پنجشنبه, جنوري 27, 2022
Homeټولنیزد بې اجازې رخصتۍ پایلې/ محمدامین کمالپوري

د بې اجازې رخصتۍ پایلې/ محمدامین کمالپوري

  ځای: کابل، ازادۍ راډیو

له پوهنتونه لا فارغ نه وم چې؛ خدای مې وظیفه را په نصیب کړه نو طبعا کاري تجربه مې هم نه درلوده نو له ډیر احتیاطه مې کار اخیسته ان د دفتر باغوان ته مې هم دوه لاسي سلام کاوه چې؛ هسې نه له وظیفې مې ونه باسي.

ژوند روان وو، کور هم د پاکستان په هریپور کې وو، څلور کاله د محصلې دوره مې هم په مسافرې کې تیره کړه سره له دې چې؛ بچي داره هم وم نو کله چې دې دندې څښتن هم شوم بیا مې هم زړه په یوه یا دوه اونیو کې کیده چې یو وار خو دې کور ته سر ور ښکاره کړم.

دقیق پوه نه یم چې؛ څلورمه  یا پنځمه میاشت به مې وه نو یو څه سترګې مې هم پښې شوې وې د دفتر په باغوان مې هم ټوکې کولې ، د پښو له دربه به يي هم ډیر نه ویریدم، پر اشپز به مې هم یوه نیم ځل غږ کاوه چې (کمې دیګه هم پرتا) که نه پخوا خو به په نیمه ګیډه ورسره چلیدو، د دفتر ډرایور به هم تر خپل ځایه رسولو.

دوه یا درې اوونیو کې به ضرور ماته د تګ اراده راتله خو ماته د رخصتي اخیستل یو څه ستونزمن ول کنه خدای دې خیر ورکړي زموږ د هغه وخت ریس صیب به څه ممانعت نه کاوه خو بیا هم زه د رخصتي په اخیستو کې لږ پښه نیولی وم.

موږ په خپله کاري شعبه کې دوه تنه په عین کار بوخت یو، چون کار زیات دی ایله يي له عهدې ووځو تر ماښامه چاپیر یو بیا هم خلاصی یي نه وي، خو په هر صورت ما مې خپل همکار ته وویل چې؛ ریس صیب د یکشنبې په ورځ رخصت وي د جمعې زه رخصت یم زه به د جمعې ورځ لاړ شم صرف د شنبې ورځ رییس صیب ته یو څه بهانه پکار ده او له خیره د یکشنبې په ورځ بیرته راځم، بې چاره همکار مې راسره ومنله خدای دې ښه ورسره وکړي.

ما ته هم درسته شپه خوب نه راته لږ سوغاتونه ول او څه نورې وچې او لمدې میوې او نور خدای وس خوراکي او غیر خوراکي توکي مې راسره تړلي ول، رهي شوم . د موټرو په تم ځای کې که مو فکر کړی وي دې وروستي سیټ د موټر ته څوک په اسانه زړه نه ښه کوي، ځکه چې کوزیدل يي یو څه ستونزمن وي دا چې ماسره وخت نه و بس په بیړه وم ځکه یو ورځ مې درلوده او باید ما له هرې شیبې ګټه اخیستې وای، نو وروستي او مخکني سیټ پسې نه ګرځيدم، یواځې روان موټر مې زیات خوښیده، طورخم ته ورسیدم او هلته هم په منډه منډه له پولي واوښتم، د پاکستان پوله ساتو ځواکونو (خاسدارانو) هم په دې لنډ او تنګ وخت کې زورول پیل کړل خو بس په ځان نه پوهیدم د دوي لاس مې هم تش پرینښود، نه پوهیږم چې څو به مې ورکړي وي، خو ځان مې د موټر تم ځي ته ورسولو.

هلته هم د سیټ نوعیت ته پسې ونه ګرځیدم پیښور نوې اډې (حاجي کمپ تم ځای) ته ورسیدم، له رسیدو سره سم د هریپور د موټرو تمځای ته لاړم.دې وارخطايي او د منډې تګ کې مې یواځې په موټرو کې فلاینکوچ ټاکلی وو، دا ځکه چې دا موټر د نورو په پرتله ګړندۍ وي. د یوې شیبې مزله وروسته موټر څنګ ته شو او چلوونکی یوه جومات ته د لمانځه لپاره غږ وکړ.

چلوونکی زموږ د کلي وو، لږه پیژندګلوو مو وه خدای دې وبخښي ډير يي راته وویل چې؛ راځه مخکې له ما سره کینه، زه نزاکته کینناستم مخکې دوه تنه پاکستاني واردمخه ورسره ناست ول مناسبه مې ونه ګڼله چې؛ ورسره دې کینم. بس وروستي سیټ کې ناست وم، چلوونکی چې احمدکاکا نومیده ډير غریب او بې وزله وه ایله يي څو ورځې دمخه د دې فلاینکوچ پور ورخلاص کړی وو او خوشحاله ښکاریده، پر مايي چې په تم ځي کې سترګې ولګیدې زیری يي هم راباندې وکړ چې د (ګاډي قرض مې ورخلاص کړ پیره).

خبره بلې خوا ته لاړه نشي له لمانځه فارغ شولو هر تن په خپل خپل سیټ کیناستو، احمدکاکا چې له پوره نوی خلاص شوی وو، په ځان نه پوهیده. ښه ګړندۍ مزل يي کاوه، خدای حاضر دی، زه هم ورته ډیر خوشاله وم، سر به مو څه در خوږوم له پیښور ښاره ووتلو دې ببو (پبي) زیارت ته ورسیدو.

دوهمه برخه:

دې ببو (پبي) زیارت ته له رسیدو سره سم د سړک له هغې غاړې یو بدبخته د تیلو د ټانکر ډرایور غوښتل چې له دې منځه تیر شي، تصمیم يي ناڅاپي وو، نو زموږ د موټر سرعت خپله پوهیږئ نو چې؛ په څوو کې به وو. بس ما یو اواز د الله اکبر د احمدکاکا له خولې واورید، موږ د فلاینکوچ په وروستي سیټ کې څلور تنه وو.

فلاینکوچ د ټانکر لاندې ننوت او موږ څلور تنه د ډرایور د سیټ تر شاه په یوه سیټ کې خانګې خانګې پراته وو. له یوې شیبې ځنډه وروسته ما سر راپورته کړ ګورم چې موټر کې هیڅوک نه ښکاري ټوله سورلۍ د فلاینکوچ له مخکني هندارې پورې وتې ده. موږ څلور تنه داسې ټپیان وو، چې زما ښی پښه په پوستکی کې نښتې وه او زما له پاسه پرته وه، ما ویل چې زه … ژوندی خو يي، خو ذهن کې راوګرځیده چې زه بچو اوس دې وظیفه له لاسه ورکړه، چې څه به کیږي؟

بلاخره شور او زوږ پیل شو چا مړي پورته کول او چا د موټر له سیټو د بدن غړي را ایستل زه د موټر د سیټ کوم کونج کې پروت وم، ذهن کې مې یواځې د دندې فکر راته ځان مې لا پوره نه وو کتلای چې یو غږ مې وکړ هلکه د ژوندیو فکر له چا سره شته او کنه، یو څو تنه راغلل له ولو او پښو يي ونیولم پښه مې چې یواځې په پوستکي کې نښتې وه په لاس کې مې ونیوله دې دوو تنو د سړکونو په ګلدانې (پلاټ فارم) کې کینولم، یوڅه بیداره وم.

موبایل مې راوخیست پلار ته مې زنګ وواهه، چې پلاره موټر ټکر وکړ ………… بس پوه نه شوم چې په دې وخت کوم کور وراني زما له لاسه موبایل کش کړ. بې پښو خو وم بې لاسو يي هم کړم. خو ما ویل زه .. اوس چاپسې ګرځې جیب ته دې زیات پام کوه.

په دې ترافیکې پیښو کې که په خود یاستی ډير باوري مه اوسئ چې ګنې دوي به له همدردی راځي ځيني لعنتیان په کې شته چې ته به فکر کوئ چې ستا په غم به ژاړي خو هغه به ستا جیب ته سترګې پټې کړي وي، ځکه په هغه وخت کې ستا له لاسه هیڅ هم نه کیږي که چیغې او بغارې وهې چې مال يي زما لوټ کړ، جیب يي زما وواهه خلک به وايي، درد وارخطا کړی دی هسې چیغې وهې یا دې پیښې يي سرته زیان رسولې او ته که څه هم په خود يي خو خلک بیا چیرته پرتا باور کوي.

خو په هرصورت زه د سرک په ګلدانې کې ناست وم، چورت چورت د دفتر وهم، چې هلکه کم از کم اجازه خو به دې اخیستې وه کنه لا په خپل درد نه پوهیدلم چې؛ ومې کتل هغه څلور تنه ټپیان يي هم زما تر خوا کینول چې ومې کتل د یوه سترګه نه وه، د یوه لاس مات و او د بل نیم مخ داسې ژوبل وو چې کتل نه ورته کیده، په ځان مې شکر وویست چې هلکه لا هم ښه يي.

د خدای ایلې ته ناست یو چې؛ ټکر شوي فلاینکوچ ته مې پام شو، چې هیڅ هم په کې پاتې نه دي هغه د خدای د ویرې ځینې کسان مې لیدل چې مړي ځای پر ځای کوي او ځیني بدبخته لا لګیا وو، موټر يي تالاشي کاوه، چا غوټې تښتولې او چا پنډونه چې په دې وخت کې یو دوه زری ماډل موټر راغی چې هلته يي(ټوډي) بولي که څه هم زه ډیر باوري نه وم چې ورسره دې کینم ځکه زه مې په خپل جیب هم یریدم نوی معاش مې هم اخیستی وو. خو زما په وس کې څه نه وو له ولو ونیول شوم او موټر ته پورته کړای شوم .

ډرایور مخ راتاو کړ چې؛ ماته د یو چا د ټیلیفون شماره راکړه، چې ورته زنګ ووهم .که څه هم زما سر په دې پيښه کې لګیدلی و، خو له خپلې شمېرې نه مې زیات د پلار شمېره په ذهن کې وه په ډيرو تکلیفو او ستونزو مې د پلار شمېره ورته ورکړه کور يي ودان زنګ يي ورته وواهه بس زه مطمین شوم زه هم له پلار سره وغږیدلم ویل مې:

(چې ټلیفون مې چا پټ کړ خو دا سړی به تر یو وخته وي، دی مې هم کوم روغتون ته بیايي)

چلوونکي غږ راباندې وکړ چې ورته ووایه، (د ببو زیارت سیمه یز روغتون ته دې راشي.)

موږ روغتون ته ورسیدو زه يي تزکره کې واچولوم له بده مرغه روغتون ته له رسیدو سره سم کومه بله ترافیکي پیښه هم شوې وه د هغې پیښې ټپیان او مړي هم دې روغتون ته راوړل کیدل، دلته هم د ځینو کیسه برو کمی نه احساسیده دا چې ما هم په سر خوړلې وه دا ځینې مې کتل چې د ناروغانو څنګ څنګ ته کیدل له ځانه سره مې فکر وکړ که غږ کوئ نو خلک هسې هم باور نه کوی، وايي به ناروغ دی، ټپي دی، پرتې وايي څه ته ځان ته کار ګورئ خپل ځان ساته..

دې وخت کې دوه تنه زما د تذکرې تر خوا راتاو شول یوتن د تزکرې یو څنګ ته ودرید او بل يي بل څنګ ته، ویل يي ماته ستا د کور شمېره ووایه پوه شوم چې خواخوږي ښيي، شمېره مې ورکړه هسې يي په ټیلیفون کې ګوتې وهلې، دې یوه يي داسې ورو زما جیب ته لاس ور وړ، یو دم مې ماته پښه په لاس را واچوله او په تذکره کې نیغ کیناستم لاس مې يي کلک ونیوه ما ویل زه ګوره لا روغ یم  بچو چې؛ هر وخت مې ساه ووتله بیا مې جیب ووهه په ژوندوني خو ولا که رانه ښاد شئ.

شور زوږ جوړ شو پولیس خبر شول، پولیس راغلل زما تر څنګ هلکان يي ونیول خو فضل د خدای وو، چې څه يي زما له جیبه ونه ایستل، خو پولیسو هلکان نیولي ول هلکان اوس پولیسو ته عذر زاري کوي چې صیب؛ ما يي له جیبه ټیلیفون ایسته چې خپل پلار ته زنګ ووهي، موږ غلا نه کوله صیب .. موږ غلا نه کوله صیب…

ماته په زړه کې راتیره شوله چې دا خو هماغه د ټیلیفون غل دی پریږده چې لږ خو يي ښه وزوروي، په تذکره کې د خدای ایلي ته پروت یم… په همدې فکر کې یم چې اوس به مې پلار څه وخت راځي ځکه چې څوک دې پوښتنه هم نه کوي.

دا بدبختي په دې دواړو هېوادو کې شته چې ناروغ مري څوک دې په کیسه کې هم نه وي له یوې خوا یواځې توب له بلې خوا زموږ د کور لیرې والی او زما د بیړې راتګ ډیر زورولم بس زړه مې نری شو ویل مې اوس خو مرې او ضرور مرې ځکه اوس یواځې يي، تشویش را واخیستم، لاره رانه ورکه شوه ټیلیفون هم نشم کولای چاته ویلای هم نشم، ځکه اوس څوک نژدې هم نه راځي ځکه هغه خوارکي هم یریږي چې هسې نه موږ پولیسو ته په لاس کې ورکړي، زړه کې راتیره شوله چې څه کرې هغه به ریبې؟

ښه خدایه اوس څنګه وکړم بس کلمو او د یس شریف لوستو ته مې زور ورکړ په تذکره کې پروت یم درد هم وارخطا کړم یوې نرسې باندې مې پټکه وکړه، چې تاسې مسلمانان يي او که نه؟ د دوي په ژبه مې ورته وویل چې د درد یو ټیکه(پیچکاري) ولګوه د خدای لپاره ….. هغوي هم ګنګس ګنګس ول خو د درد پیچکاري يي وکړه، زه په خپل ځان وم، دې کیسه برو خپلوان یو څو تنه راغلل چې هغه پولیسو ته ووایه چې زموږ ورونه راخوشې کړي چې ته ورته اجازه ورنه کړي زنداني (حوالات) به يي کړي.

دا چې زما زړه هم نری شوی وو، شیبه په شیبه مې مرګ سترګو ته دریده د ناروغانو ځیګروي مې اوریدې د چا چیغې مې اوریدې اجازه مې ورکړه، چې هسې خو هم مرې.

شیبه وروسته مې درد یو څه ارام شو لا هم په دهلیږ کې په تذکره کې پروت یم یو دوه تنه مې سر ته ودرید، ژر مې په جیب لاس کیښود څیرو ته مې وکتل چې افغانان راته وایسیدل، دلته مې له چاپلوسیه کار واخیست ورته ومې ویل، چې تاسې خو افغانان يي شکر دی. ویل هو وروکه موږ افغانان یو ما ورته ویل زه هم افغان یم تاسو ته خو بهتره معلومه ده چې مات لاس غاړې ته ولیږي. هغوي له ماسره همدا خبره بدرګه کړه چې رښتیا هم مات لاس غاړې ته ولیږي.

ما ورته ویل چې ستاسې غاړې ته اوس در وولیدم چې هر څه راباندې کوئ ويي کړئ، زما درد لږ ارام شو ماته يي ویل د کوم ځای یي ما ورته ویل د لغمان يم خو ما هم له ځانه ورته وویل چې تاسې هم راته لغماني ښکاری، خلک مې له خپلې اودې لاندې راوستل، ویل هو موږ هم د لغمان یو بلاخره له ژورې پیژندنې وروسته لیرې خپلوان مو وختل. زړه مې لږ څه ډاډه شو، اغا ته مې يي زنګ وواهه ورته ويل يي ورو ورو راځه هیڅ خبره نشته له زوی سره دې موږ یو هیڅ تشویش مه کوه، نور هم ډاډه شوم خو بیا هم لا ډاډه نه وم ما ویل چې یو وار دې دفتر هم پر ما خبر شي خو دا چې څوک به يي خبر کړي؟ او څنګه به يي خبر کړي؟ نو دا د هغه انتخاباتو د کمیسیون د مشر فضل احمد معنوي خبره (خیال است محال است و جنون است) یعنې دا نو لیرې وه ځکه ما ویل چې د بې اجازې راتګ به دا انجام وي ځان راته ډیر ملامته او عاجزه وایسیده.

په روغتون کې د امبولانسونو شور او زوږ ډیر شو ویل يي دا خو سیمه ييز روغتون دی امکانات يي کم دي ناروغان د پیښور مرکزي روغتون (جرنييلي هسپتال) ته انتقالیږي. څنګ ته مې ولاړ هلک چې زه پرې نور هم باوري شوی وم دا خبر يي ماته راوړ زه يي په شاه کړم او امبولانس ته يي پورته کړم نور هم ځان راته عاجزه او ناتوانه وایسید چې هلکه دا په تا څه وشول چې نن د بل په اوږو سپور يي.

په دې خو به خبر يي چې د محصلی ژوند ډيره عاجزه او د ناتوانی دوره وي ځکه که اقتصاد دې ښه وي ‌ذهنا ارام وې نو درس به ښه وايي او که اقتصاد دې بې مزې وي نو ته هم ورسره بې مزې اوسې او دا خو لا څه کوئ چې زه پکې بچي داره هم وم خو د خدای رحم و، وظیفه مې ومونده او دې یوې مړی ډوډی خاوند شو.

خو زړه کې راتیره شوه چې همدا څلور یا پنځه میاشتې خدایه پر ما پیرزو وې چې لږ ارام وم او  نن د خلکو په اوږو یم بس همدا څلور یا ۵ میاشتې .. ښه يي وژړولم او همدا مرګ مې سترګو سترګو ته کیده، وړه لور مې بي بي اسما سترګو ته زیاته دریده چې له نازه به مې ورته (اسماګی) ویلې، ذهن کې دا هم راتیریدله چې ښه دا تیر ځل خو د کور له غړو سره ژمنه کړې وه چې؛ دا ځل به انشاله له سوغاتونو سره سره راځم، دا خو به په تابوت کې ورځم ……….. دا به په دوي څه تیریږي ځکه کله چې يي په تذکره کې په دهلیږ کې اچولې وم خدای مې دې غاړه نه بندوي داسې لس دولس مړي خو يي زما تر مخ تیر کړل. دا د جنازو تګ مې ذهن کې دریده.

زما سلګی نه دریدې چې ناڅاپه د امبولانس چلوونکي راباندې غږ وکړ وا هلکه موږ مه په عذابوه کنه همدلته مو کوزه وم زه ګوره خیر خدايي تاسې سره  روان شوې یم زه پوه شوم چې ولاکه هیچا کې هم خواخوږي وي بس چټې دنیا ده څوک دې جیب ته غل دی او څوک دې مال او څوک دې پښتورګو ته.

خوا کې مې هلک هم ډاډ راکوي چې امبولانس والا لږ په غصه دی ځکه چې غل نه اوړي مل دې واوړي، زه نو اوس درد بیا ونیولم د پیچکاري تاثیرات يي پای ته ورسیدل خو ښه وو ژر ورسیدو، هلک ښه وو بیداره وو ډاکټر ته ورغی بیا يي د درد د کراریدو پیچکاري وکړه ارام شوم چې ګورم، لاره لیره وه لا مې هم اغا نه وو را رسیدلې، په همدې روغتون کې وم دا چې بیربار زیات وو زه يي هم وردننه کړم بیله له دې چې د پښې عکس مې واخلي پښه يي راته په ګچ کې کړه، ویل يي (جي تاسو اوس تلای شئ، ګرځه ځوانه بس بې فکره شئ، ګرځه جي هیڅ خبره نشته) نو دا چې دولتي روغتون وو، د زړه له پاسه يي درملنه وکړه دوا يي راته ولیکله زه هم خوښ شوم چې زه ښه شوم له خیره سره .

زموږ د ماما کور په بډه بیره کې دی، دی را ورسید ویل يي ډاکټر ته چې عکس يي اخلو عکس مو د پښې واخیست چې پښه لنډه ده زما پښه د ښنګري نه بره او د زنګانه له سترګې کوزه په منځ د (ساقینو) کې ماته ده او پاسنې هډوکی يي په لاندېني هډوکي کې داسې تیر بیر سره ور وستی او بیا يي په ګچو کې  تاو راتاو کړی چې ته به وايي څوک د جوارو وږي هم داسې سره نه ور ولي، پلار مې هم راورسید ویل يي هلک شخصي روغتون ته بیايو خو دا چې یکشنبه ده سبا روغتونونه بند دي نو یوه ورځ به زموږ همداسې ضرور تیریږي.

بستر شوم د پلار له ویناوو مې داسې معلومیده چې په کور کې مو هم غټ ماتم دی ځکه شیبه په شیبه ورته زنګ راته چې هلک سره غږیږو خو پلارمې مناسبه نه ګڼله ځکه زه په ځان وم بلاخره د درد له پیچکارییه وروسته د مورجانې سره وغږیدم ډاډ يي راکړ بیا يي ژوند کولو ته وهڅولم ډير نصیحت يي راته وکړ سلګې مې ودریدې، دا چې له ماسره يي نه ژړل یوآځې د پاتې ژوند هنداره يي راته نیولې وه او لا يي هم د دوه کلن ماشوم په څیر ناز راکاوه، د درملو په وخت د خوړلو سپآرښتنه يي کوله. یو څه مې د ژوند څانګې په غوړیدو شوې.

سهار شو ځینې راغلي میلمانه مو له روغتونه رخصت کړل زه بیا د دفتر د خبریدو په هڅه کې شوم خو په لاره او ګودر يي نه پوهیدم چې څنګه فکر راغی چې زموږ په هغه وخت کې الله دې غریق رحمت کړي یو سیمه ییز خبریال شاعر دوست نجیب عامر وو یو ځل مو په دفتر کې سره لیدلي وو او نورې ټیلیفوني اړیکې مو سره نیولې وې، زنګ مو ورته وواهه، په عین زنګ کې دا چې ماته ځان ملامته ښکاریده دا توري مې په خوله نشو راوستلای چې (زه بې اجازې راغلی یم) خو په خندا مې ورته وویل چې روغتون ته راشه څو مې له نژدې وګوري خو باور يي نه کیده ځکه په خندا ویل د روغو کار وي کور يي ودان راغی او زما په سپارښتنه يي زموږ ريس صیب هم خبر کړ، دا چې رييس صیب رخصت هم وو بیرته يي ماته زنګ وواهه، ما ځان ملامته احساسوه بس په خندا خندا مې ځوابونه ورکول:

(چې هو صیب پښه مې ماته ده صیب، بس موټرو سره ټکر وکړ صیب پښه مې ماته شوه صیب، د بې اجازې راتګ بخښنه مې هم وغوښته.)

ټیلیفون بند شو، دا چې زه په ځینو شیانو نه پوهیدم باید ما په ټیلیفون کې مقابل لوری داسې پوه کړی وای چې؛ ګواکې داسې یم چې بیخي د خوځیدو نه یم خو هغه کرکټر مې زده نه وه ځکه د درد پیچکاري ارامولم (اه،وې،اوفففففففففف)او نورې کلمې مې په خولې نه راتلی چې مقابل لوری دې سم باور وکړي، ځکه زما ناڅاپي تګ او هغه هم دومره لیرې داسې پیښه او بل زما هر چاته په ټیلیفون خندولي ځوابونه د باور کولو امکان نه وو.

د ګران دوست عامر صیب دې کور ودان وي تل دې دی خوشاله وي له بوختې دندې سره يي بیا هم زما شیبه په شیبه پوښتنه کوله یواځې دی نه وو ورسره د ده میرمن (سبا عامر صیب) هم وه، ښه جوړه ده الله دې تل خوشاله لري په ګډه يي زما پوښتنه کوله، ان د روغتونه زما تر فارغیدو ما د سبا جانې د لاس خواړه خوړلي دي، خو تل دې دوي د صحت په جامو کې پټ وي، له دفتره هر همکار زما ځانته ځانته پوښتنه کړې، کور يي ودان.

درېيمه برخه:

د دوشنبې شپه وه ایله زما د عملیات نوبت راورسیده نوموړي ډآکټر عموما د شپې عملیاتونه کول دلیل يي دا راوړ چې زه ذهنا ارام یم او د شپې له خوا عملیات کول دقیق فکر ته اړتیا لري.

زه يي له مازدیګر سره له ولو ونیولم او ډاکټر ته يي په میز ور واچولم او پایوازان يي رانه وویستل په تخت پروت وم. چې د مازدیګر لمونځ مې لا نه وو کړی په هماغه تخت مې په اشاره لمونځ پیل کړ، چې ډاکټر سره د نرسانو راغی، زما په ټنډه يي لاس کیښود له کتلو يي معلومیده چې ډاکټر پر ما د زنکدن شک کړی له نرسانو سره يي په زوره زوره د کلمو ویل پیل کړ.

ډاکټر نرسانو ته ویل د سړي ساه لکه چې په وتو ده او خپلې شونډې لا خوځوي، ډاکټر ویل بس لا يي پیواز ته غږ مه کوئ چې ساه يي ووته بیا به ورته ووایو چا ویل هله پایواز يي راخبر کړئ هسې نه پر موږ شکي نشي خو شور زوږ جوړ شو.

زه دې وخت کې له لمانځه فارغ شوم سلام مې واړاوه، ورته ومې ویل د خدای بندګانو لمونځ مې کاوه…..

ډاکټر د عملیات له خونې سره د اشنا کیدو لپاره له ماسره غورې (ګرم بحث) پیل کړې هغه غر او دا غر يي سره ویشته ویل يي انستیزي( بې هوشی پیچکاري ) دې کله کړې؟ ما له دې مخکې ان په غاښ مې هم درد نه و راغلی، چې ما د انستیزي پیچکاري کړي وي ځکه پرې نه پوهیدم چې ناروغ به ورسره کوم ډول کیږي ورته ویل مې نه صیب … ما کله هم دا ډول پیچکاري نه ده کړې.

خو خیر زه يي له ولو ونیولم او راپورته يي کړم، د ملا په یوه رګ کې يي دا د بې هوشی پیچکاري وکړه، شیبه وروسته پر ما د خوب پرکالي راغله سست غوندې شوم ډاکتر یوه نرسه پر ما وګمارله څو مې ټنډې ته یو یو ټپ ورکوي چې هسې نه په خوب کې همداسې لاړ نشم او ساه ورنکړم  او توصیه يي هم ورته کوله چې ما سره دې شیبه په شیبه غږیږي څو ویده نشم، نجلۍ بې جراته وه هسې تندې ته به يي یو ټپ ورکاوه نوره د خبرو نه وه، ما هم مرګ په خپلو سترګو لیده خبرې مې نشوای کولای زړه مې لا نور هم سست شو .

دا چې ما کله هم د بې هوشۍ پیچکاري نه وه کړې په عادت يي هم نه پوهیدم، ورو ورو مې بې هوشي د پښو د پنجو له خوا راتله فکر مې کاوه چې ساه دې وځي، د قران کریم په لوستو مې پیل وکړ، ورو ورو بې سکه کیږم، قران کریم هم رانه غلطیږي فکر مې یو خوا بل خوا سره لاړ شي بیا مې فکر سره راسم کړم، د قران کریم لوستو ته مې فکر ونیسم او پر ځان زور راولم خو بیا د شیطان له زوره کله خلاصیږو، هغه د فلم ستوری (شارخ خان) مې تر سترګو سترګو کیږي، چې په (کویلا فلم) کې يي پښه ماته وي او په غرونو رغونو منډې وهي، د فلم همدا شیبه مې زیات ذهن ګډوډوي، بیا په خود شم له ځانه سره وایم هلکه کلمې وایه کنه بې ایمانه به له دنیا لاړ شئ، بیا چې پاس وګورم نرسه مې سرته ولاړه ده په ټنډې مې ټپوي را ټپوي، کله راته وخاندي، کله راته وايي (بس جي ښه به شئ) بیا مې فکر پر ځای کړم یس شریف ولولم، بیا په کویلا فلم ور نننوځم ځان راته (شارخ خان) وایسیږي، یوه حیرانونکي کشمکش کې راګیر یم. هلته مې تشویش ده چې اوس خدای نخواسته بې ایمانه له دنیا لاړ نه شی دلته مې سر پورې ولاړ شیطانان نه پریږدي، دې کشمکش څه کم یو سات په بر کې ونیوه.

اخر مې بې هوشي تر نامه را ورسیده ډاکټر راغی پښه يي راته وټکوله، پوه شو چې زه د درد احساس نه کوم پر مخ يي راته کمپله واچوله څو د ده عملیات ونه ګورم او خپل کار يي پیل کړل، یوڅه حیران شوم عملیات يي ترکاڼی ته ورته وو ځان سره راوړې اره او نور څه اوسپنې مسپنې او میښونه يي د میز په سر کیښودل، شیبه وروسته د ماشینو شور او زوږ جوړ شو زما پښه يي د اوسپنې په قالبو کې بنده کړه له نټ او بوټه وروسته يي پوستکی بیرته سره وګانډه، د عملیات تر خوني ووتلو ګورم چې ما سره راغلو پایوازانو د خوشالی احساس وکړ هر چا ټیلیفون په غوږ کې او زیری يي کاوه چې هلک له عملیاته روغ ووت زما پر مورجانې هم همدا زیری وشو.

تر دوه شپو بستره وروسته کور ته د تګ په نیت مو یو امبولانس کرایه کړ هریپور ته لاړو په لاره کې مې په هر جمپ کې ډرایور ښه پیکه کاوه چې اهسته نه شی تللای؟ زه اوس هغه کمالپوري نه وم چې د موټر ګړندي توب ته به لا ډیر خوشاله وم او اوس هم چې لږ موټر ګړندی شي هماغه شیبې مې په ‌ذهن کې راګرځي بیا نو د چلوونکي دې خدای مل شي.هریپور ته ورسیدو دوستان پوښتنې ته راتلل د هیچا هم دا هیله نه وه چې زه دې په چکسو کور ته ننوځم خو د خدای رضا وه، وشول نو.

نو دا چې د دوو شپو په نیت راغلی وم هغه هم بې اجازې او یوه میاشت راباندې ووته نو دې کې زما څه ګناه وه؟

2 COMMENTS

  1. کمالپوري صیب، په رشتیا چي ستا کیسې راته ژړا راوسته. د پیل نه تر آخره پوري ما داسي احساسول چي ګواکي دا کیسه په ما جوړه ده او ځان مي ستا پر ځای احساساوه. دا ځکه چي زه هم تقریبا په هرو درو میاشتو کي یو وار د افغانستان نه پاکستان ته په همدې لاره سفر کوم. هم دغه رنګه زما هم بیړه وي چي زما کور هم پاکستان کي دی خو وظیفه په افغانستان کي لرم، څلور پنځه ورځې مي رخصتي وي نو ځان ژر تر ژره رسوم.
    بلې ټکي ته چي تا اشاره کړې، د کسه برو ظلم او بربریت. رشتیا هم نن سبا د یوه انسان غم د بل انسان ښادي ده. دا ظالمان هیڅ انسانیت نه لري.
    لکه څنګه چي تا د نشې په وخت کي په ذهن کي د شاروخ خان د کیسې خیال راته، اوس دي زه هم ویرولم. چي کله په دې لاره په موټرو کي کینم ستا دغه کیسه به مي په ذهن کي تا او بالا کیږي.
    خدای دي تا ته روغ صورت در کړي او وظیفه خو ځي راځي چي ژوند او روغ بدن وي.

  2. ژړه او خنداګانی دواړه مو ورته وکړل خو چی د معاش پیسی دی څنګه او چاته وسپارلی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب