې، سرکښ ( د رمې د سر وزګوړ ) لاندې  کښته شو.

تنکي ځوان منډه واخيسته.

له کوچي سره  چينې ته وختم. لويه رمه وه، اوزو  او پسونو له ځمکې راختلې واښه ور ټولول….

کوچي وويل:

_لاندې د وښو خونده نه وه پاتې، دا څو ورځې کېږې چې دلته راختلي يو.

ومې ويل:

_کېږدۍ مو چېرته دي؟

ښار ته نږدې، بس، له دې ځايه يوه نيمه، دوې ورځې مزل غواړي.

له کوچي مې يو کوچينی سيرلی واخيست، رمې حرکت وکړ، درې ته کښته شوه.

بېرته  غار ته راغلم. زرو وېرېدلې ناسته وه.

هغې ته مې ډاډ ورکړ، خو خپل زړه مې نه قانع کېده، کوچي په دې ليرې  غره کې زرو  ليدلې وه، غر او ځوانه نجلۍ، دا خبره نورو ته په ويلو ارزېده.

د باندې ووتم، د سېرلي پر غاړه مې چاړه کېښوده.

دوې ورځې ووتې، ټېکه نه راتله، د اوسېدو له پاره مو بايد بل ځای موندلای وای.

يو سهار دواړه  د باندې ووتو، تر غرمې وګرځېدو، په غره کې مو کوم غار ونه موند، زرو يوه ځای ته ګوته ونيوله،  ويې ويل:

_هالته وګوره!

ډېر کښته د سيند اوبه سپينې سره اوښتې، ور هاخوا د ونو په مينځ کې شين پراخ ځای ښکارېده، زرو را ياده کړه چې هلته به يوه کوټه جوړه کړو.

( نه ) مې ونه ويل،  تيږې، اوبه او لرګي نږدې ول، په دوو هفتو کې مو ګلالۍ کوټه جوړه کړه،خو ور او کړ کۍ يې نه درلودل، جوړېدو يې اره او مېخونه غوښتل.

پروا يې نه راتله، د اوړي هوا توده وه.

نوې جونګړې ته راکډه شوو. پر کوټه مو نور لاس هم وواهه، زرو سپينه خاوره وموندله، دېوالونه ښکلي شول.

ژوند ته به موپه مينه کتل، نه په تېر پسې ګرځېدو او نه د راتلونکي غم راسره و، بس، هماغه ساعت به مو ژوند ګاڼه.

کله به دسيند غاړې ته تلو، کله به مو د ځنګله ونې په ميوو پسې غوښتې، کله به د اوبو پر غاړه پر پسته شګه پراته وو، په ورېځو کې به مو انځورونه پيدا کول.

ځان پاچا راته اېسېده، تر پاچاهۍ هم ور هاخوا، د زرو خندا، خبرو، تګ او د هغې پر ټټر د سر لګېدا مې په ټوله دنيا نه ورکوله.

نيږدې ګاونډيان مو د چهارمغزو په ونه کې طوطيان وو، ور هاخوا د بيزوګيانو ډله اوسېدله، لږ ليرې زرکو نارې وهلې…په يو بل  مو کارنه درلود. نه بدي وه، نه تربور و،  نه وژل….

بس، يواځې يوه ورځ دوو ټيټو تورو  هليکوپترو د زرکو نارې غلې کړې، خو دقيقه وروسته، غر بېرته ژوندی شو، له ونو الوتي مرغان خپلو ځالو ته راغلل، مرغۍ وچوڼېدې، بيزوګيانو کرېژې وهلې…

يوځل بيا مجبور شوم چې زرو يواځې پرېږدم، دا  وار له غره سره عادت وه، انسان نه و، له ځناورو نه وېرېدله، د تګ په وخت کې يې د شنه کاغذ ژاولې رانه وغوښتې.

د سهار په خړه کې له جونګړې ووتم، غرمه مې يو کوچينی کلی وموند، دوکان يې درلود، ژاولې، خوراکي مواد د ماهيانو چنګکان او ميخونه مې ترې واخيستل، خو اره نه وه. مجبور وم، يوه کليوال زړه اره خرڅوله، پيسې مې ورکړې، ماخستن بېرته جونګړې ته راورسېدم.

لرګي ډېر ول، په دريو – څلورو ورځو کې مې  ور او کړکۍ جوړ کړل.

په خوړوکې مو يو بل څه هم ور اضافه شول، د ماهيانو غوښه. په اول کې يې زرو ته خوند نه ورکاوه،  ويل يې چې ازغي لري، خو وروسته به په خپله د ماهيانو ښکار ته راسره تله.

يوه ورځ په ماهيانو پسې لاندې لاړو، يو ځای مو په غټو ډبرو کې مړې اوبه پيدا کړې، په لومړي چيګک کې يو لوی ماهۍ بند شو، کافي و.

د اوبو پر ژۍ کېناستم، د ماهي ګېډه مې څېرې کړه، زرو ته مې وکتل، په سپين پتنګ پسې يې منډې وهلې…يو ځای ودرېده، ماته يې وکتل، لاس يې راته وخوځاوه.

ورغلم، رنګ يې ژېړ و، ځمکې ته يې وچې سترګې نيولې وې.

زړه مې ولړزېد، کېناستم، په شګو کې د انسان پلونه  ښکارېدل.

د زرو وېرېدلی غږ مې واورېد:

_يو نفر نه دی؟

سر مې پورته کړ، زرو  څو ګامه ليرې ځای ته کتل…

ورغلم، د دوو نورو کسانوپلونه وو. پلونه په شګو کې روښانه ښکارېدل، خو وروسته پورته ختلي ول. په وښو او ډبرو کې يې موندل سخته وه.

تر يوه ځايه پسې لاړم، ورک شول.

له ونې مې يوه څانګه را پرې کړه، تر سيند پورې مې د ځان او زرو  پلونه ړنګ کړل، ماهۍ مې راواخيست، تر جونګړې پورې مې د ونې څانګه په ځان پسې کشوله، د تلليو او راغليو پلونو پر ځای به د پاڼو نرۍ ليکې پاتې شوې.

زور ته مې ټوله ورځ ډاډ ورکړ چې هېڅ خبره  نه ده، يا به ښکاريان وو او يا هم کوچيان، خو  د زرو وېره نه کمېدله.

دوې – درې ورځې به يې د پاڼې په لويدو هم  جټګه خوړله، خو وروسته يې رنګ بېرته  راوګرځېد. زړه ته يې ولوېده چې کوم خطر نشته.

دواړه به د پخوا په څير د ماهيانو ښکار ته تلو، خو تر خپله وسه به مو پر تېږو پلونه اېښودل.

د اور بلولو له پاره مو هم هغه لرګي راټول کړل، چې لوګی به يې ډېر نه کاوه.

مياشت ووته، کوم پل مو ونه ليد، زړونه مو ډاډه شول.

 

نهمه برخه

 

د سنبلې په اخېر کې د ليرې غره څوکه سپينه شوه، شپه به سړه وه، خو د اېږ پوستکي يخنۍ  ته نه ورکولو.

مياشت وروسته مې د جونګړې په دېوال کې دودکش وايست،غولی مې وکېنده، دوه لغمه مې جوړ کړل، د غره هوارې ډبرې مې پرې کېښودې، زرو کاګل کړه، ګلالۍ تاوخانه جوړه شوه.

زرو ته مې وکتل، تندی او د پزې څوکه يې په خټو ککړ و.

ومې خندل:

_له ما دې څه غوښتل، اوس به په سعودي کې ګرځېدې، هوسا ژوند به دې و.

شونډې يې ورپېدې، راغله، زما پر اوږه يې سر کېښود، ويې ويل:

_ ته او دا جونګړه مې ټوله دنيا ياست.

يوه شپه مې غاړه سړه شوه، کېناستم، غوږ مې ونيو، له پورته څاڅکې راتويېدل. لاسي بتۍ مې چت ته ونيوله، بام څڅېده.

د زرو تود لاس مې له خپلې غاړې ليرې کړ، ور ومې کتل، ويده وه.

د باندې ووتم، باران اورېده. بام ته وختم، څو ځايه مې د بوټ پر تلي زور راووست. پر زينه مې پښه کېښوده، زړه مې خولې ته راغی. ليرې د ونو په مينځ کې سپينه رڼا ګرځېده….

په ځير مې ورته وکتل، کله کله به د ونو له چولو د لاسي بتۍ تېره رڼا راووته.

په بېړه کوټې ته ننوم، ټوپک مې راواخيست، د زرو خوبولی غږ مې واورېد:

_څه خبره ده؟

ومې ويل:

_هېڅ، له جونګړې راونه وځې.

لاړم، د چهارمغز ونې ته مې ولي ولګول. تياره وه، خپل لاسونه مې نه ښکارېدل.

ټوپک مې مخامخ  ونو ته ونيو، د ميل پر سر د ستورو  سپينه نرۍ  رڼا  پرته وه.

ښه شېبه کېناستم، له  غره مې سترګې نه اړولې. وخت ووت،  رڼا نه وه.

بېرته جونګړې ته راغلم، زرو په وارخطايي وويل:

_اېږ  و؟

_نه.

يوه شېبه غلې وه، بيا يې وويل:

_نو ولې د باندې ووتې؟

_باران دی، کوټه څڅېدله.

ويې ويل:

_ما خو د بام پر سر دربی وانه ورېد، او بل، ټوپک دې څه کاوه؟

د زرو تر څنګ پرېوتم. ومې ويل:

_اوس ويده شه.

راوښويېده، لاس يې په غاړه کې راواچاوه.

شېبه وروسته خوب يووړه، خو ما تر ډېرو چورتونه وهل، په غره کې رڼا بې څه نه وه.

سهار مې اوږه وخوځېده، په بېړه مې ټوپک ته لاس ور وغځاوه. سترګې مې رڼې کړې، زرو وه، ويل يې چې واوره اورېدلې ده.

د باندې ووتم، د ونو پر سرو او ژېړو پاڼو سپينه واروه پرته وه. شېبه وروسته لمر راوخوت، تر غرمې يې واوره ټوله کړه، يواځې د غرونو څوکې سپينې وې.

ماسپښين غره ته وختم، د بېګانۍ رڼا په ځايونو وګرځېدم، نښې نه وې، مخکې لاړم، زړه مې ولړزېد، يوځای د سګريټو  ډبی پروت و.

راوامې خيست، تش و،خو تازه ښکارېده.

بېرته لاندې کښته شوم، له ليرې مې جونګړې ته وکتل، له دودکشه تور لوګی پورته کېده.

منډه مې واخيسته، يو ځای د ټوپک کنداغ پر تېږه ولګېد، لاندې ولوېد. ورغلم، بند يې شکېدلی و.

په يوه سا مې ځان تر کوټې ورساوه، پر اور مې ډکه کاسه اوبه تشې کړې. زرو په حيرانۍ راته کتل… تر لاس مې ونيوله، کوټې ته ننوتو، د زرو سترګې رډې راختلې وې.

ومې ويل:

_په کور کې مو چا سګريټ څکول؟

زرو په حيرانۍ راته کتل…

له جېبه مې د سګرټو تش ډبی را وايست، ومې ويل:

_دا مې په غره کې وموند.

د زرو لړزانده ګوتې ور وغځېدې، ډبې ته يې په ځير ځير وکتل، کېناسته.

زنګنونه مې پر غولي ولګول، زرو ته مې وکتل، رنګ يې ژېړ و، لکه  تازه چې له خاورو راوتلې وي.

د زرو اوږو ته مې ټکان ورکړ، ومې ويل:

_ووايه، په کور کې مو چا سګريټ څکول  که نه؟

شونډې يې ورپېدې:

هو، تره مې، تر ټولو مشر دی، زما تر پلار هم، مشر تره مې کټ مټ  همداسې سګريټ څکوي، شنه ليکه لري.

پر دېوال پورې مې ولي ولګول ،ومې ويل:

_بېګا مې په غره کې رڼا وليده.

زرو نېغ راته وکتل، په سترګو کې يې اوښکې ډنډ وې، بېرته يې سر وځړېد.

ورغلم، د هغې سر مې په خپل ټټر پورې ولګاوه، ومې ويل:

_بايد له دې ځايه لاړ شو.

زرو  په غريو کې وويل:

_مشر تره مې د ډبرې زړه لري.

ومې ويل:

_اوس دا خبرې پرېږده، هله نو، د کار شيان راټول که.

ويې ويل:

_پر ډبرو مې کالي هوار کړي.

ومې ويل:

_کالي به زه راټول کم.

د باندې ووتم، پرېولې جامې مې په يوه ټکري کې وتړلې.

ډز شو، له تېږې سره سپرغی پورته شوه. پرېوتم، زرو لوڅ سر د باندې راووته، ټکری يې په غاړه کې پروت و، چيغې يې وهلې.

منډه مې ور واخيسته، دوهمه  مرمۍ په دروازه ولګېده،  سر مې ټيټ کړ، زرو چيغه کړه، ور ومې کتل، په هوار ميدان ولاړه وه.

په بېړه ورغلم، تر لاس مې  ونيوله، د يوې تېږې شاته کېناستو. جونګړې ته مې وکتل، دروازه خلاصه وه، ټوپک دېوال ته ولاړ و.

زرو چيغه کړه!

_ تره مې دی.

مخامخ مې وکتل، څوک مې ونه ليدل.

دواړو د سيند خواته منډه کړه، ډزې ونه شوې.

د سيند له غاړې سره لاندې لاړو، دواړو تېزې منډې وهلې، ګڼو ونو ته ننوتو. کېناسو، زرو تېزه ساه وهله…خپلې کيڼې لوڅې پښې ته لاس نيولی و. سرې وينې ترې تلې.

خپل لستوڼی مې کش کړ، له اوږې را بېل شو، د زرو پښه مې وتړله، هغې په غريو کې وويل:

_درې کسه وو، مشر تره مې پکې وپېژاند، هغه تل  ژېړ هندوستانی پاج  ( يو ډول لونګی ده ) تړي.

خپل بوټونه مې وايستل، د زرو پښې مې ور واچولې، بوټونه ارت ول.

زرو مې تر مټ ونيوله، ومې ويل:

_راځه، دا ځای خطرناکه دی.

لوڅې پښې روان شوم، ځای ځای به تېرې ډبرې ښې نه لګېدې.

تګ مو ورو  و، زرو په ازادو بوټونو کې سمه نه شوای تلای. په لندو ځايونو کې به  پلونه رانه پاتې کېدل….

ماښام  واورو ته ورسېدو، همالته د ونو په مينځ کې کېناستو.

زرو  زما پر اوږه سر کېښود، سوړ اسويلی يې وايست، ويې ويل:

_انسان پيدا شو، خوشالي ولاړه.

د هغې تر ملا مې لاس راوګرځاوه، له خپل ځان سره مې ولګوله، ومې ويل:

_تر اوسه خو لا نه يم مړ.

زما پر اوږه يې خپلې ګوتې ټينګې کړې.  ژامې يې وکړپېدې، ورو يې وويل:

_مشر تره  مې هېڅ زړه سوی نه لري، يو ځل زموږ کوچيني مزدور پسونه پېول، پام يې نه و، پسونه د رشقې پټې ته ورغلی ول، ټنډ شول، يو ايله تر چاړې ورسيد، تره مې د مزدور غبرګې پښې ور ماتې کړې.

څه مې ونه ويل، دواړه غلي وو، د زرو  ژامه کړپېدله….

خپل واسکټ مې وايست، د زرو پر اوږو مې ور واچاوه. زړه يې نه و، ويل يې چې يخني ده، ته خپله په يوه کميس کې يې، خو زما ټينګار غلې کړه.

ماخستن سوړ باد راوالوت، سخته وه، يوه ژور ځای ته ور کښته شوو، اور مې بل کړ.

ټوله شپه ويښ وم، د پاڼې په لويدو به  مې هم څلورو خواوو ته کتل…

سهار وختي بېرته سيند ته کښته شوو، چاره نه وه، پورته واورې وې، نږدې ابادي ته همدا لاره تللې وه.

يو ساعت مو مزل وکړ، پلونه پاتې کېدل….

يو ځای ودرېدو، زرو ته مې وويل:

_که تر سيند ها غاړه واوړو، نو پيدا کېدل به مو سخت  وي.

زرو سپينو څپو ته کتل…

ومې ويل:

_ګوره، په دې ځای کې اوبه تنګي راغلي دي، تېږې يوبل ته  نږدې ښکاري، ټوپ دومره سخت نه دی، مازې، لږ  زړه غواړي.

زرو غلی وه.

ومې ويل:

_سمه ده، لومړی به  يې زه وازمايم، که سخته وه، بېرته به خپله لار وهو.

زرو تر لاس ونيولم، په سترګو کې يې راته ويل چې نه، خطر لري.

ومې خندل، لومړی تېږې ته مې ور ټوپ کړل، ودرېدم، د تېږې دواړو غاړو ته سپين ځګونه روان ول.

زرو ته مې وکتل، رډې سترګې يې راته نيولې وې.

دوهمې تيږې ته مې ټوپ کړل، پښه مې وښويېده، لاس مې د تېږې راوتلې ژۍ ته ور وغځاوه، تېږې ته ور پورته شوم.

درېيمې تيږې فاصله درلوده، نه کېده. زرو مې د لاس په اشاره پوه کړه چې بېرته در ګرځم.

ناڅاپه مې ښی اوږه وسوځېده، ډز شو، سترګو مې کار پرېښود، پر ځګنو اوبو ورغلم.

بدن مې سوړ شو، سترګې مې پرانيستې، اوبه وې، واړه ډومبکان ( پوقانې ) پورته ختل… غوږونه مې ډب ول….

لاس مې وخوځاوه، اوبو کښته وړم. يو ځای مې  پښه پر ځمکه ولګېده، زور مې ورکړ، سر ته راوختم، بېرته ډوب شوم،  پر ستر ګو مې سرې اوبه راغلې.

دواړه پښې مې پر ځمکه ولګېدې، سر مې له اوبو پورته کړ، زرو پرته وه، ژېړ  پاج پر سر سړي  د ټوپک پر کنداغ وهله….

بېرته ډوب شوم، تر يوه وخته مې لاس او پښې وهلې، بيا مې څه نه دي په ياد.

يو وخت مې اوږې درد وکړ، پر سترګو مې زور راووست، نه خلاصېدې، ټوخې واخيستم، کارغه کاغ کړل، والوت، ټټر مې سپک شو.

سترګې مې پرانيستې، کارغه نږدې راته ناست و، مښوکه يې په وينو سره وه.

مخامخ مې وکتل، تر تېرو  لوخو ور هاخوا د سيند سپينې څپې پر تورو تيږو لګېدلې.

سر مې پورته کړ، په اوږه کې مې څړيکه شوه. لاس مې ورووړ، ګوتې مې سترګو ته ونيولې، سرې وې.

په زحمت کېناستم، پښې مې په اوبو کې وې. اړخ ته مې وکتل، د سيند پر غاړه يوې ړنګې ونې ته پروت وم.

پر کېڼه څنګله مې زور راووست، بېرته ولوېدم، سترګې مې پټې کړې، ټټر مې دروند شو، ور ومې کتل، تورې بڼکې وې.

وخوځېدم، کارغه والوت. کاغ، کاغ ، کاغ…

پورته مې وکتل، په شنه اسمان کې تور ټپوسان تاوېدل.

اوږې ته مې وکتل، درې، څلور ګوتې لاندې سورۍ وه. ورمېږ مې کوږ کړ، مرمۍ وتلې وه.

بل لستوڼۍ مې را پرې کړ، اوږه مې وتړله، غوټه مې پر غاښونو ټينګه کړه.

ولاړ شوم، سر  مې وګرځېد، يوه راوتلې تيږه مې ونيوله. يوه شېبه کېناستم، کارغه رډ رډ راته کتل…

د سيند له څنډې سره زانګې وانګې پورته لاړم، ځای ځای به سر راباندې وګرځېد، دمه به مې ونيوله، بېرته به روان شوم… يو ځای ودرېدم، په شګو کې زما زاړه  بوټونه پراته وو. شاوخوا مې وکتل، په ګڼو پلونو کې د لوڅو پښو پلونه ښکارېدل.

پرېوتم، لپه مې د زرو د پلونو له شګو ډکه کړه، په زړه پورې مې ونيوله، چيغه مې کړه!  پرررر شو، له نږدې ونې ګڼې مرغۍ والوتې.

په پلونو پسې لاړم، پلونه غره ته ختلي وو، نه کېده، پښې مې مړې وې، نه راسره تلې.

کېناستم، د زړه له اخلاصه مې وژړل.

غرمه جونګړې ته را ورسېدم، هر څه په خپل ځای پراته وو.

سترګې مې پټې کړې، زرو چيغې وهلې، ژېړ پاج پر سر سړي د ټوپک پر کنداغ وهله…

ټوپک مې راواخيست، سر مې وګرځېد، پر دروازه ورغلم، درب مې واورېد، نور په ځان نه يم پوهېدلی.

يو وخت مې سترګې رڼې کړې، تياره وه، خلاصه دروازه باد وهله… ور مې پورې کړ، د اېږ په پوستکي کې مې ځان ونغښت.

سهار مې د تېرې ورځې پاتې شوې سړې ورېجي له اوښکو سره وخوړې.

وروسته مې تبه شوه. اوږې مې درد کاوه. څلروېشت ساعته مې  زګيروي ختل، د زرو  څېره مې له سترګو نه ليرې کېده.

درې ورځې ووتې، د ولاړېدو سېکه نه وه راپاتې، خو  زړه مې لا  ژوندی و، د زرو مرګ مې په ذهن کې هم نه را تېرېده.

يو سهار د باندې ووتم، په شنه اسمان کې سيوری راباندې راغی، پورته مې وکتل، زړه مې د پښو تلو ته ورسېد، تر لمر لاندې  ډله ټپوسان راګرځېدل.

منډه مې واخيسته، اوږې مې درد وکړ، ور ومې کتل، سره ورغلی ټپ بېرته خلاص  شوی و، وينه ترې راوتله.

پورته وختم، له يوې ګڼې ونې څو کارغان او ټپوسان والوتل… اه خدايه! زرو په يوه ښاخ پورې راځړېدله.  پر سر او اوږو يې کارغان ناست وو.

سړی غلی شو.  کېناست، طوطي ته يې وکتل، غريو واخيست، ويې ويل:

زرو يې په خپل ټکري زندۍ کړې وه، سترګې يې نه وې.

اه ! زرو.

لسمه او وروستۍ برخه

 

سړي د طوطي پټو سترګو ته ور پو کړل،  په خوند يې وويل:

_راځه، نن به په پوڅکيو پسې وګرځو.

د باندې ووت، اسمان برګ و، په ونو کې رنګارنګ مرغۍ چوڼېدې….

غره ته وخوت، په تګ کې يې د ونو بېخونو ته کتل… يو ځای کېناست، يوه توره وړه پوڅکۍ يې په خپلو ګوتو کې وسولوله، ګوتې يې پزې ته ور وړې ، ويې ويل:

_سوړ بوی ترې ځي، پوهېږې! زرو په پوڅکيو ښه پوهېده، ويل  يې چې ځينې پوڅکۍ زهري وي.

ولاړ شو، مخکې لاړ، يوې ونې ته کېناست، په خوند يې وويل:

_دې ته وايي پوڅکۍ.

غوټه تکې سپينې پوڅکۍ يې راوشکولې، وچ لرګي يې راټول کړل، سيند ته کښته شو، کېناست،  پر لښته پېيلې پوڅکۍ يې  اور ته ونيولې. شېبه وروسته يې په ډکه خوله وويل:

_زرو به  په غوړو کې اجبې پوڅکۍ پخولې، بس، لاس يې خدايي خوند درلود، له مړښته به وتلی وم.

غلی شو، ويې ويل:

_دا هم ښې دي، خوندنه لري، خو ګېډه مړوي.

په شګو کې اوږد وغځېد، سوړ اسويلی يې وايست، ويې ويل:

_طوطي! ته ووايه!  زرو به راته ګوري؟

غلی شو.

يودم يې وخندل:

_ يا به يې نه يم په ياد.

بېرته يې تندی تريو شو:

_نه، پر هغې ګران وم، زما له پاره يې هر څه پرېښودل.

ټوخي واخيست، سا يې بنده شوه، پر اړخ را واوښت، له خولې يې وينو داره وکړه.

يوه شېبه غلی و، بيا يې سوړ اسويلی وايست، ويې ويل:

_ونې ته وختم، د زرو غاړې ته ور لوېدلې غوټه نه خلاصېده.

پښه مې وښوېده، د زرو پر جسد ورغلم، لاس مې ښاخ ته ور واچاوه، کړس شو، دواړه لاندې ولوېدو.

سترګې مې رڼې کړې، په غاړه کې مې د زرو سوړ لاس پروت و. کېناستم، د زرو سر مې په خپل ټټر پورې ونيو، چيغه مې کړه، له خولې مې سرې وينې باد شوې.

سړی غلی شو، پر خپله خوله يې لستوڼی تېر کړ، ويې ويل:

_يوه تېره ډبره مې راواخيسته، خو ډېرې خاورې مې په نوکانو وکېندلې، يو ساعت، دوه ساعته، درې ساعته…نه پوهېدم. يو وخت قبر جوړ و. سخته وه. زرو به مې څنګه تورو خاورو ته ورکوله.

سل زړونه مې سره وتړل، د زرو پر نازک بدن مې خاورې واړولې.

جونګړې ته ننوتم، نوکانو ته مې وکتل، خاورې او سرې وينې سره  ګډې وې.

ولې ژوندی وم؟ هېڅ ! ټوپک مې خپل زړه ته ونيو، خو لنډ پښيمانه شوم، دليل مې وموند. زه به مړ وم، د زرو قاتل به ژوندی ګرځېده!  نه، زړه مې کله  منله.

وخت ووت، غزني ته تګ روغ صورت غوښت، خو زما د اوږې ټپ لا نه و ښه شوی.

ورځې تېرې شوې، د باندې نه وتم، لويه توره به مې دا وه چې د خوړو له پاره به مې څه وموندل.

درې شواروزه واوره او ورېده، تر ګز لوړه وه، د شپې به د ونو د ښاخونو کړسا خته، د يخني او درنې واورې تاب يې نه درلود.

لېوان لمنو ته راکښته شول، اجبه وه، دوه ځله مې په خپلو سترګو وليدل، خو نه يې خوړم، په تشو هډوکو به يې څه کول!  نه پوهېږم، يا به يې خوا راته بدېده…

په حوت کې مې د اوږې ټپ ښه شو، خو د زړه زخم د جوړېدو نه و.

يو سهار مې ټوپک راواخيست، له جونګړې ووتم، شپه مې يوه کلي ته ورسوله، بل ماښام د نورستان په مرکز کې وم.

سهار مې په هوټل کې ټوپک سره خلاص کړ، د وړو په پلاستيکي بوجۍ کې مې وتاړه.

د ترور کور مې له موټره وليد، د زرو خبرې مې په ذهن کې راوګرځېدې:

” ترور او د  ترور ناوې دې په حويلۍ کې جامې مينځلې، ما کوټه جارو کوله، د ترور زوی دې راغی، غېږ يې رانه وګرځوله، پورې مې واهه، ورته ومې ويل چې له کوټې ووځه، که نه نو  چيغې وهم، ګړندي ګامونه يې واخيستل، خو په وره کې يې نوک ونيو، راياده يې کړه چې دومره ځان پاک پاک مه ښيه، که مرداره نه وای، نو له کامران سره به نه راتښتېدې.

داسې ځای نشته چې هلته انسانان نه وي؟ ”

اوږه  مې وخوځېده، د څنګ بوډا له تېرو يادونو راوګرځولم، ويې ويل:

_ کومې جنازې ته ځې؟

په حيرانۍ مې ورته وکتل.

بوډا وويل:

_له ډېر وخته راهيسې مې درپام دی، له سترګو دې اوښکې څاڅي.

څه مې ونه ويل.

ماښام جلال اباد ته ورسېدم، بله غرمه په غزني کې وم.

ټوله لار چا تلاشي نه کړم، زړه مې ډاډه و، دومره پوهېدم چې په ښکاري ټوپک کار نه لري.

د ولسوالي د موټرو په اډه کې مې مول وواهه. ساعت وروسته په بازار کې وم.

له ليرې مې د پلار د نجاري دوکان ته وکتل، بند و.

د څنګ قصاب ته ورغلم، قصاب  يوه لوی ورون  ته چاړه نيولې وه. پرته له دې چې راته وګوري ويې ويل:

_ بيا راغلې؟ درته ومې ويل چې په پيسو پسې مازديګر راشه. تر اوسه مې لا پوره سودا نه ده کړې.

غلی وم.

قصاب راته وکتل، ويې خندل:

_اه! وبښه، د بل چا ګومان مې درباندې وکړ. سهار مې يو سخوندر په پور ترې واخيست، ورته ومې ويل چې مازديګر دې په پيسو پسې…

يودم غلی شو. زما سترګو ته يې په ځير ځير وکتل.

مول مې خلاص کړ، قصاب يو ګام شاته لاړ، چاړه ترې ولوېده. لاس يې پر دخل  ولګاوه.

ومې ويل:

_زه يم، کامران.

د قصاب سترګې رډې راختلې وې، کليمې يې ويلې….

تر مټ مې ونيو، يوه شېبه يې په ځېر ځېر راته وکتل، وروسته يې يودم غېږ راکړه.

قصاب تر ډېرو ژړل.  غاړه مې لنده شوه، اوښکې يې تودې وې.

بيا يودم شاته شو،پر مخ يې کلکه څپېړه راکړه. کېناست، خپل سر يې په غبرګو لاسونو کې ونيو.

ومې ويل:

_پلار مې ولې دوکان ته نه دی راغلی؟

غلی و.

مخامخ ورته کېناستم. پر اوږه مې يې لاس کېښود، ومې ويل:

_پلار مې ښه دی؟

نېغ يې راته وکتل، سترګې يې سرې وې.

يودم ولاړ شو، د دوکان دواړه پلې يې سره وروستې.

دېوال ته ودرېد.

ومې ويل:

_پلار مې…

چيغه يې کړه!

_پلار دې زاړه ترکه شو، ستا له لاسه…

پر سترګو مې تياره راغله، قصاب غبرګ لاسونه راوغځول. لوېدو ته يې پرېنښودم.

دواړه تر ډېره غلي وو. وروسته قصاب راته وويل چې د حاجي نواب مشر  زوی خلکو ته ويلي و چې د کامران او زرو  کيسه  نوره ختمه شوه، اوس به يې مړي  د نورستان د ځنګلونو لېوانو خوړلي وي. بس، دا خبره دې تر پلاره راورسېده.  نيم ساعت وروسته د اره شويو تختو پر سر مړ پروت و.

مازديګر څلور بجې له قصاب سره د هغه کور ته لاړم. کور يې بازار ته نږدې و.

د ميلمنو په کوټه کې مې مول خلاص کړ.

ماخستن د قصاب له خبرو پوه شوم چې د زرو مشر تره  ته په کور کې ناسته چندان خوند نه ورکوي، هر سهار په خپله شخصي سره کرولا کې د ولسوالي بازار ته ځي،  په يوه او بل دوکان  ناست وي. غرمه سودا واخلي او ډوډۍ کور ته رسوي.

له قصابه مې د پلار د قبر نښه وپوښتله. لنډه يې راياده کړه چې ستا  کشر ورور  ته نږدې پروت دی.

د قصاب له کوره د سهار په خړه کې ووتم. يخني وه، هواره توره ښکارېدله، خو د ناور وچ او سپيره غر تر لمنې پورې سپين و.

له نيم ساعت مزل وروسته خامې  لارې ته نږدې په لغړو ونو کې کېناستم.

هوا توده شوه، يو تونس موټر  زانګي وانګي تېر شو. بيا تراکتور راغی، په ټېله کې يې غټه برګه غوا ولاړه وه. په لکۍ پورې يې د نظر وچ له پاره سرې ټوټې راځړېدې.

وروسته دوه کسان را ښکاره شول، په ملا کړوپ بوډا د يوه واړه ماشوم لاس نيولی و، ماشوم زورونه وهل، خو بوډا په ځان پسې کشاوه.

رانږدې شول، څلور هډوکي ډنګر ماشوم په يوه زاړه کميس کې و،  مخ  او لاسونه يې تک تور ښکارېدل. بې واره يې ژړل… په ژړا کې به يو وار ودرېد، پښې به يې پر ځمکه ووهلې، چيغه به يې کړه:

_بابا! نه ځم، حاجي مامد اکا مې په سړه کوټه کې يواځې ويدوي، د شپې  مې سر ته سپين پېريان ولاړ وي…

بوډا به تر لاس کش کړ، په غوسه به يې وويل:

_وه د کرزي زويه، په پردۍ مزدورۍ کې پاچاهي غواړې، مور او خويندې به دې څه خوري؟ له حاجي مامد سره مې په دوو خروارو غنمو مزدور کړی يې. که بيا راوتښتېدې…

دواړه  مې تر مخ تېر شول، د ماشوم ژړا تر ډېره اورېدل کېدله…

سر مې يودم ټيټ کړ، د پوليسو يوه رينجره په تېزۍ تېره شوه، شاته د ناستو دوو عسکرو مازې سترګې مالومېدې، ځانونه يې په خړو کمپلو کې پېچلي وو.

يو نارينه ډډ غږ  راغی، ور ومې کتل، په سړي پسې يوه ښځه روانه وه، ښځې په ووړني کې تړلی ماشوم په غېږ کې نيولی و. يو ځای کېناسته، سړی ورته ونه درېد، ښځې په خواره خوله وويل:

_خير دی، نه شم تلای، يو موټر راوغواړه، له لنګونه کې درې ورځې نه دې وتلې….

سړی وبوړېد:

_د سپي لورې،  که شپږ وارې غوا هم لنګه شوې وای، يو سخوندر خو به يې پيدا کړی وای، خو تا شپږ سره لوڼې وزېږولې…

دواړه مې تر مخ تېر شول، ښځه زانګې وانګې روانه وه…

ناڅاپه مې زړه ولړزېد، يوه سره کرولا راغله.

د موټر  مخې ته مې ځان ور واچاوه، ټوپک مې ورته ونيو.

ښځو او ماشومانو چيغې کړې.

تنکی ځوان له موټره راووت. سترګې يې رډې راختلې وې. په زحمت  يې وويل:

_طالبه وروره، دوکاندار يم، زنانه دي، ډاکټر ته يې بيايم.

منډه مې واخيسته، تر نږدې پخڅې واوښتم. لېرې د غونډۍ په لمنه کې پر يوه هواره ډبره کېناستم.

لارې ته مې وکتل، تر نهو بجو څو موټر تېر شول، خو سره کرولا مې پکې ونه ليده.

يوولس بجې د خپل کلي په هديره کې وم. د پلار  د قبر پر سر پرته سپينه ريتاړه لا تازه ښکارېدله.

سخته وه، پلار، مور او کوچينی ورور . ټول په يوه کتار پراته ول.

د پلار او مور د قبرونوتر مينځ اوږد وغځېدم، لمر  تود و، تر دوو بجو خوب يووړم. پاتې ورځ مې هم په هدېره کې تېره کړه.

ماښام تياره کلي ته لاړم. کور ته لوی کولپ ور لوېدلی و. تر دېوال واښتم. د کوټې دروازه خلاصه وه. لاسي بتۍ مې بله کړه، پر فرش او توشکو خاورې پرتې وې.

د پلار بړستن مې پر سر راکش کړه، د پلار د وجود بوی ترې ته. خوږ و.

د ملا تر اذان مخکې مې کلی پرېښود، لړه وه، لمر ختو ته په ګڼو لغړو ونو کې کېناستم.

وار له واره مې سره کرولا وليده، را نږدې شوه، ژېړ پاج او ډبل برېتونه مې وپېژندل.

له ونو را ووتم، ټوپک مې ورته ونيو. موټر ودرېد، سړی راکښته شو. وېرېدلی راته ودرېد.

د ټوپک نلۍ مې د سړي مخ ته سيخه کړه، ګوته مې ولړزېده، اه!  پر مخ به مې څنګه ويشت؟ سترګې يې زرو ته شوې وې.

ټوپک مې يوه لوېشت ټيټ کړ.

سړي په خواره خوله وويل:

_څه ګناه؟ څه خطاه؟ ته څوک …

ډز شو، د باروتو سوځېدلی بوی راباندې راغی، سړی پر اړخ ولوېد، د کارتوس غټه چره يې تر زړه ختلې وه.

کېناستم، ومې ژړل، ومې ژړل، ومې ژړل…

روان شوم، هېڅوک نه و.

په بازار کې مې يوه تړلي کانتينر ته ولي ولګول، شاوخوا مې وکتل،  د نږدې کليو د  کورونو له دودکشونو تورې لوخړې پورته کېدې، د تودې ډوډۍ بوی راته.

فکر په مخه کړم، سلګونه کيلو متره لري، د نورستان په ځنګلونو کې ټوله دنيا رانه پاتې وه.

اه! زرو به مې څنګه يواځې پرېښودله….

 

*     *     *

نرم باران اورېده… باد د جونګړې له خلاصې دروازې ټکا ايسته…لاندې، په دره کې د سيند د اوبو شڼهاری خوت….

سړي د زرو پر قبر خپله زنه ايښې وه، سترګې يې پټې وې، د پراته مړه طوطي د ټټر په مړو ، لندو بڼکو کې يې ګوتې وهلې… د سړي خوله او خولې ته نږدې، د قبر پر سر واړه ګلان په وينو سره ول….

 

(پای)

١٣٩٤ ل کال، د جدي د مياشتې يوولسمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب